Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۷۷. سورت المرسلات

المرسلات

Al-Mursalat / المرسلات · ۷۷ · ۵۰ آیتونه

دا پاڼه د سورت المرسلات عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا

    په هغو(بادونو) قسم دى چي پرله پسې لېږل کیږي؛

  2. فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا

    بيا په طوفاني الوتلو چليږي؛

  3. وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا

    او (ورېځي) په راپورته كولو خوروي؛

  4. فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا

    بيا (هغه) څيروي، بيلوي یې (يا د حق او باطل په بېلوونكو ايتونو باندي)؛

  5. فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا

    بيا (په زړونو کښي د خدای) ياد اچوي (يا په زړونو كي ذكر اچوونكو پرښتو باندي)؛

  6. عُذْرًا أَوْ نُذْرًا

    د عُذر په توګه يا د وېريدنې په توګه؛

  7. إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ

    د كوم شي چي ستاسي سره وعده کیږي، هغه هرومرو راپېښېدونكى دى.

  8. فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ

    بيا كله چي ستوري تت او ورک شي؛

  9. وَإِذَا السَّمَاءُ فُرِجَتْ

    او کله چي اسمان څيري کړی شي؛

  10. وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ

    او کله چي غرونه والوځول، وران کړل شي (د خپلو ځایونو څخه ویستل شي)؛

  11. وَإِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ

    او کله چي د پېغمبرانو د حاضرۍ وخت را ورسيږي؛

  12. لِأَيِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ

    (په هغه ورځ به هغه شی واقع شي) د کومي ورځي لپاره چي دا كار ځنډول شوى دى؛

  13. لِيَوْمِ الْفَصْلِ

    د فېصلې د ورځي لپاره؛

  14. وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الْفَصْلِ

    او ته څه خبر یې چي د فېصلې ورځ څه ده؟

  15. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    په هغه ورځ د درواغو ویونکیو لپاره تباهي ده.

  16. أَلَمْ نُهْلِكِ الْأَوَّلِينَ

    ايا موږ پخواني (خلک چي حق يې درواغ ګڼی) هلاک نکړل؟

  17. ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِينَ

    بيا به په هماغو پسي موږ وروستني (مجرمان) وخوځوو.

  18. كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ

    له مجرمانو سره موږ همدغه څه كوو.

  19. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    په هغه ورځ د درواغ ویونکیو لپاره تباهي ده (چي د مرګ وروسته یې ژوند درواغ ګانه).

  20. أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّاءٍ مَّهِينٍ

    ايا موږ له ناڅيزه اوبو څخه تاسي پېدا نه کړاست؛

  21. فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ

    او هغه مو په يو محفوظ ځاى کښي تم کړ؟

  22. إِلَىٰ قَدَرٍ مَّعْلُومٍ

    تر يوې ټاكلي مودې پوري.

  23. فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ

    نو ګوره، موږ په دې قادر وو؛ او موږ د ډېر ښه قدرت درلودونكي يوو.

  24. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي د درواغو ګڼونكو لپاره تباهى ده.

  25. أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا

    ايا موږ ځمکه راغونډوونكې ساتونكې نه ده ګرځولې؛

  26. أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا

    د ژونديو لپاره هم او د مړو لپاره هم؛

  27. وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُم مَّاءً فُرَاتًا

    او په هغې کښي مو دنګ او لوړ غرونه ښخ ودرول؛ او پر تاسي مو خوږې اوبه وڅښلې.

  28. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  29. انطَلِقُوا إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ

    اوس د هماغه شي خوا ته ځئ! چي تاسي درواغ ګاڼه.

  30. انطَلِقُوا إِلَىٰ ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ

    ځئ د هغه سيوري خوا ته چي درې څانګي لري!، (د دوږخ د لوګي سيوری له دريو خواو چاپير دی)

  31. لَّا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ

    نه يخوونكی او نه د اور د لمبو مخه نيوونكی؛

  32. إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ

    هغه اور به د ماڼيو غوندي غټ غټ بڅري غورځوي؛

  33. كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ

    (د الوتلو په وخت کښي به داسي ښكاري) ګواکي چي هغه ژېړ اوښان دي.

  34. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  35. هَـٰذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ

    دا هغه ورځ ده چي په هغې کښي به هغوی نه څه ووايي؛

  36. وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ

    او نه به هغو ته د څه عُذر وړاندي کولو موقع ورکړه شي.

  37. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  38. هَـٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ ۖ جَمَعْنَاكُمْ وَالْأَوَّلِينَ

    (الله ج په هغه ورځ وفرمايي) دا د پرېکړي ورځ ده. موږ تاسي او ستاسي مخكي تير شوي خلك راغوڼد کړي ياست؛

  39. فَإِن كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِ

    اوس نو كه تاسي څه دسيسه جوړولای شئ، نو زما په مقابل کښي یې جوړه کړئ.

  40. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  41. إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ

    پرهېزګاران نن په سيورو او چينو کښي دي؛

  42. وَفَوَاكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ

    او څه مېوې چي هغوی غواړئ ( ورته حاضري دي)؛

  43. كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    د خپلو هغو عملونو په بدل کښي په خوند سره خورئ او څښئ چي تاسي کړي ول.

  44. إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ

    موږ ښو خلكو ته همدغسي مكافات وركوو.

  45. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغي ورځي د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  46. كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجْرِمُونَ

    (اې درواغجنانو د دُنیا نعمتونه) لږ ورځي وخورئ او مزې چړچې وکړئ - په حقيقت کښي تاسي مجرمان ياست.

  47. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  48. وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ

    كله چي دوی ته ويل کیږي چي: د الله په وړاندي ټيټ شئ، نو نه ټيټېږي؛

  49. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    د هغې ورځي د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  50. فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ

    اوس له دې (قُرآن) څخه وروسته بل كوم کلام داسي كېدای شي چي دوی پرې ايمان راوړي؟

Holy Quran-Pashto