Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۳. سورت المطففين

المطففين

Al-Mutaffifin / المطففين · ۸۳ · ۳۶ آیتونه

دا پاڼه د سورت المطففين عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ

    (په تله او ترازو کي) د کم ورکونکو لپاره تباهي ده:

  2. الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ

    د هغو حال داسي دی چي كله له خلكو څخه په پيمانه څه اخلي، نو پوره پوره یې اخلي؛

  3. وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ

    او كله چي هغو ته په پيمانه يا تله څه وركوي، نو كم یې وركوي؛

  4. أَلَا يَظُنُّ أُولَـٰئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ

    ايا دا خلك باور نه كوي چي دوى را پاڅول كېدونكي دي؛

  5. لِيَوْمٍ عَظِيمٍ

    په يوه لويه ورځ؛

  6. يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ

    هغه ورځ چي كله ټول خلك د عالمیانو د پروردګار په حضور کښي ودريږي.

  7. كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ

    هیڅكله نه، هرو مرو د بدكارانو عملنامې د سجين په دفتر کښي دي.

  8. وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ

    او ته څه خبر یې چي د سجين دفتر څه دی؟

  9. كِتَابٌ مَّرْقُومٌ

    يو ليكل شوی کتاب دی.

  10. وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.

  11. الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ

    د هغو لپاره چي د جزا ورځ درواغ ګڼي؛

  12. وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ

    پرته د حده تيري كوونكي بدعمله څخه نور څوک هغه ورځ درواغ نه ګڼي.

  13. إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

    هغه ته چي كله زموږ ايتونه واورول شي، نو وايي: "دا خو د پخوانيو خلكو افسانې دي."

  14. كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    هیڅكله نه، بلکي حقيقت دا دی چي د دې خلكو زړونه د دوی د بدو عملونو زنګ وهلي دي.

  15. كَلَّا إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ

    هیڅكله نه، هرو مرو به په هغه ورځ دوی د خپل رب له ليدو څخه بې برخي وي.

  16. ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُو الْجَحِيمِ

    بيا به دوی په دوږخ کښي واچول شي.

  17. ثُمَّ يُقَالُ هَـٰذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ

    بيا به دوی ته وويل شي چي دا هماغه (عذاب) دی چي تاسي درواغ ګڼلي ؤ.

  18. كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ

    هیڅكله نه، هرو مرو د نېكانو عملنامه په علیین (د لوړ مقامه خلكو په دفتر) کښي ده.

  19. وَمَا أَدْرَاكَ مَا عِلِّيُّونَ

    او ته څه خبر یې چي علیین (د هغو لوړ مقامه خلكو دفتر) څه دی؟

  20. كِتَابٌ مَّرْقُومٌ

    يو ليكلي شوی كتاب دی،

  21. يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ

    چي مقربي پرښتې د هغه ساتنه كوي.

  22. إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ

    هرو مرو به نېكان په زياتو خوندونو (جنت) کښي وي.

  23. عَلَى الْأَرَائِكِ يَنظُرُونَ

    په هسكو تختونو باندي ناست، ننداره كوونكي به وي؛

  24. تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ

    د هغو په څيرو کښي به د نعمتونو څخه په ګټه اخیستلو ته د خوښۍ نښي ليدای شې؛

  25. يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ

    په هغو به سر پټي خالص شراب څښل کیږي،

  26. خِتَامُهُ مِسْكٌ ۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ

    چي د مشكو مُهر به پرې لګيدلی وي؛ او څوك چي د نورو څخه ميدان ګټل غواړي، د دې شي د ګټلو په مسابقه کښي دي هڅه وکړي.

  27. وَمِزَاجُهُ مِن تَسْنِيمٍ

    او په دې شرابو کښي به تسنيم ګډ وي

  28. عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ

    دا (تسنیم) يوه چينه ده، چي د هغې له اوبو سره، الله ته نژدې خلك شراب څښي.

  29. إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ

    مجرمانو په دُنيا کي په مؤمنانو باندي ملنډي وهلې،

  30. وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ

    چي كله به د هغو تر څنګ تېرېدل، نو د هغوی لورى ته به یې د تمسخر سترګكونه وهل،

  31. وَإِذَا انقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمُ انقَلَبُوا فَكِهِينَ

    كله چي به خپلو كورونو ته ورستنېدل، نو (د ملنډو وهلو) د خوندونو په اخيستلو به ورستنېدل،

  32. وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ لَضَالُّونَ

    او كله چي به یې هغوی (مؤمنان) ليدل، نو ويل به یې دا لاروركي سرګردان خلك دي؛

  33. وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ

    په داسي حال کښي چي دوی د هغو څارونكي نه ول لېږل شوي.

  34. فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ

    نو نن خو مؤمنان پر كفارو خندا کوي؛

  35. عَلَى الْأَرَائِكِ يَنظُرُونَ

    په تختونو ناست، د هغو د حالت ننداره كوي.

  36. هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

    ايا كافرانو ته د هغو عملونو جزا ورکړه شوه چي هغوی كول؟

Holy Quran-Pashto