-
يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ
اې (په جامو کي) ځان نغښتونكیه، ويده كېدونكيه!
-
قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا
شپه په لمانځه کښي په ولاړي تېره کړه خو كمه،
-
نِّصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا
يا نمايي شپه، یا له هغې څخه يو څه كمه کړه،
-
أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا
یا له هغې څخه يو څه زياته کړه؛ او قُرآن ښه په كراره كراره لوله.
-
إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا
موږ پر تا باندي د يو درانده کلام نازلوونكي يوو.
-
إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا
په حقيقت کښي د شپې پاڅېدل، د نفس كنټرولولو لپاره ډېر اغېزمن او د قُرآن د صحيح لوستلو لپاره زيات مناسب دي.
-
إِنَّ لَكَ فِي النَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا
د ورځي په اوږدو کښي خو ستا لپاره زيات مصروفيتونه دي؛
-
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًا
د خپل رب نوم يادوه او له هر شي څخه په پوره جلاوالي سره په هماغه (الله) پوري اړوند اوسه.
-
رَّبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا
هغه د ختيځ او لوېديځ څښتن دى، له هغه پرته بل هيڅ خداى نه شته، نو په دې اساس هماغه خپل وكيل (کار جوړوونکی) ونيسه.
-
وَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًا
او خلك چي کومي خبري جوړوي، پر هغو صبر وکړه او په عزت او نېک ډول له هغو څخه بېل شه.
-
وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا
او د دغو درواغجن ګڼونكو بډايانو د له منځه وړلو كار ما ته پرېږده؛ او دوی ته په همدې حالت باندي یو څه مهلت ورکړه؛
-
إِنَّ لَدَيْنَا أَنكَالًا وَجَحِيمًا
زموږ سره (د دوی لپاره) درندې زولنې او لمبې وهونكى اور دی؛
-
وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًا
او په مرۍ کښي نښتونكي خواړه او درد ناك عذاب دی.
-
يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِيبًا مَّهِيلًا
دا به هغه ورځ وي چي ځمکه او غرونه ولړزیږي او د غرونو حالت داسي شي لكه د شګو ډېرۍ چي خورېږي (خوځیږي).
-
إِنَّا أَرْسَلْنَا إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَاهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ رَسُولًا
تاسي ته موږ په هماغه شان يو پېغمبر پر تاسي شاهد لېږلی دى، لكه څنګه چي موږ فرعون ته يو پېغمبر (موسی(ع)) لېږلي ؤ.
-
فَعَصَىٰ فِرْعَوْنُ الرَّسُولَ فَأَخَذْنَاهُ أَخْذًا وَبِيلًا
(نو وګورئ كله چي) فرعون د هغه پېغمبر خبره ونه منله، نو موږ فرعون په ډيري سختۍ سره ونيوه.
-
فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِن كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِيبًا
كه تاسي له منلو څخه انكار وکړئ، نو په هغه ورځ به څنګه وژغورل شئ چي ماشومان به سپين ږيري کړي؛
-
السَّمَاءُ مُنفَطِرٌ بِهِ ۚ كَانَ وَعْدُهُ مَفْعُولًا
او د هغې له سختۍ څخه به اسمان چاودېدونكی وي؟ د الله وعده خو پوره كېدونكې ده.
-
إِنَّ هَـٰذِهِ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَن شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ سَبِيلًا
دا (قُرآن) نصيحت دي، اوس چي د چا خوښه وي، د خپل رب لورى ته د تلو لاره دي غوره کړي.
-
۞ إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَىٰ مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ ۚ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ۚ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۖ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ۚ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَىٰ ۙ وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ ۚ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا ۚ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
[اې پېغمبره (ص)!] ستا رب پوهيږي چي ته كله د شپې له درېو څخه دوو برخو ته نژدې، كله نيمايي شپه او كله د شپې دريمه برخه په عبادت کي ولاړ یې؛ او ستا له ملګرو څخه هم يوه ډله دا عمل كوي. الله د شپې او ورځي وختونه حسابي، هغه ته معلومه ده چي تاسي د وختونو سم حساب نشئ كولای؛ نو په دې اساس هغه پر تاسي مهرباني وکړه. اوس چي څومره قُرآن په اسانۍ سره لوستلای شئ، لولئ یې. هغه ته معلومه ده چي په تاسي کي به څوك ناروغ وي، ځيني نور خلك د الله د فضل په لټه کښي سفر كوي او ځني نور خلك د الله په لاره کښي جنګيږي، نو څومره قُرآن چي په اسانۍ سره لوستلای شئ، لولئ یې. لمونځ اداء کړئ، زكات ورکړئ او الله ته غوره پور وركوئ. كومه نېکي چي تاسي وړاندي د خپل ځان لپاره ولېږئ، هغه به د الله په وړاندي موجوده ومومئ، هماغه ډېره ښه ده او د هغې اجر ډېر لوي دی؛ د الله څخه بښنه وغواړئ، بېشكه الله ښه بښونكی خورا مهربان دی.
۷۳. سورت المزمل
المزمل
Al-Muzzammil / المزمل · ۷۳ · ۲۰ آیتونه
دا پاڼه د سورت المزمل عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.