Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۶۸. سورت القلم

القلم

Al-Qalam / القلم · ۶۸ · ۵۲ آیتونه

دا پاڼه د سورت القلم عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. ن ۚ وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ

    نون؛ قسم دی په قلم او په هغه څه چي ليكونكي یې ليكي،

  2. مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ

    ته د خپل رب په پېرزویني سره ليونى نه یې؛

  3. وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ

    او په يقيني ډول ستا لپاره داسي اجر دى چي لړۍ يې هیڅكله پاى ته رسېدونكې نه ده؛

  4. وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ

    او بېشكه ته د لوړو اخلاقو مرتبه لرې.

  5. فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ

    ډېر ژر به ته هم وګورې او هغوي به هم وګوري؛

  6. بِأَييِّكُمُ الْمَفْتُونُ

    چي ستاسي څخه څوك په ليونتوب اخته دى.

  7. إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

    ستا رب هغه خلك هم پيژني چي د هغه له لاري څخه بې لاري شوي دي او هغه كسان هم ښه پېژني چي پر سمه لاره دي

  8. فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ

    نو له دې كبله ته هیڅكله د دغو درواغجن ګڼونكو تر اغيزې لاندي مه راځه؛

  9. وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ

    دوی غواړي چي كه ته يو څه نرم شې، نو دوی به هم نرمي وکړي؛

  10. وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ

    هیڅكله د يو داسي چا تر اغيزې لاندي مه راځه چي زيات قسم خور او بې اعتباره وي،

  11. هَمَّازٍ مَّشَّاءٍ بِنَمِيمٍ

    پېغورونه وركوي، خبري وړي راوړي،

  12. مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ

    د نېکۍ منع كوونكى دى، په ظلم او زياتي کښي له حده تېرېدونكى دى، سخت بد عمله دى،

  13. عُتُلٍّ بَعْدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ

    زړه ازاره وونکی دى، او د دې ټولو عيبونو تر څنګ بد ذاته دى،

  14. أَن كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ

    پدې اساس چي هغه د ډيري شتمنۍ او اولادونو خاوند دى؛

  15. إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

    كله چي هغه ته زموږ ايتونه اورول کیږي، نو وايي: "دا خو د پخوانيو وختونو افسانې دي."

  16. سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ

    ډېر ژر به د هغه پر پوزه باندي داغ كښېږدو (رسوا به یې کړو).

  17. إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ كَمَا بَلَوْنَا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ

    موږ دوی (د مكې خلك) هماغسي په ازموينه کښي اچولې دي، لكه څنګه چي مو د يو بڼ څښتنان په ازموينه کښي اچولى ول: كله چي هغوی قسم وکړ چي د سهار په توره خړه کي به هرو مرو د خپل بڼ مېوې راټولي کړي؛

  18. وَلَا يَسْتَثْنُونَ

    او هغوي هیڅ انشاء الله (که د الله خوښه وي) ونه ويل؛

  19. فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ

    هغوى د شپې په خوب ويده ول، چي ستا د رب له لوري پر هغه بڼ يو افت نازل شو؛

  20. فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ

    او داسي شو لكه لو کړی كښت؛

  21. فَتَنَادَوْا مُصْبِحِينَ

    سهار هغوى يو بل ته سره نارې کړې؛

  22. أَنِ اغْدُوا عَلَىٰ حَرْثِكُمْ إِن كُنتُمْ صَارِمِينَ

    چي كه د مېوې ټولوونكى ياست، نو د سهار په توره خړه کښي د خپل كښت خوا ته ورشئ؛

  23. فَانطَلَقُوا وَهُمْ يَتَخَافَتُونَ

    نو وخوځېدل او پټ پټ یې سره ويل:

  24. أَن لَّا يَدْخُلَنَّهَا الْيَوْمَ عَلَيْكُم مِّسْكِينٌ

    چي نن به په بڼ کښي تاسي ته هیڅ يو بېوزلى رانشي؛

  25. وَغَدَوْا عَلَىٰ حَرْدٍ قَادِرِينَ

    هغوی د څه نه وركولو د تصميم په نيولو سره سهار په توره خړه هلته داسي په بېړه بېړه ورغلل چي تا به ويل هغوی (د مېوې په ټولولو) برلاسي دي؛

  26. فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوا إِنَّا لَضَالُّونَ

    خو كله چي یې بڼ (په دغه حال) وليدی، نو وې ويل: "موږ لاره غلطه کړې ده؛

  27. بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ

    نه بلکي موږ (د حاصلاتو څخه) محروم پاتي شوو."

  28. قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ

    په هغو کښي چي كوم يو تر ټولو ښه سړی و، وويل: "ما تاسي ته نه وويلي، چي تاسي ولي تسبيح (انشاء الله) نه واياست!"

  29. قَالُوا سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ

    هغوی وويل: "زموږ پروردګار پاك دى؛ په رښتيا چي موږ ګناهكار ظالمان وو."

  30. فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَلَاوَمُونَ

    بيا له هغو څخه هر يوه پر بل پړه اچوله.

  31. قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا طَاغِينَ

    په پاى کښي یې وويل: "زموږ پر حال خواشيني ده، بېشكه چي موږ سركښه شوي وو؛

  32. عَسَىٰ رَبُّنَا أَن يُبْدِلَنَا خَيْرًا مِّنْهَا إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا رَاغِبُونَ

    كېداى شي چي زموږ پروردګار موږ ته په بدل کښي له دې څخه لا ښه بڼ را په برخه کړي. موږ د خپل رب خوا ته ورګرځو."

  33. كَذَٰلِكَ الْعَذَابُ ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

    (د دُنیا) عذاب همداسي وي؛ او د اخرت عذاب له دې څخه هم ډېر لوى دى، كاشكي دوی په دې پوهېدلاى.

  34. إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ

    په باوري ډول له خدايه وېروېدونكو خلكو لپاره د هغو د رب په وړاندي په نعمتونو مالامال جنتونه دي.

  35. أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ

    ايا موږ به د امرمنونكو حال د مجرمانو په څېر کړو؟

  36. مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ

    په تاسي څه شويدي، تاسي څنګه حُكم صادروئ؟!

  37. أَمْ لَكُمْ كِتَابٌ فِيهِ تَدْرُسُونَ

    ایا ستاسي سره كوم كتاب شته چي په هغه کښي تاسي لولئ؛

  38. إِنَّ لَكُمْ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ

    چي ستاسي لپاره هرو مرو هلته هماغه څه دي چي تاسي یې د ځان لپاره خوښوئ؟

  39. أَمْ لَكُمْ أَيْمَانٌ عَلَيْنَا بَالِغَةٌ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۙ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ

    يا نو، ايا ستاسي لپاره پر موږ د قيامت تر ورځي پوري څه داسي ژمنه او تړون ثابت دى چي تاسي ته به هماغه څه وي چي حُكم يې تاسي صادروئ؟

  40. سَلْهُمْ أَيُّهُم بِذَٰلِكَ زَعِيمٌ

    له دوی څخه پوښتنه وکړه: "ستاسي څخه څوك د دې ضامن دى؟"

  41. أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ فَلْيَأْتُوا بِشُرَكَائِهِمْ إِن كَانُوا صَادِقِينَ

    يا د دوی څه انګيرلي شريكان دي (چي هغوی د دې ذمه وهلې وي)؟ - كه دا خبره وي، نو خپل شريكان دي راولي كه دوی رښتیني وي.

  42. يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ

    په كومه ورځ چي پنډۍ لوڅه کړل شي (حقايق بر بنډ شي) او خلكو ته د سجدې كولو بلنه ورکړه شي، نو دوی به سجده ونشي کړای؛

  43. خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ

    د دوی سترګي به ښكته وي، ذلت به پرې خورېدونكى وي. دوی چي كله روغ رمټ ول، په هغه وخت کښي د سجدې كولو لپاره بلل كېدل. (خو دوی انكار کاوه)

  44. فَذَرْنِي وَمَن يُكَذِّبُ بِهَـٰذَا الْحَدِيثِ ۖ سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] ته د دې کلام د درواغ ګڼونكو موضوع ما ته پرېږده. موږ به په داسي توګه دوى په كراره كراره د تباهۍ خوا ته بوځو چي هیڅ خبر هم نه شي.

  45. وَأُمْلِي لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ

    زه د دوی رسۍ غځوم، زما تدبير ډېر قوي دى.

  46. أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ

    ايا ته له دوی څخه څه اجر غواړې چي دوی د جريمې د درانه پيټي تر فشار لاندي کیږي؟

  47. أَمْ عِندَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ

    يا له دوی سره د غيبو علم دى، چي دوی يې ليكي؟

  48. فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَىٰ وَهُوَ مَكْظُومٌ

    نو د خپل پروردګار د پرېکړي تر صادرېدو پوري صبر وکړه او د كب د خاوند (يونس عليه السلام) غوندي مه کېږه، كله چي هغه غږ کړی ؤ او له غمه ډك شوى ؤ.

  49. لَّوْلَا أَن تَدَارَكَهُ نِعْمَةٌ مِّن رَّبِّهِ لَنُبِذَ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ مَذْمُومٌ

    كه د هغه د رب مهرباني ورباندي نه واى شوې، نو هغه به ملامت په سپېره ډاګ کښي غورځول شوى واى.

  50. فَاجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَجَعَلَهُ مِنَ الصَّالِحِينَ

    په پاى کښي د هغه رب هغه غوره کړ او د صالحو بندګانو څخه يې وګرځاوه.

  51. وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ

    كله چي دغه كافران د نصيحت کلام (قُرآن) اوري، نو تا ته [اې محمده (ص)!] داسي سترګي اړوي چي ګويا ستا پښې به وښويوي، او وايي چي دى هرومرو ليونى دى.

  52. وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ

    پداسي حال کښي چي دا (قُرآن) خو د ټولو نړیوالو لپاره يو نصيحت دى.

Holy Quran-Pashto