Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵۴. سورت القمر

القمر

Al-Qamar / القمر · ۵۴ · ۵۵ آیتونه

دا پاڼه د سورت القمر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ

    د قيامت ساعت رانژدې شو او سپوږمي وچاودله (دوې ټوټې شوه).

  2. وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ

    خو د دغو خلكو حال دا دى چي كه هره نښانه وويني، مخ اړوي او وايي: "دا خو رواني کوډي دي."

  3. وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَكُلُّ أَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ

    دوى (هغه ته هم) د درواغو نسبت وکړ او د خپلو نفسي غوښتنو پيروي یې وکړه. هره معامله په پاى کښي يوه عاقبت ته رسېدونكې ده.

  4. وَلَقَدْ جَاءَهُم مِّنَ الْأَنبَاءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ

    دغو خلكو ته د پخوانيو قومونو هغه حالات مخي ته راغلي دي چي په هغو کي له سرغړاوي څخه د را منع كېدو لپاره د عبرت پوره درس دى؛

  5. حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ ۖ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ

    او داسي حكمت چي د نصيحت هدف په بشپړه درجه تر سره كوي. خو پر دوى باندي وېروني اغېزه نكوي.

  6. فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَىٰ شَيْءٍ نُّكُرٍ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] له دوى څخه مخ واړوه. (یادونه وکړه) په كومه ورځ چي بلونكى د يو سخت ناوړه نااشنا شي خوا ته بلنه وركوي.

  7. خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ

    خلك به له ټیټو هيبت وهلو سترګو سره له خپلو قبرونو څخه پداسي شان را ووځي چي ګواکي خواره شوي ملخان دي.

  8. مُّهْطِعِينَ إِلَى الدَّاعِ ۖ يَقُولُ الْكَافِرُونَ هَـٰذَا يَوْمٌ عَسِرٌ

    د بلونكي خوا ته به منډي وهونكي وي او همغه منكران (چي په دنيا کښي یې ترېنه انكار کاوه) په هغه وخت کښي به ووايي: "دا ورځ خو ډېره سخته ده."

  9. ۞ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ

    له دوى څخه مخکي د نوح (ع) قوم د درواغونسبت کړيدى. هغو زموږ بنده درواغجن وګاڼه او وې ويل: "دى ليونى دى او (د خلکو د دعوت څخه) منع کړی شوی دی."

  10. فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانتَصِرْ

    په پاى کښي هغه خپل رب ته غږ وکړ چي زه مغلوب شوم او اوس ته له دوى څخه غچ واخله.

  11. فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُّنْهَمِرٍ

    هله نو موږ په را توی شوي ډېر اورښت سره د اسمان دروازې پرانستلې؛

  12. وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَىٰ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ

    او ځمکه مو څيري کړه، په چينو مو تبديله کړه، او دا ټولي اوبه د هغه كار تر سره كولو لپاره سره يو ځاى شوې، چي په تقدير کښي لیکل شوى و؛

  13. وَحَمَلْنَاهُ عَلَىٰ ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ

    او موږ نوح (ع) د پلنو تختو او د پړو مېخونو لرونكې په يوې(بېړۍ) باندي سپور کړ،

  14. تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِّمَن كَانَ كُفِرَ

    چي زموږ تر نظر لاندي چلېدله. دا د هغه چا پخاطر بدله وه چي د هغه بې قدري شوې وه.

  15. وَلَقَد تَّرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ

    هغه بېړۍ موږ د يوې نښانې په توګه پرېښودله، نو ايا څوك نصیحت منونكى شته؟

  16. فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ

    (وګورئ) زما عذاب او زما د وېروني (پای) څنګه ؤ!

  17. وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ

    او په یقیني توګه، موږ دا قُرآن د نصيحت لپاره اسانه وسيله ګرځولې ده، نو ايا څوك نصيحت منونكى شته؟

  18. كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ

    عاديانو د درواغو نسبت وکړ، نو (وګورئ) زما عذاب او زما د وېروني (پای) څنګه ؤ!

  19. إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ

    موږ د دوامدار شومتوب لرونكي ورځ کښي، سخت طوفاني باد پر هغو ولېږه؛

  20. تَنزِعُ النَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنقَعِرٍ

    چي خلك یې پورته كول، پداسي شان یې غورځول لكه چي هغوى له بېخه را ایستل شوي د خُرما د وني ډډونه وي.

  21. فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ

    نو (وګورئ) زما عذاب او زما د وېروني (پای) څنګه ؤ!

  22. وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ

    او موږ دغه قُرآن د نصيحت لپاره اسانه وسيله ګرځولې ده، نو ايا څوك نصيحت منونكى شته؟

  23. كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ

    ثموديانو (پېغمبران او نور) وېروونکي درواغجن وګڼل.

  24. فَقَالُوا أَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَّفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ

    او ویې ويل: "یوازي يو سړی چي له همدا موږ څخه دى، ايا موږ اوس په هغه پسې ولاړ شو؟ - كه موږ د ده پيروي ومنو، نو د دې معنا به دا وي چي موږ ګمراه شوي يوو او پوهه مو له لاسه ورکړې ده؛

  25. أَأُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ

    ايا زموږ په منځ کښي یوازي او یوازي همدا يو سړی و چي د خداى ذكر پر نازل کړای شو؟ - نه، بلكى دى بى حده درواغجن او پخپل ځان تېر وتلى دى."

  26. سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ

    (موږ خپل پېغمبر (صالح ع) ته وويل ) "سبا دوى ته معلوميږي چي څوك ډېر درواغجن او پخپل ځان تېر وتلی دی؛

  27. إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ

    موږ د دوى لپاره د فتنې په توګه اوښه لېږو، اوس په صبر سره ګوره چي د دوى څه عاقبت کیږي؛

  28. وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ الْمَاءَ قِسْمَةٌ بَيْنَهُمْ ۖ كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ

    او دوى په خبرولو متوجه کړه چي اوبه به د دوى او د اوښي تر منځ وېشلي وي او هر يو به د خپل وار په ورځ اوبو ته راځي."

  29. فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ

    په پاى کښي هغوى خپل سړي ته غږ وکړ او هغه دغه كار پرغاړه واخېست او اوښه یې ووژله؛

  30. فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ

    نو (وګورئ) زما عذاب او زما د وېروني (پای) څنګه ؤ!

  31. إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ

    موږ پر هغو باندي یوازي او یوازي يوه (د جبرائیل ع) چيغه راوستله او هغوى (د شپولې جوړوونكي پایمال خس خاشاک غوندي) وچ مات شول.

  32. وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ

    موږ دغه قُرآن د نصيحت لپاره اسانه وسيله ګرځولې ده، نو ایا څوك نصيحت منونكى شته؟

  33. كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ

    د لوط (ع) قوم وېرونکي (پېغمبران) درواغجن وګڼل؛

  34. إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ ۖ نَّجَّيْنَاهُم بِسَحَرٍ

    او موږ پر هغو باندي تیږي اوروونكى باد ولېږه. یوازي د لوط (ع) كورنۍ له هغه څخه خوندي پاته شوه. موږ پخپل فضل سره د شپې په وروستۍ سهار ته نژدې برخه کي هغوى وژغورل.

  35. نِّعْمَةً مِّنْ عِندِنَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي مَن شَكَرَ

    دغه مكافات موږ له خپل لوري هر هغه چا ته وركوو چي شكر ايستونكى وي.

  36. وَلَقَدْ أَنذَرَهُم بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ

    لوط (ع) د خپل قوم خلك زموږ له نيوني څخه ووېرول، خو هغوى زموږ ټولو اخطارونو ته د شك په سترګه وكتل، په خبرو یې تېر کړل؛

  37. وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَن ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ

    بيا دوى د هغه د مېلمنو له ساتني څخه د هغه د منع كولو او ځان ته راغوښتلو هڅه وکړه. په پاى کښي موږ د دوى سترګي ړندې کړې، چي وڅکئ اوس زما عذاب او زما د اخطارونو خوند.

  38. وَلَقَدْ صَبَّحَهُم بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ

    په یقیني توګه، په سهار کي يو كلك عذاب هغوى ونيول.

  39. فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ

    اوس زما د عذاب او زما د اخطارونو خوند وڅكئ.

  40. وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ

    موږ دغه قُرآن د نصيحت لپاره اسانه وسيله ګرځولې ده، نو ايا څوك نصيحت منونكى شته؟

  41. وَلَقَدْ جَاءَ آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ

    او فرعونیانو ته هم اخطارونه راغلي ول؛

  42. كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِرٍ

    خو هغوى زموږ ټولي نښانې درواغ وګڼلې. په پاى کښي مو هغوى داسي ونيول لكه د يو مقتدر برلاسي د نيوني په څېر.

  43. أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِّنْ أُولَـٰئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَاءَةٌ فِي الزُّبُرِ

    ايا (آې قریشو) ستاسي كافران له هغو خلكو څخه بهتره دي؟ - ايا په اسماني كتابونو کښي ستاسي لپاره څه بخښنه (خلاصون) ليكل شوېده؟

  44. أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُّنتَصِرٌ

    ايا دوى دا وايي: "موږ محكمه ډله يوو، خپل ځانونه به وژغورو."

  45. سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ

    ډېر ژر به دغې ډلي ته ماته ورکړه شي او دوى ټول به شا اړوونكي تښتېدونكي وليدل شي.

  46. بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَىٰ وَأَمَرُّ

    بلکي د دوى د فېصلې لپاره د اصلي وعدې نېټه خو قيامت دى؛ او هغه لوى آفت او ډېر سخت ساعت دى.

  47. إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ

    دغه مجرمان په حقيقت کښي په غلط فهمۍ کښي اخته دي او له عقله پلي شويدي.

  48. يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ

    په كومه ورځ چي دوى پړمخي په اور کښي وغورځول شي، په هغه ورځ به ورته وويل شي چي: «اوس وڅكئ د دوږخ د تاو خوند!»

  49. إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ

    موږ هر څه له يو تقدير (اندازې) سره پيدا کړي دي؛

  50. وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ

    او زموږ حُكم یوازي او یوازي يو حُكم وي او هغه د سترګو په رپېدو عملي کیږي.

  51. وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ

    موږ ستاسي غوندي ډېر داسي (انسانان)هلاک کړيدي، نو ایا څوك نصيحت منونكى شته؟

  52. وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ

    دوى چي څه کړيدي، هغه ټول په دفترونو کښي درج دي؛

  53. وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُّسْتَطَرٌ

    او هره وړه غټه خبره ليكل شوې موجوده ده.

  54. إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ

    له نافرمانۍ څخه ډډه كوونكي (پرهېزګاران) به په باوري توګه په باغونو او ويالو کښي وي؛

  55. فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ

    (دا جنت) د ډېر مقتدر باچا (الله) په وړاندي د رښتيني عزت ځاى دی.

Holy Quran-Pashto