Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱۰۱. سورت القارعة

القارعة

Al-Qari'ah / القارعة · ۱۰۱ · ۱۱ آیتونه

دا پاڼه د سورت القارعة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. الْقَارِعَةُ

    هغه سخته ټکوونکې پېښه!

  2. مَا الْقَارِعَةُ

    هغه سخته ټکوونکې پېښه څه ده؟

  3. وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ

    ته څه پوهیږې چي هغه سخته ټکوونکې څه ده؟

  4. يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ

    هغه ورځ چي كله خلك د خورو ورو پتنګانو غوندي شي؛

  5. وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنفُوشِ

    او غرونه د رنګارنګ ډانډس شوېو وړېو غوندي شي.

  6. فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ

    بيا چي د چا (د نيکو کړنو) تله درنده وي،

  7. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ

    هغه به په زړه پوري خوندونو کښي وي؛

  8. وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ

    او د چا چي (د نيکو کړنو) تله سپكه وي،

  9. فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ

    د هغه هستوګنځى به ژوره كنده وي.

  10. وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ

    او ته څه خبر یې چي هغه (زوره کنده) څه شی دی؟

  11. نَارٌ حَامِيَةٌ

    (هغه) لمبه وهونكى اور دی.

Holy Quran-Pashto