Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۲۸. سورت القصص

القصص

Al-Qasas / القصص · ۲۸ · ۸۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت القصص عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. طسم

    طا، سين، میم.

  2. تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ

    دا د څرګندوونكي كتاب ايتونه دي.

  3. نَتْلُو عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    موږ د موسى (ع) او فرعون يو څه حال سم صحيح تا ته د داسي خلكو د ګټي لپاره اوروو، چي ايمان راوړي.

  4. إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ

    خبره دا ده چي فرعون په ځمکه کي سرکښي وکړه او د هغې اوسېدونكي یې په ډلو ووېشل. له هغو څخه يوه ډله یې ذليله كوله، د هغو هلكان یې وژل او انجوني یې ژوندۍ پرېښولې. په واقع کښي هغه له فساد كوونكو څخه ؤ.

  5. وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ

    او موږ دا اراده درلودله چي پر هغو خلكو چي په ځمکه کښي ذليل ګرځول شوي ول مهرباني وکړو، رهبران یې وګرځوو او هماغوې وارثان وګرځوو.

  6. وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ

    او په ځمکه کښي حكومت ورکړو او له هغو څخه به فرعون، هامان او د هغو لښكرو ته همغه څه وروښيو چي له هغو سره یې وېره وه.

  7. وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّ مُوسَىٰ أَنْ أَرْضِعِيهِ ۖ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي ۖ إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ

    موږ د موسى(ع) مور ته الهام وکړ چي: "ده ته تى ورکړه، بيا كله چي ستا سره د هغه د سر خطر وي، نو هغه په سيند کښي وغورځوه او هیڅ وېره او اندېښنه مه كوه. موږ به هغه همدا تا ته بيرته راولو او هغه به د پېغمبرانو په ټولۍ کي شامل کړو."

  8. فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا ۗ إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ

    په پاى کښي د فرعون كورنۍ هغه (له سيند څخه) راوويست تر څو چي د هغو لپاره دښمن او د خپګان سبب شي، خبره داده چي فرعون، هامان او د هغو لښكر (پخپله دسيسه کښي) غلط شوي ول.

  9. وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ ۖ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَىٰ أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

    د فرعون مېرمن (هغه ته) وويل: "دى زما او ستا لپاره د سترګو يخوونكى دى، مه یې وژنئ. كېداى شي چي دى زموږ لپاره ګټور ثابت شي يا به یې موږ په زوی توب ونيسو." خو هغوی له عاقبت څخه ناخبره ول.

  10. وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَارِغًا ۖ إِن كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

    ها خوا ته د موسى(ع) د مور زړه بې صبره درزېدی. هغې به د هغه راز لوڅ کړی وای كه موږ یې زړه نه واى ډاډه کړی، تر څو چي هغه (زموږ پر وعدو باندي) له ايمان راوړونكو څخه واوسي.

  11. وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ ۖ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

    هغې د هلك خور ته وويل: "په هغه پسي ورشه، وروسته وروسته ځه." - نو هغې له ګوښې څخه هغه په داسي شان تر نظر لاندي وساته چي (دښمنان) پرې ونه پوهېدل.

  12. ۞ وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ

    او موږ پر هغه (موسی) باندي لا د مخه د شېدو وركوونكو تيونه حرام کړي ول. (د دغه حالت په لېدلو سره) هغې نجلۍ (د موسی خور) هغو ته وويل: "ايا زه تاسي ته د يو داسي كور څرك درکړم چي د هغه اوسيدونكي ستاسي لپاره دده پالنه پرغاړه واخلي او په خير خواهۍ سره یې وساتي؟"

  13. فَرَدَدْنَاهُ إِلَىٰ أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    په دې توګه موږ موسى(ع) بېرته خپلي مور ته راوست چي د هغې سترګي روښانه شي او غمجنه ونه اوسي او هغه په دې وپوهیږي چي د الله وعده رښتيا وه. خو زياتره خلك په دې خبره نه پوهیږي.

  14. وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَىٰ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ

    او كله چي موسى (ع) د خپلي ځوانۍ پوره عمر ته ورسېدی او د هغه وده بشپړه شوه، نو موږ حكم او علم ورکړ، موږ نېکانو ته همدغسي مكافات وركوو.

  15. وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَـٰذَا مِن شِيعَتِهِ وَهَـٰذَا مِنْ عَدُوِّهِ ۖ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ ۖ قَالَ هَـٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ

    (يوه ورځ) هغه (د مصر) ښار ته په داسي وخت کښي ننووت چي د ښار خلك په غفلت کښي ول (د غرمې وخت ؤ، ویده ول). هلته هغه د دوو تنو جنګ ولېدی. دا يو د هغه د خپل قوم څخه ؤ او دا بل (قبطي) د هغه د دښمن په قوم پوري مربوط ؤ. د هغه د قوم سړي د دښمن د قوم د وګړي پر خلاف له هغه څخه مرسته وغوښتله. موسى (ع) هغه (قبطي) يو سوك وواهه او د هغه كار یې پاى ته ورساوه. (د دې حركت له کولو سره سم) موسى (ع) وويل: "دا د شيطان په لمسون كار دى، هغه سخت دښمن او ښكاره بېلاري كوونكى دى."

  16. قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

    بيا یې وويل: "اې زما پروردګاره! ما پر خپل ځان ظلم وکړ، ما ته بښنه وکړه." نو الله هغه ته بښنه وکړه، هغه ښه بښونكى او خورا مهربان دى.

  17. قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ

    موسى (ع) ژمنه وکړه: "اې زما ربه! دغه احسان چي تا پر ما باندي کړيدى. له دې وروسته به زه هیڅكله د مجرمانو ملاتړ نه شم."

  18. فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ ۚ قَالَ لَهُ مُوسَىٰ إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ

    بله ورځ هغه سهار په توره خړه وېرېدونكى او له هري خوا د خطر په احساسولو څارونكى په ښار کښي روان ؤ چي په ناڅاپى ډول ګوري چي هماغه سړی چي پرون یې له ده څخه مرسته غوښتې وه، نن بيا ده ته د فرياد غږ كوي. موسى (ع) وويل: "ته خو ښكاره ګمراه سړی یې."

  19. فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ ۖ إِن تُرِيدُ إِلَّا أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ

    بيا كله چي موسى (ع) اراده وکړه چي د دوی دواړو دښمن قوم ته په منسوب سړي باندي حمله وکړي، نو هغه وويل: "اې موسى! ايا ته نن غواړې ما هم هماغسي ووژنې لكه څنګه چي دي پرون يو سړی ووژی، ته همدا غواړې چي په دې هيواد کښي د غټ جابر په حيث واوسيږې؛ او اصلاح كول نه غواړې؟"

  20. وَجَاءَ رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَىٰ قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ

    (له هغه وروسته) يو سړی د ښار له ليري ګوښې څخه په منډه راغى او ویې ويل: "اې موسى! د سردارانو (د فرعون د درباریانو) په منځ کي ستا د وژلو مشورې کیږي، له دې ځايه ووځه، زه ستا خواخوږی يم."

  21. فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ ۖ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

    د دې خبر له اورېدلو سره سم موسى (ع) وېرېدی او په څارنه څارنه اندېښمن ووت او دا دُعا یې وکړه: "اې زما ربه! ما له ظالمانو څخه وژغوره.

  22. وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاءَ السَّبِيلِ

    (له مصر څخه د وتلو په حال کي) چي كله موسى (ع) د مدين خوا ته مخه کړه، نو ویې ويل: "هيله ده چي زما رب ما پر سمه لاره سيخ کړي."

  23. وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ ۖ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ۖ قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ ۖ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ

    او كله چي هغه د مدين څاه ته ورسېدی، نو وې ليدل چي ډېر خلك خپل څاروي اوبه كوي او له هغو څخه بېلي يوې خوا ته دوې ښځي خپل څاروي ايساروي. موسى (ع) له دغو ښځو څخه پوښتنه وکړه: "تاسي ولي اندېښمني ياست؟" - هغوى وويل: "موږ خپلو څارويو ته اوبه نشو وركولای، تر څو پوري چي دغه شپانه خپل څاروي بونځي، او زموږ پلار (شعیب ع) ډېر زيات سپين ږیری سړی دى."

  24. فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ

    (ددې په اورېدلو سره) حضرت موسى (ع) د هغو څاروي اوبه کړل. بيا يوه سيوري ځاى ته لاړ او وې ويل: "پروردګاره! هره ښېګڼه چي تا پر ما نازله کړې، زه هغې ته اړ يم."

  25. فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا ۚ فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ ۖ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

    (څه ځنډ لا نه ؤ شوى چي) له هفو دوو ښځو څخه يوه په شرم او حيا سره را روانه موسی (ع) ته راغله او وې ويل: "زما پلار تا غواړي. تا چي زموږ لپاره څارويو ته اوبه ورکړې، د هغه اُجرت درکړي." - موسى (ع) چي كله هغه ته ورغى او خپله ټوله کیسه یې ورته واوروله، نو هغه وويل: "هیڅ مه وېرېږه، اوس ته له ظالمانو څخه ژغورل شوى یې."

  26. قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ ۖ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ

    له هغو دوو ښځو څخه يوې خپل پلار ته وويل: "پلاره جانه، دغه سړی نوكر ونيسه؛ دی تر ټولو یوه غوره څوک دی چي نوكر يې نيسې، ځکه چي قوى او امانتدار دی."

  27. قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَىٰ أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ ۖ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ

    د هغې پلار (موسى (ع) ته) وويل: "زه غواړم چي له خپلو دغو دوو لوڼو څخه يوه تا ته په نكاح درکړم، پدې شرط چي ته تر اتو كلونو پوري زما سره نوكري وکړې. او كه لس كاله پوره کړې، نو دا ستا خپله خوښه ده. زه پر تا سختي كول نه غواړم. ته به ما انشاء الله ښه سړی ومومې."

  28. قَالَ ذَٰلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ ۖ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ ۖ وَاللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ

    موسٰى (ع) ځواب وکړ: "دا خبره زما او ستا په منځ کښي تصويب شوه. له دغو دواړو مودو څخه چي هره يوه زه پوره کړم، له هغه وروسته به بيا پر ما كوم زياتى نه وي، او څه لوز او ژمنه چي موږ كوو الله ورباندي ساتونكى دی."

  29. ۞ فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى الْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِن جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ

    كله چي موسى(ع) موده پوره کړه او هغه له خپل اهل اوعيال سره روان شو، نو د طور (غره) خوا ته يو اور په نظر ورغى. هغه خپلو كوروالاؤ ته وويل: "تاسي دلته اوسئ، ما اور وليدی، ښايى زه له هغه ځايه څه خبر درته راوړم؛ یا له هغه اور څخه كومه سكروټه را واخلم چي تاسي پرې تاوده شئ."

  30. فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ مِن شَاطِئِ الْوَادِ الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَن يَا مُوسَىٰ إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ

    هلته چي ورسیدی، نو د ناو د ښي غاړي په بركتي ټوټه ځمکه کښي له يوې وني څخه غږ وشو: "اې موسى همدا زه الله يم، د عالمونو مالك."

  31. وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَا مُوسَىٰ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۖ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ

    او (حُكم ورکړ شو چي) وغورځوه خپله لکړه. څنګه چي موسى (ع) هغه لکړه د مار په څېر خوځېدونکې ولیدله، نو شا یې واوړله وتښتېدی او بيرته یې تر شا هم ونه كتل. (امر وشو): "اې موسٰى! راوګرځه، مه وېرېږه ته بيخي په امن کي یې.

  32. اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ ۖ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ

    خپل لاس په خپل ګرېوان کښي ننباسه، بې له کوم تكليف څخه به ځلېدونكى راووځي. او له وېري څخه د ژغورل كېدو لپاره خپل مټ در جوخت کړه. دا دوې روښانه نښانې ستا د رب له لوري، د فرعون او د هغه د درباريانو مخي ته د وړاندي كولو لپاره دي، هغوى ډېر نافرمانه خلك دي."

  33. قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ

    موسٰى(ع) عرض وکړ: "زما ربه! ما خو د هغو يو سړی وژلى دى، وېرېږم چي هغوى به ما ووژني.

  34. وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي ۖ إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ

    او زما ورور هارون(ع) زما څخه زيات د ژبي فصاحت لري، هغه زما سره د مرستيال په توګه ولېږه، تر څو چي هغه زما تائيد وکړي، زه وېرېږم چي هغوى به ما درواغجن وګڼي."

  35. قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا ۚ بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ

    الله (ج) وفرمايل: "موږ به ستا د ورور په وسيله ستا مټ قوي کړو او تاسي دواړو ته به داسي برلاسي درپه برخه کړو چي هغوى تاسي ته هیڅ ضرر ونشي رسولای. زموږ د نښانو په زور سره به بریاليتوب ستاسي دواړو او ستاسي د پيروانو وي."

  36. فَلَمَّا جَاءَهُم مُّوسَىٰ بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ

    بيا كله چي موسٰى (ع) هغو خلكو ته زموږ له روښانه څرګندو نښانو سره ورغى، نو هغوى وويل: "دا له ساختګي كوډو څخه پرته نور څه ندي. او دا خبري خو موږ د پلار، نيکه په زمانه کښي هیڅكله ندي اورېدلي."

  37. وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَن جَاءَ بِالْهُدَىٰ مِنْ عِندِهِ وَمَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ

    موسٰى (ع) ځواب ورکړ: "زما رب د هغه چا په حال ښه خبر دى، چي د هغه له لوري له هدايت سره راغلى دى او هماغه ډېر ښه پوهیږي چي وروستى عاقبت د چا ښه كېدونكى دى. حقیقت دا دی چي ظالمان هیڅكله بری نه مومي."

  38. وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَىٰ إِلَـٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ

    او فرعون وويل: "اې د دربار خلكو! زه خو له خپله ځانه پرته ستاسي كوم بل خداى نه پيژنم. اې هامانه! ته د خښتو په پخولو سره زما لپاره يوه دنګه ودانۍ جوړه کړه، ښايي پر هغې باندي په ختلو سره زه د موسٰى خداى ولیدلای شم، زه خو دى درواغجن ګڼم."

  39. وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ

    هغه او د هغه لښكري په ځمکه کښي ناحقه مغرور شول او دا یې وانګېرله چي هغوى هیڅكله زموږ لوري ته راګرځېدونكي ندي.

  40. فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ

    په پاى کښي موږ هغه او د هغه لښكري ونيول او په سمندر کښي مو وغورځول. اوس وګوره چي د هغو ظالمانو څه عاقبت شو.

  41. وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ

    موږ هغوى د دوږخ لوري ته بلونكي رهبران وګرځول او د قيامت په ورځ به هغوى له هيڅ لوري مرسته ونشي موندلای.

  42. وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَـٰذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُم مِّنَ الْمَقْبُوحِينَ

    موږ په دې دُنيا کښي په هغو پسي لعنت وټاکه او د قيامت په ورځ به هغوى په زياته غندنه اخته وي (د الله د رحمت څخه به محروم وي).

  43. وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِن بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَىٰ بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

    موږ د مخكنییو نسلونو له هلاک کولو وروسته موسى (ع) ته كتاب ورکړ. د خلكو لپاره د ذهني روښنائيو سبب، لارښوونکی او رحمت ؤ، تر څو چي خلك درس واخلي.

  44. وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَىٰ مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ

    [اې محمده (ص)!] ته په هغه وخت كي په لوېديځه څنډه (د طور د غره په لوېدیځه خوا) کښي موجود نه وې، كله چي موږ موسٰى (ع) ته د شريعت دغه فرمان ورکړ او نه ته په شاهدانو کښي شامل وې.

  45. وَلَـٰكِنَّا أَنشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ ۚ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَـٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ

    بلکي له هغه وروسته (ستا تر زمانې پوري) موږ ډېر نسلونه منځ ته راوړيدي او پر هغو باندي ډېره زمانه تېره شوېده. ته د مدين د خلكو په منځ کښي هم موجود نه وې، چي هغو ته دي زموږ ايتونه اورولاى، خو (د هغه وخت د دغو خبرونو) لېږونكي موږ يوو.

  46. وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَـٰكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

    او ته د طور په لمن كي هم په هغه وخت کښي موجود نه وې، كله چي موږ (موسٰى عليه السلام ته لومړی ځل) ږغ وکړ، خو دا ستا د رب رحمت دى (چي تا ته دغه معلومات دركول کیږي) تر څو چي ته هغه خلك ووېروې چي ستا څخه مخکي كوم وېروونكى ندی ورته راغلی. ښايي چي هغوى متوجه شي.

  47. وَلَوْلَا أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

    (او دا موږ ددې لپاره وکړل چي) چيري داسي نه وي چي د هغو د خپلو کړو وړو لامله ورباندي كوم مصيبت راشي چي بیا ووايي: "اې پروردګاره! تا ولي موږ ته كوم پېغمبر ونه لېږی چي موږ ستا د ايتونو پېروي کړي واى او مؤمنان شوي واى."

  48. فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَىٰ ۚ أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ ۖ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ

    خو كله چي زموږ له خوا هغو ته حق (قُرآن) راغى، نو هغو وويل: «ولي ده (محمد) ته هغه څه ورنکړای شول چي موسٰى (ع) ته ورکړای شوي ول؟» - ايا دوى له هغه څه نه منكر شوي ندي چي له دې څخه مخکي موسٰى عليه السلام ته ورکړای شوي ول؟ - دوى وويل: دواړه کوډي دي چي يوه د بلي تائيد كوي. او ویې ويل: موږ هیڅ يو نه منو.

  49. قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "نو تاسي د الله له لوري داسي كوم كتاب راوړئ چي له دغو دواړو څخه زيات هدايت بښونكى وي، كه تاسي رښتيني یاست، زه به د هماغه پيروي وکړم."

  50. فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    اوس كه هغوى ستا دغه غوښتنه نه پوره كوي، نو وپوهېږه چي په اصل کښي دوى د خپلو خواهشاتو پېروان دي. او له هغه چا څخه به څوك زيات ګمراه وي چي له خدائي هدايت څخه پرته یواځي او یواځي د خپلو خواهشاتو پيروي وکړي؟ - الله دغسي ظالمانو ته هیڅكله هدايت نكوي.

  51. ۞ وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

    او موږ پر له پسې هغو ته (د نصيحت) خبره رسولې ده، چي د غفلت څخه راويښ شي.

  52. الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِن قَبْلِهِ هُم بِهِ يُؤْمِنُونَ

    كومو خلكو ته چي موږ له دې څخه مخکي كتاب ورکړی و، هغوى پدې قُرآن باندي ايمان راوړي؛

  53. وَإِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ

    او كله چي دا (قُرآن) هغو ته اورول کیږي، نو وايي چي موږ په ده باندي ايمان راوړ، دا په رښتيا سره زموږ د رب لخوا حق دى، موږ خو لا ددې څخه مخكي مسلمانان يوو.

  54. أُولَـٰئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ

    دا هغه كسان دي چي د زغم او صبر په بدل کښي به اجر دوه ځله ورکړل شي چي دوی وښودی. هغوى د بدۍ مخنيوى په نېکۍ سره كوي او كومه روزي چي موږ ورکړېده له هغې څخه (د الله په لار کښي) لګښت كوي.

  55. وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ

    او كله چي یې بابېزه خبره واورېدله، نو پدې وينا سره ورڅخه په ډډه شول: "زموږ عملونه زموږ لپاره او ستاسي عملونه ستاسي لپاره دي. تاسي ته سلام دى، موږ د جاهلانو غوندي کړنلاره غوره كول نه غواړو."

  56. إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

    [اې پېغمبره(ص)!] ته چي چا ته وغواړې او خوښ دي وي، هغه ته هدايت نشې وركولای، خو الله چي چا ته وغواړي هدايت وركوي، الله هغه خلك ښه پيژني چي د هدايت منونكي دي.

  57. وَقَالُوا إِن نَّتَّبِعِ الْهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا ۚ أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَىٰ إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِّزْقًا مِّن لَّدُنَّا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    هغوى وايي: "كه موږ ستاسي سره د دغه هدايت پيروي غوره کړو، نو له خپل هيواد څخه به وتښتول شو." - ايا داسي نده چي موږ يو امن ځاى حرم د دوى لپاره استوګنځى وګرځاوه چي د هغه لوري ته هر راز مېوې، زموږ له خوا د روزۍ په توګه را رواني دي؟ - خو له دوى څخه زياتره خلك نه پوهیږي.

  58. وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا ۖ فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّن بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا ۖ وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ

    او څومره داسي كلي موږ تباه کړيدي چي خلك يې پخپل ژوند ژواك کښي مغرور شوي ول. نو ګورئ، هغه د هغو لوېدلي مېني دي چي له هغو وروسته پکښي ډېر كم وخت څوك اوسېدلي دي. په پاى کښي همدا موږ وارثان شوو.

  59. وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا ۚ وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَىٰ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ

    او ستا رب د كليو هلاکوونكى نه ؤ، تر هغه وخته پوري چي د هغو مركز ته به یې يو پېغمبر نه ؤ لېږلی، چي هغو ته یې زموږ ايتونه اورلي واى. او نه موږ د كليو هلاکوونكي وو، تر څو پوري چي د هغو اوسېدونكي ظالمان شوي نه واى.

  60. وَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا ۚ وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    تاسي ته چي هر څه درکړل شويدي، هغه محضي د دنيوي ژوندانه وسائل او د هغه ښکلا ده، او څه چي له الله سره دي، هغه له دې څخه ډېر غوره او بيخي باقي پاتي كېدونكي دي. ايا تاسي له پوهي څخه كار نه اخلئ؟

  61. أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ

    ښه نو، هغه څوك چي موږ ښه وعده ورسره کړي وي او د هغې (وعدې) موندونكى وي؛ ايا د هغه چا په څېر كېداى شي چي یوازي مو د دنيوي ژوندانه وسائل ورکړي وي او بيا هغه د قيامت په ورځ د سزا لپاره له ور وستل كېدونكو څخه وي؟

  62. وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ

    او هغه ورځ (دي دوى نه هېروي) چي كله الله دوى ته غږ وکړي او پوښتنه وکړي: "چيري دي زما هغه شريكان چي تاسي پرې ګومان کاوه؟"

  63. قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَـٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا ۖ تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ ۖ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ

    دغه وينا چي په كومو كسانو باندي تطبيقيږي، هغوى به ووايي: "اې زموږ ربه بېشكه همدغه خلك دي چي موږ هغوى ګمراه کړي ول. موږ دوى هماغسي ګمراه کړل لكه څنګه چي موږ پخپله ګمراه شوو. موږ ستا په حضور کښي د بېزارۍ څرګندونه كوو. دوى زموږ بندګي نه كوله. (بلکي، د خپل نفسي خواهشاتو بندګي یې کول)"

  64. وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ ۚ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ

    بيا به دوى ته وويل شي چي اوس خپلو انګېرليو شريكانو ته بلنه ورکړئ؛ دوى به بلنه ورکړي، خو هغوى به دوى ته څه ځواب ورنکړي. او دوى به عذاب وګوري. كاشكي چي دوى د هدايت غوره كوونكي واى.

  65. وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ

    او هغه ورځ (دي دوى نه هېروي) چي كله الله دوى ته غږ وکړي او پوښتنه وکړي: "كوم پېغمبران چي درلېږل شوي ول، هغو ته تاسي څه ځواب ورکړی ؤ؟"

  66. فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنبَاءُ يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءَلُونَ

    په هغه وخت کښي به دوى ته هیڅ ځواب په فكر کښي ورنشي او نه به دوى په خپلو منځو کښي يو له بل څخه پوښتنه وکړاى شي.

  67. فَأَمَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسَىٰ أَن يَكُونَ مِنَ الْمُفْلِحِينَ

    البته چا چي نن توبه و ايستله، ايمان یې راوړ او نېک عمل یې وکړ، هماغه دا هيله کولای شي چي هلته به له بري موندونكو څخه وي.

  68. وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ ۗ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    ستا رب، هر څه چي غواړي پېدا کوي يې او (هغه پخپله د خپل كار لپاره چي چا ته یې خوښه شي) غوره كوي یې، دغه ټاكنه د دغو خلكو د كولو كار ندى، الله له هغه شرك څخه پاك او ډېر لوړ دى چي دوى یې كوي.

  69. وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ

    ستا رب، په هغه څه چي دوى یې په زړونو کښي پټوي او په هغه څه چي دوى یې ښكاره كوي، پوهیږي.

  70. وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَىٰ وَالْآخِرَةِ ۖ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

    هماغه يو الله دی چي له هغه پرته بل څوك د عبادت مستحق نشته. د هماغه لپاره په دنيا او اخرت کښي ثنا او ستاينه ده. فرمانروايي د هماغه لپاره ده او د هماغه لوري ته تاسي ټول ورګرځېدونكي ياست.

  71. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاءٍ ۖ أَفَلَا تَسْمَعُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "تاسي كله غور وکړ چي كه الله تر قيامته پوري پر تاسي د تل لپاره شپه خوره کړي، نو د الله څخه پرته هغه كوم معبود دى چي تاسي ته رڼا راولي؟ - ايا تاسي نه اورئ؟"

  72. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ

    له دوى څخه پوښتنه وکړه: "تاسي كله فكر وکړ چي كه الله تر قيامته پوري پر تاسي د تل لپاره ورځ خوره کړي، نو د الله څخه پرته هغه كوم معبود دى چي تاسي ته شپه راولي، تر څو چي تاسي په هغې کښي استراحت وکړاى شئ؟ - ايا تاسي بصيرت نلرئ؟"

  73. وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

    دا د هماغه رحمت دى چي ستاسي لپاره یې شپه او ورځ منځ ته راوړيدي، تر څو چي تاسي (په شپه کښي) استراحت وکړئ او (په ورځ کښي) د خپل رب فضل ولټوئ، ښايي چي تاسي شكر ايستونكي شئ.

  74. وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ

    هغه ورځ (دي دوى په ياد ولري) چي كله الله دوى ته غږ وکړي، بيا پوښتنه وکړي: "چيري دي زما هغه شريكان چي په هغو تاسي ګومان درلود؟"

  75. وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    او موږ به د هر اُمت څخه يو شاهد را وباسو، بيا به ووايو: "راوړئ اوس خپل دليل! " - په هغه وخت کښي به دوى ته څرګنده شي چي حق د الله پلو ته دى. او د دوى هغه ټول درواغ به ورك شي چي له ځانه یې جوړول.

  76. ۞ إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ

    دا يو واقعيت دى چي قارون د موسٰى (ع) د قوم يو وکړی ؤ، بيا هغه د خپل قوم پر خلاف سرغړاوى وکړ. او موږ هغه ته دومره خزانې ورکړي وې چي د هغو كلياني د قوي كسانو يوې ټولۍ ايله بيله په سختۍ سره پورته كولای شوای. كله چي د قوم خلكو هغه ته وويل: "مه وياړېږه (ناشکري مه کوه)، الله وياړېدوکي (ناشکره) نه خوښوي؛

  77. وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ

    كومه شتمني چي الله تا ته درکړېده، په هغې سره د اخرت د كور جوړولو فكر وکړه او له دنيا څخه هم خپله برخه مه هېروه. احسان وکړه لكه څنګه چي الله ستا سره احسان کړيدى او په ځمکه کښي د فساد ولاړولو هڅه مكوه، الله فساد كوونكي نه خوښوي."

  78. قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ عِندِي ۚ أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا ۚ وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ

    قارون وويل: "دا هر څه ما ته د هغه علم په اساس راکړای شويدي چي زه یې لرم." - ايا هغه پدې پوه نه ؤ چي الله د ده څخه مخکي ډېر داسي خلك هلاک کړي ول چي له ده څخه یې زيات قوت او زياته شتمني درلودله؟ - له مجرمانو څخه خو د هغو د ګناه پوښتنه نه کیږي.

  79. فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ ۖ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ

    يوه ورځ هغه (قارون) د خپل قوم په وړاندي په خپل شان شوكت کښي ووت. كوم كسان چي د دنيوي ژوند غوښتونكي ول، د هغه په ليدلو سره یې وويل: "كاشكي زموږ هم هماغه څه واى چي قارون ته ورکړل شويدي، دى خو د لویي برخي خاوند دى."

  80. وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ

    خو كوم كسان چي د علم خاوندان ول، هغو ويل: ستاسي په حال باندي خواشيني ده، د الله ثواب د هغه چا لپاره ډېر بهتره دى، چي ايمان راوړي او نېک عمل وکړي؛ او دا یواځي د زغم خاوندانو ته ورکول کیږي.

  81. فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنتَصِرِينَ

    په پاى کښي موږ قارون او د هغه كور په ځمکه کښي ننيستی. بيا د هغه د مرسته كوونكو هیڅ كومه ډله نه وه، چي د الله په مقابل کښي د هغه مرستي ته راغلې واى او نه یې خپله مرسته پخپله وکړاى شوه.

  82. وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ

    اوس همغو خلكو چي پرون یې د هغه د منزلت هيله كوله، وايي: "افسوس، موږ هېره کړي وه چي الله له خپلو بندګانو څخه چي د چا روزي غواړي پراخوي یې او چا ته یې چي خوښه شي پرې تنګوي یې. كه الله پر موږ احسان نه واى کړی، نو موږ به یې هم په ځمکه کښي ننيستلي وای. افسوس، زموږ په ياد پاتي نشوه چي كافران بری نه مومي."

  83. تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ

    د اخرت هغه كور خو به د هغو خلكو لپاره ځانګړی کړو، چي په ځمکه کښي خپله لويي نه غواړي او نه د فساد كولو اراده لري. او نېک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دى.

  84. مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    څوك چي له نېکۍ سره راشي، د هغه لپاره له هغې څخه زياته ښه نېکي ده. او څوك چي له بدۍ سره راشي، نو د بدو عملونو سر ته رسوونكو ته به همغسي بدله ورکړه شي لكه څنګه چي یې عمل کاوه.

  85. إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاءَ بِالْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    [اې پېغمبره(ص)!] باور ولره، چا چي ددې قُرآن مسئوليت پر تا اچولى دى، هغه يو ډېر ښه عاقبت ته ستا رسوونكى دى. دغو خلكو ته ووايه: "زما رب ښه پوهیږي چي له هدايت سره څوك راغلى دى او په ښكاره ګمراهۍ کښي څوك اخته دى."

  86. وَمَا كُنتَ تَرْجُو أَن يُلْقَىٰ إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ

    ته هیڅكله ددې خبري هيله من نه وې چي پر تا دي كتاب نازل کړای شي، دا خو ستا د رب په مهربانۍ سره (پر تا نازل شويدى). نو ته د كافرانو ملاتړ مه کېږه.

  87. وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آيَاتِ اللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ ۖ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    او داسي دي هیڅكله ونشي چي د الله آيتونه چي كله پر تا باندي نازل شي، نو كافران تا له هغو څخه واړوي. د خپل رب لوري ته بلنه ورکړه او هیڅكله په مشركانو کښي مه شاملېږه.

  88. وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ ۘ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ ۚ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

    او له الله سره كوم معبود مه بله. له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته. د هغه له ذات څخه پرته هر شى هلاک کېدونكى دى. فرمانروايئ د همغه ده او د همغه لوري ته تاسي ټول ورګرځېدونكي ياست.

Holy Quran-Pashto