-
لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ
داسي نه ده، زه د قيامت په ورځ قسم خورم!
-
وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ
او داسي نه ده، زه په ملامتوونكي نفس باندي قسم خورم (چي هرومرو بیرته را ژوندي کیږئ!)؛
-
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُ
ايا انسان دا انګېري چي موږ به د هغه هډوكي بیا راټول نشو کړاي؟
-
بَلَىٰ قَادِرِينَ عَلَىٰ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ
ولي نه، موږ خو آن د هغه د ګوتو د بند بند په سم جوړولو باندي قادر يوو.
-
بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ
خو (کافر) انسان دا غواړي چي وړاندي هم (د اخرت په نه منلو سره) بدي چاري سر ته ورسوي.
-
يَسْأَلُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ
(دا کافر د مسخرو په توګه) پوښتنه كوي: "نو د قيامت ورځ به كله راځي؟"
-
فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ
بيا كله چي سترګي ټيغي وخېژي؛
-
وَخَسَفَ الْقَمَرُ
او سپوږمۍ بې نوره شي؛
-
وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ
او لمر او سپوږمۍ يو ځاي کړای شي؛
-
يَقُولُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ
په هغه وخت کښي به همدغه انسان ووايي: "چيري وتښتم؟"
-
كَلَّا لَا وَزَرَ
هیڅكله نه، هلته به د پناه كوم ځای نه وي؛
-
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمُسْتَقَرُّ
په هغه ورځ به یوازي ستا د رب په وړاندي تمېدل وي؛
-
يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ
په هغه ورځ به انسان ته د هغه ټول مخکي وروسته، کړي عملونه ور وښودل شي.
-
بَلِ الْإِنسَانُ عَلَىٰ نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ
بلکي انسان پخپله خپل ځان ښه پېژني؛
-
وَلَوْ أَلْقَىٰ مَعَاذِيرَهُ
که څه هم هر څومره عذرونه وړاندي کړي.
-
لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ
[اې پېغمبره (ص)!] په بېړه د دغي وحيي يادولو (د قُرآن د لوستلو) لپاره خپله ژبه مه خوځوه؛
-
إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ
دا درباندي زده كول او درباندي لوستل، زموږ په غاړه دي؛
-
فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ
نو كله چي موږ دا لولو، په هغه وخت کښي ته د دې قرائت په غور سره اوره؛
-
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ
بيا د ده په مطلب باندي پوهول هم همدا زموږ په غاړه دي
-
كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ
هیڅكله نه، اصلي خبره دا ده چي تاسي په بېړه تر لاسه كېدونكي شي (دُنيا) سره مينه لرئ؛
-
وَتَذَرُونَ الْآخِرَةَ
او اخرت پرېږدئ.
-
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ
په هغه ورځ به ځیني مخونه خوشحاله ښېرازه وي
-
إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌ
د خپل رب لوري ته به كتونكي وي؛
-
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ بَاسِرَةٌ
او ځیني مخونه به بدرنګه وي،
-
تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ
او انګېري به چي له هغو سره ملا ماتوونكى چلند كېدونكی دى.
-
كَلَّا إِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِيَ
هیڅكله نه، كله چي ساه مرۍ (ستوني) ته ورسيږي؛
-
وَقِيلَ مَنْ ۜ رَاقٍ
او وويل شي: "څوک دم چف كوونكى شته؟"
-
وَظَنَّ أَنَّهُ الْفِرَاقُ
او ناروغ انسان به وانګېري چي دا له دُنيا څخه د بېلتانه وخت دى؛
-
وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ
او يوه پنډۍ په بلي پنډۍ پوري ونښلي؛
-
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ
هغه ورځ به ستا د رب لوري ته ورخوځېدل وي؛
-
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ
خو هغه نه (حق) رښتيا وګڼه او نه یې لمونځ ادا کړ؛
-
وَلَـٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
بلکي (قُرآن) یې درواغجن وګاڼه او واوښت؛
-
ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰ أَهْلِهِ يَتَمَطَّىٰ
بيا په غرور سره خپلي كورنۍ ته لاړ؛
-
أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ
دغه چلند (سختي) له همدا تا سره وړ دی او له همدا تا سره ښايي؛
-
ثُمَّ أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ
هو، دا چلند له همدا تا سره وړ دی او له همدا تا سره ښايي.
-
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى
ايا انسان دا انګېرلې ده چي په همداسي حال به پرېښودل شي؟
-
أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِيٍّ يُمْنَىٰ
ايا هغه د يو ناچيزه اوبو نطفه نه ؤ چي (د ښځي په رحم کي) څڅوله کیږي؟
-
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ
بيا هغه د كلكي شوي ويني يوه ټوټه شو، بيا الله د هغه جسم جوړ کړ او د هغه غړي یې برابر کړل؛
-
فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ
بيا یې د هغه څخه د نارينه او ښځي دوه ډوله پيدا کړل.
-
أَلَيْسَ ذَٰلِكَ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ
ايا دغه ذات په دې ندى قادر چي مړه شوي بيا را ژوندي کړي؟ (بلکي قادر دی.)
۷۵. سورت القيامة
القيامة
Al-Qiyamah / القيامة · ۷۵ · ۴۰ آیتونه
دا پاڼه د سورت القيامة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.