Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵۶. سورت الواقعة

الواقعة

Al-Waqi'ah / الواقعة · ۵۶ · ۹۶ آیتونه

دا پاڼه د سورت الواقعة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ

    كله چي كېدونكې واقعه (قیامت) منځ ته راشي؛

  2. لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ

    نو هیڅوك به د هغې د واقع كېدو درواغ ګڼونكى نه وي.

  3. خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ

    هغه به (دوږخ ته د کفارو) ښكته كوونكې، (او د مؤمنانو و جنت ته) پورته كوونكې وي؛

  4. إِذَا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا

    كله چي ځمکه په هغه وخت كښى يو دم وخوځوله شي؛

  5. وَبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا

    او غرونه به پداسي شان ميده ميده کړای شي،

  6. فَكَانَتْ هَبَاءً مُّنبَثًّا

    چي خوره وره دوړه به ترينه جوړه شي.

  7. وَكُنتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً

    تاسي به په هغه وخت کي په درو ډلو ووېشل شي (دوې ډلي جنتیان او یوه ډله دوږخیان)؛

  8. فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ

    د ښي لاس خاوندان، د ښي لاس خاوندان څومره ښه دي.

  9. وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ

    او د كيڼ لاس خاوندان، د کیڼ لاس خاوندان څومره بد او سپک دي.

  10. وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ

    او وړاندي (نېکیو ته) خو بيا وړاندي (جنت ته) دي؛

  11. أُولَـٰئِكَ الْمُقَرَّبُونَ

    همغوى خو مقرب (الله ج ته نژدې) خلك دى.

  12. فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ

    له نعمته ډكو جنتونو کښي به اوسیږي.

  13. ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ

    له ړومبنيو څخه به زيات وي.

  14. وَقَلِيلٌ مِّنَ الْآخِرِينَ

    او له وروستنيو څخه كم.

  15. عَلَىٰ سُرُرٍ مَّوْضُونَةٍ

    پر جړاو کړي شويو تختونو باندي (د سرو زرو او جواهرو په تارونو باندي اوبدل شویو تختونو باندي)؛

  16. مُّتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ

    تكيه وهلي به مخامخ سره ناست وي.

  17. يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ

    د هغو په مجلسونو كي به همېشني هلكان (په خدمت کي) ګرځي راګرځي؛

  18. بِأَكْوَابٍ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍ

    د شرابو له بهېدونكي چينو، له ډكو پيالو، سراحيانو او جامونو سره.

  19. لَّا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ

    چي د هغو په څښلو سره به نه د جنتیانو سر وګرځي؛ نه به یې په اعصابو کښي خرابي پېدا شي.

  20. وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ

    او د هغو مخي ته به (خدمتګاران) راز راز خوندوري مېوې وړاندي كوي چي کومي یې خوښي وي، غوره یې کړي؛

  21. وَلَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ

    او د مرغانوغوښي به ورته وړاندي كوي چي د كوم مارغه یې خوښه وي استعمال یې کړي.

  22. وَحُورٌ عِينٌ

    او د هغو لپاره به د ښايسته سترګو خاونداني حوري وي؛

  23. كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ

    داسي ښكلي لكه پټي ساتل شوي ملغلري.

  24. جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    دا هر څه به د هغو عملونو د مكافات په ډول ورکړل شي چي هغوى په دُنيا کښي كول.

  25. لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا

    هلته به هغوى كومه بابېزه وينا يا د ګناه خبره وانه وري.

  26. إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا

    هره خبره چي وي بې ازاره سمه صحيح سلام سلام به وي.

  27. وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ

    او د ښي لاس خاوندان، د ښي لاس خاوندان څومره ښه دي.

  28. فِي سِدْرٍ مَّخْضُودٍ

    هغوى به په بې اغزيو بېرو کښي؛

  29. وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ

    لاندي باندي يوه پر بلي سپرو كېلو كي؛

  30. وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ

    او تر لیري پوري خورو شويو سيورو كي؛

  31. وَمَاءٍ مَّسْكُوبٍ

    او په هر وخت بهېدونكو اوبو كي؛

  32. وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ

    او په هيڅكله پاى ته نه رسېدونكو؛

  33. لَّا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ

    او بې سپما بې منع شويو پريمانه مېوو كي؛

  34. وَفُرُشٍ مَّرْفُوعَةٍ

    او په لوړو فرشونو کښي به وي.

  35. إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاءً

    د هغو مېرمني به موږ په ځانګړي ډول بیا له سره پېدا کړو؛

  36. فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا

    او هغوى به پېغلي وګرځوو.

  37. عُرُبًا أَتْرَابًا

    د خپلو مېړونو عاشقاني او په عمر کښي همزولي؛

  38. لِّأَصْحَابِ الْيَمِينِ

    دا هر څه د ښي لاسونو د خاوندانو لپاره دي؛

  39. ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ

    هغوى به له لومړنیو څخه لویه ډله وي؛

  40. وَثُلَّةٌ مِّنَ الْآخِرِينَ

    او له وروستنيو څخه به هم لویه ډله وي.

  41. وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ مَا أَصْحَابُ الشِّمَالِ

    او د كيڼ لاس خاوندان، د کیڼ لاس خاوندان څومره بد او سپک دي.

  42. فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ

    هغوى به د ګرم باد په تپونو او په خوټېدلو اوبو کي؛

  43. وَظِلٍّ مِّن يَحْمُومٍ

    او د ډېر تور لوګي په سيوري کښي وي؛

  44. لَّا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ

    چي نه به سوړ وي نه راحت رسوونكى.

  45. إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَٰلِكَ مُتْرَفِينَ

    دا به هغه كسان وي چي له دغه عاقبت سره له مخامخ كېدو څخه مخکي په نعمتونو کښي بسيا کړای شوي ول؛

  46. وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنثِ الْعَظِيمِ

    او په ستره ګناه باندي یې ټينګار كاوه.

  47. وَكَانُوا يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ

    او ويل به یې: "ايا كله چي موږ خاوري شو او تش د هډوکو پنجره شو، نو بيا به را پاڅول شو؟

  48. أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ

    او ايا زموږ هغه پلرونه او نیکونه به هم پاڅول شي، چي مخكي تېر شويدي؟"

  49. قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "په باوري ډول مخكيني او وروستني ټول؛

  50. لَمَجْمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَاتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ

    يوه ورځ به هرو مرو راغونډ کړای شي چي د هغې نېټه ټاكل شويده."

  51. ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا الضَّالُّونَ الْمُكَذِّبُونَ

    نو اې ګمراهانو او درواغجنو، تاسي به؛

  52. لَآكِلُونَ مِن شَجَرٍ مِّن زَقُّومٍ

    د زقوم د وني خواړه خوړونكي ياست؛

  53. فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ

    له همغې څخه به تاسي خيټي ډكوونكې ياست؛

  54. فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ

    او پر هغو د پاسه به خوټېدلي اوبه څښونكي ياست؛

  55. فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ

    د جل وهلي اوښ په څېر څښونكي.

  56. هَـٰذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ الدِّينِ

    دا د جزا په ورځ د كيڼ لاس د خاوندانو مېلمستیا ده.

  57. نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ

    موږ تاسي پېدا کړي ياست، نو ولي (پسله مرګه په ژوندون) یقین او باور نه كوئ؟

  58. أَفَرَأَيْتُم مَّا تُمْنُونَ

    ایا تاسي كله غور وکړ، دغه نُطفه چي تاسي یې (په رحم کي) څڅوئ؛

  59. أَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ

    له هغې څخه ماشوم تاسي پيدا كوئ، كه د هغه پيداكوونكي موږ يوو؟

  60. نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ

    موږ ستاسي په منځ کښي مرګ ټاکلی دى. او موږ له دې څخه بېوسي نه يوو،

  61. عَلَىٰ أَن نُّبَدِّلَ أَمْثَالَكُمْ وَنُنشِئَكُمْ فِي مَا لَا تَعْلَمُونَ

    چي ستاسي بڼې بدلي کړو او په داسي يوه بڼه کښي مو پيدا کړو چي تاسي پرې نه پوهیږئ.

  62. وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَىٰ فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ

    تاسي خو په خپل لومړني پېدايښت باندي پوهیږئ، نو ولي درس (پند) نه اخلئ؟

  63. أَفَرَأَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ

    ايا تاسي كله غور کړيدى، دغه تخم چي تاسي یې كرۍ؛

  64. أَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ

    د دغو څخه كښتونه تاسي را زرغونوئ او كه د هغو زرغونوونكي موږ يوو؟

  65. لَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ

    كه موږ وغواړو نو دغه كښتونه به بوس وګرځوو او تاسي به د راز راز خبرو جوړوونكي شئ،

  66. إِنَّا لَمُغْرَمُونَ

    (او وایاست به) «چي پر موږ باندي خو تاوان راغى؛

  67. بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ

    بلکي زموږ خو بيخي نصيب خوار شويدى.»

  68. أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاءَ الَّذِي تَشْرَبُونَ

    تاسي كله په غړېدلو سترګو كتلي دي، دغه اوبه چي تاسي یې څښئ؛

  69. أَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنزِلُونَ

    دا تاسي له وريځو څخه راورولي دي، يا که د دې وروونكي موږ يوو؟

  70. لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ

    كه موږ وغواړو نو دا به سختي تروې کړو؛ نو ولي شكر نه باسئ؟

  71. أَفَرَأَيْتُمُ النَّارَ الَّتِي تُورُونَ

    كله مو دا فكر کړيدى، دغه اور چي تاسي یې بلوئ؛

  72. أَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنشِئُونَ

    د دې ونه تاسي پېدا کړېده او كه د هغې پېدا كوونكي موږ يوو؟

  73. نَحْنُ جَعَلْنَاهَا تَذْكِرَةً وَمَتَاعًا لِّلْمُقْوِينَ

    موږ دا (اور) د (دوږخ) درپه زړه كولو وسيله او د اړو كسانو لپاره د ژوند متاع ګرځولې ده.

  74. فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] د خپل عظيم رب نوم په پاکۍ سره یاد کړه.

  75. ۞ فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ

    نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

  76. وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ

    او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

  77. إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ

    چي بېشكه دا يو لوړ مقامی قُرآن دى؛

  78. فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ

    په يو محفوظ كتاب کښي ثبت؛

  79. لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ

    چي له پاكانو پرته یې څوك نشي مسح کولای (نه دې مسح كوي مګر پاكان).

  80. تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ

    دا د عالمیانو پروردګار نازل کړيدى.

  81. أَفَبِهَـٰذَا الْحَدِيثِ أَنتُم مُّدْهِنُونَ

    نو ايا له دغه کلام سره تاسي بې اعتنائي كوئ (درواغ یې ګڼئ)؟

  82. وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ

    او پدغه نعمت کښي تاسي خپله برخه دا ټاكلې ده چي درواغ یې ګڼئ؟

  83. فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ

    (اوس كه تاسي د چا محكوم نه ياست او پخپلي دغي انګېرنه کي رښتيني یاست)، نو كله چي د مړه كېدونكي ساه ستوني ته را رسېدلې وي؛

  84. وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ

    او تاسي په سترګو كتونكى ياست چي هغه مړ کیږي،

  85. وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَـٰكِن لَّا تُبْصِرُونَ

    او په هغه وخت کښي ستاسي په پرتله موږ هغه ته زيات نژدى يوو، خو تاسي یې نه وينئ.

  86. فَلَوْلَا إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ

    نو كه تاسي داسي ياست چي نه جزا دركوله کیږي او نه بيا را ژوندي کېږئ؛

  87. تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    نو ولي د هغه وتلي ساه بېرته نه راګرځوئ كه تاسي رښتيني ياست؟

  88. فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ

    بيا كه هغه مړى الله ته له نژدې كسانو څخه وي؛

  89. فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّتُ نَعِيمٍ

    نو د هغه لپاره راحت، غوره روزي او له نعمت څخه مالامال جنت دى.

  90. وَأَمَّا إِن كَانَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ

    او كه هغه د ښي لاس خاوندانو څخه وي؛

  91. فَسَلَامٌ لَّكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ

    نو د هغه هركلى داسي کیږي چي: «تا ته سلام دی، ته د ښى لاس له خاوندانو څخه یې.»

  92. وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ

    او كه هغه له درواغ ګڼونكو ګمراهانو څخه وي؛

  93. فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ

    نو د هغه د مېلمستيا لپاره خوټېدلي اوبه دي؛

  94. وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ

    او دوږخ ته ننوتل دي.

  95. إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْيَقِينِ

    دا هر څه بيخي يقيني حق دي؛

  96. فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] د خپل عظيم رب نوم په پاکۍ سره یاد کړه.

Holy Quran-Pashto