Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۳. سورت آل عمران

آل عمران

Ali 'Imran / آل عمران · ۳ · ۲۰۰ آیتونه

دا پاڼه د سورت آل عمران عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. الم

    الف، لام، میم.

  2. اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ

    الله، له هغه تل تر تله ژوندي ذات څخه پرته چي د كائناتو د نظام سمبالوونكى دى، په حقيقت کښي هیڅ كوم بل خداى نشته.

  3. نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ

    هغه پر تا دا كتاب نازل کړی، چي په حقه راغلى دى او د هغو كتابونو رښتینولي كوي چي له ده څخه پخوا راوړل شوي ول. له دې څخه مخکي هغه د انسانانو د هدايت لپاره تورات او انجيل نازل کړيدي.

  4. مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ

    او الله هغه محك لېږلی دى (چي د حق او د باطل توپير ښوونکی دى). اوس چي كوم خلك د الله د فرمانونو له منلو څخه انكار وکړي، هغوى به هرو مرو په سخته سزا اخته شي. الله ډېر زورور او د بدو بدله وركوونكى دى.

  5. إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ

    په ځمکه او اسمان کښي هیڅ شى له الله څخه پټ نه دى.

  6. هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    دا خو هماغه ذات دى چي د مېندو په ګېډو کښي ستاسي صورتونه چي څنګه یې خوښ وي، هغسي یې جوړوي. له هغه برلاسي او د حكمت څښتن څخه پرته بل هیڅ خداى نشته.

  7. هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ

    هماغه خداى دى چي دا كتاب یې پر تا نازل کړيدى، په دې كتاب کښي دوه ډوله ايتونه دي: يو محكمات دي چي د كتاب اصلي بنسټ دى او بل متشابهات؛ د كومو خلكو په زړونو کښي چي كوږوالى دى، هغوى د فتنې راولاړولو لپاره تل په همدې متشابهاتو پسي ګرځي او هغو ته د معنا برابرولو هڅه كوي. په داسي حال کي چي د هغو پر حقيقي معنا له الله څخه پرته بل هیڅوك نه پوهیږي. ددې پر خلاف كوم خلك چي پاخه عالمان دي، هغوى وايي: "موږ پر هغو ټولو ايمان لرو، دا ټول زموږ د رب له لوري دي." - او رښتيا دا ده چي له يو شي څخه صحيح درس یوازي د پوهي خاوندان اخلي.

  8. رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ

    هغوى دعا كوي: "زموږ پروردګاره! كله چي تا موږ پر سمه لاره خوځولي يوو، نو بيا مو هیڅكله زړونه مه کږوه، موږ ته د خپلي پېرزویني له زیرمي څخه رحمت را په برخه کړه، چي همدا ته حقيقي لوروونكى يې.

  9. رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَّا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ

    زموږ پروردګاره! ته هرو مرو يوه ورځ د ټولو خلكو غونډوونکی یې، چي د هغې په راتګ کښي هيڅ شك نشته." - الله هیڅكله له خپلي وعدې څخه اووښتونكى نه دى.

  10. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ

    كومو خلكو چي د كفر چلن غوره کړيدی، هغو ته به د الله په مقابله کښي، نه د هغوی مال څه په درد وخوري، نه اولاد. هغوى به د دوږخ د سون مواد وګرځي.

  11. كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ

    د هغوی عاقبت به هماغسي شي لكه د فرعون د ملګرو او له هغو څخه د مخکنیو سرکښانو، چي زموږ ايتونه یې درواغ وګنل. نتيجه دا شوه چي الله هغوى په خپلو ګناهونو ونيول؛ او حقه خبره دا ده چي الله د سختي سزا وركوونكى دى.

  12. قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ ۚ وَبِئْسَ الْمِهَادُ

    [نو اې محمده (ص)!] كومو خلكو چي ستا د دعوت له منلو څخه انكار کړيدى، هغو ته ووايه: هغه وخت نژدې دى چي تاسي به مغلوب شئ او د دوږخ لوري ته به په منډه منډه ور وستل شئ؛ او دوږخ ډېر بد استوګنځى دى.

  13. قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا ۖ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُولِي الْأَبْصَارِ

    په باوري توګه، په هغو دوو ډلو کي ستاسي لپاره د عبرت يوه نښه وه، چي (په بدر کي) يوه له بلي سره په جنګ شولې. يوه ډله د خداى په لاره کي جنګېدله او بله ډله د كافرانو وه. لیدونکو د سر په سترګو ليدل چي د كفارو ډله د مسلمانانو د ډلي دوه برابره ده. خو (نتیجې ثابته کړه،) د الله چي چا ته خوښه شي په خپل بري او نصرت يې مرسته كوي. بېشکه، د بصيرت خاوندانو لپاره په دې کي ستر درس پروت دى.

  14. زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ۗ ذَٰلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ

    د خلكو لپاره نفسي غوښتني، ښځي، اولادونه، د سرو سپينو زیرمي، نښه شوي (کره) اسونه، څاروي او كروندې د ډيري میني وړ ګرځول شويدي. خو دا هر څه د څو ورځني د نيوي ژوندانه وسايل دي. په حقيقت کښي چي كوم ډېر ښه استوګنځى دى، هغه له الله سره دى.

  15. ۞ قُلْ أَؤُنَبِّئُكُم بِخَيْرٍ مِّن ذَٰلِكُمْ ۚ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "ايا زه له دې څخه د ډېر ښه شى په اړه خبر درکړم؟ - د هغو خلكو لپاره چي د پرهیزګارۍ چلن غوره کړي، د هغو له رب سره باغونه دي، چي تر هغو لاندي به ویالې بهيږي، هلته به د تل له پاره اوسيدونكي وي، سپېڅلي مېرمني به یې ملګري وي او د الله د رضا په ګټلو سره به سر لوړي وي. الله د خپلو بندګانو کړه وړه په ښه شان ويني."

  16. الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ

    دا هغه خلك دي، چي وايي: "زموږ پروردګاره! موږ ايمان راوړى، زموږ له ګناهونو څخه را تېر شه او موږ د دوږخ له اوره وژغوره."

  17. الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ

    دا خلك صابران دي. رښتيني دي، امر منونكي او مال ښندونكي دي او د شپې په وروستېیو شېبو(سحر) کښي له الله څخه د بښني دُعاګاني غواړي.

  18. شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    الله په خپله ددې خبري شاهدي ویلې ده چي له هغه پرته بل هیڅ خداى نشته؛ او پرښتې او ټول اهل علم هم په رښتينې او منصفانه توګه پردې شاهدان دي چي له هغه زور ور، باحكمته څخه پرته په واقع کي هیڅ بل خداى نشته.

  19. إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ

    د الله په وړاندي دين همدا اسلام دى. له دې دين څخه پرته چي اهل كتابو كومي مختلفي لاري غوره کړي دي، د هغو ددې چار چلن، له دې پرته بل هیڅ دليل نه ؤ چي د علم وركول كېدو څخه وروسته يې په خپلو منځو کښي يو پر بل باندي د تېري كولو په خاطر داسي وکړل. او هر څوك چي د الله د حكمونو او لارښودنو د اطاعت څخه منكر شي، الله به له هغه سره بې له څه ځنډه حساب وکړي.

  20. فَإِنْ حَاجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلَّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ ۗ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ ۚ فَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ

    اوس كه دا خلك ستا سره شخړه وکړي، نو دوی ته ووايه: "ما او زما پيروانو خو د الله په وړاندي د تسليم سر ښكته کړيدى." - او له اهل كتابو او غير اهل كتابو (مشركانو) دواړو څخه پوښتنه وکړه: "ايا تاسي هم د هغه اطاعت او بندګي منلې ده؟" - كه یې منلې ده، نو سمه لاره یې وموندله؛ او كه یې مخ ورڅخه اړولی دی، نو پر تا یوازي د پيغام رسولو مسئوليت دی. نور الله په خپله د خپلو بندګانو د چارو ليدونكى دى.

  21. إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

    كوم خلك چي دا لله د حكمونو او لارښوونو له منلو څخه انكار كوي او (د هغه) پېغمبران په ناحقه وژني او د داسي خلكو په وژلو پسي ګرځي، چي د عدل او رښتينولۍ د حكم كولو لپاره را پورته کیږي؛ نو هغو ته د دردناك عذاب زيرى ورکړه.

  22. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ

    دا هغه خلك دي چي عملونه یې په دنيا او اخرت دواړو کښي ضايع شول او د هغو هیڅوك مرستندوى نشته.

  23. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ

    ايا تا نه دي كتلي، كومو خلكو ته چي د كتاب د علم يو څه برخه ورکړه شوې، د هغو څه حال دى؟ - هغوى چي كله د خداى د كتاب لوري ته بلل کیږي چي د هغوی په منځ کښي فېصله وکړي، نو د هغوی يوه ډله ورڅخه په ډډه کیږي او دې فېصلې ته له راتلو څخه ګرځي؛

  24. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۖ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    د هغو دا ډول چلن له دې امله دى چي وايي: "د دوږخ اور به پر موږ له سره ونه لګيږي؛ او كه د دوږخ عذاب موږ ته هم راکړل شي، یوازي څو ورځي به وي." - د هغو مصنوعي عقيدو هغوى د خپل دين په باب په لويو غلطو انګېرنو کښي غورځولي دي؛

  25. فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَاهُمْ لِيَوْمٍ لَّا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

    خو پر هغو به څه راشي، چي كله يې په هغه ورځ راغونډ کړو چي د هغې راتګ يقيني دى؟ - په هغه ورځ به هر چا ته د خپلو کړو پوره بشپړه بدله ورکړه شي؛ او پر هيچا به ظلم ونشي.

  26. قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "خدايه! د ملك مالكه! ستا چي چا ته خوښه شي حكومت وركوې او له چا څخه چي وغواړې اخلې یې. چا ته چي دي خوښه شي عزت وركوې او څوك چي وغواړې ذليله كوې یې. ښېګڼه ستا په واك کښي ده، بېشكه ته په هر څه قادر یې.

  27. تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ

    شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسې او ( يوه له بلي څخه راووځي) له بې ساه څخه ساكښ او له ساكښ څخه بې ساه را باسې او چا ته چي دي خوښه شي بې حسابه روزي وركوې."

  28. لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَن تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ

    مؤمنان دي هیڅكله داسي نه كوي چي مؤمنان پرېږدي او له كافرانو سره ملګرتيا او دوستي وکړي. څوك چي داسي چلن وکړي، د هغه له الله سره هیڅ اړیکه نشته. خو كه تاسي د هغوی (کافرانو) له ظلم څخه د ځان ژغورلو په خاطر، په ظاهره دغه ډول چلند غوره کړئ، نو (بیا څه باک نشته). خو الله تاسي له خپله ځانه ويروي او د هماغه (الله) لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي.

  29. قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] خلك په دې خبر کړه چي ستاسي په زړونو كې چي هر څه دي، كه تاسي هغه پټ وساتئ او كه یې ښكاره کړئ، الله په هر حال پرې پوهیږي. په اسمانونو او ځمکه کښي هیڅ داسي كوم شى نشته چي د هغه له علم څخه د باندي وي؛ او د هغه زور پر هر څه چلیږي .

  30. يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ

    هغه ورځ راتلونكې ده، چي هر نفس د خپلو کړو مېوه حاضره ومومي؛ كه یې ښه کړي وي او كه بد. په هغه ورځ به انسان دا هيله څرګنده کړي چي كاشكي د هغه او د بدو اعمالو تر منځ یې ډېره فاصله واى. الله تاسي له خپله ځانه وېروي او هغه د خپلو بندګانو ډېر زيات خير غوښتونكى دى.

  31. قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] خلكو ته ووايه: " كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ، نو زما د پيروۍ لاره غوره کړئ؛ الله به ستاسي سره مينه وکړي او ستاسي خطاوي به در وبښي. هغه ډېر ښه بښونكى او د رحمت څښتن دى.

  32. قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ

    هغو ته ووايه: "د الله او پېغمبر اطاعت ومنئ! " - بيا كه هغوى ستا دا بلنه و نه مني، نو دا بيا بيخي نشي كېداى چي الله له داسي خلكو سره مينه وکړي، چي د هغه او د هغه د پېغمبر له اطاعت څخه انكار كوي.

  33. ۞ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ

    الله (ج) ادم (ع)، نوح (ع)، دابراهيم ځوځات (اولادې) او د عمران ځوځات (اولادې) پر ټولو نړیوالو پورته کړي او (د خپل رسالت لپاره یې) غوره کړي ول؛

  34. ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

    دوى د يوې لړۍ خلك ول، چي ځیني د ځينو نورو له ځوځات (اولادې) څخه منځ ته راغلي ول. الله د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهيدونكى دى.

  35. إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

    (الله هغه وخت اورېدل ) كله چي د عمران ښځي وېل: "زما پروردګاره! زه دا آزاد اولاد چي زما په ګېډه کښي دى، ستا له پاره نذر كوم، هغه به همدا ستا كارونو ته وقف وي، زما دا سوغات قبول کړه، ته اورېدونكى او پوهيدونكى یې."

  36. فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَىٰ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ

    بيا چي كله یې هغه ماشوم وزېږاوه؛ نو هغې ووېل: زما پروردګاره! زما خو لور زېږېدلې ده. - په داسي حال کښي څه چي هغې زېږولي وه، الله ور باندي پوره خبر ؤ. او هلك د نجلۍ غوندي نه وي، هر څه چي ده، ما د هغې نوم مريم ايښى دى او زه هغې او د هغې راتلونكي ځوځات (اولادې) ته د رټل شوي شيطان له شر څخه ستا پناه غواړم.

  37. فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًا ۖ قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَـٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ

    په پاى کښي د هغې رب هغه نجلۍ په خوښۍ سره قبوله کړه، هغه یې ډېره ښه نجلۍ وروزله او زكريا یې د هغې پالونکی وګرځوه. زكريا به چي هر وخت محراب کي هغې (مریم) ته ورتله، نو له هغې (مریم) سره به یې د خوراك او څښاك څه ناڅه موندل. پوښتنه به یې كوله: "مريم! دا تا ته له كومه راځي؟" - هغې به ځواب ورکاوه: "د الله له لوري راغلي دي."- د الله چي چا ته خوښه شي بې حسابه روزي وركوي.

  38. هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ

    ددې حال په ليدلو زكريا خپل خداى ته دُعا وکړه، ویې ويل: "زما پروردګاره! په خپل قدرت ما ته ښه اولاد په برخه کړه، همدا ته دُعا اورېدونكى یې."

  39. فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَىٰ مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ

    په ځواب کښي پرښتو ورته غږ وکړ او هغه (زکریا) په دې وخت کښي په څيله خانه (محراب) کښي په لمانځه ولاړ ؤ، چي: " الله تا ته د يحيا (ع) زيرى دركوي، هغه به د الله له لوري د يو فرمان د رښتنيوونكي په توګه راشي، په هغه کښي به د سردارۍ او لويۍ نښه وي، پر خپل نفس به په ټوله معنا حاكم وي، په پېغمبرۍ به سر لوړى وي او په ښو كسانو کښي به وشمېرلى شي.

  40. قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكَ اللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ

    زكريا (ع) ووېل: "زما روزونكيه او پالونكيه! زما به زوى له كومه شي، زه خو ډېر زيات سپين ږیری شوى يم او زما ښځه شنډه ده؟ (الله) وویل: "همداسي به وشي، د الله چي څه خوښه وي هماغسي كوي."

  41. قَالَ رَبِّ اجْعَل لِّي آيَةً ۖ قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًا ۗ وَاذْكُر رَّبَّكَ كَثِيرًا وَسَبِّحْ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ

    عرض یې وکړ: "زما څښتنه! نو ما ته كومه نښه وټاکه!" - (الله) وویل: "ستا نښه دا ده چي ته به تر درېيو ورځو پوري له خلكو سره له اشارې پرته څه خبره ونه کړې (او يا به یې ونشې كړاى). په دې موده کي خپل رب ډېر يادوه، او سهار او ماښام د هغه د پاكۍ ستايونكى اوسه.

  42. وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ

    (نو هغه وخت راورسېد چي) پرښتې مريم ته راغلې او ویې ويل: "اې مريم! الله ته غوره کړي یې او تا ته یې سپېڅلتيا دربښلې او د ټولي نړۍ پر ښځو یې تا ته ترجيح درکړې ده.

  43. يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ

    اې مريم! د خپل پروردګار د فرمان تابع اوسه، د هغه په وړاندي سر په سجده اوسه، او كوم بندګان چي د هغه په وړاندي سر ښكته كوونكي دي، ته هم له هغو سره سر ښكته كوونكې اوسه".

  44. ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ

    [اې محمده (ص)!] دا پټ خبرونه دي چي موږ یې تا ته د وحیي په وسيله وايو، كه نه ته خو په هغه وخت کښي هلته نه وې چي د هيكل خدمتګارانو ددې فېصلې په خاطر خپل خپل قلمونه (په اوبو کي د قرعه کشۍ لپاره) غورځول چى د مريم سر پرست به څوك کیږي؛ او نه ته په هغه وخت کښي له هغو سره موجود وې چي د هغو پرې جګړه وه.

  45. إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ

    او كله چي پرښتو ووېل: "اې مريم! الله تا ته د خپل يو فرمان زيرى دركوي، د هغه نوم به مسيح عيسى زوی د مریم وي، په دُنيا او اخرت کښي به د عزت څښتن وي. د الله په نژدې بندګانو کښي به شمېرل کیږي؛

  46. وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ

    له خلكو سره به په زانګو کښي هم خبري وکړي او په زړښت کښي به یې هم وکړي، او هغه به يو ښه سړی وي."

  47. قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ إِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ

    مريم چي دا واورېدل، ویې وېل: "زما پروردګاره! زما زوى له كومه شي، ما ته خو چا لاس قدري هم نه دى راوړى." ـ ویې فرمايل: "همداسي به وشي، الله چي چا ته اراده وکړي، پيدا كوي یې. هغه چي كله د كوم كار كولو فېصله وکړي نو یوازي دومره وايي چي وشه او هغه کیږي."

  48. وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ

    (پرښتو د خپلي وينا په لړ کي ورپسي ووېل) "او الله به هغه ته كتاب او حكمت وښيي، د تورات او انجيل علم به ور زده کړي؛

  49. وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ ۖ وَأُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ اللَّهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    او بني اسرائيلو ته به یې د خپل پېغمبر په توګه وټاكي." - ( او كله چي هغه د پېغمبر په توګه بني اسرائيلو ته ورغى، نو ویې وېل) "دا يو حقيقت دى چي زه ستاسي د رب له خوا له نښانې سره درته راغلى يم، زه ستاسي په مخ کښي له خټي څخه د مرغۍ د شكل يوه مجسمه جوړوم او په هغې کښي پوكى كوم، هغه د الله په امر الوتونكى جوړیږي؛ زه د الله په امر مور زاده ړوند او پيس روغوم؛ او مړي ژوندي كوم؛ زه تاسي ته ښيم چي تاسي څه خورئ او څه په خپلو كورونو کښي زېرمه كوئ. په دې کښي تاسي ته پوره نښانه ده، كه تاسي ايمان راوړونكي ياست؛

  50. وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    او زه د هغي ښووني او هدايت رښتينوونكى راغلى يم چي له تورات څخه اوس زما په زمانه کي موجود دى- او ددې لپاره راغلى يم چي تاسي ته ځیني هغه شيان حلال کړم چي پر تاسي حرام کړای شويدي. ګورئ، زه ستاسي د روزونكي، پالونکي له لوري تاسي ته له نښانې سره راغلى يم، نو له الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛

  51. إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۗ هَـٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ

    الله هم زما رب دى او هم ستاسي؛ له دې امله تاسي د هماغه بندګي غوره کړئ، همدا سمه سيخه لار ده."

  52. ۞ فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ

    كله چي عيسى (ع) د بني اسرائيلو كفر او انكار ته چمتوالی درک کړی، نو وويل: "څوك د الله په لار کښي زما ملاتړ کېږئ؟"- حواريانو په ځواب کښي ووېل: "موږ د الله د دين ملاتړ يوو، موږ پر الله ايمان راوړى، شاهد اوسه چي موږ مسلمانان (د الله په لار کښي سرټيټوونكي ) يوو؛

  53. رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ

    زموږ څښتنه! كوم فرمان چي تا رالېږلی دى، موږ هغه منلى او د پېغمبر پيروي مو قبوله کړي ده؛ زموږ نوم په شاهدي ويونكو کښي وليكه."

  54. وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ

    بيا بني اسرائيلو (د مسيح پر خلاف پټي دسيسې پېل کړې،) په مقابل کښي الله هم خپل پټ تدبير په كار واچوه- او په داسي تدبيرنو کښي الله تر ټولو وړاندي دى؛

  55. إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَىٰ إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۖ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

    (هغه خو د همدې الله پټ تدبير ؤ) چي كله الله وويل: "اې عيسى! زه اوس تا بيرته راولم او تا به خپل لوري ته راپورته کړم؛ او چا چي ته نه یې منلى، له هغو څخه يعني د هغو له څنګ څخه او د هغو په ناولي چاپېريال کي له هغو سره له هستوګني څخه، به تا پاك کړم او ستا پيروان به تر قيامته پر هغو خلكو برلاسي کړم چي ته یې نه يې منلی. بيا په پاى کي ستاسي ټولو راتګ ما ته دى. په هغه وخت کي به زه د هغو خبرو فېصله وکړم چي په هغو کي ستاسي تر منځ شخړه شوېده."

  56. فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ

    كومو خلكو چي د كفر او انكار چلند غوره کړيدى، هغوی ته به په دنيا او اخرت دواړو کښي سخته سزا ورکړم او هغوى به كوم مرستندوى و نه مومي،

  57. وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ

    او كومو كسانو چي د ايمان او نېكیو چلند غوره کړيدى، هغو ته به الله د هغو ثوابونه پوره بشپړ ورکړي؛ او ښه وپوهېږئ چي الله ظالمان هیڅكله نه خوښوي.

  58. ذَٰلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ الْآيَاتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِيمِ

    [اې محمده (ص)!] دا د نښانو او حكمت څخه ډکي يادوني دي چي موږ یې تا ته لولو.

  59. إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِندَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ

    د الله په وړاندي د عيسى (ع) مثال د ادم (ع) غوندي دى، چي الله هغه له خاوري څخه پيدا کړ او امر يي ورته وکړ چي شه! نو هغه وشو.

  60. الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُن مِّنَ الْمُمْتَرِينَ

    دا اصلي حقيقت دى چي ستا د رب له لوري ښودل کیږي؛ او ته له هغو كسانو څخه مه کېږه چي پدې کښي شك كوي.

  61. فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنفُسَنَا وَأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ

    تا ته ددې علم له راتګ څخه وروسته، كه اوس څوك پدې باب ستا سره جګړه وکړي نو [اې محمده (ص)! ] ورته ووايه: "راځئ! هم به موږ او تاسي په خپله راشو؛ او هم به خپلي كورنۍ (زامن، لوڼي او ښځي) راولو او د خداى په وړاندي به دُعا وکړو چي كه هر څوك درواغجن وي، پر هغه دي د خداى لعنت وي."

  62. إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    دا بيخي صحيح واقعيتونه دي، او له الله پرته هیڅ بل خداى نشته. او هغه د همدې الله ذات دى چي زور يې پر ټولو بر او حكمت يې د كائناتو په نظام کښي كاريګر دى؛

  63. فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ

    نو كه دوى (پدې شرط له مقابلې څخه) مخ واړوي، نو (دا به په ډاګه شي چي مفسدان دي) او الله د فساد خوروونكو په حال ښه خبر دى؛

  64. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ

    [اې محمده (ص)!] ورته ووايه: "اې اهل كتابو! يوې داسي خبري ته راشئ چي زموږ او ستاسي دواړو تر منځ يو شان ده – دا چي موږ له الله پرته د هيچا بندګي ونکړو، له هغه سره هیڅوك شريك ونه ګڼو. او زموږ څخه دي ځیني خلک، ځیني نور له الله پرته په ربوبيت نه نيسي" – كه هغوى ددې بلني له منلو څخه مخ واړوي، نو په ډاګه ورته ووايئ چي شاهدان اوسئ، موږ خو مسلمانان ( یوازي د خداى بندګي كوونكي او اطاعت كوونكي )يوو.

  65. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنجِيلُ إِلَّا مِن بَعْدِهِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    اې اهل كتابو! تاسي د ابراهيم (ع) په باب ولي زموږ سره شخړه كوئ؟ - تورات او انجيل خو له ابراهيم (ع) څخه وروسته نازل شويدي، نو تاسي په دومره خبره هم نه پوهیږئ.

  66. هَا أَنتُمْ هَـٰؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُم بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

    تاسي چي د كومو شيانو علم لرئ په هغو کي خو بحثونه كوئ، په هغو چارو کښي ولي څېړنه كوئ چي ستاسي سره د هغو په باب هیڅ معلومات نشته؟- الله پوهیږي خو تاسي نه پوهیږئ.

  67. مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَـٰكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    ابراهيم (ع) نه يهودي ؤ نه نصراني، بلکي هغه خو يوه لوري ته مخ اړوونکی مسلمان ؤ او هغه هیڅ کله له مشركانو څخه نه ؤ."

  68. إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَـٰذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا ۗ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ

    بېشکه، څوك چي تر ټولو زيات ددې حقدار وي چي ابراهيم (ع) ته منسوب شي، هغه خلك دي چي د هغه پيروي یې وکړه. او اوس دا پېغمبر (محمد ص) او دده منونكي د دې منسوبېدو زيات حقدار دي. الله یوازي د هماغو كسانو ملاتړ او مرستندوى دى چي ايمان یې راوړى وي.

  69. وَدَّت طَّائِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ

    (اې مؤمنانو) له اهل كتابو څخه يوه ډله غواړي چي په څه چل تاسي له سمي لاري څخه واړوي، په داسي حال کښي چي په حقيقت کښي هغوى له ځانه پرته هیڅوك په ګمراهۍ کښي نه غورځوي؛ خو له هغو سره ددې شعور نشته.

  70. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ

    اې اهل كتابو! ولي د الله له ايتونو څخه منكرېږئ، پداسي حال کښي چي تاسي په خپله شاهدان یاست؟

  71. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

    اې اهل كتابو! ولي حق ته د باطل رنګ وركوئ او سره ګډوئ یې؟ - ولي له پوهي او ادراك سره سره حق پټوئ؟

  72. وَقَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

    له اهل كتابو څخه يوه ډله وايي چي ددې پېغمبر پر منونكيو چي څه نازل شويدي، پر هغه سهار ايمان راوړئ او ماښام ور څخه انكار وکړئ، ښايي پر دې دسيسه دا خلك له خپل ايمان نه واوړي.

  73. وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَن تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَىٰ هُدَى اللَّهِ أَن يُؤْتَىٰ أَحَدٌ مِّثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَاجُّوكُمْ عِندَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ

    (دغه راز دا خلك په خپلو کښي سره وايي چي) د هيچا خبره مه منئ چي ستاسي په دين نه وي. [اې پېغمبره!] دوی ته ووايه: "په اصل کي خو هدايت د الله هدايت دى او دا د هغه ورکړه ده چي يو چا ته هماغه څه (فضيلت)ورکړل شي چي يو وخت تاسي ته درکړل شوي ول. يا دا چي نورو(مسلمانانو) ته ستاسي د پروردګار حضور ته د وړاندي كېدو لپاره ستاسي پر خلاف قوي دليل په لاس ورشي." – [اې پېغمبره!] دوی ته ووايه: "فضل او لورونه د الله په واك کښي ده، چا ته یې چي خوښه شي وركوي یې. هغه د پراخ نظر څښتن دى او په هر څه پوهیږي.

  74. يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ

    د خپل رحمت له پاره یې چي چا ته خوښه شي ټاكي یې او د هغه فضل ډېر زيات دى."

  75. ۞ وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَّا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

    له اهل كتابو څخه څوك داسي دى چي كه ته پر هغه د ډاډ له مخي په پنډونو مال او شتمنۍ ورکړې، نو هغه به ستا مال تا ته بېرته درکړي؛ او څوك په کښي داسي دي چي كه ته ور باندي د يوې اشرپۍ اعتبار هم وکړي، نو بېرته به یې در نه کړي، مګر دا چي د هغه پر سر ودريږي. د هغو ددې اخلاقي حالت سبب دا دى چي هغوى وايي: "د بېسوادو (غير يهودي خلكو) په باب پر موږ څه مواخذه نشته." - او دا خبره هغوى بيخي په درواغجنه وينا د الله لوري ته منسوبوي؛ په داسي حال کښي چي هغو ته څرګند ده چي الله داسي نه دي ويلي.

  76. بَلَىٰ مَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ وَاتَّقَىٰ فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ

    ښه نو، ولي به له هغو څخه پوښتنه ونشي؟ هر څوك چي خپل تعهد پوره کړي او له بدو چارو په ډډه شي، هغه به الله ته ګران وي، ځكه چي پرهيزګاران د الله خوښيږي.

  77. إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَـٰئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    پاتي شول هغه خلك چي د الله تړون او خپلي لوړي (قسمونه) په لږ بيه پلوري، نو د هغو لپاره په اخرت کښي هیڅ برخه نشته. الله به د قيامت په ورځ نه له هغو سره خبري وکړي، نه به د هغو لوري ته وګوري او نه به هغوى سپېڅلي کړي، بلکي د هغو له پاره خو دردناك عذاب دى.

  78. وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

    په دوى کي ځیني خلك داسي دي چي د كتاب په لوستلو ژبي داسي اړوي را اړوي چي ته به وايي څه چي لولي هغه د كتاب عبارت دى. په داسي حال کي چي هغه د كتاب عبارت نه وي. هغوى وايي دا څه چي موږ لولو دا د خداى له خوا دي، په داسي حال کي چي هغه د خداى له خوا نه وي. هغوى له پوهي او ادراك سره سره د درواغو وينا د خداى لوري ته منسوبوي.

  79. مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللَّهِ وَلَـٰكِن كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ

    د هیڅ انسان دا كار نه دى چي الله هغه ته كتاب، فرمان او پېغمبري ورکړي او هغه خلكو ته ووايي چي د الله پر ځاى تاسي زما بندګان شئ، هغه به همدا ورته ووايي چي خداى پالونکي شئ، لكه څنګه چي ددې كتاب غوښتنه ده چي تاسي د هغه زده کړه او ښوونه كوئ؛

  80. وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُم بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ

    هغه به داسي هیڅكله تاسي ته ونه وايي چي پرښتې يا پېغمبران په خدايي ونيسئ – ايا دا کېدای شي چي يو پېغمبر تاسي ته د كفر امر وکړي، په هغه وخت کښي چي تاسي مسلمانان ياست؟

  81. وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ ۚ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِي ۖ قَالُوا أَقْرَرْنَا ۚ قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ

    هغه وخت (یاد کړئ) چي الله له پېغمبرانو څخه وعده اخيستې وه چي: "نن موږ په كتاب، حكمت او پوهي سره سرلوړي کړی يې، سبا كه تاسي ته كوم بل پېغمبر د هماغو هداياتو رښتينی كوونكى درغى چي له مخکي څخه تاسي سره شته، نو تاسي به پر هغه ايمان راوړونكي او د هغه ملا تړونكي اوسئ" - په دې وينا سره الله پوښتنه وکړه: "ايا تاسي دا اقرار کړی او پر دې خبره مو زما له خوا د وعدې د روند مسئوليت پر غاړه اخيستى دى؟" - هغو وويل: "هو، موږ اقرار کړيدى." - الله وفرمايل: "ښه نو شاهدان اوسئ او زه هم له تاسي سره شاهد يم."

  82. فَمَن تَوَلَّىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

    له دې وروسته چي هر څوك له خپلي وعدې واوړي هماغوى فاسقان دي.

  83. أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ

    اوس، ايا دا خلك د الله د اطاعت طريقه (دين الله) پرېږدي، كومه بله طريقه لټوي؟ - په داسي حال کښي چي د اسمانونو او ځمکي ټول شيان، خوښ وي كه ناخوښ، یوازي د الله د فرمان تابع دي او د هماغه لوري ته د ټولو ورګرځېدل دي.

  84. قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "موږ الله منو، هغه ښوونه منو چي پر موږ نازله شوېده، هغه ښووني هم منو چي پر ابراهيم (ع)، اسمعيل (ع)، اسحق (ع)، يعقوب (ع) او د يعقوب (ع) پر ځوځات (اولادې) نازلي شوي وې، او پر هغو هداياتو هم ايمان لرو چي موسى (ع)، عيسى (ع) او نورو پېغمبرانو ته د هغو د پروردګار له خوا ورکړای شوي. موږ د هغو د هيڅ يو تر منځ توپير نه كوو او موږ د الله د فرمان تابع (مسلمانان) يوو."

  85. وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ

    له اسلام څخه پرته چي هر څوك كوم بل دين غوره کړي، هیڅكله به ورڅخه قبول نکړی شي او په اخرت کي به هغه ناكام او زيانمن وي.

  86. كَيْفَ يَهْدِي اللَّهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُوا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    څنګه کېدای شي چي الله هغو خلكو ته هدايت وکړي، چي هغو د ايمان د نعمت له موندلو وروسته بيا كفر غوره کړ؟ په داسي حال کښي چي هغو په خپله پر دې خبره شاهدي ويلې ده، چي دا پېغمبر په حقه دى او هغو ته روښانه نښي نښانې هم راغلي دي. الله خو ظالمانو ته د سمي لاري ښودنه نه كوي؛

  87. أُولَـٰئِكَ جَزَاؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ

    د هغو د ظلم وړ سزا دا ده چي د الله، پرښتو او ټولو انسانانو لعنت ورباندي دى؛

  88. خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

    په همدې حالت کي به هغوى د تل لپاره اوسیږي، نه به د هغو په سزا کي څه اسانتيا راوستل شي او نه به مهلت ورکول شي؛

  89. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    البته هغه كسان به وژغورل شي چي له دې وروسته توبه وباسي او خپل عملي چلن سم کړي، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  90. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الضَّالُّونَ

    خو كومو خلكو چي له ايمان راوړلو وروسته كفر غوره کړی، بيا یې په خپل كفر کښي پر مختګ کړيدى، د هغو به توبه هم نه قبلیږي، داسي كسان خو پاخه لار وركي دي.

  91. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَىٰ بِهِ ۗ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ

    باور ولرئ! كومو خلكو چي كفر غوره کړيدى او همدا د كفر په حال کي مړه شول، له هغو څخه كه كوم څوک له سزا څخه د خپل ځان ژغورلو لپاره دا ټوله ځمکه له سرو زرو ډکه جريمه هم ور کړي، خو قبوله به نه کړای شي. د داسي خلكو لپاره دردناکه سزا تياره ده او هغوى به د خپل ځان لپاره كوم مرستندوى ونه مومي.

  92. لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ

    تاسي نېکۍ ته هیڅكله نشئ رسېداى تر څو خپل هغه شيان (د خداى په لار کښي) ونه لګوئ چي تاسي ته ګران وي؛ او څه شى چي تاسي ولګوئ، الله پرې عالم دى.

  93. ۞ كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دا ټول خوراكي شيان (چي په محمدي شريعت کښي حلال دي) د بني اسرائيلو لپاره هم حلال ول، البته ځیني شيان داسي ول چي د تورات له نازلېدو څخه مخکي اسرائيلو په خپله پر ځان حرام کړي ول. دوی ته ووايه: كه تاسي (په خپلو اعتراضونو کښي) رښتيني ياست، نو تورات راوړئ او د هغه كوم عبارت را مخي ته کړئ، ویې لولئ.

  94. فَمَنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ

    كوم خلك چي له دې وروسته هم د خپلو جوړو کړيو درواغو نسبت د الله لوري ته وكړي، هماغوى په حقيقت کښي ظالمان دي.

  95. قُلْ صَدَقَ اللَّهُ ۗ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    ووايه: الله چي څه ويلي دي رښتيا یې ويلي دي، تاسي بايد يوه لوري ته مخه کړئ، د ابراهيم (ع) د طريقې پيروي وکړئ، او ابراهيم (ع) له مشركانو څخه نه ؤ.

  96. إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ

    بېشكه تر ټولو لومړی عبادتځى چي د انسانانو لپاره ودان شو، هغه هماغه دى چي په مكه کښي دى، هغه ته خير او بركت ورکړ شوى او د ټولو نړیوالو لپاره د هدايت مركز ګرځول شويدى؛

  97. فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ

    په هغه کښي څرګندي نښانې دي، د ابراهيم (ع) د درېدو عبادت ځاى دى، او هغه ته چي څوك ننووځي په امن شو. پر خلكو د الله دا حق (فرض) دى چي كه څوك هغه كور ته درسېدو وس ولري، د هغه حج دي وکړي؛ او كه څوك ددې فرمان له عملي كولو څخه انكار وکړي، نو هغه دي په دې پوه وي چي الله له ټولو نړیوالو څخه بې نيازه دى.

  98. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا تَعْمَلُونَ

    ووايه: اې اهل كتابو! تاسي ولي د الله د حكمونو له منلو څخه منكرېږئ؟ هر يو عمل چي تاسي كوئ، الله مو ويني.

  99. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنتُمْ شُهَدَاءُ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

    ووايه: اې اهل كتابو! دا ستاسي څه چلن دى چي كه څوك د الله حكم مني، تاسي هغه هم د الله له لاري څخه منع كوئ او غواړئ چي هغه دې پر کږه لاره لاړ شي؟ - په داسي حال کښي چي تاسي په خپله (پر دې) شاهدان ياست (چي دا لار سمه ده). ستاسي له کړنو څخه الله بې خبره نه دى.

  100. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ

    اې مؤمنانو! كه تاسي ددې اهل كتابو د يوې ډلي خبره ومنئ، نو دوى به تاسي له ايمان څخه بيرته د كفر لوري ته واړوي.

  101. وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ ۗ وَمَن يَعْتَصِم بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    ستاسي لپاره د كفر لوري ته د ورتګ اوس څه ځاى پاتي دى، چي تاسي ته د الله ايتونه لوستل کیږي او ستاسي په منځ کښي د هغه رسول موجود وي؟ - څوك چي د الله د دين لمن په كلكه ونيسي، هغه به هرو مرو سمه لاره ومومي.

  102. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ

    اې مؤمنانو! له الله څخه داسي ووېرېږئ، لكه څنګه چي له هغه څخه دوېرېدو حق دى. تاسي ته دي مرګ رانشي مګر په داسي حال کښي چي مسلمانان اوسئ

  103. وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

    ټول يو ځاى شئ، د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرك کېږئ مه. د الله هغه پېرزوېنه در ياده کړئ چي پر تاسي یې کړېده: تاسي يو د بل دښمنان وئ، هغه ستاسي په زړونو کښي مينه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورېنه تاسي سره وروڼه وروڼه شواست. تاسي د يوې له اوره ډکي كندي پر غاړه ولاړ واست، الله ځني وژغورلاست. په دغه شان الله خپلي نښانې تاسي ته څرګند وي، په كار ده چي په دغو نښانو سره تاسي ته د خپلي ژغورني سمه لاره په نظر درشي.

  104. وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    په تاسي کښي بايد څه خلك هرو مرو داسي وي چي د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. كوم خلك چي دا كار وکړي هماغوى به بريالي شي.

  105. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَأُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چي په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښودنو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چي دا چلن غوره کړيدى، هغوى به سخته سزا ومومي؛

  106. يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

    په هغه ورځ، چي هلته به څه خلك سرخرويه وي او څه تور مخي، د چا چي مخونه تور وي (هغو ته به وويل شي چي) ايا د ايمان د نعمت له موندلو وروسته هم تاسي د كفر چلن غوره کړ؟ - ښه ده نو، اوس د نعمت د ناشكرۍ په بدله کښي د عذاب خوند واخلئ؛

  107. وَأَمَّا الَّذِينَ ابْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِي رَحْمَةِ اللَّهِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

    پاتي شول د ځلانده څېرو خاوندان، هغوی به د الله د رحمت په غېږ کښي ځاى ومومي او د تل لپاره به هغوى په همدې حالت کښي اوسیږي.

  108. تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ ۗ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ

    دا د الله لارښودني دي چي موږ یې تا ته سمي صحيح لولو، ځكه چي الله پر نړیوالو د تيري كولو څه اراده نه لري.

  109. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ

    د اسمانونو او ځمکي د ټولو شيانو څښتن الله دى، او ټولي چاري د همدې الله حضور ته وړاندي کیږي.

  110. كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ

    اوس په نړۍ کښي هغه غوره ډله تاسي ياست چي د انسانانو د لارښودني او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شوېده، تاسي د نېکۍ امر كوئ او له بديو منع؛ او پر الله ايمان لرئ. كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو د همدوى له پاره ښه وه، كه څه هم په هغو کښي ځیني د ايمان خاوندان شته؛ خو د دوى زياتره كسان له فرمان څخه سر غړوونکي دي؛

  111. لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ

    دوى تاسي ته هیڅ ورانى نشي در اړولای، ايله بيله دومره كولى شي چي تنګ مو کړي. كه دوى ستاسي سره وجنګیږي، نو په مقابله کښي به شا در واړوي، بيا به داسي بېوسي وي چي له هیڅ لوري به مرسته ورته ونه رسیږي؛

  112. ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ

    دوى چي هر چيري وموندل شي؛ نو ذلت به پرې مسلط وي، كه د خداى په وړاندي يا د انسانانو ترڅنګ پناه واخلي دا بېله خبره ده. دوى د الله په قهر اخته شويدي، پر دوى اړتیا او مغلوبيت مسلط کړای شويدى، او دا هر څه له دې امله شويدي چي دوى د خداى له ايتونو څخه منكرېدل او دوى پېغمبران په ناحقه وژل. دا د دوى د سر غړوني او تېرېو عاقبت دى.

  113. ۞ لَيْسُوا سَوَاءً ۗ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ

    خو ټول اهل كتاب يو شان نه دي، په هغو کښي ځیني داسي هم دي چي پر سمه لار روان دي، د شپې له مخي د الله ايتونه لولي او د هغه په وړاندي په سجده پرېوځي؛

  114. يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَـٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ

    پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لري، پرنېکیو امر كوي له بدېو څخه منع كوي او د ښېګڼې په چارو کښي په چټكۍ بوختیږي، او دوى صالحان دي؛

  115. وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَن يُكْفَرُوهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ

    او دوى چي هر څه نېکي وکړي د هغې بې قدري به ونشي. الله پرهيزګاران ډېر ښه پېژني؛

  116. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۚ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

    پاتي شول هغه خلك چي د كفر چلن يې غوره کړيدى، نو د الله په مقابله کښي به نه د هغو شتمني څه په درد وخوري، نه یې اولاد؛ هغوى دوږخ ته ورتلونكي دي او په هماغه اور کښي به د تل لپاره استوګن وي.

  117. مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِي هَـٰذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَـٰكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

    څه شى چي هغوى په خپل دغه دنيوي ژوندانه کښي مصرفوي، د هغه لګښت مثال د هغه باد په څېر دى چي په هغه کښي بړبړه كۍ وي او هغه د هغو خلكو په فصلونو والوزي چي هغو خپله پر خپل ځان ظلم کړيدى، او هغه تباه او برباد کړي. الله پر هغو ظلم نه دى کړی، په حقيقت کښي هغوى خپله پر خپل ځان ظلم كوي.

  118. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ

    اې مؤمنانو! د خپلي ټولني له وګړیو څخه پرته له نورو سره خپل رازونه مه وایاست. هغوى ستاسي د وركولو د هیڅ يو فرصت څخه ګټه اخيستل له لاسه نه وركوي. او تاسي ته چي په هر څه زيان اوړي، د هغو خوښيږي. د هغو د زړه دښمني يې له خولې څخه راووځي، او څه چي هغوى په خپلو سينو کښي پټ ساتلي دي، هغه له دې څخه زيات دي. موږ تاسو ته په ډاګه څرګنده لارښووني کړيدي، كه تاسي پوهه لرئ (نو له هغو سره به په ارتباط ساتنه کښي له پاملرني څخه كار واخلئ).

  119. هَا أَنتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    تاسي له هغو سره مينه كوئ؛ خو هغوى ستاسي سره مينه نه لري، سره له دې چي تاسي ټول اسماني كتابونه منئ. كله چي هغوى ستاسي سره يو ځاى کیږي؛ نو وايي چي موږ هم (ستاسي پېغمبر او ستاسي كتاب) منلي دي؛ خو كله چي در څخه بېلیږي، نو بيا ستاسي پر خلاف له ډېر قهر او غضب څخه خپلي ګوتي چيچي. هغو ته ووايه چي د خپلي غوسي په تاؤ کښي ومرئ، الله آن د زړونو په پټو رازونو پوهیږي.

  120. إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ

    كه تاسي ته څه ښېګڼه رسیږي، نو هغوى خپه کیږي؛ او كه پر تاسي څه مصيبت راځي، نو دوی پرې خوشحالیږي. خو د هغوى هیڅ دسيسه ستاسي پر خلاف اغيزمنه کېدای نشي، په دې شرط چي تاسي له صبر څخه كار واخلئ او له الله څخه د وېرېدو سره عمل وکړئ. دوى چي هر څه كوي د الله د علم په چاپېريال کښي دي.

  121. وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

    [اې پېغمبره (ص)! د مسلمانانو په وړاندي هغه خاطره ياده کړه] چي كله د سهار په توره خړه له خپله كوره وتلى وې او (د اُحد په ميدان کښي دي) مسلمانان د جګړې لپاره پر سنګر نيولو موظف كول. الله ټولي خبري اوري او هغه په هر څه ښه پوه دى.

  122. إِذْ هَمَّت طَّائِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

    هغه وخت (یاد کړئ) چي ستاسي څخه دوې ډلي (بنو حارثه او بنو سلمه) دې ته تياري شوي وې چي بې زړه توب وښيي، په داسي حال کي چي الله د هغو د ملاتړ لپاره موجود ؤ؛ او مؤمنان بايد یوازي پر الله ډاډ ولري؛

  123. وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

    له دې څخه مخکي د بدر په جګړه کي الله ستاسي سره مرسته کړې وه، په داسي حال کي چي په هغه وخت کي تاسي ډېر زيات كمزوري واست. نو اوس پر تاسي دا لازمه ده چي د الله د ناشكرۍ څخه ځان وژغورئ، درته په كار ده چي اوس شكر وباسئ.

  124. إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيَكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُنزَلِينَ

    هغه وخت (یاد کړه) چي تا مؤمنانو ته ويل: "ايا تاسي ته دا كافي نه ده چي الله د درې زره پرښتو په را لېږلو درسره مرسته وکړي؟"

  125. بَلَىٰ ۚ إِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَـٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ

    بېشكه، كه تاسي د زغم په لرلو له الله څخه په وېرېدو كار وکړئ، نو په كومه شېبه کښي چي دښمنان درباندي يرغل وکړي، په هماغه شېبه کښي به ستاسي رب (درې زره نه) پر پنځو زرو نښانه دارو پرښتو درسره مرسته وکړي .

  126. وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ ۗ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

    دا خبره الله ددې لپاره درته کړېده چي تاسي خوشحاله شئ او ستاسي زړونه پرې ډاډه شي. برلاسي او مرسته هر څه چي دي، د هغه الله له خوا دي چي ډېر زورور او د حكمت خاوند دى؛

  127. لِيَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنقَلِبُوا خَائِبِينَ

    (او دا مرسته به هغه ددې لپاره درسره وکړي) چي د كفر پر لاره د تلونكيو يو مټ غوڅ کړي، يا هغو ته داسي رسوا كوونكې ماته ورکړي چي هغوى ناكام خړ سترګي بېرته ستانه شي.

  128. لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] د فېصلې په واكمنۍ کي ستا څه برخه نشته. د الله واك دى كه یې خوښه شي و به یې بښي او كه وغواړي په سزا به یې ورسوي؛ ځكه چي هغوى تېري كوونكي دي.

  129. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    په اسمانونو او ځمكي کښي چي هر څه دي، د هغو څښتن الله دى. چا ته یې چي خوښه شي بښنه كوي او چا ته یې چي خوښه شي عذاب وركوي. هغه بښونكى او مهربان دى.

  130. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    اې مؤمنانو دا زياته او څو برابره سود خوري پرېږدئ او د الله څخه ووېرېږئ، ترڅو چي بريالي شئ.

  131. وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ

    له هغه اور څخه ځان وژغورئ چي د كافرانو لپاره تيار کړای شويدى.

  132. وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

    او د الله او رسول حكم ومنئ. کېدای شي چي رحم در باندي وشي.

  133. ۞ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ

    پر هغه لاره په منډه منډه وځغلئ چي ستاسي د پروردګار د بښني او د هغه جنت خوا ته تللې ده، چي هغه (جنت) لكه د اسمانونو او ځمکي په شان پراخ دى، او هغه د هغو خداېه وېرېدونكيو خلكو لپاره تيار کړای شويدى؛

  134. الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

    د هغو لپاره چي د بډایۍ او بيوزلۍ په دواړو حالاتو کښي مال مصرفوي، د غوسې زغمونکي دي او د نورو لنډ پاري بخښي. داسي نېکان خلك د خداى ډېر خوښ دي؛

  135. وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ

    او كوم كسان چي داسي دي، چي كله كومه د شرم ناروا چاره ور څخه صادريږي، يا كله د کومي ګناه په كولو هغوى پر خپل ځان ظلم كوي؛ نو ورسره جوخت الله ور یاديږي او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي؛ ځكه چي له الله پرته بل څوك د ګناهونه وبښونکی دی؟ او هغوى له پوهي او ادراك سره پر خپلو (بدو) کړنو ټينګار نه كوي؛

  136. أُولَـٰئِكَ جَزَاؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ

    د داسي خلكو بدله د دوى د رب په وړاندي دا ده، چي هغه به ورته بښنه وکړي او په داسي باغونو کښي به یې ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيږي او هلته به د تل له پاره اوسیږي. د نېک عمله خلكو لپاره څومره ښه بدله ده.

  137. قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ

    ستاسي څخه مخکي ډيري دورې تيري شويدي، په ځمکه کښي وګرځئ، راوګرځئ، وګورئ چي هغه خلك له څه عاقبت سره مخامخ شول، چي (د الله حكمونو او لارښودنو ته ) يې د دروغو نسبتونه وکړل؛

  138. هَـٰذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ

    دا د خلكو لپاره ډانګ پيلې تنبيه ده او له الله څخه وېرېدونكيو ته هدايت او نصيحت دى.

  139. وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    بې زړه کېږئ مه، اندېښمن کېږئ مه. همدا تاسي برلاسي ياست، كه تاسي مؤمنان اوسئ.

  140. إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ

    اوس كه تاسي ټپي شوي ياست؛ نو له دې څخه مخکي ستاسي دښمنه ډله هم همداسي ټپيان شويدي. دا د زمانې خوږې ترخې دي چي موږ یې د خلكو تر منځ اړوو را اړوو. پر تاسي دا مرحله ځكه راوستل شوه چي الله دا كتنه غوښتله چي په تاسي کښي رښتيني مؤمنان څوك دي، او د هغو خلكو انتخابول یې غوښتل چي په واقعي توګه (د رښتينولۍ) شاهدان وي؛ ځكه چي ظالمان د الله نه خوښيږي؛

  141. وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ

    او ددې لپاره چي مومنان بېل چاڼ کړي او كافران هلاک کړي.

  142. أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ

    ايا تاسي دا ګڼلې ده چي همداسي به جنت ته لاړ شئ؟ په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پوري الله دا نه ده معلومه کړي (دا ازمېښت یې نه دى کړی) چي په تاسي کښي څوك هغه خلك دي، چي د هغه په لار کښي جهاد كوونكي او صبر كوونكي دي؛

  143. وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ

    تاسي خو د مرګ هيلي كولې! خو دا د هغه وخت خبره وه چي له مرګ سره مخامخ شوي نه وئ، دا دى اوس ورسره مخامخ شوئ او تاسي هغه په سترګو وليدی.

  144. وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ

    محمد(ص) پرته د پېغمبر څخه نور څه نه دی، له هغه څخه مخکي نور پېغمبران هم تېر شويدي. نو كه هغه ومري يا ووژل شي؛ نو تاسي به په خپلو پوندو په شاګرځئ؟ - په ياد ولرئ! څوك چي په شا واوړي، هغه به الله ته هیڅ زيان ونه رسوي. البته څوك چي د الله شكر ايستونكي بندګان شي، هغو ته به الله ددې بدله ورکړي.

  145. وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُّؤَجَّلًا ۗ وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا ۚ وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ

    هیڅ ساكښ د الله د حُكم څخه پرته مړ کېدای نشي، د مرګ نېټه ليكله شوېده. څوك چي د دُنيا د ثواب په اراده كار وکړي، هغه ته به موږ له همدې دنيا څخه ورکړو؛ او څوك چي د اخرت په اراده كار وکړي، هغه به د اخرت ثواب ومومي. او شكر ايستونكيو ته به موږ هرو مرو د هغو مكافات ورکړو.

  146. وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ

    له دې څخه مخکي ډېر پېغمبران داسي تېر شويدي چي د هغو په ملګرتيا کښي ډېر خداى پالونکي وجنګېدل، د خداى په لار کښي چي كوم غمونه پر هغو راغلل، هغوى پرې زړه ماتي نه شول، هغوى كمزوري ښكاره نه کړه، هغوى (د باطل په وړاندي) سرټیټي نه شول. الله همداسي زغمونكي (صبر کوونکي) خوښوي.

  147. وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ

    د هغو دُعا صرف دا وه: "اې زموږ پروردګاره! زموږ خطاوي او ګناهوي او زموږ په كار كي زموږ تېرى راوبښه، زموږ قدمونه محكم کړه او پر كافرانو زموږ د برلاسۍ لپاره راسره مرسته وکړه."

  148. فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

    په پاى کښي الله هغو ته د دُنيا ثواب هم ورکړ او له هغه څخه غوره ثواب يي په اخرت کښي هم ور په برخه کړ. د الله همدا راز نېک عمله كسان خوښيږي.

  149. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ

    اې مومنانو! كه تاسي د هغو خلكو په خوښه لاړ شئ چي هغو كفر غوره کړيدى، نو هغوى به تاسي بېرته په شا واړوي او تاسي به ناكام شئ؛

  150. بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ

    (د هغو خبري غلطي دي) حقيقت دا دى چي الله ستاسي ملاتړ او مرستندوى دى. او هغه ډېر ښه مددګار دى.

  151. سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا ۖ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ

    هغه وخت ډېر ژر راتلونكى دى چي موږ د حق نه منونكيو په زړونو کښي وېره وغورځوو، ځكه چي هغو له الله سره په خدايۍ کښي هغه څه شريك انګېرلي دي چي د هغو پر برخه والۍ الله كوم سند نه دى نازل کړی. د هغو وروستى استوګنځى دوږخ دى؛ او ډېر بد هغه استوګنځى دی چي ظالمانو ته به ور په برخه وي.

  152. وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ ۚ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۚ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ ۖ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ

    الله چي (د مرستي او نصرت ) كومه وعده ستاسي سره کړي وه، هغه خو یې پوره کړه. لومړی خو د هغه په حكم همدا تاسي هغوى وژل؛ خو كله چي تاسي همت له لاسه ورکړ او په خپل كار کښي مو سره اختلاف وکړ او له هغه وروسته چي الله تاسي ته هغه شى در وښوده چي تاسي یې په مينه کښي راګېروئ يعنې د غنیمت مالونه. تاسي د خپل مشر له امر څخه غاړه وغړوله، ددې لپاره چي ستاسي څخه ځیني خلك د دنيا غوښتونكي ول او ځينو د اخرت هيله لرله؛ نو الله تاسي د كافرانو په مقابله کښي پر شا وتمبولاست، چي پر تاسي ازمېښت وکړي. او حقه دا ده چي الله بيا هم تاسي ته بخښنه وکړه. او الله پر مؤمنانو د پېرزویني ډېر لوى نظر لري.

  153. ۞ إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُونَ عَلَىٰ أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِّكَيْلَا تَحْزَنُوا عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَا أَصَابَكُمْ ۗ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

    هغه وخت (در په زړه کړئ) چي تاسي په تښته منډي وهلې، هيچا ته مو بېرته د كتلو قدري پام نه ؤ، او پېغمبر (ص) په تاسي پسي نارې وهلې. په هغه وخت کي ستاسي ددې چار چلن بدله خداى دا درکړه چي د غم د پاسه غم باندي يې اخته کړاست. تر څو د راتلونکي لپاره دا درس واخلئ چي كه څه شى ستاسي له لاسه ووځي يا كوم تكليف درته ورسیږي پرې خپه نه شئ. الله ستاسي د ټولو کړنو څخه خبر دى.

  154. ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّن بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُّعَاسًا يَغْشَىٰ طَائِفَةً مِّنكُمْ ۖ وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ ۖ يَقُولُونَ هَل لَّنَا مِنَ الْأَمْرِ مِن شَيْءٍ ۗ قُلْ إِنَّ الْأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ ۗ يُخْفُونَ فِي أَنفُسِهِم مَّا لَا يُبْدُونَ لَكَ ۖ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ مَّا قُتِلْنَا هَاهُنَا ۗ قُل لَّوْ كُنتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَىٰ مَضَاجِعِهِمْ ۖ وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    له دې کړاؤ څخه وروسته بيا هم الله ستاسي څخه پر ځينو كسانو يو داسي د ډاډيني غوندي حالت راوست چي هغوى پرېشانۍ يوړل. خو يوه بله ډله چي هغې ته یوازي همدا خپلي ګټي ارزښت درلود، د الله په باب یې رنګارنګ جاهلانه انګېرني كولې، چي له سره تر پايه د حق پر خلاف وې؛ دا خلك اوس وايي: "ايا ددې كار په سرته رسولو کښي زموږ هم څه برخه شته؟" - دوی ته ووايه: "(د هيچا په کښي هیڅ برخه نشته) ددې كار ټولي واكمنۍ د الله په لاس کښي دي." - په اصل کښي چي دې خلكو کومي خبري په زړونو کښي پټي ساتلي دي، هغه تا ته نه څرګندوي؛ د دوى اصلي هدف دا دى چي: " كه (د مشرتابه) په واكمنيو کښي زموږ څه برخه واى؛ نو دلته به نه وژل كېدو." - دوی ته ووايه: "كه تاسي په خپلو كورونو کښي هم واى؛ نو د كومو كسانو چي مرګ ليكل شوی ؤ، هغوی په خپله د خپل وژل كېدو ځايونو ته راوتل." - او دا پېښه چي وشوه، دا ددې له پاره وه چي كوم شى چي ستاسي په سينو کښي پټ دى الله هغه وازمايي او ستاسي په زړونو کښي چي كومي خيري دي هغه رابرسيره کړي. الله د زړونو په حال ډېر ښه پوهیږي.

  155. إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْا مِنكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا ۖ وَلَقَدْ عَفَا اللَّهُ عَنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ

    ستاسي څخه كومو خلكو چي د دوو پوځونو د مقابلې په ورځ شا اړولې وه، د هغو ددې تېر وتلو سبب دا ؤ چي د ځينو كمزورېو له امله يې شيطان پښې ښويولي وې. او حقيقت دا دی چي الله هغو ته بښنه وکړه، الله ډېر تېرېدونكى او د زغم څښتن دى.

  156. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَّوْ كَانُوا عِندَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَٰلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

    اې مؤمنانو! د كافرانو غوندي خبري مه كوئ چي، كه د هغو دوستان او خپلوان كله كوم سفر ته ځي يا په جګړه کښي برخه اخلي (او هلته له کومي پېښي سره لاس او ګريوان کیږي) نو هغوى وايي چي: كه هغوى له موږ سره واى، نو نه به مړه شوي او نه به وژل شوي وو. الله دا ډول خبري د هغو په زړونو کښي دغم او افسوس وسيله ګرځوي، كه دا نه وي نو په اصل کښي د ژوند او مرګ واكوال همدا الله دى او هغه ستاسي د ټولو عملونو ليدونكى دى.

  157. وَلَئِن قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ

    كه تاسي د الله په لار کښي ووژل شئ يا ومرئ، نو ستاسي په باب د الله راتلونكى رحمت او بښنه له هغو ټولو شيانو څخه ډېره غوره ده چي دا خلك یې راغونډوي.

  158. وَلَئِن مُّتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لَإِلَى اللَّهِ تُحْشَرُونَ

    او كه تاسي ومرئ يا ووژل شئ، په هر حال ستاسي د ټولو ورتګ د همدې الله لوري ته دي.

  159. فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دا د الله لوى رحمت دى چي ته ددې خلكو لپاره ډېر نرم خويه جوړ شوى یې، كه داسي نه واى او ته توند خويه او سخت زړى وای، نو دا ټول به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای. د دوى خطاوي وبښه، د دوى لپاره بښنه غواړه؛ او د دين په چارو کښي هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي؛ نو پر الله توكُل وکړه. د الله هغه خلك خوښیږي چي د هماغه په ډاډينه كار كوي.

  160. إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

    كه الله مو مرستندوى وي، نو هیڅ قوت درباندي برلاسی کېدای نه شي؛ او كه هغه تاسي پرېږدي، نو بيا د الله وروسته څوك ستاسي مرسته کوونکی کېدای شي؟ نو څوك چي رښتيني مؤمنان دي، هغوى دي یوازي پر الله توكُل وکړي.

  161. وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ ۚ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

    دا د هیڅ يو پېغمبر كار نه شي کېدای چي خيانت وکړي. او هر څوك چي خيانت وکړي، هغه به له خپل ټول خيانت سره د قيامت په ورځ حاضر شي. بيا به هر چا ته د هغه د کړو وړو پوره پوره بدله ورکړه شي او پر هيچا به هیڅ تېری ونشي.

  162. أَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللَّهِ كَمَن بَاءَ بِسَخَطٍ مِّنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

    ښه نو، دا څنګه کېدای شي چي يو څوك تل د الله په خوښه روان وي، هغه دي د هغه چا غوندي كار وکړي چي د الله په غضب اخته شوى وي او د هغه وروستى منزل دوږخ وي، چي ډېر ناكاره استوګنځى دى؟

  163. هُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ

    د الله په وړاندي په دې دواړو ډوله خلكو کښي په درجو توپير دى. او الله د ټولو د عملونو ليدونكى دى.

  164. لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    په حقيقت کښي خو الله پر مؤمنانو دا ډېره لويه لورېنه کړېده چي په خپله له هغو څخه يې يو داسي پېغمبر را پورته کړ چي د هغه ايتونه ورته لولي، د هغو ژوند سوتره كوي او هغو ته د كتاب او پوهي ښوونه كوي؛ په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي همدا خلك په څرګنده ګمراهۍ کي غورځيدلي ول.

  165. أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُم مِّثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّىٰ هَـٰذَا ۖ قُلْ هُوَ مِنْ عِندِ أَنفُسِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    او دا تاسي څه كوئ، چي كله په كوم کړاؤ اخته شئ؛ نو په دې خبرو خوله پرانيزئ چي دا مصيبت (په اُحد كي) له كوم لوري راغى؟ - په داسي حال کښي چي (د بدر په جګړه کښي) ستاسي لاسونو ددې دوه برابره مصيبت (د دښمن ډلي ته) رسولى دى. [اې پېغمبره (ص)!] دوی ته ووايه: "دا مصيبت په خپله ستاسي له خوا منځ ته راوړل شويدى. الله پر هر څه برلاسی دى."

  166. وَمَا أَصَابَكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيَعْلَمَ الْمُؤْمِنِينَ

    كوم تاوان چي د دوو پوځونو د جګړې په ورځ تاسي ته ورسېدی، هغه د الله په حكم ؤ او ددې لپاره ؤ چي الله معلومه کړي په تاسي کښي مؤمنان څوك دي؛

  167. وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا ۚ وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا ۖ قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّاتَّبَعْنَاكُمْ ۗ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ ۚ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ

    او هم منافقان معلوم کړي، هغه منافقان چي كله ورته ووېل شول: راشئ د الله په لار کښي وجنګېږئ يا لږ تر لږه (له خپل ښار څخه) دفاع قدري وکړئ!. نو ویې وېل: «كه موږ پوهيداى چي نن به جګړه کیږي، نو هرو مرو به درسره تللي واى.» - كله چي هغو دا خبره كوله په هغه وخت کښي هغوى له ايمان څخه كفر ته ډېر نژدې ول، هغوى په خپلو خولو هغه څه وايي چي په زړونو کي يې نه وي. او هغه څه چي په زړونو کښي يې پټوي، الله پرې ښه پوهیږي.

  168. الَّذِينَ قَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوا لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا ۗ قُلْ فَادْرَءُوا عَنْ أَنفُسِكُمُ الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دا هماغه خلك دي چي په خپله خو کښېنستل او د هغو وړونه خلك چي وجنګېدل او ووژل شول، د هغو په باب یې ووېل: "كه هغو زموږ خبره منلې واى، وژل سوي به نه وای." - دوی ته ووايه: "كه تاسي په خپله دغه خبره کښي رښتيني ياست، نو چي كله مو خپل مرګ راشي، هغه وځنډوئ."

  169. وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

    كوم كسان چي د الله په لار کښي وژل شويدي، هغوى مړه مه ګڼئ، هغوی خو په حقيقت کښي ژوندي دي، د خپل رب په وړاندي روزي مومي؛

  170. فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

    څه چي الله د خپلي لوريني له مخي هغو ته ورکړيدي، پر هغه خوښ او سوکاله دي؛ او پدې ډاډه دي چي كوم مؤمنان چي له هغو وروسته په نړۍ کښي پاتي دي او لا تر اوسه پوري هلته نه دي رسېدلي، د هغو لپاره هم څه وېره او کړاؤ نشته.

  171. ۞ يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ

    هغوى د الله په لورينه او د هغه په مهربانۍ خوشحاله او سوکاله دي، او هغو ته څرګنده شوېده چي الله د مؤمنانو اجر نه ضايع كوي.

  172. الَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِلَّهِ وَالرَّسُولِ مِن بَعْدِ مَا أَصَابَهُمُ الْقَرْحُ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا مِنْهُمْ وَاتَّقَوْا أَجْرٌ عَظِيمٌ

    كومو كسانو چي (په اُحد كي) له ټپي كېدو څخه وروسته هم د الله او د پېغمبر بلني ته لبيك ووایه، په هغو کښي چي كوم خلك نېکوکاران او پرهيزګاران دي، د هغو لپاره ستر اجر دى.

  173. الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ

    هغه كسان چي خلكو (منافقانو) ورته وويل: "ستاسي پر خلاف لویي لښكري راغونډي شويدي، له هغو څخه ووېرېږئ ."- نو ددې په اورېدو یې نور هم ايمان پياوړى شو او هغو (مؤمنانو) ځواب ورکړ چي زموږ لپاره خداى كافي دى او هماغه ډېر ښه كار جوړوونكى دى.

  174. فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ

    په پاى کي هغوى د الله تعالى له نعمت او لوريني سره بېرته ستانه شول، هيڅ راز زيان هم ورته ونه رسېدی او د الله له خوښې سره سم يې د تګ كولو مرتبه هم وموندله. الله ډېر ستر لوروونكى دى.

  175. إِنَّمَا ذَٰلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    اوس تاسي ته څرګنده شوه چي، هغه په اصل کښي شيطان ؤ چي خپل دوستان یې بې ځايه وېرول، له دې امله په راتلونكي کښي تاسي له كافرانو څخه مه وېرېږئ، زما څخه ووېرېږئ، كه تاسي په رښتيني توګه د ايمان خاوندان ياست.

  176. وَلَا يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ ۚ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا ۗ يُرِيدُ اللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] څوك چي نن د كفر په لار کښي هڅه كوي، ته د هغو په منډو ترړو مه ځورېږه. دوى د الله هیڅ كار نه شي ورانولای، الله غواړي چي د هغو لپاره په اخرت کښي كومه برخه ونه ټاكي، او په پاى کښي هغوى په لوی عذاب اخته کېدونكي دي.

  177. إِنَّ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    كومو خلكو چي د ايمان په بدل کښي كفر اخيستى دى، هغوى په باوري توګه الله ته هيڅ زيان نشي اړولای، د هغو لپاره دردناك عذاب تيار دى،

  178. وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ ۚ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْمًا ۚ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

    دا مهلت چي موږ وركوو، كافران دي دا د ځان لپاره غوره نه ګڼي. موږ خو هغوی ته ددې لپاره مهلت وركوو چي د ګناه دروند پېټى وتړي، بيا د هغو لپاره سخته سپكوونكې سزا ده.

  179. مَّا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاءُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ

    الله به مؤمنان په دې حالت کي هیڅكله پرېنږدي چي تاسي اوس په کښي ياست؛ هغه به سپېڅلي خلك له ناپاكو خلكو څخه بېل کړي؛ خو د الله داسي عادت نه دى چي تاسي په غيبو خبر کړي؛ د پټو خبرو د ښووني لپاره چي د هغه له خپلو رسولانو څخه چا ته خوښه شي، ټاكي یې. له دې امله (د پټو چارو په اړه) پر الله او پېغمبر ايمان ولرئ. كه تاسي د ايمان او له خدايه د وېرېدو چلن غوره کړئ، نو لوى اجر به در په برخه شي.

  180. وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُم ۖ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ ۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

    كومو خلكو ته چي الله له خپل فضل څخه ورکړه کړې وي؛ او بيا هغوى له بخيلۍ څخه كار واخلي، هغوى دي دا نه ګڼي چي دا بخيلي د هغو لپاره ګټوره ده. نه، دا د هغو لپاره ډېره بده ده. څه شى چي هغوى په خپله شومتيا راغونډوي، هماغه به د قيامت په ورځ د هغو د غاړي طوق شي. د اسمانونو او ځمکي ميراث یوازي د الله دى. او تاسي چي څه كوئ، الله پرې خبر دى.

  181. لَّقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ

    په يقيني توګه، الله د هغو خلكو خبره واورېده چي وايي: "الله بيوزلى دى او موږ شتمن يوو." - د هغو دا خبري به هم موږ هرو مرو وليكو، او له دې څخه مخکي چي هغوى كوم پېغمبران په ناحقه وژلي، (هغه هم د هغو په عملنامه کښي ثبت دي). (كله چي د فېصلې وخت راشي په هغه وخت کښي به) موږ هغو ته ووايو چي دا دى اوس د دوږخ د عذاب خوند وڅكئ،

  182. ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ

    دا ستاسي د خپلو لاسونو ګټه ده، الله پر خپلو بندګانو ظالـم نه دى.

  183. الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىٰ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ ۗ قُلْ قَدْ جَاءَكُمْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    كوم كسان چي وايي: "الله موږ ته لارښودنه کړېده چي موږ بايد هيڅوك د پېغمبر په توګه تر هغه پوري ونه منو، تر څو هغه زموږ په مخ کښي داسي قرباني ونه کړي چي (له غيبو راتلونكى) اور یې ونه خوري." - هغو ته ووايه: "تاسي ته زما څخه مخکي ډېر پېغمبران راغلي دي، چي ډيري زياتي څرګندي ښكاره نښانې یې راوړي وې، او هغه نښانه یې هم راوړې وه چي تاسي یې يادونه كوئ، نو كه (د ايمان راوړلو لپاره تاسي ددې شرط په وړاندي كولو کښي) رښتيني ياست، نو تاسي هغه پېغمبران ولي ووژل؟"

  184. فَإِن كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ جَاءُوا بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ

    اوس [اې محمده (ص)!] كه دا خلك تا درواغجن ګڼي، نو ستا څخه مخکي يو شمېر هغه پېغمبران درواغجن ګڼل شويدي چي ښكاره څرګندي نښانې، صحيفې او روښانوونكي كتابونه یې راوړي ول.

  185. كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ

    په پاى کښي هر څوك د مرګ خوند څكونكى دى او تاسي ټول د قيامت په ورځ د خپلو خپلو پوره اجرونو موندونكي یاست، په اصل کي بريالی هغه څوك دى چي هلته د دوږخ له اوره وژغورل شي او جنت ته ننيستل شي. پاتي شوه دا دنيا، دا خو یوازي او يوازي يو غولوونكى شى دى.

  186. ۞ لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذًى كَثِيرًا ۚ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ

    اې مسلمانانو! تاسي به د مال او سر دواړو په ازموېنه کښي واچول شئ؛ او تاسي به له اهل كتابو او مشركانو څخه ډيري ځورونكي خبري واورئ. كه تاسي په دې ټولو حالاتو کښي د زغم او له خداېه د وېري په چلن ثابت اوسئ؛ نو دا د ستري حوصلې كار دى.

  187. وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ

    دغو اهل كتابو ته هغه كلكه وعده هم ور ياده کړه چي الله ورڅخه اخيستې وه چي: تاسي به د كتاب لارښووني په خلكو کي هرو مرو خپروئ او نه به يې پټوئ. خو هغو كتاب شا ته وغورځوه او هغه یې په لږ بيه وپلوره. څومره ناكاره راکړه ورکړه ده چي دوى یې كوي.

  188. لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوا وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُم بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    ته (محمده!) هغه خلك له عذاب څخه خوندي مه انګېره چي په خپلو کړنو خوشحاله دي؛ او هيله من دي چي په داسي چارو کښي یې ستاينه وشي چي په واقع کښي هغوى ندي کړي. په حقيقت کښي د هغو لپاره دردناکه سزا تياره ده.

  189. وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    د اسمانونو او ځمکي څښتن الله دى او د هغه پر هر څه لاس بر دی.

  190. إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ

    د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت او د شپې او ورځي په تګ راتګ کښي د هغو پوهانو لپاره ډيري نښانې دي:

  191. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَـٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ

    چي په ولاړي، ناستي او ملاستي، هر حالت کښي خداى يادوي. او د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت کښي غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) "آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره؛

  192. رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ

    زموږ ربه! تا چي څوك په دوږخ کښي واچوه، هغه دي په حقيقت کښي په ستره خوارۍ او رسوائۍ کښي وغورځوه، او بيا د دغه راز ظالمانو به هیڅوك مرستندوى نه وي؛

  193. رَّبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ

    لويه څښتنه! موږ د يو نارې وهونكي (پېغمبر) اواز واورېدی چي د ايمان لوري ته یې بلنه وركوله او ويل یې چي خپل رب ومنئ. موږ د هغه بلنه ومنله، نو اې زموږ باداره! كومه ګناه چي زموږ څخه شوېده له هغې څخه را تېر شه؛ کومي بدۍ چي په موږ کښي دي هغه ايسته کړه او په پاى کښي راته دغوره خلكو ملګرتيا را په برخه کړه.

  194. رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ

    زموږ خدايه! کومي وعدې چي تا د خپلو پېغمبرانو په وسيله راسره کړيدي، هغه زموږ سره تر سره کړه او د قيامت په ورځ موږ له رسوايۍ سره مه مخامخ كوه، په دې کښي شك نشته چي ته له خپلو وعدو څخه مخالفت كوونكى نه یې."

  195. فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ

    د هغو رب په ځواب کي ورته فرمايي: "زه ستاسي څخه د هیڅ يوه عمل نه ضايع كوم. كه نارينه وي كه ښځه، تاسي ټول ځیني د ځينو همجنس ياست. له دې امله كومو خلكو چي زما په خاطر خپل وطن پريښود او له خپلو كورونو څخه وايستل شول او زما په لار كي وځورول شول او جګړه يي وکړه. د هغو ټولي ګناهوي به زه ورته وبښم؛ او هغوى به داسي باغونو ته ننباسم چي تر هغو لاندي به ویالې بهيږي. دا د الله په وړاندي د هغو مكافات دي او ډېره غوره جزا له همدې الله سره ده.

  196. لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلَادِ

    [اې پېغمبره (ص)!] د نړۍ په هېوادونو کښي د خداى د نافرمانو بندګانو ګرځېدل دي تا ونه غولوي.

  197. مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ الْمِهَادُ

    دا یوازي د څو ورځني ژوند لږ غوندي خوند دى، بيا به دوى ټول دوږخ ته لاړ شي، چي ډېر بد استوګنځى دى.

  198. لَـٰكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نُزُلًا مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۗ وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ لِّلْأَبْرَارِ

    ددې پر خلاف كوم خلك چي له خپل خداى څخه په وېرېدو ژوند تېروي، د هغو لپاره داسي باغونه دي چي تر هغو لاندي ویالې بهيږي، په هغو باغونو کښي به دوى د تل لپاره اوسیږي، دا د هغو لپاره د الله له لوري د مېلمستيا وسايل دي، او څه چي له خداى سره دي، د غوره بندګانو لپاره هماغه ډېر غوره دي.

  199. وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَمَن يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِمْ خَاشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۗ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ

    په اهل كتابو کښي هم څه كسان داسي شته چي الله مني، پر هغه كتاب ايمان راوړي چي تاسي ته لېږل شويدى او پر هغه كتاب هم ايمان لري چي له دې څخه مخکي په خپله هماغو ته لېږل شوى ؤ. د الله په وړاندي یې سرونه ښكته دي، او د الله ايتونه په لږ غوندي بيه نه پلوري. د هغو مكافات د هغو له پروردګار سره دي او د الله حساب اخيستنه نه ځنډیږي.

  200. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    اې مؤمنانو! له زغم څخه كار واخلئ، د باطل پرستانو په مقابل کښي مېړانه وښياست، د حق د خدمت لپاره ملا ټينګه وتړئ، او د الله څخه وېرېدونكي اوسئ، هیله ده چي برى ومومئ.

Holy Quran-Pashto