-
عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ
دا خلك د څه شي په باب يو له بله پوښتني كوي؟
-
عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ
ايا د هغه لوی خبر په باب،
-
الَّذِي هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ
په دغو راز راز ګډو وډو ويناوو کښي اخته دي؟
-
كَلَّا سَيَعْلَمُونَ
هیڅكله نه، ډېره ژر به دوی ته څرګنده شي.
-
ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ
هو، هیڅكله نه، ډېره ژر به دوی ته څرګنده شي.
-
أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا
ايا داسي نه ده چي موږ ځمکه فرش غوړولې ده؛
-
وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا
او غرونه مو (په مځکه کي) د مېخونو په څير ښخ کړي دي؛
-
وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا
او تاسي (نارينه او ښځي) مو جوړه جوړه پيدا کړي ياست؛
-
وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا
او ستاسي خوب مو د ارام باعث ګرځولي دی؛
-
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا
او شپه مو پرده اچوونكې،
-
وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا
او ورځ مو د ژوند وخت ګرځولې ده؛
-
وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا
او ستاسي د پاسه مو اووه محكم اسمانونه درولي دي؛
-
وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا
او يوه ډېره زياته روښانه او توده ډېوه (لمر) مو پيدا کړې ده؛
-
وَأَنزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا
او له وريځو څخه مو پر له پسې بارانونه راورولي دي؛
-
لِّنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَنَبَاتًا
تر څو چي د هغو په وسيله غلې، شينلي را زرغونه کړو.
-
وَجَنَّاتٍ أَلْفَافًا
او ګڼ باغونه (هم رازرغونه کړو)؟
-
إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِيقَاتًا
بېشكه د فېصلې ورځ يو ټاكلی وخت دی.
-
يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا
په هغه ورځ کښي به په شپيلۍ کښي پوكى ووهل شي، تاسي به ډلي ډلي راشئ؛
-
وَفُتِحَتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ أَبْوَابًا
او اسمان به پرانستل شي (آن تر دې) چي هغه به دروازې، دروازې جوړ شي؛
-
وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا
او غرونه به وخوځول شي، تر دې پوري چي سراب (ځلېدونكې ځمکه غوندي) وګرځي.
-
إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا
په حقيقت کښي جهنم يو څارنځى دى،
-
لِّلطَّاغِينَ مَآبًا
د سرکښانو هستوګنځي دي،
-
لَّابِثِينَ فِيهَا أَحْقَابًا
چه په هغه کښي به دوی په مودو مودو پراته وي (بلکي تل به په کښي وي)؛
-
لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا
په هغه کښي به هیڅ د كوم يخ او څښلو وړ شي خوند هغوي ونه څكي؛
-
إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا
څه چي مومي هغه به یوازي خوټېدلي اوبه، د زخمونو ويني زوي وي؛
-
جَزَاءً وِفَاقًا
(د هغو د عملونو) پوره او بشپړه بدله؛
-
إِنَّهُمْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ حِسَابًا
بېشکه، هغوی هیڅ (د قیامت د ورځي) د حساب هيله نه درلوده؛
-
وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كِذَّابًا
او زموږ ايتونه يې بيخي دروغ ګڼلي ول.
-
وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ كِتَابًا
په داسي حال کښي چه موږ هر شى په شمار شمار ليكل دی.
-
فَذُوقُوا فَلَن نَّزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًا
اوس خوند وڅكئ! موږ به تاسي ته له عذابه پرته هيڅ بل شى در زيات نه کړو.
-
إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا
بېشكه د پرهيز ګارانو لپاره كاميابي ده؛
-
حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا
باغونه او انګور دي؛
-
وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا
او نوي پيغلي، همځولي انجوني دي؛
-
وَكَأْسًا دِهَاقًا
او ډك جامونه دي؛
-
لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا
او هلته به هغوی (جنتیان) هيڅ بابېزه او درواغ خبره نه اوري.
-
جَزَاءً مِّن رَّبِّكَ عَطَاءً حِسَابًا
له حساب سره سمه بدله او پوره لورينه ستاسي د رب له لوري ده؛
-
رَّبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَـٰنِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا
د هغه زيات مهربان خدای له لوري څخه چي د اسمانونو او ځمکي او د هغو دواړو په منځ کښي د هر شي څښتن دى. د هغه په مخکي هیڅ څوک د خبرو كولو وس نه لري.
-
يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا ۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَـٰنُ وَقَالَ صَوَابًا
په هغه ورځ چي روح او پرښتې لیکي لیکي ودريږي؛ هيڅ څوك به خبري نه كوي، پرته له هغه چا چي الرحمان اجازه ورکړي، او هغه (په دُنیا کي) حقې خبري کړي وي.
-
ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ ۖ فَمَن شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ مَآبًا
هغه ورځ حقه ده؛ نو اوس چي د چا زړه غواړي، د خپل رب لوري ته د ورګرځېدلو لار دي ونيسي.
-
إِنَّا أَنذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنتُ تُرَابًا
موږ تاسي له هغه عذاب څخه وېرولي ياست چي نژدې راتلونكى دى. په هغه ورځ به سړی (انسان) ټول هغه څه وويني، چي د ده لاسونو هغه مخکي لېږلي ول؛ او كافر به د افسوس فرياد وکړي چي كاشكي زه خاوري واى.
۷۸. سورت النبأ
النبأ
An-Naba / النبأ · ۷۸ · ۴۰ آیتونه
دا پاڼه د سورت النبأ عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.