Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱۶. سورت النحل

النحل

An-Nahl / النحل · ۱۶ · ۱۲۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت النحل عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. أَتَىٰ أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    د الله فېصله راغله، اوس د هغې لپاره تلوار مه كوئ. الله پاك دى؛ او له هغه شرك څخه پورته او لوړ دى چي دوی یې كوي.

  2. يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ

    الله دغه روح چي پر خپل كوم بنده باندي یې وغواړي، په خپل حكم سره یې د پرښتې په وسيله نازلوى (له دې لارښووني سره چي خلك) وپوهوئ چي زما څخه پرته هيڅوك ستاسي معبود نشته، نو تاسي يوازي زما څخه ووېرېږئ.

  3. خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ تَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    هغه اسمانونه او ځمکه په حقه پيدا کړيدي، الله (ج) له هغه شرك څخه ډېر پورته او لوړ دى چي دوى یې كوي.

  4. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ

    هغه انسان له لږ غوندي نطفې څخه پېدا کړ، او تر نظر لاندي لاندي په څرګند ډول له هغه څخه يو جګړه مار موجود جوړ شو.

  5. وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا ۗ لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ

    هغه څاروي پيدا کړيدي چي ستاسي لپاره پوښاك هم دي او خوراك هم، او ډول ډول نوري ګټي هم.

  6. وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ

    په هغو (څارویو) کښي ستاسي لپاره ښکلا ده چي سهار یې د څرولو لپاره لېږئ او ماښام یې بېرته راولئ.

  7. وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

    هغوی (څاروي) ستاسي درانده پيټي تر داسي ځايونو پوري وړي چي هلته یې تاسي له ډېر ربړ ګاللو څخه پرته نشئ رسولای. حقيقت دا دى چي ستاسي رب ډېر زيات خواخوږی او مهربان دى.

  8. وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً ۚ وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ

    هغه اسونه، قچر او خره پېدا کړي دي چي تاسي پرې سپاره شئ او هغه ستاسي د ژوند ښکلا وګرځي. هغه نور ډېر شيان (ستاسي د ګټي لپاره) پيدا كوي چي تاسي ورباندي پوه قدري هم نه ياست.

  9. وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ ۚ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ

    او هماغه الله د سمي لاري ښودلو ذمه وار دى، په داسي حال کښي چي كږې لاري هم شته؛ كه هغه غوښتي واى نو تاسي ټولو ته به یې لارښوونه کړې وای.

  10. هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً ۖ لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ

    هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره یې له اسمانه اوبه اورولي دي، په هغو سره تاسي په خپله هم خړوبېږئ او له همدې څخه وني، بوټي راټوکیږي چي تاسي په وښو، ورشو كي څاروي څروئ.

  11. يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

    هغه ستاسي لپاره ددغو اوبو په وسيله كښتونه را زرغونوي او ښوون (زیتون)، كجوري (خُرما)، انګور او نوري راز راز مېوې پيدا كوي، په دې کښي د هغو خلكو لپاره يوه ستره نښانه ده چي غور او فكر كوي.

  12. وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

    هغه ستاسي د ښېګڼي لپاره شپه او ورځ، او لمر او سپوږمۍ په كار اچولي دي. او ټول ستوري هم د هماغه په حكم په كار اچول شويدي، په دې کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي له پوهي څخه كار اخلي.

  13. وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ

    او دا چي هغه ستاسي لپاره په ځمکه کښي ډېر رنګارنګ شيان پېدا کړيدي، په دې کښي هم د هغو خلكو لپاره هرو مرو نښانه ده چي درس (پند) اخيستونكي دي.

  14. وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

    هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره یې سمندر په كار اچولى دى چي تاسي ورڅخه لمدې او تازه غوښي راواخلئ ویې خورئ او له هغه څخه د ښایست هغه شيان را وباسئ چي تاسي یې اغوندۍ. تاسي ګورئ چي بېړۍ د سمندر سينه څيرووي، په کښي ځي. دا هر څه ددې لپاره دي چي تاسي د خپل رب فضل ولټوئ او د هغه شكر ايستونكي شئ.

  15. وَأَلْقَىٰ فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

    هغه په ځمکه کښي د غرونو ميخونه ټكوهل، چي ځمکه پر تاسو ونه څرخيږي. هغه سيندونه وبهېول او لاري یې جوړي کړې، چي تاسي لاره ومومئ.

  16. وَعَلَامَاتٍ ۚ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ

    هغه په ځمکه کښي لارښوونكي نښانې وضع کړې. او پر ستورو هم خلك لاره مومي.

  17. أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لَّا يَخْلُقُ ۗ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

    نو ايا هغه څوك چي (هر شی) پيدا كوي او هغه څوك چي (هیڅ شی هم) نه پيدا كوي؛ دواړه يو شان دي؟ - ايا تاسي پاملرنه نه كوئ؟

  18. وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    كه تاسي د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ، نو نه یې شئ شمېرلای. حقيقت دا دى چي هغه ډېر بښونكى او مهربان دى.

  19. وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ

    په داسي حال کښي چي الله ستاسي له ښكارؤ څخه هم خبر دى او له پټو څخه هم.

  20. وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ

    او هغه نوري هستۍ چي له الله پرته یې خلك بلي (عبادت یې کوي)، هغوی د هیڅ شي پيداكوونكي هم نه دي؛ بلکي په خپله مخلوق دي.

  21. أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

    (دغه بتان) مړه دي، ژوندي نه دي. او هیڅ ورته معلومه نه ده چي دوی به كله (دوهم ځل ژوندي) راپاڅول شي.

  22. إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۚ فَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ

    ستاسي خدای يوازي همدا يو خداى دى. خو كوم خلك چي اخرت نه مني، د هغو په زړونو کښي انكار ځاى نيولى دى او په غرور کښي لوېدلي دي.

  23. لَا جَرَمَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ

    الله په يقيني ډول د دوی په ټولو عملونو، په پټو او په ښكارؤ پوهیږي. هغه هیڅكله هغه خلك نه خوښوي چي د نفس په غرور کښي اخته وي.

  24. وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۙ قَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

    او كله چي له هغو څخه پوښتنه کیږي چي ستاسي پروردګار [پر محمد (ص)] څه نازل کړيدي؛ نو وايي: هغه خو د پخوانيو وختونو زړې خوشي کیسې دي.

  25. لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۙ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ

    دغه خبري هغوی ددې لپاره كوي چي د قيامت په ورځ خپل پيټي هم پورته کړي او ورسره ورسره يو څه د هغو خلكو پيټي هم يو ځاى کړي، چي د جهالت په اساس یې بې لاري كړي دي. ګورئ! څومره سخت مسئوليت دى چي دوی یې په خپله غاړه اخلي.

  26. قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

    له دوی څخه مخکي هم ډېرو خلكو (د حق د ذليل ښودلو لپاره) همداسي دسيسې جوړي کړيدي. خو ګورئ چي الله د هغو د دسيسو كلا له بيخه ونړوله او د هغې چت، له پاسه پر هغو راوغورزېده. او له داسي لوري پرې عذاب راغی چي له هغه لوري یې د راتګ ګومان قدري هم نه ؤ.

  27. ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ

    بيا د قيامت په ورځ به الله هغوی خوار او رسوا کړي او هغو ته به ووایي: "را وښاياست! اوس چيرته دي، زما هغه شريكان چي د هغو لپاره تاسي (د حق له پلويانو سره) په جګړه واست؟" - كومو خلكو چي په دنيا کښي علم درلود، هغوی به ووايي: "نن د كافرانو لپاره رسوائي او بدمرغي ده."

  28. الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ ۖ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوءٍ ۚ بَلَىٰ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    هو، د هغو كافرانو لپاره چي پر خپلو ځانونو باندي په ظلم كولو سره چي كله د پرښتو په لاسونو کښي را ګيريږي، نو (له سرغړوني پرته سمدلاسه روغه جوړه وړاندي كوي او) وايي: "موږ خو كوم قصور (بد عمل) نه کاوه." - پرښتې به ځواب وركوي: "څنګه مو نه کاوه! الله تعالى ستاسي له کړو وړو څخه ښه خبر دى.

  29. فَادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ

    اوس ځئ، د دوږخ په دروازو ننوځئ. همالته د تل لپاره ستاسي اوسېدل دي." - نو حقيقت دا دى چي د لويي كوونكو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى.

  30. ۞ وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۚ قَالُوا خَيْرًا ۗ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَـٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۚ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ ۚ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ

    له بل پلوه كله چي له خداى وېرېدونكو (پرهېزګارو) خلكو څخه پوښتنه کیږي چي دا څه شى دى چي ستاسي رب نازل کړی دى، نو هغوى ځواب وركوي: "ډېر ښه شى (خیر) یې نازل کړی دى." - ددغه راز نېکوکارانو لپاره په دې دُنيا کي هم ښېګڼه ده او د اخرت كور خو هرو مرو د دوى لپاره ډېر غوره دى؛ د پرهېزګارانو ډېر ښه كور دى.

  31. جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ

    د تل اوسېدو جنتونه چي په هغو كښي به ننوځي، لاندي به ترېنه ویالې بهيږي، او هر څه به هلته كټ مټ د هغو له هيلو سره سم وي. الله پرهېزګارانو ته همدغسي مكافات وركوي.

  32. الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    هُغو له خدايه وېرېدونكو ته چي كله پرښتې د سپېڅلتيا په حالت کي د هغو ساه ګاني اخلي نو وايي: "سلام دي وي پر تاسي، د خپلو عملونو په بدل کښي ځئ، جنت ته لاړ شئ."

  33. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

    [اې محمده (ص)!] اوس چي دغه خلك انتظار باسي، نو له دې پرته اوس نور څه پاتي شويدي چي پرښتې ورته راشي يا ستا د رب فېصله صادره شي؟ - دغسي (سپين سترګي) له دوى څخه مخكي ډېرو خلكو کړېده، بيا چي له هغو سره څه وشول هغه پر هغو د الله ظلم نه ؤ؛ بلکي د هغو خپل ظلم ؤ چي په خپله یې پر ځان وکړ.

  34. فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    د هغو د کړو وړو مفاسد په پاى کښي د هغو په لمن کښي ولوېدل او هماغه څه پر مسلط شول چي ورپوري ملنډي یې وهلې.

  35. وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

    دغه مشركان وايي: "كه الله غوښتي واى، نو نه به موږ او نه به زموږ پلرونو، نیکونو له هغه پرته، د كوم بل چا عبادت کړی واى او نه به مو د هغه له حكم څخه پرته كوم شى حرام ګڼلى واى." - همدغسي پلمې له دوى څخه مخکي خلكو هم جوړي کړيدي. نو ايا د پېغمبرانو پر غاړه له روښانه څرګند پيغام رسولو څخه پرته نور څه مسئوليت هم شته؟

  36. وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ ۚ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ

    موږ په هر اُمت کي يو پېغمبر پیدا کړ (ولېږی)، او د هغه په وسيله مو ټول خبر کړل چي: د الله بندګي وکړئ او د طاغوت له بندګۍ څخه ځان وژغورئ. - نو وروسته له هغو څخه چا ته الله لار وښوول او پر چا ګمراهي مسلطه شوه. نو په ځمکه کښي وګرځئ راوګرځئ، وګورئ چي درواغ ګڼونكي له كوم برخليك سره مخامخ شول.

  37. إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَن يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ

    [اې محمده(ص)!] كه ته د دوى د لار موندني لپاره هر څومره حرصناك يې؛ خو الله چي څوك ګمراه كوي، بيا هغه ته لار نه ښيي او ددغه راز خلكو لپاره هيڅ كوم مرستندوى نشته،

  38. وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ ۙ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَن يَمُوتُ ۚ بَلَىٰ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

    دوى د الله په نوم د ترخو ترخو قسمونو په خوړلو سره وايي: "الله به هیڅ مړكېدونكى بيا ژوندى را ونه پاڅوي." - ولي به یې را ونه پاڅوي، دا خو يوه وعده ده چي د هغې ترسره كول، هغه پر خپل ځان واجب کړيدي، خو زياتره خلك نه پوهیږي.

  39. لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ كَانُوا كَاذِبِينَ

    او داسي كېدل ددې لپاره ضروري دي چي الله دوى ته هغه حقيقت لوڅ کړي چي د هغه په باب دوى اختلاف كوي، او د حق منكرانو ته څرګنده شي چي هغوى درواغجن ول.

  40. إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَن نَّقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ

    (پاته شول ددې كېدل، نو) پر موږ به د يو شي د منځ ته راوړلو لپاره له دې څخه زيات څه كول نه وي چي هغه ته حكم وکړو چي: "شه!" نو هغه کیږي.

  41. وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

    كومو خلكو چي د ظلم له زغملو وروسته د الله په خاطر هجرت کړيدى، هغو ته به موږ په همدې دنيا کښي ښه استوګنځى ورکړو او د اخرت ثواب خو ډېر لوى دى. كاشكي هغه مظلومان وپوهیږي،

  42. الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

    چي صبر یې کړيدى او د خپل رب په توكُل كار كوي (چي څه ډول عاقبت د هغو په انتظار کښي دى.)

  43. وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ ۚ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

    [اې محمده (ص)!] ستا څخه مخکي هم چي كله موږ پېغمبران لېږلي دي، له سړيو پرته مو بل څه نه دي لېږلي چي موږ به وحيي ورته کولې. له با خبرو خلكو څخه پوښتنه وکړئ، كه تاسي په خپله نه پوهېږئ،

  44. بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ ۗ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ

    پخوانيو پېغمبرانو ته هم موږ روښانه نښانې او كتابونه ورکړي، لېږلي مو ول. اوس مو دغه ذكر (قرآن) پر تا نازل کړيدى چي ته خلكو ته هغه ښوونه تشريح او توضيح کړې چي د هغو لپاره نازل کړه شوېده، او چي خلك (په خپله هم) غور او فكر وکړي.

  45. أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَن يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

    ايا هغه خلك چي (د پېغمبر د بلني پر خلاف) ډيري ناوړي دسيسې په كار اچوي، له دې خبري څخه بيخي بې غمه شويدي چي الله به هغوی په ځمکه کښي ښخ کړي، يا به له داسي كوم لوري څخه پرې عذاب راولي، چي له هغه لوري څخه یې د راتګ په باب د هغو وهم او ګومان قدري هم نه وي،

  46. أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ

    يا هغوى ناڅاپه د ګرځېدو راګرځېدو په حال کښي ونيسي، دوی د الله د بيوسي كولو زور نه لري.

  47. أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَىٰ تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

    يا په داسي حال کښي هغوی ونيسي چي د راتلونكي مصيبت انديښنه پرې پرته وي او له هغه څخه د ځان ژغورلو په فكر کښي وي؟ (خو بيا هم ځان نشي ژغورلای) - حقيقت دا دى چي ستاسي رب ډېر خواخوږی او مهربان دى.

  48. أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَىٰ مَا خَلَقَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلَالُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَائِلِ سُجَّدًا لِّلَّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ

    او ايا دوى د الله كوم پيدا کړی شى هم نه ويني، چي د هغه سيورى په څه ډول د الله حضور ته په سجده كولو ښي او كيڼي خوا ته پريوځي؟ - ټول په دغه ډول د خپلي عاجزۍ څرګندونه كوي.

  49. وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِن دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ

    په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څومره خوځنده مخلوقات دي او هر څومره پرښتي دي، ټول د الله په وړاندي سر په سجده دي. هغوى هیڅكله سر نه غړوي؛

  50. يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ۩

    له خپل رب څخه چي د هغو د پاسه دى، ويريږي. او څه چي ورته حكم کیږي، له هماغه سره سم كار كوي.

  51. ۞ وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَـٰهَيْنِ اثْنَيْنِ ۖ إِنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ

    د الله فرمان دى چي: «دوه خدايان مه نيسئ. خداى خو ايكى يو دى. نو زما څخه ووېرېږئ!.»

  52. وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا ۚ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ

    هر هغه څه چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي د هماغه (الله) دي او په خالصه توګه د همغه دين (په ټولو كائیناتو کي) چليږي. نو ايا له الله پرته تاسي له كوم بل چا څخه وېرېږئ؟

  53. وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ

    تاسي ته چي هر نعمت درپه برخه شويدى، د الله له لوري دى. بيا كله چي پر تاسي كوم سخت وخت راځي، نو تاسي په چيغو سره د همغه لوري ته ورځغلئ.

  54. ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ

    خو كله چي الله هغه وخت درباندي تيروي، نو ناڅاپه ستاسي څخه يوه ډله له خپل رب سره نور (د هغه د مهربانۍ په شكريه کښي) شريكوئ.

  55. لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ

    ددې لپاره چي موږ څه ورکړي، د هغې ناشكري وکړي. ښه دی، خوندونه واخلئ، ډېر ژر به درته معلومه شي.

  56. وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَاهُمْ ۗ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ

    او دوى زموږ له وُرکړي روزۍ څخه د هغه چا برخه ټاكي چي د هغو له حقيقت څخه خبر نه دي. په خداى قسم دى چي هرومرو به ستاسي څخه پوښتنه وشي چي دغه درواغ مو څنګه غوټه کړي ول.

  57. وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ ۙ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ

    او دوى د خداى لپاره لوڼي ټاكي، الله (ج) پاک دی! او د دوى لپاره هغه څه چي په خپله یې غواړي.

  58. وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ

    كله چي له دوى څخه يو چا ته د لور دزيږېدو زيرى وركول کیږي؛ نو مخ یې تور اوړي او هغه (د وينو غړپ) تيروي.

  59. يَتَوَارَىٰ مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ

    له خلكو څخه پټ ګرځي چي ددغه ناكاره خبر له اورېدو وروسته به څنګه له چا سره مخامخ شي. فكر كوي چي له شرم سره لور وساتي او كه یې په خاورو کښي ومنډي. وګورئ! څومره ناوړه حكم دى چي دوى یې د خداى په باب كوي.

  60. لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۖ وَلِلَّهِ الْمَثَلُ الْأَعْلَىٰ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    په ناوړو صفتونو سره د ستايل كېدو وړ خو هغه كسان دي چي پر اخرت باور نه لري. پاتي شو الله، نو د هغه لپاره خو تر ټولو لوړ صفتونه دي. همغه پر ټولو برلاس او د حكمت څښتن دى.

  61. وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَابَّةٍ وَلَـٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

    كه الله خلك، د هغو په ظلمونو سمدلاسه نيولای؛ نو د ځمکي پر مخ به هیڅ ساكښ نه وای پاته. خو الله هغو ټولو ته تر يو ټاكلي وخت پوري مهلت وركوي. بيا كله چي هغه نېټه (د مرګ یا عذاب) راځي، نو له هغه څخه يو ساعت هم وړاندي یا وروسته نه شي کېدای.

  62. وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَىٰ ۖ لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ

    او دغه خلك هغه څه د الله لپاره ټاكي چي د خپل ځان لپاره یې بد ايسي، او د دوى ژبي دا درواغ وايي چي د دوى لپاره ښېګڼه ده. د دوى لپاره خو يوازي يو شى دى او هغه د دوږخ اور دى. هرو مرو به تر ټولو مخکي دوى په هغه کښي وغورځول شي.

  63. تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    په خداى قسم دى، [اې محمده (ص)!] ستا څخه مخکي هم موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران لېږلي دي (او مخکي هم همداسي شويدي چي) شيطان د هغو ناوړه کړه وړه هغو ته ښايسته کړل. (او هغو د پېغمبرانو خبره ونه منله) همغه شيطان نن ددغو خلكو هم سرپرست شويدى. او دوى ددردناك عذاب وړګرځېدلي دي.

  64. وَمَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ ۙ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    موږ دغه كتاب پر تا له دې كبله نازل کړيدى چي ته هغه اختلافونه، دوى ته په حقيقي بڼه روښانه کړې چي دوى په كښي اخته شويدى. دغه كتاب د لارښود او رحمت په توګه د هغو خلكو لپاره نازل شويدى چي وې مني.

  65. وَاللَّهُ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ

    (تاسي په هر ورښت کښي وينئ چي) الله له اسمانه اوبه اورولي دي، او په ناڅاپي ډول د هغو په بركت یې په مړه ځمکه کښي سا واچوله. په باوري ډول په دې کښي د اورېدونكو لپاره يوه نښانه ده.

  66. وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِ مِن بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِّلشَّارِبِينَ

    او ستاسي لپاره په څارويو کښي هم يو درس (عبرت) شته، د هغو له ګيډي د خوشيو او وينې تر منځ موږ يو شى په تاسو څیښو، يعنې خالص شيدې، چي د څښونكو لپاره ډيري په خوند تيرېدونكي دي.

  67. وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

    په همدې ډول موږ د خُرماوو او انګورو د مېوو له شيرو څخه هم يو شى په تاسي څیښو چي تاسي د نيشې مواد هم ورڅخه جوړوئ او پاکه روزي هم. په باوري ډول په دې كي له پوهي څخه د كار اخيستونكو لپاره يوه نښانه ده.

  68. وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ

    او (ګوره)! ستا رب د شاتو مچۍ ته دا وحيي وکړه چي په غرونو، ونو او پر څپرو خيژول شويو نوتو کي خپلي ځالي جوړي کړه؛

  69. ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ۚ يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِّلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

    او د هر ډول مېوو شيره وخوره او د خپل رب په هوارو کړيو لارو الوزه. ددغه مچۍ له خيټي څخه په بېلابيلو رنګونو يو شربت را وځي، په هغه کښي د خلكو لپاره شفا ده. په يقيني ډول په دې کښي هم د هغو خلكو لپاره يوه نښانه ده چي غور او فكر كوي.

  70. وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ ۚ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ

    او (ګورئ)! الله تاسي پيدا کړئ، بيا هغه تاسي ته مرګ دركوي. او ستاسي څخه څوك ډېر ناكاره عمر ته پرېږدي چي پر هر څه له پوهېدو وروسته بيرته پر هيڅ باندي ونه پوهیږي. حق دا دى چي یوازي الله هم د علم له پلوه بشپړ دى او هم د وس واك له پلوه.

  71. وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ ۚ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ ۚ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ

    او (ګورئ) الله ستاسي څخه ځينو ته پر ځينو نورو په روزۍ کښي لوړتيا وربښلې ده؛ نو كومو كسانو ته چي دغه لوړتيا ورکړ شوېده، هغوى داسي نه دي چي خپله روزي یې د خپلو غلامانو لوري ته ګرځولې وي، چي دواړه په هغې روزۍ کښي برابر برخه وال واوسي؛ نو آيا دوى د الله له پېرزويني څخه منكريږي؟

  72. وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ

    او الله ستاسي لپاره ستاسي له خپل جنس څخه ميرمني وګرځولې او همغه له دغو ميرمنو څخه تاسي ته زامن او لمسي درکړيدي؛ او ښه ښه خوراكي مواد یې درپه برخه کړيدي. ايا نو دغه خلك (ددې هر څه له ليدلو او پرې پوهېدلو سره هم) باطل مني او د الله له پېرزويني څخه انكار كوي؛

  73. وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ

    او له الله پرته د هغه شي بندګي كوي چي د هغه په لاس کښي نه له اسمان او نه له ځمكي څخه دوى ته څه روزي وركول شته، او نه دا كار د هغوى له وسي پوره دى؟

  74. فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

    نو د الله لپاره مثالونه مه جوړوئ. الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.

  75. ۞ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لَّا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَمَن رَّزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا ۖ هَلْ يَسْتَوُونَ ۚ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    الله يو مثال راوړي: يو خو مريی دی، چي د بل چا مملوك دى او په خپله څه واك نه لري. بل څوك داسي دي چي هغه ته موږ له خپل لوري څخه غوره روزي ورکړېده او هغه ورڅخه په ښكاره او پټه ښه لګښت كوي. وواياست ايا دغه دواړه سره برابر دي؟ - ثنا او ستاینه الله لره ده، خو زياتره خلك (په دغسي سمي خبري) نه پوهیږي.

  76. وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ ۖ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    الله يو بل مثال راوړي: دوه سړي دي. يو ګونګ كوڼ دى، هيڅ كار نه شي کولای، پر خپل بادار باندي پېټى دى، هر چيري چي يې واستوي كوم ښه كار ورڅخه نه صادريږي. دوهم سړی داسي دى چي پر عدالت حُكم كوي او په خپله په سمه لار برابر دى. ووایاست! ايا دغه دواړه سره يو شان دي؟

  77. وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    او د اسمانونو او ځمكي د پټو حقايقو علم خو يوازي له الله سره دی او د قيامت كېدو معامله به دومره ونه ځنډيږي، مګر یوازي دومره چي په هغه کښي د انسان باڼه ورپيږي، بلکي له دېنه هم يو څه كم. حقيقت دا دى چي الله هر څه کولای شي.

  78. وَاللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

    الله تاسي، ستاسي د ميندو له ګيډو څخه په داسي حالت کښي را وايستلاست چي تاسي په هيڅ نه پوهېدلاست. هغه تاسي ته غوږونه درکړل، سترګي یې درکړي، او باخبره زړونه یې درکړل، ددې لپاره چي تاسي شكر ايستونكي شئ.

  79. أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    ايا دغو خلكو كله الوتونكو ته نه دي كتلي چي په اسماني فضا کښي په څه شان مسخر دي؟ دوى له الله څخه پرته چا ساتلي دي؟ - په دې کښي د هغو كسانو لپاره ډيري نښی نښانې شته چي ايمان راوړي.

  80. وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ ۙ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَىٰ حِينٍ

    الله ستاسي لپاره، ستاسي كورونه آرام ځايونه وګرځول. هغه د څارويو له پوستكو څخه ستاسي لپاره داسي كورونه پيدا کړل چي تاسي هغه د كوچ كولو (حمل و نقل کولو) او ديره کېدو په دواړو حالتونو کښي سپك مومئ. هغه د څارويو له وړيو، اُون او وژغنو څخه ستاسي د اغوستلو او غوړولو د استفادې لپاره ډېر شيان پيدا کړل چي د ژوند تر ټاكلي مودې پوري ستاسي په كار راځي.

  81. وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَالًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ

    هغه د خپلو پيدا کړو، زياتره شيانو څخه ستاسي له پاره سيوري برابر کړل. په غرونو کښي یې ستاسي لپاره پناه ځايونه جوړ کړل، او تاسي ته یې داسي پوښاكونه در په برخه کړيدي چي د ګرمۍ څخه مو ساتي او ځیني نور پوښاكونه چي په خپل منځي جګړو کښي ستاسي ساتنه كوي. په دغه ډول هغه پر تاسي باندي خپل نعمتونه بشپړ وي، ښايي چي امر منوونكي شئ.

  82. فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

    اوس كه دوی مخ اړوي؛ نو [اې محمده (ص)!] پر تا باندي د حق د پيغام په ډاګه څرګنده رسولو څخه پرته بل كوم مسئوليت نه شته.

  83. يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ

    دوى د الله ښېګڼه پيژني، بيا ورڅخه منكريږي. او په دې کښي زياتره خلك داسي دي چي د حق منلو ته تيار نه دي.

  84. وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ

    (دوى دې ته څه پاملرنه لري چي په هغه ورځ به څه کیږي؟) چي كله موږ له هر اُمت څخه يو شاهد را پاڅوو؛ بيا به كافرانو ته، نه د دليلونو وړاندي كولو موقع ورکړل شي، نه به له هغو څخه د توبې ايستلو او بخښني غوښتنه وکړاى شي.

  85. وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

    ظالمان چي يو ځل عذاب وګوري، نو له هغه وروسته به نه د هغو په عذاب کښي څه اسانتيا راوستل شي او نه به يوه شيبه مهلت ورکړل شي.

  86. وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَـٰؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِن دُونِكَ ۖ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ

    او كله چي هغه كسان چي په دنيا کښي يي شرك کړی ؤ، خپل انګيرلي شريكان ووينى؛ نو وبه وايي: "اې پروردګاره، دغه دي زموږ هغه شريكان چي ستا څخه پرته موږ رابلل." - نو د هغو معبودان به ورته په ډاګه ځواب ورکړي: "تاسي درواغجن ياست."

  87. وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    او په هغه وخت کښي به دوى ټول د الله په وړاندي غاړه كښېږدي (تسلیم به شي) او د هغو هغه ټول دوراغ او توهمتونه به له منځه لاړ شي، چي په دنيا کښي یې كول.

  88. الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يُفْسِدُونَ

    كومو خلكو چي پخپله د كفر لار غوره کړه او نور یې د الله له لاري څخه واړول؛ هغو ته به موږ، د هغه فساد په بدل کښي چي په دنيا کښي یې کړی و، سر پر سر عذابونه ورکړو.

  89. وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَـٰؤُلَاءِ ۚ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ

    [اې محمده (ص)، دوى له هغي ورځي څخه خبر کړه] چي كله موږ په هر اُمت کښي پخپله د هغه له منځه يو شاهد را پاڅوو چي پر هغو شاهدي ووايي؛ او پر دغو خلكو باندي د شاهدۍ ویلو لپاره موږ تا راولو. او (دا د همغي شاهدۍ تيارى دى) چي موږ دغه كتاب پر تا نازل کړی دى، چي په ډاګه ښكاره د هر شي څرګندوونكى دى. او د هغو خلكو لپاره هدايت، رحمت او زيرى دى چي د امر منني غاړه یې ايښې ده.

  90. ۞ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

    الله د عدل، ښيګڼي او خپلوۍ پالني حكم كوي. او له بدۍ، بې حيايۍ او زور، ظلم څخه منع كوي. هغه تاسي ته نصيحت كوي تر څو درس (پند) واخلئ.

  91. وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا ۚ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ

    د الله ژمنه پوره کړئ، چي كله تاسي له هغه سره كومه ژمنه کړي وي؛ او خپل قسمونه له اخیستلو څخه وروسته مه ماتوئ چي كله تاسي الله پر خپل ځان باندي شاهد نيولى وي. بېشکه الله ستاسي له ټولو عملونو څخه باخبر دى.

  92. وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِن بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ ۚ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ ۚ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

    ستاسي حالت دي د هغي ښځي په شاني نه شي چي په خپل زيار سره يې د تارو كلك مزي ريچكي وريښل، او بيا یې پخپله هغه اومه او ټوتې ټوټې کړل. تاسي په خپل منځي معاملو کښي قسمونه د ټګۍ او غولوني وسيله ګرځوئ چي يو قوم له بل قوم څخه زياته ګټه په لاس راوړئ. په داسي حال کښي چي الله تعالى ددې ژمني او تعهد په وسيله تاسي په ازموينه کښي اچوي. او هغه به د قيامت په ورځ هرومرو ستاسي د اختلافونو حقيقت درته لوڅ کړي.

  93. وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَـٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    كه د الله اراده دا واى (چي په تاسي کښي دي څه اختلاف نه وي) نو هغه به تاسي ټول يو اُمت ګرځولي واست؛ خو د هغه چي چا ته اراده وي په ګمراهۍ کښي یې غورځوي او چا ته یې چي اراده وشي سمه لار ورښيي. او هرو مرو به ستاسو د کړو وړو پوښتنه وشي.

  94. وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    (او اې مسلمانانو!) تاسي خپل قسمونه په خپلو منځو کښي يو د بل د غولولو وسيله مه ګرځوئ، چيري داسي ونشي چي كوم قدم له ټينګېدو وروسته وښوئيږي او تاسي ددې جرم په مجازات کښي چي خلك مو د الله له لاري څخه منع کړل، ناوړه نتيجه وګورئ او غټه سزا وګالئ.

  95. وَلَا تَشْتَرُوا بِعَهْدِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ إِنَّمَا عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

    د الله ژمنه د لږ غوندي ګټي په بدل کښي مه پلورئ، څه چي له الله سره دي هغه ستاسي لپاره ډېر بهتره دي كه پوهېږئ.

  96. مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ ۗ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    څه چي له تاسي سره دي، هغه مصرف کېدونكي دي؛ او څه چي له الله سره دي، همغه باقي پاتي کېدونكي دي، او موږ به هرومرو له صبر څخه كار اخيستونكو ته اجر د هغو د ډېرو غوره عملونو سره سم ورکړو.

  97. مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    هر څوك چي ښه عمل وکړي كه هغه نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي مؤمن وي، پر هغه به موږ په دُنيا کښي سپېڅلى ژوند تېر کړو او (په اخرت کښي به) دغسي خلكو ته د هغو اجر له ډېرو ښو عملونو سره سم ورکړو.

  98. فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ

    نو كله چي ته په قُرآن لوستلو پيل وکړې، نو له رټل شوي شيطان څخه د خداى پناه غواړه.

  99. إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

    د هغه پر هغو خلكو تسلط نه وي چي ايمان یې راوړى وي او پر خپل رب توكُل كوي.

  100. إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ

    د هغه زور خو پر همغو خلكو رسیږي چي هغه خپل سرپرست ګرځوي او د هغه په لمسونه شرك كوي.

  101. وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَّكَانَ آيَةٍ ۙ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مُفْتَرٍ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    كله چي موږ د يو ايت پر ځاى بل ايت نازلوو، او الله ښه پوهیږي چي څه نازل کړي؛ نو دا خلك وايي چي تا دا قُرآن په خپله جوړ کړيدى، اصلي خبره دا ده چي له دوى څخه زياتره خلك له حقيقت څخه ناخبره دي.

  102. قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ

    دوى ته ووايه چي دا خو سپېڅلي پرښتې په صحيح توګه زما د رب له لوري په تدريج سره راوړی دى. تر څو چي د ايمان راوړونكو ايمان پوخ کړي، او امر منونكو ته د ژوند په چارو کي سمه لار وښيي او هغو ته د بري او نېک مرغۍ زيرى ورکړي.

  103. وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ ۗ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَـٰذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ

    موږ ته معلومه ده، دوى ستا په باب وايي چي دغه سړي ته كوم انسان ښوونه لوستنه كوي. په داسي حال کښي، د كوم انسان لوري ته چي هغوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي ده او دا سوچه عربي ژبه ده.

  104. إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    حقيقت دا دى، كوم كسان چي د الله ايتونه نه مني، الله هيڅكله هغو ته سمي خبري ته د رسېدو توفيق نه ورپه برخه كوي او د داسي خلكو لپاره دردناك عذاب دى.

  105. إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ

    (پېغمبر (ص) د درواغو خبري نه جوړوي؛ بلکي) درواغ خو هغه كسان جوړوي چي د الله ايتونه نه مني، همغوی په حقيقت کښي درواغجن دي.

  106. مَن كَفَرَ بِاللَّهِ مِن بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَـٰكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    څوك چي له ايمان راوړلو وروسته كافر شي (هغه كه) مجبور کړای شوي وي او زړه یې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى). خو چا چي په خوښۍ سره كفر ومانه، پر هغه د الله غضب دى او د ټولو دغسي خلكو لپاره ستر عذاب دى.

  107. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

    دا ددې لپاره چي هغو د اخرت په مقابل کښي د دنيا ژوند خوښ کړ. او د الله قانون دى چي هغو خلكو ته د ژغورني لار نه ښيي چي د هغه د نعمت ناشكري وکړي.

  108. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ

    دا هغه كسان دي چي د هغو پر زړونو، او غوږونو او سترګو باندي الله مُهر وهلى دى. دوي په غفلت کښي ډوب شويدي؛

  109. لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْخَاسِرُونَ

    حتمي ده چي په آخرت کښي به هم دوى په زيان او تباهۍ کښي اوسي.

  110. ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا مِن بَعْدِ مَا فُتِنُوا ثُمَّ جَاهَدُوا وَصَبَرُوا إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    ددې پر خلاف، كوم كسان چي كله (د ايمان راوړلو له امله) وځورول شول، نو هغوى كور كلى پرېښود، هجرت یې وکړ، د خداى په لار کښي یې جهاد وکړ او له صبر څخه یې كار واخيست؛ د هغو لپاره په يقيني ډول ستا رب په پايله كي بښونكى او رحم كوونكى دى.

  111. ۞ يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

    (ددغو ټولو فېصله به په هغه ورځ وي) چي كله هر ساکښ د ځان ژغورلو په اندېښنه کښي وي، او هر چا ته به د هغه د کړنو بشپړه بدله ورکړه شي او پر هيچا به يو بڅرى ظلم هم ونشي.

  112. وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ

    الله د يوه كلي (د وګړو) مثال راوړى دى: هغه (د کلي اوسېدونکو) د ډاډيني او بيغمۍ ژوند تيراوه او له هر لوري ورته پرېمانه روزي رسېدله. نو هغه (د کلي اوسېدونکو) د الله د پېرزوينو پر ناشكرۍ لاس پوري کړ، نو بيا الله د هغه پر اوسېدونكو د هغو د کړو وړو دا خوند وڅكه چي د لوږي او ويري غمونه پرې خواره شول؛

  113. وَلَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ

    هغو ته له خپل قوم څخه يو پېغمبر راغى. خو هغوى هغه درواغجن وګانه. په پاى کښي هغوى عذاب ونيول كله چي ظالمان شوي ول.

  114. فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ

    نو اې خلكو! تاسي ته چي الله كومه حلاله او پاکه روزي دربښلې ده، هغه خورئ. او د الله د لوريني شكر اداء کړئ، كه په رښتيا د هغه بندګي كوونكي ياست.

  115. إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    الله چي كوم شيان پر تاسي حرام کړي دي، هغه مرداره، وينه، د خوګ غوښه او هغه څاروي دي چي (د حلال لېدو په وخت کي) له الله پرته د كوم بل چا نوم پرې اخېستل شوى وي. البته كه څوك د لوږي له مجبوري څخه دغه شيان وخوري، بې له دېنه چي د خداى له قانون څخه د سر غړوني اراده ولري، يا د اړتیا له حد څخه تېری وکړي، نو په يقيني ډول الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  116. وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَالٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ

    او دا چي ستاسي ژبي د درواغو حكمونه صادروي، چي دا حلال او یا دا حرام دي؛ نو په دغه شان حكم كولو سره پر الله درواغ مه واياست. څوك چي پر الله درواغ تړي، هغوى هيڅكله برى نه مومي.

  117. مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    د دنيا خوندونه څو ورځي دي. په پاى کښي د هغو لپاره دردناکه سزا ده.

  118. وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ ۖ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

    هغه شيان موږ په ځانګړي ډول د يهودو لپاره حرام کړي ول چي د هغو يادونه له دې مخکي موږ تا ته کړېده. او دا پر هغو زموږ ظلم نه و؛ بلکي د هغو خپل ظلم ؤ چي پر ځان یې کاوه.

  119. ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    البته كومو كسانو چي د ناپوهۍ له مخي ناوړه عمل وکړ او بيا یې د توبې په ايستلو سره خپل عمل سم کړ، نو په دې کښي شك نه شته چي له توبې او اصلاح څخه وروسته ستا رب د هغو لپاره بښونكى او رحم كوونكى دى.

  120. إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    واقعيت دا دى چي ابراهيم (ع) په خپل ذات کښي يو بشپړ اُمت ؤ، د الله د امر منونكى او همدغه يو لوري ته مخ اړوونکی، هغه هيڅكله مشرك نه ؤ؛

  121. شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ ۚ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    د الله د پېرزوينو شكر ايستونكى ؤ. الله هغه غوره کړ او سمه لاره یې وروښودله.

  122. وَآتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ

    په دنيا کښي موږ هغه ته ښيګڼه ورکړه او په اخرت کښي به په يقيني ډول هغه له صالحانو څخه وي.

  123. ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    بيا موږ تا ته دغه وحيي درولیږله، چي يوه لوري ته په مخ اړولو، د ابراهيم (ع) پر کړنلاره لاړ شه او هغه له مشركانو څخه نه ؤ.

  124. إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

    بېشکه د شنبې د ورځي تعظیم پر هغو خلکو فرض کړه شوی ؤ چي د هغه په احكامو کښي يې اختلاف کړي ؤ. په يقيني ډول به ستا رب د قيامت په ورځ د هغه ټولو خبرو فېصله وکړي چي هغوى په کښي اختلاف كوي.

  125. ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

    [اې پېغمبره (ص)]، د خپل رب د لاري په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه، او له خلكو سره په داسي ډول مباحثه وکړه چي ډېره غوره وي. ستا پروردګار ډېر ښه پوهیږي چي څوك د هغه له لاري څخه اووښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دی.

  126. وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ ۖ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرِينَ

    كه تاسي غچ اخلئ، نو هغومره واخلئ چي څومره پر تاسي تېرى شوى وي؛ خو كه تاسي صبر وکړئ، نو په دې کښي شك نه شته چي دا د صبر كوونكو لپاره ډېره ښه ده.

  127. وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ

    [اې محمده (ص)!] په حوصله كار كوه، او ستا دغه زغم د الله په توفيق سره دى. د دوى پر حركتونو مه ځورېږه او مه د دوى په دسيسو زړه تنګى كېږه.

  128. إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوا وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ

    الله د هغو كسانو ملګرى دى چي پرهېزګاري غوره كوي او غوره چاري سرته رسوي.

Holy Quran-Pashto