Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵۳. سورت النجم

النجم

An-Najm / النجم · ۵۳ · ۶۲ آیتونه

دا پاڼه د سورت النجم عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ

    قسم دی په ستوري باندي، كله چي هغه پرېوځي (یا را وخیژي)؛

  2. مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ

    ستاسي ملګرى نه بېلاري شوېدى او نه یې په سرغړاوي سره سمه لاره پرې ايښې ده؛

  3. وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ

    دغه (محمد ص) له خپل نفسي خواهش څخه خبري نه کوي؛

  4. إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ

    دا (قُرآن) خو يوه وحيي ده چي پر هغه نازليږي.

  5. عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَىٰ

    هغه ته برلاسى ځواكمن (جبرائیل ع) ښوونه كوي؛

  6. ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَىٰ

    چي د ډېر جسماني او روحاني قوت خاوند دى، هغه مخامخ راغى ودرېدی؛

  7. وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَىٰ

    كله چي هغه پر پاسنۍ لمر ختيځه څنډه باندي و،

  8. ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ

    بيا نژدې راغى او پاس (پرې نژدې) راكوز شو،

  9. فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ

    تر دې پوري چي د دوو لينديو برابره یا له دې څخه څه كمه فاصله پاتي شوه؛

  10. فَأَوْحَىٰ إِلَىٰ عَبْدِهِ مَا أَوْحَىٰ

    هله نو د الله بنده ته یې هره وحيي چي هغه ته رسېدونكې وه، ورسوله.

  11. مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَىٰ

    سترګو چي څه وليدل، زړه په هغه کښي درواغ ګډ نه کړل.

  12. أَفَتُمَارُونَهُ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ

    نو ايا تاسي پر هغه شي باندي ورسره شخړه كوئ چي هغه یې په سترګو ويني؟

  13. وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ

    او په باوري ډول يو ځل بيا یې هغه (جبرائیل ع) د را کښته کېدو په وخت کي وليدی؛

  14. عِندَ سِدْرَةِ الْمُنتَهَىٰ

    له سدرۍ المنتهٰى (د بيري د وني) سره؛

  15. عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَىٰ

    چي په خوا کښي یې جنت الماوا (د مؤمنانو د هستوګني ځای) دى.

  16. إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ

    په هغه وخت کښي پر سدره (د بیري پر ونه) باندي غوړېدل، هغه څه چي غوړېدل.

  17. مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ

    نه (د محمد ص) سترګي (بلي خوا ته) وګرځېدې، نه له حده تېر شو.

  18. لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَىٰ

    او په حقیقت سره، هغه (محمد ص) د خپل رب لویي لویي نښانې وليدلې.

  19. أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ

    اوس وواياست، ایا تاسي كله څه غور کړيدى؟ - د دغه لات او ددغه عُزىٰ،

  20. وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ

    او د دغه بل د ريم بت منات پر حقيقت باندي.

  21. أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْأُنثَىٰ

    ايا ستاسي لپاره زامن دي او د خداى لپاره لوڼي؟

  22. تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَىٰ

    دا خو ډېر ناحقه د ټګۍ وېش شو!

  23. إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ الْهُدَىٰ

    په اصل کښي، د څو نومونو څخه پرته چي تاسي او ستاسي پلار، نيکه ايښى دي، بل هیڅ څه نه دي. الله د دوى لپاره كوم سند ندى نازل کړی. حقيقت دا دى چي دغه خلك د تش وهم او ګومان پيروي كوي؛ او د نفسي غوښتنو مُريدان ګرځېدلي دي؛ پداسي حال کښي چي د هغو د رب لخوا هدايت ورته راغلى دى.

  24. أَمْ لِلْإِنسَانِ مَا تَمَنَّىٰ

    ايا انسان چي هر څه وغواړي، د هغه لپاره همغه حق دی؟

  25. فَلِلَّهِ الْآخِرَةُ وَالْأُولَىٰ

    د دُنيا او اخرت مالك خو یوازي الله دى.

  26. ۞ وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاءُ وَيَرْضَىٰ

    په اسمانونو کښي چي څومره پرښتې موجودي دي، د هغو شفاعت هیڅ په كار نشي راتلای، تر څو پوري چي الله د يو داسي چا په حق کښي د هغه اجازه ورنکړي، د چا لپاره چي هغه څه عريضه اورېدل وغواړي او هغه ته یې خوښه شي.

  27. إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنثَىٰ

    خو كوم كسان چي اخرت نه مني، هغوى په پرښتو باندي د ښځينه معبودانو نومونه ږدي؛

  28. وَمَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ ۖ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا

    پداسي حال کښي چي له دوى سره د دغي معاملې هیڅ علم نشته. دوى تش د ګومان پيروي كوي. او ګومان د حق پر ځاى هیڅ په كار نشي راتلای.

  29. فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا

    نو [اې پېغمبره (ص)!] څوك چي زموږ له ذكر څخه مخ اړوي او د دُنيا له ژوند څخه پرته یې بل هدف نه وي، هغه پر خپل حال پرېږده.

  30. ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ الْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَىٰ

    د دغو خلكو د پوهي اندازه یوازي همدغه ده. پدې خبره ستا رب ښه پوهیږي چي د هغه د لاري څخه څوك لار ورکي دي او څوك پر سمه لاره دي؛

  31. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى

    او د اسمانونو او ځمکي مالك همدا الله دى. تر څو الله بدي كوونكو ته د هغو د عمل بدله ورکړي؛ او هغو كسانو ته ښه مكافات ورکړي چي ښه رويه يې غوره کړېده؛

  32. الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ

    هغه كسان چي له لويو لويو ګناهونو او ښكاره څرګندو ناوړو کړنو څخه ډډه كوي مګر دا چي څه (کوچني) ګناه ترېنه صادر شي. پدې کښي شك نشته چي ستا د رب د بښني لمن ډېره پراخه ده. هغه پر تاسي له هغه وخت څخه ښه پوهيږي چي كله يې له ځمکي څخه پيدا کړاست او كله چي تاسي لا د خپلو مېندو په ګېډو کښي اومه ماشومان (جنين) واست. نو د خپل نفس د پاكۍ دعوا مكوئ. همغه ډېر ښه پوهیږي چي رښتينى پرهېزګار څوك دى.

  33. أَفَرَأَيْتَ الَّذِي تَوَلَّىٰ

    [اې پېغمبره (ص)!] ايا تا هغه څوك وليدی چي د خداى له لاري څخه واوښت (مرتد شو)؟

  34. وَأَعْطَىٰ قَلِيلًا وَأَكْدَىٰ

    او په لږ څه ورکړه نور منع شو.

  35. أَعِندَهُ عِلْمُ الْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰ

    ايا د ده سره د غيبو علم دى، نو دی حقيقت ويني؟

  36. أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَىٰ

    ايا هغه ته د هغو خبرو څه خبر ندى رسېدلى چي د موسى (ع) په صحيفو كي؛

  37. وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّىٰ

    او د هغه ابراهيم (ع) په صحيفو کښي ويل شويدي چي د وفا حق یې اداء کړ؟

  38. أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ

    دا چي هیڅ پېټى اخيستونكى به د بل چا پېټى وانخلي؛

  39. وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ

    او دا چي د انسان لپاره (د کړنو بدله) پرته د هغه د تلاښ او کوښښ څخه بل هیڅ نشته؛

  40. وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَىٰ

    او بېشکه دا چي د هغه د تلاښ او کوښښ (بدله) به ډېره ژر وليدل شي؛

  41. ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَىٰ

    او بیا به د هغه پوره بدله هغه ته ورکړه شي؛

  42. وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الْمُنتَهَىٰ

    او دا چي په پاى کښي ستا ورتګ همدا رب ته دى؛

  43. وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ

    او دا چي همغه وخندول او همغه وژړول؛

  44. وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا

    او دا چي همغه مرګ ورکړ او همغه ژوند وبښه؛

  45. وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ

    او دا چي همغه د نر او ښځي جوړه پيدا کړه،

  46. مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ

    له يو څاڅكي (نطفې) څخه، كله چي هغه څڅول کیږي؛

  47. وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَىٰ

    او دا چي بيا ژوندي كول هم د همغه پر ذمه دي؛

  48. وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ

    او دا چي همغه بډای کړ او شتمني یې ورکړه؛

  49. وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَىٰ

    او دا چي همغه د شعرىٰ (روښانه ستوري) رب دى؛

  50. وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَىٰ

    او دا چي همغه لومړني عاد هلاک کړ،

  51. وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَىٰ

    او ثمود یې داسي له منځه يو ووړ، چي له هغو څخه یې هیڅوك باقي پرې نښودل.

  52. وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ

    او له هغو څخه مخکي یې د نوح (ع) قوم تباه کړ، ځكه چي همغوى ډېر سخت ظالمان او سرغړوونكي خلك ول.

  53. وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ

    او (د لوط ع د قوم) پړمخي راغورځېدونكي كلي یې پورته کړي راوغورځول؛

  54. فَغَشَّاهَا مَا غَشَّىٰ

    بيا یې پر هغو باندي هغه څه خواره کړل چي (تاسي پوهېږئ چي) څه یې خواره کړل.

  55. فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ

    نو (اې مخاطبه)، د خپل رب په كومو كومو نعمتونو کښي به ته شك وکړې؟

  56. هَـٰذَا نَذِيرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْأُولَىٰ

    دا د مخکي راغليو اخطارونو څخه يوه تنبيه (وېرونه) ده.

  57. أَزِفَتِ الْآزِفَةُ

    راتلونكى ساعت (قیامت) رانژدې شويدى؛

  58. لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ

    له الله پرته څوك د هغه ايسته كوونكى نشته.

  59. أَفَمِنْ هَـٰذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ

    نو ايا همدا هغه خبري دي چي تاسي پرې تعجب ښكاره كوئ؟

  60. وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ

    او تاسي (د مسخرو په ډول) خاندئ خو (د الله د عذاب له ویري) ژاړئ نه.

  61. وَأَنتُمْ سَامِدُونَ

    او تاسي غافلان یاست، چټي (بېکاره) لوبي کوئ.

  62. فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ۩

    د الله په وړاندي سرښكته کړئ او بندګي په ځاى راوړئ.

Holy Quran-Pashto