Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۲۷. سورت النمل

النمل

An-Naml / النمل · ۲۷ · ۹۳ آیتونه

دا پاڼه د سورت النمل عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. طس ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْقُرْآنِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ

    طا، سین، دا د قُرآن او د څرګندوونكي كتاب ايتونه دي؛

  2. هُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

    (دغه قُرآن) د مؤمنانو لپاره لارښوونه او زيرى دی؛

  3. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

    د هغو لپاره چي لمونځ قائموي او زكات وركوي، او بل هغوى داسي خلك دي چي پر اخرت باندي پوره باور لري.

  4. إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ

    حقيقت دا دى، كوم كسان چي اخرت نه مني، د هغو لپاره موږ د هغوی کړه وړه ښايسته کړيدي، له دې امله هغوى حيران سرګردانه دي.

  5. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ

    دا هغه كسان دي چي ورته بده سزا ده او په اخرت کښي همدوى تر ټولو زيات په زيان کښي اخته پاتي كېدونكي دي.

  6. وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ

    او [اې محمده (ص)!] په یقیني توګه، ته دا قُرآن د يو حکیم او عليم ذات لخوا مومې.

  7. إِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُم بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ

    (دوى ته د هغه وخت کیسه واوروه) كله چي موسٰى (ع) خپلو كور والاؤ ته وويل چي ما ته يو اورغوندي (شی) په نظر راغلى دى، زه به همدا اوس تاسي ته له هغه ځايه كوم خبر له ځانه سره راوړم؛ يا به كومه سكروټه را اخيستې درته راوړم؛ تر څو چي تاسي تاوده شئ.

  8. فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَن بُورِكَ مَن فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    هلته چي ورسېدی، نو اواز راغى چي: "هغه مبارک دی چي پدې اور کښي دى او هغه چي دده په چاپيريال کښي دى. او الله ته پاکي ده چي د مخلوقاتو پالونکی دی

  9. يَا مُوسَىٰ إِنَّهُ أَنَا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    اې موسى! دا زه يم الله، زورور او د حكمت خاوند.

  10. وَأَلْقِ عَصَاكَ ۚ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَا مُوسَىٰ لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ

    او خپله لکړه وغورځوه!" - څنګه چي موسى (ع) وكتل چي لکړه د مار په څېر خوځيږي، نو شا یې واړوله وتښتېدی او شا ته یې هم ونه كتل، اې موسى مه وېرېږه. زما په وړاندي پېغمبران نه وېریږي.

  11. إِلَّا مَن ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    مګر دا چي چا خطا کړې وي، بيا كه هغه له بدۍ څخه وروسته په نېکۍ سره (خپل عمل) بدل کړ، نو زه بښونكى، مهربان يم.

  12. وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ ۖ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ

    او خپل لاس پخپل ګرېوان کښي ننباسه؛ بې له څه عيبه ځلانده به راووځي. دا (دوې نښانې) له نهو نښانو څخه دي، د فرعون او د هغه د قوم لوري ته (د تلو لپاره دي). هغوى ډېر بدكاران، له اطاعت څخه سر غړوونکي دي.

  13. فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ آيَاتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا هَـٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

    خو كله چي زموږ څرګندي روښانه نښانې د هغو مخي ته راغلې، نو هغوى وويل چي دا خو ښكاره کوډي دي.

  14. وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا ۚ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ

    هغوى له سره تر پايه د ظلم او غرور له لاري له دغو نښانو څخه انكار وکړ، پداسي حال کښي چي زړونه یې پرې قائل شوي ول. اوس وګورئ چي د هغو مفسدانو عاقبت څنګه شو.

  15. وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا ۖ وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ

    (له بلي خوا) موږ داؤد (ع) او سليمان(ع) ته پوهه ورکړه؛ او هغوى وويل: هغه خداى ته شكر دى چي موږ ته یې پر خپلو زياترو مؤمنو بندګانو باندي لوړتيا را په برخه کړه.

  16. وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ ۖ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَيْءٍ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ

    او سليمان (ع) د داؤد (ع) وارث شو او هغه وويل: "اې خلكو! موږ ته د مرغانو خبري را زده کړای شويدي او موږ ته هر ډول شيان راکړل شويدي. بېشكه دا (د الله) ښكاره لورينه ده."

  17. وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ

    د سليمان (ع) لپاره د پيريانو، انسانانو او مرغانو لښكري راغونډي کړل شوي وې او هغوى تر پوره څار لاندي ساتل كېدل.

  18. حَتَّىٰ إِذَا أَتَوْا عَلَىٰ وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

    (يو ځل یې له هغو سره سفر کاوه) تر دې پوري چي كله دوى ټول د مېږيانو ناو (دښت) ته ورسېدل، نو يو مېږي وويل: "اې مېږيانو! پخپلو غارونو کښي ننوځئ، چيري داسي ونه شي چي سليمان (ع) او د هغه لښكري مو چيت کړي او هغوى به خبر هم نه وي.

  19. فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ

    سليمان (ع) د هغه (میږي) په خبره مسكى په خندا شو او ویې ويل: "اې زما ربه! ما ته الهام وکړه چي زه ستا د هغي لوريني شكر ګوزار اوسم چي تا پر ما او زما پر مور او پلار باندي کړېده. او داسي نېک عمل وکړم چي ستا خوښ شي. او پخپل رحمت سره ما پخپلو صالحو بندګانو کښي داخل کړه."

  20. وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ

    (يو کرت بل) سليمان (ع) د مرغانو پلټنه وکړه او ویې ويل: "څه خبره ده چي زه هُدهُد (ملا چرګک) نه وينم. ايا هغه چيري غائب شويدى؟

  21. لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ

    زه به هغه ته سخته سزا ورکړم، يا به یې حلال کړم، يا به هغه هرومرو ما ته معقول دليل وړاندي كوي."

  22. فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ

    لا څه زيات وخت نه و تېر شوى چي هغه (ملا چرګک) راغى، ویې ويل: "ما هغه معلومات تر لاسه کړي دي چي ستا په علم کښي نشته. زه د سبا په باب له باوري خبر سره درته راغلى يم؛

  23. إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ

    ما هلته يوه ښځه (بلقیس) وموندله چي د هغه قوم حكمرانه ده. هغې ته هر راز وسايل ورکړل شويدي او د هغې ډېر لوى تخت دى؛

  24. وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ

    ما هغه داسي وموندله چي هغه او د هغې قوم د الله په ځاى د لمر په وړاندي سجده كوي. شيطان د هغو عملونه د هغو لپاره ښايسته کړي او هغوى یې له لاري اړولي دي، له دې امله هغوى سمه لاره نه مومي؛

  25. أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ

    هغه خداى ته سجده نه كوي چي د اسمانونو او ځمکي پټ شيان برڅېره كوي او هغه په ټولو هغو شيانو پوهیږي چي تاسي یې پټوئ او ښكاره كوئ ئې.

  26. اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ۩

    الله چي له هغه پرته بل هیڅوك د عبادت وړ نشته، د لوى عرش څښتن دى."

  27. ۞ قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ

    سليمان (ع) وويل: "همدا اوس به موږ ګورو چي تا رښتيا ويلي دي او كه ته له درواغجنو څخه یې.

  28. اذْهَب بِّكِتَابِي هَـٰذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ

    زما دغه ليك يوسه او هغو خلكو ته یې وغورځوه. بيا ورڅخه ها خوا بېل شه، وګوره چي هغوى څه عكس العمل ښكاره كوي."

  29. قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ

    ملكې وويل: "زما درباريانو! ما ته يو ډېر مهم ليك غورځول شويدى؛

  30. إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

    هغه د سليمان (ع) لخوا دى او د الرحمان او الرحيم الله په نوم سره پيل کړای شويدى.

  31. أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ

    (مضمون دا دى) چي: "زما په مقابل کښي سرکښي مكوئ او زما حضور ته مسلمانان راشئ."

  32. قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّىٰ تَشْهَدُونِ

    (د ليك له لوستلو وروسته) ملكې وويل: "اې زما د قوم مشرانو! پدغې موضوع کښي ما ته مشوره راکړئ، زه ستاسي پرته د هیڅ كار پرېکړه نه صادروم."

  33. قَالُوا نَحْنُ أُولُو قُوَّةٍ وَأُولُو بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ

    هغو ځواب ورکړ: "موږ تکړه قوي او جنګيالي خلك يوو؛ نوره فېصله ستا په لاس کښي ده، ته پخپله وګوره چي څه حُكم كوې."

  34. قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ

    ملكې وويل: "باچاهان چي كله يو هيواد ته ننوځي، نو هغه ورانوي او د هغه عزتمند خلك ذليله كوي.او دوی همدغه كار كوي.

  35. وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ

    زه دغو خلكو ته يو سوغات لېږم، بيا ګورم چي زما ځانګړی استاذى له څه ځواب سره بيرته راستنيږي."

  36. فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِّمَّا آتَاكُم بَلْ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ

    كله چي هغه (د ملكې استازی) سليمان (ع) ته ورغى، نو سلیمان (ع) وويل: "ايا تاسي غواړئ په مال سره زما مرسته وکړئ؟- څه چي خداى ما ته راکړيدي، هغه له هغه څه نه ډېر زيات دي چي تاسي ته یې درکړيدي. ستاسي سوغات دي همدا تاسي ته مبارك وي چي پرې خوښ ياست.

  37. ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُم بِجُنُودٍ لَّا قِبَلَ لَهُم بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُم مِّنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ

    (اې استازيه!) د خپلو لېږونكو لوري ته بېرته ستون شه. موږ به هغو ته له داسي لښكر سره ورشو چي هغوى یې مقابله ونکړای شي او موږ به هغوى پداسي رسوايۍ سره له هغه ځايه وباسو چي ذليل وګرځي."

  38. قَالَ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ

    سليمان(ع) وويل: "اې درباريانو! ستاسي څخه به كوم يو د هغې تخت ما ته راوړي مخکي له دې څخه چي هغوى اطاعت كوونكي ما ته راشي؟"

  39. قَالَ عِفْرِيتٌ مِّنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ ۖ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ

    له پيريانو څخه يوه د قوي تنې خاوند عرض وکړ: "زه به یې درته راوړم مخکي له دې څخه چي ته له خپله ځايه پاڅېږې. زه ددې وس لرم او امانتدار يم."

  40. قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ ۚ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ قَالَ هَـٰذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ ۖ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ

    له كوم سړي سره چي د كتاب يو علم ؤ، هغه وويل: "زه ستا د بڼو له رپېدو څخه مخکي هغه درته راوړم." - څنګه چي سليمان (ع) هغه تخت له خپل ځان سره ايښودل شوى وليدی، وې ويل: "دا زما د رب فضل دى چي هغه ما وازمايي چي زه شكر كوم او كه د نعمت ناشكري كوم. او څوك چي شكر كوي، د هغه شكر پخپله د همغه لپاره ګټور دى؛ او كه څوك ناشكري وکړي، نو زما رب بې نيازه او د سخا خاوند دى."

  41. قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ

    سليمان (ع) وويل: "د هغې تخت ناګاره، نااشنا د هغې مخي ته كښېږدئ، ګورو چي هغه صحيح خبري ته رسیږي او كه له هغو كسانو څخه ده چي سمه لاره نه مومي."

  42. فَلَمَّا جَاءَتْ قِيلَ أَهَـٰكَذَا عَرْشُكِ ۖ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ ۚ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ

    ملكه چي راغله، نو ورته وويل شول: "ايا ستا تخت همدغسي دى؟"- هغې وويل: "دا خو لكه چي همغه دى. موږ خو لا پخوا پوهېدلي وو او د اطاعت سر مو ښكته کړی ؤ (موږ مسلمان شوي وو)."

  43. وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَافِرِينَ

    هغه چي كوم شي (له ايمان راوړلو څخه) منع کړې وه، هغه د هغه وخت د معبودانو عبادت ؤ، چي هغې له الله څخه پرته هغو ته کاوه، ځكه چي هغه له يو كافر قوم څخه وه.

  44. قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ ۖ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَن سَاقَيْهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّن قَوَارِيرَ ۗ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    هغې ته وويل شول چي بنګلې ته ننوځه. هغې چي وكتل، نو ګمان یې وکړ چي د اوبو حوض دى او د وركوزېدو لپاره يې خپلي پايڅې بډ وهلې. سليمان (ع) وويل: "دا د ښيښې روڼ هوار فرش دى." - هغې وويل: "اې زما ربه! (تر نن ورځي پوري) ما پر خپل نفس ډېر ظلم وکړ، او اوس ما له سليمان (ع) سره د مخلوقاتو د پالونکي الله اطاعت ته غاړه كېښودله."

  45. وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ

    او ثموديانو ته موږ د هغو ورور صالح (ع) (له دې پيغام سره) ولېږه چي د الله بندګي وکړئ، نو په ناڅاپي ډول هغوى دوې دښمني ډلي شوې.

  46. قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۖ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

    صالح (ع) وويل: "اې زما قومه! له نېکۍ څخه مخکي د بدۍ لپاره ولي تلوار كوئ؟ - ولي له الله څخه بښنه نه غواړئ؟- ښايي چي پر تاسي رحم وشي؟"

  47. قَالُوا اطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَن مَّعَكَ ۚ قَالَ طَائِرُكُمْ عِندَ اللَّهِ ۖ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ

    هغوى وويل: "موږ خو ته او ستا ملګري د شومتوب نښه موندلي ياست." - صالح (ع) ځواب ورکړ: "ستاسي د ښه او بد فال معامله له خداى سره ده. اصلي خبره دا ده چي پر تاسي ازموينه کیږي."

  48. وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ

    په هغه ښار کي نهه قبايلي مشران ول چي په هيواد کي یې فساد خپوراوه او كوم د اصلاح كار یې نه کاوه.

  49. قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ

    هغوى پخپلو منځو کښي سره وويل: "په خداى باندي په قسم خوړلو سره ژمنه وکړئ چي موږ به د شپې له مخي په يرغل كولو سره صالح (ع) او د هغه كورنۍ ووژنو او بيا به د هغه ولي (خپلوان) ته ووايو: چي موږ د هغه د كورنۍ د وژني په وخت کښي موجود نه وو، موږ بيخي رښتيا وايو."

  50. وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

    دا دسيسه خو هغوى جوړه کړه او بيا موږ يو تدبير ونيوه چي هغوى ورڅخه خبر نه ول.

  51. فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ

    اوس وګوره چي د هغوى د دسيسې عاقبت څه شو. موږ هغوى او د هغو ټول قوم تباه کړل.

  52. فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

    دغه د هغوى تش پراته كورونه دي د هغه ظلم لامله چي هغوى کاوه. پدې کښي د هغو خلكو لپاره د عبرت يوه نښه ده چي علم لري.

  53. وَأَنجَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ

    او موږ هغه خلك وژغورل چي ايمان یې راوړى ؤ او له سرغړوني څخه یې ډډه کړې وه.

  54. وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ

    او موږ لوط (ع) ولېږه. هغه وخت (ياد کړه) چي هغه خپل قوم ته وويل: "ايا تاسي پداسي حال کښي چي په سترګو وينئ، بدكارۍ (لواطت) كوئ؟

  55. أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ

    ايا ستاسي همدا کړنلاره ده چي ښځي پريږدئ، نارينه ؤ ته د شهوترانۍ لپاره ورځئ؟- حقيقت دا دى چي تاسي سخت د جهالت كار كوئ."

  56. ۞ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ

    خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چي وويل: "له خپل كلي څخه د لوط كورنۍ وباسئ، دوى ډېر ځانونه پاك پاك كوي."

  57. فَأَنجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَاهَا مِنَ الْغَابِرِينَ

    په پاى کښي موږ هغه او د هغه كورنۍ وژغورله، پرته د هغه له مېرمني څخه چي د هغې بېرته پاتي كېدل موږ ټاكلي ول،

  58. وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنذَرِينَ

    او پر هغو خلكو باندي مو (د شګو) باران و اوراوه؛ هغه ډېر بد ورښت ؤ د هغو خلكو لپاره چي تنبيه کړل شوي ول.

  59. قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَىٰ ۗ آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "ثنا او ستاينه د الله لپاره ده او سلام د هغه پر هغو بندګانو دی چي هغه غوره کړل." - الله غوره دى كه هغه معبودان چي دوى یې له هغه سره شريكان ګرځوي؟

  60. أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ

    ښه نو هغه څوك دى چي آسمانونه او ځمکه یې پېداکړل او ستاسي لپاره یې له اسمانه اوبه واورولې. بيا مو د هغو په وسيله هغه ښايسته باغونه زرغون کړل چي د هغو د ونو زرغونول ستاسي له وسي پوره نه ول؟- ایا له الله سره كوم بل خداى هم (پدغو چارو کښي شريك) دى؟ (نه) بلکي همدوى له سمي لاري څخه اووښتي دي.

  61. أَمَّن جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    او هغه څوك دى چي ځمکه یې ارام ځاى وګرځوله، په هغې کښي یې سيندونه وبهول او (دغرونو ميخونه) يې پکښي ټكوهل او د اوبو د دوو ذخيرو په منځ کښي یې پرده حائله کړه؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (پدغو چارو کښي شريك) دى؟ - نه، بلکي له دوی څخه زياتره خلك ناپوهان دي.

  62. أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ

    څوك دى چي د بې كس، بې وس دُعا اوري، كله چي هغه یې وبلي او څوك د هغه کړاؤ ايسته كوي؟ - او (څوك دى چي) تاسي د ځمکي خلیفګان ګرځوي؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (د دې كار كوونكى) دى؟- تاسي بيخي لږ غور كوئ.

  63. أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    او هغه څوك دى چي د وچي او سمندر په ترږميو کښي تاسي ته لاره ښيي. او څوك د خپل رحمت څخه وړاندي بادونه زيري وركوونكي لېږي؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (د دغه كار كوونكى) شته؟ - الله له هغه شرک څخه ډېر پورته او لوړ دی چي دغه خلك یې كوي.

  64. أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    او هغه څوك دى چي د پېدايښت پيل كوي او بيا هغه تكراروي؟ - او څوك تاسي ته له اسمان او ځمکي څخه روزي دركوي؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (پدغو چارو کښي برخه وال) شته؟ - ووايه: "راوړئ خپل دليل كه تاسي رښتيني ياست!"

  65. قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

    دوی ته ووايه: په اسمانونو او ځمکه کښي هیڅوك له الله پرته د غيبو علم نلري او هغوى نه پوهیږي چي كله به راپاڅول کیږي.

  66. بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ ۚ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّنْهَا ۖ بَلْ هُم مِّنْهَا عَمُونَ

    بلکي د اخرت علم خو له دغو خلكو څخه بيخي ورك شويدى، بلکي دوی د هغه له پلوه په شك کښي دي، بلکي دوی له هغه څخه ړانده دي.

  67. وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا وَآبَاؤُنَا أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ

    دغه منكران وايي: "ايا كله چي موږ او زموږ پلرونه، نیکونه خاوري شوي اوسو، نو موږ به په رښتيا له قبرونو څخه را ويستل شو؟

  68. لَقَدْ وُعِدْنَا هَـٰذَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا مِن قَبْلُ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

    دغه خبرونه موږ ته هم ډېر راکړی شويدي او مخکي زموږ پلرونو ته هم ورکړای شويدي، خو دا فقط افسانې دي چي له پخوانيو وختونو څخه اورول کیږي."

  69. قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ

    ورته ووايه: "په ځمکه کښي وګرځئ راوګرځئ، وګورئ چي د مجرمانو څه عاقبت شويدى."

  70. وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُن فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] د دوى په حال باندي مه ځورېږه او مه د دوى په دسيسو باندي زړه تنګى کیږه.

  71. وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    هغوى وايي: "دغه وعده (تور بريښ) به كله پوره کیږي، كه تاسي رښتيني ياست؟"

  72. قُلْ عَسَىٰ أَن يَكُونَ رَدِفَ لَكُم بَعْضُ الَّذِي تَسْتَعْجِلُونَ

    ورته ووايه: "د كوم عذاب لپاره چي تاسي بېړه كوئ، كېداى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نژدې شوې وي."

  73. وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ

    او حقيقت دا دى، ستا رب خو پر خلكو باندي ډېر زيات فضل كوونكى دى، خو زياتره خلك شكر نه باسي.

  74. وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ

    بېشكه ستا رب په هغه څه ښه پوهیږي چي د دوى سينو (زړونو) پخپل دننه کښي پټ کړيدي او په هغه څه چي دوى یې ښكاره كوي.

  75. وَمَا مِنْ غَائِبَةٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ

    په اسمان او ځمکه کښي هیڅ كوم پټ شى داسي نشته چي په يو څرګند كتاب کښي ليكل شوى موجود نه وي.

  76. إِنَّ هَـٰذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

    دا واقعيت دى چي دغه قُرآن بني اسرائيلو ته د زياترو هغو خبرو حقيقت ښيي چي هغوى پکښي اختلاف لري.

  77. وَإِنَّهُ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ

    او په یقیني توګه، دا (قُرآن) د مؤمنانو لپاره هدايت او رحمت دى.

  78. إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُم بِحُكْمِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ

    بېشكه (همدغسي به) ستا رب د دوى په منځ کښي پخپل حكم سره پرېکړه وکړي او هغه برلاسى او په هر څه پوهېدونكى دى.

  79. فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] پر الله توكُل ولره. په باوري ډول ته په څرګند حق باندي یې.

  80. إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ

    ته مړي نشې اورولای، نه هغو كڼو ته خپل اواز رسولای شې چي شا اړوي، تښتي.

  81. وَمَا أَنتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ ۖ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ

    او نه ړانده په لارښووني سره له ګمراهۍ څخه ژغورلای شې. ته خو خپله خبره هماغو كسانو ته اورولای شې چي زموږ په ايتونو باندي ايمان راوړي او بيا امر منونكي ګرځي.

  82. ۞ وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ

    او كله چي پر هغو باندي زموږ د خبري د پوره كېدو (قيامت) وخت راورسیږي، نو موږ به د هغو لپاره يو ځناور د ځمکي څخه را وباسو چي له دوی سره به خبري وکړي، چي خلكو زموږ پر ايتونو باندي باور نه کاوه.

  83. وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ

    او هغه ورځ په تصور کښي راوله، چي كله موږ له هر اُمّت څخه د هغو كسانو يو بشپړ پوځ محاصره راولو چي زموږ ايتونه یې دروغ ګڼل، بيا به هغوى (د هغو د اقسامو په لحاظ سره درجه په درجه) ترتيب کړل شي.

  84. حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوا قَالَ أَكَذَّبْتُم بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    تر دې پوري چي كله ټول راشي، نو (د هغو رب به له هغو څخه) پوښتنه وکړي چي ايا تاسي زما آيتونه درواغ وګڼل، پداسي حال کښي چي تاسي د هغو علمي څېړنه (احاطه) نه وه کړې؟ - كه داسي نه وه، نو نور تاسي څه كول؟

  85. وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِم بِمَا ظَلَمُوا فَهُمْ لَا يَنطِقُونَ

    او د هغو د ظلم لامله به د عذاب وعده ورباندي پوره شي، بيا به نو هغوى هیڅ هم ونشى ويلای.

  86. أَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    ايا هغوى ته بصيرت نه ؤ ورکړل شوى چي موږ شپه د هغو لپاره د ارام كولو وخت ګرځولې وه او ورځ مو روښانه کړي وه؟ - په همدې کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې وې چي ايمان یې راوړ.

  87. وَيَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاءَ اللَّهُ ۚ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ

    او هغه ورځ (یاد کړه) كله چي شپېلۍ پو کړه شي، نو هغه ټول چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، له ډېر هیبت څخه به ووېریږي، پرته له هغو كسانو څخه چي الله يې له دې هیبت څخه ژغورل وغواړي. او ټول به ځوړ غوږونه د الله په وړاندي حاضر شي.

  88. وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ۚ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ ۚ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ

    نن ته غرونه وينې او ګومان كوې چي ښه كلك ښخ شويدي. خو په هغه وخت کښي به دا د ورېځو په څېر الوتونكي وي، دا به د الله د قدرت نښانه وي چي هر شى یې په حكمت سره بر قرار کړيدى. هغه ښه خبر دی چي تاسي څه كوئ.

  89. مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ

    څوك چي له نېکۍ سره راشي، هغه ته به له هغې څخه زياته غوره بدله ورکړه شي او دغه راز خلك به د هغې ورځي له هيبت څخه خوندي وي.

  90. وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    او څوك چي له بدۍ سره راشي، دغه راز ټول خلك به پړمخي په اور کښي وغورځول شي. ايا تاسي له دې پرته بله بدله موندلای شئ چي څنګه وکړئ، همغسي واخلئ؟

  91. إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَـٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ

    [اې محمده (ص) دوی ته ووايه] "ما ته خو همدا حكم شوېدى چي د دغه ښار (مکې) د رب بندګي وکړم چي هغه (دې ښار ته) عزت ورکړی دی. او هغه ذات چي د هر شي څښتن دى. ما ته حكم شويدى چي زه مسلمان و اوسم؛

  92. وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنذِرِينَ

    او دا قُرآن په لوستلو سره واوروم. اوس چي څوك هدايت غوره کړي، هغه به د خپلي ښېګڼي لپاره سمه لاره غوره کړي. او څوك چي ګمراه وي، هغه ته ووايه چي زه خو فقط خبرداروونكى يم."

  93. وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

    دوى ته ووايه: "ثنا او ستاينه یوازي الله لره ده. ډېر ژر به هغه تاسي ته خپلي نښانې در وښيي او تاسي به هغه وپېژنئ، او ستا رب له هغو عملونو څخه ناخبره ندى چي تاسي یې كوئ."

Holy Quran-Pashto