-
وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا
قسم په هغو (پرښتو) سخت را ښكونكو (چي په سختۍ سره ساه د بدن څخه باسي)؛
-
وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا
او په هغو سره قسم چي په اسانۍ سره یې باسي؛
-
وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا
او (په هغو پرښتو سره قسم چي په كائناتو كي) په چټكۍ سره لامبووهي؛
-
فَالسَّابِقَاتِ سَبْقًا
بيا (د حكم په ځای كولو کښي) چټکه وړاندي ځي؛
-
فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا
بيا (د الهٰي حكمونو سره سم) د چارو تنظيم كوي؛
-
يَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ
هغه ورځ چي د زلزلې ټكان وخوځيږي؛
-
تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ
او له هغه وروسته بل ټكان راشي؛
-
قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ
ځیني زړونه به په دغي ورځ له ويري ولړزيږي؛
-
أَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ
د هغو سترګي به له ويرې ښكته شي.
-
يَقُولُونَ أَإِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِي الْحَافِرَةِ
دا خلك به وايي: "ايا په رښتيا موږ ستنېدونكي بيا بيرته ورګرځول کیږو؟
-
أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً
ايا كله چي موږ ډډ وراسته هډوكي وګرځو؟"
-
قَالُوا تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ
(د مسخرو په ډول منکرانو) وویل: "دا (بیرته ژوند ته) ستنېدل خو بيا غټ تاوان كوي!"
-
فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ
په داسي حال کښي چي دا يوازي دومره كار دی چي يو قوي آواز وکړي؛
-
فَإِذَا هُم بِالسَّاهِرَةِ
او ناڅاپه يو يو په دې پراخ ميدان کښي موجود شي.
-
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ
ايا تا ته د موسٰي (ع) د قصې خبر رسېدلى دى؟
-
إِذْ نَادَاهُ رَبُّهُ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى
كله چي د هغه رب د طوٰي په سپېڅلۍ غونډۍ کښي هغه ته غږ وکړ چي:
-
اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ
"فرعون ته لاړ شه، هغه سرکښي کړي ده،
-
فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰ أَن تَزَكَّىٰ
او هغه ته ووايه: ايا ته دې ته چمتو یې چه سپېڅلتيا غوره کړې؛
-
وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ
او زه ستا د رب لوري ته تا ته لارښودنه وکړم، چي (له هغه څخه) په تا کښي وېره پېدا شي."
-
فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَىٰ
بيا موسٰى (ع) (فرعون ته ورغی) هغه ته یې ستري نښانې وښودلې.
-
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ
خو هغه درواغجن وګاڼه او ویې نه مانه.
-
ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰ
بيا د چلونو جوړولو لپاره په شا وګرځېد؛
-
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ
او خلك یې راټول کړل، نو فرعون نارې کړې؛
-
فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَىٰ
ویې ويل: "زه ستاسي تر ټولو لوی رب يم!"
-
فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَىٰ
په پاي کښي الله هغه د اخرت او دُنيا په عذاب اخته کړ.
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَىٰ
په حقیقي توګه، په دې کښي د هر هغه چا لپاره لوی عبرت دی، چي (د الله د عذاب څخه) وېریږي.
-
أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا
ايا ستاسي پېدا كول زيات ګران كار دي كه د اسمان؟ - الله هغه جوړ کړی دی.
-
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا
د هغه چت یې ښه هسك درولی، بيا یې د هغه انډول برابر کړی دى.
-
وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا
او د هغه شپه یې تیاره او د هغه ورځ یې روښانه کړې ده.
-
وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَاهَا
له هغه وروسته یې ځمکه غوړولې ده؛
-
أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا
له هغې څخه یې اوبه او شينلي (واښه) رايستلي دي؛
-
وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا
او غرونه یې په کښي ښخ درولي دي؛
-
مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ
د ژوندانه د وسائلو د برابرولو په غرض، ستاسي او ستاسي د څارويو لپاره (يې دا کړني تر سره کړي دي).
-
فَإِذَا جَاءَتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَىٰ
بيا كله چي هغه لويه هنګامه جوړه شي،
-
يَوْمَ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ مَا سَعَىٰ
هغه ورځ چي انسان خپل ټول عملونه ياد کړي؛
-
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ
او د هر ليدونكي په مخ به دوږخ پرانستى وګرځوو؛
-
فَأَمَّا مَن طَغَىٰ
نو چا چي سرکښي کړې وه؛
-
وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا
او د دُنيا ژوند ته یې ترجيح ورکړي وه؛
-
فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَىٰ
همدا دوږخ د هغه هستوګنځی دي.
-
وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَىٰ
او چا چي د خپل رب په مخ کښي له درېدو څخه وېره کړي وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی ؤ،
-
فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَىٰ
نو جنت د هغه هستوګنځی دی.
-
يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا
دا (منکران) ستا څخه (د قیامت) پوښتنه كوي چي: "ښه نو، د هغه ساعت پېښېدل به څه وخت کیږي؟"
-
فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَاهَا
ستا څه كار دی، د هغه په ښودلو کښي؟
-
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَاهَا
د هغه علم خو یوازي د الله سره دی؛
-
إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَاهَا
ته يوازي د هر هغه چا خبروونكي یې، چي (له هغه ساعت څخه) وېریږي.
-
كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا
هغه ورځ چي دا خلك دغه (قیامت) وګوري، نو داسي به وانګيري چي (په دې دُنيا کښي يا د مرګ په حالت کښي) یوازي د يوې ورځي وروستنۍ برخه يا لومړنۍ برخه يې تېره کړېده .
۷۹. سورت النازعات
النازعات
An-Nazi'at / النازعات · ۷۹ · ۴۶ آیتونه
دا پاڼه د سورت النازعات عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.