Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۴. سورت النساء

النساء

An-Nisa / النساء · ۴ · ۱۷۶ آیتونه

دا پاڼه د سورت النساء عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا

    اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل. له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي څارونكى دى.

  2. وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا

    د یتیمانو مالونه هغو ته بېرته وسپارئ، ښه مال په بد مال مه بدلوئ، او د هغو (یتیمانو) مالونه له خپلو مالونو سره په ګډولو مه خورئ، دا ډېره لويه ګناه ده.

  3. وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا

    كه تاسي وېرېږئ چي له یتیمانو (نجونو) سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو کومي (نوري) ښځي چي ستاسي خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ، خو كه ستاسي سره دا اندېښنه وي چي له هغو سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو يوه ښځه وکړئ، یا له هغو( مینزو) څخه ازدواجي كار واخلئ چي تاسي ته په لاس درغلي دي یعني چي د هغو مالكان ياست. په دې توګه له بې عدالتۍ څخه په ښه شان ژغورل کېدای شئ.

  4. وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا

    او د ښځو مَهر په ښه زړه (فرض ګڼلى) ورکړئ، البته كه هغوى یې په خپله خوښه يو څه تاسي ته بخشش کړي؛ نو تاسي هغه په خوند سره خوړلای شئ، چي حلال او بې ضرره دى.

  5. وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا

    او ناپوهانو ته (د هغوی) مالونه مه ورکوئ، (کوم چي ستاسو په تصرف کي دي)، الله هغه ستاسو د ژوند د سمبالښت وسیله ګرځولې ده، او د دغو مالونو څخه هغوی ته خوراک او پوښاک ورکړئ، او (د دوی د مال او حساب په ساتنه) دوی ته سمه لارښوونه وکړئ.

  6. وَابْتَلُوا الْيَتَامَىٰ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا ۚ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُوا عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا

    او يتيمان تر ازمويني لاندي ونيسئ، تر دې پوري چي هغوى د نكاح كولو وړ عمر ته ورسیږي، بيا كه تاسي په هغو کښي اهليت وليد، نو د هغو شتمنۍ ورته وسپارئ. داسي هیڅكله مه كوئ چي د انصاف له حد څخه تېرى وکړئ او له دې وېري څخه د هغو شتمني په بېړه بېړه وخورئ چي كه هغوى لوی شي خپل حقوق به درڅخه وغواړي. د يتيم كوم سرپرست چي بډای وي، هغه دي له پرهیزګارۍ څخه كار واخلي. او كوم چي بيوزلى وي، هغه دې په نېکه توګه وخوري. بيا چي كله تاسي د هغوی شتمني ورته سپارئ، نو خلك پرې شاهدان ونيسئ. او د حساب اخيستلو لپاره الله كافي دى.

  7. لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا

    د نارينه ؤ لپاره په هغه متروكه (میراث) کښي برخه ده چي مور پلار او خپلوانو پريښې وي، او د ښځو لپاره هم په هغه متروكه (میراث) کښي برخه ده چي مور پلار او خپلوانو پريښې وي، كه لږ وي او كه ډېره، او دا برخه (د الله له لوري ) ټاكله شوېده .

  8. وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا

    او كله چي د وېش په وخت کښي خپلوان، يتيمان او بيوزلي راشي، نو په دې مال کښي هغو ته هم څه ورکړئ او له هغو سره په خوږه ژبه خبري وکړئ.

  9. وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا

    خلكو ته، ددې خبري په نظر کښي نيولو سره وېره كول په كار دي، چي كه هغوى په خپله له ځانه وروسته بېوزلي اولادونه پرېږدي؛ نو د مرګ په وخت کښي به د خپلو اولادونو لپاره څنګه ځورېدلي وي؛ نو بايد چي هغوى له خدايه ووېرېږئ او رښتيا وينا وکړي.

  10. إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا

    كوم خلك چي په ظلم سره د يتيمانو مالونه خوري، په حقيقت کښي هغوى خپلي ګيډي له اوره ډکوي، او هغوى به هرو مرو د دوږخ تاوجن اور ته ورننوځي.

  11. يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنثَيَيْنِ ۚ فَإِن كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ ۚ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ السُّدُسُ ۚ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۗ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ۚ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا

    ستاسي د اولادونو په اړه الله تاسي ته لارښوونه كوي چي: د نارينه برخه د دوو ښځو په اندازه ده، كه (د مړي وارثان) له دوو څخه زياتي لوڼي وي، نو هغو ته دي د تركې (میراث) له درېيو څخه دوې برخي ورکړای شي او كه صرف يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي، نو د هغه (مړي) مور او پلار هر يوه ته دي د تركې شپږمه برخه ورکړه شي او كه یې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي، نو مور ته دې درېيمه برخه ورکړه شي. او كه د مړي وروڼه او خويندي هم وي، نو مور به د شپږمي برخي حقداره وي. (دا ټولي برخي به) هغه وخت بېلیږي چي كه مړي وصيت کړی وي، هغه پوره کړای شي او كه پور ور باندي وي چي هغه ادا کړای شي. تاسي نه پوهیږئ چي ستاسي د مور، پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټي له پلوه درته ډېر نژدې دى. دا برخي الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله ښه عالم او د حكمت څښتن دى.

  12. ۞ وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۚ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم ۚ مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ ۗ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ ۚ فَإِن كَانُوا أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ ۚ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَىٰ بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ ۚ وَصِيَّةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ

    او ستاسي ښځو چي څه پرېښي وي، كه اولاد یې نه وي د هغه نيمايي برخه تاسي ته رسیږي. او كه اولاد یې وي بيا د تركې (میراث) څلورمه برخه ستاسي ده، البته كه وصيت یې کړی وي د وصيت له پوره کېدو وروسته او كه پوروړې وي د پور له ادا کېدو وروسته. او ښځي به ستاسي له تركې څخه، كه تاسي بې اولاده واست، د څلورمي برخي حقداري دي؛ او كه ستاسي اولاد ؤ، نو بيا ستاسي له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو څخه، كه تاسي وصيت کړی وي او وروسته د پور له اداء كولو څخه كه پور وړي واست. او كه هغه نارينه يا ښځه (چي د هغه ميراث بايد ووېشل شي) بې اولاده هم وي او مور پلار یې هم ژوندي نه وي، خو يو (مورنی) ورور يا يوه (مورنۍ) خور یې موجوده وي، نو ورور او خور هر يوه ته به شپږمه برخه ورسیږي، او كه وروڼه او خويندي له يوه څخه زيات وي، نو د ټولي تركې په درېيمه برخه کښي به هغوى ټول برخه وال وي، كله چي هغه وصيت پوره کړای شي چي کړی یې وي او هغه پور اداء شي چي ورباندي وي، په دې شان چي زيان رسوونكى نه وي. دا د الله له لوري حكم دى او الله پوه، باخبره او نرم خويه دى.

  13. تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    دا د الله ټاكل شوي پولي دي، څوك چي د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړي، نو الله به هغه داسي باغونو (جنتونو) ته ننباسي چي تر هغوی لاندي به ویالې بهيږي او هغوى به په کښي د تل لپاره استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دى؛

  14. وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ

    او څوك چي د الله او د هغه له پېغمبر څخه سركښي وکړي او د هغه له ټاكل شوېو پولو څخه تيرى وکړي، الله به هغه په اور کښي وغورځوي،چي د تل لپاره به په کښي استوګن وي او د هغه لپاره رسوا كوونكې سزا ده.

  15. وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا

    ستاسي له ښځو څخه چي څوك بدلمني وي، پر هغو باندي ستاسي څخه څلور شاهدان ونيسئ، او كه څلور كسان شاهدي ووايي نو هغوى په كورونو کښي بندياني کړئ، تر هغه پوري چي هغو ته مرګ راشي يا الله د هغو لپاره څه لاره برابره کړي.

  16. وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنكُمْ فَآذُوهُمَا ۖ فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا عَنْهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًا

    او ستاسي څخه که دوه سړي ددې فعل مرتكب شي، نو هغوى دواړه وځوروئ، بيا كه هغو توبه وايستله او ځانونه یې اصلاح کړل نو يې پرېږدئ. په یقیني توګه، الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او رحم كوونكى دى.

  17. إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُولَـٰئِكَ يَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

    هو، په دې پوه شئ چي پر الله د توبې قبلولو حق د هغه كسانو لپاره دى، چي د ناپوهۍ له امله كوم بد عمل ور څخه صادر شي، او ور پسي سمدلاسه توبه وباسي. داسي خلكو ته بيا الله د خپلي مهربانۍ په نظر پاملرنه كوي او الله له ټولو خبرو خبردار دى او د حكمت او پوهي څښتن دى.

  18. وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّىٰ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الْآنَ وَلَا الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُولَـٰئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

    خو د هغو خلكو لپاره توبه نشته چي پرله پسې بد كارونه كوي، تر دې پوري چي كله له هغو څخه د يو تن د مرګ نېټه را رسیږي، نو په هغه وخت کښي وايي چي اوس مي توبه وايستله. او همدغه راز د هغو كسانو لپاره هم توبه نشته چي د مرګ تر وخته پوري په كفر کي پاتي شي. د دغه ډول خلكو لپاره خو موږ دردناکه سزا تياره کړېده.

  19. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا

    اې مؤمنانو! ستاسي لپاره دا روا نه ده چي د زور له لاري ځان د ښځو وارثان کړئ. او نه دا روا ده چي هغوى وربړوئ او د هغه مَهر د يوې برخي د وهلو هڅه وکړئ چي تاسي هغو ته ورکړی وي. هو كه هغوى د كوم ښكاره ناكاره چلن كوونكي وي (نو بيا تاسي د هغو د تنګولو حق لرى)، له هغو سره په ښه چلند ژوند تېر کړئ. كه ستاسي هغوى نه خوښيږي، نو کېدای شي چي تاسي به يو شى نه خوښوئ، خو الله به په هغه کښي ډيري ښېګڼي ايښي وي.

  20. وَإِنْ أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا ۚ أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا

    او كه تاسي د يوې ښځي پر ځاى د بلي ښځي د راوستلو اراده وکړئ، نو كه تاسي هغې ته په پنډونو مال هم ورکړی وي، له هغه (مال) نه بېرته هیڅ شى مه اخلئ. ايا تاسي په تور تپلو او څرګند ظلم كولو هغه بيرته اخلئ؟

  21. وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا

    او تاسي به هغه (مال) په څه شان اخلئ، په داسي حال کښي چي تاسي يو له بل سره په مينه اوسېدلي ياست او هغوى ستاسي څخه پخه ژمنه اخيستې ده.

  22. وَلَا تَنكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاءَ سَبِيلًا

    او له كومو ښځو سره چي ستاسي پلرونو نكاح کړي وي، له هغوى سره هیڅكله نكاح مه كوئ. خو څه چي مخکي شويدي هغه شويدي، په حقيقت کښي دا يو د شرم كار دى، ناوړه دى او بد چلن دى.

  23. حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

    پر تاسي حرامي کړای شوي دي: ستاسي مېندي، لوڼي، خويندي، تريندي، توړۍ ګاني، ورېرې، خورزې او ستاسي هغه مېندي چي تاسي ته یې شيدې درکړي وي، او ستاسي د تي شريكي خويندي او ستاسي د ښځو ميندي (خواښي)، او ستاسي د ښځو هغه لوڼي چي ستاسي په غېږو کښي پالل شوي وي، د هغو مېرمنو لوڼي چي ستاسي ورسره د مېړه مېرمني اړیکه راغلې وي او كه (یوازي نكاح ورسره تړل شوې وي او) د مېړه مېرمني تماس مو نه وي نيولى، نو (د هغو په پرېښودو او د هغو له لوڼو سره په نكاح كولو کښي) پر تاسي څه ګناه نشته، او ستاسي د هغو زامنو مېرمني چي ستاسي له پښت څخه وي. او دا هم پر تاسي حرامه ده چي په يوه نكاح کښي دوې خويندي يو ځاى کړئ، خو چي مخکي څه شوي هغه شويدي. الله بښونكى او رحم كوونكى دى؛

  24. ۞ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۖ كِتَابَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا

    او هغه ښځي هم پر تاسي حرامي دي چي د كوم بل چا په نكاح کښي وي (محصنات). البته هغه ښځي له دې څخه مستثنا دي چي (په جنګ کښي) په لاس درغلي وي. دا د الله هغه قانون دى چي پر تاسي یې اطاعت لازم کړای شويدى. له دې پرته چي نوري څومره ښځي دي، تاسي ته د خپلو مالونو په وسيله د هغو په لاس راوړل روا کړای شويدي، په دې شرط چي د نكاح په چوكاټ کښي یې راولئ؛ نه دا چي په ازادي شهوت رانۍ لاس پوري کړئ. نو بيا كله چي له هغو څخه د ازدواجي ژوندانه خوند واخلئ، د هغه په بدل کي ورته په فرضي ډول مَهر ورکړئ، البته د مَهر له قرارداد څخه وروسته كه د دواړو خواو په خوښه، ستاسي په منځ کي څه كمول یا زياتول راشي، نو څه باك یې نشته. الله پوه او د حكمت څښتن دى.

  25. وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ ۚ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلَا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ ۚ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنكُمْ ۚ وَأَن تَصْبِرُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    او ستاسي څخه چي څوك ددې مالي وس ونه لري چي له اصيلو مسلمانو ښځو (محصناتو) سره نكاح وکړاى شي، هغه دي ستاسي د هغو مينزو له کومي يوې سره نكاح وکړي چي په لاس کښي مو وي. الله ستاسي د ايمان په حال ښه پوهیږي. تاسي ټول د يوې ډلي او يو ځوځات خلك ياست. له دې امله د هغو د سرپرستانو په اجازه له هغوى سره نكاح وکړئ او په ښه توګه د هغو مَهر ورکړئ، تر څو چي هغوى د نكاح په بنديز کښي خوندي (محصناتي) پاتي شي، په ازاده شهوت رانۍ پسي ونه ګرځي او نه په غلا او په پټه يارانې وکړي. نو كله چي هغوى د نكاح په چوكاټ کښي خوندي شي او بيا وروسته له هغه كومه بد لمني غوره کړي، نو پر هغو د هغه مجازات نيمايي دي چي د اصيلو ښځو (محصناتو) لپاره ټاكل شويدي. دا اسانتيا ستاسي څخه د هغو كسانو لپاره منځ ته راوړل شوېده چي د مېرمني نه لرلو له مخي د حدودو ماتولو اندېښنه ورسره وي؛ خو كه تاسي له زغم څخه كار واخلئ نو دا ستاسي لپاره غوره ده. او الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  26. يُرِيدُ اللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    الله غواړي هغه چار چلن درته څرګند کړي او پر هغو لارو مو وخوځوي چي ستاسي څخه مخکي نېكان پرې روان ول، هغه ستاسي لوري ته د خپل رحمت د پاملرني اراده لري. او الله هم د پوهي او حكمت څښتن دی.

  27. وَاللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُوا مَيْلًا عَظِيمًا

    هو، الله تاسي ته له رحمت سره پاملرنه كول غواړي؛ خو كوم خلك چي د خپلو نفسي غوښتنو پيروي كوي، هغوى دا غواړي چي تاسي له سمي لاري څخه ډېر لري شئ.

  28. يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ ۚ وَخُلِقَ الْإِنسَانُ ضَعِيفًا

    الله پر تاسي د بنديزونو اسانول غواړي، (ځكه چي) انسان بې وسه (ضعیف) هست کړای شويدى.

  29. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا

    اې مؤمنانو! په خپلو منځو کښي يو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر (خورئ یې) که راکړه ورکړه د دواړو خواو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي، او خپل ځانونه مه وژنئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي مهربان دى.

  30. وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا

    څوك چي په ظلم او تيري سره داسي وکړي، هغه به هرو مرو موږ اور ته ننباسو او دا د الله لپاره څه ګران كار نه دى.

  31. إِن تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا

    كه تاسي له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وکړئ چي تاسي ورڅخه منع کیږي؛ نو وړې وړې ګناوي به مو له حسابه وغورځوو او تاسي به د عزت ځاى ته ننباسو.

  32. وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِن فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا

    او څه چي الله ستاسي څخه ځينو ته د ځينو نورو په پرتله زيات ورکړيدي، د هغو هيله مه كوئ؛ د نارينه ؤ برخه د هغو له کړنو سره سمه او د ښځو برخه د هغو له کړنو سره سمه ده. هو، له الله څخه د هغه د فضل دُعاګاني غواړئ. په دې کښي شك نشته چي الله په هر څه پوه دى.

  33. وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ ۚ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا

    او موږ د هري هغي تركې (میراث) حقداران ټاكلي دي چي مور او پلار او خپلوان یې پرېږدي. اوس پاتي شول هغه خلك چي ستاسي ورسره لوز او تړون وي، نو د هغو برخه ورکړئ، بېشكه چي الله پر هر څه څارونكى دى.

  34. الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا

    نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي، له دې امله چي الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتيا وربښلې ده، او له دې كبله چي نارينه خپل مالونه لګوي؛ نو کومي ښځي چي صالحي دي، هغوى د فرمان منني خوى لري او د نارينه ؤ په غياب کښي د الله تر ساتني او څارني لاندي د هغو د حقوقو ساتنه كوي. او تاسي چي د كومو ښځو له سرغړوني څخه اندېښمن ياست، هغوى (لومړی) پوه کړئ، (بیا) د خوب ځايونه ورڅخه جلا کړئ او (بیا) و یې وهئ، نو كه هغوى ستاسي فرمان برداري شي نو هغو ته د لاس غځوني لپاره بېځايه پلمې مه جوړوئ. باور ولرئ چي له پاسه الله شته چي لوى او لوړ دى.

  35. وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا

    او كه تاسي چيرته د مېړه او مېرمني د اړیکو د خرابېدو په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړی د مېړه له خپلوانو څخه او يو د مېرمني له خپلوانو څخه وټاكئ. كه هغوى دواړه روغه جوړه كول وغواړي؛ نو الله به د هغو دواړو تر منځ د توافق لاره برابره کړي. الله په هر څه پوه او باخبره دى.

  36. ۞ وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا

    او تاسي ټول د الله بندګي وکړئ، له هغه سره هیڅ شي شريك مه نيسئ. له مور او پلار سره غوره رويه وکړئ. له خپلوانو، يتيمانو او مسكينانو سره نېک چلن وکړئ. او له خپلوانو ګاونډیانو سره، پرديو ګاونډیانو سره، د څنګ له ملګري او مسافر سره او له هغو مینزو او غلامانو سره چي ستاسي په لاس کښي وي، د احسان چار چلن وکړئ. باور ولرئ چي الله داسي څوك نه خوښوي چي په خپله انګېرنه مغرور وي او په خپله لوړتيا ویاړي؛

  37. الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

    او داسي كسان هم د الله نه خوښيږي چي بخيلي كوي او نورو ته هم د بخيلۍ كولو لارښوونه كوي، او هغه څه (شتمنۍ) پټوي چي الله په خپله پېرزوېنه هغو ته ورکړيدي. د دغه راز نعمت منكرو خلكو لپاره موږ رسوا كوونكى عذاب تيار ايښى دى.

  38. وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ وَمَن يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا

    او هغه خلك هم د الله نه خوښيږي چي خپل مالونه یوازي خلكو ته د ښودلو لپاره لګوي او په حقيقت کښي نه پر الله ايمان لري نه د اخرت په ورځ. او شيطان چي د چا ملګرى شي، نو د هغه ډېره بده ملګرتيا په برخه شوه.

  39. وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُوا بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللَّهُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا

    په دغو خلكو (کفارو) به څه شوي وای، كه يې پر الله او د اخرت په ورځ ايمان راوړى واى او څه چي الله ورکړيدي له هغو څخه یې لګولي واى؟ - كه دوى داسي كولای، نو له الله څخه د دوى د نېکۍ حالت پټ نه پاته کیږي، ور باندي پوهیږي.

  40. إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا

    الله پر هيچا د يوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي؛ څوك چي يوه نېکي وکړي، الله هغه څو برابره زياتوي او بيا له خپل لوري څخه ستر ثواب ور په برخه كوي؛

  41. فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَـٰؤُلَاءِ شَهِيدًا

    نو ځير شئ! دوى به په هغه وخت کښي څه وکړي چي موږ له هر اُمت څخه يو شاهد راولو او پر دغه اُمت باندي تا (محمد صلى الله عليه وسلم) شاهد تېر کړو.

  42. يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَعَصَوُا الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ الْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ اللَّهَ حَدِيثًا

    په هغه ورځ به هغه ټول خلك چي كافران شول، د پېغمبر لارښووني یې ونه منلې او له هغه څخه یې سركښي وکړه، هيله وکړي چي كاشكي ځمکه وچوي او هغوى په کښي ننوځي او پرې هواره شي. هلته به دوى خپله هیڅ كومه خبره له خدايه پټه نشي کړای.

  43. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا

    اې مؤمنانو! كله چي تاسي د نشې په حالت کښي ياست، نو لمانځه ته مه نژدې کېږئ، لمونځ بايد په داسي حال کښي وکړئ چي تاسي پوهیږئ چي څه واياست. او همدا راز د جنابت په حالت کښي هم لمانځه ته مه نژدې کېږئ، تر څو چي مو لمبلي نه وي. او كه كله داسي وي چي تاسي ناروغان وئ، يا په سفر کښي وئ، يا ستاسي څخه څوك قضایي حاجت وکړي، راشي، يا تاسي ښځو ته لاس وروړى (جماع مو کړي) وي، او بيا اوبه ونه مومئ؛ نو تيمم وکړئ، له پاکي خاوري څخه كار واخلئ او په هغې خپل مخونه او لاسونه مسح کړئ. بېشكه الله د عفوي څخه كار اخيستونكى او بښنه كوونكى دى.

  44. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلَالَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّوا السَّبِيلَ

    ايا تا هغه خلك ليدلي نه دي چي د كتاب د علم يو څه برخه ورکول شوېده؟ هغوى خو په خپله د ګمراهۍ خريداران ګرځېدلي دي او غواړي چي تاسي هم لاره وركه کړئ.

  45. وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَىٰ بِاللَّهِ نَصِيرًا

    الله ستاسي دښمنان ښه پېژني او ستاسي د مرستي او ملاتړ لپاره یوازي الله كافي دى.

  46. مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَـٰكِن لَّعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا

    د یهودانو ځیني كسان داسي دي چي الفاظو ته له خپلو ځايونو څخه تغيير وركوي- او وايي: «موږ واورېدل او مو نه منل، او واوره، په داسي حال کي چي اورول شوی نه یې.» او د حق دين پر خلاف د نېښ وهلو لپاره خپلي ژبي اړوي رااړوي- او وايي: «راعنا = ته زموږ شپون یې». په داسي حال کي چي كه هغوى ويلي واى «موږ واورېدل او و مو منل، او واوره او پر موږ نظر لره.» - نو دا به د هغو لپاره غوره او ډېره سمه لاره وه؛ خو پر هغو باندي د خپلي باطل پرستۍ له امله لعنتونه ورېدلي دي، له دې كبله هغوى ډېر لږ (خلک) ايمان راوړي.

  47. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ آمِنُوا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰ أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا

    اې کتابیانو! دغه كتاب (قُرآن) ومنئ چي موږ اوس نازل کړيدى، د هغه کتاب تصدیق کوونکی دی چي ستاسي سره موجود دی. (پر ده ايمان راوړئ) مخکي له هغه چي موږ مخونه مسخ کړو او د څټ لوري ته یې وګرځوو. يا دوى په هغه شان لعنتيان کړو لكه چي د سبت (شنبې) خاوندان مو کړي ول، او (په ياد ولرئ چي) د الله حُكم نافذیږي.

  48. إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا

    الله یوازي شرك نه بښي، له دې څخه پرته چي نوري هر څومره ګناهوي دي، چي د هغه چا ته خوښه شي وربښي یې. چا چي له الله سره كوم بل څوك شريك وګاڼه، هغه ډېر غټ درواغ غوټه کړل او د ډيري لویي ګناه خبره یې وکړه.

  49. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُم ۚ بَلِ اللَّهُ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا

    ايا تا هغه خلك ليدلي نه دي، چي د خپلي زياتي پاك نفسۍ غورې وهي؟ - په داسي حال کښي چي الله چا ته وغواړي سپېلڅلتیا ور په برخه كوي. او پر هغو د يوې ذرې په اندازه هم ظلم نه کیږي.

  50. انظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۖ وَكَفَىٰ بِهِ إِثْمًا مُّبِينًا

    ښه نو، وګوره پر الله باندي د درواغو له تړلو څخه د دوى چورت نه خرابیږي او د دوى د څرګندي ګناهګارۍ لپاره همدا يوه ګناه كافي ده.

  51. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَـٰؤُلَاءِ أَهْدَىٰ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلًا

    ايا تا هغو خلكو ته نه دي كتلي چي د كتاب له علم څخه يو څه برخه ورکړه شوېده؟ او د هغو حالت دا دى چي جبت (بت) او طاغوت (شیطان) مني او د كافرانو په باب وايي چي له ايمان راوړونكيو څخه خو د همدوى لاره زياته سمه ده؛

  52. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَمَن يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا

    همداسي خلك دي چي الله پرې لعنت کړيدى، او پر چا چي الله لعنت وکړي بيا ته د هغه لپاره هیڅ مرستندوى نه شې موندلى.

  53. أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لَّا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا

    ايا په حكومت کښي یهودان برخه وال دي؟ - كه داسي واى، نو دوى به نورو ته يو خلكى هم نه ؤ ورکړی.

  54. أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَىٰ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ ۖ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا

    او ايا دوى پر نورو له دې امله رخه كوي چي الله پر هغو خپل فضل پيرزو کړيدى؟ - كه دا خبره وي، نو دوی ته دي معلومه وي چي موږ خو د ابراهيم (ع) اولاد ته كتاب او حكمت ورکړی او ستره باچاهي مو وربښلې ده.

  55. فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ ۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا

    خو له هغو (يهودانو) څخه ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو ور څخه مخ واړوی، او مخ اړوونكيو ته خو یوازي د دوږخ تاوجن اور كافي دى.

  56. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا

    كومو خلكو چي زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار کړيدى، هرومرو به يې اور ته ننباسو؛ او كله چي د هغوى د بدن پوټكي والیېل (وسوځول) شي؛ نو د هغو پر ځاى به نور پوټكي ورکړو چي د عذاب خوند ښه وڅكي. الله ډېر زورور دى او د خپلو فېصلو د عملي كولو په حكمت ډېر ښه پوهیږي.

  57. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِيلًا

    او كومو خلكو چي ايمان راوړی (زموږ ايتونه یې منلي) او غوره عملونه یې کړيدي، هغوى به موږ داسي باغونو (جنتونو) ته ننباسو چي لاندي به يې ویالې بهيږي، هلته به هغوى د تل له پاره اوسیږي او سپېڅلي مېرمني به يې په برخه شي او په ګڼو سيورو کښي به ورته استوګنه ورکړو.

  58. ۞ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا

    مسلمانانو! الله تاسي ته حُكم كوي چي امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ. او كله چي د خلكو په منځ کښي فېصله كوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله تاسي ته په دې سره ډېر لوى نصيحت كوي. او په باوري ډول الله اورېدونكی او ليدونكی دى.

  59. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا

    اې مؤمنانو! د الله، رسول او هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي، بيا كه ستاسي تر منځ په كومه چاره کښي شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته محوله (وړاندي) کړئ. كه تاسي په رښتيا سره پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لرئ، همدا د كار يوه سمه طريقه ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده.

  60. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا

    [اې پېغمبره (ص)!] ايا تا هغو خلكو ته نه دي كتلي چي دعوه كوي چي: موږ پر هغه كتاب چي تا ته راغلى دى او پر هغو كتابونو چي له تا څخه مخکي نازل شوي ول ايمان راوړيدى؟ - خو غواړي چي خپلي چاري د فېصلې لپاره د طاغوت(شیطان) لوري ته وړاندي کړي. حال دا دى چي هغو ته له طاغوت څخه د منكرېدو حُكم شوى ؤ. شيطان غواړي هغوى وغولوي او د سمي لاري څخه یې ډېر لري وباسي.

  61. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا

    او كله چي هغو ته ويل کیږي چي راشئ، د هغه شي لوري ته چي الله نازل کړيدى. او راشئ، د پېغمبر لوري ته. نو ته به دغو منافقانو ته ګورې چي ستا لوري ته له راتګ څخه بيخي ځانونه ګوښه كوي؛

  62. فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَاءُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا

    نو په هغه وخت کښي به څه کیږي چي د دوى له خپله لاسه جوړ کړی غم پرې ووریږي؟ په هغه وخت کښي به دوى تا ته په قسمونو خوړلو راځي، او وايي به چي: «په خداى قسم دى چي موږ خو بې له ښېګڼي نور څه نه غوښتل او موږ دا غوښتل چي د دواړو خواوو تر منځ روغه جوړه راشي.»

  63. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللَّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا

    الله پرې پوهیږي چي د هغو په زړونو کښي څه دي. له هغو سره غرض مه كوه، پوه يې کړه او داسي نصيحت ورته وکړه چي د هغو په زړونو کښي ځاى ونيسي.

  64. وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُوا أَنفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا

    (هغوى ته څرګنده کړه چي) موږ هر پېغمبر یوازي ددې لپاره لېږلی دی چي د خداى په حُكم د هغه اطاعت وکړاى شي. كه هغوى دا لاره غوره کړې واى چي كله پر خپلو ځانونو ظلم كوی، نو تا ته راتلای او له الله څخه یې بښنه غوښتلای، او پېغمبر هم ورته د بښني غوښتنه كولای، نو شك نشته چي الله به یې بښونكى او رحم كوونكى موندلی وای .

  65. فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا

    نه، اې محمده (ص)! ستا په رب قسم چي دوى هیڅكله مؤمنان كېداى نه شي، تر څو چي په خپل منځي شخړو کښي تا فېصله كوونكى ونه مني. بيا چي ته څه فېصله وکړې، پر هغې باندي په خپلو زړونو کښي هم څه تنګي احساس نه کړي؛ بلکي سر تر پايه یې ومني.

  66. وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِّنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا

    كه موږ هغو ته حُكم کړی واى چي خپل ځانونه ووژنئ يا له خپلو كورونو څخه ووځئ، نو له هغو څخه به ډېرو لږو كسانو پرې عمل کړی واى. په داسي حال کي كوم نصيحت چي هغو ته کیږي، كه پر هغه یې عمل کړی واى، نو دا به ورته د ډېر ښه والي او د زياتي ډاډېني موجب وای؛

  67. وَإِذًا لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا

    او چي كله دوی داسي کولای، نو موږ به له خپل لوري څخه ورته ډېر زيات ثواب ورکړی واى؛

  68. وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا

    او دوى ته به مو سمه لاره ښودلې واى.

  69. وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَـٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَـٰئِكَ رَفِيقًا

    څوك چي د الله او پېغمبر اطاعت وکړي، نو د هغو خلكو ملګري به وي چي الله پېرزوېنه پر کړېده؛ يعني: پېغمبران، رښتیا ویونکي، شهيدان او صالحان. د هغو ملګرتيا څومره ښه ده چي چا ته په برخه شي.

  70. ذَٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ عَلِيمًا

    دا حقيقي پېرزوينه ده چي د الله له لوري کیږي او د حقيقت پوهني لپاره یوازي د الله علم كافي دى.

  71. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُوا جَمِيعًا

    اې مؤمنانو! هر وخت د مقابلې لپاره چمتو اوسئ، بيا چي څنګه وخت مومئ د بېلا بېلو ټولګيو په توګه (مقابلې ته) ووځئ يا يو موټى ووځئ.

  72. وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًا

    هو، ځني ستاسو څخه داسي وي چي له جګړې څخه ځان ګوښه كوي؛ كله چي پر تاسي كوم مصيبت راشي، نو (دا منافق کس) وايي: «الله پر ما لويه مهرباني وکړه چي زه له دې خلكو سره حاضر نه وم.»

  73. وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ اللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُن بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيْتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا

    او كه د الله له لوري پر تاسي لورېنه وي؛ نو (منافق کس) وايي او په داسي شان یې وايي چي ګواکي ستاسي او د هغه تر منځ د دوستۍ خو له سره كومه اړیکه نه وه، چي كاشكي زه هم له هغو سره واى؛ نو پوره برياليتوب به مي تر لاسه کړی وای.

  74. ۞ فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

    (داسي خلكو ته دي ښكاره وي چي) د الله په لاره کښي جنګېدل هغو خلكو ته پكار دي چي د اخرت په بدل کښي د دنيا ژوند پلوري. نو څوك چي د الله په لاره کښي وجنګیږي او ووژل شي يا برلاس شي، هغه ته به موږ هرو مرو ستر ثواب ور په برخه کړو.

  75. وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا

    اخر څه دليل دى، چي تاسي د الله په لاره کښي د هغو بېوسو نارينه، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چي كمزوري کړای شوي، تر فشار لاندي نيول شويدي او فريادونه كوي چي: «اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چي اوسيدونكي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ كوم سرپرست او مرستندوى پيدا کړه.»

  76. الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا

    كومو خلكو چي د ايمان لاره غوره کړېده، هغوى د الله په لاره کښي جنګيږي. او كومو كسانو چي د كفر لاره غوره کړېده، هغوى د طاغوت (شیطان) په لاره کښي جنګيږي، نو د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ، او باور ولرئ چي د شيطان دسيسې په حقيقت كښي ډيري كمزوري دي.

  77. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوا أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً ۚ وَقَالُوا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلَا أَخَّرْتَنَا إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ ۗ قُلْ مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَىٰ وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًا

    ايا تا هغو خلكو ته كتلي نه دي چي ورته ويل شوي ول چي خپل لاسونه له جنګه منع کړئ، لمونځ قائم کړئ او زكات ورکړئ؟ - اوس چي هغو ته د جنګېدو امر وشو، نو له هغو نه يوه ډله له خلكو څخه داسي وېریږي لكه څنګه چي د خدايه وېره پكار ده، يا له دې څخه هم څه زياته. وايي: «خدايه تا پر موږ ولي د جنګېدو امر وليكه؟ ولي دي موږ ته لږ څه نور مهلت رانه کړ؟» - دوى ته ووايه: «د دُنيا د ژوند پانګه لږه ده، او اخرت د پرهېزګار انسان لپاره ډېر غوره دى، او پر تاسي به د يوې ذرې په اندازه هم ظلم ونه کړای شي.»

  78. أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ ۗ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هَـٰذِهِ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هَـٰذِهِ مِنْ عِندِكَ ۚ قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۖ فَمَالِ هَـٰؤُلَاءِ الْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا

    پاته شو مرګ، نو چيري چي ياست هغه په هر صورت درتلونكى دى، كه تاسي په هر څومره محكمو(ټینګو) کلاګانو کښي هم اوسئ. كه دوى ته څه ګټه رسیږي، نو وايي: «دا د الله له لوري ده.» - او كه څه زيان ور اوړي، نو وايي: «دا ستا له لاسه دي.» - ورته ووايه: «هر څه د الله له لوري دي.» - اخر په دې خلكو څه شويدي چي په هیڅ خبره نه پوهیږي.

  79. مَّا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ وَمَا أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا

    اې انسانه! تا ته چي هره ښېګڼه رسیږي د الله په پېرزوېنه رسیږي. او په كوم غم چي اخته کېږې، هغه ستا د خپلو کړنو له امله دى. اې محمده (ص)! موږ ته د خلكو لپاره د پېغمبر په حيث لېږلی یې او پر دې د خداى شاهدي كافي ده؛

  80. مَّن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا

    چا چي د پېغمبر اطاعت وکړ هغه په اصل کښي د خداى اطاعت وکړ. او چا چي مخ واړوه، نو په هر صورت موږ په دې خلكو باندي ته د څارونكي او ساتونكي په توګه نه یې لېږلی.

  81. وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَائِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ ۖ وَاللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا

    هغوى په خوله وايي چي موږ فرمانبردار يوو؛ خو كله چي ستا له څنګ څخه لیري کيږي، نو د هغو يوه ډله د شپې له مخي راټولیږي، ستا د خبرو پر خلاف مشورې كوي. الله د هغو دا ټولي پټي مشورې ليكي. ته د هغو پروا مه كوه او پر الله توكُل وکړه، او الله د ساتونكي په توګه كافي دي.

  82. أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا

    ايا دا خلك قرآن ته نه ځير کیږي؟ - كه دا د الله پرته د كوم بل چا له لوري واى، نو په ده کښي به ډېر ګډوډ بيان موندل كېدی.

  83. وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَىٰ أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا

    دوى چي كله كوم د ډاډ يا وېري خبر اوري، هغه خپروي؛ په داسي حال کښي چي كه دوى هغه (خبر) پېغمبر او د خپلي ډلي مسئولو كسانو ته ورسوي، نو پر هغه به داسي ډول خلك وپوهیږي چي د دوى په منځ کښي د دې خبري صلاحیت لري چي له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلى شي. كه پر تاسي د الله مهرباني او رحمت نه واى، نو (ستاسي نيمګړتياوي داسي وي چي) له څو تنو پرته به نور ټول په شيطان پسي خوځېدلي واست.

  84. فَقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ ۚ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ عَسَى اللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ وَاللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا

    نو [اې پېغمبره (ص)!] ته د الله په لار کښي وجنګېږه، ته له خپله ځانه پرته د بل هيچا لپاره مسئول نه یې، البته مؤمنان د جنګېدو لپاره وهڅوه. ليري نه ده چي الله د كافرانو زور مات کړي. د الله زور تر ټولو ډېر زيات او د هغه سزا تر ټولو ډېره سخته ده.

  85. مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا

    څوك چي د نېکۍ سپارښ وکړي، هغه به له هماغې څخه برخه ومومي. او څوك چي د بدۍ سپارښ وکړي، هغه به له هماغې څخه برخه ومومي. او الله په هر شي قدرت لرونكى دى.

  86. وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا

    او څوك چي په درناوي سره تاسي ته سلام واچوي، نو هغه ته په ښه توګه ځواب ورکړئ يا لږ تر لږه په هماغه شان. الله د هر شي حساب اخيستونكى دى.

  87. اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا

    الله، له هغه څخه پرته هیڅ كوم بل خداى نشته. هغه به تاسي ټول د قيامت په هغه ورځ راټول کړي چي د هغې په راتګ کښي هیڅ كوم شك او شبهه نشته. او د الله له خبري څخه ډېره زياته رښتينې خبره د بل چا كېداى شي؟

  88. ۞ فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوا ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ ۖ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا

    نو دا په تاسي څه شويدي چي د منافقانو په باب مو په منځ کښي دوې مفكورې موجودي دي؟ - په داسي حال کي کومي بدۍ چي هغو ګټلي دي، د هغو له امله الله دوی بيرته په شا ګرځولي دي. ايا تاسي غواړئ، چا ته چي الله هدايت نه وي کړی، هغه ته تاسي هدايت وکړئ؟ - حال دا، څوک چي د الله له لاري واړوي د هغه لپاره ته كومه لاره نه شې پيدا كولای.

  89. وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

    هغوى خو دا غواړي لكه چي څنګه په خپله كافران دي، هماغسي تاسي هم كافران شئ؛ تر څو تاسي او هغوى ټول سره برابر شئ. له دې امله له هغو څخه هیڅوك خپل دوستان مه نيسئ، تر څو چي هغوى د خداى په لار کښي هجرت ونه کړي، او كه هغوى له هجرت څخه منع راوړي؛ نو چيري یې چي ومومئ ویې نيسئ او ویې وژنئ؛ او له هغوى څخه هيڅ څوک خپل دوست او مرستندوى مه ګرځوئ؛

  90. إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا

    البته هغه منافقان له دې حكم څخه مستثنا دي چي له يو داسي قوم سره يو ځاى شي چي له هغه سره ستاسي تړون وي. دغه راز هغه منافقان هم مستثنا دي چي تاسي ته راځي او له جګړې څخه زړه تورن دي: نه له تاسي سره جنګېدل غواړي او نه له خپل قوم سره. كه الله غوښتلای نو هغوى به یې پر تاسي مسلط کړي واى او هغوى به هم در سره جنګېدلي واى. له دې كبله كه هغوى ستاسي څخه څنګ وکړي او له جنګ کولو څخه لاس په سر شي او تاسي ته دروغي جوړي لاس اوږد کړي؛ نو الله ستاسي لپاره هغو ته د لاس اوږدولو كومه لاره نه ده پرې ايښې.

  91. سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوا إِلَى الْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوا أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُولَـٰئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا

    تاسي به يو بل ډول داسي منافقان مومئ چي غواړي ستاسي سره هم په امن واوسیږي او له خپل قوم سره هم، خو چي هر كله د فتنې فرصت په لاس ورشي بې موجبه به په کښي ځان وغورځوي. دغه راز خلك كه ستاسي له مقابلې څخه په څنګ نه شي او تاسي ته د روغي جوړي پيشنهاد ونه کړي او لاس وانخلي، نو چي هر چيري مو وموندل، ویې نيسئ او ویې وژنئ. پر هغو د لاس پورته كولو لپاره موږ تاسي ته ښكاره سند درکړيدى.

  92. وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَن يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

    دا د يو مؤمن كار نه دى چي بل مؤمن ووژني، مګر دا چي خطا ورڅخه وشي. او څوك چي كوم مؤمن په خطائۍ سره ووژني، نو د هغه كفاره د یو مؤمن مريي ازادول او د وژل شوي وارثانو ته د وینو بیه ورکول دي، مګر دا چي د وژل شوي وارثان قاتل وبخښي. خو كه هغه وژل شوى مسلمان له كوم داسي قوم څخه ؤ چي له هغه سره ستاسي دښمني وي؛ نو د هغه كفاره د يو مؤمن غلام ازادول دي. او كه هغه وژل شوى مومن د كوم يو داسي نامسلمان قوم وګړی ؤ چي له هغه سره ستاسي تړون ؤ، نو د هغه وارثانو ته به د وينو بيه وركول او د يو مؤمن غلام ازادول وي. نو كه څوك غلام و نه لري، پر له پسې دي دوې مياشتي روژه ونيسي. دا پر دې ګناه باندي الله ته د توبې ايستلو طريقه ده. او الله د علم او پوهي خاوند دى.

  93. وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا

    پاته شو هغه څوك چي كوم مؤمن له پوهي او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوږخ دى چي په هغه کښي به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى.

  94. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

    اې مؤمنانو! كله چي د الله په لار کښي د جهاد لپاره ووځئ، نو د دوست او دښمن په منځ کښي توپير وکړئ. او څوك چي تاسي ته سلام واچوي، هغه ته سمدلاسه مه واياست چي ته مومن نه یې. كه تاسي د دنيا ګټه غواړئ، نو له الله سره ستاسي لپاره د ولجې (غنیمتونو) ډيري زياتي شتمنۍ شته. اخر په همدې حالت کښي خو تاسي په خپله هم له دې څخه مخکي اخته شوي وئ. بيا الله پر تاسي مهربانه شو، له دې امله له غور څخه كار واخلئ. تاسي چي څه كوئ الله پرې خبر دى.

  95. لَّا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا

    له مسلمانانو څخه هغه كسان چي بې عُذره په خپلو كورونو کښي ناست دي، او هغه كسان چي د الله په لار کي په سر او مال جهاد كوي، د دواړو حيثيت يو شان نه دى. الله د ناستو په پرتله د هغو كسانو درجه چي په سر او مال جهاد كوي ډېره لوړه ګرځولې ده. كه څه هم له هر يوه سره الله د ښېګڼي وعده کړېده، خو د هغه په وړاندي د مجاهدينو د خدمتونو بدله له ناستو كسانو څخه ډېره زياته ده؛

  96. دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

    د هغو لپاره د الله له خوا ستري درجې دي او بښنه او رحمت دى. او الله لوى بښونكى او رحم كوونكى دى.

  97. إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ ۚ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا ۚ فَأُولَـٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا

    كومو خلكو چي پر خپلو نفسونو (دهجرت په نه كولو) ظلم کاوه، پرښتو له هغو څخه د ساه اخيستلو په وخت کښي پوښتنه وکړه چي: تاسي په څه حال کښي اخته وئ؟ هغوى ځواب ورکړ چي: موږ په ځمکه کښي كمزوري او مجبور وو. پرښتو وويل: ايا د خداى ځمکه پراخه نه وه چي تاسي په هغې کښي هجرت کړی واى؟ - دا هغه خلك دي چي استوګنځى یې دوږخ دى او هغه ډېر بد استوګنځى دى.

  98. إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا

    هو! كوم نارينه، ښځي او ماشومان چي په رښتيا بېوسي دي او د وتلو كومه لاره او وسيله نه مومي، هغوی مستثنا دي.

  99. فَأُولَـٰئِكَ عَسَى اللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا

    نو كېداى شي چي الله هغو ته بښنه وکړي، الله لوى بښونكى او تيرېدونكى دى.

  100. ۞ وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً ۚ وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

    څوك چي د الله په لار کښي هجرت وکړي، هغوى به په ځمکه کښي د پناه اخيستلو ډېر ځايونه او د ژوند تېرولو لپاره ډېره پراخي ومومي. او څوك چي له خپله كوره د الله او پېغمبر خوا ته د هجرت كولو لپاره ووځي، بيا په لاره کښي ورته مرګ راشي، د هغه ثواب د الله پر ذمه واجب شو. الله ډېر بښونكى او پوره رحم کوونکی دى.

  101. وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا مِنَ الصَّلَاةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُوا لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا

    او كله چي تاسي په سفر ووتلاست نو څه باك نشته كه په لمانځه کښي لنډوالی وکړئ، (په تېره بيا) كله چي تاسي سره دا وېره وي چي كافران به مو وځوروي، ځكه چي كافرانو په ښكاره څرګنده ستاسي دښمنۍ ته ملا تړلې ده.

  102. وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلَاةَ فَلْتَقُمْ طَائِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِن وَرَائِكُمْ وَلْتَأْتِ طَائِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰ أَن تَضَعُوا أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

    او [اې پېغمبره (ص)!] كله چي ته د مسلمانانو په منځ کښي یې او (د جنګ په حالت کښي) له هغو سره په لمانځه ولاړ یې؛ نو په كار ده چي له هغو څخه يوه ډله دي ستا سره ودريږي او وسله یې بايد اخيستې وي، بيا چي كله هغوى سجده وکړه؛ نو په وروسته دي لاړ شي او هغه بله ډله چي تر اوسه یې لمونځ نه دى کړی را دي شي او ستا سره دي لمونځ وکړي او هغه دي هم تيارسی او په وسله سنبال اوسي، ځكه چي كافران دې ته څارو دي چي كه تاسي له خپلو وسلو او خپلو تجهيزاتو څخه لږ شان غافل شئ؛ نو هغوى به پر تاسي په يو وار توى شي (حمله وکړي). البته كه تاسي د باران له امله تكليف احساس کړئ يا ناروغان اوسئ، نو په وسله اېښودلو کښي څه باك نشته، خو بيا هم څارو اوسئ. باور ولرئ چي الله د كافرانو لپاره رسوا كوونكى عذاب تيار کړيدى.

  103. فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلَاةَ فَاذْكُرُوا اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ ۚ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا

    بيا كله چي له لمانځه څخه وزګار شئ، نو د ولاړي، ناستي او ملاستي په هر حالت کښي الله يادوئ. او كله چي ډاډه شئ، نو پوره لمونځ ادا کړئ. لمونځ په حقيقت کښي يو داسي فرض دى چي د وخت له پابندۍ سره پر مؤمنانو لازم کړای شويدى.

  104. وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ ۖ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

    د دښمني ډلي په تعقيبولو کښي سستي مه كوئ، كه تاسي کړاؤ ګالئ، نو ستاسي په شان هغوى هم کړاؤ ګالي. او تاسي له الله څخه د هغه څه هيله من ياست چي هغوى یې هيله من نه دي. الله پر هر څه پوهیږئ او الله د حكمت او پوهي خاوند دى.

  105. إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَائِنِينَ خَصِيمًا

    اې پېغمبره! موږ دا كتاب په حقه ستا لوري ته درلېږلی دى، تر څو هغه سمه لاره چي الله در ښودلې ده، له هغې سره سمه د خلكو په منځ کښي فېصله وکړې، ته د خائنانو له خوا جګړه كوونكى مه کېږه،

  106. وَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

    د الله څخه بښنه غواړه، هغه ستر بښونكى او رحم کوونکی دى.

  107. وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا

    كوم كسان چي له خپل ځان سره خيانت كوي، ته د هغو ملاتړ مه كوه. د الله هغه څوك نه خوښيږي چي خائن او د ګناه پر لار روان وي.

  108. يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ الْقَوْلِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا

    دا خلك کولای شي چي له انسانانو څخه خپل کړه وړه پټ کړي، خو له خداى څخه یې نه شي پټولای. هغه خو په هغه وخت کښي هم له هغو سره وي، چي كله دوى د شپې له مخي په پټه د هغه (الله) د رضا پر خلاف مشورې كوي. د دوى پر ټولو کړو وړو د الله علم چاپېر دى.

  109. هَا أَنتُمْ هَـٰؤُلَاءِ جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا

    هو! تاسي خو په دنيوي ژوندانه کښي ددې مجرمانو جنګ پر خپل سر واخيست، خو د قيامت په ورځ به د دوى له لوري څوك جګړه وکړي؟ ښه نو هلته به څوك د دوى وكالت وکړي؟

  110. وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا

    كه څوك بد عمل وکړي يا پر خپل ځان ظلم وکړي او له هغه وروسته له الله څخه بښنه وغواړي، نو الله به بښونكى او رحم کوونکی ومومي.

  111. وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَىٰ نَفْسِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

    خو څوك چي بدي وګټي نو د هغه دا ګټه به د هماغه لپاره وبال وي. الله په ټولو خبرو خبر دى او هغه د پوهي او حكمت خاوند دى.

  112. وَمَن يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا

    او چا چي كومه خطا يا ګناه وکړه او د هغې تور یې پر كوم بې ګناه ولګاوه، هغه نو د لوى بهتان او څرګندي ګناه پېټى وتاړه.

  113. وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ ۚ وَأَنزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا

    [اې پېغمبره (ص)!] كه د الله فضل پر تا نه واى او د هغه د رحمت څخه برخمن نه واى، نو د هغو يوې ډلي خو په غلط پوهنه (ګمراهۍ) کښي ستا د غورځولو فېصله کړې وه. په حقيقت کي هغو له خپله ځانه پرته هیڅوک په غلط پوهنه (ګمراهۍ) کي ونه غورځاوه او تا ته یې هیڅ زيان نه شو اړولای. الله پر تا كتاب او حكمت نازل کړی دى او تا ته یې هغه څه ښودلي دي چي درته معلوم نه ول، او پر تا د الله مهرباني ډېره زياته ده.

  114. ۞ لَّا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

    د خلكو په پټو مجلسونو کښي زياتره څه ښېګڼه نه وي. هو، كه څوك په پټه توګه د صدقې او خيرات لارښوونه وکړي يا د كوم ښه كار لپاره يا د خلكو په چارو کښي د اصلاح كولو لپاره چا ته څه ووايي، نو البته دا ښه خبره ده، او څوك چي د الله د خوشحالولو په خاطر داسي وکړي، هغه ته به موږ لوى ثواب ور په برخه کړو؛

  115. وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا

    خو چا چي د پېغمبر د ښمنۍ ته ملاتړلې وي او د مؤمنانو له طريقې څخه پرته په كومه بله لاره لاړ شي، په داسي حال کښي چي سمه لاره ورته څرګنده شوې وي؛ نو هغه به موږ په هماغه لوري وخوځوو چي خپله هغه لوري ته ورګرځېدلى دی او دوږخ ته به يې ننباسو چي خورا بد استوګنځى دى.

  116. إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا

    د الله په وړاندي یوازي د شرك بښنه نشته، له هغه پرته نور ټول څه بښل کېدای شي، چا ته چي هغه بښنه كول وغواړي؛ چا چي له الله سره څوك شريك وګاڼه، هغه په ګمراهۍ کښي له حق څخه ډېر لیري لاړ.

  117. إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلَّا إِنَاثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَانًا مَّرِيدًا

    هغوى له خدايه پرته د ښځينه بتانو بندګي كوي. هغوى هغه باغي شيطان معبود ګرځوي،

  118. لَّعَنَهُ اللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا

    چي الله هغه لعنتي کړيدى (هغوى د هغه شيطان اطاعت كوي) چي هغه الله ته ويلي وو: "زه به ستا له بندګانو څخه يوه ټاكلې برخه واخلم،

  119. وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا

    زه به هغوى خامخا لار ورکي کړم، زه به هغوى په هيلو کښي لتاړ کړم. زه به هغو ته امر وکړم او هغوى به زما په امر د څارويو غوږونه څيري کړي. او زه به هغو ته امر وکړم او هغوى به زما په امر په خدايي جوړښت او پيدايښت کښي رد و بدل راولي." چا چي دا شيطان د الله پر ځاى خپل دوست او سرپرست ونيوی، هغه په ښكاره زيان کښي وغورځېدی.

  120. يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا

    هغه له دې خلكو سره وعدې كوي، او په هيلو کښي يې اچوي، خو له دوی سره د شيطان ټولي وعدې له غولولو پرته نور څه نه دي.

  121. أُولَـٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا

    ددې خلكو استوګنځى دوږخ دى چي له هغه څخه به دوى د ژغورني هیڅ لاره ونه مومي.

  122. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا

    پاتي شول هغه خلك چي ايمان راوړي او ښه كارونه وکړي، نو موږ به هغوى داسي باغونو(جنتونو) ته ننباسو چي لاندي به يې ویالې بهيږي او هغوى به په کښي د تل لپاره استوګن وي. دا د الله رښتينې وعده ده او له الله څخه به زيات څوك په خپله خبره کښي رښتينى وي!.

  123. لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ ۗ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

    د چارو عاقبت نه ستاسي په هيلو پوري تړلى دى، نه د اهل كتابو په هيلو پوري. هر څوك چي بد وکړي د هغه سزا به ومومي، او د الله په مقابله کښي به د ځان لپاره هیڅ كوم ملاتړ او مرستندوى ونه شي موندلای.

  124. وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا

    او څوك چي ښه عملونه وکړي، كه هغه نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي هغه مؤمن وي، نو همداسي خلك به جنت ته ننووځي او د يوې ذرې په اندازه به پر هغو ظلم ونه شي.

  125. وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا

    او څوک ښه دین داره له هغه چا څخه دی چي الله ته يې ځان وسپاره او په نېكوكارۍ یې لاس پوري کړ، په يوه لاره لوري روان شو، د ابراهيم (ع) د مسلك پيروي یې وکړه، د هغه ابراهيم(ع) د مسلك، چي الله په دوستۍ نيولى ؤ؟

  126. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا

    په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي، د الله دي او د الله علم په هر څه چاپېر دى.

  127. وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ ۖ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَن تَقُومُوا لِلْيَتَامَىٰ بِالْقِسْطِ ۚ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا

    خلك ستا څخه د ښځو په اړه فتوا غواړي؛ ورته ووايه: الله تاسي ته د هغو په باب فتوا دركوي، او ددې تر څنګ هغه حُكمونه هم در زده كوي چي له پخوا راهيسي تاسي ته په دې كتاب کښي لوستل کیږي؛ يعني د هغو يتيمو انجنو په باب حُكمونه چي تاسي د هغو حقوق نه وركوئ او غواړئ چي په نکاح يې کړئ. او د بيوزلو، بېوسو ماشومانو په باب حُكمونه. الله تاسي ته لارښوونه كوي چي د يتيمانو په حق کي پر عدالت ولاړ اوسئ، او تاسي چي كومه ښېګڼه وکړئ، هغه به د الله له علم څخه پټه پاته نه شي.

  128. وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا ۚ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ وَأُحْضِرَتِ الْأَنفُسُ الشُّحَّ ۚ وَإِن تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

    كله چي كومه ښځه د خپل مېړه له ناوړه چلن يا مخ اړوني څخه په وېره کښي وي، نو هیڅ باك نشته كه مېړه او مېرمن (د څه حقوقو پر كمولو، زياتولو) په خپلو منځو کښي روغه جوړه وکړي. روغه جوړه په هر حال ډېره ښه ده. نفس د زړه تنګۍ خوا ته ډېر ژر میلان كوي، خو كه تاسي د احسان له لاري چلن وکړئ او له خدايه ووېرېږئ، نو باور ولرئ چي الله ستاسي له دې ډول کړو وړو څخه با خبره دي.

  129. وَلَن تَسْتَطِيعُوا أَن تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِن تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

    د ښځو په منځ کښي په ټوله معنا عدالت، ستاسي په وس کښي نشته. كه تاسي وغواړئ هم نه یې شئ کولای. له دې امله (د الهي قانون د هدف تر سره كولو لپاره دا كافي ده چي) د يوې ښځي لوري ته دومره میلان مه كوئ چي هاخوا هغه بله بې برخليكه پرېږدئ. كه تاسي خپل کړه وړه سم کړئ او له الله څخه په وېره کښي اوسئ، نو الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  130. وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِّن سَعَتِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا

    خو كه (مېړه او ارتينه) يو له بله (په طلاق سره) بېل هم شي؛ نو الله به په خپل پراخ قدرت سره هر يو بل ته له محتاجۍ څخه بې نيازه کړي. د الله د لوريني لمن ډېره ارته ده او هغه د حكمت خاوند دى.

  131. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا

    په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي، ټول د همدې الله دي. ستاسي څخه مخکي چي موږ چا ته كتاب ورکړی ؤ، هغو ته مو هم همدا لارښودنه کړي وه. او تاسي ته هم اوس همدا لارښودنه كوو چي د خداى له وېري سره كار وکړئ؛ خو كه تاسي یې نه منئ نو مه یې منئ. د اسمانونو او ځمکي د ټولو شيانو څښتن یوازي الله دى او هغه بې نيازه دى، د هري ثنا، او ستايني مستحق دى.

  132. وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا

    هو، د هغو ټولو شيانو، چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، یوازي همدا الله مالك دى، او د كار جوړوني لپاره یوازي هماغه كافي دى.

  133. إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرًا

    كه هغه وغواړي، نو اې خلكو تاسي به ايسته کړي او ستاسي پر ځاى به نور خلك راولي، او هغه په دې پوره برلاسى دى.

  134. مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا

    څوك چي یوازي د دنيا د ثواب غوښتونكى وي، هغه ته دي دا څرګنده وي چي له الله سره د دنيا ثواب هم شته او د اخرت ثواب هم، او الله اورېدونكى او د هر څه ليدونكى دى.

  135. ۞ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ ۚ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَىٰ أَن تَعْدِلُوا ۚ وَإِن تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

    اې مؤمنانو! د عدالت علمبرداران او د خداى لپاره شاهدان اوسئ، كه څه هم چي ستاسي د عدالت كولو او شاهدۍ زيان په خپله تاسي يا ستاسي مور او پلار يا ستاسي خپلو خپلوانو ته راجع کیږي هم. د معاملې لورى که شتمن وي او كه بيوزلى، الله ستاسي څخه زيات د هغه خير غوښتونكى دى. نو، په دې اساس د خپلو نفسي غوښتنو د پيروۍ له امله عدالت مه پرېږدئ. او كه تاسي ګډي وډي وواياست يا له رښتيا ويلو څخه ډډه وکړئ نو وپوهېږئ، تاسي چي څه كوئ الله پرې خبر دى.

  136. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنزَلَ مِن قَبْلُ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا

    اې مؤمنانو! پر الله او پر پيغمبر او پر هغه كتاب ايمان راوړئ چي الله پر خپل پېغمبر نازل کړيدى. او پر هر هغه كتاب چي له دې څخه مخکي یې نازل کړيدى. چا چي له الله، د هغه له پرښتو، د هغه له كتابونو، د هغه له رسولانو او د اخرت له ورځي څخه انكار وکړ، هغه په ګمراهۍ کښي سرګردان ډېر لیري لاړ.

  137. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا

    پاتي شول هغه كسان چي ايمان یې راوړ، بيا كافران شول، بيا یې ايمان راوړ، بيا كافران شول، بيا په خپل كفر کي یې زيات پر مختګ وکړ؛ نو الله به هیڅكله هغو ته بښنه ونه کړي او نه به هیڅكله هغو ته سمه لار وښيي.

  138. بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

    او منافقانو ته (هغوی چي مؤمنان پرېږدي له كافرانو سره ملګرتيا كوي) دا زيرى واوروه چي د هغو لپاره دردناکه سزا تياره ده.

  139. الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

    هغه كسان چي مومنان پرېږدي، له كافرانو سره د دوستۍ اړیکي ټينګوى، ايا دا خلك د عزت لاس ته راوړلو لپاره هغو ته ورځي؟ په داسي حال کښي چي هر راز عزت یوازي د الله لپاره دى.

  140. وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا

    الله په دې كتاب کښي، تاسي ته پخوا امر کړيدى چي كه په هر ځاى کښي واورئ، چي د الله د ايتونو پر خلاف اواز پورته کیږي او مسخرې ور پوري کیږي، هلته مه کښينئ، تر هغه چي خلك په كومه بله خبره کښي مصروف شي. اوس كه تاسي داسي كوئ، نو تاسي هم د هغو په څېر ياست. باور ولرئ چي الله منافقان او كافران په دوږخ کښي يو ځاى راغونډوي.

  141. الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

    دا منافقان ستاسي په باب انتظار باسي، (چي د تلي كومه پله درنیږي). كه د الله له لوري برى ستاسي په برخه شي، نو را به شي و به وايي: «ايا موږ له تاسي سره نه وو؟» - كه د كافرانو لپاره د بري څه برخه وي؛ نو هغو ته به ووايي: «ايا موږ دا نه شول کولای چي ستاسي پر خلاف وجنګیږو، او سره له دې هم موږ تاسي له مسلمانانو څخه وساتلاست؟» - ښه نو الله به ستاسي او د هغو معامله د اخرت په ورځ فېصله کړي او (په دې فېصله کښي) الله د كافرانو لپاره پر مسلمانانو د برلاس کېدو هیڅ كومه لاره نه ده جوړه کړې.

  142. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَىٰ يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا

    دا منافقان له الله سره د غولوني كار كوي؛ په حقيقت کي الله هغوى په غولېدنه کښي غورځولي دي. كله چي دوى لمانځه ته پاڅیږي نو یوازي خلكو ته د ځان ښووني لپاره مړ ژواندي پاڅیږي او خداى ډېر لږ يادوي.

  143. مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَا إِلَىٰ هَـٰؤُلَاءِ وَلَا إِلَىٰ هَـٰؤُلَاءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا

    (منافقین) د كفر او اسلام په منځ کښي حيران او زړه نازړه دي؛ نه پوره دې خوا ته دي، نه پوره ها خوا ته. خدای چي څوك ګمراه کړی وي، ته هغه ته كومه لاره نه شې موندلای.

  144. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا

    اې مؤمنانو! د مؤمنانو په ځاى له كافرانو سره ملګرتيا مه كوئ. ايا تاسي دا غواړئ چي الله ته د ځان پر خلاف څرګند سند ورکړئ؟

  145. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا

    باور ولرئ چي منافقان به د دوږخ تر ټولو لاندینۍ طبقې ته لاړ شي او ته به هیڅوك د هغوى مرستندوى ونه مومې.

  146. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَـٰئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا

    البته له هغو څخه چي كوم كسان توبه وباسي او خپل کړه وړه سم کړي او د الله د هدايت لمن ونيسي او خپل دين د الله لپاره خالص وګرځوي، داسي خلك له مؤمنانو سره دي او الله به مؤمنانو ته هرو مرو لوى ثواب ور په برخه کړي.

  147. مَّا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا

    كه تاسي شكر كوونكي بندګان اوسئ او د ايمان لاره غوره کړئ، نو د خداى په دې کښي څه دي چي هرو مرو دې سزا درکړي. الله ډېر قدردان او د ټولو په حال ښه پوه دي.

  148. ۞ لَّا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَن ظُلِمَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا

    الله دا نه خوښوي چي انسان په بده وينا په ښكاره خوله پرانيزي، مګر دا چي پر يو چا ظلم شوى وي. او الله د هر څه اورېدونكى او په هرڅه پوهېدونكى دى.

  149. إِن تُبْدُوا خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا عَن سُوءٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا

    (كه څه هم د مظلوميت په صورت کښي تاسي د بدي وينا حق لرئ.) خو كه تاسي په ښكاره او په پټه ښېګڼه كوئ، يا لږ تر لږه له بدۍ څخه سترګي پټي کړئ، نو د الله هم همدا صفت دى چي هغه ستر بښونكى دى، په داسي حال کښي چي په سزا وركولو پوره قادر دى.

  150. إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا

    كوم خلك چي پر الله او د هغه پر پېغمبرانو كافران کیږي، او غواړي چي د خداى او د هغه د پېغمبرانو په منځ کښي توپير وکړي، او وايي چي موږ به ځیني ومنو او ځیني به ونه منو، او د كفر او ايمان په منځ کښي د يوې لاري ايستلو اراده لري،

  151. أُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

    هغوى ټول پاخه كافران دي او د داسي كافرانو لپاره موږ هغه عذاب تيار کړيدى چي د هغو رسوا كوونكى او سپكوونكى به وي.

  152. وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُولَـٰئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

    ددې پر خلاف كوم كسان چي الله او د هغه ټول پېغمبران ومني او د هغو تر منځ توپير ونه کړي، هغو ته به موږ هرو مرو د هغو ثواب ورکړو. او الله ډېر لوى بښونكى او رحم كوونكى دى.

  153. يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسَىٰ أَكْبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَٰلِكَ ۚ وَآتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَانًا مُّبِينًا

    دا اهل كتاب، كه نن ستا څخه غوښتنه كوي چي له اسمان څخه كومه ليكنه پر هغو نازل کړه؛ نو له دې څخه ډيري غټي مجرمانه غوښتني دوى مخکي له موسى(ع) څخه کړيدي. هغه ته دوى ويلي ول چي: موږ ته په څرګند ډول خداى راوښيه او د همدې سركښۍ له امله په ناڅاپي توګه پرې تندر رالوېدلی ؤ. بيا دوى خوسكى خپل معبود ونيو، په داسي حال کي چي دوى ښكاره څرګندي نښي نښانې ليدلي وې. د هغه له پاسه هم موږ له دې ور تېر شوو. نو موږ موسى(ع) ته ښكاره فرمان (غلبه) ورکړ.

  154. وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا

    او پر دې خلكو مو طور (غر) راپورته کړ، له دوى څخه مو (د هغه فرمان د اطاعت) وعده واخيستله. موږ دوی ته امر وکړ چي په دروازه کښي سجده كوونكي ننوځئ. موږ ورته وويل چي د شنبې په ورځ د کبانو په ښکار سره تېری مه کوئ (د سبت قانون مه ماتوئ) او په هغه باندي مو له دوى څخه كلكه وعده واخيستله.

  155. فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِم بِآيَاتِ اللَّهِ وَقَتْلِهِمُ الْأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَلْ طَبَعَ اللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا

    په پاى کښي د دوى د وعدې ماتولو له امله، او له دې كبله چي دوى د الله ايتونه ونه منل، او يو شمېر پېغمبران یې په ناحقه ووژل، او تر دې پوري یې وويل چي زموږ زړونه پوښل شويدي، په داسي حال کښي چي په حقیقي توګه د دوى د باطل پرستيو په سبب الله د دوى پر زړونو مُهر لګولى دى. او له همدې امله دوى ډېر لږ (خلک) ايمان راوړي.

  156. وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا

    له دې كبله چي بيا یې په خپل كفر کښي دومره پر مختګ وکړ چي پر مريم یې غټ بهتان ولګاو،

  157. وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا

    او له دې امله چي په خپله یې وويل چي موږ د الله پېغمبر مسيح عيسى (ع) د مریم زوی وژلى دى. حال دا چي د واقعيت له مخي هغو نه هغه وژلى او نه یې په دار ځړولی دى؛ بلکي موضوع د هغو لپاره مشتبه وګرځول شوه او كومو خلكو چي د هغه په باب اختلاف کړيدى، هغو هم په اصل کښي په شك کښي لويدلى دي، له هغو سره په دې باب هیڅ علم نشته، یوازي د ګومان پيروي ده. هغوى په يقيني توګه مسيح نه دى وژلى؛

  158. بَل رَّفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

    بلکي الله هغه خپل لوري ته اوچت کړ، الله ډېر زيات زورور او د حكمت څښتن دى.

  159. وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا

    او له اهل كتابو څخه به هیڅوك داسي نه وي چي د هغه (عیسی ع) له مرګ څخه مخکي پر هغه ايمان را نه وړي او د قيامت په ورځ به هغه پر هغو شاهدي ووايي؛

  160. فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا

    لنډه دا چي ددې يهودي ګرځېدونكيو، د همدې ظالمانه چار چلن له مخي، موږ پر دوى زياتره هغه پاك شيان حرام کړل چي مخکي ورته حلال ول. او په دې اساس چي دوى د خداى له لاري څخه ډېر زيات منع كول كوي؛

  161. وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

    او (بل په دې چي دوی) سود اخلي چي له هغه څخه دوى منع کړای شوي ول، او په ناروا توګه د خلكو مالونه خوري. او كوم خلك چي له دوى څخه كافران دي، د هغو له پاره موږ دردناك عذاب تيار کړيدى.

  162. لَّـٰكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ ۚ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ ۚ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُولَـٰئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا

    خو په هغو کښي چي څوك د پاخه علم خاوندان دي او ايمان لرونكي دي، هغوى ټول پر هغه هدايت ايمان راوړي چي ستا لوري ته نازل کړای شويدى او پر هغه چي ستا څخه مخکي نازل کړای شوى ؤ. دغه ډول ايمان راوړونكو او د لمانځه او زكات ادا كوونكو او پر الله او د اخرت په ورځ رښتنې عقيده لرونكو خلكو ته به موږ هرومرو ستر ثواب ور په برخه کړو.

  163. ۞ إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَىٰ نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ ۚ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا

    [اې محمده (ص)!] موږ تا ته په هماغه شان وحیي لېږلې ده، لكه چي نوح (ع) او له هغه وروسته پېغمبرانو ته مو لېږلې وه، موږ ابراهيم (ع)، اسمعيل (ع)، اسحق (ع)، يعقوب (ع) او د يعقوب (ع) ځوځات، عيسى (ع)، ايوب (ع)، يونس (ع)، هارون (ع) او سليمان (ع) ته وحیي ولېږله. او موږ داؤد (ع) ته زبور ورکړ.

  164. وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًا

    او موږ پر هغو پېغمبرانو هم وحیي نازله کړي چي د هغو يادونه مو له دې څخه مخکي تا ته کړېده، او پر هغو پېغمبرانو هم چي د هغو يادونه مو تاته نه ده کړې. الله له موسى (ع) سره داسي خبري کړي دي لكه څنګه چي خبري کیږي؛

  165. رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

    دا ټول پېغمبران زيرى وركوونكي او وېروونكي لېږل شوي ول، چي د هغو د پېغمبر كولو څخه وروسته د خلكو سره د الله په مقابله کښي څه سند پاتي نه شي او الله په هر حال غالب او حكيم دى.

  166. لَّـٰكِنِ اللَّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ ۖ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا

    (كه خلك یې نه مني، نو نه دې مني.) خو الله شاهدي وهي، څه چي هغه پر تا نازل کړيدي، په خپل علم سره یې نازل کړيدي. او پر دې پرښتې هم شاهداني دي، كه څه هم چي د الله شاهد كېدل بيخي كفايت كوي.

  167. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا ضَلَالًا بَعِيدًا

    كوم خلك چي دده (محمد ص) له منلو څخه هم په خپله منکریږي او هم نور د خداى له لاري څخه منع كوي، هغوى په يقيني توګه له حق څخه ډېر لیري په ګمراهۍ کښي لوېدلي دي.

  168. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَظَلَمُوا لَمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا

    په همدې ډول كومو كسانو چي د كفر او سرغړوني لاره غوره کړه او ظلم او تيري ته یې ملا وتړله، الله به هیڅكله هغوى ته بښنه ونه کړي او هغوى ته به لاره ونه ښيي؛

  169. إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا

    مګر د دوږخ لاره چي هلته به هغوى تل اوسيدونكي وي. د الله لپاره دا څه ګرانه خبره نه ده.

  170. يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَآمِنُوا خَيْرًا لَّكُمْ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

    اې خلكو! دا پېغمبر تاسي ته ستاسي د رب له لوري له حق سره درغلى دى، نو ايمان راوړئ، همدا ستاسي لپاره ډېره ښه ده. او كه ویې نه منئ، وپوهېږئ چي په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي، ټول د الله دي؛ او الله هم د علم خاوند دى او هم د حكمت؛

  171. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ انتَهُوا خَيْرًا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ ۘ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا

    اې اهل كتابو! په خپل دين کښي افراط مه كوئ او الله ته له حقه پرته بله هیڅ خبره مه منسوبوئ. مسيح عيسى (ع) د مریم زوی له دې پرته چي د الله يو پېغمبر او يو فرمان ؤ، نور څه نه ؤ چي الله مريم ته ولېږه او د الله له لوري يو روح ؤ (چي د مريم په رحم کښي یې د ماشوم بڼه غوره کړه). نو تاسي پر الله او د هغه پر پېغمبرانو ايمان راوړئ. او مه وائي چي (خداى) "درې" ګونى دي، منع شئ! همدا ستاسي لپاره ډېره ښه ده. الله یوازي همدا يو الله دى. هغه له دې څخه لوړ دى چي كوم څوك د هغه زوى اوسي. د اسمانونو او ځمکي ټول شيان د هغه ملكيت دى او د هغو د ساتني څارني لپاره یوازي هماغه كافي دى.

  172. لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ ۚ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا

    مسيح (عیسی ع) هیڅكله دا خبره شرم نه ګڼي چي هغه د الله يو بنده اوسي، او نه مقربې پرښتې دا خبره د ځان لپاره شرم ګڼي. كه څوك د الله بندګي د ځان لپاره شرم ګڼي او لويي كوي، نو يو وخت به راشي چي الله ټول را ايسار کړي، خپلي مخي ته یې ودروي؛

  173. فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنكَفُوا وَاسْتَكْبَرُوا فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

    په هغه وخت کي به الله هغو خلګو ته چي ايمان یې راوړيدى او نېک عملونه یې غوره کړيدي، د هغوى ثوابونه پوره ورکړي او د خپلي لورينې له مخي به هغو ته زيات اجر ورپه برخه کړي. او كومو خلكو چي بندګي شرم ګڼلې او لويي یې کړېده، هغو ته به الله دردناك عذاب ورکړي. او له الله څخه پرته چي هغوى د هر چا په ساتنه، پالنه او مرسته ډاډه دي، له هغو څخه به هیڅوك هلته و نه مومي.

  174. يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا

    اې خلكو! ستاسي د رب له لوري درته روښانه دليل راغلى دى، او موږ ستاسي لوري ته داسي روښنايي درلېږلي ده، چي تاسي ته په ښكاره څرګنده لارښوونكې ده.

  175. فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا

    اوس چي كوم كسان د الله خبره ومني او د هغه د پناه په لټه کښي شي، الله به هغوى ته د خپل رحمت او د خپلي پېرزویني او مهربانۍ په لمن کښي ځاى ورکړي او خپل لوري ته د راتګ به سمه لاره ورته وښيي.

  176. يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ ۚ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَا إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِن كَانُوا إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

    خلك ستا څخه (د كلاله = بې اولاده او بې پلاره مړي، په اړه) فتوا غواړي. ورته ووايه: الله تاسي ته د «كلاله» په هكله فتوا دركوي چي: كه څوك بې اولاده ومري (او پلار یې هم نه وي) او د هغه يوه خور وي؛ نو خور به د هغه مړي نيمايي تركه (میراث) واخلي. او كه خور بې اولاده ومري، نو ورور به د هغې وارث وي. كه د مړي وارثان دوې خويندي وي، نو هغوى به د تركې له درېيو څخه د دوو برخو حقداري وي؛ او كه ډېر ورونه خويندي وي، نو د هر نارينه به د هري ښځي په تناسب دوه برابره برخه وي. الله تاسي ته حكمونه تشريح كوي چي لار وركي نشئ. او الله پر هر شي پوه دى.

Holy Quran-Pashto