-
سُورَةٌ أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
دا يو سورت دى چي موږ نازل کړيدى او دا موږ فرض کړيدى او پده كي موږ روښانه روښانه لارښووني نازلي کړيدي چي تاسي درس واخلئ.
-
الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ
زنا كاره ښځه او زنا كار سړی، له دواړو څخه هر يو سل دُرى ووهئ. او پر دوى باندي د زړه سوي احساس دي د الله د دين په باب په تاسي کي نه پاريږي كه تاسي پر الله تعالٰى او د اخرت په ورځ باندي ايمان لرئ. همدا راز هغو ته د سزا وركولو په وخت کښي دي د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي.
-
الزَّانِي لَا يَنكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ ۚ وَحُرِّمَ ذَٰلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ
زناكار سړی سره دي د زناكاري یا د مشركي ښځي پرته بل څوک نکاح نه کوي. او د زنا كاري ښځي سره د زنکار سړی یا مشرک پرته بل څوک نکاح نه کوي. او پر مؤمنانو باندي دا (زنا یا د بد کارانو سره نکاح) حرامه کړای شوېده.
-
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
او څوك چي په پاك لمنو ښځو باندي تور ولګوي، بيا څلور شاهدان تېر نه کړي، هغوى اتيا دُرى ووهئ او د هغو شاهدي هیڅكله مه منئ، او هغوى پخپله فاسقان دي؛
-
إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
پرته له هغو خلكو څخه چي له دې حركت څخه وروسته توبه وباسي او ځان اصلاح کړي (نو ګناه به یې وبښل شي). نو په یقیني توګه، الله ډېر ښه بخښونکی او پوره رحم کوونکی دى.
-
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ ۙ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ
او كوم كسان چي پر خپلو مېرمنو باندي تور لګوي او له خپل ځان پرته نور شاهدان ورسره نه وي، نو له هغو څخه د يو تن شاهدي (دا ده چي هغه) څلور ځله په الله باندي په قسم خوړلو سره شاهدي ووايي، چي هغه (په خپل تور ويلو کښي) رښتينى دى.
-
وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ
او پنځم ځل ووايي چي پر هغه باندي دي د الله لعنت وي، كه هغه (په خپل تور ويلو كي) درواغجن وي.
-
وَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ ۙ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ
او له ښځي څخه د سزا مخنيوى په دى ډول سره کېدای شي چي: هغه څلور ځله په الله باندي په قسم خوړلو سره شاهدي ووايي چي دغه سړی (په خپل تور ويلو کښي) درواغجن دى.
-
وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ
او په پنځم ځل کښي ووايي چي پر هغې باندي دي د الله غضب وي، كه هغه (میړه یې) (په خپل تور ويلو کښي) رښتينى وي.
-
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ
كه پر تاسي خلكو، د الله فضل او د هغه رحم نه واى او دا خبره نه واى چي الله خورا ښه توبه قبلوونكى او د حكمت خاوند دى، نو (پر مېرمنو باندي د تور ويلو موضوع به تاسي په لوى کړكېچ کښي غورځولي واست).
-
إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ ۚ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم ۖ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ ۚ وَالَّذِي تَوَلَّىٰ كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ
كومو كسانو چي دغه بهتان جوړ کړيدى، هغوى ستاسي له منځ څخه يوه ډله ده. دغه پېښه د ځان په باب شر مه ګڼئ، بلکي دا هم ستاسي لپاره خير دى. چا چي په دې کښي هر څومره برخه واخيستله، هغه هماغومره ګناه راغوڼده کړه. او چا چي د دې مسؤليت لويه برخه په غاړه واخيستله، د هغه لپاره خو لوى عذاب دى.
-
لَّوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَـٰذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ
په كوم وخت کښي چي تاسي هغه اورېدلي ؤ، په همغه وخت كي مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځو په خپله ولي ښه ګومان ونه کړ؛ او ولي یې ونه ويل چي دا ښكاره بهتان دى؟
-
لَّوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ ۚ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَـٰئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ
هغوى (د خپل تور د اثبات لپاره) څلور شاهدان ولي رانه وستل؟ - اوس چي هغوى شاهدان نه راولي، د الله په وړاندي همغوى درواغجن دي.
-
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
كه پر تاسي باندي په دُنيا او اخرت کښي د الله فضل، رحم او مهرباني نه واى، نو په كومو خبرو كي چي تاسي غورځېدلي واست، د هغو په مجازات کښي به لوى عذاب درته رسېدلى وای.
-
إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ
(لږ ځير شئ، په هغه وخت كي تاسي څنګه سخته غلطي كوله) چي كله ستاسي له يوې ژبي څخه بلي ژبې ته دغه درواغ، پرله پسې نقل كول او تاسي په خپلو خُولو سره هغه څه ويل، چي د هغه په باب تاسي څه علم نه درلود. تاسي دا يوه عادي خبره ګڼله، په داسي حال کښي چي د الله په وړاندي دا ډېره لويه خبره وه.
-
وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَـٰذَا سُبْحَانَكَ هَـٰذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ
ولي تاسي ددې په اورېدلو سره ونه ويل: "له موږ سره دغسي خبره له خولې څخه راويستل نه ښايي، (اې ربه) تا ته پاکي ده، دا خو يو لوى بهتان دى."
-
يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
الله تاسي ته نصيحت كوي چي په راتلونکي کي هیڅكله داسي حركت ونه کړئ كه تاسي مؤمنان یاست.
-
وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
الله تاسي ته روښانه روښانه هدايات دركوي. او هغه پوه او حكمت لرونكى دى.
-
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
په یقیني توګه، كوم كسان چي د مؤمنانو په ډله کښي د بد لمنۍ خپرول خوښ ګڼي، هغوى په دُنيا او اخرت کښي د دردناك عذاب وړ دي. الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.
-
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ
كه پر تاسي باندي د الله مهرباني، رحم او احسان نه واى او دا خبره نه واى چي الله ډېر زيات نرمي كوونكى، رحم كوونكى دى (نو دغه شی به چي اوس اوس ستاسي په منځ کښي خور کړای شوى ؤ، ډيري ناوړه نتیجې منځ ته راوړي وای).
-
۞ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ۚ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَىٰ مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
اې مؤمنانو! د شيطان پر ګامونو قدم مه ږدئ. هر څوك چي په شيطان پسي لاړ شي، نو په باوري توګه، شیطان به ورته د بدلمنۍ او بدۍ امر وکړي. كه پر تاسي باندي د الله مهرباني، رحم او كرم نه واى، نو ستاسي څخه هیڅ يو نه شو پاک كېدای. خو د الله چي هر چا ته خوښه شي پاک كوي یې،او الله اورېدونكى او پوهېدونكى دى.
-
وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
ستاسي څخه چي كوم كسان د مالي وس او قدرت خاوندان دي، هغوى دي ددې خبري قسم نه كوي چي له خپلوانو، مسكينانو او د خداى دلاري له مهاجرينو سره مرسته ونه کړي. هغوى بايد عفوه وکړي او ورڅخه تېر دي شي. ايا تاسي نه غواړئ چي الله بښنه درته وکړي؟ - الله ښه بښونكى او ډېر مهربان دى.
-
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
كوم كسان چي پر پاك لمنو، (د بدو څخه په) ناخبرو مؤمنو ښځو باندي تورونه تپى، پر هغو باندي په دُنيا او اخرت کښي لعنت وکړاى شو او د هغو لپاره لوى عذاب دى.
-
يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هغوى دي هغه ورځ نه هېروي چي كله د هغو خپلي ژبي، خپل لاسونه او پښې به د هغو په کړو وړو شاهدي ووهي.
-
يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ
په هغه ورځ به الله تعالٰى هغه بدله چي هغوی یې مستحق دي، بشپړه ورکړي. او ورته څرګنده به شي چي یوازي الله په ښکاره، رښتیا حق دى.
-
الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ ۖ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ ۚ أُولَـٰئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ ۖ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
ناپاکي ښځي د ناپاكو نارينه ؤ لپاره او ناپاکه نارينه د ناپاكو ښځو لپاره دي. پاکي ښځي د پاكو نارينه ؤ لپاره او پاك نارينه د پاكو ښځو لپاره دي. د دوى (پاکانو) لمن له هغو خبرو څخه پاکه ده چي درواغجنان یې غوټه كوي، د دوى لپاره بښنه او ښه روزي ده.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
اې مؤمنانو! له خپلو كورونو څخه پرته نورو كورونو ته تر هغه پوري مه ننوځئ چي اجازه تر لاسه نه کړئ او پر كورنۍ باندي سلام وا نه چوئ. دا کړنلاره ستاسي لپاره ډېره ښه ده، ښايي چي تاسي دې ته پاملرنه وکړئ.
-
فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّىٰ يُؤْذَنَ لَكُمْ ۖ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا ۖ هُوَ أَزْكَىٰ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
نو كه هلته مو څوك ونه موندل، نو مه ننوځئ، تر څو چي تاسي ته اجازه ونه شي. او كه تاسي ته وويل شي چي بېرته وګرځئ، نو بېرته لاړ شئ، دا ستاسي لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. او تاسي چي څه كوئ، الله ورباندي ښه پوهیږي.
-
لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ
البته ستاسي لپاره په دې کښي څه باك نشته چي داسي كورونو ته ننوځئ چي د چا د هستوګني ځای نه وي او په هغه کښي ستاسي د ګټي (يا كار) څه شى وي. او الله ستاسي په ټولو ښکاره او پټو کړنو پوهیږي او خبر دی.
-
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه ؤ ته ووايه: چي خپل نظر تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي.
-
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَىٰ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
او [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چي خپلي سترګي تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چي په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي. هغوى دي خپله ځان جوړونه (سينګار) نه ښكاره كوي، پرته ددې خلكو په وړاندي: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، د خپلي طبعي ښځي، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندي نارينه چي ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چي لا تر اوسه پوري د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوى نه وي، یعني په دغو ماشومانو کي جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوي. او هغوى دي پر ځمکه باندي په زوره پښو وهلو سره په داسي شان تګ نه كوي چي د هغو د پټ کړي سينګار خلكو ته معلومات وشي. اې مؤمنانو! تاسي ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چي برى درپه برخه شي.
-
وَأَنكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ ۚ إِن يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
ستاسي څخه چي كوم كسان (سړي يا ښځي) مجرد وي، او ستاسي له مینزو او مريانو څخه چي څوك نېكان وي، د هغو سره نكاح وکړئ. كه هغوى بېوزلي وي، نو الله به په خپلي مهربانۍ سره هغوى شتمن کړي. الله ښه پراختيا راوستونكى او د علم څښتن دى.
-
وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ ۗ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا ۖ وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ ۚ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
او څوك چي د نكاح (اسباب) ونه مومي، هغوى بايد پاك لمني غوره کړي (ځان دي وساتي)، تر دې پوري چي الله په خپلي پېرزویني سره هغوى شتمن کړي. او ستاسي له مریانو او مينزو څخه چي كوم كسان د عوض وركولو په بدل کښي د ازادۍ غوښتنه وکړي، نو له هغو سره په لیکنه بڼه تړون وکړئ كه تاسي ته معلومه وي چي په هغو کښي خير شته؛ او هغو ته له هغه مال څخه ورکړئ چي الله تاسي ته درکړی دى. او خپلي مينزي د خپلو دنيوي ګټو لپاره بدلمنۍ ته مه اړ باسئ كله چي هغوى په خپله د پاك لمنۍ ژوند تېرول غواړي. او څوك چي هغوى اړ باسي، نو له دې اړ ايستني څخه وروسته الله د هغو (مجبورو) لپاره بښونكى او مهربان دى.
-
وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِّنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ
موږ تاسي ته روښانه روښانه لارښوونكي ايتونه درلېږلي دي؛ او موږ تاسي ته د هغو ملتونو د عبرت وړ مثالونه هم وړاندي کړي دي چي ستاسي څخه پخوا تېر شوي دي؛ او موږ هغه نصيحتونه کړي دي چي وېرېدونكو ته کیږي.
-
۞ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍ ۗ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
الله د اسمانونو او ځمکي نور دى. (په كائناتو کښي) د هغه د نور مثال داسي دى لكه چي په يوه تاخچه کښي ډېوه بله شوې وي. ډېوه په يوه ښيښه کښي وي. ښيښه داسي وي لكه ځلانده ستورى، او هغه ډېوه د ښوون (زیتون) د يوې داسي بختوري وني له تيلو څخه بله شوې وي چي نه ختيځه وي نه لويديځه، چي د هغې تېل خود په خپله بليږي. كه اور ورته ونه رسیږي هم، (په دغه ډول) د رڼا د پاسه رڼا (د زياتېدو ټول عوامل راغونډ شوي وي). د الله چي هر چا ته خوښه شي، د خپل نور په لوري ورته لارښوونه كوي. او الله په مثالونو سره خلك په خبره پوهوي، هغه په هر شي ښه پوهیږي.
-
فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ
(د هغه د رڼا خوا ته لار موندونكي) په هغو كورونو (جوماتونو) کښي موندل کیږي چي الله د هغو د لوړولو او په هغو کښي د خپل نوم د يادولو حكم کړی دى. په هغو کښي سهار او ماښام خلك د هغه پاكي بيانوي (لمونځونه كوي).
-
رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ۙ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ
داسي سړي دي چي سوداګري او راکړه ورکړه يې د الله له ياد څخه، د لمانځه له اداكولو او د زكات له وركولو څخه نه غافل كوي. هغوى له هغي ورځي څخه وېریږي چي په هغې کښي به د زړونو د اوړېدو را اوړېدو او د سترګو د رډو ختلو وار راشي،
-
لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ ۗ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
او (هغوى دا هر څه ددې لپاره كوي) تر څو چي الله د هغو د ډېرو غوره عملونو مكافات ورکړي او لا زيات یې په خپلي لوريني سره سر لوړي کړي. الله هغه چا ته چي خوښه یې شي بې حسابه روزي وركوي.
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ ۗ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ
(ددې پر خلاف) كوم كسان چي كافران شول، د هغو د عملونو مثال داسي دى لكه په وچه دښته کښي سراب (شګې ګل) چي تږي پرې د اوبو ګومان کړی ؤ. خو كله چي ورغى، نو هيڅ یې ونه موندل، بلکي هلته یې الله موجود وموندی چي هغه ته یې د هغه پوره بشپړ حساب (عذاب) ورکړ، او الله ډېر ژر حساب اخيستونکی دی.
-
أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ۚ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا ۗ وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ
يا د دوی د عملونو مثال داسي دی لكه په يو ژور سمندر کښي ترږمۍ، چي د پاسه يې يوه څپه خوره شوې ده، د هغې د پاسه يوه بله څپه، او د هغې د پاسه ورېځ، پر توږمۍ باندي ترږمۍ مسلطه ده. كه (په دغو تیارو کي دغه پريوتى) انسان خپل لاس را وباسي، نو هغه به هم ونه شي ليدلای. چا ته چي الله رڼا ونه بښي، د هغه لپاره بيا هیڅ رڼا نشته.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ ۖ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ
ايا ته نه وينې! هغه ټول مغلوقات چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، او هغه الوتونكي چي په وزرونو غوړولو سره الوزي الله په پاكۍ سره ستايي؛ هر يو د خپل لمانځه او ثنا ستايني کړنلاره پيژني. او دوی ټول چي څه كوي، الله پرې پوهیږي.
-
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ
د اسمانونو او ځمكي باچاهي یوازي د الله لپاره ده او د هماغه الله لوري ته د ټولو ورګرځېدل دي.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِن جِبَالٍ فِيهَا مِن بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاءُ ۖ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ
ايا ته نه وينې چي الله وريځ ورو ورو خوځوي. بيا د هغې ټوټې سره يو ځاى كوي، بيا د هغې په راغونډولو سره يوه درنده وريځ تشكيلوي، بيا ته وينې چي د هغې له پوښ څخه د باران څاڅكي راڅڅيږي. او هغه له اسمانه د هغوغرونو (د غرونو په څير وریځو) څخه چي په هغه کښي هسك ولاړ دي، ږلۍ وروي. نو چا ته یې چي خوښه شي په هغې سره زيان اړوي او چا ته یې چي خوښه شي له هغې څخه یې ژغوري. د هغې برېښنا سترګي برېښوي.
-
يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُولِي الْأَبْصَارِ
الله شپې او ورځي اړوي را اړوي. په یقیني توګه، په دې کښي د سترګو لرونکو (د بصیرت د خاوندانو) لپاره يو درس دى.
-
وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِّن مَّاءٍ ۖ فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَىٰ بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَىٰ رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَىٰ أَرْبَعٍ ۚ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او الله هر ساكښ له يو ډول اوبو څخه شته کړ. نو څوك په ګېډه څکیږي (لکه مار، ...)، څوك په دوو پښو (لکه انسان، مرغه، ...) او څوك په څلورو پښو (کله آس، پسه، ...) باندي تګ كوي. د الله چي څه خوښه وي، پيدا كوي یې، هغه د هر څه وس لري.
-
لَّقَدْ أَنزَلْنَا آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ ۚ وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
موږ روښانه روښانه حقيقت ښوونكي ايتونه نازل کړي دي. د الله چي چا ته خوښه شي، د سمي سيخي لاري لوري ته یې لارښوونه كوي.
-
وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا أُولَـٰئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ
دوى وايي چي موږ پر الله او پېغمبر(ص) باندي ايمان راوړى دى او موږ اطاعت منلى دى. خو له دې څخه وروسته له دوی څخه يوه ډله (د اطاعت څخه) مخ اړوي. دغسي خلك هیڅكله مؤمنان نه دي.
-
وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ
كله چي د الله او د پېغمبر (ص) لوري ته بلل کیږي چي پېغمبر (ص) د دوى خپل منځي دعوه فېصله کړي، نو له دوى څخه يوه ډله په څنګ کیږي.
-
وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ
البته كه حق د دوی په جانب وي، نو پېغمبر(ص) ته د امر منونكو په بڼه مراجعه كوي.
-
أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ ۚ بَلْ أُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
ايا د دوی په زړونو کښي (د منافقت) ناروغي ده، يا په شك کښي لوېدلي دي؟ - يا دوی له دې څخه وېریږي چي الله او د هغه پېغمبر(ص) به پر دوی ظلم وکړي؟ - اصلي خبره دا ده چي ظالمان خو په خپله همدوى دي.
-
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
د مؤمنانو كار خو دا دى، كله چي د خداى او پېغمبر لوري ته د خپلو شخړو د فېصلې د حکم لپاره وبلل شي، نو وايي: موږ واورېدله او ومومنله. همدغه راز خلك د بري او نجات موندونكي دي.
-
وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ
او هماغه كسان بريالي دي چي د الله او د هغه د پېغمبر امر ومني، له الله څخه ووېريږي او د هغه له نافرمانۍ څخه ډډه وکړي.
-
۞ وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ ۖ قُل لَّا تُقْسِمُوا ۖ طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
دغه (منافقان) خلك د الله په نوم په كلكو قسمونو اخیستولو سره وايي: "كه ته (جهاد ته د وتلو) حُكم وکړې، نو موږ به له كورونو څخه وتلي تيار ولاړ يوو."- دوی ته ووايه: "قسم مه كوئ، ستاسي د امر منني حال څرګند دى. په یقیني توګه، ستاسي له کړو وړو څخه الله ښه خبر دى."
-
قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ ۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا ۚ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
ورته ووايه: "د الله د امر منونكي او د پېغمبر د فرمان تابع اوسئ. خو كه تاسي مخ واړوئ، نو ښه وپوهېږئ چي پېغمبر ته چي كومه فريضه ورپه غاړي شوې ده، د هغې مسئول هغه دى او پر تاسي چي د کومي فريضې پېټى ايښودل شوى دى، د هغه مسئول تاسي یاست. كه د هغه اطاعت وکړئ، نو په خپله به سمه لاره ومومئ. كنه نو د پېغمبر(ص) مسئوليت خو له دې پورته نور څه نه دى چي په څرګنده روښانه توګه حكم ورسوي."
-
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
الله ستاسو د هغو كسانو سره چي ايمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چي هغوى په ځمکه کښي هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه چي له هغو څخه مخكي تېر شوي خلك یې ګرځولي ول. د هغو لپاره به هغه دين پر محكمو بنسټونو ودروي چي الله تعالٰى ورته خوښ کړی دى. او د هغو د ويري (اوسنى) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوى دي زما بندګي كوي او زما سره دي كوم شی نه شريكوي. او څوك چي له دې وروسته كفر غوره کړي، نو همداسي كسان فاسقان دي.
-
وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د پېغمبر اطاعت وکړئ، تر څو چي پر تاسي رحم وکړاى شي.
-
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ ۚ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۖ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ
كوم كسان چي كافران دي، د هغو په باب په دې غلطه انګېرنه کښي مه اوسه، چي هغوى به په ځمکه کښي الله بې وسي کړي. د هغو هستوګنځى دوږخ دى او هغه ډېر ناكاره هستوګنځى دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ۚ مِّن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ۚ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ۚ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
اې مؤمنانو! لازمه ده چي ستاسي مینزي او مریان او ستاسي هغه ماشومان چي لا تر اوسه پوري د پوهي عمر ته نه دي رسېدلي، په دريو وختونو کښي دي د اجازې په اخيستلو سره تاسي ته راځي: د سهار د لمانځه څخه مخکي او غرمه چي كله تاسي جامې باسئ، او د ماسختن د لمانځه څخه وروسته. دا درې وختونه ستاسي لپاره د ستر وختونه دي. له دغو پرته كه هغوى بې اجازې راشي، نو نه پرتاسي څه ګناه شته، نه پرهغو. ستاسي يو بل ته بيا بيا راتګ وي. په دې ډول الله ستاسي لپاره د خپلو ويناؤ څرګندونه كوي، او هغه د پوهي او حكمت څښتن دى.
-
وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
او كله چي ستاسي ماشومان د پوهي سن ته ورسیږي، نو بايد همغسي د اجازې په اخستلو راشي لكه څنګه چي د هغو مشران اجازه اخلي. په دغه راز الله خپل ايتونه تاسي ته روښانوي، او هغه د پوهي او حكمت څښتن دى.
-
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ ۖ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
او په كومو ښځو باندي چي ځواني تېره ناستي وي، د نكاح هيله مني نه وي، كه هغوى خپل پړوني كېږدي، نو پر هغو څه وبال نشته، په دې شرط چي د ډَول او سينګار څرګندوونكي نه وي. سره له دې كه هغوى هم پتمني غوره کړي، نو د هغو په حق کښي ښه ده. الله هر څه اوري او په هر څه پوهیږي .
-
لَّيْسَ عَلَى الْأَعْمَىٰ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَىٰ أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا مِن بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا ۚ فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَىٰ أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
هيڅ باك نشته كه كوم ړوند، يا ګوډ يا ناروغ (د چا له كور نه خواړه وخورئ) او نه پر تاسي په دې كي څه باك شته چي له خپلو كورونو، يا د خپل پلار، نیكه له كورونو، يا د خپلي مور او انا له كورونو، يا د خپلو ورونو له كورونو، يا د خپلو خويندو له كورونو، يا د خپلو ترونو له كورونو، يا د خپلو ترورګانو له كورونو، يا د خپلو ماماګانو له كورونو، يا د خپلو توړيو له كورونو، یا له هغو كورونو څخه چي د هغو كليګاني ستاسي په لاس کښي وي، يا د خپلو دوستانو له كورونو څخه خوراك وکړئ. ددى هم څه باك نشته چي تاسي په ګډه سره يو ځای يا بېلابېل خواړه وخورئ. البته كله چي كورونو ته ننوځئ، نو خپلو كسانو ته سلام اچوئ، (دا سلام) د الله له لوري څخه د خير دُعا ټاكل شوې، ډېره بركتناکه او پاکه سوتره ده. په دغه ډول الله تعالٰى تاسي ته ايتونه بيانوي، تر څو چي تاسي له پوهي او ادارك څخه كار واخلئ.
-
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَىٰ أَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ يَذْهَبُوا حَتَّىٰ يَسْتَأْذِنُوهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
رښتني مؤمنان هماغه دي چي الله او د هغه پېغمبر د زړه له كومي ومني. او كله چي د کومي ټولنيزي چاري په وخت کښي له پېغمبر سره وي، نو له هغه څخه له اجازې اخيستلو پرته دي نه ځي. كوم كسان چي ستا څخه اجازه غواړي، همغوى د الله او د پېغمبر (ص) منونكي دي. نو كله چي هغوی د خپل كوم كار د پاره اجازه وغواړي، نو چا ته چي دي له هغوی څخه خوښه شي اجازه ورکړه او د دغسي خلكو په حق کښي له الله څخه د بښني غوښتنه وکړه. الله په باوري توګه بښونكى خورا مهربان دى.
-
لَّا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُم بَعْضًا ۚ قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا ۚ فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
اې مسلمانانو! په خپل منځ کښي د پېغمبر بلل لكه ستاسي خپلو منځو کښي د يو بل بلني غوندي مه ګڼئ. الله په تاسي کښي هغه خلك ښه پيژني چي يو بل ته ځانونه پناه كوي او غلي غوندي په څكېدلو وځي. د پېغمبر(ص) له حُكم څخه سر غړوونکي بايد ووېريږي چي په كومه فتنه کښي اخته نه شي يا دردناك عذاب پرې رانشي.
-
أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
خبر دار اوسئ! په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي، د الله دي. تاسي چي په هره تګلاره ياست، الله ورباندي پوهیږي. په كومه ورځ چي خلك د هغه لوري ته وګرځول شي، الله به هغو ته ور وښيي چي څه يې کړي دي. الله په هر څه ښه پوه دی.
۲۴. سورت النور
النور
An-Nur / النور · ۲۴ · ۶۴ آیتونه
دا پاڼه د سورت النور عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.