-
المر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ ۗ وَالَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
الف، لام، میم، را. دغه د (الهي) كتاب ايتونه دي او څه چي ستا د رب له لوري پر تا نازل کړای شويدي، هغه حق دي، خو (ستا د قوم) زياتره خلك یې نه مني.
-
اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ
الله هغه ذات دی چي اسمانونه یې له ستنو پرته همداسي درولي دي، تاسي یې په خپله وینئ. بيا یې پر عرش استوا وکړه او لمر او سپوږمۍ یې د يو قانون تابع ګرزولي دي. ددې ټول نظام هر شى تر يو ټاكلي وخت پوري چليږي. او همغه الله ددې ټول كار تدبير كوي؛ هغه نښانې په ډاګه څرګنده بيانوي، ښايي چي تاسي له خپل رب سره په يو ځاى كېدو باور وکړئ.
-
وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا ۖ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ ۖ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او همغه دى چي دا ځمکه یې غوړولې ده، په دې کښي یې د غرونو ميخونه ټكوهلي دي او سيندونه یې بهولي دي. همغه د هر راز مېوو جوړې دوه پيدا کړي دي او پر ورځي باندي شپه خوروي. په دې ټولو شيانو کښي د هغو خلكو لپاره ستري نښانې دي چي له غور او فكر كولو څخه كار اخلي.
-
وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَىٰ بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
او په ځمکه کښي بېلابېلي سيمي دي چي يو له بلي سره نښتي دي. د انګورو باغونه دي، كښتونه دي، د كجورو (خُرما) وني دي چي له هغو څخه ځیني د يوې تنې څخه دي او ځیني غبرګي. ټولي په يو ډول اوبو خړوبيږي، خو موږ د ځينو خوند ډېر ښه كوو او د ځينو لږ. په دغو ټولو شيانو کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي له پوهي څخه كار اخلي.
-
۞ وَإِن تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۗ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ وَأُولَـٰئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ ۖ وَأُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
اوس كه ته حېرانېږې، نو د حېرانيتا وړ د خلكو دا وينا ده: "كله چي موږ مړه شو، خاوري شو؛ نو ايا موږ به بيا له سره را پيدا کړای شو؟" - دا هغه خلك دي چي په خپل رب كافران شوي دي. دا هغه كسان دي چي په غاړو کښي به يې د اور طوقونه وي. دوى دوږخيان دي او په دوږخ کښي به د تل لپاره اوسېدونكي وي.
-
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِمُ الْمَثُلَاتُ ۗ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلَىٰ ظُلْمِهِمْ ۖ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ
دوى له نېکۍ څخه مخکي د بدۍ لپاره تلوار كوي. په داسي حال کښي چي له دوی څخه مخکي (چي كومو كسانو د غسي کړنلاره کړې ده، پر هغو د خداى د عذاب ) د عبرت وړ مثالونه تېر شويدي. حقيقت دا دى چي ستا رب د خلكو له تېريو سره سره هغو ته بښنه كوي. او دا هم حقيقت دى چي ستا رب سخت سزا وركوونكى دى.
-
وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ ۗ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ ۖ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ
دغه خلك چي ستا د خبري له منلو یې انكار کړيدى، وايي: "پر دغه سړي دده د رب له لوري كومه نښانه ولي نازله نه کړای شوه؟" - ته خو یوازي خبرداروونكى یې، او د هر قوم لپاره يو لارښود دى.
-
اللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنثَىٰ وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ۖ وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ
الله د هري حاملې (اومیدواري، بلاربي) ښځي له ګيډي څخه خبر دى. څه چي په هغې کښي جوړیږي، په هغه هم پوهیږي؛ او په هغه کښي چي څه كمی يا زياتوالى راځي، له هغه څخه هم با خبره دى. د هر شي لپاره یې يوه اندازه ټاكلې ده؛
-
عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ
هغه پر پټ او ښكاره هر څه عالم دى. هغه لوى او په هر حال كښي د لوړتيا خاوند دى.
-
سَوَاءٌ مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ
ستاسي څخه كوم څوك كه په زوره وغږېږي يا ورو؛ او څوك د شپې په ترږمۍ کښي پټ شوى وي يا د ورځي په رڼا کښي روان وي، د الله لپاره ټول يو شانته دي.
-
لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ
د هر چا وړاندي وروسته ټاكل شوي څارونكي دي چي د الله په حكم سره د هغه څارنه سانته كوي. حقيقت دا دى چي الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پوري چي هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي. او كله چي الله كوم قوم ته د سزا وركولو فېصله وکړي، نو د هغې مخنيوى د هيچا په وسيله نه شي کېدای؛ نه څوك د الله په مقابل کښي د دغسي قوم ملاتړ او ساتندوى ګرځېدلای شي.
-
هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ
همغه ذات دى چي تاسي ته برېښنا ځلوي چي د هغې په ليدلو سره هم اندېښمن کېږئ او هم هيله من کېږئ. همغه ذات دى چي له اوبو څخه ډکه وريځ راپورته كوي.
-
وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ
د وريځي کړسهار د ثنا سره د هغه پاكي بيانوي او پرښتې د هغه له هيبت څخه په لړزېدو تسبيح وايي. هغه کړسيدونكې برېښناوي لېږي او (ډېر ځله) پر چا باندي چي یې خوښه شي، تندر په هماغه حال کښي راغورځوي، چي كله خلك د خداى په باب په شخړه اخته کیږي. په واقع کښي د هغه تدبير ډېر قوي دى.
-
لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ ۖ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُم بِشَيْءٍ إِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ ۚ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ
همغه ته بلنه وركول حق دي. پاته شوې هغه نوري هستۍ چي دوى ورته د الله پرته بلنه وركوي، هغوى د دوى د دُعاګانو هيڅ ځواب نشي وركولای. هغو ته بلنه وركول خو داسي دي لكه څوك چي اوبو ته لاس اوږد کړي او ورڅخه وغواړي چي زما خولې ته راشئ، په داسي حال کښي چي اوبه هغه ته رسېدونكې نه دي. كټ مټ همدغه شان د كافرانو دُعاګاني پرته د يو بې هدفه باطل كار څخه بل هیڅ شی نه دی.
-
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُم بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ۩
هغه خو همدا الله دى چي د اسمانونو او ځمکي هر شى، كه خوښ وي یا كه ناخوښ سجده ورته كوي او د ټولو شيانو سيوري سهار او ماښام د هغه په وړاندي ټيټيږي.
-
قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُم مِّن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ ۗ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ ۚ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ
(دوى ته) ووایه: «د اسمانونو او ځمکي رب څوك دى؟» - (ځواب) ووايه: الله. - بيا دوى ته ووايه: «كله چي حقيقت دا دى؛ نو ايا تاسي له هغه پرته داسي معبودان خپل كار جوړوونكي انګېرلئ چي په خپله د خپل ځان لپاره هم د څه ګټي او یا زيان واك نه لري؟»- ووايه: «ايا ړوند او سترګي لرونکی سره برابرېږي؟ - ايا رڼا او تياره يو شان وي؟» - او كه داسي نه ده؛ نو ايا د دوی انګيرلو شريكانو هم د الله غوندي څه شى پيدا کړی دی، چي د هغه له امله د پيدا كولو موضوع پر دوى د اشتباه وړ وګرځېدله؟ - ووايه: «د هر شي هستوونكى یوازي الله دى او هغه ايكى يو پر ټولو برلاسی دى!»
-
أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا ۚ وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ۚ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً ۖ وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ
الله له اسمانه اوبه وورولې او هر لښتي، ویالې د خپل ظرفيت په تناسب راواخيستې، وبهېدل، بيا كله چي سيلاب راپورته شو؛ نو پر مخ یې ځګ هم راغى. او همدغسي ځګ پر هغو معدني جواهرو هم را پورته کیږي چي خلك هغه د ګاڼې، لوښو او نورو شيانو جوړولو لپاره ويلي كوي. په همدې مثال سره الله د حق او باطل موضوع روښانوي. كوم چي ځك دى هغه بې ګټي له منځه ځي او كوم شى چي د انسانانو لپاره ګټور دی هغه په ځمکه کښي تميږي. په دې ډول الله په مثالونو سره د خپلي خبري ښوونه كوي.
-
لِلَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَالَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ ۚ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ سُوءُ الْحِسَابِ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمِهَادُ
كومو كسانو چي د خپل رب بلنه ومنله، د هغو لپاره ښېګڼه ده. او چا چي هغه ونه منله، نو كه د ځمکي د ټولي شتمنۍ مالكان هم وي او همدومره نوره ورسره کړي؛ نو د خداى له نيوني څخه د ځان ژغورلو لپاره به د فدیې په ډول د هغې ټولي وَرکړي ته چمتو شي. دا هغه كسان دي چي په بده توګه به حساب ورڅخه واخيستل شي. او د هغو استوګنځى دوږخ دى؛ ډېر بد استوګنځى ددی.
-
۞ أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ
ښه نو، دا څنګه کېدای شي؛ هغه څوك چي ستا د رب دغه كتاب، چي پر تا باندي نازل کړ شوی دی، حق پېژني؛ او هغه څوك چي ددې حقيقت له پلوه ړوند دى، دواړه يو شان شي؟ - نصيحت خو هوښياران خلك مني.
-
الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَلَا يَنقُضُونَ الْمِيثَاقَ
او د هغو کړنلاره دا وي چي له الله سره خپله ژمنه پوره كوي، هغه له تړون څخه وروسته نه ماتوي.
-
وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ
د هغو چلن دا وي، الله چي د كومو اړیکو ټينګولو حكم کړيدى، هغه ټينګوي؛ له خپل رب څخه وېریږي او ددې خبري په انديښنه کښي وي چي چيري نه له هغو څخه بد حساب واخيستل شي.
-
وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ
د هغو دا حال وي چي د خپل رب د خوښۍ لپاره له زغم څخه كار اخلي، لمونځ قائموي، زموږ له وُرکړي روزۍ څخه په پټه او ښكاره لګښت كوي، او د بدۍ مخنيوی په نېکۍ سره كوي. د اخرت كور د همدغو خلكو لپاره دي؛
-
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ
يعني داسي باغونه چي د هغو هميشنى استوګنځى به وي. هغوى به په خپله هم په کښي ننوځي او د هغو له پلرونو، نیکونو، مېرمنو او اولادونو څخه چي هر څوك صالحان وي، له هغو سره به هلته هم ولاړ شي. ملايكي به له هري خوا څخه د هغو د هركلي لپاره راشي.
-
سَلَامٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ ۚ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ
او هغو ته به ووايي: "پر تاسي سلامتيا ده، څنګه چي تاسي په دنيا کښي له صبر څخه كار واخيست؛ د هغه په بركت نن تاسي ددې وړ ګرځېدلي ياست."- نو څه ښه دى، دغه د اخرت كور!
-
وَالَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۙ أُولَـٰئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ
پاتي شول هغه خلك چي د الله ژمنه له كلك تړون څخه وروسته ماتوي، او هغه اړیکي غوڅوي چي الله د هغو د پيوندولو حكم کړيدى، او په ځمکه کښي فساد خوروي؛ هغوى د لعنت وړ دي او د هغو لپاره په اخرت کښي ډېر بد استوګنځى دى.
-
اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ
چا ته چي د الله خوښه شي، پراخه روزي وربښي او چا ته چي یې خوښه شي، لنډه تنګه روزي وركوي. دا خلك په دنيوي ژوندانه کښي خوشحاله دي. په داسي حال کښي چي د اخرت په مقابل کښي د دنيا ژوند له ناچيزي متاع څخه پرته نور هیڅ نه دى.
-
وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ
دغه كسان چي (د محمدى رسالت له منلو څخه یې ) انكار کړيدى، وايي: "پر دغه سړي دده د رب له لوري كومه نښانه ولي نازله نه شوه؟" ورته ووايه: "د الله چي چا ته خوښه شي ګمراه كوي یې؛ او هغه خپل لوري ته د ورتګ لاره هماغه چا ته ښيي چي هغه لوري ته ور وګرځي."
-
الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ
همدغه (د الله لوري ته ګرځېدونکي) خلك هغه كسان دي چي (ددې پېغمبر بلنه ) یې منلې ده او د هغو زړونو ته د الله په ياد سره ډاډينه ور په برخه کېږئ. خبردار اوسئ! همدغه د الله ياد هغه شى دى چي زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کوي.
-
الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ
نو كومو كسانو چي د حق بلنه ومنله او ښه عملونه یې سرته ورسول، هغوى نېکمرغه دي او د ښه عاقبت خاوندان دي.
-
كَذَٰلِكَ أَرْسَلْنَاكَ فِي أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهَا أُمَمٌ لِّتَتْلُوَ عَلَيْهِمُ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَـٰنِ ۚ قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ
[اې محمد (ص)!] په همدې شان موږ ته په يو داسي قوم کښي د پېغمبر په حيث لېږلی یې، چي له دوی څخه مخکي ډېر قومونه تېر شويدي، چي ته دوى ته هغه پيغام واوروې چي موږ پر تا نازل کړيدى. په داسي حال کښي چي دوی پر خپل مهربان خداى باندي كافران شويدي. دوى ته ووايه چي هماغه ذات زما رب دى، له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته، پر هماغه ما توكُل کړيدى او هماغه زما د ورګرځېدلو مرجع ده.
-
وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَىٰ ۗ بَل لِّلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا ۗ أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا ۗ وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِّن دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ
او څه به شوي وای، كه كوم داسي قُرآن نازل کړای شوى واى چي د هغه په زور سره غرونه خوځېدلي واى، يا ځمکه څيري شوې واى، يا مړي له قبرو څخه راوتلي غږېدلي واى؟ - (ددغه ډول معجزو ښودل څه ګران نه دي)؛ بلکي ټوله واكمني يوازي د الله په لاس کښي ده. نو ايا مؤمنان (تر اوسه پوري د كافرانو د غوښتني په ځواب کښي د کومي معجزې راتګ ته په تمه ناست دي او په دې پوهېدلو سره) ناهيلي شوي نه دي چي كه الله غوښتي واى نو ټولو انسانانو ته به یې هدايت کړی وای؟ - كومو كسانو چي له خداى سره د كفر چلند غوره کړی دی، پر هغو د خپلو کړو وړو له امله يو نه يو افت را پرېوتى دى، يا د هغو كور ته نژدې چيري نازلیږي. دا لړۍ به تر هغه پوري روانه وي چي پر هغو د الله وعده تر سره شي. دا باوري ده چي الله له خپلي وعدې څخه مخالفت نه كوي.
-
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ
ستا څخه مخکي هم پر ډېرو پېغمبرانو ملنډي وهل شويدي، خو ما تل منكرانو ته مهلت ورکړی دی؛ او په پاى کښي مي هغوى نيولي دي، نو وګوره چي زما سزا څومره سخته وه.
-
أَفَمَنْ هُوَ قَائِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۗ وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ قُلْ سَمُّوهُمْ ۚ أَمْ تُنَبِّئُونَهُ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْأَرْضِ أَم بِظَاهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ ۗ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا عَنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ
نو ايا هغه ذات چي د هر ساکښ عمل یې تر نظر لاندي دی (د هغه په مقابل کښي دا سپين سترګي کیږي چي) خلكو له هغه سره شريكان نيولي دي؟ - [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: (كه هغوى په رښتيا سره د خداى خپل ټاكلي برخه وال وي نو) تاسي یې نومونه واخلئ، چي هغوى څوك دي؟ - ايا تاسي الله په يوې داسي نوي خبري خبروئ چي هغه ترې پخپله ځمکه کښي ناخبره دى؟ - يا څه چي ستاسي په خوله راځي هغه وايي؟ - حقيقت دا دى، كومو خلكو چي د حق بلني له منلو څخه انكار کړيدى، د هغو لپاره خپل مكرونه ښايسته کړای شويدي او هغوى د سمي لاري څخه منع کړای شويدي. او الله چي څوك په ګمراهۍ کښي وغورځوي، هغه ته هيڅ لارښودونكى نشته.
-
لَّهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَقُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِن وَاقٍ
ددغسي خلكو لپاره د دنيا په ژوندانه کښي عذاب دى، او د اخرت عذاب له هغه څخه هم ډېر سخت دى. هیڅوك داسي نشته چي له خداى څخه د هغو ژغورونكى وي.
-
۞ مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوا ۖ وَّعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ
له خداى څخه د وېرېدونكو انسانانو لپاره چي د كوم جنت وعده شوېده، د هغه شان دا دى چي لاندي به يې ویالې بهيږي، د هغه مېوې نه ختمېدونكي دي او د هغه سيورى همېشنى دى؛ دا د پرهېزګارانو عاقبت دى. او د حق د منكرانو عاقبت دا دى چي د هغو لپاره د دوږخ اور دى.
-
وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ ۖ وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُ ۚ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ ۚ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ
[اې پېغمبره (ص)!] كومو خلكو ته چي موږ مخکي كتاب ورکړی ؤ، هغوى له دې كتاب څخه چي موږ پر تا نازل کړيدى، خوشحاله دي. او په بېلابېلو ډلو کښي ځیني خلك داسي هم شته چي دده (قرآن) ځيني خبري نه مني. ته په ډاګه ورته ووايه: "ما ته خو یوازي د الله د بندګۍ حكم راکړل شويدى او له هغه سره د شریک نیولو څخه منع کړه شوی یم؛ له دې كبله زه د هماغه لوري ته بلنه وركوم او د هماغه خوا ته زما ورګرځېدل دي."
-
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا ۚ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا وَاقٍ
له همدې لارښووني سره موږ دغه عربي فرمان پر تا نازل کړيدى. اوس كه تا ددې علم سره سره چي تا ته راغلى دى، د خلكو د غوښتنو پيروي وکړې؛ نو د الله په مقابل کښي نه څوك ستا ملاتړ او مرستندوى دى او نه څوك د هغه له نيوني څخه تا ژغورلای شي.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً ۚ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ
ستا څخه مخکي هم موږ ډېر پېغمبران لېږلي دي او موږ هغوی د مېرمنو او اولادونو خاوندان ګرځولي ول. او د هیڅ يو پېغمبر هم ددې وس واك نه ؤ چي د الله د اذن (ارادې) څخه پرته په خپله یې كومه نښانه راوړې، ښودلې واى. د هر وخت لپاره يو كتاب دى.
-
يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ ۖ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ
د الله چي څه ته خوښه شي له منځه یې وړي. او (څه ته چي یې خوښه شي،) تثبيتوي یې، او ام الكتاب (علم الله یا لوح محفوظ) له هماغه سره دى.
-
وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ
او [اې پېغمبره (ص)!] د كوم شوم عاقبت اخطار چي موږ دغو خلكو ته وركوو، د هغه كومه برخه كه موږ ستا په ژوندانه کښي ور وښيو يا د هغه له منځته راتګ څخه مخکي تا وفات کړو، په هر حال ستا وظيفه یوازي پيغام رسول دي او حساب اخيستل زموږ كار دى.
-
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ ۚ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
ايا دغه (کافران) نه ګوري چي موږ پر دغي سيمي را روان يوو او د هغې دايره له هري خوا را تنګوو (مسلمانانو ته یې وركوو)؟ - الله حكومت كوي، هیڅوك د هغه د فېصلو رد کوونکی نه شته؛ او د هغه په حساب اخيستلو کښي څه ځنډ نه راځي.
-
وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا ۖ يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ ۗ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ
له دوى څخه مخکي چي كوم خلك تېر شويدي، هغوى هم غټ غټ چلونه چلولي دي. خو اصلي فېصله كوونكى تدبير په ټوله معنا یوازي د الله په لاس کي دى. هغه پوهیږي چي څوك څه ګټي. او دغه د حق منكران به ډېر ژر وګوري چي عاقبت د چا په ګټه تماميږي.
-
وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا ۚ قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ
[اې پېغمبره (ص)!] دغه منكران وايي چي ته د خداى لېږل شوى (پېغمبر) نه یې. ورته ووايه: "زما او ستاسي په منځ کښي د الله شاهدي كافي ده او ور پسې د هر هغه چا شاهدي ده چي د اسماني كتاب علم ولري."
۱۳. سورت الرعد
الرعد
Ar-Ra'd / الرعد · ۱۳ · ۴۳ آیتونه
دا پاڼه د سورت الرعد عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.