-
الرَّحْمَـٰنُ
الرحمان (مهربان خداى)،
-
عَلَّمَ الْقُرْآنَ
د دې قُرآن ښوونه کړېده.
-
خَلَقَ الْإِنسَانَ
همغه انسان پيدا کړ؛
-
عَلَّمَهُ الْبَيَانَ
او ده ته یې غږېدل ور زده کړل.
-
الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ
لمر او سپوږمۍ د يو حساب پابند دي؛
-
وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ
او ستورى او ونه دواړه (ټول) سجده كوونكي دي؛
-
وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ
اسمان یې اوچت کړ او (د عدلت) تله یې كېښودله.
-
أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ
د دې غوښتنه دا ده چي تاسي (د عدلت) په تله کښي خلل مه اچوئ؛
-
وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ
په انصاف سره سم صحيح تول وكړئ او په ترازو کښي ډنډۍ مه وهئ (کمی مه کوئ).
-
وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ
ځمکه یې د ټولو مخلوقاتو لپاره وغوړوله؛
-
فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ
په هغې کښي هر راز زياتي خوندوري مېوې دي. د خُرماو وني دي چي مېوې یې په پوښونو کښي نغښتي دي.
-
وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ
راز راز غلې دي چي په هغو کښي واښه هم وي او خوشبویه دانې هم.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پېريانو او انسانانو)، تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!
-
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ
انسان (آدم ع) یې له كودړي غوندي کړنګېدونكي وچي ورستې شوي خټي څخه پيدا کړ.
-
وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ
او پيرى یې د اور د شغلې څخه پيدا کړ.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم کوم نعمتونه درواغ ګڼئ؟!
-
رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ
د دواړه ختيځونه او دواړه لوېديځونه مالك او پروردګار همغه دى.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!
-
مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ
دوه سمندرونه یې خوشي کړل چي سره يو ځاى شي؛
-
بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ
بيا هم د هغو تر منځ يوه پرده حائله ده چي هغوى ترېنه تېری نكوي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!
-
يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ
له دغو سمندرونو څخه ملغلري او مرجانونه راوځي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!
-
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنشَآتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ
او دا بېړۍ د همغه دي، چي په سمندر کښي د دنګوغرونو په څېر لوړي پورته شويدي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب کومي کومي لورېنې درواغ كړئ؟!
-
كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ
هر څه چي پر دغې ځمکي باندي دي، فنا کېدونكي دي؛
-
وَيَبْقَىٰ وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
او یوازي ستا رب چي د جلال او درناوي خاوند دی، باقي پاته كېدونكى دى.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه (كمالات) درواغ كړئ؟!
-
يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ
په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څوك دي، ټول خپلي اړتیاوي له همغه څخه غواړي، هره شېبه هغه په نوي شان کښي دى.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه (غوره صفتونه) درواغ وګڼئ؟!
-
سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَ الثَّقَلَانِ
اې د ځمکي دوو پېټيو (انسانانو او پیریانو)، ډېر ژر به ستاسي د کړونو په حساب لاس پوري کړو.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
(بيا به وګورو چي) تاسي د خپل رب کومي کومي لوريني درواغ ګڼئ؟!
-
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا ۚ لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ
اې د پيريانو او انسانانو ډلي، كه تاسي د اسمانونو او ځمکي له سرحدونو څخه په وتلو تښتېدلای شئ، نو وتښتئ. خو نشئ تښتيدلای، د دې لپاره ډېر قوت په كار دى.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه (قدرتونه) درواغ وګڼئ؟
-
يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِّن نَّارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنتَصِرَانِ
كه د تېښتي هڅه وكړئ، نو، پر تاسي به د اور شُغلې او لوګي خوشي کړای شي، چي د هغو مقابله به ونکړای شئ.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه (قدرتونه) دروغ وګڼئ؟
-
فَإِذَا انشَقَّتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ
نو (څه به جوړ شي په هغه وخت کښي) كله چي اسمان وچوي او د سرې څرمني غوندي سور شي؟
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) (په هغه وخت کښي به) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه (قدرتونه) درواغ وګڼئ؟!
-
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ
په هغه ورځ کي به له كوم انسان او له كوم پيري څخه د هغه د ګناه د پوښتلو اړتیا نه وي، نو (وبه كتل شى چي)،
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
تاسي (دواړه ډلي) د خپل رب له كومو كومو لوریينو څخه انكار كوئ؟!
-
يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ
مجرمان به هلته له خپلو څېرو څخه وپېژندل شي او د وچولي (تندي) له وېښتو او پښو څخه به په رانيولو را کش کړل شي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو په هغه وخت کښي به تاسي د خپل رب كوم كوم نعمتونه (قدرتونه) درواغ وګڼئ؟!
-
هَـٰذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي يُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ
(په هغه وخت كښي به وويل شي) دا همغه دوږخ دى چي مجرمانو درواغ ګاڼه؛
-
يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ
د همغه دوږخ او خوټېدلو اوبو تر منځ به هغوى اوړېدونكي را او راوړېدونكي وي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو بيا به تاسي د خپل رب كوم كوم نعمتونه (قدرتونه) درواغ وګڼئ؟!
-
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ
او د هر هغه چا لپاره چي د خپل رب حضور ته له وړاندي كېدو څخه وېره لري، دوه باغونه دي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
ذَوَاتَا أَفْنَانٍ
له شنو ښېرازه څانګونه مالامال.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ
په دواړو باغونو کښي دوې چينې بهېدونكي؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
فِيهِمَا مِن كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ
په دواړو باغونو کښي د هري مېوې ډولونه دوه دوه؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
مُتَّكِئِينَ عَلَىٰ فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ ۚ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ
جنتيان به پر داسي فرشونو باندي تكيه كوونكي ناست وي چي د هغو استرونه به د پرېړو ورېښمو وي. او د باغونو (د ونو) څانګي به د مېوو له زوره ښكته راكږې شوې وي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ
د دغو نعمتونو(او جنتونو) په منځ کښي به د حيادارو سترګو خاونداني (حوري) وي، چي له دغو جنتيانو مخکي به انسان يا پيري نه وي مسح کړي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونو درواغ وګڼئ؟!
-
كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ
داسي ښكلې لكه ياقوت او مرجان؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
هَلْ جَزَاءُ الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ
د نېکۍ بدله له نېکۍ پرته بل څه كېداى شي؟
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو)، د خپل رب له كومو كومو انعامونو (غوره صفتونو) څخه به تاسي منكر شئ؟!
-
وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ
او پر هغو دوو باغونو برسيره دوه باغونه به نور وي؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
مُدْهَامَّتَانِ
ګڼ سمسور او ښېرازه باغونه.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ
په دواړو باغونو کښي دوې چينې، د فوارو په شان جوش وهونكي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ
په دې دواړو جنتونو کښي به هر ډول خوندوري مېوې، خُرما او انار وي؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو (اې پيريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم کوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!
-
فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ
د دغو نعمتونو په منځ کښي د ښه خوی خاونداني ښكلي مېرمني؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ
په خېمو کښي دېره شوي حوري.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟!
-
لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ
له دغو جنتيانو څخه مخکي به هیڅكله كوم انسان يا پيرى هغوى نه وي مسح کړي؛
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ.
-
مُتَّكِئِينَ عَلَىٰ رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ
هغوى به پر جنتي شنو غاليو او نفيسو او نادرو فرشونو باندي تكيه وهلي ناست وي.
-
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟!
-
تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
ستا د پروردګار چي د جلال او درناوي خاوند دی، نوم يې ډېر بركتناک دی.
۵۵. سورت الرحمن
الرحمن
Ar-Rahman / الرحمن · ۵۵ · ۷۸ آیتونه
دا پاڼه د سورت الرحمن عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.