-
الم
الف، لام، میم.
-
غُلِبَتِ الرُّومُ
روميان (د روم اوسېدونکي) مغلوب شوي دي.
-
فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ
په نژدې هیواد کي. او له خپل دغه مغلوبوالي څخه وروسته به هغوی (پر پارسیانو) برلاسي شي.
-
فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ
په څو كلونو دننه کي. مخکي هم او وروسته هم یوازي د الله واك دى. او په دغه ورځ (د روم په برلاسه کېدو) به مسلمانان خوشحالۍ وکړي.
-
بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
د الله په بښل شوي بري باندي. الله د هر هغه چا سره مرسته کوي چي خوښه یې شي. او هغه برلاسى او پوره رحم لرونکی دى.
-
وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
دا وعده الله کړي ده. الله هيڅكله له خپلي وعدې څخه نه اوړي، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
-
يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ
خلك یوازي د دنيا د ژوند په ظاهري اړخ باندي پوهیږي او له اخرت څخه پخپله هماغوى غافل دي.
-
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِم ۗ مَّا خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ
ايا هغوى كله پخپل ځان کښي غور او فكر ندى کړي؟ الله اسمانونه او ځمکه او هغه ټول شيان چي د هغو په منځ کښي دي په حقه او د يو ټاكلي مودې لپاره پيدا کړي دي. خو زياتره خلك د خپل رب له ملاقات څخه منكر دي.
-
أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
او ايا دغه خلك كله په ځمکه کښي ګرځېدلي راګرځېدلي ندي؛ ددې لپاره چي د هغو خلكو عاقبت په نظر ورغلى واى چي له دوى څخه مخکي تېر شويدي؟ هغوى له دوى څخه زيات قوي ول، هغوى ځمکه ښه سپړلې وه او هغه یې دومره ودانه کړې وه چي دوى هغومره نه ده ودانه کړې. هغو ته د هغو پېغمبران له څرګندو نښانو سره راغلل. نو الله خو پر هغو باندي ظلم كوونكى نه ؤ، خو هغوى پخپله پر ځان ظلم کاوه.
-
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاءُوا السُّوأَىٰ أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُونَ
په پاى کښي د هغو خلكو عاقبت چي بدۍ یې کړي وې، ډېر بد شو. ځكه چي د الله ايتونو ته يې د درواغو نسبت کړی ؤ او په هغو پوري یې ملنډي وهلې.
-
اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
همدا الله د هستوني پيل كوي، بيا به هماغه د هغې اعاده كوي، بيا به د هماغه لوري ته تاسي ورستانه شئ.
-
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ
او كله چي قیامت شي، په هغه ورځ به مجرمان هك پك ناهيلي پاتي شي.
-
وَلَمْ يَكُن لَّهُم مِّن شُرَكَائِهِمْ شُفَعَاءُ وَكَانُوا بِشُرَكَائِهِمْ كَافِرِينَ
د هغو په انګېرل شويو شريكانو کښي به هيڅوك د هغو سپارښ کونکی نه وي او هغوى به له خپلو شريكانو څخه منكر شي.
-
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ
په كومه ورځ چي هغه ساعت (قیامت) شي، په هغه ورځ به (ټول انسانان) په بېلا بېلو ډلو ووېشل شي.
-
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَهُمْ فِي رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ
كومو كسانو چي ايمان راوړيدى او ښه عملونه یې کړيدي، هغوى به په يو باغ کښي خوښ خوشحاله وساتل شي.
-
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ فَأُولَـٰئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ
او كوم كسان چي كافران شويدي او زموږ آيتونه او د اخرت ملاقات یې درواغ ګڼلى دى، هغوى به په عذاب کښي حاضر کړای شي.
-
فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ
نو الله په پاکي سره یاد کړئ كله چي تاسي ماښام كوئ او كله چي سهار كوئ. (سهار او ماښام د الله په پاکۍ سره یادونه کوئ)
-
وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ
په اسمانونو او ځمکه کښي د همغه لپاره ثنا او ستاينه ده. او (د هغه تسبيح وکړئ) مازيګر او كله چي پر تاسي د ماسپښين وخت راځي.
-
يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ
هغه له مړي څخه ژوندى را باسي او له ژوندي څخه مړى را باسي، او ځمکي ته د هغې له مرګه وروسته ژوند بښي. په همدې توګه به تاسي هم (د مرګ له حالت څخه) را و يستل شئ.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ
د هغه له نښانو څخه یوه دا ده چي تاسي یې له خاوري څخه پيدا کړاست، نو تاسي بشر ياست چي په ناڅاپي ډول (په ځمکه کښي) خورېږئ.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چي ستاسي لپاره، همدا ستاسي له جنس څخه یې ميرمني پيدا کړې، تر څو چي تاسي له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسي (ښځي او خاوند) په منځ کښي یې مينه او خواخوږي پيداکړه. په باوري ډول پدې کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي غور او فكر كوي.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ
او د هغه له نښانو څخه د اسمانونو او ځمکي پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو بېلا بېلوالى دى. په باوري ډول پدې کښي د پوهانو لپاره ډېري نښانې دي.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
او د هغه له نښانو څخه په شپه كي ستاسي ويده کېدل او په ورځ كې د هغه د فضل (روزۍ) لټول دي. په باوري توګه پدې کښي د هغو خلكو لپاره ډېري نښانې دي چي په (غور سره) اوري.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چي تاسي ته د برېښنا ځلا د (تندر څخه د) ويري او (باران ته) د تمي لپاره درښيي. او له اسمانه اوبه اوروي، بيا د هغو په وسيله ځمکي ته د هغې له مرګه څخه وروسته ژوند بښي. په باوري ډول پدې کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي له پوهي څخه كار اخلي.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ۚ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُونَ
او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چي اسمان او ځمکه د هغه په حكم ټينګ دي، بيا څنګه چي هغه تاسي ته له ځمکي څخه بلنه درکړي، فقط په همدې يوه ناره به تاسي په ناڅاپي ډول (له قبرونو) راووځئ.
-
وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ
په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څوك دي، د هغه بندګان دي، ټول د همغه د فرمان تابع دي.
-
وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ ۚ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَىٰ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
هماغه ذات چي د هستوني پيل كوي، بيا به هماغه د هغې اعاده وکړي او دا د هغه لپاره لا زياته اسانه ده. په اسمانونو او ځمکه کښي د هغه صفت تر ټولو لوړ دى او هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
ضَرَبَ لَكُم مَّثَلًا مِّنْ أَنفُسِكُمْ ۖ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن شُرَكَاءَ فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَاءٌ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
هغه تاسي ته پخپله همدا ستاسي له جنس څخه يو مثال راوړي: ايا ستاسي له هغو غلامانو څخه چي ستاسي په ملكيت کښي دي، ځیني غلامان داسي هم شته چي زموږ په درکړای شوي مال او شتمنۍ کښي ستاسي سره مساوي برخه وال وي او تاسي له هغو څخه هماغسي ووېرېږئ لكه څنګه چي پخپلو منځو کښي له خپلو سیالانو څخه وېرېږئ؟ - پدې ډول موږ ايتونه د هغو خلكو لپاره څرګند وړاندي كوو، چي له پوهي څخه كار اخلي.
-
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ فَمَن يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ
خو دغه ظالمان بې پوهي او بې ادراکه پخپلو انګيرنو پسي خوځېدلي دي. اوس څوك هغه چا ته لاره ښودلای شي چي الله ګمراه کړی وي؟- د دغسي خلكو خو هيڅ مرستندوى نشي پيدا کېدلای.
-
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
نو [اې پېغمبره (ص) د خپلو پيروانو سره دي] په يو لوري کېدو خپل مخ د دغه دين خوا ته برقرار وساته. پر هغه فطرت ټینګ شه چي پر هغه باندي الله تعالى انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړی فطري دين نشي بدلېداى، همدغه بيخي سم صحيح دين دى، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
-
۞ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ
(ټينګ اوسئ پدې خبره باندي) د الله لوري ته رجوع كوونكي، او د هغه څخه ووېرېږئ، او لمونځ قائم کړئ، او د مشرکانو څخه مه کېږئ؛
-
مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا ۖ كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ
(له هغو مشریکانو څخه) چي هغوى خپل دين بېل کړيدى او په ډلو وېشل شويدي، له هري يوې ډلي سره چي څه دي، په هماغې کښي هغه خوشحاله ده.
-
وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُم مُّنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُم مِّنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ
د خلكو حال دا دى، چي كله تكليف ورته رسیږي، نو د خپل رب لوري ته په رجوع كولو سره هغه بلي. بيا كله چي الله د خپل رحمت يو څه خوند په هغو باندي وڅكي، نو په ناڅاپي ډول له هغو څخه ځیني خلك په شرك كولو لاس پوري كوي.
-
لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
تر څو چي زموږ د وُرکړي احسان ناشكري وکړي؛ ښه نو، مزې چړچې وکړئ، ډېر ژر به درمعلومه شي.
-
أَمْ أَنزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا بِهِ يُشْرِكُونَ
ايا موږ كوم داسي سند او دليل پر دوى باندي نازل کړی دى چي د هغه شرك په رښتينولۍ باندي شاهدي وايي چي دوى یې كوي؟
-
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ
كله چي موږ په خلكو باندي د رحمت خوند څكو، نو هغوى ورباندي ویاړي او كله چي د هغو د خپلو کړنو لامله كومه بلا باندي راځي، نو ناڅاپه ناهيلي کیږي.
-
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
ايا دغو خلكو ندي ليدلي، چي هماغه الله، چا ته چي یې خوښه شي، روزي پراخوي او (چا ته یې چي خوښه شي) تنګوي یې. په باوري ډول پدې کښي د هغو خلكو لپاره ډېري نښانې دي چي ايمان راوړي.
-
فَآتِ ذَا الْقُرْبَىٰ حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
نو (اې مؤمنه) خپلوانو ته د هغه حق ورکړه؛ او مسكين او مسافر ته (د هغه حق ورکړه). دا کړنلاره د هغو خلكو لپاره ډېره غوره ده چي د الله خوښي غواړي، او همغوى برى موندونكي دي.
-
وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ ۖ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ
كوم سود چي تاسي وركوئ، چي د خلكو په مالونو کښي په ګډېدلو سره هغه زيات شي، د الله په وړاندي هغه نه زیاتیږي. او كوم زكات چي تاسي د الله د خوښۍ تر لاسه كولو په اراده وركوئ، د هماغه وركوونكي په حقيقت کښي خپل مال زياتوي.
-
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۖ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَٰلِكُم مِّن شَيْءٍ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
همدا الله دى چي تاسي یې پيدا کړاست، بيا یې تاسي ته روزي درکړه، بيا به هغه تاسي ته مرګ درکړي، بيا به هغه تاسي ژوندي کړي. ايا ستاسي له انګېرل شويو شريكانو څخه كوم يو داسي شته چي له دغو چارو څخه كومه يوه هم وکړي؟ - الله پاك دى او له هغه شرك څخه ډېر لوړ او چت دى چي دغه خلك یې كوي.
-
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
په وچه او لمده کښي د خلكو (د لاسونو) په عملونو سره فساد ښکاره شويدى؛ نو (الله) په دوی باندي د هغو عملونو (د سزا) خوند څكي چي دوی کړي دي، ښايي چي دوی راوګرځي.
-
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلُ ۚ كَانَ أَكْثَرُهُم مُّشْرِكِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه چي په ځمکه کښي وګرځئ، وګورئ چي د مخکي تيرو شويو قومونو عاقبت څنګه شويدى، له هغو څخه زياتره مشركان ول؛
-
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ ۖ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ
نو [اې پېغمبره (ص)!) خپل مخ په كلكه د دغه رښتيني دين لوري ته بر قراره کړه مخکي له دې چي هغه ورځ راشي چي د هغې مخنيوی په هيڅ صورت د الله لخوا نشته. په هغه ورځ به خلك تيت پرك يو له بله بېل شي.
-
مَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ
څوك چي كافر شويدى، د هغه د كفر وبال پر همغه باندي دى؛ او كومو خلكو چي نېک عمل کړيدى، هغوى د خپل ځان لپاره په (جنت كي) ځايونه برابروي.
-
لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِن فَضْلِهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ
تر څو چي الله ايمان راوړونكو او نېک عمل كوونكو ته پخپل فضل سره مكافات ورکړي. دا باوري ده چي الله كافران په هيڅ ډول نه خوښوي.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ أَن يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
د هغه له نښانو څخه (یوه) دا ده چي زيرى وركوونكي بادونه لېږي او له خپل رحمت څخه ستاسي د ګټي ګرځولو لپاره او ددې غرض لپاره چي کښتۍ د هغه په حُكم وچليږي او تاسي د هغه فضل ولټوئ او د هغه شكر ايستونكي شئ.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا ۖ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ
او موږ ستا څخه مخکي پېغمبران د هغو قوم ته ولېږل او هغوى له روښانه نښانو سره ورته راغلل، بيا چي چا جرم وکړ، له هغو څخه مو غچ واخيست او پر موږ دا حق ؤ چي د مؤمنانو سره مرسته وکړو.
-
اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ ۖ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ
همدا الله دى چي بادونه لېږي او وريځي را پورته كوي، بيا دغه وريځي په اسمان کښي څنګه یې چي خوښه شي خپروي او برغنډ برغنډ یې ويشي. بيا ته وينې چي د باران څاڅكي له وريځي څه را اوري، دغه باران چي كله الله له خپلو بندګانو څخه په چا باندي غواړي ویې اوروي، نو هغوى په ناڅاپي ډول خوښي او خوشالي كوي.
-
وَإِن كَانُوا مِن قَبْلِ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْهِم مِّن قَبْلِهِ لَمُبْلِسِينَ
پداسي حال کښي چي هغوى د باران له نازلېدو څخه مخکي ناهيلي کېدل.
-
فَانظُرْ إِلَىٰ آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
نو وګوره د الله د رحمت نښانې، چي مړه ځمکه په څه ډول را ژوندۍ كوي، په يقيني توګه هغه د مړو ژوندي كوونكى دى او هغه په هر څه باندي قادر دى.
-
وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوا مِن بَعْدِهِ يَكْفُرُونَ
او كه موږ داسي باد وليږو چي د هغه په اثر هغوى خپل كښتونه مړاوي ژيړ ومومي، نو هغوى بيا كفر غوره كوي.
-
فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] ته مړي نشې اورولای، نه هغو كڼو ته خپل غږ اورولای شې چي شا اړولي، روان وي.
-
وَمَا أَنتَ بِهَادِ الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ ۖ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ
نه ته (د فكر) ړانده له ګمراهۍ څخه را ايستلای شې، نه هغو ته سمه لاره ښودلای شې. ته خو یوازي هماغو ته اورولای شې چي زموږ په آيتونو باندي ايمان راوړي او منلو ته یې سر ټيټوي.
-
۞ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ
الله پاك هغه ذات دى چي تاسي یې (د كوچني توب) په كمزورې بڼه پيدا کړئ، بيا له هغې كمزورۍ څخه وروسته یې تاسي ته قوت در وبښه، بیا له هغه قوت څخه وروسته یې تاسي كمزورۍ او زوړوالي ته ورسولاست. هغه چي هر څه غواړي پيدا كوي یې، هغه په حقيقت پوهېدونكى، په هر څه باندي قدرت لرونكى دى.
-
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ ۚ كَذَٰلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ
او كله چي هغه ساعت (قيامت) شي، نو مجرمان به د قسمونو په خوړلو سره ووايي چي موږ له پوره يو ساعت څخه زيات ځنډېدلي نه یوو. په همدغه ډول هغوى د دنيا په ژوندانه کښي له حقه اړولي ګرځېدل.
-
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَىٰ يَوْمِ الْبَعْثِ ۖ فَهَـٰذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَـٰكِنَّكُمْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
خو كوم كسان چي له علم او ايمان څخه برخمند ګرځول شوي دي، هغوى به ووايي چي د خداى په ليكنه کښي خو تاسي د حشر تر ورځي پوري (په مودو مودو) ځنډېدلي ياست، اوس دا هماغه د حشر ورځ ده، خو تاسي نه پوهېدلاست.
-
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يَنفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ
نو په هماغه ورځ به ظالمانو ته د هغو عذر وړاندي كول هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به ورته له الله څخه د بښني غوښتلو لپاره وويل شي.
-
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـٰذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ ۚ وَلَئِن جِئْتَهُم بِآيَةٍ لَّيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ
موږ پدې قرآن کښي خلك د راز راز مثالونو سره پوهولي دي. ته كه (هره) نښانه راوړې، كومو خلكو چي له منلو څخه انكار کړيدى، هغوى به همدا ووايي چي تاسي په باطل باندي ياست.
-
كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
پدې توګه الله د هغو خلكو پر زړونو باندي مُهر وهي چي بې علمه دي. (له حق سره دښمني كوي)
-
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ
نو [ اې پېغمبره (ص)!] صبر وکړه، په يقيني توګه د الله وعده رښتينې ده، او هيڅكله دي هغه خلك تا بې ثباته ونه مومي چي باور نكوي.
۳۰. سورت الروم
الروم
Ar-Rum / الروم · ۳۰ · ۶۰ آیتونه
دا پاڼه د سورت الروم عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.