Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۶۱. سورت الصف

الصف

As-Saff / الصف · ۶۱ · ۱۴ آیتونه

دا پاڼه د سورت الصف عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    هر څه چي په اسمانونو او هر څه چي په ځمکه کښي دي، د الله پاكي بيانوي. او همغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.

  2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ

    اې مؤمنانو، تاسي ولي هغه څه واياست چي كوئ یې نه!

  3. كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ

    د الله په وړاندي دا ډېر د غضب وړ حركت دى چي تاسي هغه څه وواياست چي كوئ یې نه.

  4. إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَّرْصُوصٌ

    د الله خو هغه خلك خوښ دي چي د هغه په لار کښي پداسي شان صف تړلي جنګيږي چي ګواكي هغوي يو محكم کړی شوى دېوال دى.

  5. وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَد تَّعْلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ ۖ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ

    او د موسىٰ (ع) هغه خبره ياده کړه چي خپل قوم ته يې ويلې وه: "اې زما قومه! تاسي ولي ما ازاروئ؟ - پداسي حال کښي چي ښه پوهېږئ چي زه تاسي ته د الله را لېږل شوى پېغمبر يم." - بيا كله چي هغوى (د حق څخه) كږېدل غوره کړل، نو الله د هغوى زړونه (د سمي لاري څخه) كاږه کړل. الله فاسقانو ته هدايت نكوي.

  6. وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَـٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

    او عيسى (ع) د مریم د زوی، هغه خبره یاده کړه چي ويلي يې وه: "اې بني اسرائيلو! زه تاسي ته د الله رالېږل شوى پېغمبر يم، د هغه تورات تصديق کوونكى يم چي زما څخه مخکي راغلى موجود دى؛ او د يو پېغمبر زيرى وركوونكى يم چي زما څخه وروسته به راشي چي نوم به يې احمد وي." - خو كله چي هغه دوى ته له ښكاره څرګندو نښانو سره راغى، نو دوى وويل: "دا خو څرګندي کوډي دي."

  7. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَىٰ إِلَى الْإِسْلَامِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    ښه نو اوس به له هغه چا څخه بل غټ ظالم څوك وي چي پر الله د درواغو بهتان وتړي، پداسي حال کښي چي هغه ته د اسلام (د الله په وړاندي د اطاعت سرښكته كولو) بلنه وركول کیږي؟ - دغسي ظالمانو ته الله سمه لاره نه ښيي.

  8. يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

    دوى د خولو په پوكيو سره د الله د رڼا مړه كول غواړي. او د الله فېصله دا ده چي هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي كه د كافرانو دا هر څومره بده ايسي هم.

  9. هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

    همغه ذات دى چي خپل پېغمبر (ص) یې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، تر څو چي دغه (د حق دین) پر ټولو دينونو برلاسى کړي كه د مشركانو دا هر څومره بد ايسي هم.

  10. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

    اې مؤمنانو، ايا تاسي ته زه هغه تجارت وښيم چي له دردناك عذاب څخه مو وژغوري؟

  11. تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

    پر الله او د هغه پر پېغمبر (ص) باندي ايمان راوړئ او د الله په لاره کښي پخپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وکړئ. همدغه ستاسي لپاره بهتره ده كه تاسي پوهیږئ.

  12. يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    الله به ستاسي ګناهونه در وبښي او تاسي به هغو باغونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهیږي او د ابدي استوګني په جنتونو کښي به ډېر غوره كورونه درکړي، دا ستر برياليتوب دی.

  13. وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ

    او هغه بل شى (دنیوي نعمت) چي تاسي یې خوښوئ، هغه به هم درکړي؛ د الله لخوا مرسته او ډېر نژدې په برخه کېدونكى برى دی؛ او [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنانو ته د دې زيرى ورکړه.

  14. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ ۖ فَآمَنَت طَّائِفَةٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَت طَّائِفَةٌ ۖ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ

    اې مؤمنانو! د الله مرستندويان شئ، لكه څنګه چي عيسى (ع) د مریم زوی حواريونو ته ويلي ول: " د الله لوري ته (په بلنه کښي) زما ملاټر کوونکی څوک دی؟" - او حواريونو ځواب ورکړی ؤ: "موږ د الله مرستندويان یوو!" - په هغه وخت کښي د بني اسرائيلو يوې ډلي ايمان راوړ او بلي ډلي انكار وکړ. بيا موږ د مؤمنانو د دښمنانو پر ضد د هغو ملاتړ وکړ او همغوى برلاسي شول.

Holy Quran-Pashto