-
وَالصَّافَّاتِ صَفًّا
پر كتار كتار صف تړونكو (پرښتو) باندي قسم؛
-
فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا
بيا په هغو (باندي قسم) چي اخطار وركونكي، (د شیطانانو) شړونكي دي؛
-
فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا
بيا په هغو (باندي قسم) چي د نصيحت د کلام اوروونكي دي؛
-
إِنَّ إِلَـٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ
چي بېشكه ستاسي حقيقي معبود یوازي او یوازي ايكي يو دى؛
-
رَّبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ
هغه ذات چي د اسمانونو او ځمکي او د ټولو هغو شيانو رب دى چي په ځمکه او اسمان كي دي، او د ټولو ختيځونو څښتن دی.
-
إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ
موږ د دُنيا اسمان، د ستورو په ښايست سره سينګار کړی دى؛
-
وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِدٍ
او له هر سر غړوونکي شيطان څخه مو خوندي ساتلى دى.
-
لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ
دغه شيطانان د پاسنۍ نړۍ خبري نشي اورېدلای، له هري خوا ويشتل کیږي؛
-
دُحُورًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ
شړل کیږي او د هغو لپاره پر له پسې عذاب دى؛
-
إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ
بيا هم كه د هغو څخه كوم يو څه وتښتوي، نو يوه تيزه سوځوونكې لمبه یې تعقيبوي.
-
فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا ۚ إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍ
اوس د دوى څخه پوښتنه وکړه: د دوى پيدايښت ډېر ګران دى، كه د هغو شيانو چي موږ پيدا کړي دي؟ - دوی خو موږ له سريښناکي خټي څخه پيدا کړيدي.
-
بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ
ته (د الله د قدرت نښانو ته) حېران يئ او دوى ور پوري ملنډي وهي.
-
وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ
كه پوهول کیږي، نو ځان نه پوهوي (پند نه اخلي)؛
-
وَإِذَا رَأَوْا آيَةً يَسْتَسْخِرُونَ
كه كومه نښانه وويني، نو مسخرې او خنداوي ور پوري كوي؛
-
وَقَالُوا إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
او وايي: "دا خو ښكاره کوډي دي؛
-
أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ
ښه نو، چيري داسي كېداى شي چي كله موږ مړه شوي اوسو، خاوري شو او د هډوکو مجموعه شو، په هغه وخت كي موږ بيا ژوندي را پاڅول شو؛
-
أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ
او ايا زموږ د تېرو وختونو پلرونه، نیکونه به هم راپاڅول شي؟"
-
قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَاخِرُونَ
دوى ته ووايه: "هو! او تاسي د خداى په وړاندي بېوسي ياست."
-
فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنظُرُونَ
فقط يو ټكان به وي او په ناڅاپي ډول به دوى پخپلو سترګو (د هغه هر څه چي دوى ته خبر وركول کیږي) ليدونكي وي.
-
وَقَالُوا يَا وَيْلَنَا هَـٰذَا يَوْمُ الدِّينِ
په هغه وخت كې به دوى ووايي: "هى زموږ بده بخته، دا خو د جزا ورځ ده."
-
هَـٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ
دا د همغې ورځي فېصله ده چي تاسي درواغ ګڼله.
-
۞ احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ
(امر به پرښتو ته وشي) ټول ظالمان او د دوى ملګري او هغه معبودان چى دوى د هغو بندګي كوله، را غونډ کړئ!
-
مِن دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْجَحِيمِ
د الله څخه پرته، نو دغو ټولو ته د دوږخ لاره وښياست.
-
وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ
او دوى معطل کړئ، د دوى څخه پوښتنه کیږي،
-
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ
په تاسي څه وشول، ولي يو د بل مرسته نه كوئ؟
-
بَلْ هُمُ الْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ
هو بلکي! دوى خو پخپله خپل ځانونه سپاري.
-
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ
له هغه وروسته به دوى يو بل ته مخ واړوي او يو له بله به پوښتني شروع کړي؛
-
قَالُوا إِنَّكُمْ كُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْيَمِينِ
(پيروان به خپلو رهبرانو ته) ووايي: «تاسي موږ ته له ښي لوري (د خیر په بڼه) راتلاست!»
-
قَالُوا بَل لَّمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
هغوى به ځواب ورکړي: «نه، بلکي، تاسي پخپله ايمان راوړونكي نه واست؛
-
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ ۖ بَلْ كُنتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ
زموږ پر تاسي څه زور نه ؤ، بلکي، تاسي پخپله سر غړوونکي واست.
-
فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَا ۖ إِنَّا لَذَائِقُونَ
په پاى كي موږ د خپل رب د دغي فېصلې مستحق شوو چي د عذاب خوند څكونكي يوو،
-
فَأَغْوَيْنَاكُمْ إِنَّا كُنَّا غَاوِينَ
نو موږ تاسي بې لاري کړاست، بېشکه موږ پخپله بې لاري شوي وو.»
-
فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ
په دې توګه به هغوى ټول په هغه ورځ په عذاب كي شريك وي.
-
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ
موږ له مجرمانو سره همدغه څه كوو؛
-
إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ
دا هغه كسان ول چي كله به ورته ويل كېدل چي د الله څخه پرته بل هيڅ پر حق معبود نه شته، نو دوى به مغروره كېدل
-
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ
او ويل به یې: "ايا موږ د يو لېوني شاعر په خاطر خپل معبودان پرېږدو؟"
-
بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ
په داسي حال كي چي هغه حق له ځانه سره راوړى ؤ او هغه د پېغمبرانو تصديق کړی ؤ.
-
إِنَّكُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِيمِ
بېشكه تاسي هرو مرو د دردناك عذاب خوند څكونكي ياست؛
-
وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
او تاسي ته چي هره بدله دركول کیږي، د هماغو عملونو په خاطر ده، چي تاسي کړي دي.
-
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ
خو د الله غوره شوي بندګان به (د دغه ناوړه عاقبت څخه) په امن وي
-
أُولَـٰئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُومٌ
د دوى لپاره معلومه روزي ده؛
-
فَوَاكِهُ ۖ وَهُم مُّكْرَمُونَ
هر راز خوندور شيان او دوی به عزتمند وي.
-
فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ
او له نعمتونو ډك جنتونه چي هغوى به په كښي هستوګن کړي شي.
-
عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ
پر تختونو به يو بل ته مخامخ کښېني.
-
يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍ
د شرابو د چينو څخه ډك جامونه به د هغوى په منځ كي وګرځول شي،
-
بَيْضَاءَ لَذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ
ځلانده، راڼه شراب، چي د څښونكو لپاره به خوندر وي.
-
لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ
نه به د دوی جسم ته د هغو (شرابو) څخه څه ضرر وي او نه به یې عقل ته ترېنه تاوان رسیږي.
-
وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ
او له هغو سره به ښايسته سترګي لرونكي ښځي وي چي خپلي سترګي یې د پردِیو د ليدو څخه ساتلي وي؛
-
كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ
داسي نازكي لكه د هګۍ تر پوټكي لاندي پټه شوې پرده.
-
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ
بيا به هغوى يو بل ته په مخ اړولو د حالاتو پوښتنه وکړي.
-
قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ
د هغو څخه به يو تن ووايي: "په دنيا كي زما يو ملګرى ؤ .
-
يَقُولُ أَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِينَ
ما ته به یې ويل: «ايا ته له هغو تصديق كوونكو څخه یې؟
-
أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِينُونَ
ايا دا رښتيا ده چي كله موږ مړه شو، او خاوري شو او د هډوکو ډانچه شو، نو موږ ته به سزا او جزا راکړه شي؟»
-
قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ
اوس ايا تاسي د هغه (د حق منکر) د حال څخه خبرېدل غواړئ؟"
-
فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاءِ الْجَحِيمِ
له دې ويلو وروسته چي څنګه هغه لاندي وګوري، نو د دوږخ په تل كي به دغه (د حق منکر) وويني؛
-
قَالَ تَاللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرْدِينِ
او هغه ته (به د ملامتیا په ډول) ور ږغ کړي: "په خداى قسم، تا خو زما تباه كول غوښتل؛
-
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ
كه زما د رب فضل را باندي نه واى، نو نن به زه هم له هغو كسانو څخه وم چي نيول شوي، راوستل شوي دي.
-
أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ
ښه نو، اوس (دا يقيني نده چي) موږ (جنتیان) له مړه كېدونكو څخه نه يوو؟
-
إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
كوم مرګ چي موږ ته راتلونكى ؤ، هغه خو مخكي راغى، اوس به موږ ته هيڅ عذاب نه وي؟"
-
إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
په يقيني ډول همدغه ستر برياليتوب دى.
-
لِمِثْلِ هَـٰذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ
د همدغسي برياليتوب لپاره بايد عمل كوونكي عمل وکړي.
-
أَذَٰلِكَ خَيْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ
ايا دغه مېلمستيا ښه ده او كه د زقوم ونه؟
-
إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِّلظَّالِمِينَ
موږ هغه ونه د ظالمانو لپاره فتنه ګرځولې ده.
-
إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ
هغه يوه ونه ده چي د دوږخ د تل څخه را وځي.
-
طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ
د هغې غوټۍ داسي دي لكه د شيطانانو سرونه.
-
فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ
دوږخيان به هغه وخوري او د هماغې څخه به خپلي ګېډي ډکي کړي.
-
ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِيمٍ
بيا به د هغې د پاسه د څښلو لپاره هغو ته خوټېدلي اوبه ورکړل شي.
-
ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ
او له هغه وروسته به د هغو ورستنېدل هماغه د دوږخ د اور خوا ته وي.
-
إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّينَ
دا هغه خلك دي چي خپل پلرونه، نیکونه یې ګمراه وموندل.
-
فَهُمْ عَلَىٰ آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ
او دوی د هماغو پر پله باندي وځغستل.
-
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ
په داسي حال كي چي د دوى څخه مخكي ډېر پخواني خلك ګمراه شوي ول.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ
او په هغو كي موږ تنبيه كوونكي پېغمبران لېږلي ول.
-
فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ
اوس وګورئ چي د هغو تنبيه كېدونكو څه عاقبت شو.
-
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ
د دغه بد عاقبت څخه فقط د الله هغه بندګان ژغورل شوي دي، چي هغه د خپل ځان لپاره غوره کړي دي.
-
وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ
موږ ته (د دې څخه مخكي) نوح (ع) غږ کړی و، نو ګوره چي موږ څنګه ښه ځواب وركوونكي وو.
-
وَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ
موږ هغه او د هغه كورنۍ د يو ستر غم څخه وژغورل.
-
وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ
او د هغه ځوځات مو باقي پرېښودل؛
-
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ
او په وروستيو نسلونو كي مو د هغه صفت او ستاينه پرېښودل.
-
سَلَامٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ
(د الله) سلام دى پر نوح باندي په ټولو نړيوالو کي؛
-
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
موږ نېکي كوونكو ته همدغسي غوره بدله وركوو.
-
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ
په حقيقت كي هغه زموږ له مؤمنو بندګانو څخه ؤ.
-
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ
بيا بله ډله موږ غرقه کړه.
-
۞ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ
او د همدې نوح (ع) پر کړنلاره باندي تلونكى ابراهيم (ع) ؤ.
-
إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
كله چي هغه د خپل رب حضور ته له سالم پاك زړه سره راغى.
-
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ
كله چي هغه خپل پلار او قوم ته وويل: "دا څه شيان دي چي تاسي یې عبادت كوئ؟
-
أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ
ايا د الله څخه پرته د درواغو جوړ شوي معبودان غواړئ.
-
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ
نو د مخلوقاتو د پالونکي الله په باب ستاسي څه ګومان دى؟"
-
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ
بيا هغه ستورو ته يو نظر وکړ؛
-
فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ
او ویې ويل: "زما طبيعت خراب دى."
-
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِينَ
نو خلكو هغه پرېښود او په شا اړولو سره ترې روان شول.
-
فَرَاغَ إِلَىٰ آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ
د هغو په غياب كي ابراهیم (ع) په پټه د هغو د معبودانو درمسال ته ننووت او (بتانو ته يې) وويل: "تاسي ولي خوراك نه كوئ؟
-
مَا لَكُمْ لَا تَنطِقُونَ
په تاسي څه شوي دي چي خبري هم نه كوئ؟"
-
فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ
له هغه وروسته یې سمدلاسه پر هغو پټه حمله وکړه او په ښي لاس سره یې ښه ګوزارونه وکړل.
-
فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ
( بېرته په راستنېدو) هغوى په منډه مڼده ابراهیم (ع) ته راغلل.
-
قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ
هغه وويل: "ايا تاسي پر خپل لاس د توږل شويو شيانو بندګي كوئ؟
-
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ
پداسي حال كې چي الله تاسي هم پيدا کړي ياست او هغه شيان هم چي تاسي یې جوړوئ."
-
قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ
هغو پخپلو منځو كي سره وويل: "د ده لپاره د اور ډېرۍ تياره کړئ او دى د تاوجن اور په لمبو كي وغورځوئ."
-
فَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِينَ
نو هغوى د ده پر خلاف غوښتل يو اقدام وکړي، خو موږ هغوى لاندي راوستل (ناکام او سپک مو کړل).
-
وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ
ابراهيم (ع) وويل: "زه د خپل رب لوري ته ځم، هغه به ما ته لارښوونه وکړي.
-
رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ
(کله چي ابراهیم (ع) د هجرت ځای ته ورسېدی، نو وې ویل) اې زما پروردګاره! ما ته داسي زوى راکړه چي له صالحانو څخه وي."
-
فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ
( د دې دُعا په ځواب كي) موږ هغه ته د يو زغمونكي هلك (اسماعیل (ع)) زېرى ورکړ.
-
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ
كله چي اسماعیل (ع) له پلار سره د منډو ترړو كولو عمر ته ورسيدی، نو (يوه ورځ) ابراهيم هغه ته وويل: "زويه! زه په خوب كي وينم چي تا حلالوم؛ اوس ته ووايه چي ستا نظر څه دى؟" - هغه وويل: "پلار جانه! څه چي تا ته حكم کیږي، هغه وکړه، ته به انشاءالله ما له صابرانو څخه ومومې."
-
فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ
په پاى كي چي كله دغو دواړو (ددغه حکم په مقابل کي) د منني سر ښكته کړ او ابراهيم (ع) زوى پړمخي څملاوه؛
-
وَنَادَيْنَاهُ أَن يَا إِبْرَاهِيمُ
او موږ غږ وکړ: "اې ابراهيمه،
-
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
تا خوب رښتيا کړ. موږ نېكي كوونكو ته همدغسي غوره مكافات وركوو."
-
إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ
په باوري ډول دا يوه څرګنده ازموينه وه.
-
وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ
او موږ يوه لويه قرباني په فديه كي ورکړه، هغه هلك مو خوشي کړ.
-
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ
او د تل لپاره مو د هغه ستاينه په وروستيو نسلونو كي پرېښودله.
-
سَلَامٌ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ
پر ابراهيم (ع) سلام دی.
-
كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
موږ نېکي كوونكو ته همدغسي غوره بدله وركوو.
-
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ
په باوري ډول هغه زموږ له مؤمنو بندګانو څخه ؤ.
-
وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ
او موږ هغه ته د اسحاق (ع) زېرى ورکړ چي يو صالح پېغمبر و.
-
وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰ إِسْحَاقَ ۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِينٌ
او هغه او اسحاق (ع) ته مو بركت ورکړ. اوس د دغو دواړو د اولادې څخه څوك نېكوكار دي او څوك پر خپل ځان څرګند ظلم كوونكي دي.
-
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ
او په رښتيا سره موږ پر موسىٰ (ع) او هارون (ع) باندي پېرزوينه وکړه؛
-
وَنَجَّيْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ
هغوی او د هغو قوم ته مو د لوى کړاو څخه نجات ورکړ؛
-
وَنَصَرْنَاهُمْ فَكَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ
له هغو سره مو مرسته وکړه چي د هغې له امله هماغوى برلاسي شول؛
-
وَآتَيْنَاهُمَا الْكِتَابَ الْمُسْتَبِينَ
هغوى ته مو ډېر څرګند كتاب ورکړ؛
-
وَهَدَيْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ
هغو ته مو سمه لاره وښودله.
-
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِي الْآخِرِينَ
او په وروستيو نسلونو كي مو د هغو ښه ياد باقي پرېښودی.
-
سَلَامٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ
پر موسىٰ (ع) او هارون (ع) دي سلام وي.
-
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
موږ نېکي كوونكو ته همدغسي غوره بدله وركوو؛
-
إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ
په حقيقت كي هغوى زموږ له مؤمنو بندګانو څخه ول.
-
وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ
او الياس (ع) هم په يقيني ډول د پېغمبرانو څخه ؤ.
-
إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ
هغه وخت (یاد کړه) كله چي هغه خپل قوم ته ويلى وو: "تاسي وېرېږئ نه؟
-
أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ
ايا تاسي د بعل بت عبادت کوې او د ښه پیدا کوونکي (عبادت) پرېږدئ؛
-
اللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ
هغه الله چي ستاسي او ستاسي د وړاندي وروسته پلرونو، نیکونو رب دى؟"
-
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
خو هغوى الیاس (ع) درواغجن وګاڼه، نو اوس په يقيني ډول هغوى د سزا لپاره حاضر راوستل كېدونكي دي؛
-
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ
پرته د خداى له بندګانو څخه چي هغوى غوره کړای شوي ول.
-
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ
او د الياس (ع) د ښو ياد مو په وروستيو نسلونو كي باقي پرېښودی.
-
سَلَامٌ عَلَىٰ إِلْ يَاسِينَ
پر الياس دي سلام وي.
-
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
موږ نېکي كوونكو ته همداسي غوره بدله وركوو.
-
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ
په رښتيا سره هغه زموږ له مؤمنو بندګانو څخه ؤ.
-
وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِينَ
او لوط (ع) هم له هماغه كسانو څخه و چي د پېغمبرانو په توګه لېږل شوي دي.
-
إِذْ نَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ
هغه وخت (یاد کړه) چي موږ هغه او د هغه ټولي كورنۍ ته نجات ورکړ؛
-
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ
پرته له يوې سپين سري څخه چي له بېرته پاتي کېدونكو څخه وه.
-
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ
بيا مو نور ټول تار و مار کړل؛
-
وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ
نن تاسي د ورځي (سهار سبا) د هغو پر ورانو مېنو باندي تېرېږئ.
-
وَبِاللَّيْلِ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
او د شپې هم، نو ايا تاسي د پوهي څخه كار نه اخلئ؟
-
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ
او په يقيني ډول يونس (ع) هم د پېغمبرانو څخه ؤ.
-
إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ
هغه وخت (یاد کړه) چي هغه د يوې ډکي بېړۍ خوا ته په تېښته ووت؛
-
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ
بيا یې د بیړۍ د سپرلیو سره پچه (قُرعه) واچول خو په هغې كي یې ماته وخوړه (سیند ته یې ځان واچوه).
-
فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ
په پاى كي هغه یو لوی كب تېر کړ او هغه پړ و.
-
فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ
نو كه هغه له تسبيح كوونكو څخه نه واى؛
-
لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
نو د قيامت تر ورځي پوري به د هماغه كب په ګېډه كي پاته شوى وای.
-
۞ فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ
په پاى كي موږ هغه د ډيري رنځورتيا په حالت كي پر يوه ځمکه وغورځاوه.
-
وَأَنبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ
او پر هغه مو جلغداره (د کدو) ونه را زرغونه کړه.
-
وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَىٰ مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ
او وروسته موږ هغه سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) یا د دې څخه زياتو خلكو ته ولېږه
-
فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
هغو ايمان راووړ او موږ تر يوې خاصي نېټې پوري هغوى باقي پرېښودل.
-
فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ
نو د دوى څخه پوښتنه وکړه: ايا (د دوى زړه دا خبره مني چي) ستا د رب لپاره دي لوڼي وي او د دوى لپاره زامن؟!
-
أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ
ايا په رښتيا سره موږ پريښتې ښځي ګرځولي دي او دوى د سترګو ليدلى حال وايي؟
-
أَلَا إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ
ښه واوره په اصل كي دوى له ځانه جوړه کړي خبره كوي،
-
وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
چي الله تعالىٰ اولاد لري او په واقع كي دوى درواغجن دي.
-
أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ
ايا الله د زامنو په ځاى لوڼي ځانته غوره کړې؟
-
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
پر تاسي څه شوي؟ څنګه حكم صادروئ!
-
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
ايا تاسي په هوښ كي نه راځئ (پند نه اخلئ)؟
-
أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُّبِينٌ
يا دا چي ستاسي سره د دغو خبرو لپاره كوم څرګند سند دى؛
-
فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
نو خپل هغه كتاب راوړئ كه تاسي رښتيني ياست!
-
وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ۚ وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
دوى د الله او پيريانو تر منځ د نسب پيوند جوړ کړی دى، پداسي حال كي چي پيريان ښه پوهیږي، چي دغه خلك د مجرمانو په توګه وړاندي كېدونكي دي.
-
سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
(او هغوى وايي چي) "الله له هغو صفتونو څخه پاك دى؛
-
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ
چي د هغه له خالصو بندګانو څخه پرته نور خلك یې ورته منسوبوي.
-
فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ
نو په باوري توګه، تاسي او ستاسي دغه معبودان؛
-
مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ بِفَاتِنِينَ
په فتنه کي هیڅوک نشئ اچولای (د الله د عبادت څخه يې نشئ اړولای)؛
-
إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِيمِ
خو یوازي هغه څوك چي د دوږخ په لمبه شوي اور كي سوځېدونکی وي.
-
وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ
او (پریښتې وايي) زموږ حال خو دا دى چي زموږ څخه د هر يوه، يو مقام ټاكلى دى.
-
وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ
او موږ په ليكه كي ولاړ خدمتګاران يوو؛
-
وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ
او بېشكه موږ تسبيح كوونكي يوو."
-
وَإِن كَانُوا لَيَقُولُونَ
دغو خلكو خو پخوا ويل:
-
لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْأَوَّلِينَ
"كاشكي زموږ سره هغه (ذكر) واى چي مخكنيو قومونو ته ورکړشوى و؛
-
لَكُنَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ
نو موږ به د الله غوره شوي بندګان وای."
-
فَكَفَرُوا بِهِ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
خو (كله چي دغه قُرآن راغئ) نو دوى انكار ځني وکړ. اوس به ډېره ژر دوى ته (د دغي کړنچاري نتيجه) څرګنده شي.
-
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ
له خپلو لېږل شويو بندګانو سره موږ لا پخوا وعده کړې ده،
-
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ
چي په يقيني ډول به له هغو سره مرسته وشي؛
-
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ
او همدا زموږ لښكر به (پر کافرانو) برلاسى شي.
-
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ
نو [اې پېغمبره (ص)!] تر يوې مودې پوري دوى پخپل حال پرېږده؛
-
وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ
او ليدونكى يي اوسه، ډېر ژر به دوى پخپله هم وګوري.
-
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ
ايا دوى زموږ د عذاب لپاره بېړه كوي؟
-
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنذَرِينَ
كله چي (عذاب) د دوى په غولي كي راكوز شي، نو هغه ورځ به د هغو كسانو لپاره ډېره بده وي چي تنبيه کړای شوي دي.
-
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ
نو د يوې مودې لپاره دوى پرېږده؛
-
وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ
او ليدونكى اوسه، ډېر ژر به دوى پخپله وويني.
-
سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ
ستا رب، د عزت څښتن، د ټولو هغو خبرو څخه پاک دی چي دوى یې جوړوي.
-
وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ
او پر پېغمبرانو سلام دی؛
-
وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
او ټوله ستاينه یوازي د مخلوقاتو د پالونکي الله لپاره ده.
۳۷. سورت الصافات
الصافات
As-Saffat / الصافات · ۳۷ · ۱۸۲ آیتونه
دا پاڼه د سورت الصافات عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.