-
الم
الف، لام، میم.
-
تَنزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
دغه كتاب بېشكه او بې شبهې د مخلوقاتو د پالونکي لخوا نازل شوى دى.
-
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۚ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
ايا دوی وايي چي دغه سړي (محمد ص) دا (قُرآن) له خپله ځانه جوړ کړی دى، نه بلکي دا (قُرآن) ستا د رب لخوا حق دی، تر څو چي ته يو داسي قوم ته خبردارى ورکړې چي هغو ته له تا څخه مخکي كوم تنبيه كوونكى نه دى راغلى، ښايي چي هغوی سمه لاره ومومي.
-
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ
هماغه الله دى چي اسمانونه او ځمکه او هغه ټول شيان چي د هغو په منځ کښي دي په شپږو ورځو کښي پېداکړل. له هغه وروسته یې پر عرش استوا وکړه، له هغه پرته نه ستاسي څوك ملاتړ او مرستندوى شته او نه څوك د هغه په وړاندي سپارښت كوونكى، نو ايا تاسي پند نه اخلئ؟
-
يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ
هغه له اسمانه تر ځمکي پوري د نړۍ چاري اداره كوي او د دې ادارې راپور پاس د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ ورځي، چي د هغې اندازه ستاسي د شمېر له مخي يو رز (۱۰۰۰) كاله ده.
-
ذَٰلِكَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
همغه په هر پټ او ښكاره باندي پوهېدونكى دی، برلاسى او مهربان دى
-
الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ ۖ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ
هغه چي هر شى پيدا کړ ډېر ښه یې پېدا کړ؛ او هغه د انسان د هستوني پيل له پخې شوي خټي څخه وکړ.
-
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاءٍ مَّهِينٍ
بيا یې د هغه ځوځات (اولاد) له يوې داسي څڅنده جوهر څخه پیدا کړل چي د حقيرو اوبو په څير دى.
-
ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ ۖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۚ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
بيا یې هغه ته سمون ورکړ، هغه یې بې عېبه، بې نیمګړتیا جوړ کړ او په هغه کښي یې د هغه (يا خپل) روح پو کړ. او تاسو ته یې غوږونه، سترګي او زړونه درکړل. تاسي بيخي لږ شكر ايستونكي ياست.
-
وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ۚ بَلْ هُم بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ كَافِرُونَ
او دغه خلك وايي: "كله چي موږ په خاوره کښي ګډوډ شوي اوسو، نو ايا موږ به بیا له نوي سره پيدا کړلای شو؟" - اصلي خبره دا ده چي دوى له خپل رب سره يو ځاى كېدل نه مني.
-
۞ قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
دوی ته ووايه: "د مرګ هغه پرښته چي پر تاسي څاروندوی شوې ده، ستاسي روح به په پوره بشپړه توګه تر خپلي قبضې لاندي راولي. او بيا به تاسي د خپل رب لوري ته را وګرځول شئ."
-
وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ
كاشكي ته هغه وخت ووینې چي دغه مجرمان ځوړند سر د خپل رب په وړاندي ولاړوي (په هغه وخت کښي به دوی وايي): "اې زموږ ربه! موږ ښه وليدل او وامو ورېدل، اوس موږ بيرته ولېږه، تر څو نېك عمل وکړو، اوس مو باور راغلى دى."
-
وَلَوْ شِئْنَا لَآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَـٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ
(په ځواب کښي به وويل شي): "كه موږ غوښتلى نو لا پخوا به مو هر ساکښ ته د هغه هدايت ورکړی وای. خو زما هغه خبره ترسره شوه چي ما ويلي و چي زه به دوږخ له پيريانو او انسانانو ټولو څخه ډك کړم.
-
فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا إِنَّا نَسِينَاكُمْ ۖ وَذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
نو اوس د خپل دغه عمل خوند وڅكئ چى تاسي د دغي ورځي ملاقات هېر کړ. موږ اوس تاسي هېر کړي ياست، نو وڅكئ د خپلو کړنو په مجازات کښي د همېشني عذاب خوند."
-
إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ۩
زموږ په ايتونو باندي خو هغه خلك ايمان راوړي چي د ايتونو په اورولو سره چي كله هغو ته نصيحت کیږي، نو په سجده پرېوځي او د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاكي بيانوي او لويي نه كوي؛
-
تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
(د تهجد لپاره) د بسترو څخه پاڅیږي، خپل رب ته له ويري اوهيلي سره خپله غوښتنه وړاندي كوي. او څه روزي چي موږ ورکړې ده، له هغې څخه لګښت كوي.
-
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
نو د سترګو يخېدو كوم وسائل چي د هغو د عملونو په مكافات کښي د هغو لپاره پټ کړای شوي دي، هيڅ ساکښ پرې خبر نه دى.
-
أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا ۚ لَّا يَسْتَوُونَ
ښه نو، ايا دا کېداى شي: څوك چي مؤمن وي، هغه دي د هغه چا په څېر شي چي فاسق وي؟ دغه دواړه نشي برابرېداى.
-
أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَىٰ نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
كومو كسانو چي ايمان راوړى دى او غوره عملونه یې کړي دي، د هغو لپاره خو د مېلمستيا په ډول د خپلو عملونو په بدل كي د جنتونو استوګنځي دي.
-
وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۖ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ
او كومو كسانو چي فسق غوره کړی دى، د هغو هستوګنځى دوږخ دى. هر كله چي هغوى ورڅخه وتل وغواړي، بېرته به په کښي وغورځول شي او ورته وبه وويل شي چي اوس د همغه اور د عذاب خوند وڅكئ چي تاسي درواغ ګاڼه.
-
وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
له هغه لوى عذاب څخه مخکي به موږ په همدې دُنيا کښي (د يو نه، يو واړه) عذاب خوند په دوى باندي وڅكو، ښايي چي دوی (د خپلي سرکښۍ له کړنلاري څخه) راواوړي.
-
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا ۚ إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ
او له هغه څخه به بل لوى ظالم څوك وي چي د خپل رب د ايتونو په وسيله ورته نصيحت وشي او بيا له هغو څخه مخ واړوي. له دغسي مجرمانو څخه موږ غچ اخيستونكي يوو.
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُن فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَائِهِ ۖ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ
له دې څخه مخكي موږ موسى (ع) ته كتاب ورکړی دى، نو بايد د هغه كتاب په وركول كېدو کښي ستا څه شك نه وي. او هغه كتاب موږ د بني اسرائيلو لپاره هدايت ګرځولى و؛
-
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ
او كله چي هغوی صبر وکړ او زموږ په ايتونو باندي یې باور وکړ، نو په هغو کښي مو داسي لارښودونكي پېداکړل، چي زموږ په امر یې لار ښوونه كوله.
-
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
په يقيني توګه به همدا ستا رب د قيامت په ورځ د هغو خبرو فېصله وکړي چي په هغو کښي (بني اسرائيلو) پخپلو منځو کښي سره اختلاف کړی دى.
-
أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ
او ايا دغو خلكو ته (په دغو تاريخي پېښو کښي) كوم هدايت نه دى په برخه شوى، چي له دوی څخه مخکي موږ څومره قومونه هلاک کړي دي، چي د هغو په مېنو کښي دوی نن ګرځي راګرځي. په دې کښي غټي نښانې دي؛ ايا دوى نه اوري؟
-
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ
او ايا دغه خلك نه ویني چي موږ د ېوې شاړي ځمکي لوري ته اوبه بهېوو، او بیا له هماغي ځمکي څخه كښت راټوکیږي چي له هغه څخه هم د دوی څاروي خوراك كوي او هم دوی پخپله؟- ايا دوی نه ویني؟
-
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
او دغه خلك وايي: "دغه فېصله به كله وي كه تاسي رښتيني ياست؟"
-
قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
دوی ته ووايه: "د فېصلې په ورځ به ايمان راوړل د هغو خلكو لپاره هيڅ ګټور نه وي چي كافران شوي دي او بيا به هغو ته كوم مهلت ورنکړل شي."
-
فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ
ښه نو، دوی پخپل حال پرېږده او انتظار باسه، دوی هم منتظر دي.
۳۲. سورت السجدة
السجدة
As-Sajdah / السجدة · ۳۲ · ۳۰ آیتونه
دا پاڼه د سورت السجدة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.