-
وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا
په لمر او د هغه په پرتمينه ړنا قسم دی؛
-
وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا
او په سپوږمۍ قسم دی، چي كله د دغه (لمر) څخه وروسته راشي؛
-
وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا
او په ورځي قسم دی، چي كله هغه (لمر) څرګند کړي؛
-
وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا
او په شپه قسم دی، چي كله هغه (لمر) وپوښي؛
-
وَالسَّمَاءِ وَمَا بَنَاهَا
او په اسمان او په هغه ذات قسم دی چي دغه (اسمان) يي جوړ درولی دی؛
-
وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا
او په ځمکه او په هغه ذات قسم دی، چي هغه یې غوړولې ده؛
-
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا
او په انساني نفس او په هغه ذات قسم دی، چي هغه یې برابر کړ،
-
فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا
بيا یې د هغه بدي او پرهېزګاري ورته الهام کړه.
-
قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا
په رښتيا سره بری هغه چا تر لاسه کړ چي نفس یې پاک کړ.
-
وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا
او هغه څوك ناكام شو چي دغه (نفس يې په ګناهونو کي) پټ کړ.
-
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا
ثموديانو د خپلي سرکښۍ له امله (خپل پيغمبر) درواغجن وګاڼه؛
-
إِذِ انبَعَثَ أَشْقَاهَا
كله چي د هغه قوم تر ټولو زيات بدمرغه سړی قهرجن ورپسي پاڅېدی؛
-
فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا
نو د الله پېغمبر (صالح عليه السلام ) هغو خلكو ته ووېل: "پام كوئ، د الله اوښي ته (لاس ورنه وړئ) او د هغې د اوبو څښلو (مانع نشئ)
-
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنبِهِمْ فَسَوَّاهَا
خو هغو د هغه خبره درواغ وګڼله او اوښه یې ووژله. په پای کښي د هغو د ګناه په بدله کښي د هغو رب پرې داسي افت را كوز کړ چي ټول يو برابر له خاورو سره خاوري شول؛
-
وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا
او الله د دوی د هلاکولو له کومي پايلي څخه څه وېره نه لري.
۹۱. سورت الشمس
الشمس
Ash-Shams / الشمس · ۹۱ · ۱۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت الشمس عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.