Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۴. سورت الشرح

الشرح

Ash-Sharh / الشرح · ۹۴ · ۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت الشرح عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ

    [اې پېغمبره (ص)!] ايا موږ ستا سينه ستا لپاره پراخه نه کړه؟

  2. وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ

    او ستا څخه مو ستا هغه پېټي ښكته کړ؛

  3. الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ

    چي ستا شا یې درنده کړې وه؛

  4. وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ

    او ستا په خاطر مو ستا د يادېدو آوازه لوړه کړه؛

  5. فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا

    نو حقيقت دا دی چي له تنګسې سره پراختيا هم شته.

  6. إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا

    بېشكه له تنګسې سره پراختيا هم شته.

  7. فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ

    نو چي كله ته وزګار یې، نو په عبادت کښي تكليف باسه؛

  8. وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَارْغَب

    او د خپل رب لوري ته په مينه مخه كوه.

Holy Quran-Pashto