-
طسم
طا، سین، میم.
-
تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ
دا د روښانوونكي كتاب ايتونه دي.
-
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
[اې محمده (ص)!] ښايي ته پدې غم کښي خپل ځان بايلې چي دغه خلك ايمان نه راوړي.
-
إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ
كه موږ وغواړو نو له اسمانه داسي نښانه نازلولای شو چي د دوى غاړي د هغې په وړاندي ښكته شي.
-
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمَـٰنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ
او دغو خلكو ته چي د الرحمان له لوري هر نوى نصيحت راځي، دوى ورڅخه مخ اړوي.
-
فَقَدْ كَذَّبُوا فَسَيَأْتِيهِمْ أَنبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
اوس چي دوى د درواغو نسبت کړيدى، ډېر ژر به د هغه شي حقيقت (له بېلا بيلو لارو څخه) ورته څرګند شي چي په هغه پوري ملنډي وهي.
-
أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الْأَرْضِ كَمْ أَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ
او ايا دوى كله ځمکي ته ندي كتلي چي موږ څومره زيات هر ډول عمده نباتات پکښي راټوكولي دي؟
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
په يقيني توګه پدې (د ځمکي په زرغونولو) كي يوه نښانه ده، خو له دوى څخه زياتره منونكي ندي.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب زور ور هم دى او د رحم خاوند هم.
-
وَإِذْ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰ أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
او دوى ته د هغه وخت کیسه واوروه چي كله ستا رب موسى (ع) ته نارې کړې: "ظالم قوم ته ورشه!؛
-
قَوْمَ فِرْعَوْنَ ۚ أَلَا يَتَّقُونَ
د فرعون قوم ته؛ ايا هغوى نه ويريږي؟"
-
قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ
هغه عرض وکړ: "اې زما ربه وېرېږم چي هغوی به ما درواغجن وګڼي.
-
وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَىٰ هَارُونَ
زما سينه تنګيږي او زما ژبه نګرځي. ته هارون ته رسالت ولېږه.
-
وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنبٌ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ
او پر ما باندي د هغو په وړاندي د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه وېرېږم چي هغوى به ما ووژني."
-
قَالَ كَلَّا ۖ فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا ۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ
(الله ج) وفرمايل: "هيڅكله نه، (هغوی تاسي ته کوم زیان نه شي اړولای)، تاسي دواړه لاړ شئ، زموږ نښانې درسره واخلئ، موږ به ستاسي سره هر څه اورو.
-
فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ
فرعون ته ورشئ او هغه ته وواياست: "موږ د کائیناتو رب ددې لپاره رالېږلي يوو
-
أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ
چي ته بني اسرائيل زموږ سره تلو ته پرېږدې."
-
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ
فرعون وويل: "ايا موږ ته له ځان سره د اولاد په څير نه وې پاللى؟ - تا د خپل عمر ډېر كلونه زموږ سره تېر کړل.
-
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ
او له هغه وروسته دي وکړل، څه چي دي وکړل، ته خورا ښېګڼه هېروونكى سړی یې."
-
قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ
موسى(ع) ځواب ورکړ: "په هغه وخت كښى ما هغه كار په ناپوهۍ سره کړی ؤ.
-
فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ
بيا زه ستاسي له ويري څخه وتښتېدم. له هغه وروسته زما رب ما ته حكم راکړ او زه یې په پېغمبرانو کښي شامل کړم.
-
وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ
پاته شوه ستا ښېګڼه چي زما سره دي کړېده، نو د هغې حقيقت دا دى چي تا بني اسرائيل خپل غلامان ګرځولي ول."
-
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ
فرعون وويل: "او دا د کائيناتو رب څه دي؟"
-
قَالَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ
موسى (ع) ځواب ورکړ: "د اسمانونو او ځمکي رب، او د ټولو هغو شيانو رب چي د اسمان او ځمکي په منځ کښي دي؛ كه تاسي باور كوونكي ياست."
-
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُ أَلَا تَسْتَمِعُونَ
فرعون خپلو خوا و شا خلكو ته وويل: "ايا نه اورئ؟"
-
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ
موسى (ع) وويل: "ستاسي رب هم او ستاسي د هغو پلرونو، نیکونو رب هم چي مخکي تير شويدي."
-
قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ
فرعون (حاضرينو ته) وويل: "ستاسي دا پېغمبر چي درته رالېږل شويدى، بيخي ليونى ښكاري."
-
قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ
موسى (ع) وويل: د ختيځ او لوېديځ او هر څه چي ددې په منځ کښي دي، د هغو ټولو رب، كه تاسي څه پوهه لرئ."
-
قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَـٰهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ
فرعون وويل: "كه تا زما پرته كوم بل معبود ومانه، نو تا به هم په هغو خلكو کښي شامل کړم چي په بنديخانو کښي پراته ورستيږي."
-
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَيْءٍ مُّبِينٍ
موسى (ع) وويل: "که چیري زه تا ته يو څرګند شى راوړم هم؟"
-
قَالَ فَأْتِ بِهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
فرعون وويل: "ښه نو راوړه، كه ته رښتينى یې."
-
فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ
(د هغه له خولې څخه ددې خبري له وتلو سره سم) موسی (ع) خپله همسا (لکړه) وغورځوله او په ناڅاپي ډول هغه يو ښكاره ښامار شو.
-
وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ
بيا یې خپل لاس (له تخرګ څخه) راويست او هغه د ټولو كتونكو په وړاندي ځلېدی.
-
قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَـٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ
فرعون خپلو خوا و شا سردارانو ته وويل: "دا سړی په يقيني ډول يو ماهر کوډګر دى؛
-
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ
(موسی) غواړي چي د خپلو كوډو په زور تاسي له خپل هيواد څخه وباسي. اوس وواياست، تاسي څه حكم كوئ؟"
-
قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ
هغوى وويل: "دى او دده ورور ايسار کړه او ښارونو ته راټولونکي (محصلان) ولېږه؛
-
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ
چي هر يو ماهر ګودګر درته راولي."
-
فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ
نو کوډګران په هغه معلومه ورځ، په ټاكلي وخت راغونډ کړای شول.
-
وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنتُم مُّجْتَمِعُونَ
او خلكو ته وويل شول: "ايا تاسي به غونډي ته ورشئ؟
-
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ إِن كَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ
کېدای شي موږ د كوډګرو په دين شو، كه هغوى برلاسي شي."
-
فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ
نو كله چي کوډګر ميدان ته راغلل، فرعون ته يې وويل: "موږ ته خو به انعام وي كه چيري بريالي شو؟"
-
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِينَ
هغه وويل: "هو او تاسي به بيا په هغه وخت کښي (زما) په نژديو كسانو کښي شمار ياست."
-
قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ أَلْقُوا مَا أَنتُم مُّلْقُونَ
موسى (ع) (کوډګرانو ته) وويل: "وغورځوئ، هر هغه څیز چي تاسي يې غورځوونكي ياست."
-
فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ
نو هغوی سمدلاسه خپلي رسۍ او همساوي (لکړي) وغورځولې او ویې ويل: "د فرعون په بخت به همدا موږ بري موندونكي يوو."
-
فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ
بيا موسى (ع) خپله همسا (لکړه) وغورځوله، نو په ناڅاپي ډول هغې (د یو ښامار په څیره کي) هغه (ماران) چي هغو (کوډګرانو) په درواغو جوړ کړي ول، ښوی تیرول (خوړل).
-
فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ
پدې سره ټول كوډګران سمدلاسه په سجده پريوتل.
-
قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ
او غږ یې وکړ چي موږ رب العلمين ومانه؛
-
رَبِّ مُوسَىٰ وَهَارُونَ
د موسى او هارون رب.
-
قَالَ آمَنتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ
فرعون وويل: "تاسي د موسى خبره مخکي له دې ومنله چي ما تاسي ته اجازه درکړی واى! هرومرو دا ستاسي مشر دى چي کوډي یې درښودلي دي. ښه نو، همدا اوس به وپوهېږئ؛ زه به ستاسي لاسونه او پښې رد بدل غوڅ کړم او تاسي ټول به په دار وځړوم.
-
قَالُوا لَا ضَيْرَ ۖ إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ
هغوى ځواب ورکړ: "هيڅ پروا نشته، موږ بيرته د خپل رب حضور ته ورتلونكي يوو؛
-
إِنَّا نَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَايَانَا أَن كُنَّا أَوَّلَ الْمُؤْمِنِينَ
او موږ هيله من يوو چي زموږ رب به ګناهونه را وبښي، ځكه چي موږ تر ټولو مخكي ايمان راوړيدى."
-
۞ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ
او موږ موسى (ع) ته وحيي ولیږله چي د شپې زما بندګان درسره واخله ووځه. تاسي به تعقيب کړای شئ.
-
فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ
پدې سره فرعون (د لښكرو برابرولو لپاره) ښارونو ته محصلان ولېږل.
-
إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ
(او پدې وينا یې ولېږل) چي دا (بني اسرائیل) يو موټى لږ شان خلك دي،
-
وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَ
او دوی ډېر په غوسه کړي يوو،
-
وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ
او موږ داسي يوه ډله يوو چي هر وخت بيدار يوو.
-
فَأَخْرَجْنَاهُم مِّن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ
پدې ډول موږ هغوى را وايستل: د هغو له باغونو، چينو،
-
وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ
خزانو او د هغو له ډېرو ښو هستوګنځایونو څخه.
-
كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ
دا خو د هغو سره وشول، او (بلي خوا ته) موږ بني اسرائيل ددغو ټولو شيانو وارثان وګرځول.
-
فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ
نو دوی په لمر خاته کي د هغوى په تعقيبولو کښي شول.
-
فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَىٰ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ
كله چي دواړه ډلي سره مخامخ شوې، نو د موسى(ع) ملګرو چيغه کړه چي موږ خو ونيول شو.
-
قَالَ كَلَّا ۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ
موسى (ع) وويل: "هيڅكله نه، زما سره زما رب دى. هغه به هرومرو ما ته لارښوونه وکړي.
-
فَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ۖ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ
موږ موسى (ع) ته د وحيي په وسيله حكم وکړ چي: "سمندر په خپله لکړه ووهه!. نو په ناڅاپي ډول سمندر وچاوده او د هغه هره ټوټه د يو لوى غره په څير شوه.
-
وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ
همالته موږ بله ډله نژدې راوستله.
-
وَأَنجَيْنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُ أَجْمَعِينَ
موسى (ع) او ټول هغه كسان چي له هغه سره ول، موږ وژغورل؛
-
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ
او نور مو غرق کړل.
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
پدې پېښه کښي يوه نښانه ده، خو له دغو خلكو څخه زياتره منونكي نه ول.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب زورور هم دى او ډېر زيات مهربان هم.
-
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَاهِيمَ
او دوى ته د ابراهيم (ع) کیسه واوروه.
-
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ
كله چي هغه له خپل پلار او قوم څخه پوښتنه کړې وه چي تاسي د څه شي عبادت کوي!؟
-
قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ
هغو ځواب ورکړ: "يو څه بُتان دي چي عبادت يې كوو او موږ د همدوى په خدمت بوخت يوو."
-
قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ
هغه پوښتنه وکړه: "ايا دوى ستاسي اوري كله چي تاسي دوى ته بلنه وركوئ؟-
-
أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ
يا دوى تاسي ته څه ګټه يا زيان رسوي؟"
-
قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءَنَا كَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ
هغو ځواب ورکړ: "نه، بلکي موږ خپل پلار، نیکه د همدې كار په كولو موندلي دي."
-
قَالَ أَفَرَأَيْتُم مَّا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ
ابراهيم وويل: "كله هم تاسي (په غړېدلو سترګو) هغو شيانو ته كتلي دي چي د هغو بندګي مو کړي ده؟ -
-
أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمُ الْأَقْدَمُونَ
تاسي او ستاسي مخكنيو پلرونو، نیکونو؛
-
فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّي إِلَّا رَبَّ الْعَالَمِينَ
زما خو دا ټول دښمنان دي، له يو رب العلمين څخه پرته؛
-
الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ
چي هغه زه پيدا کړي يم، بيا هماغه راته لارښوونه كوي.
-
وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ
هغه ذات چي ما ته خوراك، څښاك راکوي؛
-
وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ
او كله چي ناروغيږم هماغه مي روغوي؛
-
وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ
هغه ذات چي مرګ به راکړي او بيا به مي دوهم ځل ژوندى کړي؛
-
وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ
هغه ذات چي له هغه څخه هيله لرم چي د جزا په ورځ زما خطا معاف کړي."
-
رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ
(له دې وروسته ابراهيم (ع) دُعا وکړه): "اې زما ربه! ما ته حكم راوښيه او ما له صالحانو سره يو ځاى کړه؛
-
وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ
او په وروسته نسلونو کښي رښتيا نومياليتوب را په برخه کړه؛
-
وَاجْعَلْنِي مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ
او ما له نعمتونو څخه د مالامال جنت له وارثانو څخه وګرځوه؛
-
وَاغْفِرْ لِأَبِي إِنَّهُ كَانَ مِنَ الضَّالِّينَ
او زما پلار ته بښنه وکړه، چي بېشكه هغه له ګمراهانو څخه دى؛
-
وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ
او ما په هغه ورځ مه رسوا كوه چي كله ټول خلك ژوندي راپاڅول شي؛
-
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ
كله چي نه مال څه ګټه ورسوي نه اولاد؛
-
إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
پرته له دې څخه چي څوك له روغ سپېڅلي زړه سره د الله حضور ته ورغلى وي."
-
وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ
(په هغه ورځ به) جنت پرهيزګارانو ته نژدې راوستل شي.
-
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ
او دوږخ به د ګمراه شويو خلكو لپاره پرانستل شي.
-
وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ
او له هغو څخه به پوښتنه وشي چي اوس هغه هستۍ چيري دي چي تاسي یې عبادت کاوه؟ -
-
مِن دُونِ اللَّهِ هَلْ يَنصُرُونَكُمْ أَوْ يَنتَصِرُونَ
له خدايه پرته ايا هغوى ستاسي سره څه مرسته کولای شي يا پخپله ځان ژغورلاى شي؟
-
فَكُبْكِبُوا فِيهَا هُمْ وَالْغَاوُونَ
بيا به هغه معبودان او دغه ګمراه شوي كسان په هغه (دوږخ) کښي پړمخي وغورځول شي.
-
وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ
او د ابليس لښكر ټول.
-
قَالُوا وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ
هلته به دوى ټول په خپلو منځو کښي په ناندريو شخړه وکړي.
-
تَاللَّهِ إِن كُنَّا لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
او دغه ګمراهان به (خپلو معبودانو ته ) ووايي: "په خداى قسم، موږ خو په ښكاره ګمراهۍ کښي اخته وو؛
-
إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ
چي تاسي ته مو د رب العٰلمين سره برابره درجه دركوله؛
-
وَمَا أَضَلَّنَا إِلَّا الْمُجْرِمُونَ
او هغه كسان مجرمان ول چي موږ یې پدې ګمراهۍ کښي وغورځولو؛
-
فَمَا لَنَا مِن شَافِعِينَ
اوس نه زموږ څوك سپارښت كوونكى شته؛
-
وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ
او نه څوك صميمي دوست؛
-
فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
كاشكي موږ ته يو ځل بيا د بيرته ګرځېدو موقع په لاس راشي، نو موږ به مؤمنان شو."
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
په باوري توګه پدې کښي يوه ستره نښانه ده، خو له دوى څخه زياتره خلك ايمان راوړونكي ندي.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب زورور هم دی او خو را مهربان هم.
-
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ
د نوح (ع) قوم پېغمبران درواغجن وګڼل.
-
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ
(ياد کړه)، كله چي د هغو ورور نوح (ع) هغوی ته ويلي ؤ: "ايا تاسي نه وېرېږئ؟
-
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
زه ستاسي لپاره يو امانتګر پېغمبر يم؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ
زه پدې كار باندي ستاسي څخه د څه اُجرت غوښتونكى نه يم. زما اجر خو د مخلوقاتو د پالونکي په ذمه دى؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او (په زغرده) زما اطاعت وکړی."
-
۞ قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ
هغو ځواب ورکړ: ايا موږ تا ومنو؛ پداسي حال کښي چي ستا پيروي ډېرو رذيلو (خوارو) خلكو غوره کړېده؟"
-
قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
نوح (ع) ورته وويل: "زه څه پوهېږم چي د هغو عمل څنګه دى؛
-
إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّي ۖ لَوْ تَشْعُرُونَ
د هغو حساب خو زما د رب په ذمه دى، كاشكي تاسي له يو څه شعور څخه كار واخلئ؛
-
وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ
زما دا كار ندى چى څوك ايمان راوړي، زه هغوى وشړم؛
-
إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ
زه خو فقط يو ښكاره څرګنده تنبيه كوونكى انسان يم."
-
قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ
هغو وويل: "اې نوحه! كه تا لاس وانخيست، نو په ويشتل شويو (سنګسار شویو) كسانو کښي به شامل شې."
-
قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِي كَذَّبُونِ
نوح (ع) دُعا وکړه: "اې زما پروردګاره! زما قوم زه درواغجن وګڼلم؛
-
فَافْتَحْ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِي وَمَن مَّعِيَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
اوس زما او د دوى تر منځ غوڅه فېصله وکړه او ما ته او زما ملګرو مومناتو ته نجات راکړه."
-
فَأَنجَيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ
په پاى کښي موږ هغه او د هغه ملګري په يوه ډکه شوې بېړۍ کښي وژغورل.
-
ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ
او له هغې وروسته مو پاته نور خلك غرق کړل.
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
په يقيني توګه پدې کښي يوه نښانه ده، خو له دوى څخه زياتره خلك منونكي نه ول.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب برلاسى هم دی او خورا مهربان هم.
-
كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ
عاديانو پېغمبران درواغجن وګنل.
-
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ
هغه وخت (یاد کړه) چي د هغو ورور هود (ع) هغوى ته ويلي و: "ايا نه وېريږئ؟"
-
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
زه ستاسي لپاره يو امانتدار پېغمبر يم؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ
زه پدې كار باندي ستاسي څخه د څه اجر غوښتونكى نه يم. زما اجر خو د مخلوقاتو د پالونکي په ذمه دى؛
-
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ
ايا تاسي پر هر هسك ځای بابېزه (د ګُل هوسې له مخي) یوه يادګاري ودانۍ جوړوئ؟؛
-
وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ
او لویې لویې ښكلي ماڼۍ ودانوئ، چي ته به وایې دلته ستاسي ابدي هستوګنه ده؛
-
وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ
او كله چي په چا باندي لاس پورته كوئ، د جبر او تېري په توګه یې پورته كوئ؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُم بِمَا تَعْلَمُونَ
له هغه ذات څخه ووېرېږئ چي تاسي ته یې هغه څه درکړيدي چي تاسي پرې وپوهېږئ؛
-
أَمَدَّكُم بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ
تاسي ته یې څاروي درکړل، اولادونه یې درکړل؛
-
وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ
باغونه یې درکړل او چينې یې درکړې؛
-
إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
زه ستاسي په باب د يوې لویې ورځي له عذابه وېرېږم."
-
قَالُوا سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ الْوَاعِظِينَ
هغو ځواب ورکړ: "ته كه نصيحت وکړې، كه یې ونکړې؛ زموږ لپاره بې تفاوته ده؛
-
إِنْ هَـٰذَا إِلَّا خُلُقُ الْأَوَّلِينَ
دا خبري خو همدغسي له پخوا څخه شويدي؛
-
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
او موږ په عذاب اخته کېدونكي نه يوو."
-
فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَاهُمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
په پای کښي یې هغه درواغجن وګاڼه او موږ هغوی هلاک کړل. په باوري ډول پدې کښي يوه نښانه ده. خو له هغو څخه زياتره منونكي نه ول.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب برلاسى هم دى او خورا مهربان هم.
-
كَذَّبَتْ ثَمُودُ الْمُرْسَلِينَ
ثموديانو پېغمبران درواغجن وګڼل.
-
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ
هغه وخت (در یاد کړه) چي د هغو ورور صالح (ع) هغو ته وويل: "ايا تاسي (د الله څخه) نه وېرېږئ؟
-
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
زه ستاسي لپاره يو امانتدار پېغمبر يم؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي د الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ
زه په دې كار باندي ستاسي څخه د څه اُجرت غوښتونكى نه يم، زما اجر خو د مخلوقاتو د پالونکي په ذمه دى؛
-
أَتُتْرَكُونَ فِي مَا هَاهُنَا آمِنِينَ
ايا تاسي به د ټولو هغو شيانو په منځ كي چي دلته دي، همداسي په ډاډېیني سره اوسېدو ته پرېښودل شئ؛
-
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ
پدغو باغونو او چينو کښي؟
-
وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ
پدغو كښتونو او خُرما بڼونو کښي، چي وږي یې له باره ډك دي؟
-
وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ
تاسي غرونه توږئ، په وياړ سره پکښي ودانۍ جوړوئ؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
د الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ
د هغو لګښت کوونکیو خلكو اطاعت مكوئ؛
-
الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ
چي په ځمکه کښي فساد خپروي او څه اصلاح نكوي."
-
قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ
هغو ځواب ورکړ: "ته محضي يو كوډو وهلى انسان یې؛
-
مَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
ته زموږ په څير د يو انسان څخه پرته نور څه نه یې. راوړه كومه نښانه كه رښتنى یې."
-
قَالَ هَـٰذِهِ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ
صالح (ع) وويل: "دا اوښه ده. يوه ورځ د هغې د څښلو ده او يوه ورځ ستاسي ټولو د اوبو اخيستلو؛
-
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ
له هغې سره هيڅكله غرض مكوئ، كنه نو د يوې لویې ورځي عذاب به مو ونيسئ."
-
فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ
خو هغوى، هغه (اوښه) ژوبله او ووژله او په پای کښي پښېمانه شول.
-
فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
نو عذاب هغوى ونيول؛ په باوري ډول پدې کښي يوه نښانه ده، خو له هغوى څخه زياتره منونكي نه ول.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب برلاسى هم دى او خورا مهربان هم.
-
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ
د لوط (ع) قوم پېغمبران درواغجن وګڼل.
-
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ
هغه وخت (ياد کړه) چي د هغو ورور لوط (ع) هغو ته ويلي ول: "ايا تاسي (د الله ج د عذاب څخه) نه وېرېږئ؟
-
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
زه ستاسي لپاره يو امانتدار پېغمبر يم؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ
زه ستاسي څخه پدې كار باندي د څه اُجرت غوښتونكى نه يم، زما اجر خو د مخلوقاتو د پالونکي په ذمه دى؛
-
أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ
ايا تاسي د نړۍ له خلكو څخه (د لواطت لپاره) نارينه ؤ ته ورځئ؟
-
وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ
او ستاسي په ميرمنو کښي چي ستاسي رب څه درته پيداکړيدي، هغه پرېږدئ؟ - بلکي تاسي له حده تېر شوي خلك ياست."
-
قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ
هغوى وويل: "اې لوطه، كه تا له دې خبرو څخه لاس وانخيست، نو كوم خلك چي زموږ له كليو څخه ايستل شويدي، په هغو کښي به ته هم شامل کړای شې."
-
قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ
هغه وويل: "كوم خلك چي ستاسي د کړونو څخه كركجن دي، زه له هغو څخه يم."
-
رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ
اې پروردګاره! ما ته او زما كورنۍ ته د دوی له بدعمليو څخه نجات راکړه.
-
فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ
په پاى کښي موږ هغه او د هغه ټوله كورنۍ وژغورله.
-
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ
پرته له يوې بوډۍ ښځي څخه چي په بيرته پاته کېدونكو کښي وه.
-
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ
بيا مو پاته خلك تباه کړل.
-
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنذَرِينَ
او پر هغو مو يو (د شګو) اورښت وکړ، ډېر ناكاره باران ؤ چي پر هغو ويرول شويو و اورول شو.
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
په باوري ډول پدې کښي يوه نښانه ده، خو له دوی څخه زياتره منونكي نه ول.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب برلاسى هم دى او خوار مهربان هم.
-
كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ
د ګڼ ځنګل خاوندانو پېغبران درواغجن وګڼل.
-
إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ
هغه وخت (ياد کړه) چي شعيب (ع) هغو ته ويلي ول: "ايا تاسي (د الله د عذاب څخه) نه وېرېږئ؟
-
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
زه ستاسي لپاره يو امانتدار پېغمبر يم؛
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
نو تاسي د الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ
زه پدې كار باندي ستاسي څخه څه اُجرت نه غواړم. زما اجر خو د مخلوقاتو د پالونکي په ذمه دى؛
-
۞ أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ
پيمانې ښې ډكوئ او چا ته زيان مه اړوئ؛
-
وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ
په سمه ترازو تول كوئ؛
-
وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
او خلكو ته د هغو شيان كم مه وركوئ. په ځمکه کښي فساد مه خپروئ؛
-
وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ
او له هغه ذات څخه ووېرېږئ چي تاسي او پخواني نسلونه يې پيداکړي دي."
-
قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ
هغوی وويل: "ته محضي يو كوډولاندي کړی سړی یې؛
-
وَمَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ
او ته زموږ په څير د يو انسان څخه پرته نور څه نه یې، او موږ خو تا بيخي درواغجن ګڼو؛
-
فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
كه ته رښتينى یې، نو پر موږ د اسمان كومه ټوټه را وغورڅوه."
-
قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ
شعيب (ع) وويل: "زما پروردګار په هغه څه پوهیږي چي تاسي یې كوئ."
-
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
هغوی دى درواغجن وګاڼه، په پاى کښي پر هغو باندي د چترۍ ورځي (سیوري اچونکي ورځي) عذاب راغئ، او هغه د وېروونكي لویي ورځي عذاب ؤ.
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
په باوري ډول پدې کښي يوه نښانه ده، خو له هغو څخه زياتره منونكي نه ول.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
او حقيقت دا دى چي ستا رب بر لاسى هم دى او خورا مهربان هم.
-
وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ
دا (قُرآن) د مخلوقاتو د پالونکي له خوا نازل شوی دى؛
-
نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ
امانتدار روح (جبرئیل (ع)) له دې سره نازل شويدى؛
-
عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ
ستا پر زړه باندي، تر څو چي ته له هغو خلكو څخه اوسې چي (د خداى لخوا د خداى د بند ګانو ) تنبيه كوونكي دي؛
-
بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ
په روښانه څرګنده عربى ژبه کښي.
-
وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ
او د مخكينيو خلكو په كتابونو کښي هم دا شته.
-
أَوَلَمْ يَكُن لَّهُمْ آيَةً أَن يَعْلَمَهُ عُلَمَاءُ بَنِي إِسْرَائِيلَ
ايا د دوی (د مكې د خلكو) لپاره دا يوه نښانه نده، چي پده (د قُرآن په حقانیت) باندي د بني اسرائيلو علماؤ پوهیږي؟
-
وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَىٰ بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ
(خو د دوی تعصب تر دې اندازې پوري دى چي) كه دا موږ پر كوم عجمي باندي هم نازل کړی واى؛
-
فَقَرَأَهُ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ
او دغه (فصيح عربي کلام) هغه دوی ته لوستى اورولى واى، بيا به هم دوی نه وای منلى.
-
كَذَٰلِكَ سَلَكْنَاهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ
په همدې ډول موږ دغه (انكار) د مجرمانو په زړونو کښي ايښى دى.
-
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ
هغوى ورباندي ايمان نه راوړي، تر څو پوري چي دردناك عذاب ونه ويني،
-
فَيَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
بيا كله چي هغه په ناڅاپي ډول پر راځي او هغوي ناخبره وي.
-
فَيَقُولُوا هَلْ نَحْنُ مُنظَرُونَ
په هغه وخت کښي هغوی وایي: "ايا اوس موږ ته څه مهلت راكول کېدای شي؟"
-
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ
نو ايا دوى زموږ د عذاب لپاره بېړه كوي؟
-
أَفَرَأَيْتَ إِن مَّتَّعْنَاهُمْ سِنِينَ
تا څه فكر کړيدى، كه موږ دوى ته د كلونو كلونو مزو چړچو مهلت هم ورکړو؛
-
ثُمَّ جَاءَهُم مَّا كَانُوا يُوعَدُونَ
او بيا هماغه څه ورباندي راشي چي له هغه څخه دوی وېرول کیږي.
-
مَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يُمَتَّعُونَ
نو هغه د ژوند وسايل چي دوى ته ورکړل شوي دي، دوى ته به څه په درد ونه خوري.
-
وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ
(ګوره!) موږ هيڅكله كوم كلى له دې پرته ندى تباه کړی، مګر چي د هغه لپاره تنبيه كوونكي ول؛
-
ذِكْرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَالِمِينَ
د نصيحت د حق اداء كوونكي (موجود ول). او موږ ظالمان نه وو.
-
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ
دا (څرګند كتاب) شيطانانو نه دى راوړى؛
-
وَمَا يَنبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ
نه دا كار له هغو سره وړ دى او نه هغوی داسي کولای شي؛
-
إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ
هغوى خو آن دده له اورېدلو څخه هم لیري ساتل شويدي.
-
فَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ
نو [اې محمده (ص)!] له الله سره كوم معبود مه بله، كنه نو ته به هم له سزا موندونكو څخه شې.
-
وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ
خپل ډېر نژدې خپلوان (د الله د عذاب څخه) ووېروه.
-
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
او له مؤمنانو څخه چي كوم كسان ستا پيروي غوره کړي، له هغو سره د تواضع چلند وکړه.
-
فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ
خو كه هغوى ستا نافرماني وکړي، نو ورته ووايه: "په یقیني توګه زه د هغه څه څخه بېزاره یم چي تاسي يې سرته رسوئ."
-
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ
او په هغه برلاسي او د رحمت پر څښتن باندي توكُل وکړه؛
-
الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ
چي تا په هغه وخت کښي ويني چي ته (عبادت ته) پاڅېږې؛
-
وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ
او په سجده كوونكو کښي ستا ګرځېدو راګرځېدو ته ګوري؛
-
إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
هغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.
-
هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَىٰ مَن تَنَزَّلُ الشَّيَاطِينُ
اې خلكو! ايا زه تاسي ته وښيم چي شيطانان په چا باندي نازليږي؟
-
تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ
هغه په هر درواغ جوړونكي بدكار باندي نازليږي.
-
يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ
د اورېدو خبري په غوږونو کښي پُو كوي او له هغو څخه زياتره درواغجن وي.
-
وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ
(پېغمبر (ص) شاعر نه دی). پاته شول (کافر) شاعران، په هغو پسي غوليدلي ګمراه شوي خلك ځي.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ
ايا ته نه وينې چي هغوى په هر ناو (کندي) كي سرګردانه دي؛
-
وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ
او داسي خبري كوي چي عملي كوي یې نه.
-
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ
پرته له هغو كسانو څخه چي ايمان یې راوړ، غوره عملونه یې وکړل او الله یې ډېر ياد کړ او كله چي پرې ظلم وشو، نو یوازي غچ یې واخيست. او ظالمانو ته به ډېره ژر معلومه شي چي هغوى له څه سرنوشت سره مخامخ کیږي.
۲۶. سورت الشعراء
الشعراء
Ash-Shu'ara / الشعراء · ۲۶ · ۲۲۷ آیتونه
دا پاڼه د سورت الشعراء عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.