-
حم
حا، میم،
-
عسق
عین، سین، قاف.
-
كَذَٰلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
په همدې ډول برلاسی او د حكمت څښتن الله، [اې محمده (ص)!] تا ته وحيي كوي او ستا څخه مخکي تير شويو (پېغمبرانو) ته ( یې وحيي کړې ده).
-
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ
په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي، د همغه دي، هغه لوړ او لوي دى.
-
تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ ۚ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
نژدې ده چي اسمانونه له پاسه وچوي، راولويږي. پرښتې د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاکي بیانوي او د ځمکي د اوسېدونكو په حق کښي بښنه غواړي. خبر دار اوسئ، په حقيقت کي الله بښونكى او د ډېر رحم څښتن دى!
-
وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ
كومو كسانو چي له هغه پرته خپل څه نور سرپرستان نيولي دي، الله پر هغوى ساتونكى (څارونكى) دى، ته یې وکیل نه یې (پر هغوى مسلط کړی شوي نه یې).
-
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ
هو، په همدې ډول [اې پېغمبره (ص)!] دغه عربي قُرآن موږ تا ته وحيي کړی دى، تر څو چي ته د كليو د مركز (د مكې د ښار) او د هغه د خوا او شا اوسېدونكي خبردار کړې او د غونډېدو (قیامت) د ورځي څخه یې ووېروې، چي د هغې په راتګ كي هيڅ شك نه شته. د يوې ډلي تلل به جنت ته او د بلي به دوږخ ته دي.
-
وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَـٰكِن يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ ۚ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
كه الله غوښتي واى، نو دوى ټول به یې يو اُمت ګرځولي وای، خو د هغه چي چا ته خوښه شي پخپل رحمت کښي یې داخلوي؛ او د ظالمانو نه څوك سرپرست شته، نه مرستندوى.
-
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۖ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
ايا (دوى داسي ناپوهان دي چي) له هغه پرته یې نور دوستان نيولي دي؟ - دوست خو الله دى، هماغه مړي ژوندي كوي او هغه پر هر شي باندي قادر دى.
-
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ
په هره چاره کښي چي ستاسي تر منځ اختلاف وي، د هغه فېصله كول د الله كار دى. هماغه الله زما رب دى، پرهغه باندي ما توكُل وکړ، او د هغه لوري ته زه رجوع كوم.
-
فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا ۖ يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ ۚ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
د اسمانونو او ځمکي پيدا كوونكى، چي ستاسي له خپل جنس څخه یې درته جوړې پيدا کړې او همداسي یې په څارويو او ځناورو کښي هم (د همغو همجنس) جوړې پيدا کړې؛ او په دې توګه هغه ستاسي ځوځات خوروي. د كائناتو هيڅ شى هغه ته ورته څيرمه نشته، هغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى؛
-
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
د اسمانونو او ځمکي د خزانو كِليیاني له هماغه سره دي. چا ته یې چي خوښه شي پراخه روزي وركوي او چا ته یې چي خوښه شي لنډه تنګه روزي وركوي. هغه په هر څه پوهیږي.
-
۞ شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ
هغه ستاسي لپاره د دين همغه کړنلاره ټاكلې ده چي د هغې حُكم یې نوح (ع) ته کړی و؛ او چي اوس [اې محمده (ص)] تا ته مو د وحيي په وسيله درلېږلى دى، او د هغه حُكم مو ابراهيم (ع)، موسى (ع) او عيسى (ع) ته کړی دى، په دې سپارښت سره چي دغه دين برقرار کړئ او په ده كي تيت پرك کېږئ مه. همدا خبره د دغو مشركانو ډېره تر پامه بده راغلې ده، چي د هغې خوا ته [اې محمده (ص)] ته دوى ته بلنه وركوې. د الله چي چا ته خوښه شي ځان ته یې غوره كوي او هغه خپل لوري ته د راتلو لاره همغه چا ته ورښيي چي د هغه خوا ته رجوع وکړي.
-
وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى لَّقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِن بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ
په خلكو کي چي كومه تفرقه راغله، هغه له دې وروسته راغله چي هغو ته علم راغلى و او په دې اساس راغله چي هغوى پخپل منځ کي يو پر بل باندي تېرى كول غوښتل. كه ستا رب د مخه دا نه واى ويلي چي تر يوې ټاكلي نېټې پوري دي فېصله وځنډوله شي، نو د دوی تر منځ به پرېکړه صادره کړل شوې وای. او حقيقت دا دى چي د پخوانيو څخه وروسته چي كوم كسان د كتاب وارثان وګرځول شول، هغوى د دغه (قُرآن) له پلوه په لوى اندېښناك شك کي غورځېدلي دي.
-
فَلِذَٰلِكَ فَادْعُ ۖ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ ۖ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ ۖ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۖ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ ۖ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ
نو [اې پېغمبره (ص)!] همدې توحيد ته بلنه كوه او لكه څنګه چي تا ته حكم شوى دى، پر هغه باندي كلك ثابت اوسه، او د دوى په غوښتنو پسى مه ځه، او دوى ته ووايه: "الله چي هر كتاب نازل کړی دى، ما پر هغه باندي ايمان راوړى. ما ته امر شوى دى چي زه ستاسي په منځ کښي عدل وکړم. همغه الله زموږ رب هم دى او ستاسي رب هم. زموږ عملونه زموږ لپاره دي او ستاسي عملونه ستاسي لپاره دي. زموږ او ستاسي په منځ کښي كومه جګړه نه شته. الله به يوه ورځ موږ ټول غونډ کړي او د هماغه لوري ته د ټولو ورتګ دى."
-
وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ
د الله بلني ته له لبيك ويل کېدو وروسته چي كوم كسان (له لبيك ويونكو سره) د الله د دين په باب جګړې كوي، د هغو دليل تراشي د هغو د رب په وړاندي باطله ده، او پر هغو باندي غضب او د هغو لپاره سخت عذاب دى.
-
اللَّهُ الَّذِي أَنزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ ۗ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ
همغه الله دى چي په حقه یې دغه كتاب او تله نازل کړيدي. او ته څه خبر يي، ښايي چي د فېصلې ساعت رانژدې شوى وي.
-
يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ ۗ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
كوم كسان چي د هغه (قیامت) پر راتګ ايمان نه لري، هغوى خو د هغه لپاره بېړه كوي. مګر څوك چي پر هغه ايمان لري، هغوى ورڅخه ويريږي او پوهیږي چي په باوري ډول هغه راتلونكى دى. ښه واورئ! كوم كسان چي د هغه ساعت په راتلو کښي شك اچوونكي بحثونه كوي، هغوى په ګمراهۍ کښي ډېر ليري تللي دي.
-
اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ
الله پر خپلو بندګانو ډېر مهربان دى. چا ته چي یې څه خو ښه وي روزي وركوي؛ او هغه ډېر زورور او برلاسى دى.
-
مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ ۖ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ
څوك چي د اخرت كښت كرونده غواړي، موږ د هغه په كښت کښي زياتوالى راولو. او څوك چي د دُنيا كښت كرونده غواړي، هغه ته یې له همدې دُنيا څخه وركوو، خو په اخرت کښي د هغه هيڅ برخه نه شته.
-
أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ايا دغه خلك له خداى سره داسي شريكان نيسي، چي د دوى لپاره یې د دين داسي طريقې غوره کړي چي الله د هغې اجازه نده کړې؟ - كه د فېصلې خبره مخکي نه واى سرته رسول شوې، نو د دوى تر منځ پرېکړه به صادره کړاې شوې وه. په باوري توګه د دغو ظالمانو لپاره دردناك عذاب دى.
-
تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ ۖ لَهُم مَّا يَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ
ته به وګورې چي دغه ظالمان به په هغه وخت کښي د خپلو عملونو له عاقبت څخه وېرېدونكي وي او هغه به پر دوى راشي. د دې پر خلاف كومو خلكو چي ايمان راوړيدى او نېک عملونه یې کړيدي، هغوى به د جنت په باغچو کښي وي، هغوى چي هر څه وغواړي د خپل رب په وړاندي به یې ومومي، همدغه لوى فضل دى.
-
ذَٰلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۗ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَىٰ ۗ وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ
دغه هغه شى دی چي الله د هغه زيرى خپلو هغو بندګانو ته وركوي چي ايمان يې راوړی او نېک عملونه یې وکړل. [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زه پر دغه كار باندي ستاسي څخه د څه اُجورې غوښتونكى نه يم. البته د خپلولۍ مينه هرومرو غواړم." څوك چي د نېکۍ ګټه وکړي، موږ به د هغه لپاره په هغې نېکۍ کښي ښه والى زيات کړو. بېشكه الله ښه بښونكى او قدردان دى.
-
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۖ فَإِن يَشَإِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَىٰ قَلْبِكَ ۗ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
ايا دوى وايي چي دغه سړی پر الله باندي د درواغو بهتان تړلى دى؟ - كه الله وغواړي نو ستا پر زړه به مُهر ووهي. الله باطل له منځه وړي او حق پخپلو فرمانونو سره حق ثابتوي. هغه د سينو په پټو رازونو پوهیږي.
-
وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ
الله هماغه ذات دى چي له خپلو بندګانو څخه توبه قبلوي او له ګناهونو څخه تيريږي، پداسي حال کښي چي ستاسي ټولي کړني هغه ته معلومي دي.
-
وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِ ۚ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ
هغه، د ايمان راوړونكو او د نېک عمل كوونكو خلكو دُعا قبلوي او پخپل فضل سره هغو ته لا زيات وركوي. پاتي شول كافران، نو د هغو لپاره دردناکه سزا ده.
-
۞ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَـٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ
كه الله خپلو ټولو بندګانو ته پراخه روزي ورکړې واى، نو هغوى به په ځمکه کښي د سرکښۍ طوفان برپا کړی وای، خو هغه په يو حساب سره چي څومره غواړي نازلوي یې. په باوري ډول هغه له خپلو بندګانو څخه باخبر دى او هغوى ويني.
-
وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِن بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُ ۚ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ
هماغه ذات دى چي د خلكو له ناهيلي کېدو څخه وروسته باران اوروي او خپل رحمت خوروي، او هماغه د ستايني وړ سرپرست دى.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ
د هغه له نښانو څخه ددغو اسمانونو او ځمکي پيدايښت او دغه ساكښ مخلوقات دي چي هغه په دې دواړو کښي خپاره کړيدي. هغه چي كله وغواړي دوى راغونډولای شي.
-
وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ
پر تاسي چي هر مصيبت راغلى دى، ستاسي د خپلو لاسونو له عملونو څخه راغلى دى، او له ډېرو ګناهونو څخه (الله) همداسي تيريږي؛
-
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
او تاسي په ځمکه کښي (د الله ج) بيوسي كوونكي نه ياست او د الله په مقابل کښي تاسي كوم ملاتړ او مرستندوى نه لرئ؛
-
وَمِنْ آيَاتِهِ الْجَوَارِ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ
د هغه له نښانو څخه دغه بېړۍ دي چي په سمندرونو کښي د غرونو په شان ښكاريږي
-
إِن يَشَأْ يُسْكِنِ الرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَىٰ ظَهْرِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
که الله وغواړي باد به غلى کړي او دوى به د سمندر پر شا ټپ ولاړي پاتي شي، په دې کي د هر هغه چا لپاره ستري نښانې دي چي ډېر زيات صبركوونكى او شكر ایستونکی وي.
-
أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا وَيَعْفُ عَن كَثِيرٍ
يا (په دې بېړۍ کښي د سپرېدونكو) د ګناهونو په مجازات کښي هغه ډوبي کړې، خو (الله) له ډېرو (ګناهونو) څخه تيريږي.
-
وَيَعْلَمَ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ
او په هغه وخت کښي به زموږ په ايتونو کښي جګړه كوونكو ته معلومه شي چي د هغو لپاره د پناه كوم ځاى نه شته.
-
فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
تاسي ته چي هر څه درکړل شوي دي، هغه محضي د دُنيا د څو ورځني ژوندانه متاع ده. او څه چي له الله سره دي، هغه غوره هم دي او دوامدار هم. هغه د هغو خلكو لپاره دي چي ايمان یې راوړى دى او پر خپل رب توكُل كوي؛
-
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ
او هغه كسان چي له لويو ګناهونو او د بې حيايۍ له چارو څخه ډډه كوي او كه په غوسه شي، نو عفوه كوي؛
-
وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
او هغه كسان چي د خپل رب حكم مني، لمونځ قايموي، خپلي چاري پخپل منځي مشورې سره سرته رسوي. موږ چي هر څه روزي هغو ته ورکړې ده، له هغې څخه (د الله په لار کښي) لګښت كوي؛
-
وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنتَصِرُونَ
او هغه كسان كله چي پرې تېرى کیږي، نو د هغه مقابله كوي.
-
وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ
د بدۍ بدله همغسي بدي ده، بيا څوك چي بخښنه وکړي او اصلاح وکړي، د هغه اجر پر الله دى. الله ظالمان نه خوښوي.
-
وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَـٰئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ
او كوم كسان چي له مظلوم واقع کېدو څخه وروسته غچ واخلي، هغوى نه شي پړه کېدلای.
-
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۚ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
د پړې وړ خو هغه كسان دي چي پر نورو ظلم كوي او په ځمکه کښي په ناحقه تېرى كوي. د دغه راز خلكو لپاره دردناك عذاب دى.
-
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ
البته څوك چي له صبر څخه كار واخلي او بښنه وکړي، نو دا ډېر د لوړي ارادې له چارو څخه ده.
-
وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن وَلِيٍّ مِّن بَعْدِهِ ۗ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّ مِّن سَبِيلٍ
الله چي څوك په ګمراهۍ کښي وغورځوي، د الله څخه وروسته هيڅوك د هغه متوجه كوونكى خواخوږی نه شته. ته به ووينې چي دغه ظالمان چي كله د خداى عذاب وګوري، نو وبه وايي: "ايا اوس د بيرته ستنېدو لپاره كومه لاره شته؟"
-
وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِيٍّ ۗ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُّقِيمٍ
او ته به ووينې چي دوى كله دوږخ ته راوستل شي، نو خوارۍ وهلي سركوزي به روان وي او هغه ته به د نظر په اړولو د سترګو په كونجونو سره غلي غلي ګوري. په هغه وخت کښي به هغه كسان چي ايمان یې راوړى وي، ووايي: «په رښتيا سره اصلي زيانمن هغه كسان دي چي د قيامت په نننۍ ورځ کښي يې خپل ځانونه او خپل اړونده كسان په زيان کښي واچول.» خبردار اوسئ! ظالمان به په همېشني عذاب کښي وي؛
-
وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَاءَ يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن سَبِيلٍ
او د هغو به هيڅ ملاتړ كوونكي او سرپرستان نه وي چي د الله په مقابل کښي د هغوی مرستي ته راشي. الله چي څوك په ګمراهۍ کښي وغورځوي، د هغه لپاره د ژغورني څه لاره نه شته.
-
اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ ۚ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍ
د خپل رب خبره ومنئ مخکي له دې چي هغه ورځ راشي چي د مخنيوي هيڅ صورت يې د الله لخوا څخه نه شته. په هغه ورځ به ستاسي د پناه كوم ځاى نه وي او نه به څوك ستاسي د حال د بدلولو هڅه كوونكى وي.
-
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنسَانَ كَفُورٌ
اوس كه دوى مخ اړوي، نو [اې پېغمبره (ص)!] موږ خو ته پر دوى د ساتندوى په توګه نه یې لېږلى. پر تا خو یوازي د خبري (پيغام) رسولو مسوليت دى. د انسان دا حال دى چي كله موږ ورباندي د خپل رحمت خوند څكو، نو په دې خوښيږي؛ او كه د دوی د خپلو لاسونو کړي بد عملونه د كوم مصيبت په بڼه کښي پرې راوړو، نو انسان ډېر ناشكره کیږي.
-
لِّلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ يَهَبُ لِمَن يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ
الله د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ مالك دى، څه چي غواړي پيدا کوي یې، چا ته چي يې خوښه شي لوڼي وركوي. چا ته چي يې خوښه شي زامن وركوي.
-
أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا ۖ وَيَجْعَلُ مَن يَشَاءُ عَقِيمًا ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ
او چا ته چي یې خوښه شي زامن او لوڼي دواړه وركوي او چا ته یې چي خوښه شي شنډوي یې. هغه ته هر څه معلوم دي او په هر څه قادر دى.
-
۞ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ
هيڅ بشر دا مقام نه لري چي الله له هغه سره مخامخ خبري وکړي؛ يا خو د هغه خبري په وحيي (اشارې) سره وي يا د پردې تر شا يا كوم پيغام راوړونكي (پرښته) لېږي؛ او پرښته د الله په حكم سره هر څه چي هغه غواړي وحيي كوي. هغه لوړ او د حكمت خاوند دى.
-
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَـٰكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَن نَّشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
او په همدې ډول [اې محمده (ص)!] موږ په خپل حكم سره يو روح (قُرآن) تا ته وحيي کړی دى. ته هيڅ نه پوهېدلې چي كتاب څه وي او ايمان څه وي، خو هغه روح (قُرآن) موږ يوه رڼا وګرځوله، چي په هغې سره موږ له خپلو بندګانو څخه چي چا ته مو خوښه شي لاره ښيو. په يقيني ډول ته د سمي لاري لوري ته رهبري كوې؛
-
صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ
د هغه خداى د لاري لوري ته، چي د اسمانونو او ځمکي هر شي مالك دى. خبردار اوسئ! ټولي چاري د الله خوا ته ورګرځي.
۴۲. سورت الشورى
الشورى
Ash-Shura / الشورى · ۴۲ · ۵۳ آیتونه
دا پاڼه د سورت الشورى عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.