-
يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
هر هغه څه چي په اسمانونو کي او هر هغه څه چي په ځمکه کښي دي، الله په پاکۍ سره یادوي. پاچاهي د همغه ده او د همغه لپاره ثنا او ستاينه ده او همغه پر هر څه برلاسی دى.
-
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
الله هغه ذات دى چي تاسي یې پيدا کړاست، بیا ستاسي څخه څوك كافر دی او څوك مومن، او الله ټول هغه څه ويني چي تاسي یې كوئ.
-
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ
هغه اسمانونه او ځمکه پر حق پيدا کړي دي؛ او ستاسي صورتونه یې جوړ کړل، ښه ښايسته يي جوړ کړل؛ او د همغه لوري ته په پاى کښي ورګرځېدل دي.
-
يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
هغه د اسمانونو او ځمكي پر هر شي پوه دى. څه چي تاسي پټوئ او څه چي تاسي ښكاره كوئ، ټول هغه ته معلوم دي. او الله آن د زړونو په حال پوهیږي.
-
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَبْلُ فَذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ايا تاسي ته د هغو خلكو څه خبر نه دى رسېدلى چي ستاسي څخه مخکي یې كفر غوره کړی و؛ او بيا یې د خپلو ناوړه عملونو خوند وڅكی؟ او وړاندي د هغو لپاره يو دردناك عذاب دى.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوا ۚ وَّاسْتَغْنَى اللَّهُ ۚ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
هغوی د دې عاقبت وړ ځكه شول چي د هغوى پېغمبران له څرګندو روښانه دليلونو سره ورته راغلل، خو هغوى وويل: «ايا انسان موږ ته لارښوونه كوي؟» - پدې توګه یې له منلو څخه انكار وکړ او مخ یې ترې واړوه. هله نو، الله هم له هغو څخه بې پروا شو او الله خو بې نيازه او خپله پخپل ذات کښي ستايل شويدى.
-
زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن لَّن يُبْعَثُوا ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
كافرانو له غټي دعوې سره ويلي دي چي له مرګه وروسته به هيڅكله بيا راپاڅول نه شي. دوى ته ووايه: "نه، زما په رب قسم، تاسي به هرو مرو راپاڅول شئ، بيا به هرو مرو درته وښودله شي چي تاسي (په دُنيا کښي) څه کړيدي. او دا كار د الله لپاره ډېر اسانه دى.
-
فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنزَلْنَا ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
نو پر الله، د هغه پر پېغمبر او پر هغي رڼا (قُرآن) باندي چي موږ نازله کړېده، ايمان راوړئ. تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.
-
يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ ۗ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
(د دې معلومات به تاسي ته په هغه ورځ وشي) كله چي د غونډي په ورځ هغه تاسي ټول راغونډ کړي. هغه به يو د بل په مقابل کښي د خلكو د ګټلو یا بايللو ورځ وي. چا چي پر الله ايمان راوړيدى او نېک عمل كوي، الله به د هغه ګناه ورژوي او هغه به داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ويالې بهیږي. دوى به د تل لپاره په هغو کښي اوسیږي؛ همدا ستر برياليتوب دى.
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
او كوم كسان چي كافران شويدي او زموږ ايتونه یې درواغ ګڼلي دي، هغوى به د دوږخ استوګن وي، چي په هغه کښي به د تل لپاره اوسیږي او هغه ډېر بد استوګنځى دی.
-
مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
د الله د ارادې څخه پرته هیڅ یو مصبت نه راځي. څوك چي پر الله ايمان ولري، الله د هغه زړه ته هدايت ور بخښي او الله په هر څه پوه دى.
-
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
د الله اطاعت او د پېغمبر اطاعت وکړئ، خو كه تاسي له اطاعت څخه مخ اړوئ، نو زموږ پر پېغمبر باندي له څرګند روښانه حق رسوني څخه پرته څه مسوليت نشته.
-
اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
الله هغه ذات دى چي له هغه پرته بل خداى نشته، له دې امله ايمان راوړونكي دي پر همدې الله باندي توكُل وکړي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
اې مؤمنانو! ستاسي له ميرمنو او ستاسي له اولادونو څخه ځیني ستاسي دښمنان دي، له هغو څخه ځان اداره کړئ. او كه تاسي د بخښني او تېرېدني څخه كار واخلئ او بښنه وکړئ، نو الله ډېر ښه بښونكى او رحم کوونکی دى.
-
إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۚ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ
ستاسي مالونه او ستاسي اولادونه خو يوه ازموينه ده، او همدا الله دى چي لوى اجر ورسره دى.
-
فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنفِقُوا خَيْرًا لِّأَنفُسِكُمْ ۗ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
له دې امله تر څو پوري چي ستاسي په وس کښي وي، له الله څخه وېرېدونكي اوسئ او (د هغه فرمان) واورئ او اطاعت وکړئ او خپل مـال (د الله په لار کي) ولګوئ. همدا ستاسي لپاره خير دى. څوك چي د خپل زړه د تنګۍ څخه خوندي پاتي شو، نو همغوي بري موندونكي دي.
-
إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ
كه تاسي الله ته حسنه پور ورکړئ، نو هغه به تاسي ته څو برابره زيات درکړي او ستاسي ګناهونه به در وبښي. الله ډېر قدردان او د زغم څښتن دى؛
-
عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
په حاضر او غائب هر شي پوهیږي، برلاسى او د حكمت څښتن دى.
۶۴. سورت التغابن
التغابن
At-Taghabun / التغابن · ۶۴ · ۱۸ آیتونه
دا پاڼه د سورت التغابن عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.