-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ ۖ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
[اې پېغمبره (ص)!] ته ولي هغه شى حراموې چي الله ستا لپاره حلال کړي دى؟ - پدې سره ته د خپلو مېرمنو خوښي غواړې؟ - الله ډېر بښونكى خورا مهربان دي.
-
قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ ۚ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
الله ستاسي لپاره له خپلو سوګندونو څخه د غاړي خلاصولو لاره جوړه کړېده. الله ستاسي مولٰي (دوست) دى او همغه د پوره پوهي او حکمت څښتن دى.
-
وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ ۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَـٰذَا ۖ قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ
(او دا موضوع هم د پاملرني وړ ده چي) پېغمبر (ص) خپلي يوې مېرمني (حفصې) ته په پرده کښي (د شاتو، يا ماریې يا زينبې د حرامولو) يوه خبره کړي وه، بيا كله چي هغې (حفصې) (عائشې ته) هغه راز څرګند کړ، او الله پېغمبر (ص) ته د دې (راز لوڅولو) خبر ورکړ، نو پېغمبر (ص) پر هغه باندي يو څه اندازه هغه(حفصه) خبرداره کړه او له يو څه اندازې څخه تېر شو. نو كله چي پېغمبر (ص) هغې (حفصې) ته دغه (د راز لوڅولو) خبره ښكاره کړه، نو هغې (حفصې) پوښتنه وکړه: تا ته چا د دې خبر درکړ؟ - پېغمبر (ص) ځواب ورکړ: "ما ته هغه ذات خبر راکړ چي په هر څه پوهيږي او ښه خبر دى."
-
إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ
كه تاسي دواړه (اې حفصې اوعائشې!) الله ته توبه وباسئ، (نو دا ستاسي لپاره ډېره ښه ده) ځكه چي ستاسي زړونه د سمي لاري څخه اووښتي دي؛ او كه د پېغمبر (ص) پر خلاف تاسي دواړه سره لاس يو کړئ، نو وپوهېږئ چي الله د هغه سرپرست دى او له هغه وروسته جبرئيل (ع) او ټول صالح مؤمنان او ټولي پرښې د هغه ملګري او ملاتړ دي.
-
عَسَىٰ رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا
لیري نه ده چي كه پېغمبر (ص) تاسي ټولو مېرمنو ته طلاق درکړي، نو الله به هغه ته ستاسي په بدل کښي داسي مېرمني ورکړي چي ستاسي څخه ښې وي: مسلماني، ايمانداري، اطاعت كوونكي، توبه ايستونكي، عبادت كوونكي، روژه تياني، هجرت كوونكي، كونډي او پيغلي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ
اې مؤمنانو! خپل ځانونه، خپل اولاد او كورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چي د سون مواد به يې انسانان او تیږي وي؛ پر هغه به غوسه ناکي، سخت زړې پرښتې څارونکي وي، چي هیڅكله به د الله له حُكم څخه سر نه غړوي او هر امر چي ورته کیږي، هغه به په ځاى راوړي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
(په هغه وخت کي به وویل شي) اې كافرانو! نن عذرونه مه وړاندي كوئ، تاسي ته خو هماغسي بدله دركول کیږي لكه څنګه چي تاسي عمل کاوه.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
اې مؤمنانو! الله ته توبه وباسئ، خالصه توبه؛ كېداى شي چي الله ستاسي بدي درڅخه ايسته کړي او تاسي داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيږي. دا به هغه ورځ وي چي الله خپل پېغمبر او هغه كسان چي له هغه سره یې ايمان راوړی دى، رسوا نه کړي؛ د هغو رڼا به د هغو مخكي مخكي او ښى پلو ته ځغلي؛ او هغوي به وايي: "اې زموږ ربه! زموږ رڼا بشپړه کړه او موږ ته بښنه وکړه، ته د هر څه وس واك لرې."
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
[اې پېغمبره (ص)!] له كافرانو او منافقانو سره جهاد وکړه او له هغو سره سخت چلند وکړه. د هغو استوګنځى دوږخ دى او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى.
-
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ ۖ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ
الله د كافرانو په باب د نوح (ع) او لوط (ع) مېرمني د مثال په توګه وړاندي كوي؛ هغوى زموږ د دوو صالحو بندګانو مېرمني وې؛ خو د خپلو مېړونو سره يې خيانت وکړ او دوی (دوو پېغمبرانو هم) د هغو لپاره د الله د عذاب په مقابل کښي هیڅ په درد ونشول خوړای. دواړو ته وويل شول: "ځئ اور ته، د ننوتونكو سره تاسي هم لاړي شئ!"
-
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
او د مؤمنانو په باب الله د فرعون د ښځي مثال وړاندي كوي، كله چي هغې دُعا وکړه: "اې زما ربه! زما لپاره له خپل ځان سره په جنت کښي يو كور جوړ کړه او ما د فرعون او د هغه له عمل څخه وژغوره او له ظالم قوم څخه نجات راکړه."
-
وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ
او د عمران د لور مريم (مثال الله راوړي) چي هغې د خپل شرمځاى ساتنه کړې وه. بيا موږ په هغې کښي له خپل لوري څخه روح پو کړ، او هغې د خپل رب د لارښوونو او د هغه د كتابونو تصديق وکړ او هغه له اطاعت كوونكو خلكو څخه وه.
۶۶. سورت التحريم
التحريم
At-Tahrim / التحريم · ۶۶ · ۱۲ آیتونه
دا پاڼه د سورت التحريم عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.