Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱۰۲. سورت التكاثر

التكاثر

At-Takathur / التكاثر · ۱۰۲ · ۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت التكاثر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ

    تاسي د شتمنۍ په ګټلو کښي (او يو له بله په ډېرولو کښي) ډېري زياتي لېوالتيا په غفلت کښي اچولي ياست؛

  2. حَتَّىٰ زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ

    تر دې پوري چي (په دې فكر کښي) قبرونو ته ورشئ.

  3. كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ

    هیڅكله داسي نه ده، ډېر ژر به تاسي پوه شئ.

  4. ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ

    بيا (واورئ چي) هیڅكله داسي نه ده، ډېر ژر به تاسي پوه شئ.

  5. كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ

    هیڅكله داسي نه ده، كه تاسي د باوري پوهي له مخي (د دې چلند په عاقبت) پوهېدلاست (نو ستاسي په دا چلند نه وای)؛

  6. لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ

    تاسي به هرو مرو دوږخ وګورئ،

  7. ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ

    بيا (واورئ چي) تاسي به له ټينګ باور سره هغه وګورئ؛

  8. ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ

    بيا به هرو مرو په هغه ورځ ستاسي څخه د دې نعمتونو په باب پوښتني وشي.

Holy Quran-Pashto