Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۱. سورت التكوير

التكوير

At-Takwir / التكوير · ۸۱ · ۲۹ آیتونه

دا پاڼه د سورت التكوير عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ

    كله چي لمر ونغښتل شي (روښنايي يې ولاړه شي)؛

  2. وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ

    او كله چي ستوري تت خواره واره شي (بې نوره شي)؛

  3. وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ

    او كله چي غرونه وخوځول شي؛

  4. وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ

    او كله چي د لسو مياشتو بلاربي اوښي په خپل حالت پرېښودل شي؛

  5. وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ

    او كله چي (د ځڼګلونو) ځناور راغونډ او سره يو ځای کړل شي (د یو او بل د قصاص په خاطر)؛

  6. وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ

    او كله چي سمندرونه (لکه د اور په شان) لمبه کړل شي؛

  7. وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ

    او كله چي ساه ګاني (له جسدونو سره ) يو ځای کړل شي؛

  8. وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ

    او كله چي له ژوندۍ ښخي کړه شوي نجلۍ څخه پوښتنه وشي،

  9. بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ

    چي هغه په كومه ګناه وژل شوې ده؟

  10. وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ

    او كله چي عملنامې پرانستل شي؛

  11. وَإِذَا السَّمَاءُ كُشِطَتْ

    او كله چي د اسمان پرده بيرته کړل شي،

  12. وَإِذَا الْجَحِيمُ سُعِّرَتْ

    او كله چي دوږخ په ځوښ راوستل شي؛

  13. وَإِذَا الْجَنَّةُ أُزْلِفَتْ

    او كله چي جنت نژدې راوستل شي؛

  14. عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا أَحْضَرَتْ

    په هغه وخت کښي به هر چا ته څرګنده شي چي له ځانه سره یې څه راوړي دي.

  15. فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ

    نو داسي نه ده (لکه څنګه چي منکران فکر کوي)؛ زه قسم كوم په را اووښتونكو،

  16. الْجَوَارِ الْكُنَّسِ

    او په پټه خوځېدونكو ستورو،

  17. وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ

    او په شپه چي راوګرځي؛

  18. وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ

    او په سهار چي كله هغه ساه واخلي؛

  19. إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ

    دا په واقع کښي د يو ستر استازي (جبرائیل ع) وينا ده؛

  20. ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ

    چي د ډېر قوت لرونكي، د عرش د څښتن په وړاندي لوړه مرتبه لرونکی دی؛

  21. مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ

    د هغه حُكم منل کیږي، هلته هغه د ډاډ وړ دی.

  22. وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجْنُونٍ

    او (اې د مكې خلكو) ستاسي ملګرى (محمد ص) ليونى نه دى؛

  23. وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ

    او په یقیني توګه، ده هغه پيغام راوړونكي (جبرائیل ع) په روښانه فضا کښي ليدلى دی.

  24. وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ

    او دى د غيب (خلكو ته د وحيي د رسولو) په كار کښي بخيل نه دی؛

  25. وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ

    او دا (قُرآن) د كوم رټل شوي شيطان وينا نه ده؛

  26. فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ

    بيا تاسي كوم لوري ته ځئ؟

  27. إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ

    دا (قُرآن) خو د ټولو نړیوالو لپاره يو نصيحت دی،

  28. لِمَن شَاءَ مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيمَ

    ستاسي څخه هر هغه چا ته (نصحیت دی) چي غواړي په سمه لار لاړ شي.

  29. وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ

    او ستاسي په غوښتنه هیڅ نه کیږي، تر څو پوري چي د عالمیانو د پروردګار الله خوښه نه وي.

Holy Quran-Pashto