-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ ۖ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا
[اې پېغمبره (ص)!] كله چي تاسي ښځو ته د طلاق وركولو اراده کوئ، نو د هغو په عِدت کښي طلاق وركړئ او د عِدت وخت سم وشمېرئ. او د الله څخه ووېرېږئ چي ستاسي پالونکی دى. (د عِدت په وخت کښي) مه تاسي هغوى د خپلو كورونو څخه باسئ او نه دي هغوى پخپله وځي؛ خو كه هغوى د کومي څرګندي بې حيايۍ مرتكبي شي (نو بیا یې ایستل روا دي). او دا د الله ټاكلي حدود دي، او څوك چي د الله له حدودو څخه تېرى وکړي، هغه به پر خپل ځان خپله ظلم وکړي. ته نه پوهېږې، ښايي د طلاق وروسته الله (د توافق) څه لاره پېدا کړي.
-
فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا
بيا كله چي د هغو د خپل (عِدت) موده پاى ته ورسیږي، نو يا هغوى په ښه توګه (پخپله نكاح کښي) وساتئ، يا په ښه توګه له هغو څخه جدا شئ. او دوه داسي كسان شاهدان ونيسئ چي په ستاسي کي د عدل خاوندان وي؛ او (اې شاهدانو) شاهدي سمه صحيح د الله لپاره اداء کړئ. ددغو خبرو (په نېکۍ سره د ساتني) نصيحت هر هغه چا ته کیږي چي پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان ولري. څوك چي د الله څخه په وېرېدو كار وکړي، الله به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو كومه لاره پېدا کړي.
-
وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا
او هغه ته به له داسي لاري څخه روزي ورکړي، چي هغه لوري ته یې ګومان هم نه رسیږي. څوك چي پر الله توكُل وکړي، د هغه لپاره الله كافي دى. الله د خپل كار پوره كوونكى دى. په یقیني توګه، الله د هر شي لپاره يوه اندازه ټاكلې ده.
-
وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِن نِّسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ ۚ وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا
او ستاسي له مېرمنو څخه چي کومي له حيضه (بېلمانځۍ) ناهيلي شوي وي، د هغو په باب كه تاسي شكمن شوي ياست نو (درته معلومه دي وي چي) د هغو عِدت درې مياشتي دى. او همدغه حُكم د هغو ښځو دى چي لا تر اوسه یې حيض (بېلمانځۍ) نه وي راغلى. او د حامله ښځو (چي طلاقي شوي وي یا يې مېړه مړ شوی وي) د عِدت حد دا دى چي هغوی لنګي شي (اولاد وزېږوي). څوك چي د الله څخه وويريږي، الله يې په کار کي اسانتيا پېدا كوي.
-
ذَٰلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنزَلَهُ إِلَيْكُمْ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا
دا د الله حُكم دى چي تاسي ته يې نازل کړيدى. څوك چي د الله څخه وويريږي، الله به د هغه بدي ورڅخه ايسته کړي او لوى اجر به ورکړي.
-
أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ ۖ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَىٰ
هغو ته (د عِدت په وخت کي) په هماغه ځاى کي استوګنه ورکړئ، چيري چي تاسي اوسېږي، هر راز ځاى چي تاسي ته ميسر وي؛ او (د ځای یا نفقې) د تنګولو په خاطر هغوی مه ځوروئ. او كه هغوى حاملې وي، نو تر هغه وخته لګښت پرې وکړئ، تر څو چي لنګیږي (اولاد زېږوي). بيا كه هغوى ستاسي لپاره (ماشوم ته) تى وركوي، نو هغو ته به اُجوره وركوئ او (د اُجورې معامله) په ښه توګه په خپل منځي خبرو اترو سره فېصله کړئ. خو كه تاسي (د اُجورې په پرېکړه کي) يو بل تنګ کړ، نو ماشوم ته به كومه بله ښځه تى ورکړي.
-
لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ ۖ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ ۚ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا ۚ سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا
شتمن دي له خپلي شتمنۍ سره سمه نفقه ورکړي، او چا ته چي کمه روزي ورکړه شوې وي، هغه دي له هماغه مال څخه لګښت وکړي چي الله هغه ته ورکړيدى. الله چي چا ته څومره څه ورکړيدي، له هغې څخه په زياتو هغه نه مكلفوي. لیري نده چي الله له تنګلاسۍ څخه وروسته پراخي هم ورپه برخه کړي.
-
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُّكْرًا
څومره كلي (د کلیو اوسېدونکي) دي چي هغوى د خپل رب او د هغه د پېغمبرانو له حُكم څخه سرغواړئ وکړ، نو موږ له هغو سره سخته محاسبه وکړه او هغوى ته مو سخته ناكاره سزا ورکړه؛
-
فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا
هغوى د خپلو کړنو خوند وڅكی او د هغوى د كار پاى سراسر زيان دى؛
-
أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا
الله (په اخرت کي) د هغو لپاره سخت عذاب تيار کړی دى. نو د الله څخه ووېرېږئ اې د پوهي خاوندانو چي ايمان مو راوړى دى! په یقیني توګه، الله تاسي ته يو نصيحت (قُرآن) نازل کړی دى؛
-
رَّسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا
يو داسي پېغمبر چي تاسي ته د الله ښكاره څرګند هدايت دركوونكي ايتونه لولي، تر څو چي ايمان راوړونكي او نېک عمله خلك له تيارو څخه رڼا ته راوباسي. او څوك چي پر الله ايمان راوړي او نېک عمل وکړي، الله به هغه داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيږي؛ دوى به په هغو کښي د تل لپاره اوسیږي. الله د دغسي انسان لپاره ډېره غوره روزي ساتلې ده.
-
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا
الله هغه ذات دى چي اووه اسمانونه یې پېدا کړل او د همغو په شان له ځمکي څخه هم د هغو په منځ کښي حُكم نازلیږي. (دا د دې لپاره ويل کیږي) چي تاسي وپوهېږئ چي الله پر هر څه قدرت لري، او دا چي د الله علم په هر شي باندي چاپېر دى.
۶۵. سورت الطلاق
الطلاق
At-Talaq / الطلاق · ۶۵ · ۱۲ آیتونه
دا پاڼه د سورت الطلاق عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.