-
وَالسَّمَاءِ وَالطَّارِقِ
قسم دی په اسمان او د شپې په څرګندېدونكي؛
-
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ
او ته څه پوهېږې چي د شپې څرګندېدونكى څه دى؟
-
النَّجْمُ الثَّاقِبُ
هغه ځلېدونكى ستورى دی؛
-
إِن كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ
هیڅ څوک داسي نشته چي كوم څارونكى ساتونکی پرې نه وي.
-
فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ
بيا دي انسان دې ته ځير شي چي له څه شي پېدا کړه شوى دى.
-
خُلِقَ مِن مَّاءٍ دَافِقٍ
له ټوپ وهونكو اوبو څخه پېدا کړاي شوى دى؛
-
يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ
چي د شا او د سينې دهډوكو له منځ څخه راوځي.
-
إِنَّهُ عَلَىٰ رَجْعِهِ لَقَادِرٌ
په يقيني توګه، هغه (خالق) د ده (انسان) په دوهم ځل پيدا كولو قادر دى؛
-
يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ
په هغه ورځ چي د پټو اسرارو پلټنه او څېړنه وشي؛
-
فَمَا لَهُ مِن قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ
په هغه وخت کښي به له انسان سره نه په خپله څه زور وي او نه به كوم څوك د ده مرستندوی وي.
-
وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ
قسم دی په باران اوروونكي اسمان؛
-
وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ
او (قسم دی) په چاودېدونكې ځمکه (چي اوبه، بوټي او داسي نور شیان ځني راوځي)؛
-
إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ
بېشکه دا (قُرآن د حق او باطل تر منځ) بېلونکې وینا ده؛
-
وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ
او دا ټوكه او مسخره نه ده؛
-
إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا
دا خلك سختي دسيسې جوړوي؛
-
وَأَكِيدُ كَيْدًا
او زه به هم يو پوخ تدبير كوم؛
-
فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا
نو پرېږده [اې پېغمبره (ص)!] دا كافران څه لږ غوندي په خپل حال پرېږده.
۸۶. سورت الطارق
الطارق
At-Tariq / الطارق · ۸۶ · ۱۷ آیتونه
دا پاڼه د سورت الطارق عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.