Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹. سورت التوبة

التوبة

At-Tawbah / التوبة · ۹ · ۱۲۹ آیتونه

دا پاڼه د سورت التوبة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. بَرَاءَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ

    هغو مشركانو ته، د الله او د هغه د پېغمبر له خوا د بېزارۍ اعلان دى، چي تاسي تړون ورسره کړی ؤ.

  2. فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۙ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ

    نو تاسي په ځمکه (هيواد) کښي څلور مياشتي نور وګرځئ او په دې پوه شئ چي د الله عاجزوونكي نه ياست. او دا چي الله د حق د منكرانو رسوا كوونكى دى.

  3. وَأَذَانٌ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُ ۚ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

    د الله او د هغه د رسول له لوري، د حج اكبر په ورځ، د ټولو خلكو لپاره عمومي اطلاع ده، چي الله او هم د هغه پېغمبر له مشركانو څخه بېزار دي. اوس كه تاسي توبه وباسئ، نو همدا ستاسي لپاره ښه ده. او كه مخ واړوئ، نو ښه وپوهېږئ چي تاسي د الله بېوسي كوونكي نه ياست. او [اې پېغمبره (ص)!] منكرانو ته د دردناك عذاب زيرى واوروه؛

  4. إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ

    پرته له هغو مشركانو څخه چي تاسي ورسره تړونونه کړيدي، او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو کښي ستاسي سره څه نیمګړتیا نه ده کړې او نه یې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ کړيدى. نو له داسي خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پوري وفا وکړئ، ځكه چي الله پرهېزګاران خوښوي.

  5. فَإِذَا انسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    نو كله چي حرامي مياشتي تيري شي، نو مشركان ووژنئ چيري چي يې ومومئ او هغوى ونيسئ او ايسار یې کړئ، او په هر څارنځي کښي د هغوى لپاره کښېنئ. نو كه هغوى توبه وباسي او لمونځ قايم کړي او زكات ورکړي، نو خوشي یې کړئ. الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  6. وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْلَمُونَ

    او كه له مشركانو څخه كوم څوك په پناه غوښتلو تا ته راشي (تر څو چي د الله کلام واوري)، نو هغه ته پناه ورکړه، تر دې پوري چي د الله کلام واوري. بيا هغه د هغه د امن تر ځايه ورسوه . دا ددې لپاره بايد وشي چي دوى علم نلري.

  7. كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِندَ اللَّهِ وَعِندَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدتُّمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۖ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ

    ددې مشركانو لپاره د الله او د هغه د پېغمبر په وړاندي كومه ژمنه (وعده) څنګه كېداى شي؟ - پرته له هغو خلكو څخه چي تاسي ورسره د مسجد حرام تر څنګ ژمنه کړي وه. نو تر څو پوري چي هغوى ستاسي سره سم وي، تاسي هم له هغو سره سم اوسئ؛ ځكه چي الله پرهېزګاران خوښوي.

  8. كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ يُرْضُونَكُم بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَىٰ قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ

    خو له دوى پرته له نورو مشركانو سره كوم تړون څنګه كېداى شي؟ - هغوی داسي دي چي که پر تاسي یې لاس بر شي، نو نه به ستاسي په باب د کومي خپلوۍ لحاظ وکړي، نه د کومي معاهدې د مسئوليت. هغوى تش په خوله ستاسي د خوشحالولو هڅه كوي، خو زړه یې نه مني او له هغو څخه ځني زياتره فاسقان دي.

  9. اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَن سَبِيلِهِ ۚ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    هغوى د الله د ايتونو په بدل کښي لږ غوندي قيمت ومانه، بيا د الله په لاره کښي خنډ شول. ډېر بد کړه وړه وه چي دوى وکړل.

  10. لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ

    د يو مؤمن په باب نه دوى د خپلولۍ لحاظ ساتي، او نه د كومي ژمني مسئوليت. او همدا دوی تيري کوونکي دي.

  11. فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ ۗ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

    نو كه دوى توبه وکړي، لمونځ قائم کړي او زكات ورکړي؛ نو ستاسي ديني وروڼه دي. او د پوهېدونكو لپاره موږ خپل حكمتونه تشريح كوو.

  12. وَإِن نَّكَثُوا أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ

    او كه دوى له ژمني كولو وروسته بيا خپلي لوړي (قسمونه) ماتي کړي او ستاسي پر دين حملې كول شروع کړي، نو د كفر له علمبردارانو سره وجنګېږئ؛ ځكه چي د هغوى د لوړو (قسمونو) څه اعتبار نشته. ښايي چي (بيا د توري په زور) هغوى راوګرځي.

  13. أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُم بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ أَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    ایا تاسي ولي له داسي خلكو سره ونه جنګېږئ چي خپل تړونونه ماتوي، او له وطن څخه یې د پېغمبر د ايستلو قصد کړی ؤ او هماغوی لومړی په تيري لاس پوري كوونكي ول؟ - ايا تاسي له هغو څخه وېرېږئ؟ - الله ددې ښه حقدار دى چي ورڅخه ووېرېږئ، كه تاسي مومنان ياست.

  14. قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ

    له هغو سره وجنګېږئ؛ الله به ستاسي په لاسونو هغوى ته سزا ورکړي، او ذليل او خوار به يې کړي، او د هغو په مقابل کښي به ستاسي مرسته وکړي او د ډېرو مؤمنانو زړونه به يخ کړي

  15. وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ ۗ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    او د هغوى د زړونو تاؤ به ايسته کړي. او چا ته یې چي خوښه شي د توبې توفيق به هم ورکړي. الله په هر څه پوهېدونكى، د حكمت څښتن دى.

  16. أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِن دُونِ اللَّهِ وَلَا رَسُولِهِ وَلَا الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً ۚ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

    ايا تاسي دا ګڼلې ده چي همداسي به پريښودل شئ؟- په داسي حال کښي چي تر اوسه پوري خو الله دا نه ده څرګنده کړې چي ستاسي څخه هغه كسان څوک دي چي هغوی (د هغه په لاره کښي) سرښندنه وکړه او له الله، پېغمبر او مومنانو څخه پرته یې څوك صميمي دوست و نه نيوی. تاسي چي څه كوئ الله ورڅخه خبر دى.

  17. مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَىٰ أَنفُسِهِم بِالْكُفْرِ ۚ أُولَـٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ

    دا د مشركانو كار نه دى، چي د الله د مسجدونو ودانوونكي او خدمتګاران شي. په داسي حال کښي چي هغوى پر خپل ځان په خپله د كفر شاهدي وایي. د هغوى خو ټول عملونه ضايع شول او په دوږخ کښي يې د تل لپاره استوګنه ده.

  18. إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ ۖ فَعَسَىٰ أُولَـٰئِكَ أَن يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ

    د الله د مسجدونو ودانوونكي (مجاروان او خدمتګاران) خو هماغه خلك كېداى شي چي الله او د اخرت ورځ ومني، او لمونځ قائم کړي، زكات ورکړي او له الله پرته له بل هيچا څخه نه وېریږي. له هماغوى څخه دا توقع ده، چي په سمه لاره به لاړ شي.

  19. ۞ أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ لَا يَسْتَوُونَ عِندَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    ايا تاسي حاجيانو ته اوبه وركول، د مسجد حرام ودانول او مجاوري كول؛ د هغه چا له كار سره برابر ګڼلي دي، چي پر الله او د اخرت په ورځ یې ايمان راوړ او د خداى په لار کښي یې جهاد وکړ؟ - د الله په وړاندي خو دا دواړه برابر نه دي؛ او الله د ظالمانو قوم ته لارښوونه نه كوي.

  20. الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللَّهِ ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ

    د الله په وړاندي د هماغو خلكو درجه لوړه ده چي ايمان یې راوړ، د هغه په لار کښي یې هجرت وکړ(کور او کلی یې پرېښوی) او په سر او مال یې جهاد وکړ. هماغوى بريالي دي.

  21. يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ

    د هغو رب د خپل رحمت او خوښۍ او داسي جنتونو زيرى وركوي چي هلته د هغو لپاره د ابدي ژوندانه وسايل دي؛

  22. خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ

    هلته به هغوى تل اوسیږي. په يقيني توګه له الله سره د خدمتونو د بدلې وركولو ډېر څه دي.

  23. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ

    اې مومنانو! خپل پلرونه او وروڼه هم خپل دوستان مه نيسئ، كه چيري هغوى پر ايمان باندي كفر ته ترجيح ورکړي. ستاسي څخه چي څوك هغوى په دوستۍ ونيسي، همغوى به ظالمان وي.

  24. قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: «كه ستاسي پلرونه، ستاسي زامن، ستاسي وروڼه، ستاسي ميرمنې، ستاسي خپل خپلوان، ستاسي هغه مالونه چي ګټلي مو دي، ستاسي هغه تجارت چي د هغه په ورانېدو اندېښمن کېږئ او ستاسي د خوښي كورونه؛ تاسي ته له الله او د هغه له پېغمبر او د هغه په لار کښي له جهاد څخه ګران وي، نو انتظار وباسئ تر دې پوري چي الله خپله فېصله ستاسي مخي ته راولي. او الله فاسقانو ته لارښوونه نه كوي.»

  25. لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ ۙ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ ۙ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ

    الله له دې څخه مخکي په ډېرو ځايونو کښي ستاسي مرسته کړېده. او اوس د حُنين د غزا په ورځ (به تاسي د هغه ملاتړ ليدلى وي) په دې ورځ تاسي د خپل شمېر په زياتوالي غره وئ، خو هغه ستاسي هیڅ په كار رانغى او ځمکه له خپل پراخوالي سره سره پر تاسي تنګه شوه او تاسي شا واړوله، وتښتېدئ.

  26. ثُمَّ أَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ

    بيا الله خپله ډاډېنه پر خپل پېغمبر او پر مؤمنانو باندي نازله کړه، او هغه لښكر یې راكوز کړ چي تاسي نه ليدی او د حق منكرانو ته یې سزا ورکړه، چي همدا د هغو خلكو لپاره بدله ده، چي له حقه منكر شي.

  27. ثُمَّ يَتُوبُ اللَّهُ مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    بيا (به تاسي دا هم ليدلي وي چي) له دا ډول سزا وركولو څخه وروسته چي الله چا ته وغواړي د توبې توفيق هم وربښي، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  28. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَـٰذَا ۚ وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاءَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    اې مؤمنانو! مشركان ناولي دي، نو له سږ كال څخه وروسته بايد دوى مسجد حرام ته ورنژدې نشي. او كه تاسي له تنګلاسۍ څخه په وېره کښي ياست، نو لري نه ده چي كه الله وغواړي، نو تاسي به په خپل فضل سره شتمن کړي. الله په هر څه پوه، د حكمت خاوند دى.

  29. قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ

    له اهل كتابو څخه د هغو خلكو په خلاف وجنګېږئ چي په الله او د اخرت په ورځ ايمان نه راوړي، او څه چي الله او د هغه پېغمبر حرام کړيدي، هغه نه حراموي او حق دين خپل دين نه ګرځوي. (له هغو سره وجنګېږئ) تر دې پوري چي په خپل لاس جزيه ورکړي او ذليل شي.

  30. وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ۖ ذَٰلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ ۖ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَبْلُ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۚ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

    او يهوديان وايي چي عُزير(ع) د الله زوى دى او عيسويان وايي چي مسيح (ع) د الله زوى دى. دا بې حقيقته خبري دي چي هغوى یې له خپلو خولو څخه راباسي؛ له هغو خلكو سره سيالۍ کوي چي له دوى څخه مخکي په كفر کښي اخته شوي ول. دوى خداى ووهل، دوى له كومي خوا غولېږي!

  31. اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَـٰهًا وَاحِدًا ۖ لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    دوى خپل عالمان او روحانيون له الله پرته خپل ارباب نيولي دي او همدغه راز مسيح (ع) د مریم زوی يې هم. په داسي حال کښي چي دوى ته له يو معبود (الله) څخه پرته د بل هيچا د بندګۍ كولو حكم نه ؤ ورکړ شوى. هغه ذات چي له هغه پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نشته، د هغو مشركانه خبرو څخه پاک دی چي دوى یې كوي.

  32. يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

    دا خلك غواړي چي د الله رڼا په خپلو پوكيو سره مړه کړي. خو الله د خپلي رڼا له بشپړولو پرته منونكى نه دى، كه كافرانو ته دا هر څومره ناكاره و بريښي هم.

  33. هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

    هماغه الله دى چي خپل پېغمبر یې له هدايت او حق دين سره لېږلی دى، تر څو چي هغه پر ټولو دينونو باندي برلاسى کړي، كه مشركانو ته دا څومره ناكاره بريښي هم.

  34. ۞ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۗ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

    اې مومنانو! ددې اهل كتابو د زياترو علماوو او روحانيونو حال دا دى چي د خلكو مالونه په ناروا لارو خوري او هغوى د الله له لاري څخه منع كوي او هغه خلك چي سره او سپين زر خزانه كوي او د خداى په لاره کښي یې نه لګوي؛ نو دوی ته د دردناکه عذاب زيرى ورکړه.

  35. يَوْمَ يُحْمَىٰ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَىٰ بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ ۖ هَـٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ

    يوه ورځ به راشي چي په همدې سرو سپينو زرو به د دوږخ اور ګرم کړای شي او بيا به په هغو سره ددې خلكو تندي، اړخونه او شاګاني داغ کړه شي. دا هغه خزانه ده چي تاسي د خپلو ځانونو لپاره غونډه کړي وه. واخلئ، اوس د خپلي زيرمه کړي شتمنۍ خوند وڅكئ.

  36. إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ ۚ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ

    حقيقت دا دى چي د مياشتو شمېر، له هماغه ورځي څخه چي الله اسمانونه او ځمکه پېدا کړېده، د الله په ليكنه کښي همدا دولس دي؛ او له هغو څخه څلور مياشتي حرامې دي. همدا سم صحيح قانون دى. نو په دې څلورو مياشتو کښي پر خپل ځان ظلم مه كوئ. او ټول يو موټى شئ، له مشركانو سره وجنګېږئ، لكه څنګه چي هغوى ټول يو ځاى ستاسي سره جنګیږي. او وپوهېږئ چي الله د پرهېزګارانو ملګرى دى.

  37. إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ ۖ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِّيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ ۚ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

    نسئ ( = د یوې میاشتي حرمت بلي میاشتي ته) په كفر کښي يو بل زيات كافرانه حركت دى، چي په هغه سره دا كافران په ګمراهۍ کښي غورځول کیږي. په يو كال کښي يوه مياشت حلالوي او په يو بل كال کښي هغه حراموي. تر څو چي هم د الله د حرامو کړای شويو مياشتو شمېر پوره کړي او هم د الله حرام کړای شوي حلال کړي. د هغو ناوړه عملونه د هغو لپاره ښايسته کړای شويدي او الله د حق منكرانو ته لارښوونه نه كوي.

  38. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ

    اې مومنانو! په تاسي څه شويدي چي كله تاسي ته د الله په لار کښي د وتلو لپاره وويل شول، نو تاسي په ځمکه درانده كېناستلئ؟ - ايا تاسي د اخرت په مقابل کښي د دنيا ژوند غوره کړی دى؟ - كه داسي ده نو تاسي ته دي معلومه وي چي د دنيوي ژوندانه دا ټول وسايل به په اخرت کښي ډېر لږ راووځي.

  39. إِلَّا تَنفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    كه تاسي نه پاڅئ، نو خداى به تاسي ته دردناکه سزا درکړي، او ستاسي په ځاى به كوم بل قوم را پاڅوي، او تاسي به خداى ته هیڅ زيان ونشئ رسولای. الله په هر څه قدرت لري.

  40. إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَىٰ ۗ وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

    كه تاسي د پېغمبر (ص) مرسته ونکړه، نو هیڅ پروا نشته. الله د هغه مرسته په هغه وخت کښي کړېده چي كله كافرانو هغه ايستلى ؤ، چي كله هغه یوازي د دوو نفرو دوهم ؤ، كله چي هغوى دواړه په سمڅه کښي ول. كله چي هغه خپل ملګري ته وويل: "مه خفه کېږه، الله زموږ سره دى." - په هغه وخت کښي الله له خپل لوري څخه پر هغه باندي د زړه ډاډېنه نازله کړه او په داسي لښكرو سره یې د هغه ملاتړ وکړ چي تاسي نه ليدل او د كافرانو وينا یې ټيټه کړه؛ او هماغه د الله وينا خو لوړه ده. الله زورور او پوه د حكمت څښتن دى.

  41. انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

    كه سپك ياست كه درانه (غزا ته) ووځئ او د الله په لار کښي په خپلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ. دا ستاسي لپاره ډېره ښه ده كه پوهیږئ.

  42. لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَّاتَّبَعُوكَ وَلَـٰكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ ۚ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] كه ګټه بې کړاوه لاس ته راتلای او سفر اسانه واى، نو هغوى هرو مرو په تا پسي تلو ته چمتو كېدل. خو پر هغو باندي خو دا لاره ډېره ستومانونکې شوه. اوس هغوى پر خداى باندي قسمونه خوري، وايي چي كه موږ تلای شواى، نو هرو مرو به ستاسي سره تللي وای. هغوى په خپله خپل ځانونه په هلاکت کښي غورځوي. الله ښه پوهیږي چي هغوى درواغجن دي.

  43. عَفَا اللَّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] الله دي تا ته بخښنه وکړي، تا ولي هغوى رخصت کړل؟ - (تا بايد په خپله رخصت ورکړی نه واى)، تر څو چي تا ته څرګنده شوې واى چي كوم خلك رښتيني دي او درواغجن دې هم پېژندلي واى.

  44. لَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أَن يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ

    كوم كسان چي پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري، هغوى خو به هیڅكله ستا څخه دا غوښتنه ونکړي چي په خپلو مالونو او سرونو سره دي له جهاد كولو څخه معاف کړای شي. الله پرهېزګاران ښه پېژني.

  45. إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ

    داسي پوښتني یوازي هماغه خلك كوي چي پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان نلري. په زړونو کښي یې شك دى او هغوى په هماغه خپل شك کښي سرګردانه دي.

  46. ۞ وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَـٰكِن كَرِهَ اللَّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ

    كه په رښتيا سره هغوى د وتلو اراده درلودلاى، نو ددې لپاره به یې څه تيارى نيولى واى، خو د هغو پاڅون له سره د الله خوښ نه ؤ، ځكه خو یې هغوى سُست کړل او وويل شول چي له ناستو (خلکو) سره كښېنئ.

  47. لَوْ خَرَجُوا فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ

    كه هغوى ستاسي سره وتلي واى، نو په تاسي کښي به یې له تخريب څخه پرته نور څه نه وای زيات کړي. هغوى به ستاسي په منځ کښي د فتنې اچولو لپاره منډي ترډي کړي واى. او ستاسي د ډلي حالت دا دى چي تر اوسه پوري پکښي ډېر داسي خلك شته چي د هغو خبري (ستاسى د ضرر لپاره) اوري. الله دا ظالمان ښه پېژني.

  48. لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ حَتَّىٰ جَاءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ

    له دې څخه مخکي هم دوى د فتنې را پورته كولو هلي ځلي کړيدي او ستا د ناكامولو لپاره دوى تدبيرونه سرچپه کړيدي. تر دې پوري چي د دوى د خوښي پر خلاف حق راغى او د الله كار سر ته ورسېدی.

  49. وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلَا تَفْتِنِّي ۚ أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا ۗ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ

    له هغو څخه څوك داسي دي چي وايي: "ما ته رخصت راکړه او ما په فتنه کښي مه اچوه."- واوره! په فتنه کښي خو دوى غورځېدلي دي، او دوږخ دا كافران را ايسار کړي دي.

  50. إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۖ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّوا وَّهُمْ فَرِحُونَ

    كه تا ته ښېګڼه رسیږي، نو دوى ځوریږي. او كه پر تا باندي څه کړاو راځي، نو دوى مخ اړوي، خوشحاله خوشحاله ګرځي او وايي چي ښه وشول، موږ د مخه خپل كار برابر کړی ؤ.

  51. قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

    دوى ته ووايه: "موږ ته هیڅكله څه (ضرر يا ښېګڼه) نه رسیږي. مګر هغه چي الله راته ليكلي دي، هماغه الله زموږ مولا دى، او مؤمنان بايد په هماغه توكُل وکړي."

  52. قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِندِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ

    دوى ته ووايه: "تاسي چي زموږ په باب كوم شي ته سترګي په لاره ياست، هغه له دې پرته بل څه دى چي له دوو ښېګڼو (بریالیتوب یا شهادت) نه يوه ده. او موږ چي ستاسي په باب كوم شي ته سترګي په لاره يوو، هغه دا دى چي الله په خپله تاسي ته سزا دركوي، يا یې زموږ په لاسونو دركوي. ښه نو اوس تاسي هم انتظار وکړئ او موږ هم ستاسي سره منتظر يوو."

  53. قُلْ أَنفِقُوا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ ۖ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ

    دوى ته ووايه: "كه تاسي خپل مالونه په ښه زړه ولګوئ او كه په بد زړه، په هر حال هغه به قبول نکړای شي. ځكه چي تاسي فاسقان ياست."

  54. وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَىٰ وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ

    د هغو د ورکړل شويو مالونو د نه قبلېدو دليل له دې پرته بل څه نه دى، چي هغوى په الله او د هغه پر پېغمبر كافران شويدي. لمانځه ته چي راځي نو زړه نا زړه راځي. او د خداى په لار کښي چي لګښت كوي، نو په بد زړه یې كوي.

  55. فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ

    د دوى د مالونو او شتمنۍ او د دوى د اولادونو د زياتوالي په ليدلو په تعجب کي مه پاته کېږه. الله دا غواړي چي د همدې شيانو په وسيله دوى په دنيوي ژوندانه کي هم په عذاب اخته کړي، او د مرګ په حالت کي هم. تر څو له حق څخه د منكرتوب په حالت کښي ومري.

  56. وَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَـٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ

    هغوى پر خداى په لوړو (قسمونو) كولو وايي چي: موږ ستاسي څخه يوو. په داسي حال کښي چي هغوى هیڅكله ستاسي څخه نه دي. په اصل کښي هغوی داسي خلك دي، چي ستاسي څخه په وېره کښي دي.

  57. لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ

    كه هغوی كوم د پناه ځاى ومومي، يا كومه سمڅه يا د ننوتلو ځاى، نو و به ځغلي او په هغه کښي به ځانونه پټ کړي.

  58. وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِن لَّمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] له هغو څخه ځیني خلك د صدقو په ويش کښي پر تا باندي اعتراضونه كوي. كه له دې مال څخه هغو ته څه ورکړل شي، نو خوشحاله به شي او كه ورنکړل شي نو په غوسه کیږي.

  59. وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا مَا آتَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ سَيُؤْتِينَا اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَرَسُولُهُ إِنَّا إِلَى اللَّهِ رَاغِبُونَ

    څه ښه به واى، چي الله او پېغمبر چي هر څه هغو ته ورکړي ول، پر هغه خوشحاله واى. او ويلي یې واى: "الله زموږ لپاره كافي دى، هغه به په خپل فضل سره موږ ته نور ډېر څه راکړي او د هغه پېغمبر به هم پر موږ باندي پېرزوينه وکړي. موږ د الله لوري ته سترګي نيولي دي."

  60. ۞ إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    دا صدقې خو په اصل کښي د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چي زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستي لپاره د خداى په لار کښي او په مسافر پالنه کښي د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى.

  61. وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ ۚ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَّكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ ۚ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    له دوى څخه ځیني خلك دي چي په خپلو خبرو سره پېغمبر ځوروي او وايي چي دا سړی ټول غوږونه دی (هره خبره اوري او اعتبار پرې كوي). ورته ووايه: "هغه ستاسي د ښېګڼي لپاره داسي دى، پر الله ايمان لري او پر مؤمنانو اعتماد كوي. او ستاسي څخه چي څوك د ايمان خاوندان دي، د هغو لپاره له سره تر پايه رحمت دى. او كوم كسان چي د الله پېغمبر ځوروي، د هغو لپاره دردناکه سزا ده."

  62. يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَاللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَقُّ أَن يُرْضُوهُ إِن كَانُوا مُؤْمِنِينَ

    دوى تاسي ته د الله په نامه قسم خوري، تر څو چي تاسي راضي کړي. په داسي حال کښي چي كه دوى مؤمنان وي، نو الله او پېغمبر ددې زيات وړ دى چي دوى د هغو د راضي كولو فكر وکړي.

  63. أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّهُ مَن يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ

    ايا دوى ته معلومات نشته چي څوك چي له الله او پېغمبر سره مقابله كوي، د هغه لپاره د دوږخ اور دى چي د تل لپاره به په کښي اوسیږي؟- دا ډېره لويه رسوايي ده.

  64. يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُم بِمَا فِي قُلُوبِهِمْ ۚ قُلِ اسْتَهْزِئُوا إِنَّ اللَّهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُونَ

    دا منافقان وېريږي چي چيري پر مسلمانانو باندي كوم داسي سورت نازل نشي چي د هغو د زړونو راز را لوڅ کړي. [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "تاسي مسخرې کوئ. بېشکه الله د هغه څه را برسېروونكى دى چي تاسي یې له برسېره كېدو څخه وېرېږئ."

  65. وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ ۚ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ

    كه له دوى څخه پوښتنه وکړئ چي تاسي څه خبري كولې، نو سمدلاسه به ووايي چي موږ خو ټوكي، مسخرې او ساعت تيري كول. دوى ته ووايه: "ايا ستاسي مسخرې او ساعت تيري له الله، او د هغه له ايتونو او د هغه له پېغمبره سره ول؟

  66. لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ ۚ إِن نَّعْفُ عَن طَائِفَةٍ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَائِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ

    اوس عذرونه مه کوئ، تاسي له ايمان څخه وروسته كافران شوي ياست." كه موږ ستاسي څخه يوه ډله وبخښو هم، نو بلي ډلي ته خو به موږ هرو مرو سزا ورکړو، ځكه چي هغوى مجرمان دي.

  67. الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ ۚ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ ۗ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

    منافقان نارينه او منافقاني ښځي، ټولي يو د بل په څير دي. په بدۍ امر كوي او له نېكۍ څخه منع كوي؛ او خپل لاسونه له خير څخه موټي کړي ساتي. دوى الله هېر کړ، نو الله هم دوی هير کړل. په يقيني ډول دا منافقان همدوى فاسقان دي.

  68. وَعَدَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ هِيَ حَسْبُهُمْ ۚ وَلَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ

    الله ددې منافقانو نارينه او ښځو او د كافرانو لپاره د دوږخ د اور وعده کړېده، چي په هغه کښي به دوی تل اوسیږي، هماغه د دوى لپاره مناسب دى. پر دوی الله لعنت کړي دى او د دوی لپاره نه ختمېدونكى عذاب دى.

  69. كَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا فَاسْتَمْتَعُوا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُم بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُم بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُوا ۚ أُولَـٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ

    ستاسي رنګ رونق هماغه دى چي ستاسي د پخوانيو ؤ. هغوى ستاسي څخه د زيات زور، زياتو شتمنيو او زياتو اولادونو خاوندان ول، نو په نړۍ کښي يې خپله برخه مزې چړچې وکړې. او تاسي هم خپله برخه مزې چړچې هماغسي وکړې لكه چي هغوى کړي وې. او په هماغسي خبرو اترو کښي تاسي هم بوخت شوئ لكه چي هغوى په کښي بوخت شوي ول. نو د هغو عاقبت دا شو چي په دنيا او اخرت کښي يې ټول کړه وړه بابيزه شول او هماغوى په تباهۍ کښي دي.

  70. أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ ۚ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

    ايا دې خلكو ته د خپلو پخوانيو تاريخ نه دى رسېدلى؟ - د نوح (ع) د قوم، د عاديانو، ثموديانو، د ابراهيم (ع) د قوم، د مدين د خلكو او د هغو كليو چي نسكور کړای شول. د هغو پېغمبران هغو ته له ښكاره څرګندو نښانو سره راغلل. بيا دا د الله كار نه ؤ چي پر هغو یې ظلم کړی واى، خو هغوى خپله پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي ول.

  71. وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَـٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

    مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي، دا ټول د يو بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بديو څخه منع كوي، لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت كوي. دا هغه كسان دي چي د الله رحمت ورباندي نازلیږي. بېشكه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دى.

  72. وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    له (دغو) مؤمنانو نارينه او ښځو سره د الله وعده ده، چي داسي باغونه به ورکړي چي تر هغو لاندي به ویالې بهيږي او دوى به پکښي د تل لپاره اوسیږي. په هغو تل ښېرازه باغونو کښي به د دوى لپاره سوتره استوګنځي وي. او تر هر څه زيات دا چي د الله رضا به ورپه برخه وي. همدا ستر برى دى.

  73. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

    [اې پېغمبره (ص)!] له كافرانو او منافقانو دواړو سره په پوره طاقت مقابله وکړه. او له هغو سره ډېر سخت چلند وکړه. په پاى کښي د هغو هستوګنځى دوږخ دى او هغه د اوسېدو ډېر ناكاره ځاى دى.

  74. يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا ۚ وَمَا نَقَمُوا إِلَّا أَنْ أَغْنَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ ۚ فَإِن يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ ۖ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ

    دا خلك په خداى باندي قسمونه كوي، وايي چي موږ هغه خبره نه ده کړې. په داسي حال کښي چي دوی هرو مرو هغه د كفر خبره کړېده، دوی له اسلام راوړلو څخه وروسته د كفر مرتكب شول او دوی د هغه څه د كولو اراده وکړه چي ویې نشو کړای. د دوی دا ټوله غوسه په دې خبره ده چي الله او د هغه پېغمبر په خپلي لورينې سره دوی شتمن کړيدي! اوس كه دوى له خپلي دغي کړنچارې څخه راوګرځي، نو د همدوى لپاره ښه ده او كه دوى راونګرځي، نو الله به ډېره دردناکه سزا، هم په دنيا او هم په اخرت کي ورکړي. او په ځمکه کښي هیڅوك داسي نشته چي د دوى ملاتړ او مرستندوى وي.

  75. ۞ وَمِنْهُم مَّنْ عَاهَدَ اللَّهَ لَئِنْ آتَانَا مِن فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ

    له دوى څخه ځیني داسي هم دي چي له الله سره يې ژمنه کړي وه چي: كه هغه په خپل فضل سره پر موږ لورينه وکړه، نو موږ به خيرات ورکړو او نېک عمله به شو.

  76. فَلَمَّا آتَاهُم مِّن فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ وَتَوَلَّوا وَّهُم مُّعْرِضُونَ

    خو كله چي الله په خپل فضل سره هغوى شتمن کړل، نو هغوى بخيلي غوره کړه او له خپلي ژمني څخه داسي وګرځېدل چي پر هغې باندي یې پروا قدري نشته،

  77. فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِي قُلُوبِهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ يَلْقَوْنَهُ بِمَا أَخْلَفُوا اللَّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ

    نتيجه دا شوه چي د هغوى ددې بد لوزۍ له امله چي له الله سره یې وکړه او د هغو درواغو له امله چي وايي یې، الله د هغو په زړونو کښي نفاق واچوه. د هغه حضور ته د وړاندي كېدو تر ورځي پوري به په هغه (نفاق) پسې تګ پرېنږدي.

  78. أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللَّهَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ

    ايا دا خلك په دې نه دي پوهېدلي چي الله ته آن د دوی پټ رازونه او پټي مشورې ښكاره دي؛ او هغه له ټولو غيبي خبرو څخه په پوره ډول خبر دى؟

  79. الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ ۙ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    (هغه بخيل شتمن ښه پېژني) چي د هغو مؤمنانو پر مالي قربانيو تبصرې كوي، چي په خوښه او مينه یې لګوي. او په هغو كسانو پوري مسخرې كوي چي له هغو سره (د خداى په لار کښي د لګولو لپاره ) له دې پرته نور څه نشته چي پر خپل ځان تكليف تيروي او لګښت كوي. الله په دې ملنډو وهونكو پوري مسخرې كوي او د هغو لپاره دردناکه سزا ده.

  80. اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] كه ته د داسي خلكو لپاره بښنه وغواړې او كه یې ونه غواړې، كه ته او يا ځله هم د دوى د بښني هيله وکړي، نو الله به دوی هيڅكله ونه بښي. ځكه چي دوی پر الله او د هغه پر پېغمبر كافران شويدي. او الله فاسقانو ته د رغېدو لاره نه ښيي.

  81. فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَن يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنفِرُوا فِي الْحَرِّ ۗ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا ۚ لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ

    كومو خلكو ته چي د بيرته پاته كېدو رُخصت ورکړ شوى ؤ، هغوى د الله له پېغمبر سره د ملګرتيا په نه كولو او په كور کي پر كښېنستلو خوشحاله شول. او دا یې خوښه نشوه چي د الله په لاره کي په سر او مال سره جهاد وکړي. هغوى خلكو ته وويل: "په دې سخته ګرمۍ کښي (جهاد ته) مه وځئ." - دوى ته ووايه چي: د دوږخ اور له دېنه زيات ګرم دى. - كاشكي دوی په دې پوهېدلاى.

  82. فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    اوس په كار ده چي دا خلك خندا كمه کړي او ډېر وژاړي. ځكه كومه بدي چي دوى كوي، د هغې جزا همداسي ده (چي دوى ته پر هغې باندى ژړا په كار ده.)

  83. فَإِن رَّجَعَكَ اللَّهُ إِلَىٰ طَائِفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَدًا وَلَن تُقَاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا ۖ إِنَّكُمْ رَضِيتُم بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ

    كه الله د هغو منځ ته تا بيرته راولي او په راتلونكي وخت کي له هغو څخه كومه ډله د جهاد لپاره ستا څخه د وتلو اجازه وغواړي، نو په ډاګه ورته ووايه: "اوس تاسي زما سره هیڅكله نشئ تلای او نه زما په ملګرتيا کښي له كوم دښمن سره جنګېداى شئ. تاسي مخکي کښېنستیا غوره کړې وه، نو اوس پر كور ناستو كسانو سره کښېنئ."

  84. وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ ۖ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ

    او كه په راتلونكي وخت کښي له هغو څخه څوك ومري، د هغه د جنازې لمونځ هم ته هیڅكله مه كوه او مه هیڅكله د هغه پر قبر درېږه. ځكه چي هغوى له الله او د هغه له پېغمبر څخه انكار کړيدى او په داسى حال کښي مړه شوي دي چي فاسقان ول.

  85. وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ

    د هغو شتمني او د هغو د اولادونو زياتوالى دي تا په تعجب کي وانه چوي. الله خو اراده کړي ده چي ددې مال او اولاد په وسيله، هغو ته په دې دنيا کښي سزا ورکړي. او د هغو ساه ګاني په داسي حال کښي وباسي چي كافران وي.

  86. وَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُوا بِاللَّهِ وَجَاهِدُوا مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُولُو الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا ذَرْنَا نَكُن مَّعَ الْقَاعِدِينَ

    كله به چي كوم سورت په دې مضمون نازل شو چي الله ومنئ او د هغه د پېغمبر په ملګرتيا کښي جهاد وکړئ، نو تا وليدل، كوم خلك چي له هغو څخه د قدرت خاوندان ول، هماغوى ستا څخه دا غوښتنه وکړه، چي په جهاد کښي دي له برخي اخيستلو څخه معاف کړای شي. او ويې ويل چي موږ پرېږده چي له ناستو كسانو سره پاته شو.

  87. رَضُوا بِأَن يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ

    هغوى په كور ناستو كسانو کښي شاملېدل غوره کړل او د هغو پر زړونو مُهر ووهل شو. ځكه خو هغوى اوس په هیڅ نه پوهیږي.

  88. لَـٰكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ وَأُولَـٰئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    ددې پرعكس پېغمبر او هغو كسانو چي له پېغمبر سره یې ايمان راوړى ؤ، په خپل سر او مال سره یې جهاد وکړ؛ او اوس ټولي ښېګڼي د هماغو لپاره دي او هماغوى بري موندونكي دي.

  89. أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    الله د هغو لپاره داسي باغونه (جنتونه) تيار کړيدي چي تر هغو لاندي ویالې بهیږي، په هغو کښي به د تل لپاره اوسیږي. دا ډېر ستر برياليتوب دى.

  90. وَجَاءَ الْمُعَذِّرُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِينَ كَذَبُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ سَيُصِيبُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    له بانډچي (د بانډو د اوسېدونکو) عربو څخه هم ډېر خلك راغلل، هغوى عذرونه وکړل تر څو چي د بېرته پاتي كېدو رخصت ورکړل شي. په دې توګه هغه خلك چي له الله او د هغه له پېغمبر سره یې د ايمان درواغجنه ژمنه کړي وه، كېناستل. له دې بانډَچيانو څخه چي كومو خلكو د كفر کړنلاره غوره کړېده، ډېر ژر به له دردناك عذاب سره مخامخ شي.

  91. لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلَا عَلَى الْمَرْضَىٰ وَلَا عَلَى الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    كمزوري، ناروغان او هغه كسان چي په جهاد کښي د برخي اخيستلو لپاره مال نه لري، كه بېرته پاتي شي، نو څه ګناه نشته چي كله د زړه له كومي د الله او د هغه د پېغمبر وفادار وي. پر داسي نېكانو د اعتراض ځاى نشته. او الله تېرېدونكى او رحم كوونكى دى.

  92. وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنفِقُونَ

    په همدې ډول پر هغو خلكو باندي هم د كوم اعتراض ځاى نشته چي په خپله راغلي او ستا څخه یې غوښتنه کړې وه چي: زموږ لپاره دي سپرلۍ برابري کړای شي. او كله چي تا وويل چي زه ستاسي لپاره سپرلۍ نشم برابرولای، نو هغوى مجبور شول بيرته لاړل. او حال دا ؤ چي د هغو له سترګو اوښكي بهېدلې او په دې خبره ډېر ځورېدل چي په خپل مصرف سره په جهاد کښي د ګډون كولو وس چار نلري.

  93. ۞ إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاءُ ۚ رَضُوا بِأَن يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    البته د اعتراض وړ هغه كسان دي چي شتمن دي؛ او بيا هم هيله درڅخه كوي چي په جهاد کښي له ګډون كولو څخه معاف کړای شي. هغوى په كور کښي د ناستو كسانو په جمله کي شاملېدل خوښ کړل. او الله د هغو پر زړونو باندي مُهر ولګوه، ځكه خو هغوى اوس په دې هیڅ نه پوهیږي (چي د الله په وړاندي د هغو ددې کړنچاري څه نتيجه راوتونكې ده).

  94. يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ ۚ قُل لَّا تَعْتَذِرُوا لَن نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا اللَّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ ۚ وَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    كله چي تاسي (د غزا څخه بیرته) دوى ته را ورسېږئ، نو دوى به راز راز عُذرونه وړاندي کړي. خو ته په ډانګ پېېلې ووايه: "پلمې مه كوئ، موږ به ستاسي په هیڅ يوه خبره اعتبار ونکړو. الله ستاسي حالات موږ ته لوڅ کړيدي. اوس به الله او د هغه پېغمبر ستاسي کړنچاره وګوري. بيا به تاسي د هغه ذات لوري ته وروګرځول شئ چي په پټو او ښكاره هر څه پوهېدونكى دى. او هغه به تاسي ته دروښيي چي (په دُنیا کي) څه مو كول."

  95. سَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ إِنَّهُمْ رِجْسٌ ۖ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    ستاسي د راستنېدو په وخت کښي به دوی، ستاسي په وړاندي لوړي (قسمونه) وکړي، تر څو چي تاسي ورڅخه صرف نظر وکړئ. نو په رښتيا تاسي له دوى څخه صرف نظر وکړئ، ځكه چي دوى ناولي دي او د دوى اصلي ځاى دوږخ دى، چي د كار په بدله کښي به يې په برخه شي.

  96. يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۖ فَإِن تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ

    دوى (منافقان) به ستاسي په وړاندي لوړي (قسمونه) وکړي تر څو چي تاسي ورڅخه راضي شئ. په داسي حال کښي چي كه تاسي له دوى څخه راضي هم شئ، خو الله به هیڅكله له داسي فاسقانو څخه راضي نشي.

  97. الْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا حُدُودَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    دغه بانډچيان عرب په كفر او نفاق کښي ډېر زيات كلك دي. او د هغوى په باب ددې خبري امكانات زيات دي چي د هغه دين له حدودو څخه بې خبره پاتي شي، چي الله پر خپل پېغمبر نازل کړی دى. الله پر هر څه پوهیږي او د حکمت څښتن دى.

  98. وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ ۚ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

    پدې بانډچيانو کښي داسي كسان شته چي د خداى په لار کښي چي څه لګوي، نو هغه پر خپل ځان د زور قلنګ (تاوان) ګڼي؛ او ستاسي په باب د زمانې د څرخ انتظار باسي (چي كه تاسي په كوم غم اخته شئ، نو هغوی به له خپلي غاړي څخه ددغه نظام د اطاعت غاړكۍ ايسته کړي، چي تاسي په غاړه کښي ور اچولې ده.) په داسي حال کښي چي د بدۍ څرخ په خپله پر همدوى مسلط دى. او الله د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.

  99. وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَاتٍ عِندَ اللَّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ ۚ أَلَا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ ۚ سَيُدْخِلُهُمُ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    او له همدې بانډچيانو څخه ځیني خلك داسي هم شته چي په الله او د اخرت په ورځ ايمان لري او څه چي لګوي، هغه الله ته د نژدې كېدو او له پېغمبر څخه د رحمت د دُعاګانو اخيستلو وسيله ګرځوي. هو! هغه هرو مرو د هغو لپاره د نژدېوالي وسيله ده. او الله به هرو مرو هغوى په خپل رحمت کښي داخل کړي. په باوري ډول الله تېرېدونكى او رحم كوونكى دى.

  100. وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    هغه مهاجرين او انصار چي تر ټولو د مخه د ايمان بلني ته په لبېك ويلو کښي وړاندي شول، دغه راز هغه كسان چي وروسته له نېکۍ او رښتينولۍ سره په هغو پسي راغلل؛ الله له هغو څخه خوښ او هغوى د الله څخه خوښ شول. الله د هغو لپاره داسي باغونه (جنتونه) تيار کړيدي، چي لاندي به يې ویالې بهیږي او هغوى به پکښي د تل لپاره اوسیږي. همدا ډېر لوى برياليتوب دى.

  101. وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ ۖ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ ۖ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ۚ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍ

    او ستاسي شاوخوا ته چي كوم بانډچيان (صحرايي عراب) اوسیږي، له هغو څخه زياتره منافقان دي. او په همدې توګه په خپله د مدينې په اوسېدونكو کښي هم منافقان شته چي منافقت یې خوى ګرځېدلی دى. ته هغوى نه پېژنې، موږ يې پېژنو. هغه وخت نژدې دى چي موږ هغو ته دوه كرته سزا ورکړو، بيا به هغوى د ډيري ستري سزا لپاره بېرته بوتلل شي.

  102. وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    ځیني نور خلك دي چي په خپلو ګناهونو يې اعتراف کړيدى؛ د هغوى عمل ګډوډ دى: څه ښه دى څه بد. ليري نه ده چي الله پر هغو بيا مهربان شي، ځكه هغه بښونكى او رحم كوونكى دى.

  103. خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] ته د هغوى له مالونو څخه د صدقې په اخيستلو سره هغوى پاك کړه او (د نېکۍ په لاره کښي) هغوى وهڅوه. او د هغو په حق کښي د رحمت دُعا وکړه، ځكه چي ستا دُعا به د هغو لپاره د ډاډيني وسيله وي. الله هر څه اوري او په هر څه پوهیږي.

  104. أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ

    ايا دې خلكو ته معلومه نه ده چي هماغه الله دى چي د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د هغو خيراتونو ته منظوري وربښي؟ او دا چي الله ښه بخښوونكى او رحم کوونکی دى.

  105. وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ ۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    او [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: «تاسي عمل كوئ! الله، د هغه پېغمبر او مؤمنان ټول به وګوري چي ستاسي کړه وړه اوس څه دي. بيا به تاسي د هغه ذات لوري ته ور وګرځول شئ، چي په پټو او ښكاره ؤ هر څه باندي پوهیږي او هغه به تاسي ته در وښيي چي تاسي څه كول.»

  106. وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    ځیني نور خلك دي، چي د هغو معامله (د توبې مننه) د الله تر حكم پوري ځنډول شوې ده: یا به سزا ورکړي؛ او یا به پر هغو بيا مهربان شي. الله په هر څه پوهیږي او د حكمت څښتن دى.

  107. وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ

    او ځیني نور خلك دي: په دې غرض يو مسجد ودانوي چي (د حق بلنې ته) تاوان ورسوي، (د خداى د بندګۍ كولو په ځاى) كفر غوره کړي او په مؤمنانو کښي بیلتون واچوي. او (دا په ظاهره عبادتځی) د هغه چا لپاره څاروځى جوړ کړي چي له دې څخه مخکي یې د خداى او د هغه د پېغمبر پر خلاف په جګړه لاس پوري کړيدى. هغوى هرو مرو په قسمونو خوړلو سره به ووايي چي موږ خو له نېكۍ پرته د كوم بل شي اراده نه درلودله؛ خو الله شاهد دى چي هغوى بيخي درواغجن دي.

  108. لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ

    ته هیڅكله په دغي ودانۍ کښي مه درېږه. كوم مسجد چي له لومړۍ ورځي څخه د پرهېزګارۍ پر بنسټ ودان شوى ؤ، هماغه ددې ښه وړ دى چي ته په هغه کښي (دعبادت لپاره) ودرېږې. په هغه کښي داسي خلك دي چي سپېڅلتيا خوښوي او د الله همدغه سپېڅلتيا غوره كوونكي خوښ دي.

  109. أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    نو ستاسي څه ګومان دى، چي غوره انسان هغه دى چي د خپلي ودانۍ بنسټ يې د خداى په وېره او د هغه د رضا په غوښتنه ايښی وي، يا هغه چي خپله ودانۍ یې د يو كمر په كاواکه لغم خوړلې غاړه باندي درولې وي؛ او له هغه سره نېغ په نيغه د دوږخ په اور کښي وغورځیږي؟ - الله داسي ظالمانو ته هیڅكله لاره نه ښيي.

  110. لَا يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْا رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلَّا أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

    دا ودانۍ چي هغوى جوړه کړېده، تل به د هغو په زړونو کښي د بې باورۍ سبب وګرځي (چي د هغې د ايستلو اوس كومه لاره چاره نشته) پرته له دې څخه چي د هغو زړونه ټوټه ټوټه شي. الله ډېر ښه خبر او د حكمت خاوند دى.

  111. ۞ إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    حقيقت دا دى چي الله له مؤمنانو څخه د هغوى نفسونه او د هغوى مالونه د جنت په بدله کښي اخیستي دي. هغوى د الله په لار کښي جنګيږي، نو وژني او وژل کیږي. له هغو سره په تورات، انجيل او قرآن کښي (د جنت وعده) د الله پر ذمه باندي يوه كلكه پخه وعده ده. او څوك دى چي له الله څخه زيات د خپلي ژمني پوره كوونكى وي. نو خوښ اوسئ په خپلي دغي سودا چي د خداى سره مو کړېده، همدا تر ټولو ستر برياليتوب دى.

  112. التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ

    د الله لوري ته بيا بيا رجوع كوونكي، د هغه بندګي په ځاى راوړونكي، د هغه ثنا او ستاينه ويونكي، د هغه په خاطر په ځمکه کښي ګرځېدونكي راګرځېدونكي، د هغه په وړاندي ركوع او سجده كوونكي، په نېکۍ حكم كوونكي، له بدۍ نه منع كوونكي او د الله د حدودو ساتونكي دي، (هغه مؤمنان همدغه شان وي چي له الله سره د راکړي ورکړي دا معامله سرته رسوي ). او [اې پېغمبره (ص)!] دغو مؤمنانو ته زېرى ورکړه.

  113. مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَىٰ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ

    له پېغمبر او مؤمنانو سره نه ښايي چي د مشركانو لپاره د بخښني دُعاوې وکړي. كه څه هم هغوی د دوى خپلوان هم وي كله چي دوى ته دا خبره روښانه شوېده چي هغوى د دوږخ وړ دي.

  114. وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِّلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ

    ابراهيم (ع) چي د خپل پلار لپاره د بښني كومه دُعا کړې وه، هغه خو د هغې وعدې له مخي وه چي د خپل پلار سره يې کړې وه. خو كله چي هغه ته دا خبره روښانه شوه چي پلار يې د خداى دښمن دى، نو له هغه څخه بېزاره شو. حق دا دى چي ابراهيم (ع) ډېر زړه سواندى، له خدايه وېرېدونكى او د زغم خاوند ؤ.

  115. وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

    د الله دا کړنلاره نه ده چي خلك له هدايت وركولو څخه وروسته بېرته په ګمراهۍ کښي اخته کړي، تر څو پوري چي هغو ته په ډاګه څرګنده ونه ښيي، چي هغوى باېد له كومو شيانو څخه ځان وژغوري. په حقيقت کښي الله د هر شي علم لري.

  116. إِنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۚ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ

    او دا هم واقعيت دى چي د اسمانونو او ځمکي سلطنت د هماغه الله په لاس کښي دى، مرګ او ژوند د هماغه په واك کښي دى. او ستاسي هیڅ داسي ملاتړ او مرستندوى نشته، چي له هغه څخه مو وژغورلای شي.

  117. لَّقَد تَّابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

    په یقیني توګه الله پېغمبر او هغو مهاجرينو او انصارو ته بښنه وکړه چي هغوى په ډېر تنګ وخت کښي د پېغمبر ملګرتيا وکړه. كه څه هم چي له هغو څخه د ځينو زړونه د کوږوالي خوا ته مايل شوي ول، (خو كله چي هغوى ددې انحراف پيروي ونکړه، بلکي د پېغمبر ملګرتيا یې وکړه)، نو الله هغوى ته بخښنه وکړه. بېشكه چي الله پر دوی مهربان او رحم كوونكى دى.

  118. وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ

    او هغه درو تنو ته یې هم بخښنه وکړه چي معامله يې ځنډول شوې وه. كله چي ځمکه له خپلي ټولي پراختيا سره سره پر هغوى تنګه شوه؛ او د هغوی خپل ځانونه هم پر هغو پېټى شول. او هغوى دا وګڼله چي له الله څخه د ژغورل كېدو لپاره د پناه كوم بل ځاى په خپله د الله د رحمت له لمني څخه پرته نشته. نو الله په خپلي مهربانۍ سره د هغو لوري ته رجوع وکړه، تر څو چي دوی د الله لوري ته راوګرځي. په باوري ډول هغه ښه بخښوونكى او رحم كوونكى دى.

  119. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ

    اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتينو خلكو ملګري شئ.

  120. مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الْأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُوا عَن رَّسُولِ اللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ

    د مدينې اوسېدونكو او د شاوخوا د بانډو اوسېدونکو ته دا هیڅكله نه ښایېدل چي د الله پېغمبر یې پرېښى او په كور ناست واى او له هغه څخه په بې پروايۍ سره د خپلو ځانونو په فكر کښي شوي واى. ځكه چي داسي به هیڅكله نه وي چي هغوى د الله په كار کښي د لوږي، تندي او بدني تكليف څه کړاو وګالي او د حق د منكرانو چي كومه لاره بده ايسي هغوى پرې كوم ګام واخلي، او له كوم دښمن څخه (چي له حق سره یې دښمني وي) څه غچ واخلي او د هغه په بدل کښي هغو ته يو نېک عمل ونه ليكل شي. دا باوري ده چي د الله په وړاندي د نېکانو د خدمت حق نه ضايع کیږي.

  121. وَلَا يُنفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    په همدې ډول دا به هم هیڅكله نه وي چي (د خداى په لار کښي) هغوی څه لږ ډېر لګښت كوي او (د جهاد په منډو ترړو کښي) كوم ناو (دره) ووهي او په حق کښي يې هغه ونه ليكل شي، تر څو چي الله د هغوى ددې غوره کړنچارې مكافات هغو ته ورکړي.

  122. ۞ وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُوا كَافَّةً ۚ فَلَوْلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَائِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ

    او دا څه ضروري نه وه چي مؤمنان ټول له مخي وتلي واى. خو داسي ولي ونشوه چي د هغوى د نفوسو له هري برخي څخه يو څه كسان وتلي واى او د ديني پوهي له تحصيل څخه وروسته بېرته راستانه شوي او د خپلي سیمي اوسېدونكي یې خبردار کړي واى، تر څو هغوى (له غېر اسلامي چار چلند څخه) ډډه کړي واى.

  123. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ

    اې مؤمنانو! د حق له هغو منكرانو سره وجنګېږئ چي تاسي ته نژدې دي؛ او بايد هغوی په تاسي کښي کلکوالی (زیږوالی) ومومي؛ او وپوهېږئ چي الله د پرهېزګارانو ملګرى دى.

  124. وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَـٰذِهِ إِيمَانًا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ

    كله چي كوم نوى سورت نازلیږي، نو له هغو څخه ځیني خلك (د ملنډو په توګه له مسلمانانو څخه پوښتنه كوي: "وواياست ستاسي څخه د چا په ايمان کښي په ده سره زياتوالى راغى؟"- (ددې ځواب دا دى) كومو كسانو چي ايمان راوړى دى، د هغو په ايمان کښي خو په واقع کښي (هر نازلېدونكی سورت) زياتوالى راوستى دى او هغوى پرې خوشحاله دي؛

  125. وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَىٰ رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ

    البته د كومو خلكو په زړونو کښي چي د منافقت ناروغي لګېدلې وه، د هغو پر پخوانۍ پليدۍ (هر نوي سورت) يوه بله پليدي زياته کړه. او هغوى د مرګ تر شېبو پوري په همدې كفر کښي اخته پاتي شول.

  126. أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ

    ايا دوى نه ګوري چي هر كال يو یا دوه ځلي په ازمېښت کښي اچول کیږي؟ خو په دې سره بيا هم نه توبه باسي او نه كوم درس اخلي.

  127. وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُم مِّنْ أَحَدٍ ثُمَّ انصَرَفُوا ۚ صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُم بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ

    كله چي كوم سورت نازلېږي، نو دوى په سترګو سترګو کښي يو له بل سره غږيږي چي چيري څوك (مسلمانان) خو تاسي نه وينئ، بيا غلي ووځي، تښتي. الله د دوى زړونه اړولي دي، ځكه چي دوى ناپوه خلك دي.

  128. لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

    وګورئ! تاسي ته يو پېغمبر راغلى دى چي په خپله له همدا تاسي څخه دى. ستاسي په زيان کښي لوېدل پر هغه ګران تماميږي. هغه ستاسي د رغېدني حِرصناك دى، د مؤمنانو لپاره هغه خواخوږی او زړه سواند دى

  129. فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ

    اوس كه دا خلك ستا څخه مخ اړوي، نو [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زما لپاره الله كافي دى، له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته، پر هماغه ما توكُل کړيدى او هغه د ستر عرش څښتن دى."

Holy Quran-Pashto