Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۵. سورت التين

التين

At-Tin / التين · ۹۵ · ۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت التين عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. بِّسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ

    قسم دی په انځر او ښوون (زيتون)؛

  2. وَطُورِ سِينِينَ

    او (قسم دی) په طور سينا (غره) باندي؛

  3. وَهَـٰذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ

    او (قسم دی) په دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندي

  4. لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ

    په حقیقت کي موږ انسان په ډېره ښه بڼه پېداکړ.

  5. ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ

    بيا مو هغه په چپه را اړولو له ټولو لاندينېو څخه لاندي کړ،

  6. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ

    پرته له هغو كسانو څخه چي ايمان یې راوړ او ښه عملونه كوي، د هغو لپاره هیڅكله نه ختمېدونكی اجر دی.

  7. فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] له دې وروسته تا څوك د ثواب او عذاب په چاره کښي درواغجن ګڼلای شي؟

  8. أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ

    ايا الله تر ټولو حاكمانو لوي حاكم نه دی؟

Holy Quran-Pashto