Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵۲. سورت الطور

الطور

At-Tur / الطور · ۵۲ · ۴۹ آیتونه

دا پاڼه د سورت الطور عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَالطُّورِ

    قسم دى پر طور (غره)،

  2. وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ

    او (قسم دی) په يو داسي پرانستي كتاب باندي،

  3. فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ

    چي په نري جلد کښي ليكل شويدى،

  4. وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ

    او (قسم دی) په ودان كور باندي؛

  5. وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ

    او (قسم دی) په لوړ چت (اسمان) باندي،

  6. وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ

    او (قسم دی) په څپانده سمندر باندي،

  7. إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ

    چي ستا د رب عذاب هرو مرو واقع کېدونكى دى،

  8. مَّا لَهُ مِن دَافِعٍ

    چي د هغه څوك دفع كوونكى نشته؛

  9. يَوْمَ تَمُورُ السَّمَاءُ مَوْرًا

    هغه به په هغه ورځ واقع شي چي اسمان به په اوړېدو راوړېدو خوځيږي؛

  10. وَتَسِيرُ الْجِبَالُ سَيْرًا

    او غرونه به الوتي الوتي روان شي.

  11. فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

    په هغه ورځ د هغو درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده؛

  12. الَّذِينَ هُمْ فِي خَوْضٍ يَلْعَبُونَ

    چي نن د لوبي په ډول پخپلو دليلونو جوړونو کښي اخته شويدي؛

  13. يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَىٰ نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا

    په كومه ورځ چي دوى په ټېلو ټېلو د دوږخ د اور خوا ته بوتلل شي؛

  14. هَـٰذِهِ النَّارُ الَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ

    په هغه وخت کښي به دوى ته وويل شي چي دا همغه اور دى چي تاسي ورته د درواغو نسبت کاوه.

  15. أَفَسِحْرٌ هَـٰذَا أَمْ أَنتُمْ لَا تُبْصِرُونَ

    آیا اوس دا کوډي دي او كه تاسي بينايي له لاسه ورکړېده؟

  16. اصْلَوْهَا فَاصْبِرُوا أَوْ لَا تَصْبِرُوا سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    ځئ اوس پده کښي دننه وسوزئ. كه تاسي صبر وکړئ او كه یې ونکړئ، ستاسو لپاره يو شانته ده؛ تاسي ته همغسي جزا دركول کیږي لكه چي تاسي عمل کاوه.

  17. إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَعِيمٍ

    پرهېزګاران به هلته په باغونو او نعمتونو کښي وي؛

  18. فَاكِهِينَ بِمَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَاهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ

    له هغو شيانو څخه به د خوندونو اخيستونكي وي چي د هغو رب یې وركوي او د هغو رب به هغوى د دوږخ له عذابه وژغوري.

  19. كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    (جنتیانو ته به وويل شي) د خپلو هغو عملونو په بدل کښي چي تاسي كول، په خوند سره خورک او څیښل کوئ،.

  20. مُتَّكِئِينَ عَلَىٰ سُرُرٍ مَّصْفُوفَةٍ ۖ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ

    هغوى به مخامخ په غوړېدليو تختونو باندي تكيه لګولي ناست وي؛ او موږ به ښاسته سترګي لرونكي حوري ور واده کړو.

  21. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ ۚ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ

    كومو كسانو چي ايمان راوړيدى او د هغو اولادونه هم د ايمان په كومه درجه کښي د هغوى په لار روان شوي وي، نو موږ به د هغوى اولادونه هم (په جنت کښي) له هغو سره يو ځاى کړو؛ او د هغو په عملونو کښي به ورته څه خساره و نه رسوو. هر څوك د خپل كسب په بدل کښي ګرو دى.

  22. وَأَمْدَدْنَاهُم بِفَاكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ

    موږ به هغو ته هر راز مېوه او غوښه، هر څه چي د هغو زړه وغواړي، په ښه شان وركوو.

  23. يَتَنَازَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَّا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ

    هلته به هغوى (د شرابو) پېالې يو له بله ژر ژر اخلي، چي نه به پکښي بابيزه خبري كول وي، نه بدعملي (نه به د ګناه نسبت ورسره مل وي).

  24. ۞ وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ

    او د جنتیانو په خدمت کښي به هغه هلكان په منډه منډه شا او خوا ګرځي، چي د همهغو لپاره خاص کړل شوي دي، داسي ښايسته به وي لكه پټي ساتل شوي مرغلري.

  25. وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ

    دوى به مخامخ پخپلو منځو کښي يو له بله (په دنيا کښي د تير شويو حالاتو په هكله) پوښتني كوي.

  26. قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ

    دا به (هم) ووايي چي موږ پخوا له خپلي كورنۍ سره په وېره کښي ژوند تېراوه.

  27. فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ

    په پاى کښي الله پر موږ فضل وکړ او د سوځوونكي باد د عذاب څخه يې وژغورلو.

  28. إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ

    موږ په مخکني ژوندانه کښي له همغه (الله) څخه دُعاوې غوښتلې، هغه په رښتيا سره ډېر لوى احسان كوونكى او پوره رحم کوونکی دى.

  29. فَذَكِّرْ فَمَا أَنتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَلَا مَجْنُونٍ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] ته نصيحت ورته كوه، د خپل رب په فضل سره خو ته نه کاهن (غیب ویوونکی) یې او نه ليونى.

  30. أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ

    ايا دغه خلك وايي چي دا سړی شاعر دى چي موږ د ده په حق کښي د (بدو) ورځو راتلو ته سترګي په لاره يوو؟

  31. قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُتَرَبِّصِينَ

    دوى ته ووايه: "ښه دی، انتظار وکړئ، زه هم ستاسي سره انتظار كوونكى يم."

  32. أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَامُهُم بِهَـٰذَا ۚ أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ

    ايا د دوى عقل د همدغسي (غلطو) خبروكولو امر ورته كوي؟ - او كه دوى په دښمنۍ کښي شر خوښوونکي او له حده تير شوي خلك دي؟

  33. أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ ۚ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ

    ايا دوى وايي چي دغه سړي دا قُرآن پخپله جوړ کړيدى؟ - اصلي خبره دا ده چي دوى ايمان راوړل نه غواړي.

  34. فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ إِن كَانُوا صَادِقِينَ

    كه دوى پخپله دغه وينا کښي رښتيني وي، نو همدغسي يو کلام (خبره) دي جوړ کړي او را دې وړي.

  35. أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ

    ايا دوى له كوم خالق څخه پرته پخپله پيدا شويدي؟ - يا پخپله د خپل ځان هستوونكي دي؟

  36. أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ

    ايا دوی اسمانونه او ځمکه پيدا کړيدي (دوی یې پیدا کوونکي دي)؟ - اصلي خبره دا ده چي دوى باور نلري.

  37. أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ

    ايا ستا د رب خزانې د دوى په ولكه کښي دي؟ - يا پر هغو باندي د همدوى حكم چليږي؟

  38. أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ ۖ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ

    ایا له دوى سره كومه زينه شته چي پر هغې باندي په ختلو سره پاسنۍ نړۍ ته غوږ نيسي؟ - نو له دوى څخه چي كوم چا څه اوريدلي وي، د هغه دي كوم ښكاره دليل راوړي.

  39. أَمْ لَهُ الْبَنَاتُ وَلَكُمُ الْبَنُونَ

    ايا د الله لپاره لوڼي دي او ستاسي لپاره زامن دي؟

  40. أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ

    ايا ته له دوى څخه څه اجر غواړې، چي دوى په زوره د تاوان تر د رانده پيټي لاندي راوستل کیږي؟

  41. أَمْ عِندَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ

    ايا له دوى سره د غيبي حقائقو علم دى، چي د هغه پر اساس دوى ليکل کوي؟

  42. أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا ۖ فَالَّذِينَ كَفَرُوا هُمُ الْمَكِيدُونَ

    ايا دوى غواړي كومه دسيسه په كار واچوي؟ - (كه دا خبره وى) نو پر همدې كافرانو به د دوى دسيسه سرچپه راواوړي.

  43. أَمْ لَهُمْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    ايا له الله څخه پرته دوى كوم بل معبود لري؟ - الله له هغه شرك څخه پاك دى چي دغه خلك یې كوي.

  44. وَإِن يَرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَاءِ سَاقِطًا يَقُولُوا سَحَابٌ مَّرْكُومٌ

    دوى كه د اسمان ټوټې هم را غورځېدونكي وويني، نو وبه وايي: "دا وريځي دي چي کوټه کوټه رارواني دي."

  45. فَذَرْهُمْ حَتَّىٰ يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي فِيهِ يُصْعَقُونَ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] دوى پر خپل حال پرېږده، تر دې پوري چي خپلي هغي ورځي ته ورشي چي په هغه کښي به دوی (په تندر رالوېدو) را وپرځول شي؛

  46. يَوْمَ لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

    په هغې ورځ چي نه به د دوى خپله كومه دسيسه څه په درد ورته وخوري، نه به څوك د دوى مرستي ته راشي.

  47. وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَٰلِكَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    او د هغې نېټي د عذاب له راتګ څخه مخکي هم د ظالمانو لپاره يو بل عذاب دى، خو له دوى څخه زياتره نه پوهیږي.

  48. وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا ۖ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ

    [اې پېغمبره (ص)!] د خپل رب د فېصلې تر راتګه صبر وکړه، ته زموږ تر نظر لاندي یې. ته چي كله پاڅېږې، نو د خپل رب د ثنا او ستاينې سره د هغه پاكۍ بیانوه؛

  49. وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ

    د شپې هم د هغه پاكي بيانوه او كله چي د شپې په پای كي ستوري راګرځي، په هغه وخت کښي هم.

Holy Quran-Pashto