Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۹. سورت الزلزلة

الزلزلة

Az-Zalzalah / الزلزلة · ۹۹ · ۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت الزلزلة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا

    كله چي ځمکه په خپل ټول قوت سره وخوځوله شي (ډېره قوي او سخته زلزله وشي)؛

  2. وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا

    او ځمکه خپل دننه ټول پيټي راوباسي، دباندي یې وغورځوي؛

  3. وَقَالَ الْإِنسَانُ مَا لَهَا

    او (منکر) انسان به ووايي چي په دې (مځکه) څه شوي دي؛

  4. يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا

    په هغه ورځ به مځکه خپل (پر مخ باندي تېر شوي) حالات بيان کړي؛

  5. بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَىٰ لَهَا

    ځكه چي ستا رب به هغې ته (د داسي كولو) امر کړی وي.

  6. يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِّيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ

    په هغه ورځ به خلك په تيت پرك حالت کښي ور وګرځي، تر څو چي خپل عملونه يې ورته وښودل شي.

  7. فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ

    بيا چا چي يوه ذره قدري نېکي کړې وي، وبه یې ګوري؛

  8. وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ

    او چا چي يوه ذره قدري بدي کړې وي، وبه یې ګوري.

Holy Quran-Pashto