-
حم
حا، میم.
-
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ
په دغه څرګند كتاب قسم دى؛
-
إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
چي موږ دا په عربي ژبه قُرآن ګرځولى دى، تر څو چي تاسي ورباندى وپوهېږئ.
-
وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ
او دا په حقيقت کي په ام الكتاب (لوح محفوظ) کښي ثبت دى، زموږ په وړاندي د لوړي مرتبې خاوند او له حكمته ډك كتاب دی.
-
أَفَنَضْرِبُ عَنكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا أَن كُنتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِينَ
نو ايا موږ ستاسي څخه په بېزارېدو، تاسي ته د نصيحت د دغه درس لېږل یوازي په دې خاطر پرېږدو چي تاسي له حده تېر شوي خلك ياست؟
-
وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِيٍّ فِي الْأَوَّلِينَ
په پخوانيو تېر شويو قومونو کښي هم موږ په وارو وارو پېغمبران لېږلي دي؛
-
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن نَّبِيٍّ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
هيڅكله داسي نه ده شوې چي كوم پېغمبر هغو ته راغلى وي او هغوى ور پوري ټوكي نه وي کړي.
-
فَأَهْلَكْنَا أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَىٰ مَثَلُ الْأَوَّلِينَ
نو كوم خلك چي له دوى څخه ډېر زيات زورور ول، موږ هغوی هلاک کړل. د مخکنیو قومونو مثالونه تېر شوي دي.
-
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ
كه ته له دوى څخه پوښتنه وکړې چي اسمانونه او ځمکه چا پيدا کړي دي، نو دوى به پخپله ووايي چي دا هماغه برلاسي په هر څه پوه ذات پيدا کړي دي.
-
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره یې دغه ځمکه زانګو وګرځوله او په دې کښي یې ستاسي لپاره لاري جوړي کړې، تر څو چي تاسي سمه لاره وموندلای شئ.
-
وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا ۚ كَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ
هغه ذات چي په يوه خاصه اندازه کښي یې له اسمانه اوبه نازلي کړې او د هغو په وسيله مو مړه ځمکه راژوندۍ کړه، په همدې ډول به يوه ورځ تاسي له ځمکي څخه را ويستل شئ.
-
وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ
هماغه ذات چي دغه ټولي جوړې یې پېدا کړې او ستاسي لپاره یې د بېړيو او څارويو سپرلۍ پيدا کړې.
-
لِتَسْتَوُوا عَلَىٰ ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَـٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ
تر څو چي تاسي د هغو (هر يوه) پر شا سپاره شئ؛ او كله چي پر هغه کښېنئ، نو د خپل رب احسان ياد کړئ او وواياست: "هغه ذات پاك دى چي زموږ لپاره یې دغه (شیان) مسخر کړل، كه نه موږ د دوی تر كنترول لاندي راوستلو وس نه درلود؛
-
وَإِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ
او يوه ورځ هرو مرو د خپل رب خوا ته زموږ ګرځېدل دي."
-
وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا ۚ إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ مُّبِينٌ
(په دې هر څه باندي له پوهېدلو او ددې هر څه له منلو سره هم) دوی د الله د بندګانو څخه ځیني د هغه جز وګرځول (ملایکي ته یې د الله د لوڼو نسبت وکړ). حقيقت دا دى چي انسان ښكاره احسان هېروونكى دى.
-
أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُم بِالْبَنِينَ
ايا الله له خپل مخلوق څخه د ځان لپاره لوڼې غوره کړې او تاسي یې په زامنو سره سرلوړي کړاست؟
-
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَـٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
او حال دا دى، كوم اولاد چي دوى الرحمان (خداى) ته منسوبوي، د هغه د زېږېدني زيرى چي كله پخپله له دوى څخه يو چا ته وركول کیږي، نو مخ یې له ډېره غمه تور اوړي.
-
أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ
ايا د الله په برخه هغه اولاد ورسېدی چي په ګاڼو کښي یې پالنه کیږي او په خبرو او استدلال کښي خپله مدعا په پوره ډول ښكاره كولای هم نه شي؟
-
وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَـٰنِ إِنَاثًا ۚ أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ ۚ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ
دوى، ملائكي چي د الرحمان (خداى) خاص بندګان دي، ښځي وګڼلې. ايا دوى د هغو د جسم جوړښت ليدلى دى؟ - د دوى شاهدي به وليكل شي او دوى به د هغې په باب وپوښتل شي
-
وَقَالُوا لَوْ شَاءَ الرَّحْمَـٰنُ مَا عَبَدْنَاهُم ۗ مَّا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
دوى وايي: "كه الرحمان (خداى) غوښتلای (چي موږ د هغو عبادت ونه کړو) نو موږ به هيڅكله د هغو عبادت نه وای کړی." - دوى د هغي معاملې پر حقيقت باندي هيڅ نه پوهیږي، دوی خو محضي اټكلونه کوي.
-
أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا مِّن قَبْلِهِ فَهُم بِهِ مُسْتَمْسِكُونَ
ايا موږ له دې څخه مخکي دوى ته كوم كتاب ورکړی و، چي دوى له ځان سره (د پرښتو د پرستش لپاره) د هغه كوم سند ولري؟
-
بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَىٰ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰ آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ
نه، بلکي دوى وایي چي موږ خپل پلار، نيکه پر يوې کړنلاري باندي موندلي دي، د هماغو پر قدمونو باندي روان يوو.
-
وَكَذَٰلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَىٰ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰ آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ
په همدې ډول ستا څخه مخکي چي موږ هر كلي ته كوم وېروونكى ولېږه، د هغه (کلي) هوسا شتمنو خلكو همدا وويل چي موږ خپل پلار، نيکه پر يوه کړنلاره باندي موندلي دي او موږ د هماغوى د لاري پيروي كوو.
-
۞ قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكُم بِأَهْدَىٰ مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَيْهِ آبَاءَكُمْ ۖ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ
پېغمبر به هغو ته ويل: "ايا تاسي به پر هماغي ويرانه ځئ چي خپل پلار، نيکه مو پرې موندلي دي كه څه هم زه تاسي ته له هغې لاري څخه ډېره صحيح لاره در وښيم؟" - هغوي ټولو پېغمبرانو ته همدغه ځواب ورکړ چي: د كوم دين خوا ته د بلني لپاره چي تاسي لېږل شوي یاست، موږ په هغه باندي كافران يوو.
-
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ
په پاى کښي موږ له هغو څخه غچ واخيست، نو وګوره چي د درواغ ګڼونكو عاقبت څنګه شو.
-
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِّمَّا تَعْبُدُونَ
هغه وخت (یاد کړه) چي ابراهيم (ع) خپل پلار او خپل قوم ته ويلي ول: "تاسي چي د كومو شيانو بندګي كوئ، زما له هغو سره هيڅ اړیکه نه شته.
-
إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ
زما اړیکه یوازي له هغه ذات سره ده چي زه یې پيدا کړی يم، هماغه به ما ته لارښوونه وکړي."
-
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
او ابراهيم (ع) همدغه (د توحید) كلمه له ځانه وروسته پخپل اولاد کښي پرېښودله، تر څو چي هغوى د دې لوري ته رجوع وکړي.
-
بَلْ مَتَّعْتُ هَـٰؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ جَاءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُولٌ مُّبِينٌ
(د دې له پاسه هم چي كله دغو خلكو د نورو معبودانو په بندګۍ لاس پوري کړ، نو ما دوى له منځه يونه وړل) بلکي ما دوى او د دوى پلار، نيکه ته دنيوي متاع ورکړه، تر دې پوري چي دوى ته حق (دین) او څرګند بيانوونكى پېغمبر راغى.
-
وَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوا هَـٰذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِ كَافِرُونَ
خو كله چي دوى ته هغه حق (دین) راغى، نو دوى وويل چي دا خو کوډي دي او موږ د دې له منلو څخه انكار كوو؛
-
وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَـٰذَا الْقُرْآنُ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ
وايي: "دغه قُرآن د دوو ښارونو (مكې او طايف) له لويو سړيو څخه پر يو چا باندي ولي نازل نه کړای شو؟"
-
أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ۚ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا ۗ وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ
ايا ستا د رب د رحمت وېش دوى كوي؟ - د دوى د دنيوي ژوندانه تېرولو وسايل خو موږ د دوى په منځ کښي وېشلي دي، او د دوى ځينو ته پر ځينو نورو باندي په درجو سره پورته والى موږ ورکړی دى، تر څو چي دوى يو بل استخدام کړي. او ستا د رب رحمت له هغي شتمنۍ څخه زيات قيمتي دى چي (دوى يې) راغونډوي.
-
وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَـٰنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فِضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ
او كه دا (وېره) نه واى چي ټول خلك به د يوې کړنلاري پيروان شي، نو موږ به په الرحمان (خدای) باندي د كافركېدونكو د كورونو چتونه او د هغوى زينې چي دوی ور باندي بامونو ته خيژي، د سپينو زرو ګرځولي وای.
-
وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِئُونَ
او همدارنګه د هغوى د كورونو دروازې او د هغوى تختونه چي هغوى ورباندي تكيه وهونكي کښېني (هم د سپينو زرو ګرځولي وای).
-
وَزُخْرُفًا ۚ وَإِن كُلُّ ذَٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ
او د سرو زرو، دا هر څه خو محضي د دنيوي ژوندانه متاع ده او اخرت ستا د رب په وړاندي یوازي د پرهېزګارانو خلكو لپاره دى.
-
وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَـٰنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ
څوك چي د الرحمان (خداى) له ذكر څخه ځان په غفلت کښي اچوي، موږ پر هغه باندي يو شيطان مسلطوو او هغه یې ملګرى کیږي.
-
وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ
دا شيطانان دغسي خلك پر سمه لاره باندي له تلو څخه منع كوي. او هغوى له ځانه سره دا ګومان كوي چي: موږ سم روان يوو.
-
حَتَّىٰ إِذَا جَاءَنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ
په پاى کي چي كله دغه انسان زموږ حضور ته راشي، نو خپل شيطان ته به ووايي: "كاشكي زما او ستا تر منځ د ختيځ او لوېديځ لیري والى واى، ته خو ډېر بد ملګرى شوې."
-
وَلَن يَنفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ
په هغه وخت کي به دوى ته وويل شي: كله چي تاسي ظلم کړی دى، نو نن ستاسي لپاره دا خبره هیڅ ګټوره نه ده چي تاسي او ستاسي شيطانان په عذاب کي يو ځاى ياست.
-
أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ أَوْ تَهْدِي الْعُمْيَ وَمَن كَانَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
نو ايا [اې پېغمبره (ص)!] ته به كاڼه واوروې؟ يا به ړندو ته او په څرګنده ګمراهۍ کښي غورځېدليو خلكو ته لاره وښیې؟
-
فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ
اوس نو موږ دوى ته په غچ اخيستلو سزا وركوونكي يوو كله چي تا له نړۍ څخه بوځو،
-
أَوْ نُرِيَنَّكَ الَّذِي وَعَدْنَاهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِم مُّقْتَدِرُونَ
يا تا ته په سترګو د دوى هغه عاقبت وښيو چي موږ ورسره د هغه وعده کړي ده. په یقیني توګه، موږ پر دوى باندي پوره برلاسي يوو.
-
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
ته په هر حال هغه كتاب ټينګ ونيسه چي د وحيي په وسيله تا ته لېږل شوى دى، په يقيني ډول ته پر سمه لاره یې.
-
وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۖ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ
حقيقت دا دى چي دغه كتاب (قُرآن) ستا لپاره او ستا د قوم لپاره يو ډېر لوى شرف دى او ډېر ژر به تاسي د ده په باب وپوښتل شئ.
-
وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَـٰنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ
ستا څخه مخکي چي موږ څومره پېغمبران لېږلي ول، له هغو ټولو څخه پوښتنه وکړه: ايا موږ له الرحمان (خداى) څخه پرته نور خدايان هم د خلكو معبودان ګرځولي ول چي د هغو بندګي وشي؟
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَقَالَ إِنِّي رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ
موږ موسٰى (ع) له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه د سلطنت اراكينو ته ولېږی او هغه ورغى، ویې ويل چي: زه د کائیناتو د رب پېغمبر يم.
-
فَلَمَّا جَاءَهُم بِآيَاتِنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ
بيا كله چي هغه زموږ نښانې هغو ته وړاندي کړې، نو هغوى ور پوري وخندل.
-
وَمَا نُرِيهِم مِّنْ آيَةٍ إِلَّا هِيَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا ۖ وَأَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
موږ د يوې له پاسه يوه داسي نښانه هغوى ته ښودله، چى له مخكېنۍ څخه به لا زياته غټه وه، او موږ هغوى بيا بيا په عذاب کښي راګيرکړل، تر څو چي هغوى له خپل چال چلند څخه راوګرځي.
-
وَقَالُوا يَا أَيُّهَ السَّاحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ
د هر عذاب په وخت کښي به هغوى ويل: "اې کوډګره! د خپل رب لخوا چي كوم منصب درپه برخه شويدى، د هغه پر اساس زموږ لپاره دُعا وکړه، موږ به هرومرو پر سمه لاره برابر شو."
-
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ
خو څنګه به چي موږ له هغو څخه عذاب ايسته کاوه، هغوى به له خپلي خبري څخه اووښتل.
-
وَنَادَىٰ فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَـٰذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِن تَحْتِي ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ
يوه ورځ فرعون د خپل قوم په منځ کښي په لوړ غږ وويل: "اې خلكو! ايا د مصر باچاهي زما نه ده، او دغه ویالې تر ما (زما تر ماڼۍ) لاندي نه بهېږي؟ ايا تاسي نه وينئ؟
-
أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَـٰذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ
زه ښه يم كه دغه سړی چي ذليل او حقير دى او خپله خبره هم څرګنده نشي بيانولای؟
-
فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَاءَ مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ
(که رښتیا ویونکی دی، نو) ولي پر ده باندي د سرو زرو بنګړي راښكته نشول؟ يا ولي دده سره د پرښتو يو ټولۍ رانغله؟"
-
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ
هغه (فرعون) خپل قوم سپك وګاڼه او هغوى یې اطاعت وکړ، په حقيقت کښي هغوى فاسقان خلك ول.
-
فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ
په پاى کښي چي كله هغوى موږ په غوسه کړو، نو له هغو څخه مو غچ واخيست او هغوى مو ټول يو ځاى غرق کړل؛
-
فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِّلْآخِرِينَ
او د وروستيو نسلونو لپاره مو د پخوانیو یوه کیسه او د پند اخيستلو وړ نمونه وګرځول.
-
۞ وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ
او د مریم د زوی (عیسی) د مثال وړاندي كولو سره سم ستا د قوم خلكو پر هغه باندي شور زوږ جوړ کړ.
-
وَقَالُوا أَآلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ ۚ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ
او ویې ويل چي زموږ معبودان ښه دي او كه هغه؟ - دغه مثال هغوى تا ته محضي د خبرو اړولو را اړولو لپاره وړاندي کړی دى. حقيقت دا دى چي دوى جګړه مار خلك دي.
-
إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلًا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ
د مریم زوی (عیسی) له دې پرته بل څه نه و، يو بنده و چي موږ ورباندي پېرزوېنه وکړه او د بني اسرائيلو لپاره مو د خپل قدرت يوه نمونه وګرځاوه.
-
وَلَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَا مِنكُم مَّلَائِكَةً فِي الْأَرْضِ يَخْلُفُونَ
كه موږ غوښتي واى، نو ستاسي پر ځاى به مو پرښتې پيدا کړي وای چي په ځمکه کښي ستاسي ځای ناستي واى.
-
وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ ۚ هَـٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ
او هغه (عیسی) په اصل کښي د قيامت يوه نښانه ده، نو تاسي په هغه کښي شك مه كوئ او زما خبره او متابعت ومنئ، همدغه سمه سيخه لاره ده.
-
وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ ۖ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
داسي دې نه وي چي شيطان تاسي له هغې (سمي لاري) څخه منع کړي، هغه ستاسي ښكاره دښمن دى.
-
وَلَمَّا جَاءَ عِيسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُم بِالْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُم بَعْضَ الَّذِي تَخْتَلِفُونَ فِيهِ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ
او كله چي عيسىٰ (ع) له څرګندو نښانو سره راغلى ؤ، نو ويلي يې وه: "زه تاسي ته له حكمت سره راغلى يم او ددې لپاره راغلى يم چي تاسي ته د ځينو هغو خبرو حقيقت ښكاره کړم، چي په هغو کښي تاسي اختلاف كوئ، په دې اساس تاسي له الله څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ.
-
إِنَّ اللَّهَ هُوَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ هَـٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ
حقيقت دا دى چي الله زما رب هم دى او ستاسي رب هم. تاسي د همغه عبادت وکړئ، همدغه سمه سيخه لاره ده."
-
فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِن بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ
خو (د هغه له دغي روښانه ښووني سره سره د نصارا) ډلو په خپلو منځو کښي اختلاف وکړ. نو د هغو خلكو لپاره چي ظلم یې وکړ، د يوې دردناکي ورځي له عذاب څخه تباهي ده.
-
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
ايا دوی اوس فقط د همدغه شي منتظر دي چي په ناڅاپي ډول پرې قيامت راشي او خبر هم نه وي؟
-
الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ
كله چي هغه ورځ راشي، نو د پرهېزګارانو پرته نور ټول دوستان به يو د بل دښمنان شي.
-
يَا عِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَا أَنتُمْ تَحْزَنُونَ
په هغه ورځ به هغو خلكو ته چي زموږ پر ايتونو یې ايمان راوړى ؤ او امر منونكي ول، وويل شي: "اې زما بندګانو! نن ستاسي لپاره څه وېره نه شته او نه به درباندي څه غم راشي."
-
الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ
په هغه ورځ به هغو خلكو ته چي زموږ پر ايتونو یې ايمان راوړى و او مسلمانان ول، وويل شي چي:
-
ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ
"ننوځئ تاسي او ستاسي مېرمني جنت ته، تاسي به خوشحاله کړای شئ."
-
يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ ۖ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ ۖ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
د هغو په مخکي به د سرو زرو ګيلاسونه او جيكونه ګرځول کیږي او هر زړه خوښوونکی او سترګي خوږوونكى شى به هلته موجود وي. دوى ته به وويل شي: تاسي به اوس دلته د تل لپاره اوسېږئ؛
-
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
تاسي د دغه جنت وارثان د خپلو هغو کړنو له امله ګرځېدلي ياست چي په دنيا کښي مو كول؛
-
لَكُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِّنْهَا تَأْكُلُونَ
ستاسي لپاره دلته پرېمانه ښې غوره مېوې شته چي تاسي به یې خورئ.
-
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ
پاتي شول مجرمان، نو هغوى به د تل لپاره د دوږخ په عذاب کښي اخته وي؛
-
لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ
هیڅكله به یې په عذاب کښي كموالى نه راوستل کیږي، او په هغه کښي به ناهيلې پراته وي.
-
وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ
پر هغو موږ ظلم نه دى کړی، بلکي هغوى خپله پر خپل ځان ظلم وکړ.
-
وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ ۖ قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُونَ
هغوى به غږ وکړي: "اې مالکه (خازنه)! كه ستا رب زموږ كار پاى ته ورسوي، نو ښه دی." - هغه به ځواب ورکړي: "تاسي به همداسي اوسېږئ."
-
لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ
موږ تاسي ته له حق سره راغلي وو، خو ستاسي څخه د زياترو حق بد اېسيدی.
-
أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ
ايا دوى د څه اقدام كولو كلكه پرېکړه کړی ده؟ - ښه نو موږ هم بيا د يوې فېصلې صادروونكي يوو.
-
أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم ۚ بَلَىٰ وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ
ايا دوى دا ګڼلې ده چي موږ د دوى رازونه او پټي خبري نه اورو؟ - موږ هر څه اورو او زموږ پرښتې له دوى سره دي، (د دوی د کړنو) ليكنه كوي.
-
قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ
دوى ته ووايه: "كه په رښتيا سره د الرحمان (خدای) څه اولاد واى، نو تر ټولو مخکي عبادت كوونكى به یې زه وم."
-
سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ
د اسمانونو او ځمکي فرمانروا، د عرش څښتن، له هغو ټولو خبرو څخه پاك دى چي دوى یې هغه ته منسوبوي.
-
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّىٰ يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ
ښه دی، دوى پخپلو باطلو مفكورو کښي غرق او پخپله لوبه کښي لالهانده پرېږده، تر دې پوري چي دوى خپله هغه ورځ وګوري چي دوی ترېنه وېرول کیږي.
-
وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَـٰهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَـٰهٌ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ
همغه ايكي يو په اسمان کښي هم خداى دى او په ځمکه کښي هم خداى دى، او همغه د حكمت څښتن او په هر څه پوه دى.
-
وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
هغه ذات ډېر لوړ او لوى دى چي د اسمانونو او ځمکي او هر هغه شي چي د ځمکي او اسمان په منځ کښي دي، پاچاهي يې په ولكه کښي ده، او همغه ته د قيامت ساعت معلوم دى او د هماغه لوري ته تاسي ټول ورګرځول كېدونكي ياست.
-
وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
له هغه (الله) پرته چي دوى كوم نور بولي، هغوى د كوم شفاعت واك نه لري، مګر دا چي څوك د علم پر اساس د حق شاهدي ووايي.
-
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
او كه ته له دوى څخه پوښتنه وکړې چي دوی چا پيدا کړيدي، نو دوى به پخپله ووايي چي الله. نو له كوم لوري دوى غولول کیږي؛
-
وَقِيلِهِ يَا رَبِّ إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ قَوْمٌ لَّا يُؤْمِنُونَ
قسم د پېغمبر پر دې قول باندي دی چي اې ربه، دا هغه خلك دي چي ايمان نه راوړي.
-
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ ۚ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
ښه نو، [اې پېغمبره (ص)!] له دوی څخه مخ واړوه او ووايه چي تاسي ته سلام دى (ستاسي له شره سلامتي غواړم) ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.
۴۳. سورت الزخرف
الزخرف
Az-Zukhruf / الزخرف · ۴۳ · ۸۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت الزخرف عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.