Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۳۹. سورت الزمر

الزمر

Az-Zumar / الزمر · ۳۹ · ۷۵ آیتونه

دا پاڼه د سورت الزمر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

    دغه كتاب د برلاسي او با حكمته الله لخوا نازل شويدى.

  2. إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ

    [اې محمده (ص)!] موږ دغه كتاب تا ته په حقه نازل کړی دى، له دې كبله ته د هماغه الله بندګي د دين په خالص كولو سره وکړه.

  3. أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ

    خبردار اوسه، خالص دين د الله حق دى. پاتي شول هغه كسان چي له هغه پرته یې نور سرپرستان نيولي دي (او د خپل دغه كار دا توجيه كوي چي) «موږ خو د هغو عبادت یوازي په دې خاطر كوو چي الله ته مو ورسوي.» - الله به په يقيني ډول د دوی په منځ کي د ټولو هغو خبرو پرېکړه وکړي چي دوی په کښي اختلاف كوي. الله داسي يو چا ته هدايت نه کوي چي درواغجن او د حق منكر وي.

  4. لَّوْ أَرَادَ اللَّهُ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَىٰ مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ

    كه الله غوښتلای څوك زوى ونيسي، نو د خپل مخلوق څخه یې چي چا ته خوښه واى غوره کړی به یې وای، هغه د دې څخه پاك دى (چي څوك یې زوى وي) هغه الله دى، ايكى يو او پر ټولو برلاسى.

  5. خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ

    هغه اسمانونه او ځمکه په حقه پيدا کړيدي. هغه پر ورځ شپه او پر شپه ورځ نغاړي. هغه لمر او سپوږمۍ په داسي شان ايل (تابع) کړي دي چي هر يو تر يو ټاكلي وخت پوري روان دی. وپوهېږئ الله زورور او ښه بښونكى دى!

  6. خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِّن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ

    همغه تاسي د يو ځان (آدم) څخه پيدا کړاست، بيا همغه دى چي له هغه ځان څخه یې د هغه جوړه (حوا‌ء) پيداکړه. او هماغه ستاسي لپاره له څارويو څخه اته جوړې پيداکړې. هغه ستاسي د مېندو په ګېډو کي له درو تيارو پردو څخه دننه تاسي ته يو په بل پسي د پيداېښت يوه بڼه دركوي. همدغه الله (چي دغه چاري سرته رسوي) ستاسي رب دى، پاچاهي د هماغه ده. له هغه پرته هیڅ معبود نشته. نو تاسي كوم لوري ته اړول کېږئ؟

  7. إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ ۖ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۖ وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ ۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    كه تاسي کفر غوره کړۍ، نو الله ستاسي څخه بې نيازه دى، خو هغه د خپلو بندګانو لپاره كفر نه خوښوي؛ او كه تاسي شكر وباسئ، نو هغه دا شكر ستاسي لپاره خوښوي. هیڅ پېټى اخيستونكى به د كوم بل چا پېټى وانخلي. په پاى کښي ستاسي ټولو د خپل رب خوا ته ورګرځېدل دي، بيا به هغه تاسي ته در وښيي چي څه مو كول. په یقیني توګه هغه د سينو په پټو رازونو ښه پوه دى.

  8. ۞ وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِ ۚ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا ۖ إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ

    پر انسان چي كله كوم افت راځي، نو د خپل رب خوا ته په رجوع كولو سره هغه بولي. بيا كله چي د هغه رب یې پخپل نعمت سره سرلوړى كړي، نو بيا هغه مصيبت هيروي چي له امله یې مخکي بلنه كوله او نور د الله سیالان ګرځوي، تر څو چي د هغه له لاري څخه (نور خلك هم ) واړوي. [اې پېغمبره (ص)!] هغه ته ووايه چي لږ ورځي د خپل كفر څخه خوند واخله؛ ته په يقيني ډول دوږخ ته تلونكى یې.

  9. أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ

    (ايا ددغه انسان کړنلاره غوره ده او كه د هغه چا) چي امر منونكى دى، د شپې په ساعتونو کښي ولاړوي او سجدې كوي، د اخرت څخه ويریږي او د خپل رب رحمت ته هيله من کیږي؟ د دوى څخه پوښتنه وکړه: "ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي؟" - نصيحت خو د پوهي خاوندان مني.

  10. قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَـٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۗ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "اې د خداى بندګانو چي ايمان مو راوړيدى، د خپل رب څخه ووېرېږئ. كومو كسانو چي په دې دُنيا کښي نېک چلند غوره کړی دى، د هغو لپاره ښېګڼه ده. او د خداى ځمکه پراخه ده. صبر كوونكو ته به خپل اجر بې حسابه ورکړ شي."

  11. قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ما ته امر شويدى چي د الله لپاره د دين په خالصولو سره د هغه بندګي وکړم؛

  12. وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ

    او ما ته امر شويدى چي تر ټولو د مخه زه پخپله مسلمان (امر منونكى، اطاعت كوونكى ) شم."

  13. قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

    ووايه: "كه زه د خپل رب نافرماني وکړم، نو د يوې ستري ورځي د عذاب څخه وېرېږم."

  14. قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي

    ووايه: "زه خو به د الله لپاره د دين په خالصولو سره د همغه بندګي وکړم؛

  15. فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ ۗ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ

    تاسي چي له هغه پرته د هر چا بندګي كول غواړئ كوئ یې." - ووايه: "اصلي مفلسان خو همغه كسان دي چي خپل ځانونه او خپلي كورنۍ یې د قيامت د ورځي په زيان کښي واچول. ښه واورئ، همدغه ښكاره مفلسي ده."

  16. لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ۚ ذَٰلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ ۚ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ

    پر هغو به د اور چترۍ له پاسه هم خورې وي او د لاندي څخه هم. دا هغه برخليك دى چي له هغه څخه الله خپل بندګان وېروي، نو اې زما بندګانو! زما د غضب څخه ځان وساتئ.

  17. وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَىٰ ۚ فَبَشِّرْ عِبَادِ

    ددې پر خلاف كومو خلكو چي د طاغوت (شیطان) د بندګۍ څخه ډډه وکړه او د الله خوا ته یې رجوع وکړه، د هغو لپاره زېرى دى. نو [اې پېغمبره (ص)!] زما هغو بندګانو ته زيرى ورکړه،

  18. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ۚ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ

    چي خبره په غور سره اوري او د هغې د ډېر ښه اړخ پيروي كوي. دا هغه خلك دي چي الله تعالى ورته هدايت کړيدى او هم دوى پوهان دي.

  19. أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِي النَّارِ

    [اې پېغمبره (ص)!] هغه چا ته څوك نجات وركولای شي چي د عذاب كلمه ورباندي تطبيق شوې وي؟ ايا ته هغه چا ته نجات وركولای شې چي په اور کښي غور ځېدلى وي؟

  20. لَـٰكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ

    البته كوم كسان چي له خپل رب څخه وويريږي، د هغو لپاره پوړ پر پوړ جوړي شوي لوړي ماڼۍ دي، چي لاندي به يې ویالې بهيږي. دا د الله وعده ده، الله هیڅكله د خپلي وعدې څخه نه اوړي.

  21. أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ

    ايا ته نه وينې چي الله له اسمانه اوبه وورولې، بيا یې هغه د كاريزونو، چينو او سيندونو په شكل په ځمکه کښي وبهولې، بيا ددغو اوبو په وسيله هغه راز راز كښتونه راباسي، چي بېلابېل رنګونه لري، بيا هغه كښتونه په پخېدو سره وچيږي، بيا یې ته وينې چي هغه ژېړ شول، بيا په پاى کښي یې الله په ميده كولو سره بوس ګرځوي. په حقيقت کښي د پوهه لرونكو لپاره په دې کښي يو درس (پند) دى.

  22. أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِّن رَّبِّهِ ۚ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ ۚ أُولَـٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    ايا نو هغه څوك چي الله یې سينه د اسلام لپاره پرانستله او هغه د خپل رب خوا ته په يوه رڼا باندي روان دى (د هغه چا په شان كېداى شي چي له دغو خبرو څخه یې څه درس وانخيست؟) د هغو خلكو لپاره تباهي ده چي زړونه یې د الله په نصيحت سره لا زيات سخت شول، هغوى په ښكاره ګمراهۍ کښي غور ځېدلي دي.

  23. اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ

    الله ډېر غوره کلام نازل کړی دى، داسي يو كتاب چي د هغه ټولي برخي يوه بلي ته ورته دي؛ او مضامين په کښي په وارو وارو تكرار شويدي. د هغه په اورېدو سره د هغو خلكو د بدن پر پوستکو لړزه راځي چي د خپل رب څخه وېرېدونكي دي؛ او بيا د هغو د جسم او د زړه په نرمېدو سره د الله د ذكر خوا ته میلان كوي. دا د الله هدايت دى، چا ته یې چي خوښه شي په دي سره یې سمي لاري ته راولي. او چا ته چي الله هدايت ونه كړي، د هغه لپاره بيا هیڅ هدايت كوونكى نشته.

  24. أَفَمَن يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ

    اوس ته د هغه چا د بدحالۍ څه اټكل كولای شې، چي د قيامت په ورځ پر خپل مخ باندي د عذاب سخت ګوزار واخلي؟ - دغسي ظالمانو ته خو به وويل شي چي اوس د هغې ګټي خوند وڅكئ چي تاسي كوله.

  25. كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

    د دې څخه مخکي هم ډېرو كسانو همدغسي د درواغو نسبتونه کړيدي؛ په پاى کښي ورباندي له داسي لوري عذاب راغئ چي د هغه لوري څخه یې ګومان هم نشو كېدلای.

  26. فَأَذَاقَهُمُ اللَّهُ الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

    بيا الله د دُنيا په ژوندانه کښي په هغو د رسوايۍ خوند وڅكه، او د اخرت عذاب خو د دې څخه لا زيات سخت دى؛ كاشكي دوى پوهېدلاى.

  27. وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـٰذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

    موږ په دې قُرآن کښي خلكو ته راز راز مثالونه بيان کړي دي، ښایي چي دوی پند واخلي.

  28. قُرْآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

    داسي قُرآن چي په عربي ژبه دى، څه کوږوالی په کښي نشته، تر څو چي دوى د ناوړه عاقبت څخه په ډډه شي.

  29. ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاءُ مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    الله يو مثال بيانوى: يو خو هغه سړی (مريى) دى چي په ملكيت كي يې يو شمېر بد خويه باداران برخه وال دي، چي هر يو یې خپل خپل لوري ته راکاږي؛ او بل سړی په ټوله معنا د ايكى يو بادار غلام دى. ايا د دغو دواړو حال يو شانته کېدای شي؟ - ثنا او ستاینه الله ته ده، بلکي ډېر خلك نه پوهیږي.

  30. إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] بېشکه ته هم مړ كېدونكى یې او دوى هم مړه كېدونكي دى.

  31. ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ

    په پاى کښي به تاسي ټول د خپل رب حضور ته خپله خپله دعوه وړاندي كړئ.

  32. ۞ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ

    د هغه چا څخه به بل غټ ظالم څوك وي چي پر الله یې درواغ وتړل او كله چي یې مخي ته رښتينولي راغله، نو هغې ته یې د درواغو نسبت وکړ. ايا د دغسي كافرانو لپاره په دوږخ كي استوګنځى نه شته؟

  33. وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ ۙ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ

    او كوم سړي چي رښتينولي راوړه او كومو كسانو چي هغه رښتينی وګاڼه، همغوى پرهېزګاران (د عذاب څخه په څنګ كېدونكي) دي.

  34. لَهُم مَّا يَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ

    هغو ته به د خپل رب په وړاندي هر هغه څه ورکړل شي، چي هغوى یې هيله وکړي. دغه د نېکي كوونكو بدله ده؛

  35. لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ

    تر څو كوم ډېر ناوړه عملونه چي دوی کړي ول، الله هغه د دوی له حسابه وغورځوي او كوم ښه عملونه چي یې وکړل د هغو په لحاظ سره به دوی ته اجر ورکړي.

  36. أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ

    [اې پېغمبره (ص)!] ايا الله د خپل بنده لپاره كافي نه دى؟ دوى د هغه پرته له نورو څخه تا وېروي. او الله چي څوك په ګمراهۍ کښي وغورځوي، د هغه لپاره كوم لارښوونکی نشته؛

  37. وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انتِقَامٍ

    او چا ته چي هغه هدايت وکړي، د هغه ګمراه كوونكى هم څوك نشته، ايا الله برلاسى او غچ اخستونكى نه دى؟

  38. وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ ۚ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ

    كه ته د دوى څخه پوښتنه وکړې چي اسمانونه او ځمکه چا پيدا کړيدي، نو دوى به پخپله ووايي چي الله. دوى ته ووايه: "كله چي حقيقت دا دى، نو ستاسي څه ګومان دى چي كه الله ما ته څه زيان رسول وغواړي، نو ايا ستاسي دغه معبودان چي د الله پرته یې بولئ، ما به د هغه رسول شوي زيان څخه وژغوري؟ يا كه الله پر ما باندي مهرباني كول وغواړي، نو ايا دوى به د هغه د رحمت مخنيوي وکړاى شي؟" - نو دوى ته ووايه: "زما لپاره همدا الله كافي دى، توكُل كوونكي پر همغه توكُل كوي."

  39. قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ

    دوى ته په ډاګه ووايه: "اې زما قومه! تاسي پخپل ځاى خپل كار كوئ، زه به خپل كار كوم. ډېر ژر به تاسي ته معلومه شي؛

  40. مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ

    چي پر چا باندي رسوا كوونكى عذاب راځي او چا ته هغه سزا وركول کیږي چي هیڅكله ايسته كېدونكې نه ده.

  41. إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ

    [اې پېغمبره (ص)!] موږ د ټولو انسانانو لپاره دغه پر حق كتاب پر تا نازل کړی دى. نو څوك چي سمه لاره غوره کړي، د ځان لپاره به یې غوره كړي؛ او څوك چي مخ واړوي، د هغه د مخ اړولو وبال به پر همغه وي، ته پر دوی ساتونكى نه یې.

  42. اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا ۖ فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَىٰ عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَىٰ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

    هغه همدغه الله دى چي د مرګ په وخت کښي ساه ګاني اخلي او څوك چي لا تر اوسه پوري نه دى مړ شوی، د هغه روح په خوب کښي قبض كوي. بيا چي هغه د مرګ فېصله پر چا باندي نافذوي هغه ساتي؛ او د نورو ساګاني تر يو ټاكلي وخت پوري بيرته (جسدونو ته) لېږي. په دې کښي د هغو كسانو لپاره غټي نښانې دي چي غور او فكر كوونكي دي.

  43. أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاءَ ۚ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ

    ايا له هغه خداى څخه پرته دوى نور سپارښت كوونكي نيولي دي؟ - دوى ته ووايه: "ايا هغوى به شفاعت وکړي، كه د هغو په واك کښي هیڅ هم نه وي او پوهه هم ونه لري؟"

  44. قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

    ووايه: "شفاعت په ټوله معنا د الله په واك کښي دى، د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ مالك هماغه دى، بيا د هماغه لوري ته تاسي ورګرځول كېدونكي ياست."

  45. وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ ۖ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ

    كله چى یوازي د الله يادونه کیږي نو پر اخرت باندي د ايمان نه لرونكو زړونه په درزېدو شي، او كله چي له هغه پرته د نورو يادونه کیږي، نو په ناڅاپي ډول هغوى د خوښۍ څخه غوړيږي.

  46. قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

    ووايه: "خدايه! د اسمانونو او ځمکي پيدا كوونكيه، پر پټ او ښكاره باندي پوهېدونكيه! همدا ته به د خپلو بندګانو په منځ کښي د هغه شي فېصله وکړې چي هغوى په کښي اختلاف كوي."

  47. وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِن سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ

    كه له دغو ظالمانو سره د ځمکي ټوله شتمني هم وي او همدومره نوره هم، نو دوى به د قيامت له ناوړه عذاب څخه د خلاصون لپاره په فديه کښي د هر څه وركولو لپاره چمتو شي. هلته به د الله لخوا د هغو مخي ته هغه څه راشي، چي هیڅكله یې د هغه فكر نه دى کړی.

  48. وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    هلته به د خپلي ګټي ټولي ناوړه نتیجې هغو ته څرګندي شي او هماغه شى به ورباندي مسلط شي، چي دوى ور پوري ټوكي كولې.

  49. فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ ۚ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    همدغه انسان چي كله لږ غوندي غم (ستونزي) ورته ورسیږي، نو موږ بولي؛ او كله چي موږ دى له خپل لوري د نعمت په وركولو سره نازوو، نو وايي چي دا خو ما ته د علم پر اساس راکړل شويدي! - نه، بلکي دا ازميښت دى، خو له دوى څخه زياتره خلك نه پوهیږي.

  50. قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    همدغه خبره له دوى څخه مخکي تېرو شويو خلكو هم کړېده؛ خو څه چي هغوى ګټل، هغه یې هیڅ په درد ونه خوړل؛

  51. فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا ۚ وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَـٰؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ

    بيا هغوى د خپلي ګټي ناوړه نتیجې وزغملې، او له دغو خلكو څخه هم چي څوك ظالمان دي، هغوى به ډېر ژر د خپلي ګټي ناوړه نتیجې وګالي، دوى زموږ عاجزوونكي نه دي.

  52. أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    او ايا دوى ته معلومه نه ده چي د الله چي چا ته خوښه شي، روزي یې پراخوي او چا ته یې چي خوښه شي تنګوي یې؟ په دې کښي د هغو كسانو لپاره نښانې دي چي ايمان راوړي.

  53. ۞ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

    [اې پېغمبره (ص)!] زما هغو (مؤمنو) بندګانو ته، چي پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛ په يقيني ډول الله ټولي ګناوي بخښي؛ هغه ښه بښونكى او مهربان دى.

  54. وَأَنِيبُوا إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ

    او د خپل رب خوا ته را وګرځئ او د هغه امر منونكي شئ، مخکي له دې څخه چي پر تاسي عذاب راشي او بيا له هیڅ لوري څخه درته مرسته ونشي رسېدلاى.

  55. وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ

    او د خپل رب د لېږل شوي كتاب، د ډېر غوره حکم (قُرآن) متابعت وکړئ، مخکي له دې څخه چي پر تاسي ناڅاپي عذاب راشي او تاسي خبر هم ونه اوسئ.

  56. أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَىٰ عَلَىٰ مَا فَرَّطتُ فِي جَنبِ اللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ

    داسي نه چي وروسته څوك ووايي: "افسوس زما پر هغه خطا چي ما د الله په شان کښي وکړه؛ بلکي زه خو په ملڼدو وهونكو کښي شامل وم."

  57. أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ

    يا ووایي: "كاشكي الله ما ته هدايت کړی واى، نو زه به هم له پرهېزګارانو څخه وم."

  58. أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ

    يا د عذاب په ليدلو سره ووايي: "كاشكي ما ته يو بل فرصت په لاس راشي او زه هم د ښه عمل كوونكو څخه شم."

  59. بَلَىٰ قَدْ جَاءَتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ

    (او په هغه وخت کښي ورته دا ځواب ورکړ شي چي) "ولي نه، تا ته زما ايتونه راغلي ول، بيا تا هغه درواغ وګڼل او تكبُر دي وکړ او ته د كافرانو څخه وې."

  60. وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ

    نن چي كومو كسانو پر الله درواغ ټرلي دي، د قيامت په ورځ به ته هغوى ووينې چي مخونه به يې توروي. ايا په دوږخ كي د لويي كوونكو كافرانو لپاره كافي ځاى نه شته؟

  61. وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

    د دې برعكس كومو كسانو چي دلته پرهېزګاري کړي ده، د هغو د برياليتوب د اسبابو له امله به الله نجات ورکړي، هغوى ته به نه څه افت ورسيږي او نه به غمجن وي.

  62. اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ

    الله د هر شي هستوونكى دى او هماغه د هر شي ساتونكى دى.

  63. لَّهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ

    د اسمانونو او ځمکي د خزانو كليګاني له همغه سره دي. او كوم كسان چي د الله پر ايتونو باندي كافران شوي دي، هماغوى په زيان كي غور ځېدونكي دي.

  64. قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "اې جاهلانو! نو ايا تاسي له الله څخه پرته د كوم بل چا د بندګۍ كولو لپاره ما ته واياست؟"

  65. وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ

    (دا خبره بايد ته هغو ته په ډاګه څرګنده وکړې، ځكه چي) تا ته او ستا څخه مخكي تير شويو ټولو پېغمبرانو ته دغه وحيي لېږل شوېده، چي كه تا شرك وکړ، نو ستا عمل به بابېزه شي او ته به په زيان کښي لوېدلى اوسې؛

  66. بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ

    له دې كبله [اې پېغمبره (ص)!] ته یوازي د الله بندګي وکړه او له شكر كوونكو بندګانو څخه شه.

  67. وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    دوى هغسي د الله قدر ونه کړ لكه څنګه چي د هغه د قدر كولو حق دى (د هغه كامل قدرت خو داسي دى چي) د قيامت په ورځ به ټوله ځمکه د هغه په موټي کښي وي او اسمانونه به د هغه په ښي لاس کي نغښتل شوي وي. الله د هغه شرک څخه پاك او لوړ دى چي دوى يې كوي.

  68. وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاءَ اللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنظُرُونَ

    او په هغه ورځ به شپيلۍ پو کړه شي او هغه ټول چي په اسمانونو او ځمکه كي دي مړه به را وغورځیږي، پرته له هغو څخه چي الله يې ژوند غواړي، بيا به يوه بله شپيلۍ پو کړه شي او په ناڅاپي ډول به ټول را پاڅیږي، ګوري به.

  69. وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

    ځمکه به د خپل رب په نور سره ځلانده شي، د عملنامو كتاب به كېښودل شي، پېغمبران او ټول شاهدان به را حاضر کړای شي، د خلكو په منځ کښي به له حق سره سمه فېصله وکړاى شي او پر هغو به هیڅ ظلم نه وي؛

  70. وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ

    او هر چا ته به، هر څه عمل چي یې کړی و، د هغه پوره بشپړه بدله ورکړه شي؛ خلك چي هر څه كوي الله پرې ښه پوهیږي.

  71. وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَلَـٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ

    (له دغي فېصلې وروسته) هغه كسان چي كافران شوي ول، ډله ډله به د دوږخ خوا ته وشړل شي، تر دې پوري چي كله دوی هلته ورسيږي، نو د هغه د روازې به پرانستل شي او د هغه كارکوونکي به دوی ته ووايي: "ايا تاسي ته ستاسي له خپلو خلكو څخه داسي پېغمبران نه ول راغلي چي تاسي ته یې ستاسي د رب ايتونه اورولي وي او تاسي یې له دې خبري څخه وېرولي ياست چي يو وخت به دغه ورځ هم وينئ؟" - هغوى به ځواب ورکړي: "هو! راغلي ول، خو د عذاب فېصله پر كافرانو تطبيق شوه."

  72. قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ

    وبه ويل شي، د دوږخ په دورازو ننوځئ، دلته اوس ستاسي همېشنۍ استوګنه ده، دا د متكبرانو (لپاره) ډېر بد استوګنځى دى.

  73. وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ

    او كومو كسانو چي د خپل رب له نافرمانۍ څخه ډډه كوله، هغوى به ډلي ډلي د جنت خوا ته بوتلل شي. تر دې پوري كله چي هغوى هلته ورسیږي، او د هغه دروازې به لا د مخه پرانستل شوې وي؛ نو د هغه خزانچیان (متنظمین) به ورته ووایي: "سلام دي وي پر تاسي، ډېر ښه راغلاست، جنت ته د تل لپاره ننوځئ!"

  74. وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ ۖ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ

    او هغوى به ووايي: "د هغه خداى شکر دی چي زموږ سره یې خپله وعده رښتينې کړه او موږ یې (د جنت) د ځمكي وارثان کړو، اوس چي موږ په جنت کښي هر چيري وغواړو خپل ځاى جوړولای شو." - نو د عمل كوونكو لپاره ډېر ښه اجر دى.

  75. وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ ۖ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    او ته به وګورې چي پرښتې د عرش چارچاپېر حلقه جوړي شوي، د خپل رب ثنا ويونكي او پاكي بيانوونكي وي، او د خلكو په منځ کښي به له حق سره سمه فېصله صادره کړای شي، او غږ به وشي: د مخلوقاتو د پالونکي الله لپاره ثنا او ستاينه ده.

Holy Quran-Pashto