-
الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۚ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
ثنا او ستاينه د الله لپاره ده، چي د اسمانونو او ځمکي جوړوونكى او د پېغام رسوونكو پرښتو ټاكونكى دى، (داسي پرښتې) چي د هغو دوه دوه، درې درې او څلور څلور وزرونه دي؛ د الله چي څنګه خوښه وي، د خپل مخلوق په جوړښت کښي زيات والى راولي. په يقيني ډول الله په هر څه باندي قادر دی.
-
مَّا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
الله چي د هر رحمت دروازه د خلكو لپاره پرانيزي، څوك د هغې بندوونكى نشته؛ او كومه چي هغه وتړي، د الله څخه وروسته بيا كوم بل څوك د هغې پرانستونكى نشته. هغه ځواكمن او د حكمت خاوند دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
اې خلكو! پر تاسي چي د الله کومي پېرزویني دي، هغه په ياد ولرئ. ايا د الله څخه پرته كوم بل هستوونكى هم شته، چي تاسي ته د اسمان او ځمکي څخه روزي درکړي؟ - له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته، نو، تاسي له كوم لوري غولول کېږئ.
-
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
[اې پېغمبره (ص)!] اوس كه دوى تا درواغجن ګڼي (نو دا كومه نوې خبره نده). ستا څخه مخکي هم ډېر پېغمبران درواغجن ګڼل شويدي، او ټولي چاري په پاى کښي د الله لوري ته ورګرځېدونكي دي.
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ
اې خلكو! د الله وعده په باوري ډول پر حق ده، له دې امله د دنيا ژوند دي تاسي ونه غولوي او نه دي هغه لوى غولوونكى (شيطان) تاسي د الله په باب وغولوي.
-
إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ
په حقيقت کښي شيطان ستاسي دښمن دى، نو تاسي هم هغه خپل دښمن وګڼئ. هغه خپل پيروان خپلي لاري ته د دې لپاره رابولي چي هغوى د دوږخيانو د جملې څخه شي.
-
الَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
كوم كسان چي كافران شوي دي، د هغو لپاره سخت عذاب دى او كوم كسانو چي ايمان راوړی دی او ښه عملونه یې کړي دي، د هغو لپاره بخښنه او لوى اجر دى.
-
أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا ۖ فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ
(ښه نو څه مقام دى د هغه چا د ګمراهۍ ) چي د هغه لپاره خپل ناوړه عمل ښايسته کړی شوى وي او هغه یې ښه ګڼي؟ - حقيقت دا دى، د الله چي چا ته خوښه شي په ګمراهۍ کښي یې اچوي او چا ته یې چي خوښه شي سمه لاره ورښيي. نو [اې پېغمبره (ص)!] ته خپل ځان ددغو خلكو په خاطر په غم او افسوس کښي مه ويلي كوه. څه چي دوی كوي، الله ورباندي ښه پوهیږي.
-
وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ النُّشُورُ
هماغه الله دى چي بادونه لېږي، بيا هغه ورېځي را پورته كوي، بيا موږ هغه د يوې شاړي سیمي خوا ته بيايو او هغه ځمکه پرې را ژوندۍ كوو چي مړه پرته وه. د مړو شويو انسانانو ژوندي كېدل به هم په همدغه شان وي.
-
مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا ۚ إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ ۚ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۖ وَمَكْرُ أُولَـٰئِكَ هُوَ يَبُورُ
څوك چي عزت غواړي، هغه بايد وپوهیږي چي عزت ټول د الله دى. د هغه حضور ته چي کوم شى پاس ورخېږي، هغه یوازي سپېڅلي وينا ده؛ او ښه عمل هغه وينا پورته خېږوي. پاتي شول هغه كسان چي ناوړه دسيسې جوړوي، د هغو لپاره سخت عذاب دى او د هغو فریب پخپله له منځه تلونكى دى.
-
وَاللَّهُ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا ۚ وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ ۚ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍ وَلَا يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
الله تاسي د خاوري څخه پيدا کړاست، بیا د نطفې څخه، بيا یې ستاسي جوړې پيدا کړې (يعنې نر او ښځه). هیڅ ښځه د الله د علم څخه پرته نه حامله کیږي او نه ماشوم زېږوي. په کتاب (لوح محفوظ) کښي د لیکل شوي عمر څخه پرته، نه د چا عمر ډېریږي او نه د چا په عمر کښي څه كموالى راځي. د الله لپاره دا ډېر اسانه كار دى.
-
وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَـٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَـٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ ۖ وَمِن كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او د دواړو سيندونو اوبه يو شانته ندي: يو ډول یې خوږې او تنده ماتوونكي دي، ښې څښل کیږي؛ او بل ډول یې سختي ترخې مالګيني دي، چي نه شي څښل كېداى. خو د دواړو څخه تاسي تازه غوښه په لاس راوړئ، د اغوستلو لپاره د ګاڼې وسايل ترېنه راباسئ او په همدې اوبو كي تاسي ګورئ چي بېړۍ د هغو سينه څيروي وړاندي ځي، تر څو چي تاسي د الله فضل ولټوئ او د هغه شكر ايستونكي شئ.
-
يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۚ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ
هغه په ورځ کښي شپه او په شپه کښي ورځ زېږېدلې راولي. لمر او سپوږمۍ یې ايل (تابع) کړيدي. دا هر څه به تر يوې ټاكلي نېټې پوري چليږي. هماغه الله (چي د هغه په لاس کښي دا ټولي چاري دي) ستاسي رب دى، باچاهي د هماغه ده. له هغه پرته چي تاسي نور بولئ، هغوى د يو خُلكي څښتنان هم ندي.
-
إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ
كه هغوى وبولئ، نو ستاسي دُعاوي نشي اورېدای او كه یې واوري، نو تاسي ته یې څه ځواب نشي درکولای. او د قيامت په ورځ به هغوى ستاسي د شرك څخه منكر شي. د حقيقت د حال څخه داسي كوم صحيح خبر تا ته د يو باخبره ذات څخه پرته بل څوك نشي درکولای.
-
۞ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
اې خلكو! همدا تاسي الله ته اړ ياست او الله خو بې نيازه او پخپله پخپل ځان کي ستايل شويدى.
-
إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ
كه هغه وغواړي، نو تاسي به ايسته کړي او كوم نوى نسل به ستاسي پر ځاى راولي؛
-
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
دغسي كار كول، د الله لپاره هیڅ ګران نه دی.
-
وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۗ إِنَّمَا تُنذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ ۚ وَمَن تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفْسِهِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ
هیڅ كوم پېټى اخيستونكى به د كوم بل چا پېټى وانخلي. او كه كوم دروند بار شوى ساکښ د خپل پيټي پورته كولو لپاره بلنه ورکړي، نو د هغه د پيټي د يوې وړې غوندي برخي د اوچتولو لپاره به هم څوك رانشي، كه هغه یې ډېر نژدې خپلوان هم وي. [اې پېغمبره (ص)!] ته یوازي هماغه خلك وېرولای شې چي ناليدلي د خپل رب څخه ويریږي او لمونځ قائموي. هر څوك چي سپېڅلتيا غوره كوي، د خپلي ښېګني لپاره یې كوي. او د ټولو د هماغه الله خوا ته ورګرځېدل دي.
-
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ
ړوند او ليدونكى برابر نه دي.
-
وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ
نه تيارې او رڼا يو شانته دي.
-
وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ
نه يخ سيورى او تود لمر يو شانته دي.
-
وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاءُ ۖ وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ
او نه ژوندي او مړي سره مساوي دي. د الله چي چا ته خوښه شي ور اوروي یې، خو [اې پېغمبره (ص)!] ته هغه خلك نشې اورولای چي په هديرو کښي ښخ شويدي.
-
إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ
ته خو فقط يو خبرداروونكى یې.
-
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۚ وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ
موږ ته له حق سره زيرى وركوونكى او وېروونكى لېږلی یې. او هیڅ كوم اُمت داسي ندى تېر شوى چى هغه ته كوم تنبيه كوونكى نه وي راغلى.
-
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتَابِ الْمُنِيرِ
اوس كه دغه خلك تا درواغجن ګڼي، نو د دوى څخه مخکي تېر شويو خلكو هم د درواغو نسبتونه کړيدي. هغو ته د هغو پېغمبران له څرګندو دليلونو او صحيفو او روښانه هداياتو وركوونكي كتاب سره راغلي ول.
-
ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِينَ كَفَرُوا ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
بيا كومو خلكو چي ونه منل، ما هغوى ونيول. او وګوره چي زما سزا څومره سخته وه.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ
ايا ته نه وينې چي الله له اسمانه اوبه اوروي او بيا د هغو په وسيله موږ راز راز مېوې راباسو چي مختلف رنګونه یې وي. په غرونو کښي هم سپيني، سرې او تكي توري ليكي (لاري) موندل کیږي چي بېلابېل رنګونه یې وي؟
-
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ
او په همدې ډول د انسانانو، ځناورو او څارويو رنګونه هم مختلف دي. حقيقت دا دى چي د الله د بندګانو څخه یوازي عالمان د هغه څخه وېریږي. بېشكه الله برلاسى او بښونكى دى.
-
إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُورَ
كوم كسان چي د الله كتاب لولي او لمونځ قائموي او څه چي موږ هغو ته روزي ورکړېده د هغې څخه په ښكاره او پټه (د الله په لار کي) لګښت كوي. په يقيني ډول هغوى د داسي يوې سوداګرۍ هيله مند دي چي په هغې کښي به هیڅكله زيان نه وي.
-
لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ ۚ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ
( پدغې سودا ګرۍ کښي هغوى خپل هر څه د دې لپاره ورکړيدي) تر څو چي الله د هغو اجر په پوره توګه ورکړي او له خپلي پېرزویني څخه لا زياته ورپه برخه کړي. بېشكه الله بخښونکی او قدر دان دى.
-
وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ
[اې پېغمبره (ص)!] كوم كتاب چي موږ تا ته د وحيي په وسيله درلېږلی دى، همغه حق دى، د هغو كتابو تصديقوونكى دى چي د ده څخه مخكي راغلي ول. بېشكه الله د خپلو بندګانو له حاله باخبر او په هر شي باندي نظر لرونكى دى.
-
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ
بيا مو هغه كسان ددې كتاب وارثان کړل چي (د دغه ميراث وړلو لپاره) مو د خپلو بندګانو څخه غوره کړل. اوس نو د هغو څخه څوك پر خپل نفس ظلم كوونكي دي او څوك ميانه رو دي او څوك د الله په ارادې سره په نېکیو كي وړاندي تلونكي دي، همدا ډېر لوى فضل دى.
-
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ
د تل لپاره د هستوګني جنتونه دي، چي دوى به ورننوځي. هلته به دوى د سرو زرو په بنګړيو او مرغلرو سره سينګار کړای شي، هلته به د دوی جامې د ورېښمو وي.
-
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ۖ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ
او دوی به ووايي: "د هغه خداى شکر دی چي زموږ څخه یې غم ايسته کړ، په يقيني ډول زموږ رب بښونكى او قدردان دى.
-
الَّذِي أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ
هغه ذات چي موږ یې پخپلي لوريني سره په ابدي استوګنځي کښي ميشته کړو، اوس دلته نه پر موږ کړاو راځي او نه را ته ستوماني رسیږي."
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَىٰ عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم مِّنْ عَذَابِهَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي كُلَّ كَفُورٍ
او كوم كسان چي كافران شويدي، د هغو لپاره د دوږخ اور دى: نه به مړه کیږي چي داستان یې پاى ته ورسیږي او نه به د هغوى لپاره د دوږخ په عذاب كي څه كموالى راوستل شي. پدې ډول موږ هر هغه چا ته سزا وركوو چي كفر كوونكى وي؛
-
وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَا أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَاءَكُمُ النَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا فَمَا لِلظَّالِمِينَ مِن نَّصِيرٍ
هغوى به هلته فرياد واويلا وکړي چي: "اې زموږ ربه! موږ له دې ځايه وباسه چي ښه عمل وکړو، نه هغسي عملونه چي پخوا مو كول." - (ځواب به ورکړل شي): "ايا موږ تاسي ته دومره عمر نه و درکړی چي كه چا په هغه کښي عبرت اخيستل غوښتلای، نو عبرت یې اخيستلای شوای؟ - او تاسي ته وېرونكى هم درغلى و. نو اوس خوند وڅكئ، دلته د ظالمانو كوم مرستندوی نشته."
-
إِنَّ اللَّهَ عَالِمُ غَيْبِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
بېشكه الله د اسمانونو او ځمکي د هر پټ شي څخه خبر دى، هغه خو آن د سينو په پټو رازونو پوهیږي.
-
هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَمَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ ۖ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا ۖ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا
هماغه ذات دى چي تاسي یې په ځمکه کښي خلفګان ګرځولي یاست. اوس چي هر څوك كافر کیږي، د هغه د كفر وبال پرهمغه دى، او كافرانو ته يې كفر له دې پرته بل هیڅ پرمختګ نشي ورکولای چي د هغو د رب غضب لا زيات په تاو ورباندي راسي. د كافرانو لپاره د زيان له زياتېدو پرته نور څه پرمختګ نشته.
-
قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَىٰ بَيِّنَتٍ مِّنْهُ ۚ بَلْ إِن يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا
[اې پېغمبره (ص) !] دوى ته ووايه: "ايا تاسي كله خپل هغه شريكان ليدلي دي چي له خدايه پرته یې بولئ؟ - ما ته را وښياست، هغوى په ځمکه کښي څه پيدا کړيدي؟ - يا په اسمانونو کښي د هغو څه ونډه ده؟" (كه دوى ځواب نشي ويلای، نو د دوى څخه پوښتنه وکړه) ايا موږ دوى ته كوم ليك ور کړيدى چي د هغه پر اساس دوى (د خپل شرك لپاره) كوم څرګند سند وښيي؟ نه، بلکي دغه ظالمان يو بل ته په درواغو دوكې وركوي.
-
۞ إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا ۚ وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا
حقيقت دا دى، یوازي همدا الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې د منځه تلو څخه ساتلي دي، او كه هغه بې ځايه شي، نو د الله څخه وروسته كوم بل څوك د هغو راټينګوونكى نشته. بېشكه الله ډېر زغمونكى او بښونكى دى.
-
وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءَهُمْ نَذِيرٌ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَىٰ مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُمْ نَذِيرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا
دوی پر الله د كلكو كلكو قسمونو په خوړلو سره وایي چي: كه دوى ته كوم تنبيه كوونكى راغلى واى، نو دوى به د نړۍ د بل هر قوم څخه زيات پر سمه لاره وای. مګر كله چي دوى ته تنبيه كوونكى راغى، نو د هغه راتلو په دوى کښي د حق څخه د تېښتي پرته بل څه زيات نکړل.
-
اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ ۚ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ ۚ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ ۚ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا
دوى په ځمکه کښي لا زيات تكبر اختيار کړ او د ناوړه دسيسو په كار اچول یې شروع کړل. پداسي حال کښي چي ناوړه دسيسې همدې خپلو كار اچوونكو ته ور له غاړي کیږي. نو ايا دوى دې ته سترګي په لاره دي چي له پخوانيو قومونو سره چي د الله كومه کړنلاره وه، هماغه له دوى سره هم وشي؛ كه دا خبره وي، نو ته به هیڅكله د الله په کړنلاره کښي څه بدلون ونه مومې؛ او ته به هیڅكله ونه وينې چي د الله کړنچاره د هغه د ټاكلي لاري څخه كوم ځواك اړولای شي.
-
أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا
ايا دوى كله په ځمکه کښي ګرځېدلي راګرځېدلي ندي، چي د هغو خلكو عاقبت یې ليدلى واى، چي د دوى څخه ډېر زيات ځواكمن ول؟ هیڅ شى نه په اسمانونو او نه په ځمکه کښي د الله بېوسي كوونكى دى. هغه په هر څه باندي پوهيږي او په هر څه باندي قدرت لري.
-
وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهْرِهَا مِن دَابَّةٍ وَلَـٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا
كه چيري الله تعالى خلك د هغو په عملونو باندي نيولاى، نو د ځمکي پر مخ به یې هيڅ ساكښ ژوندى نه واى پرېښى، خو هغه (ج) دوى ته تر يوې ټاكلي نېټې پوري مهلت وركوي، بيا چي كله د دوى نېټه پوره شي، نو الله تعالى د خپلو بندګانو كتونكى دى.
۳۵. سورت فاطر
فاطر
Fatir / فاطر · ۳۵ · ۴۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت فاطر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.