-
حم
حا، میم.
-
تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
دا (قُرآن) د خورا مهربان او پوره رحم لرونکي خداى له خورا نازل کړه شوی دی؛
-
كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
يو داسي كتاب چي ايتونه يې په تفصيل سره بيان کړای شوي دي او د عربي ژبي قُرآن دی د هغو خلكو لپاره چي علم لري؛
-
بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ
زېرى وركوونكى او وېروونكى دى. خو له دغو خلكو څخه زياترو ترېنه مخ واړوه او غوږ ورته نه ږدي.
-
وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ
(کفار) وايي: "د كوم شي خوا ته چي موږ ته بلنه راكوې، د هغه لپاره زموږ زړونه پردو پوښلي دي، زموږغوږونه كاڼه شوي دي او زموږ او ستا تر منځ يوه پرده حائل شوې ده. ته خپل كار كوه موږ به خپل كار كوو."
-
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ ۗ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "په یقیني توکه زه خو ستاسي غوندي يو بشر يم؛ ما ته د وحيي په وسيله ښودله کیږي چي ستاسي خداى ايكى يو خداى دى، له دې امله تاسي مخامخ د هماغه لوری غوره کړئ او له هغه څخه بښنه وغواړئ. او د مشركانو لپاره تباهي ده،
-
الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ
(هغه مشرکان) چي زكات نه وركوي او د اخرت څخه منكر دي.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ
پاتي شول هغه كسان چي ايمان یې راوړ او نېک عملونه یې وکړل، د هغو لپاره په يقيني ډول داسي اجر دى چي لړۍ یې هیڅكله پاى ته رسېدونكې نه ده."
-
۞ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ۚ ذَٰلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي پر هغه خداى باندي كافران کېږئ او نور د هغه سیالان ګرځوئ چي هغه ځمکه په دوو ورځو کښي پيدا کړه؟ - هماغه خو د ټولو مخلوقاتو رب دى.
-
وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِّلسَّائِلِينَ
هغه (د ځمکي د منځ ته راوړلو څخه وروسته) پرهغې د پاسه غرونه مېخ کړل او په هغې کښي یې بركتونه واچول؛ او په هغې کښي یې د ټولو غوښتونكو لپاره د هر يوه له غوښتني او اړتیا سره سم، په صحيح اندازه خوراكي مواد برابر کړل. دغه ټولي چاري په څلورو ورځو کښي سرته ورسېدلې.
-
ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ
بيا هغه د اسمانو خوا ته متوجه شو چي په هغه وخت کښي محضي لوګى و. هغه اسمان او ځمکي ته وويل: "منځ ته راشئ، كه تاسي وغواړئ او كه ونه غواړئ." - دواړو وويل: "موږ د فرمان منونكو په توګه رامنځ ته شوو."
-
فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ
هله نو هغه په دوو ورځو کښي اووه اسمانونه پيداکړل او په هر اسمان کي یې د هغه قانون مقرر کړ. او موږ د دُنيا اسمان په ډېوو سره سينګار کړ او هغه مو ښه محفوظ کړ. دا هر څه د يو برلاسي پوه ذات پلان دى."
-
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ
اوس كه دوى مخ اړوي، نو ورته ووايه: "زه تاسي له همغسي يو ناڅاپي رالوېدونكي عذاب څخه وېروم، لكه چي پر عاديانو او ثموديانو باندي نازل شوى ؤ."
-
إِذْ جَاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ۖ قَالُوا لَوْ شَاءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ
كله چي د خداى استازي هغو ته د وړاندي وروسته هري خوا څخه راغلل او هغوى یې وپوهول چي د الله پرته د هيچا بندګي مه كوئ. نو هغوى وويل: "كه زموږ رب غوښتلای، نو پرښتې به یې لېږلي وای، له دې امله موږ هغه خبره نه منو چي د هغې لپاره تاسي لېږل شوي ياست."
-
فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ
د عاديانو حال دا ؤ چي هغوى په ځمکه کښي په ناحقه تكبر وکړ او ویې ويل: «زموږ څخه زيات زورور څوك دي؟!» - هغوى دا فكر ونه کړ چي كوم خداى چي هغوى پيدا کړي دي، هغه له دوى څخه زيات زورور دى؟ - هغوى زموږ د ايتونو څخه انكار کاوه؛
-
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَىٰ ۖ وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ
په پاى کښي موږ په څو شومو ورځو کښي پر هغو سخت طوفاني باد والوزاوه. تر څو چي پر هغو باندي د همدې دُنيا په ژوند کښي د ذلت او رسوايۍ د عذاب خوند وڅكو او د اخرت عذاب خو له دې څخه هم زيات رسوا كوونكى دى. هلته به هیڅوك د هغو مرستندوى نه وي.
-
وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَىٰ عَلَى الْهُدَىٰ فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
پاتي شول ثموديان، هغو ته موږ سمه لاره وړاندي کړه، خو د لاري لېدلو پر ځاى یې(د ګمراهۍ) ړوند توب غوره کړ. په پاى کښي د هغو د عملونو له امله د ذلت سخت لړزوونكى عذاب ورباندي راوغورځېدی.
-
وَنَجَّيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ
او موږ هغه خلك وژغورل چي ايمان یې راوړى ؤ او له ګمراهۍ او بد عملۍ څخه یې ډډه كوله.
-
وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاءُ اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ
او هغه ورځ (در ياده کړه) چي كله د الله دغه دښمنان دوږخ ته د تلو لپاره ډلي ډلي محاصره کړي راوستل شي.
-
حَتَّىٰ إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
(د هغو مخكيني به د وروستنيو تر راتلو پوري ايسار کړی شي)، بيا كله چي ټول هلته ورشي، نو د هغو غوږونه، سترګي او د بدن پوستكي به پرې شاهدي ووایې چي هغوى په دنيا كي څه كول.
-
وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا ۖ قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
هغوى به د خپل بدن پوستكو ته ووايي: "تاسي زموږ پر خلاف ولي شاهدي وويله؟" - د بدن پوستکي به ځواب ورکړي: "موږ همغه خداى غږولي يوو چي هر شى يې غږولی دى. هماغه تاسي لومړی ځل پيداکړي واست او اوس د هماغه لوري ته تاسي بېرته راوستل کېږئ.
-
وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَـٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ
تاسي چي كله په دُنيا کښي په پټه جرمونه كول، نو ستاسي سره دا فكر نه ؤ چي يو وخت به ستاسي خپل غوږونه، سترګي او د بدن پوستكي پر تاسي شاهدي ووايي، بلکي تاسي خو لا دا ګڼله چي ستاسي له زياترو عملونو څخه خداى هم خبر نه دی؛
-
وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ
ستاسي همدغه ګومان چي په خپل رب باندي مو کړی و، تاسي هلاک کړئ او د هماغه له امله تاسي زيانمن شوئ."
-
فَإِن يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ ۖ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُم مِّنَ الْمُعْتَبِينَ
په دې حالت کي كه هغوى صبر وکړي (او كه یې ونه کړي) اور به د هغو استوګنځى وي او كه د بيرته ستنېدو فرصت وغواړي، نو هیڅ فرصت به ورنه کړل شي.
-
۞ وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاءَ فَزَيَّنُوا لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ
موږ پر هغو باندي داسي ملګري مسلط کړي ول چي وړاندي وروسته هر څه یې ورته ښايسته کړي ول، په پاى کښي پر هغو باندي د عذاب همغه فېصله تطبيق شوه، چي د هغو څخه د مخکي تېر شويو پيريانو او انسانانو پر ډلو باندي تطبيق شوې وه. په يقيني ډول هغوى زيان كاران ول.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَـٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ
او دغه د حق منكران وايي: "دغه قُرآن هيڅكله مه اورئ او (كله چي دا واورول شي)، نو په ده کښي خلل واچوئ، ښايي چي په دې توګه تاسي برلاسي شئ."
-
فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ
پر دغو كافرانو به موږ د سخت عذاب خوند وڅكو، او دوى ته به د هغو خورا ډېرو ناوړو حركتونو چي دوى یې كوي، بشپړه بدله ورکړو.
-
ذَٰلِكَ جَزَاءُ أَعْدَاءِ اللَّهِ النَّارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ ۖ جَزَاءً بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ
هغه دوږخ دى چي د الله دښمنانو ته به په بدله کښي ورکړ شي. په هماغه کښي به تل تر تله د دوى كور وي. دا د هغه جرم سزا ده، چي هغوى زموږ له ايتونو څخه انكار کاوه.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ
هلته به دغه كافران ووايي: "اې زموږ ربه، موږ ته هغه پيريان او انسانان راوښيه چي هغوى موږ ګمراه کړي وو، موږ به هغوى تر پښو لاندي پایمال کړو تر څو چي خورا ذليل او خوار شي."
-
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ
كومو خلكو چي وويل: "الله زموږ رب دى." - او بيا هغوى په دې باندي ثابت قدم پاتي شول. په يقيني ډول پر هغو باندي پرښتې نازلیږي او هغو ته وايي: "مه وېرېږئ، غم مه كوئ او د هغه جنت په زيري سره خوښ اوسئ چي ستاسي سره یې وعده شوې ده.
-
نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ
موږ د دې دُنيا په ژوند کښي هم ستاسي ملګري يوو او په اخرت کښي هم، هلته چي تاسي هر څه وغواړئ دربه کړل شي، او د هر شي هيله چي وکړئ، هغه به ستاسي وي؛
-
نُزُلًا مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ
دا د مېلمستيا وسايل، د هغه ذات له خوا دي چي بښونكى او خورا مهربان دى."
-
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ
او د هغه چا له خبري څخه به ښه خبره د بل چا وي چي هغه د الله خوا ته بلنه ورکړه او نېک عمل یې وکړ او ویې ويل چي زه مسلمان يم.
-
وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ
او [اې پېغمبره (ص)!] نېکي او بدي يو شانته نه دي؛ ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) چي ستا سره چي د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دې لكه صميمي دوست ګرځېدلى دى.
-
وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ
دغه صفت یوازي د صبر کوونکو په برخه کیږي او دغه مقام یوازي هغو خلكو ته چي د غټي برخي خاوندان دي، په برخه کیږي.
-
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
او كه ته د شيطان له خوا كوم لمسون محسوس کړې، نو د الله پناه غواړه، هغه هر څه اوري او پوهیږي.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۚ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
دغه شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ د الله له نښانو څخه دي. لمر او سپوږمۍ ته سجده مه كوئ، بلکي هغه خداى ته سجده وکړئ چي دا یې پيدا کړي دي كه په رښتيا سره تاسي د هغه عبادت كوونكي ياست.
-
فَإِنِ اسْتَكْبَرُوا فَالَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْأَمُونَ ۩
خو كه دوى په غرور كولو سره پر خپله خبره ټينګار وکړي، نو باك یې نشته. کومي پرښتې چي ستا رب ته مقربي دي، هغوى شپه او ورځ د هغه تسبيح كوي او هیڅكله نه ستړي کیږي.
-
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ۚ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۚ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او د الله له نښانو څخه يوه دا ده: ته ګورې چي ځمکه وېده پرته ده، بيا څنګه چي موږ پر هغې باندي اوبه و اورو ، په ناڅاپي ډول هغه برکیږي، وده کوي او غوړيږي. په يقيني ډول كوم خداى چي دغه مړه لوېدلې ځمکه ژوندۍ كوي، هغه د مړو ژوندى كوونكى هم دى. په باوري ډول هغه په هر څه باندي قدرت لري.
-
إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا ۗ أَفَمَن يُلْقَىٰ فِي النَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ ۖ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
كوم كسان چي زموږ په ايتونو کي کوږوالی یا بدلون راولي (سرچپه مانا یې کوي)، هغوى زموږ څخه پټ نه دي. پخپله فكر وکړئ: ايا هغه څوك ډېر ښه دى چي په اور کښي غورځېدونكى دى او كه هغه څوك چي د قيامت په ورځ به د امن په حالت کښي حاضر وي؟ - كوئ څه چي غواړئ! الله ستاسي ټول عملونه ويني.
-
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءَهُمْ ۖ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ
هغه كسان (زموږ څخه پټ نه دي) چي كله د نصيحت کلام ورته راغى، نو د هغه له منلو څخه یې انكار وکړ، خو حقيقت دا دى چي دا (قُرآن) يو پياوړى كتاب دى؛
-
لَّا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ
باطل نه مخامخ پرې راتلای شي نه د شا لخوا. دا د حكمت د څښتن، د یو ستايل شوي ذات، نازل کړی شوى كتاب دى.
-
مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ
[اې پېغمبره (ص)!] تا ته چي څه ويل کيږي، په هغه کښي هیڅ شى داسي نشته چي ستا څخه پخوا تېر شويو پېغمبرانو ته نه وي ويل شوي. بېشكه ستا رب ډېر بښونكى دى او ددې تر څنګ د لویي دردناکي سزا وركوونكى هم دى.
-
وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ ۖ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ ۖ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُولَـٰئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ
كه موږ دا د عجمي قُرآن په بڼه لېږلی واى، نو دوى به ويلي وای: "ولي د ده ايتونه په تفصيل سره بيان نه کړل شول؟- څه عجيبه خبره ده چي کلام عجمي دى او مخاطب عربي؟" - دوى ته ووايه: "دغه قُرآن د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او شفا ده. خو كوم كسان چي ايمان نه راوړي، د هغو لپاره دا د غوږونو پلته او د سترګو پټۍ ده. د هغو حال خو داسي دى لكه له ليري څخه چي نارې ورته وهل کیږي (خو اوري يې نه).
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ ۗ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ
له دې څخه مخکي موږ موسىٰ (ع) ته كتاب ورکړئ ؤ او د هغه په برخه کښي هم همدغه اختلاف شوى و. كه ستا رب لا د مخه يوه خبره فېصله کړې نه واى، نو د دغو اختلاف كوونكو په منځ کښي به فېصله شوې وای؛ او په باوري ډول دوی په تشويش ناك شك کښي غورځېدلي دي.
-
مَّنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ
څوك چي ښه عمل وکړي، د خپل ځان لپاره به ښه وکړي؛ څوك چي بدي وکړي د هغې وبال به پر همغه وي. او ستا رب د خپلو بندګانو په حق کښي ظالم نه دى.
-
۞ إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَاتٍ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ ۚ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَائِي قَالُوا آذَنَّاكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍ
د هغه ساعت (قيامت) علم خداى ته راجع کیږي، همغه پر هغو ټولو مېوو پوهیږي چي له خپلو غوټيو څخه راوځي، هماغه ته معلومه ده چي كومه ښځه (انسان وي، که حیوان) حامله شوېده او کومي بچى زېږولى دى. او په كومه ورځ چي هغه دوى ته غږ وکړي: "هغه زما شريكان چيرته دي؟" - دوى به ووايي: "موږ درته عرض کړی دى، نن له موږ څخه هیڅوك د دې شاهدي ويونكى نه شته."
-
وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَدْعُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَظَنُّوا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ
په هغه وخت کښي به له دوى څخه ټول هغه معبودان ورك شي، چي له دې څخه مخکي یې هغوى بلل، او دوی به وانګېري چي اوس هیڅ د پناه كوم ځاى ورته نشته.
-
لَّا يَسْأَمُ الْإِنسَانُ مِن دُعَاءِ الْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ الشَّرُّ فَيَئُوسٌ قَنُوطٌ
انسان د نېکۍ په دُعا غوښتلو هیڅكله نه ستومانه کیږي او كله چي ورباندي كوم افت راځي، نو ناهيلى او زړه ماتي کیږي؛
-
وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِن بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَـٰذَا لِي وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّي إِنَّ لِي عِندَهُ لَلْحُسْنَىٰ ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ
خو څنګه چي د سخت وخت له تېرېدو څخه وروسته موږ ورباندي د خپل رحمت خوند څكو، دى وايي: "زه د همدې مستحق يم، او زه ګومان نه كوم چي قيامت به راشي، خو كه په رښتيا سره زه د خپل رب خوا ته وګرځول شم، نو هلته به هم ښېګڼه را په برخه وي." - په داسي حال کښي چي موږ به كافرانو ته هرومرو وښيو چي هغوى څه کړي دي؛ او په هغو باندي به موږ د ډېر سخت عذاب خوند وڅكو.
-
وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَىٰ بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاءٍ عَرِيضٍ
انسان ته چي كله موږ نعمت وركوو، نو هغه (د حق څخه) مخ اړوي او (د شکر کولو څخه) په ډډه تاوېږي او كله چي كوم افت ورته رسیږي، نو بيا په اوږدو اوږدو دُعاګانو باندي لاس پوري كوي.
-
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي كله په دې فكر کړی دى چي كه چيري دغه قُرآن د الله له خوا وي او تاسي ترېنه انكار وکړئ، نو له هغه چا نه به زيات ګمراه بل څوك وي چي د ده (قُرآن ) په دښمنۍ کښي تر لیري پوري وتلى وي؟
-
سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
ډېر ژر به موږ دوى ته خپلي نښانې په افاقو (هیوادونو) کښي هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کښي هم؛ تر دې پوري چي دوى ته دا خبره څرګنده شى چي دغه قُرآن په رښتيا سره پر حق دى. ايا دا خبره كافي نه ده چي ستا رب پر هر څه شاهد دى؟
-
أَلَا إِنَّهُمْ فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَاءِ رَبِّهِمْ ۗ أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطٌ
خبردار اوسئ، دوى د خپل رب په ملاقات کي شك لري. واورئ، هغه په يقيني توګه، په هر څه چاپېر دی!
۴۱. سورت فصلت
فصلت
Fussilat / فصلت · ۴۱ · ۵۴ آیتونه
دا پاڼه د سورت فصلت عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.