-
حم
حا، میم.
-
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ
د دغه كتاب نازلېدل د الله لخوا دي چي برلاسى دى، په هر څه باندي پوهېدونكى دى؛
-
غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ
د ګناه بخښونکی او توبه قبلوونكى دى، سخت سزا وركوونكى او ډېر د فضل خاوند دى. له هغه پرته هیڅ معبود نشته، د هماغه لوري ته د ټولو ورګرځېدل دي.
-
مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ
د الله په ايتونو باندي پرته د كافرانو څخه نور څوک جګړې نه کوي. له دې وروسته دي د نړۍ په هېوادونو کښي د هغو ګرځېدل راګرځېدل تا په څه فريب کښي وا نه چوي.
-
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِن بَعْدِهِمْ ۖ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ ۖ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ
د دوى څخه مخکي د نوح (ع) قوم هم د درواغو نسبت کړی دى، او له هغو څخه وروسته ډېرو نورو ډلو هم دغه كار کړی دى. هر قوم پر خپل پېغمبر باندي ناوړه قصد او حمله وکړه چي هغه ونيسي. هغوى ټولو د باطل په وسلې سره د حق د مغلوب ښودلو هڅه وکړه، خو په پاى کښي ما هغوى ونيول، نو وګوره چي زما عذاب څنګه سخت ؤ.
-
وَكَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحَابُ النَّارِ
په همدې ډول ستا د رب دا فېصله هم پر ټولو هغو كسانو باندي تطبيق شوېده چي د كفر مرتكب شوي دي، هغوى دوږخ ته تلونكي دي.
-
الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ
د الهي عرش پورته اخیستونکي پرښتې او د عرش شا و خوا حاضري پرښتې، ټولي د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاكي بيانوي. هغوى پر الله ايمان لري او د مؤمنانو په حق کښي د بښني دُعا كوي. هغوى وايي: "اې زموږ ربه! ته پخپل رحمت او په خپل علم سره په هر شي باندي خور شوى یې، نو هغو كسانو ته بښنه وکړه او د دوږخ له اوره یې وژغوره چي توبه یې ایستلې ده او ستا لاره یې غوره کړي ده.
-
رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُمْ وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
اې زموږ ربه! دوی هغو همېشني جنتونوته داخل کړه چي تا یې وعده ورسره کړېده، او د دوی له مور، پلار، مېرمنو او اولادونو څخه چي څوك صالحان وي (هغوى هم له دوی سره يو ځاى هلته بوځه). بېشكه ته ښه قوي غالب او د حكمت څښتن یې؛
-
وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ ۚ وَمَن تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
او دوی د بدييو څخه وژغوره. تا چي څوك د قيامت د ورځي د بديو څخه وژغوره، پر هغه دي لوى رحم وکړ، همدغه ستر برياليتوب دى."
-
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ
كوم كسان چي كافران شويدي، د قيامت په ورځ به هغو ته په اواز كولو وويل شي: "نن چي تاسي څومره سخت خپل ځان ته په غوسه کېږئ، الله له دې څخه زيات پر تاسي هغه وخت په غوسه كېدی، چي تاسي ايمان ته رابلل كېداست، خو كفر مو کاوه."
-
قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍ مِّن سَبِيلٍ
هغوى به ووايي: "اې زموږ ربه! تا په رښتيا سره موږ ته دوه ځله مرګ او دوه ځله ژوند راکړی دى، اوس موږ پر خپلو ګناهونو باندي اعتراف كوو، ايا اوس له دې ځايه د وتلو څه لاره شته؟"
-
ذَٰلِكُم بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ ۖ وَإِن يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا ۚ فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ
(ځواب به ورکړ شي) دغه حالت چي تاسي په کښي اخته یاست، له دې امله دى چي كله یوازي د الله خوا ته بلنه كېدله، نو تاسي نه منله او كله چي له هغه سره نور (د الله شریکان) يو ځاى كېدل، نو تاسي منله. اوس فېصله د لوى او لوړ خداى په لاس کښي ده."
-
هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُم مِّنَ السَّمَاءِ رِزْقًا ۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَن يُنِيبُ
هماغه ذات دى چي تاسي ته خپلي نښانې درښيي او له اسمانه ستاسي لپاره روزي نازلوي، خو (د دغو نښانو په لېدلو سره) درس یوازي هماغه څوك اخلي چي د الله لوري ته رجوع كوونكى وي.
-
فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ
(نو اې رجوع كوونكو!) هماغه الله د خپل دين په خالص ګرځولو سره وبولئ، که څه هم ستاسي دغه كار د كافرانو هر څومره بد اېسي.
-
رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ
هغه د لوړو درجو خاوند، د عرش څښتن دى. له خپلو بندګانو څخه په هر چا باندي چي وغواړي په خپل حكم سره روح (د وحيي پرښته) نازلوي، تر څو چي هغه د ملاقات د ورځي څخه خلك ووېروي.
-
يَوْمَ هُم بَارِزُونَ ۖ لَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ ۚ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ
هغه ورځ چي ټول خلك به بې پردې وي. له الله څخه به د هغو هیڅ خبره هم پټه نه وي. (په هغه ورځ به په لوړ اواز پوښتنه وشي) نن باچاهي د چا ده؟ (ټول مخلوق به غږ وکړي) د يوه قهار خداى.
-
الْيَوْمَ تُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۚ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
(وبه ويل شي) نن به هر چا ته د هغي کړني بدله ورکړه شي چي هغه کړي وي. نن به پرهيچا څه ظلم نه وي او الله په حساب اخيستلو کښي ډېر ګړندى دى.
-
وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ ۚ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى له هغي ورځي څخه ووېروه چي را نژدې شوېده، كله چي زړونه خولې ته راغلي وي او خلك غلي غمجن ولاړ وي. د ظالمانو به نه كوم خوا خوږى دوست وي او نه كوم سپارښت کوونکی چي خبره یې ومنله شي.
-
يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ
الله آن د سترګو په غلا (خیانت) باندي پوهیږي او آن په هغه راز باندي پوهیږي چي سينو پټ ساتلى دى.
-
وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ ۖ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
او الله به له حق سره سمه فېصله وکړي. پاتي شول هغه چي (دغه مشركان یې) د الله څخه پرته بولي، هغوى د هیڅ شي فېصله كوونكي هم نه دي. بېشكه همدا الله د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.
-
۞ أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِن وَاقٍ
ايا دوى كله په ځمکه کښي ګرځېدلي نه دي چي د هغو خلكو عاقبت یې ليدلى واى چي له دوى څخه مخكي تېر شوي دي؟ هغوى له دوى څخه زيات قوي ول او له دوى څخه يې زياتي قوي نښي نښانې په ځمکه کښي پرې ايښي دي. خو الله د هغو په ګناهونو هغوی ونيول او له الله څخه د هغو ژغورونكى هیڅوك نه ؤ.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَكَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ
له دې امله يې دغه عاقبت شو چي د هغوی پېغمبران له څرګندو دليلونو سره ورته راغلل خو هغوی یې له منلو څخه انكار وکړ. په پاى کښي الله هغوى ونيول، په يقيني ډول هغه د ډېر قوت خاوند او په سزا وركولو کښي ډېر سخت دى.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ
او موږ موسى (ع) له خپلو نښانو او د ماموريت له څرګند سند سره ولېږی،
-
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ
فرعون، هامان او قارون ته؛ خو هغوی وويل: "کوډګر دى، ډېر درواغجن دى."
-
فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْحَقِّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءَهُمْ ۚ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ
بيا كله چي هغه زموږ لخوا هغوى ته حق راوړ، نو هغوى وويل: "كومو كسانو چي ايمان راوړى، له ده سره ملګري شويدي، د هغو ټولو زامن ووژنئ او لوڼي یې ژوندۍ پرېږدئ. " - خو د كافرانو دسيسه ناكامه شوه.
-
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ ۖ إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ
(يوه ورځ) فرعون خپلو درباريانو ته وويل: "ما پرېږدئ، زه موسٰي وژنم، او دى دي خپل رب ته غږ کړي. زه وېرېږم چي دى به ستاسي دين بدل کړي، يا به په هيواد کښي فساد راولاړ کړي."
-
وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ
موسى (ع) وويل: "ما خو د هر هغه متكبر په مقابل کښي چي د حساب پر ورځ ايمان نه لري، خپل رب او ستاسي رب ته پناه ور وړېده."
-
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ ۖ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ ۖ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ
په دې وخت کښي د فرعون د خپلوانو څخه يو مؤمن سړي چي خپل ايمان یې پټ کړی و، غږ وکړ: "ايا تاسي يو سړی یوازي په دې اساس وژنئ، چي هغه وايي: زما رب الله دى؟ - په داسي حال کښي چي هغه ستاسي د رب لخوا تاسي ته له څرګندو دليلونو (معجزو) سره راغلى دی. كه هغه درواغجن وي، نو د هغه درواغ به پخپله پر هماغه ور واړوي؛ خو كه هغه رښتينى وي، نو د کوم عذاب څخه چي هغه تاسي وېروي، يو څه به هرو مرو پر تاسي راشي. الله داسي يو چا ته هدايت نه كوي چي له حده تېرېدونكى او ډېر درواغجن وي.
-
يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الْأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِن بَأْسِ اللَّهِ إِن جَاءَنَا ۚ قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَىٰ وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ
اې زما قومه! نن ستاسي سره باچاهي ده او په ځمکه کښي تاسي برلاسي ياست، خو كه د خداى عذاب پر موږ راغى، نو بيا څوك دى چي له موږ سره مرسته وکړاى شي." - فرعون وويل: "زه خو تاسي ته همغه رايه دركوم چي ما ته مناسبه ښکاري او زه د هماغي لاري په لوري تاسي ته لارښوونه كوم چي سمه ده."
-
وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُم مِّثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ
هغه سړي چي ايمان یې راوړى و، وويل: "اې زما قومه! زه وېرېږم چي چيري نه پر تاسي هغه ورځ راشي چي له دې څخه مخکي پر ډېرو ډلو باندي راغلې ده.
-
مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ
لكه څنګه ورځ چي د نوح (ع) پر قوم، عايانو، ثموديانو او له هغو څخه وروسته قومونو باندي راغلې وه. او حقيقت دا دى چي الله پر خپلو بندګانو د ظلم هیڅ اراده نه لري.
-
وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ
اې قومه! زه وېرېږم چى چيري نه پر تاسي د فرياد او سرټكوني ورځ راشي؛
-
يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ
هغه وخت چى تاسي (يو بل ته غږ وکړئ) او په تېښته تېښته په شا وګرځئ، خو، په هغه وخت کښي به له الله څخه ستاسي كوم ژغورونكى نه وي. رښتيا دا ده، الله چي څوك ګمراه کړي، هغه ته بيا هیڅوك لارښوونکی نه وي.
-
وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِّمَّا جَاءَكُم بِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ اللَّهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ
له دې مخکي يوسف (ع) تاسي ته له څرګندو دليلونو سره راغلى و، خو تاسي د هغه د راوړي لارښووني لخوا په شك کښي وغورځېدلاست. بيا كله چي هغه وفات شو، نو تاسي وويل له ده وروسته به الله هیڅكله كوم پېغمبر را ونه لېږي." په همدې ډول الله ټول هغه كسان په ګمراهۍ کښي اچوي چي له حده تېرېدونكي او شكي وي.
-
الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۖ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ وَعِندَ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ
او دغه خلك د الله په ايتونو باندي جګړې كوي، بې له دې چي هغو ته كوم سند يا دليل راغلى وي. دغه کړنلاره د الله او د مؤمنانو په وړاندي سخته كركجنه ده. په همدې ډول الله د هر متكبر او جبار پر زړه مُهر وهي.
-
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَّعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ
فرعون وويل: "اې هامانه! زما لپاره يوه لوړه ماڼۍ جوړه کړه چي زه تر لارو پوري ورسېداى شم.
-
أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰ إِلَـٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا ۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ ۚ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ
د اسمانونو تر لارو پوري، او د موسى خداى لږ ووينم، ما ته خو دغه موسى درواغجن ښکاري." - په دې توګه د فرعون لپاره د هغه بد عملي ښايسته کړای شوه او هغه د سمي لاري څخه منع کړای شو. د فرعون ټولي دسيسې (د هغه د خپلى) تباهۍ په لاره کښي په كار واچول شوې.
-
وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ
هغه سړي چي ايمان یې راوړى ؤ، وويل: "اې زما قومه! زما خبره ومنئ. زه تاسي ته سمه لاره ښيم.
-
يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَـٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ
اې قومه! دغه دنيوي ژوند خو څو ورځي دى، د تل تر تله د استوګني ځاى اخرت دى."
-
مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ
څوك چي بدي وکړي هغه ته به هماغومره بدله ورکړه شي، څومره چي هغه بدي کړي وي. او څوك چي ښه عمل وکړي هغه که نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي مؤمن وي، دغسي ټول خلك به جنت ته داخل شي، چي هلته به هغو ته بې حسابه روزي ورکړه شي.
-
۞ وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ
اې قومه! ښه نو، دا څه پېښه ده، زه تاسي د خلاصون خوا ته را بولم، خو تاسي ما د اور خوا ته بولئ.
-
تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ
تاسي ما ته ددې خبري بلنه راكوئ چي زه له الله څخه انكار وکړم او له هغه سره هغه هستۍ شريكي وګڼم چي زه یې نه پېژنم. په داسي حال کښي چي زه تاسي د برلاسي بښونكي خداى خوا ته بولم.
-
لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ
نه، حقه دا ده او ددې پر خلاف نشي كېداى، د كومو خوا ته چي تاسي ما بولئ، د هغو لپاره نه په دُنيا کښي څه بلنه شته او نه په اخرت کښي، او زموږ ټولو ورګرځېدل فقط د الله خوا ته دي، او په یقیني توګه همدغه له حده تېري كوونكي اور ته تلونكي دي.
-
فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ
نن چي زه څه وايم، ډېر ژر به هغه وخت راشي چي تاسي به یې در ياد کړئ. او خپله معامله زه الله ته سپارم. الله د خپلو بندګانو (د کړو) ښه ليدونكى دى.
-
فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ۖ وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ
په پاى کښي (هغو كسانو چي ډيري ناوړه دسيسې یې د هغه مؤمن پر ضد په كار واچولې)، الله له هغو ټولو څخه هغه وساته، او د فرعون ملګري پخپله په ډېر بد عذاب کښي راګير شول.
-
النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا ۖ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ
د دوږخ اور دى، چي هغه ته سهار او ماښام (په عالم برزخ كي) هغوى وړاندي كول کیږي، او كله چي د قيامت ساعت راشي، نو امر به وشي چي د فرعون خپلوان ډېر سخت عذاب ته ورننباسئ.
-
وَإِذْ يَتَحَاجُّونَ فِي النَّارِ فَيَقُولُ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِّنَ النَّارِ
او هغه وخت ياد کړه چي دوى به په دوږخ کښي يو له بل سره جګړه كوونكي وي. په دنيا کښي چي كوم كسان كمزوري ول، هغوى به تكبر كوونكو ته ووايي: "موږ ستاسي تابع وو. اوس ايا دلته به تاسي د دوږخ د اور له کړاو څخه څه لږ ډېر موږ وژغورئ؟"
-
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُلٌّ فِيهَا إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ الْعِبَادِ
تكبر كوونكي به ځواب ورکړي: "موږ ټول دلته په يو حال کښي يوو او الله د بندګانو په منځ کښي فېصله کړېده."
-
وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ
بيا به په دوږخ کښي دغه لوېدلي كسان، د دوږخ د چارو څارونکو ته ووايي: "خپل رب ته دُعا وکړئ چي زموږ په عذاب كي فقط د يوې ورځي تخفيف راولي."
-
قَالُوا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِالْبَيِّنَاتِ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۚ قَالُوا فَادْعُوا ۗ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ
هغوى به پوښتنه وکړي: "ايا تاسي ته ستاسي پېغمبران له څرګندو دليلونو سره نه ول درغلي؟" - هغوى به ووايي: "هو!" - د دوږخ د چارو څارونکي به ووايي: "نو تاسي پخپله دُعا وکړئ، او د كافرانو دُعا بې ګټي ده."
-
إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ
باور ولرئ چي موږ د خپلو پېغمبرانو او مؤمنانو مرسته هرومرو د دې دُنيا په ژوند کي هم كوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چي كله شاهدان ولاړ وي؛
-
يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ ۖ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ
په هغه ورځ چي ظالمانو ته د هغو معذرت هیڅ ګټه ونه رسوي او پر هغوى لعنت ولويږي او د هغو په برخه ډېر بد استوګنځى ورسیږي؛
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْهُدَىٰ وَأَوْرَثْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ
او په حقیقت سره موږ موسى (ع) ته لارښوونه وکړه او بني اسرائيل مو د هغه كتاب وارثان وګرځول،
-
هُدًى وَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ
چي د عقل او پوهي لرونكو لپاره هدايت او نصيحت ؤ.
-
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ
نو [اې پېغمبره (ص)!] صبر وکړه، د الله وعده پر حق ده، د خپل (اُمت) د ګناه لپاره بښنه غواړه او سهار او ماښام د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاكي بيانوه.
-
إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۙ إِن فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَّا هُم بِبَالِغِيهِ ۚ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
حقيقت دا دى، هغه كسان چي له كوم سند او دلیل پرته چي ورته راغلي وي، د الله په ايتونو کښي جګړې كوي، د هغو زړونه له کبر او سرکښي څخه ډك شويدي ، خو هغوى دغي لويۍ ته هيڅ چيري رسېداى نشي. نو د الله پناه غواړه، هغه ښه اورېدونكى او ښه ليدونكى دى.
-
لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
د اسمانونو او ځمکي پيدا كول، د انسانانو د پيداكولو په پرتله په باوري ډول ډېر لوى كار دى، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
-
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ ۚ قَلِيلًا مَّا تَتَذَكَّرُونَ
او دا نشي كېداى چي ړوند (غافل) او سترګي لرونکی (عالم) يو شانته شي؛ او ایمان لرونکي صالح خلك او بدكار برابر شي؛ خو تاسي بيخي لږ متوجه کېږئ .
-
إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
په يقيني ډول، د قيامت ساعت راتلونكى دى، د هغه په راتلو کښي هیڅ شك نشته، خو زياتره خلك ايمان پرې نه راوړي (نه یې مني).
-
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
ستاسي رب وايي: "ما وبولئ، زه به ستاسي دُعاوي قبولي کړم، كوم كسان چي په غرور كولو سره زما له عبادت څخه مخ اړوي، هغوى به هرو مرو ذليل او خوار دوږخ ته ورننوځي."
-
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
همدا الله هغه ذات دى چي ستاسي لپاره یې شپه پيدا کړه، تر څو چي تاسي په کښي استراحت وکړئ او ورځ یې ځلانده کړه. حقيقت دا دى چي الله پر خلكو لوى فضل كوونكى دى، خو زياتره خلك شكر نه باسي.
-
ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
هماغه الله (چي ستاسي لپاره یې دغه څه کړيدي) ستاسي رب دى، د هر شي خالق دى. له هغه پرته هیڅ معبود نه شته، نو تاسي كوم لوري ته اړول کېږئ؟
-
كَذَٰلِكَ يُؤْفَكُ الَّذِينَ كَانُوا بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ
په همدې ډول هغه كسان اړول شويدي، چي د الله له ايتونو څخه یې انكار کاوه.
-
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ
هغه خو همدا الله دى چي ستاسي لپاره یې ځمکه ارام ځاى وګرځوله او پاس یې د اسمان ګمبته جوړه کړه. هغه ستاسي صورت جوړ کړ او ډېر ښكلى یې جوړ کړ، هغه تاسي ته د پاكو شيانو روزي درکړه. هماغه الله (چي دغه یې كارونه دي) ستاسي رب دى. الله د بې حسابه بركتونو څښتن دى، هغه د مخلوقاتو رب دى.
-
هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
همغه تل تر تله ژوندى دى. له هغه پرته هیڅ معبود نه شته، تاسي همغه د خپل دين په خالص ګرځولو سره وبولئ. ټوله ثنا او ستاينه د مخلوقاتو د پروردګار الله لپاره ده.
-
۞ قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءَنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زه خو د هغو هستيو له عبادت څخه منع کړای شوى يم چي تاسي يې له الله پرته بولئ. (زه دا كار څنګه کولای شم) كله چي ما ته زما د رب لخوا ښكاره دليلونه راغلي دي، ما ته امر شوى دى چي زه د مخلوقاتو د رب په وړاندي د تسليم سر ښكته کړم."
-
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا ۚ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ مِن قَبْلُ ۖ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
الله هماغه دى چي تاسي یې د خاوري څخه پيدا کړاست، بیا له نطفې څخه، بيا د ويني له کلکي ټوټې څخه، بيا هغه تاسي د ماشوم په بڼه راباسي، بيا تاسي غټوي تر څو چي خپل پوره قوت ته ورسېږئ، بيا مو نور پسي غټوي تر څو چي تاسي د زوړوالي عمر ته ورسېږئ؛ او ستاسي څخه څوك لا د مخه بيرته غوښتل کیږي (مري). دا هر څه د دې لپاره کیږي چي تاسي خپل ټاكلي وخت ته ورسېږئ او د دې لپاره چي تاسي په حقيقت باندي وپوهېږئ.
-
هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ فَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ
هماغه ذات ژوند وركوونكى دی او هماغه د مرګ وركوونكى دى. هغه چي د هري خبري فېصله كوي، فقط يو امر كوي چي شه! او هغه کیږي.
-
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ أَنَّىٰ يُصْرَفُونَ
تا هغه كسان وليدل چي د الله په ايتونو باندي جګړې كوي، كوم لوري ته هغوى ګرځول کیږي؟
-
الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
دغه خلك چي دغه كتاب او ټول هغه كتابونه چي موږ له خپلو پېغمبرانو سره لېږلي ول درواغ ګڼي، ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.
-
إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ يُسْحَبُونَ
كله چي د دوى په غاړو کښي طوقونه او ځنځيرونه وي، د هغو په رانيولو سره به دوى را کش شي.
-
فِي الْحَمِيمِ ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ
د خوټېدلو اوبو خوا ته، او بيا به بيرته د دوږخ اور ته ننیستل شي.
-
ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تُشْرِكُونَ
بيا به ورڅخه پوښتنه وشي: "اوس چيري دي له الله څخه پرته نور خدايان، چي تاسي له الله سره شريكول؟"
-
مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَل لَّمْ نَكُن نَّدْعُو مِن قَبْلُ شَيْئًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ
دوى به ځواب ووايي: "هغوى زموږ څخه ورك شول، بلکي موږ له دې څخه مخکي د هیڅ شي عبادت نه دى کړی." - په دې ډول به الله د كافرانو ګمراهي اثبات کړي.
-
ذَٰلِكُم بِمَا كُنتُمْ تَفْرَحُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَمْرَحُونَ
هغو ته به وويل شي: "ځكه ستاسي دغه عاقبت شو چي په ځمکه کښي پر ناحق خوښ واست او بيا مو پر هغه په غرور سره ټينګار کاوه؛
-
ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ
اوس ځئ د دوږخ په دروازو ننوځئ، تل تر تله هماغلته ستاسي استوګنه ده، د متكبرانو ډېر بد استوګنځى دى."
-
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۚ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ
نو [اې پېغمبره (ص)!] صبر وکړه، د الله وعده پر حق ده. اوس كه موږ تا ته د دوى د هغو ناوړه نتيجو كومه برخه در وښيو چي له هغو څخه موږ دوى وېروو، يا (له هغې څخه مخكي) تا له دُنيا څخه پورته کړو، نو د دوى بېرته راستنېدل خو همدا زموږ خوا ته دي.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ ۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] ستا څخه مخکي موږ ډېر پېغمبران لېږلي دي، چي د هغو څخه د ځينو حالات موږ تا ته ويلي دي او د ځينو مو نه دي درته ويلي. د هیڅ يو پېغمبر دا وس واك نه ؤ چي د الله د ارادې پرته په خپله یې كومه نښانه راوړې واى. بيا كله چي د الله حُكم راغى، نو د حق سره سمه فېصله وکړاى شوه او په هغه وخت كي باطل پرستان په زيان كي وغورځېدل.
-
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
همدا الله ستاسي لپاره دغه څاوري پيدا کړيدي، تر څو چي تاسي د هغو پر ځينو سپاره شئ او د ځينو نورو غوښي وخورئ.
-
وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَيْهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ
په هغو كي ستاسي لپاره نوري ډيري ګتي هم شته، هغه دې ته هم په كار راځي چي ستاسي په زړونو کښي چي چيري د تلو اړتیا وي، هلته تاسي پر هغو ورسېداى شئ، پر هغو هم او پر بېړيو هم تاسي سپرول کېږئ.
-
وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَأَيَّ آيَاتِ اللَّهِ تُنكِرُونَ
الله تاسي ته خپلي دغه نښانې درښيي، نو تاسي به د هغه له كومو كومو نښانو څخه منكر شئ.
-
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ
نو ايا دوى په ځمکه کښي ګرځېدلي نه دي، چي د هغو خلكو عاقبت يې ليدلى واى، چي له دوى څخه پخوا تېر شوي دي؟ له دوى څخه په شمېر کښي زيات ول، له دوى څخه زيات قوى ول او په ځمکه کښي یې له دوى څخه زيات ځلانده اثار پرې ايښي دي. څه ګټه چي هغوى کړي وه، هغه يې په څه درد دوا نشوه.
-
فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
كله چي د هغو پېغمبران ورته له ښكاره دليلونو سره راغلل، نو هغوى پر هماغه علم ووياړېدل چي پخپله ورسره ؤ. او بيا په هماغه شي کښي راګير شول چي ټوكي یې ور پوري كولې.
-
فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ
كله چي هغو زموږ عذاب وليدی، نو ویې ويل: "موږ یوازنی الله ومانه (ایمان مو راوړئ) او موږ له ټولو هغو معبودانو څخه انكار كوو چي شريكان مو ګڼل.
-
فَلَمْ يَكُ يَنفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا ۖ سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ ۖ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ
خو زموږ د عذاب له ليدلو څخه وروسته د هغو ايمان ورته هیڅ ګټه نشوه رسولای، ځكه چي همدغه د الله ټاكلې کړنلاره ده چي تل د هغه په بندګانو كښى نافذه شوې ده؛ او په دې وخت او ځای کښي كافران په زيان کښي وغورځېدل.
۴۰. سورت غافر
غافر
Ghafir / غافر · ۴۰ · ۸۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت غافر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.