Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱۱. سورت هود

هود

Hud / هود · ۱۱ · ۱۲۳ آیتونه

دا پاڼه د سورت هود عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. الر ۚ كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ

    الف، لام، را. دا داسي کتاب دى چي ايتونه یې په پاخه او مفصل ډول د حکمت د څښتن او باخبره ذات له خوا ويل شويدي؛

  2. أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ۚ إِنَّنِي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ

    چي د الله پرته د هیچا بندګي مه کوئ. زه د هغه له لوري څخه ستاسي ويروونكى هم يم او زيرى دركوونكى هم.

  3. وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ ۖ وَإِن تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ

    او دا چي كه تاسي له خپل پروردګار څخه بښنه وغواړئ او د هغه لوري ته را وګرځئ، نو هغه به تر يوې ټاكلي مودې پوري تاسي ته د ژوند ښه وسايل درکړي؛ او هر د فضل خاوند ته به د هغه فضل ورکړي. خو كه تاسي مخ واړوئ، نو زه ستاسي په باب د يوې لویي هيبتناکي ورځي له عذاب څخه وېرېږم.

  4. إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    د الله لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي او هغه هر څه کولای شي.

  5. أَلَا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ ۚ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    وګورئ! دوى خپلي سينې تاووي، تر څو له هغه څخه ځان پټ کړي. خبردار اوسئ! كله چي دوى په جامو سره خپل ځان نغاړي، الله د دوى په پټو هم پوهیږي او په ښكاره ؤ هم. هغه خو پر هغو رازونو هم پوهیږي چي په سينو کښي دي.

  6. ۞ وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ

    په ځمکه کښي هیڅ داسي كوم خوځنده ساكښ نشته، چي د هغه روزي د الله په غاړه نه وي او د هغه په باب ونه پوهیږي چي هغه چيري اوسیږي او چيري هغه سپارل کیږي. هر څه په يو روښانه دفتر کښي ثبت دي.

  7. وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۗ وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ

    او هماغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل، چي مخکي د هغه عرش پر اوبو باندي ؤ. تر څو تاسي وازمايي، وګوري، چي په تاسو کښي څوك د غوره کړو وړو خاوند دى. اوس كه [اې پېغمبره (ص)!] ته ووایې چي اې خلكو! له مرګ وروسته به تاسي د دوهم ځل لپاره راپاڅول شئ، نو منكران به سمدلاسه ووايي چي دا خو ښكاره کوډي (درواغ) دي.

  8. وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَىٰ أُمَّةٍ مَّعْدُودَةٍ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُ ۗ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    او كه موږ تر يوې ټاكلي مودې پوري د هغو عذاب وځنډوو، نو هغوى به وايي چي كوم شي هغه سزا ايسار کړېده؟ - واورئ! په كومه ورځ چي د هغې سزا وخت راشي، نو هغه به د هيچا په اړولو وا نه ړول شي او هماغه شى به هغوى را ايسار کړي چي ملنډي ور پوري وهي.

  9. وَلَئِنْ أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَئُوسٌ كَفُورٌ

    او كه چيرې موږ انسان ته خپل رحمت په برخه کړو او بيا یې بېرته ورڅخه واخلو، نو هغه ناهيلي کیږي او په ناشكرۍ لاس پوري كوي.

  10. وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ نَعْمَاءَ بَعْدَ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي ۚ إِنَّهُ لَفَرِحٌ فَخُورٌ

    او كه له هغه کړاو څخه وروسته چي پر راغلى ؤ، موږ پر هغه باندي د نعمت خوند څكو، نو وايي زما ټوله بيوزلي ايسته شوه، بيا هغه ډېره خوښي كوي او ویاړي.

  11. إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَـٰئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ

    (له دې عيب څخه چي څوك پاك دي)، نو خو یوازي هغه كسان دي چي صبر كوي او نېکي کړني ترسره کوي او د هغوى لپاره هم بښنه ده او هم لوى مكافات.

  12. فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَن يَقُولُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ ۚ إِنَّمَا أَنتَ نَذِيرٌ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] چيري داسي نه وي چي ته له هغو شيانو څخه كوم شى (له وينا څخه) پرېږدې چي تا ته وحيي کیږي. او پر دې خبره زړه تنګى شې چي هغوى وايي: "پر دې سړي كومه خزانه ولي راتوى نشوه؟" - يا دا چي: "له ده سره كومه پرښته ولي رانغله؟" - ته خو یوازي خبردار کوونكى یې، ها خوا د هر څه څارونكى الله دى.

  13. أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    ايا دوى وايي چي پېغمبر دا كتاب له ځانه په درواغو جوړ کړی دى؟- ورته ووايه: "ښه كه داسي ده، نو دده په څېر لس سورتونه په درواغو جوړ کړي راوړئ او له الله څخه پرته نور چي هر څوك (ستاسي معبودان) دي، هغوى كه د مرستي لپاره رابللى شئ نو راویې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو کښي) رښتيني ياست.

  14. فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَن لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ

    اوس كه هغوى (ستاسي معبودان) ستاسي مرستي ته نه رسیږي، نو وپوهېږئ چي دا (قُرآن) د الله په علم سره نازل شويدى. او دا چي له الله څخه پرته كوم بل حقيقي معبود نشته، نو ايا تاسي (ددې حق په وړاندي) د اطاعت سر ښكته كوئ؟

  15. مَن كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ

    كوم خلك چي یوازي د همدې دنيا د ژوند او د هغې د ښكلاو غوښتونكي وي، د هغو د کړو وړو ټوله مېوه موږ همدلته وركوو او په دې کښي له هغو سره هیڅ كمى نه کیږي.

  16. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ ۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    خو په اخرت کښي ددغه راز خلكو لپاره له اوره پرته نور څه نشته. (هلته به معلومه شي) څه چي هغوى په دنيا کښي کړيدي، هغه ټول خاوري اِېرې شول او اوس د هغو ټول کړه وړه باطل دي.

  17. أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ أُولَـٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ ۚ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ ۚ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ

    ښه نو هغه څوك چي د خپل رب له لوري يوه څرګنده شاهدي یې درلودله، له هغې وروسته يو (بل) شاهد هم د پروردګار له خوا (ددې شاهدۍ په تائيد کښي) راغى. او مخکي د موسى (ع) كتاب هم د لارښود او رحمت په ډول راغلى موجود ؤ، (ايا هغوى هم د ماديت پرستانو غوندي ورڅخه انكار كولى شي؟) داسي كسان خو به پرده ايمان راوړي. او له انساني ډلو څخه چي هر څوك ورڅخه انكار وکړي، نو د هغه لپاره چي د كوم ځاى وعده ده، هغه دوږخ دى. نو [اې پېغمبره (ص)!] ته ددې شي له پلوه په كوم شك کښي مه لوېږه، دا ستا د رب له لوري حق دى، خو زياتره خلك یې نه مني.

  18. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۚ أُولَـٰئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَـٰؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ

    او له هغه چا څخه به بل غټ ظالم څوك وي چي پر الله باندي درواغ وتړي؟ - دغه راز خلك به د خپل رب حضور ته وړاندي کړای شي، او شاهدان به شاهدي ووايي چي دا هغه خلك دي چي پر خپل رب باندي یې درواغ تړلي ول. واورئ! پر ظالمانو د خداى لعنت دى.

  19. الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ

    پر هغو ظالمانو چي د خداى له لاري څخه خلك منع كوي، د هغه د لاري كوږ والى غواړي او له اخرت څخه منکریږي.

  20. أُولَـٰئِكَ لَمْ يَكُونُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ۘ يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ ۚ مَا كَانُوا يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوا يُبْصِرُونَ

    دوى په ځمکه کښي د الله بېوسي كوونكي نه ول او نه د الله په مقابل کښي څوك د دوى ملاتړ ؤ. دوى ته به اوس دوه برابره عذاب ورکړل شي. دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه یې په خپله غور کاوه.

  21. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    دوى هغه خلك دي چي خپل ځان یې په خپله په زيان کښي واچوه او هغه هر څه ورڅخه ورك شول چي دوى درواغ تړلي ول.

  22. لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ

    له دې پرته بله لاره نشته چي همدوى په اخرت کښي تر ټولو زيات زيانمن اوسي.

  23. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَىٰ رَبِّهِمْ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

    پاتي شول هغه خلك چي ايمان یې راوړ او ښه كارونه یې وکړل او یوازي خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت کښي به د تل لپاره اوسیږي.

  24. ۞ مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَىٰ وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ ۚ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

    ددې د واړو ډلو مثال داسي دى لكه يو انسان چي ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى. ايا دا دواړه يو شان کېدای شي؟ - ايا تاسي له دې مثال څخه څه درس نه اخلئ؟

  25. وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ

    (او همدغسي حالات ول چي) موږ نوح (ع) د هغه قوم ته لېږلی ؤ. (هغه خپل قوم ته وويل): "زه تاسي ته په ډاګه څرګنده خبر دركوم،

  26. أَن لَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ۖ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ

    چي له الله (ج) څخه پرته د هيچا بندګي ونه کړئ، كه نه نو زه اندېښمن يم چي پر تاسي به يوه ورځ دردناك عذاب نازل شي."

  27. فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ

    په ځواب کښي د هغه د قوم هغو مشرانو چي د هغه د خبري له منلو څخه یې انكار کړی ؤ، وويل: "زموږ په نظر کښي خو ته له دې پرته نور څه نه یې، یوازي زموږ غوندي يو انسان یې؛ او موږ ګورو چي زموږ له قوم څخه یوازي هغو كسانو چي زموږ په وړاندي ټيټ خلك ول، بې فكره او بې غوره یې ستا پيروي غوره کړېده. او موږ هیڅ شى هم داسي نه مومو چي په هغه کښي تاسي زموږ څخه څه لوړوالی ولرئ؛ بلکي موږ خو تاسي درواغجن ګڼو."

  28. قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَآتَانِي رَحْمَةً مِّنْ عِندِهِ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمْ لَهَا كَارِهُونَ

    هغه وويل: "اې زما قومه! لږ شان فكر وکړئ چي كه زه د خپل رب له لوري پر يوې څرګندي شاهدۍ ولاړوم او بيا هغه زه په خپل ځانګړي رحمت سره هم سر لوړى کړم، خو هغه تاسي ونشوه ليدلى. ښه نو زموږ سره څه وسيله ده چي تاسي منل نه غواړئ او موږ په زوره هغه ستاسي پر سر باندي وتپو؟

  29. وَيَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۚ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ إِنَّهُم مُّلَاقُو رَبِّهِمْ وَلَـٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ

    او اې قومه! زه پردې وظيفه ستاسي څخه كوم مال نه غواړم، زما اجر خو پر الله باندي دى. او زه د هغو خلكو شړونكى هم نه يم چي زما خبره یې منلې ده، هغوى په خپله د خپل رب حضور ته ورتلونكي دي. خو زه ګورم چي تاسي جهالت غوره كوئ.

  30. وَيَا قَوْمِ مَن يَنصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِن طَرَدتُّهُمْ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

    او اې قومه! كه زه دغه خلك وشړم، نو د خداى له نيوني څخه به ما څوك وژغوري؟ ستاسي په ذهن کښي ايا دومره خبره هم نه كښېني؟

  31. وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا ۖ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنفُسِهِمْ ۖ إِنِّي إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ

    او زه تاسي ته نه وايم چي زما سره د الله خزانې دي. نه دا وايم چي زه د غېبو علم لرم، نه دا دعوه كوم چي زه پرښته يم. او زه دا هم نشم ويلى چي كوم خلك چي ستاسي سترګي په سپكه ورته ګوري، هغو ته به الله كومه ښېګڼه ورنه کړي. د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهیږي، كه زه داسي ووايم نو ظالم به يم."

  32. قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ

    په پاى کښي هغوى وويل: "اې نوحه! تا زموږ سره جګړه وکړه او ډېره دي وکړه. اوس نو زياتي هغه عذاب راوله چي ته موږ ته د هغه اخطار راكوې كه رښتینى یې."

  33. قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ اللَّهُ إِن شَاءَ وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ

    نوح (ع) ځواب ورکړ: "هغه خو به الله راولي، كه خوښه یې شي. او تاسي دومره زور وس نلرئ چي د هغه مخنيوى وکړئ.

  34. وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

    اوس كه زه ستاسي څه خير ښېګڼه هم وغواړم، نو زما خير غوښتنه تاسي ته هیڅ ګټه نشي رسولای كله چي الله ستاسي د بې لاري توب اراده کړې وي. همغه ستاسي رب دى او د همغه لوري ته ستاسي ورستنېدل دي."

  35. أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَا بَرِيءٌ مِّمَّا تُجْرِمُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] ايا دا خلك وايي چي دغه سړي دا هر څه په خپله له ځانه درواغ جوړکړيدي؟ - دوى ته ووايه: "كه ما دا له خپله ځانه درواغ غوټه کړي وي، نو پر ما د خپل جرم مسئوليت دى. او كوم جرم چي تاسي كوئ، د هغه له مسئوليت څخه زه خلاص يم."

  36. وَأُوحِيَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُ لَن يُؤْمِنَ مِن قَوْمِكَ إِلَّا مَن قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

    نوح (ع) ته وحيي وشوه چي ستا له قوم څخه چي كومو خلكو ايمان راوړ، هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته. د هغو پر کړو وړو غمجن كېدل پرېږده.

  37. وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا ۚ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ

    او زموږ تر څارني لاندي، زموږ له ښووني سره سم د يو بېړۍ په جوړولو لاس پوري کړه. او ګوره، كومو خلكو چي ظلم کړيدى د هغو په حق کښي ما ته څه سپارښ مه كوه. دوى ټول اوس ډوبېدونكي دي.

  38. وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ ۚ قَالَ إِن تَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ

    نوح (ع) بېړۍ جوړوله، او کله چي به د هغه د قوم له مشرانو څخه څوك د هغه له څنګه تېرېدی نو په هغه پوري به یې ملنډي وهلې. نوح (ح) وويل: "كه تاسي په موږ پوري ملنډي وهئ، نو موږ هم په تاسي پوري ملنډي وهو؛

  39. فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ

    ډېر ژر به تاسي ته په خپله معلومه شي چي پر چا باندي هغه عذاب راځي، چي هغه به رسوا كاندي. او پر چا به هغه بلا را پريوځي چي ايسته یې نشي کړای."

  40. حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ ۚ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ

    تر دې پوري چي كله زموږ حكم راغى او هغه تنور راوخوټېده، نو موږ (نوح ته) وويل: "د هر ډول ځناورو يوه يوه جوړه په بېړۍ کښي واچوه، خپله كورنۍ هم – پرته له هغو كسانو څخه چي مخکي د هغو په باب وينا (د ډوبېدو حکم) شوېده. او هغه كسان هم کښېنوه چي ايمان یې راوړيدى." - او لږ غوندي خلك ول چي له نوح (ع) سره یې ايمان راوړى ؤ.

  41. ۞ وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا ۚ إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    نوح (ع) وويل: "سپاره شئ په دې (بېړۍ) کښي، د الله په نوم سره هم ددې روانېدل دي او هم ددې درېدل. زما رب ډېر بخښونکی او رحم کوونکی دى."

  42. وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ

    بېړۍ هغه خلك راخيستي روانه وه او هره څپه لكه د غره په شان راپورته كېدله. د نوح (ع) زوى په ليري فاصله کښي ؤ. نوح (ع) ورته غږ وکړ: "زويه! زموږ سره سپور شه، له كافرانو سره مه اوسه."

  43. قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَ ۚ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ

    هغه را وګرځېد، ځواب یې ورکړ: "زه همدا اوس يو غره ته خېژم چي ما د اوبو څخه وژغوري." - نوح (ع) وويل: "نن كوم شى د الله له حكم څخه ژغورونكى نشته، پرته له دې څخه چي همغه الله پر چا باندي رحم وکړي." - په دې ترڅ کښي يوه څپه د دواړو په منځ کښي پرده شوه او هغه هم له غرقېدونكو څخه شو.

  44. وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ ۖ وَقِيلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

    حكم وشو: "اې ځمکي! خپلي ټولي اوبه جذب کړه او اې اسمانه بند شه!" - بيا اوبه په ځمکه کښي كښېنستلې، پرېکړه سر ته ورسېده. بېړۍ د جودي پر غره تم شوه، او وويل شول چي: د ظالمانو قوم دي (د الله د رحمت څخه) ايسته شي!

  45. وَنَادَىٰ نُوحٌ رَّبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ

    نوح (ع) خپل رب ته غږ وکړ، ویې ويل: "اې زما ربه، زما زوى زما له كورنۍ څخه دى او ستا وعده رښتيا ده او ته له ټولو حاكمانو څخه لوى او غوره حاكم یې."

  46. قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ ۖ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۖ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ

    په ځواب کښي يي وويل: "اې نوحه! هغه ستا له كورنۍ څخه نه دى، هغه خو د يو فاسد عمل خاوند دى. نو ته زما څخه د هغي خبري غوښتنه مه كوه چي په حقيقت يې نه پوهېږې. زه تا ته نصحيت كوم چي خپل ځان د جاهلانو غوندي ونه ګرځوې!"

  47. قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِينَ

    نوح (ع) سمدلاسه عرض وکړ: "اې زما ربه! زه تا ته له دې څخه پناه در وړم چي هغه څه وغواړم، چي نه پرې پوهېږم. كه ته ما ته بښنه ونه کړې او رحم را باندي ونکړې، نو زه به برباد شم."

  48. قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِّنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ أُمَمٍ مِّمَّن مَّعَكَ ۚ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ

    حكم وشو: "اې نوحه! (د بېړۍ څخه) كوز شه، زما له لوري پر تا او پر هغو كسانو چي ستا ملګري دي، سلامتيا او بركتونه دي. او ځیني ډلي داسي هم شته چي (په دُنیا کي) له نعمتونو څخه به یې برخمن کړو؛ خو بيا به هغو ته زموږ له لوري دردناك عذاب ورسیږي."

  49. تِلْكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ ۖ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلَا قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَـٰذَا ۖ فَاصْبِرْ ۖ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دا غيبي خبرونه دي چي موږ یې تا ته وحيي كوو. له دې څخه مخکي نه ته ورباندي پوهېدلې، نه ستا قوم. نو صبر وکړه، نتيجه د پرهېزګارانو په ګټه ده.

  50. وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ

    او دعاديانو لوري ته موږ د هغو ورور هود(ع) ولېږه. هغه وويل: "اې قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي بل هیڅ كوم خداى نشته. تاسي محض درواغ غوټه کړيدي.

  51. يَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    اې قومه! پر دې كار باندي زه ستاسي څخه كوم اجر نه غواړم؛ زما اجر خو د هغه ذات په ذمه دى چي هغه زه پيدا کړی يم. ايا تاسي له پوهي څخه كار نه اخلئ؟

  52. وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ

    او اې زما قومه! له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بيا د هغه لوري ته وګرځئ. هغه به پر تاسي باندي د اسمان ورخونه پرانيزي، په شيبو باران به و اوروي او ستاسي پر اوسني قوت سربېره به نور قوت در زيات کړي. د مجرمانو په څېر مخ مه اړوئ."

  53. قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ

    هغو ځواب ورکړ: "اې هوده! ته موږ ته له کومي څرګندي شاهدۍ سره نه یې راغلى، او ستا په وينا سره موږ خپل معبودان نشو پريښودلای، او پر تا باندي موږ ايمان راوړونكي نه يو.

  54. إِن نَّقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ ۗ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ

    موږ خو دا انګيرو چي پر تا باندي زموږ له معبودانو څخه د كوم يوه ګوزار لګيدلى دى (ستا عقل ته یې تاوان رسولی دی)." – هود (ع) وويل: "زه د الله شاهدي وړاندي كوم او تاسي شاهدان اوسئ، دا چي تاسي له الله څخه پرته نور په خدايۍ کښي برخه وال ګڼلي دي، زه ورڅخه بېزار يم.

  55. مِن دُونِهِ ۖ فَكِيدُونِي جَمِيعًا ثُمَّ لَا تُنظِرُونِ

    تاسي ټول په لاس يو كولو زما پر خلاف، په خپل اقدام کښي ايله مه كوئ. او ما ته يوه ذره مهلت مه راكوئ.

  56. إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم ۚ مَّا مِن دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    زما توكُل پر الله باندي دى چي زما رب هم دى او ستاسي رب هم. هیڅ ساكښ داسي نشته چي وچولي (د تندي وېښتان) یې د هغه (الله) په لاس کښي نه وي. بېشكه زما رب پر سمه لار دى.

  57. فَإِن تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ ۚ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُ شَيْئًا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ

    كه تاسي مخ اړوئ، نو واړوئ. زه چي له كوم پيغام سره تاسي ته را لېږل شوى وم، هغه مي تاسي ته رسولى دى. اوس به زما رب ستاسي په ځاى بل قوم راپاڅوي او تاسي به هغه ته هیڅ زيان ونه رسولای شئ. په يقيني ډول زما رب پر هر څه باندي څارونكى دى."

  58. وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَنَجَّيْنَاهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ

    بيا كله چي زموږ حكم راغى، نو موږ په خپل رحمت سره هود (ع) او هغه خلك چي له هغه سره یې ايمان راوړى ؤ، وژغورل. او له يو سخت عذاب څخه مو هغو ته نجات ورکړ.

  59. وَتِلْكَ عَادٌ ۖ جَحَدُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ

    دغه دي عاديان، د خپل رب له ايتونو څخه منكر شول، د هغه د پېغمبرانو خبره یې ونه منله، او د حق د هر جابر دښمن پيروي یې وکړه.

  60. وَأُتْبِعُوا فِي هَـٰذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ

    په پاى کښي په دې دنيا کښي هم پر هغو باندي لعنت وغورځېدی او د قيامت په ورځ هم. واورئ! عاديان په خپل رب كافران شول. واورئ! عادیان د هود قوم (د الله د رحمت څخه) ليري وغورځول شول.

  61. ۞ وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُّجِيبٌ

    او د ثموديانو لوري ته موږ د هغو ورور صالح (ع) ولېږه. هغه وويل: "اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ كوم بل خداى نشته، هماغه ذات دى چي تاسي یې له ځمکي څخه پيدا کړي ياست او دلته یې تاسي مېشته کړي ياست. نو تاسي له هغه څخه بښنه وغواړئ او د هغه لوري ته راوګرځئ. په باوري ټوګه زما رب نژدې دى او هغه د دُعاګانو ځواب ويونكى دى."

  62. قَالُوا يَا صَالِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَـٰذَا ۖ أَتَنْهَانَا أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ

    هغوى وويل: "اې صالح! له دې څخه مخکي ته په موږ کښي يو داسي سړی وې چي ډيري هيلي در پوري تړلي وې. ايا ته غواړې موږ د هغو معبودانو له عبادت څخه منع کړې چي زموږ پلرونو، نیکونو د هغو عبادت کاوه؟ - نو د کومي کړنلاري په لوري چي موږ ته بلنه راكوې، د هغې په باب موږ سخت په اشتباه کښي يوو چي موږ یې په تشويش کښي اچولي يوو."

  63. قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَآتَانِي مِنْهُ رَحْمَةً فَمَن يَنصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيْرَ تَخْسِيرٍ

    صالح (ع) وويل: "اې قومه! تاسي پر دې خبره باندي څه فكر کړيدى چي كه ما د خپل رب له لوري يوه روښانه شاهدي درلودله. او بيا هغه زه په خپل رحمت سره هم سر لوړى کړم. نو له دې څخه وروسته به د الله له نيونې څخه څوك ما وژغوري، كه زه د هغه له حكم څخه سر وغړوم؟ تاسي زما څه په درد خوړلای شئ، پرته له دې څخه چي ما نور هم په زيان کښي وغورځوئ.

  64. وَيَا قَوْمِ هَـٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ

    او اې زما قومه! وګورئ، دا د الله اوښه ستاسي لپاره يوه نښانه ده. دا د خداى په ځمکه کښي د څرېدو لپاره ازاده پرېږدئ. پر دې هیڅ تعرض مه كوئ. كه نه نو څه زيات وخت به تېر نشي چي پر تاسي باندي به د خداى عذاب راشي."

  65. فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ

    خو هغوى اوښه ټپي او ووژله. په دې سره صالح (ع) هغو ته خبردارى ورکړ: "اوس یوازي درې ورځي په خپلو كورونو کښي نور و اوسیږي. دا داسي وخت دى چي دروغ به ثابت نشي."

  66. فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَالِحًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ

    په پاى کښي چي كله زموږ د فېصلې وخت راغى، نو موږ په خپل رحمت سره صالح (ع) او هغه كسان چي له هغه سره یې ايمان راوړى ؤ، وژغورل؛ او د هغې ورځي له رسوايي څخه مو خوندي کړل. بېشكه همدا ستا رب په اصل کښي زورور او برلاسى دى.

  67. وَأَخَذَ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ

    پاتي شول هغه خلك چي ظلم یې کړی ؤ، نو يوې سختي زلزلې هغوى ونيول او په خپلو سيمو کښي بې حسه او بې حركته مړه وغورځېدل.

  68. كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۗ أَلَا إِنَّ ثَمُودَ كَفَرُوا رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًا لِّثَمُودَ

    داسي چي تا به ويل: هغوى هلته له سره اوسېدلي نه ول. واورئ! ثموديان په خپل رب كافران شول. واورئ! ثموديان (د الله د رحمت څخه) لیري وغورځول شول.

  69. وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا سَلَامًا ۖ قَالَ سَلَامٌ ۖ فَمَا لَبِثَ أَن جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ

    او په يقيني توګه ابراهيم (ع) ته زموږ پرښتې زيرى وركوونكي ورغلې. ویې ويل پر تا دې سلام وي. ابراهيم (ع) ځواب ورکړ: پر تاسي دي هم سلام وي. بيا ډېر وخت تېر نشو چي ابراهيم (ع) (د هغو د مېلمستيا لپاره) يو وريت (سور) کړای شوى خوسى راوړ.

  70. فَلَمَّا رَأَىٰ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً ۚ قَالُوا لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍ

    خو كله چي (ابراهیم) وليدل چي د هغو لاسونه خوړو ته نه رسیږي، نو اشتباه یې ورباندي راغله او په زړه کښي یې ورڅخه وېره احساس کړه. هغو وويل: "مه وېرېږه، موږ خو د لوط (ع) د قوم خوا ته لېږل شوي يوو."

  71. وَامْرَأَتُهُ قَائِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاءِ إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ

    د ابراهيم (ع) مېرمن (ساره) هم ولاړه وه، هغې ددې په اورېدو سره وخندل. بيا موږ هغې ته د اسحاق (ع) او د هغه وروسته د يعقوب (ع) زېرى ورکړ.

  72. قَالَتْ يَا وَيْلَتَىٰ أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَـٰذَا بَعْلِي شَيْخًا ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ

    هغې وويل: "هاى زما شاميته! آیا اوس به زما اولاد وشي؟ په داسي حال کښي چي زه ډېره زړه شوې يم او دغه زما مېړه هم زوړ شوى. دا خو ډېره حېرانوونكې خبره ده."

  73. قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۖ رَحْمَتُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ ۚ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ

    پرښتو وويل: "د الله پر حكم باندي حېرانېږئ؟ - اې د ابراهيم(ع) كورنۍ! پر تاسي باندي خو د الله رحمت او د هغه بركتونه دي. او په باوري ډول الله د ډيري ستايني وړ او د ستر شان څښتن دى."

  74. فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءَتْهُ الْبُشْرَىٰ يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ

    بيا كله چي د ابراهيم (ع) وارخطائي ايسته شوه او (د اولاد په زيري) د هغه زړه خوشحاله شو، نو هغه د لوط (ع) د قوم په موضوع کښي زموږ سره په شخړه لاس پوري کړ.

  75. إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ

    په حقيقت کښي ابراهيم (ع) د ډېر زغم او نرم زړه خاوند ؤ او په هر حال کښي یې زموږ لوري ته رجوع كوله.

  76. يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَـٰذَا ۖ إِنَّهُ قَدْ جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَإِنَّهُمْ آتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ

    (په پاى کښي زموږ پرښتو هغه ته وويل): "اې ابراهيمه! له هغه څخه لاس واخله. ستا د رب حكم شويدى او اوس پر هغو خلكو هغه عذاب راتلونكى دى چي د هيچا په مخنيوي یې مخه نشي نيول کېدای."

  77. وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَـٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ

    او كله چي زموږ پرښتې لوط (ع) ته ورغلې، نو د هغو په راتګ سره هغه ډېر وارخطا او زړه تنګى شو او ویې ويل چي نن ډېره د غم ورځ ده.

  78. وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ ۚ قَالَ يَا قَوْمِ هَـٰؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي ۖ أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ

    (د دغو مېلمنو له راتګ سره سم) د هغه د قوم خلك د هغه د كور خوا ته په منډه منډه ورغلل. له پخوا څخه هغوى له همدغسي بد كاريو سره عادت ول. لوط(ع) هغو ته وويل: "اې قومه! زما دا لوڼې شته، دوى ستاسي لپاره ډيري پاکي دي. لږ له خدايه ووېرېږئ، زما د مېلمنو په باب ما مه شرموئ. ايا په تاسي کښي څوك هوښيار سړی نشته؟"

  79. قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ

    هغو ځواب ورکړ: "تا ته خو معلومه ده چي ستا په لوڼو کښي زموږ څه برخه نشته. او ته هم پرې پوهیږې چي موږ څه غواړو."

  80. قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍ

    لوط (ع) وويل: "كاشكي ما دومره زور درلودلای چي تاسي مي سم کړي واى. يا كومه كلكه اسره (تکیه ځای) واى چي هغې ته مي پناه ور وړې واى."

  81. قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُوا إِلَيْكَ ۖ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ ۖ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ ۚ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ

    په دې وخت کښي پرښتو هغه ته وويل: "اې لوطه! موږ ستا د رب لېږل شوي پرښتې يوو. دا خلك به تا ته هیڅ ضرر ونشي رسولای. نو چي يو څه شپه پاتي شي، د خپل كور غړي دي درسره واخله، وځه. او ګوره، ستاسي څخه دي هیڅوك شاته نه ګوري. مګر ستا مېرمن (به ملګرتيا درسره ونه کړي)، ځكه چي پر هغې هم هغه څه راتلونكي دي چي پر دې خلكو باندي راتلونكي دي. د دوى د تباهۍ لپاره د سهار وخت ټاكل شويدى. ايا سهار نژدې ندى؟!"

  82. فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ

    بيا كله چي زموږ د فېصلې وخت راورسېدی، نو موږ هغه سيمه په بل مخ نسكوره کړه او پر هغې باندي مو د پخې شوي خټي د تيږو باران ووروه.

  83. مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ۖ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ

    چي له هغو څخه هره يوه تيږه ستا د رب په وړاندي په نښه شوې، نومول شوې وه. او له ظالمانو څخه دا عذاب څه لیري نه دى.

  84. ۞ وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ وَلَا تَنقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ ۚ إِنِّي أَرَاكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيطٍ

    او د مدين خلكو ته موږ د هغو ورور شعيب(ع) ولېږه. هغه وويل: "اې زما د قوم خلكو! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ كوم بل خداى نشته او په تله او پيمانه کښي كمى مه كوئ. زه نن تاسي په ښه حالت کښي ګورم، خو زه وېرېږم چي سبا به پر تاسي باندي داسي ورځ راشي، چي د هغې عذاب به ټول را ايسار کړي.

  85. وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

    او اې قومه له عدالت سره سم تول او پيمانه كوئ، او خلكو ته د هغو په شيانو کښي تاوان مه ور اړوئ او په ځمکه کښي فساد مه خوروئ.

  86. بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ

    د الله درکړې زېرمه ستاسي لپاره ډېره ښه ده كه تاسي مومنان یاست. او په هر حال زه پر تاسي څارونكى نه يم.

  87. قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ ۖ إِنَّكَ لَأَنتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ

    هغو ځواب ورکړ: "اې شعيبه! ايا ستا لمونځ تا ته دا درښيي، چي موږ هغه ټول معبودان پرېږدو چي زموږ پلرونو، نیکونو د هغو عبادت کاوه؟ - يا دا چي موږ دي په خپلو مالونو کښي له خپلي خوښي سره سم د تصرف كولو واك ونه لرو؟ ایا یوازي همدا ته يو لوړ ظرفي او رښتينى انسان پاته شوى یې؟"

  88. قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

    شعيب (ع) ورته وويل: "اې قومه! تاسي په خپله فكر وکړئ چي كه زه د خپل رب له لوري پر يوې روښانه شاهدۍ وم او بيا هغه له خپل لوري څخه ما ته ښه روزي هم راکړه، (نو له دې څخه وروسته زه ستاسي په ګمراهېو او حرام خورییو کښي ستاسي سره ګډون څنګه کولای شم؟) او زه هیڅكله دا نه غواړم چي له كومو خبرو څخه چي زه تاسي منع كوم، د هغو په خپله مرتكب شم. زه خو اصلاح كول غواړم تر څو پوري مي چي وس رسیږي. او زه چي د څه شي سرته رسول غواړم، هغه په ټوله معنا د الله په توفيق پوري تړلي دي، ما پر همغه باندي توكُل کړی دى او په هره معامله کي د همغه لوري ته رجوع كوم.

  89. وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ ۚ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِّنكُم بِبَعِيدٍ

    او اې قومه! زما پر خلاف ستاسي دښمني چيري ددې وار را نه ولي، چي په پاى کښي پر تاسي باندي هم هماغه عذاب راشي چي د نوح(ع)، يا د هود(ع)، يا د صالح (ع) پر قوم باندي راغلى ؤ. او د لوط(ع) قوم خو ستاسي څخه څه زيات لیري هم نه دى.

  90. وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ

    ګورئ! له خپل رب څخه بښنه وغواړئ او د هغه لوري ته راوګرځئ. بېشكه زما رب، رحم كوونكى دى او له خپل مخلوق سره مينه لري."

  91. قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ

    هغو ځواب ورکړ: "اې شعيبه! ستا په زياتره خبرو خو موږ له سره پوهيږو نه. او وينو چي ته زموږ په منځ کښي يو بېوسى انسان یې. كه ستا خپلوان نه واى، نو موږ به د وخته ته سنګسار کړی واى. ستا مټ بازو خو دومره نه دى چي پر موږ باندي دروند وي."

  92. قَالَ يَا قَوْمِ أَرَهْطِي أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَاتَّخَذْتُمُوهُ وَرَاءَكُمْ ظِهْرِيًّا ۖ إِنَّ رَبِّي بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ

    شعيب(ع) وويل: "اې قومه! ايا زما خپلوان پر تاسي له الله څخه زيات درانه (عزیز) دي چي تاسي (له خپلوانو څخه ووېرېږئ او) الله مو بيخي شا ته وغورځاوه (هېر مو کړئ)؟ - په یقیني توګه، زما رب پر هغو کړنو چي تاسي يې کوئ، احاطه کوونکی دی

  93. وَيَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ ۖ وَارْتَقِبُوا إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ

    اې قومه! تاسي په خپله کړنلاره فعاليت كوئ او زه په خپله کړنلاره فعاليت كوم. ډېر ژر به تاسي ته څرګنده شي چي پر چا باندي رسوا كوونكى عذاب راځي او څوك درواغجن دى. تاسي هم انتظار وباسئ او زه هم ستاسي سره سترګي په لاره يم."

  94. وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ

    په پاى کښي چي كله زموږ د فېصلې وخت راغى، نو موږ په خپل رحمت سره شعيب (ع) او د هغه مؤمنان ملګري وژغورل. او كومو كسانو چي ظلم کړی ؤ، هغوى يوې سختي زلزلې داسي ونيول چي په خپلو كورونو کښي بې حسه، بې حركته، يخ پراته پاتي شول.

  95. كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۗ أَلَا بُعْدًا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ

    داسي چي تا به ويل: هغوى له سره هیڅكله هلته اوسېدلي نه ول. واورئ! د مدين خلك هم (د الله د رحمت څخه) لیري وغورځول شول، لكه څنګه چي ثموديان غورځول شوي ول.

  96. وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ

    او موسى(ع) موږ له خپلو نښانو او د ماموريت له څرګند سند سره واستاوه.

  97. إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاتَّبَعُوا أَمْرَ فِرْعَوْنَ ۖ وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ

    فرعون او د هغه د سلطنت لوړ رتبه كسانو ته (مو واستوه)، خو هغو د فرعون د حكم پيروي وکړه. په داسي حال کښي چي د فرعون حكم پر رښتينی نه ؤ.

  98. يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ ۖ وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُودُ

    د قيامت په ورځ به هغه د خپل قوم په وړاندي وړاندي وي او تر خپل قيادت لاندي به هغوی د دوږخ لوري ته بوځي. د ورتګ څومره نا كاره ځاى دى، دا چي څوك ورته ورسیږي!

  99. وَأُتْبِعُوا فِي هَـٰذِهِ لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُودُ

    او پر دې خلكو په دنيا کښي هم لعنت وغورځېدی او د قيامت په ورځ به هم پرې وغورځیږي. څومره بده بدله ده، دا چي چا ته ورکړه شي!

  100. ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْقُرَىٰ نَقُصُّهُ عَلَيْكَ ۖ مِنْهَا قَائِمٌ وَحَصِيدٌ

    دغه د څو كليو ماجرا ده چي موږ یې تا ته اوروو. له هغو څخه ځیني اوس هم ولاړ دي او د ځينو كښتونه لو شويدي (د منځه تللي دي).

  101. وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَـٰكِن ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ ۖ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مِن شَيْءٍ لَّمَّا جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ

    موږ پر هغو ظلم نه دى کړی، هغو خپله پر خپل ځان ظلم وکړ. او كله چي د الله حكم راغى، نو د هغو هغه معبودان چي له الله څخه پرته یې بلل، هیڅ په كار را نه غلل او هغو (معبودانو) له هلاکت او بربادي څخه پرته نوره څه ګټه ور ونه رسوله.

  102. وَكَذَٰلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَىٰ وَهِيَ ظَالِمَةٌ ۚ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ

    او ستا رب چي كله کومي ظالمي سيمی نيسي، نو بيا د هغه نيول همداسي وي. په واقع کښي د هغه نيونه ډېره سخته او دردناکه وي.

  103. إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ الْآخِرَةِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمٌ مَّجْمُوعٌ لَّهُ النَّاسُ وَذَٰلِكَ يَوْمٌ مَّشْهُودٌ

    حقيقت دا دى چي په دې کښي د هر هغه چا لپاره يوه نښانه ده، چي دا خرت له عذاب څخه وېره وکړي. هغه به يوه داسي ورځ وي چي ټول خلك به راغونډ وي؛ او په هغه ورځ کښي چي بيا هر څه وي، د ټولو تر نظر لاندي به وي.

  104. وَمَا نُؤَخِّرُهُ إِلَّا لِأَجَلٍ مَّعْدُودٍ

    موږ د هغې راوستل څه دومره ډېر زيات نه وروسته كوو، د هغې لپاره یوازي يوه په شمار حساب موده ټاكلې ده.

  105. يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ

    كله چي هغه (د قیامت ورځ) راشي، نو هيچا ته به د خبري كولو مجال نه وي، مګر دا چي د خداى په اجازه څه عرض وکړي. نو څه خلك به په هغه ورځ بدمرغه وي او څه نېکمرغه.

  106. فَأَمَّا الَّذِينَ شَقُوا فَفِي النَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ

    څوك چي بدمرغه وي، هغوى به دوږخ ته لاړ شي (چي هلته به د ګرمۍ او تندي له ډيري سختۍ نه) د هغوى ستمهار او پښهار وي.

  107. خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ

    او په همدغه حالت کښي به هغوى د تل لپاره اوسیږي، تر څو پوري چي اسمانونه او ځمکه ولاړ وي؛ مګر دا چي ستا رب بل څه وغواړي. بېشكه ستا رب بشپړ واكمن دى چي څه غواړي كوي یې.

  108. ۞ وَأَمَّا الَّذِينَ سُعِدُوا فَفِي الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ ۖ عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ

    پاتي شول هغه كسان چي نېکمرغه ثابت شي، نو هغوى به جنت ته لاړ شي او هلته به د تل لپاره اوسیږي، تر څو پوري چي اسمانونه او ځمکه بر قرار وي؛ مګر دا چي ستا رب نور څه وغواړي. پر هغو به د داسي ورکړي پېرزوينه وشي چي د هغې لړۍ به هیڅكله غوڅېدونكې نه وي.

  109. فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّمَّا يَعْبُدُ هَـٰؤُلَاءِ ۚ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ آبَاؤُهُم مِّن قَبْلُ ۚ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنقُوصٍ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] ته د هغو معبودانو له پلوه په څه اشتباه کښي مه لوېږه، چي دغه خلك یې عبادت كوي. دوى خو (یوازي د ړانده تقليد په اساس) هماغسي عبادتونه كوى، لكه څنګه چي مخکي د دوى پلرونو، نیکونو كول. او موږ به د دوى برخه بشپړه ورکړو، بې له دې څخه چي په هغې کښي څه كموالى وي.

  110. وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ

    موږ له دې څخه مخکي موسى (ع) ته هم كتاب ورکړيدى او د هغه په باب هم اختلاف شوى ؤ (لكه څنګه چي نن ددغه كتاب په باب کیږي چي تا ته درکړ شويدى). كه ستا د رب له لوري له پخوا څخه د يوې خبري تصميم نه واى نيول شوى، نو د دغو اختلاف كوونكو په منځ کښي به لا د مخه پرېکړه شوې وای. دا واقعيت دى چي دوى د هغه له پلوه په شك او اشتباه كي لوېدلي دي.

  111. وَإِنَّ كُلًّا لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَالَهُمْ ۚ إِنَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

    او دا هم واقعيت دى چي ستا رب به دوى ته د دوى د عملونو پوره بشپړه بدله ورکړي. دا باوري ده چي هغه د دوى له ټولو عملونو څخه باخبر دى.

  112. فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ۚ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] ته او ستا هغه ملګري چي (له كفر او سر غړوني څخه د ايمان او غاړي ايښودلو لوري ته ) راووښتي دي، پر سمه لاره همغسي برابر ثابت قدم اوسئ، لكه څنګه چي درته حكم شويدى. او د بندګۍ له حد څخه تېرى مه كوئ. څه چي تاسي كوئ، هغه ستاسي د رب په نظر کښي دي.

  113. وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ

    د دغو ظالمانو لوري ته يو بڅرى مه كږېږئ، كه نه نو دوزخ به مو ونغاړي. او تاسي به كوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي د خداى څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ يو ځاى څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي.

  114. وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ ۚ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ۚ ذَٰلِكَ ذِكْرَىٰ لِلذَّاكِرِينَ

    او لمونځ د ورځي په دواړو خواوو کښي او څه د شپې په ساعتونو کښي قائم کړه. په حقيقت کښي نېکي، بدۍ له منځه وړي. دا د هغو خلكو لپاره يوه يادونه ده چي د خداى په ياد لرونكي دي.

  115. وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ

    او صبر وکړه، الله د نېکي كوونكو اجر هیڅكله نه ضايع كوي.

  116. فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ ۗ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ

    نو ولي په هغو قومونو کښي چي ستاسي څخه مخکي تېر شويدي، د خېر خلك موجود نه ول چي نور خلك یې په ځمکه کښي له فساد راولاړولو څخه منع کړي واى؟ - دغسي خلك كه را پيدا شول هم خو ډېر لږ، چي موږ هغوى له هغو قومونو څخه وژغورل. كه نه نو ظالمان خلك خو په همغو خوندونو پسې شول چي د هغو وسايل ورته پرېمانه ورکړل شوي ول؛ او هغوى مجرمان وګرزېدل.

  117. وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَىٰ بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ

    ستا رب داسي نه دى چي په ناحقه كلي تباه کړي، په داسي حال کښي چي د هغو اوسيدونكي سمون راوستونكي وي.

  118. وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً ۖ وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ

    بېشكه كه ستا رب غوښتلای نو ټول انسانان یې يوه ډله (د یوه دین پیروان) ګرځولای شول. مګر اوس خو هغوى په بېلا بېلو لارو تل روان وي.

  119. إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ ۚ وَلِذَٰلِكَ خَلَقَهُمْ ۗ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ

    او له لارو وركۍ څخه به یوازي هغه خلك وژغول شي، چي ستا د رب رحمت پر دى. (د ټاكلو او غوره كولو) د همدغي (ازادۍ) لپاره خو یې هغوى پيدا کړي ول. او ستا د رب هغه خبره پوره شوه چي هغه ويلي ول: زه به دوږخ له پېريانو او انسانانو ټولو څخه ډك کړم.

  120. وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ ۚ وَجَاءَكَ فِي هَـٰذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

    او [اې پېغمبره (ص)!] دا د پېغمبرانو كيسې چي موږ یې تا ته اوروو، دا هغه شيان دي چي د هغو په وسيله ستا زړه ډاډه كوو. په هغو کښي تا ته د حقيقت علم په لاس درغى او ايمان راوړونكو ته نصيحت او ويښتوب په برخه شو.

  121. وَقُل لِّلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُونَ

    او هغه خلك چي ايمان نه راوړي، هغو ته ووايه چي تاسي په خپله کړنلاره فعاليت كوونكي اوسئ او موږ به یې په خپله کړنلاره كوو،

  122. وَانتَظِرُوا إِنَّا مُنتَظِرُونَ

    او د چارو پاى ته تاسي هم سترګي په لاره اوسئ او موږ هم سترګي په لاره يوو.

  123. وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

    په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه پټ شويدي، ټول د الله د وس واك په موټي کښي دي او ټوله معامله د همغه لوري ته ورګرزول کیږي. نو [اې پېغمبره (ص)!] ته د هغه بندګي وکړه او پر همغه توكُل ولره. څه چي تاسي كوئ، ستا رب له هغو څخه بې خبره نه دى.

Holy Quran-Pashto