-
الر ۚ كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ
الف، لام، را. [اې پېغمبره (ص)!] دا (قُرآن) يو كتاب دى چي پر تا مو ددې لپاره نازل کړی دی چي خلك له ترږمېو څخه د رڼا په لور را وباسې. د هغو د رب په توفيق سره، د هغه خداى لاري ته چي زورور او په خپل ذات کښي په خپله ستايل شويدى.
-
اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌ لِّلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ
او د اسمانونو او ځمکي د ټولو هستېو څښتن دى. او د حق د منکرانو لپاره سخته تباه كوونكې سزا ده.
-
الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَـٰئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
هغه خلک چي د دُنيا ژوند ته پر اخرت ترجيح وركوي، دغه راز د الله له لاري څخه خلك منع كوي او غواړي چي دغه لاره (د هغو له هيلو سره سمه) کږه شي؛ نو دا خلك په ګمراهۍ کښي ډېر لیري تللي دي.
-
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
موږ چي د خپل پيغام رسولو لپاره هر كله كوم پېغمبر لېږلی دى، هغه ته مو د خپل قوم په ژبه پيغام ورکړيدى. تر څو چي په ښه شان په روښانه توګه هغوى په خبره پوه کړي. بيا چي د الله چا ته خوښه شي ګمراه كوي یې او چا ته چي یې خوښه شي سمه لاره ورښيي. هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُم بِأَيَّامِ اللَّهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
موږ له دې څخه مخکي موسى(ع) هم له خپلو نښانو سره لېږلی دى. هغه ته هم موږ حكم کړئ ؤ چي خپل قوم له ترږمیو څخه رڼا ته راوباسه او هغو ته د الهي تاريخ د درس اخيستني وړ پېښو په اورولو سره نصيحت وکړه. په دغو پېښو کښي د هر هغه چا لپاره ستري نښانې دي چي صبر او شكر كوونكي وي.
-
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
هغه وخت (ياد کړه) چي موسى (ع) خپل قوم ته وويل: "د الله هغه ښېګڼه په ياد ولرئ چي پر تاسي يې کړېده. هغه تاسي له فرعونيانو څخه وژغورلاست چي تاسي يي سخت ربړولاست، ستاسي زامن یې وژل او ستاسي ښځي يي ژوندۍ ساتلې. په دې کښي ستاسي د رب له لوري لوي ازميښت ؤ.
-
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ
او په ياد ولرئ، ستاسي رب خبردار کړي واست چي كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسي به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده."
-
وَقَالَ مُوسَىٰ إِن تَكْفُرُوا أَنتُمْ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ
او موسى (ع) وويل: "كه تاسي كافران شئ او د ځمکي ټول اوسيدونكي هم كافران شي، نو الله بې نيازه او په خپل ذات کښي خپله ستايل شويدى."
-
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ ۛ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ ۛ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ ۚ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَنَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ
ايا تاسي ته د هغو قومونو حالات نه دي رسېدلي چي ستاسي څخه مخکي تېر شويدي؟ - د نوح (ع) قوم، عاديان، ثموديان او له هغو وروسته راتلونكي ډېر قومونه چي د هغو شمېر یوازي الله ته معلوم دى؟ - د هغو پېغمبران چي كله له روښانه روښانه خبرو او ښكاره څرګندو نښانو سره ورته راغلل، نو هغو خپلي ګوتي په خوله کښي ونيولې او ویې ويل: "له كوم پيغام سره چي تاسي لېږل شوي ياست، موږ هغه نه منو او د كوم شي لوري ته چي تاسي بلنه راكوئ، د هغه له پلوه موږ په سخت اندېښناك شك کښي لوېدلي يوو."
-
۞ قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ قَالُوا إِنْ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ
د هغو پېغمبرانو وويل: "ايا د خداى په باب شك دى چي د اسمانونو او ځمکي پيدا كوونكى دى؟ هغه تاسي ته بلنه دركوي چي ستاسي ګناهونه وبښي او تاسي ته تر يوې ټاكلي نېټې پوري مهلت درکړي." هغو ځواب ورکړ: "تاسي نور څه نه یاست، مګر هماغسي انسانان لكه موږ چي يوو. تاسي غواړئ موږ د هغو هستيو له بندګۍ څخه منع کړئ چي د هغو بندګي زموږ پلرونو نیکونو كوله. ښه نو موږ ته كوم څرګند سند راوړئ!"
-
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَمَا كَانَ لَنَا أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَانٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
پېغمبرانو هغو ته وويل: "په رښتيا سره چي موږ ستاسي په څېر انسانان یوو، نور څه نه یوو؛ خو الله چي كله له خپلو بندګانو څخه پر چا وغواړي، احسان كوي. او دا زموږ په واك کښي نه ده چي تاسي ته كوم سند راوړو. سند خو یوازي د الله په اذن (اراده) سره راتلای شي. او پر همغه الله دي مؤمنان توكُل وکړي.
-
وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَا آذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ
او موږ ولي پر الله توكُل ونه کړو، په داسي حال کښي چي هغه موږ ته زموږ د ژوند لاري راښودلي دي. تاسي چي موږ ته كوم کړاوونه رسوئ، موږ به پر هغو صبر وکړو او توكُل كوونكو ته په كار ده چي پر الله توكُل وکړي."
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۖ فَأَوْحَىٰ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ
په پاى کي منكرانو خپلو پېغمبرانو ته وويل: "تاسي به بيرته زموږ دين ته را اوړئ كه نه نو موږ به تاسي له خپل هيواد څخه وباسو." - په دې وخت کښي د هغو رب هغو ته وحيي ولېږلې چي: "موږ به دغه ظالمان هلاک کړو؛
-
وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْأَرْضَ مِن بَعْدِهِمْ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ
او له هغو وروسته به تاسي په ځمکه کښي ميشته کړو. دا د هغه چا مكافات دي چي زما په حضور کښي له ځواب ويلو څخه وېره لري او زما د عذاب له اخطار څخه ډاريږي."
-
وَاسْتَفْتَحُوا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ
پېغمبرانو فېصله غوښتې وه (نو دغسي د هغو فېصله وشوه) او د حق هر جابر دښمن نامراده شو،
-
مِّن وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّاءٍ صَدِيدٍ
بيا له دې څخه هاخوا د هغه لپاره دوږخ دى. هلته به هغه ته د وينو زوو غوندي د څښلو اوبه ورکړ شي،
-
يَتَجَرَّعُهُ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُ وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ ۖ وَمِن وَرَائِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ
چي په سختۍ سره به له ستوني څخه د هغو د تيرولو هڅه وکړي او په ډېره سختۍ سره به تيري کړای شي. او مرګ به له هره پلوه پر هغه خور شي، مګر هغه به ونه مري او وړاندي به يو سخت عذاب هغه ته سترګي پر لاره وي.
-
مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ
كوم خلك چي په خپل رب كافران شويدي، د هغو د عملونو مثال د هغو اِېرو په شان دى چي د يوې طوفاني ورځي بړبوكۍ هغه الوزولي وي. هغوى به د خپلو کړو وړو هيڅ مېوه ونه شي موندلای. همدا انتهائى وركاوى دى.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ
ايا (اې لیدوکې) ته نه وينې چي الله اسمانونو او ځمکه په حقه سره پیدا کړي دي؟ كه هغه وغواړي نو تاسي به له منځه يوسي او يو نوى مخلوق به ستاسي پر ځاى راولي.
-
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
دغه كار الله ته هيڅ ګران نه دى.
-
وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۚ قَالُوا لَوْ هَدَانَا اللَّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ ۖ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍ
او دا خلك چي كله ټول يو ځاى د الله په وړاندي څرګند شي، نو په هغه وخت کښي به (له دوی څخه) هغه كسان چي په دنيا کښي كمزوري ول، هغو كسانو ته چي لويي یې كوله، ووايي: "په دنيا کښي موږ ستاسي پيروان وو، اوس ايا تاسي د الله له عذاب څخه زموږ د ژغورلو لپاره څه کولای شئ؟" - هغوى به ځواب ورکړي: "كه الله موږ ته د ژغورل كېدو كومه لاره ښودلې واى، نو هرو مرو به مو تاسي ته هم ښودلې واى. اوس خو بې توپيره ده، كه موږ سر ټکونه او بې صبري وکړو يا صبر، په هر حال زموږ د ژغورني څه لاره نشته."
-
وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ ۖ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي ۖ فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنفُسَكُم ۖ مَّا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُم بِمُصْرِخِيَّ ۖ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ ۗ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
او كله چي فېصله وکړاى شي، نو شيطان به ووايي: "حقيقت دا دى، الله چي ستاسي سره کومي وعدې کړي وې، هغه ټولي رښتيني وې. او ما چي ستاسي سره څومره وعدې وکړې، له هغو څخه مې يوه هم درسره پوره نه کړه، زما پر تاسي څه زور نه ؤ، ما له دې پرته نور څه نه دي کړي، چي د خپلي لاري پر لوري مې تاسي ته بلنه درکړه او تاسي زما بلني ته لبيك ووایه. اوس پر ما پړه مه اچوئ، خپل ځانونه پړ وګڼئ. دلته نه زه ستاسي فرياد ته رسيداى شم او نه تاسي زما فرياد ته. له دې څخه مخکي چي تاسي زه په خدائۍ کښي شريك ګرځولى وم، زه له هغې څخه منکر، بېزاره يم."- د داسي ظالمانو لپاره خو په يقيني ډول دردناکه سزا ده.
-
وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ
ددې پر خلاف كومو كسانو چي په دنيا کښي ايمان راوړيدى او ښه عملونه یې کړيدي، هغوی به په داسي باغونو کښي ننيستل شي چي لاندي به يې ویالې بهيږي. هلته به د خپل رب په حكم سره د تل لپاره اوسیږي، او هلته به د هغو هركلى، د سلامتيا په مباركۍ ويلو سره وشي.
-
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ
ايا ته نه ګورې چي الله د توحيد د سپېڅلي كلمې مثال كوم شى ښودلى دى؟- د هغې مثال داسي دى لكه يوه ښه ذات لرونكې ونه، چي د هغې جرړي په ځمکه کښي ښخي شويدي او څانګي یې تر اسمانه رسېدلي دي،
-
تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
هغه په هر وخت کښي د خپل رب په حكم سره خپلي مېوې راوړي. دا مثالونه الله ددې لپاره خلكو ته بيانوي چي هغوی ورڅخه درس واخلي.
-
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ
او د كفر د ناولي كلمې مثال د يوې بد ذاتي وني په څير دى چي د ځمکي له مخ څخه رايستل شوې، غورځول کیږي، د هغې لپاره هیڅ محكموالى نشته.
-
يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ
الله ايمان راوړونكو ته په دنيا او اخرت دواړو کښي د يوې ثابتي وينا پر بنسټ ثبات په برخه كوي او الله ظالمان ګمراه كوي. د الله واك دى چي څه غواړي، كوي یې.
-
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ
تا هغه خلك وليدل چي د الله نعمت يې وموندی او هغه یې د نعمت په ناشكرۍ سره بدل کړ او (له خپل ځان سره یې) خپل قوم هم د هلاکت په كور کښي وغورځاوه؛
-
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا ۖ وَبِئْسَ الْقَرَارُ
يعني دوږخ چي په هغه کښي به هغوى ننوځي او هغه د استوګني ډېر بد ځاى دى؛
-
وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلُّوا عَن سَبِيلِهِ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ
او د الله يو څه سیالان یې وټاكل چي دوى د الله له لاري څخه بې لاري کړي. دوى ته ووايه: "ښه دی، خوندونه واخلئ، په پاى کښي ستاسي ورګرځېدل دوږخ ته دي."
-
قُل لِّعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ
[اې پېغمبره (ص)!] زما كومو بندګانو چي ايمان راوړی دى، هغو ته ووايه چي لمونځ قايم کړي او څه چي موږ ورکړيدي، له هغو څخه (د خير په لاره کي) په پټه او ښكاره لګښت وکړي، مخکي له دې څخه چي هغه ورځ راشي چي نه به په کښي رانیول او خرڅول وي او نه به د خپلوۍ پالنه وشي.
-
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ
الله هماغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې پيدا کړل او له اسمانه یې اوبه وورولې، بيا یې د هغو په وسيله تاسي ته د روزۍ رسولو راز راز مېوې پېدا کړې. هغه بېړۍ ستاسي لپاره په كار واچوله، چي په سمندر کښي د هغه په حكم روانه شي او سيندونه یې ستاسي لپاره په كار واچول.
-
وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ
او هغه لمر او سپوږمۍ ستاسي لپاره په كار واچول چي د قانون تابع چليږي. او شپه او ورځ یې ستاسي لپاره په كار واچول.
-
وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ
او هغه ټول هغه څه چي تاسي وغوښتل درکړل. كه تاسي وغواړئ چي د الله نعمتونه وشمېرئ؛ نو شمېرلای یې نه شئ. حقيقت دا دى چي انسان ډېر بې انصافه او ناشكره دى.
-
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـٰذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الْأَصْنَامَ
هغه وخت (یاد کړه) چي ابراهيم (ع) دُعا کړي وه: "پروردګاره! دا (د مكې) ښار د امن ښار وګرځوه او ما او زما اولاد له بت پرستۍ څخه وساته.
-
رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي ۖ وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
زما ربه! دغو بتانو زياتره خلك په ګمراهۍ کښي اچولي دي (کېدای شي چي دوى زما اولاده هم بې لاري کړي، ځكه نو له دوى څخه) چي څوك زما په کړنلاره لاړ هغه زما دى او څوك چي زما پر خلاف کړنلاره غوره کړي، نو په يقيني ډول ته بښونكى مهربان یې.
-
رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ
زموږ ربه! ما په يو بې اوبو او بې وښو ناو (دره) كښى د خپل اولاد يوه برخه ستا د محترم كور تر څنګ ميشته کړېده، پروردګاره! دا ما ددې لپاره کړېده چي دا خلك دلته لمونځ قائم کړي. نو ته د خلكو زړونه د دوى په تلوسه کړه او ته دوى ته د خوراك مېوې ورکړه، ښايي چي دوى شكر ايستونكي شي.
-
رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِن شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ
زموږ ربه! ته پر هغه څه چي موږ یې پټوو يا یې څرګند وو؛ پوهېږې. او په رښتيا سره له الله څخه هیڅ شى نه په ځمکه کښي پټ دى نه په اسمان کښي.
-
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ
د هغه خداى شكر دى چي ما ته يې په دې زوړوالي کښي اسماعيل او اسحاق غوندي زامن راکړل. حقيقت دا دى چي زما رب هرو مرو د دُعا اورېدونكى دى.
-
رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ
اې زما پروردګاره! ما د لمانځه قائموونكى وګرځوه او زما له اولاد څخه هم (داسي خلك را پورته کړه چي دغه عبادت اداء کړي) زموږ ربه! زما دُعا قبوله کړه.
-
رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ
زموږ ربه! ما، زما مور، پلار او ټولو مؤمنانو ته د حساب په ورځ بښنه وکړه."
-
وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ
اوس چي دغه ظالمان څه كوي، ته الله له دوی څخه غافل مه ګڼه. الله خو دوى د هغي ورځي لپاره ځنډوي چي داسي حالت به وي چي سترګي ټيغي رډي پاتي وي،
-
مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ ۖ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاءٌ
سرونه نيغ نيوونكي په تېښته به وي، پورته لوري ته به شخ ګوري، ځان ته به كتلى نشي، او زړونه به یې الوزي.
-
وَأَنذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُوا رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ۗ أَوَلَمْ تَكُونُوا أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ
[اې محمده (ص)!] ته دا خلك له هغي ورځي څخه وويروه چي كله دوى ته عذاب راشي، په هغه وخت کښي به دغه ظالمان ووايي: "اې زموږ ربه! موږ ته لږ غوندي نور مهلت راکړه، موږ به ستا دعوت ته لبيك ووايو او د پېغمبرانو پيروي به وکړو." - (خو دوى ته به په څرګند ډول ځواب ورکړ شي چي ) ايا تاسي همغه خلك نه ياست چي له دېنه مخکي مو په قسمو خوړلو ويل چي موږ هیڅكله زوال نه لرو؟
-
وَسَكَنتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ
په داسي حال کښي چي تاسي د هغو قومونو په كليو کښي اوسېدلاست چي په خپله يې پر ځان باندي ظلم کړی ؤ. او تاسي ته څرګنده شوه چي موږ له هغو سره څه چلند وکړ او د هغو د مثالونو په راوړلو موږ تاسي پوهولي هم واست.
-
وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ
هغوى خپلي ټولي دسيسې په كار واچولې، خو د هغوی د هري دسيسې د منځه وړل له الله سره وو؛ كه څه هم چي د هغو چلونه داسي قوي ول چي غرونه پرې له ځايه بې ځايه شي (يا د هغو چلونه خو داسي قوي نه ول چي غرونه پرې له ځايه بې ځايه شي يعني د خداى د محكمو فېصلو مخه ونيسي)
-
فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ
نو [اې پېغمبره (ص)!] ته هيڅكله دا ګومان مه كوه چي الله به په كوم وخت کښي له خپلو پېغمبرانو سره د کړيو وعدو پر خلاف كار وکړي. الله زورور او غچ اخيستونكى دى.
-
يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ ۖ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ
دوى له هغي ورځي څخه ووېروه چي كله ځمکه او اسمانونه بدل او له يو څه څخه بل څه جوړ کړای شي او ټول به د يوه قهار خداى په وړاندي څرګند حاضر شي.
-
وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ
په هغه ورځ به ته مجرمان وګورې چي په ځنځيرونو به یې لاسونه پښې كلك تړلي وي
-
سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ وَتَغْشَىٰ وُجُوهَهُمُ النَّارُ
د قير جامې به یې اغوستې وي او د اور شغلې به د هغو پر مخونو خورېدونكي وي.
-
لِيَجْزِيَ اللَّهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
دا به ځكه داسي وي چي الله هر ساکښ ته د هغه د کړنو بدله ورکړي. د الله په حساب اخيستلو کښي څه ځنډ نه راځي.
-
هَـٰذَا بَلَاغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ
دا (قُرآن) د ټولو انسانانو لپاره يو پيغام دى. او دا ددې لپاره لېږل شويدى چي هغوی خبردار کړای شي او وپوهيږي چي په حقيقت کښي خداى یوازي او يوازي يو دى او څوك چي پوهه لري هغوی متوجه شي.
۱۴. سورت إبراهيم
إبراهيم
Ibrahim / إبراهيم · ۱۴ · ۵۲ آیتونه
دا پاڼه د سورت إبراهيم عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.