Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۳۱. سورت لقمان

لقمان

Luqman / لقمان · ۳۱ · ۳۴ آیتونه

دا پاڼه د سورت لقمان عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. الم

    الف، لام، میم.

  2. تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ

    دا د حكمت لرونكي كتاب ايتونه دي.

  3. هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ

    هدايت او رحمت د نېکو كارو لپاره دی؛

  4. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

    هغه كسان چي لمونځ قايموي، زكات وركوي او پر اخرت باور لري؛

  5. أُولَـٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    همدغه خلك د خپل رب له لورې پر سمه لاره دي، او همدوي برى موندونكي دي.

  6. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

    او له همدې انسانانو څخه داسي څوك هم شته چي چټي او بابېزه خبري پيري چي خلك د الله له لاري په بې علمۍ سره ګمراه کړي او ددغي لاري په بلني پوري مسخرې وکړي، د دغسي خلكو لپاره سخت سپكوونكى عذاب دى.

  7. وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّىٰ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

    هغه ته چي كله زموږ ايتونه اورول کیږي، نو په ډېر غرور سره په داسي شان مخ اړوي لكه د سره چي یې اوريدلي نه دي، ګواکي چي غوږونه يې كاڼه دي. نو هغه ته د يو درد ناك عذاب زيرى ورکړه.

  8. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ

    البته كوم خلك چي ايمان راوړي او ښه عملونه وکړي، د هغو لپاره د نعمتونو ډک جنتونه دي.

  9. خَالِدِينَ فِيهَا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    چي په هغو کښي به د تل لپاره اوسیږي؛ دا د الله پخه وعده ده او هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.

  10. خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ وَأَلْقَىٰ فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ

    هغه اسمانونه بې ستنو پيدا کړل، چي تاسي یې وينئ. هغه په ځمکه کښي غرونه ښخ كول، تر څو چي مځکه په تاسي ونه ګرځي. هغه په ځمکه کښي هر راز خځنده ژوي خواره كړل. او موږ له اسمانه اوبه و اورولې، بيا مو په ځمکه کښي راز راز غوره شيان (بوټي) زرغونه کړل.

  11. هَـٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ ۚ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    دا خو د الله پيدا كول دي، اوس ما ته را وښاياست، له هغه پرته دغو نورو څه پيدا کړيدي؟ - اصلي خبره دا ده چي دغه ظالمان په څرګنده ګمراهۍ کښي غور ځېدلي دي.

  12. وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ

    په یقیني توګه، موږ لقمان(ع) ته حكمت ورکړی ؤ چي د الله شكر ایستونکی اوسه. هر څوك چي شكر وباسي، نو شكر یې د خپل ځان لپاره ګټور دى. او څوك چي كافر شي، نو په حقيقت کښي الله بې نيازه او پخپله ستايل شويدى.

  13. وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ

    هغه وخت (ياد کړه) چي لقمان خپل زوى ته نصيحت کاوه. نو هغه وويل: "زويه! له خداى سره څوك مه شريكوه. حق دا دى چي شرك ډېر لوى ظلم دى."

  14. وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَىٰ وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ

    او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پيژندني تاكيد کړی دى. د هغه مور د كمزورۍ د پاسه د كمزورۍ په حال كي هغه را اخيستى، په خپله ګېډه كي یې وساته او دوه كلونه یې په تي وركولو ولګېدل. (له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وکړ چي) زما شكر وکړه او د خپل مور او پلار شكر پر ځاى کړه، همدا زما لوري ته ستا راګرځېدل دي.

  15. وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ۚ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    خو كه مور او پلار پر تا فشار راوړي چي زما سره ته داسي څه شريك کړې، چي تا ته د هغه معلومات نه وي، نو د هغو خبره هيڅكله مه منه، په دنيا كي له هغو سره غوره چار چلند كوه، خو پيروي د هغه چا د لاري وکړه چي زما لوري ته يې رجوع کړې وي. بيا ستاسي ټولو راګرځېدل همدا زما لوري ته دي؛ په هغه وخت كي به زه تاسي ته در وښيم چي (په دُنیا کي) مو څه عمل کاوه.

  16. يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

    (او لقمان وویل) زويكيه! يو شى (نېکي يا بدي) كه د اوري د دانې په اندازه هم وي او په كوم لوی ګټ يا په اسمانونو يا ځمکه كي پټ شوى وي، الله به هغه راوباسي. بېشکه، الله باريك لیدونکی او باخبره دى.

  17. يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا أَصَابَكَ ۖ إِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ

    زويكيه! لمونځ قايم کړه، په نېکۍ امر وکړه، له بدۍ څخه منع وکړه او هره سختي یا غم چي درباندي راشي، صبر ورباندي وکړه، دا هغه مهمي خبري دي چي ډېر تاكيد يې شوى دى.

  18. وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ

    او له خلكو سره په مخ اړولو خبري مه كوه، پر ځمکه په خيال (په غرور) مه ځه، الله هيڅ يو، په ځان مين او وياړ ښكاره كوونكى انسان نه خوښوي.

  19. وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ

    پخپل تګ كي ميانه روي غوره کړه او خپل غږ لږ ټيټ کړه، له ټولو اوازونو څخه ډېر بد اواز د خرو وي.

  20. أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً ۗ وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ

    ايا تاسي نه وينئ چي الله د اسمانونو او ځمکي ټول شيان ستاسي لپاره مسخر کړي دي او خپل ښكاره او پټ نعمتونه یې پر تاسي تمام کړي دي؟ - خو حال دا دى چي له انسانانو څخه ځیني خلك، د الله په باب، بې له دې چي له هغوی سره څه علم وي، يا هدايت يا كوم روښنايئ ښودونكى كتاب، شخړې كوي.

  21. وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۚ أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَىٰ عَذَابِ السَّعِيرِ

    او كله چي هغو ته ويل کیږي چي د هغه شي پيروي وکړئ چي الله نازل کړی دى، نو وايي چي موږ د هغه شي پيروي كوو چي پر هغه باندي زموږ پلرونو، نیکونو عمل کړی دى. آيا دوی د هماغو پيروي كوي، كه یې شيطان د لمبه وهونكي اور خوا ته بولي، هم؟

  22. ۞ وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ ۗ وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ

    هر څوك چي ځان الله ته وسپاري او نېکوكار وي، هغه په واقع كي يوه د اعتماد وړ اسره ونيوله، او د ټولو چارو وروستۍ پرېکړه یوازي د الله په لاس كي ده.

  23. وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ ۚ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    اوس چي څوك كافر کیږي، نو د هغه كفر دي تا په خفګان كي وا نه چوي. د هغو بېرته راتګ همدا زموږ په لوري دى، بيا به هغو ته وښيو چي له څه عمل سره راغلي دي. په باوري ډول الله آن د سينو په پټو رازونو باندي پوهیږي.

  24. نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَىٰ عَذَابٍ غَلِيظٍ

    موږ د لږ وخت لپاره هغو ته په دنيا کي د خوند اخيستلو موقع وركوو، بيا به هغوى بېوسي کړو، د يو سخت عذاب لوري ته به یې راكاږو.

  25. وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    كه ته د دوی څخه پوښتنه وکړې چي اسمانونه او ځمکه چا پيدا کړي دي، نو دوی به هرو مرو ووايي چي الله. ووايه: ثنا او ستاینه خاص الله ته ده. خو له دوی څخه زياتره كسان نه پوهیږي.

  26. لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ

    په آسمانونو او ځمکه كي چي هر څه دي، د الله دي. بېشكه الله بې نيازه او پخپله ستايل شوى دى.

  27. وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

    په ځمکه كي چي څومره وني بوټي دي، كه هغه قلمونه شي او سمندر (مشواڼۍ شي) چي هغه ته اووه نور سمندرونه سياهي برابره کړي، بيا به هم د الله خبري په ليكلو پاى ته ونه رسیږي. بېشكه الله برلاسى او د حكمت څښتن دى.

  28. مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ

    ستاسي ټولو انسانانو پيدا كول او بيا دوهم ځل ژوندي كول خو (د الله لپاره) داسي دي لكه د يو ساكښ (پيدا كول او بيا ژوندي كول). حقيقت دا دى چي الله د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.

  29. أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَأَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

    ايا ته نه وينې چي الله شپه په ورځ كي نغښتې راولي او ورځ په شپه كي. او هغه لمر او سپوږمۍ ايل (تابع) کړي دي، ټول تر يو ټاكلي وخت پوري روان دي؛ او هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې ښه خبر دى؟

  30. ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ

    دا هر څه له دې امله دي چي یوازي الله حق دى او له هغه پرته چي دغه خلك كوم نور شيان بلي، هغه ټول باطل دي، او(له دې امله چي) یوازي الله لوړ او لوى دى.

  31. أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ آيَاتِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ

    ايا ته نه وينې چي په سمندر كي کښتۍ د الله په فضل سره چليږي، تر څو چي هغه تاسي ته خپلي ځیني نښانې در وښيي. په باوري توګه، په دې كي د هر هغه چا لپاره ډيري نښانې دي چي صبر او شكر كوونكى وي.

  32. وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ

    او كله چي (په سمندر كي) پر دوی يوه څپه د چتریو غوندي خوره شي، نو الله د هماغه لپاره د خپل دين په بيخي خالص كولو سره بولي، بيا كله چي هغه په ژغورلو سره دوى وچي ته رسوي، نو له دوی څخه څوك سمون، ميانه روي او اعتدال غوره كوي، او زموږ له نښانو څخه نه منكريږي مگر هغه څوك چي بې لوزي اونا شكره دي.

  33. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا ۚ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ

    اې خلكو! د خپل رب له غضب څخه ځان وساتئ او له هغي ورځي څخه ووېرېږئ چي هیڅ يو پلار به د خپل زوی له خوا بدله ورنکړي او نه به كوم زوى د خپل پلار له خوا څه بدله وركوونكى وي. په واقع كښي د الله وعده رښتينې ده، نو د دُنيا دغه ژوند دي تاسي ونه غولوي او نه دي د الله په معامله كي غولوونكي تاسي وغولوي.

  34. إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

    په یقیني توګه، د هغه ساعت (قيامت) علم له الله سره دى، هماغه باران وروي، هماغه پوهیږي چي د ميندو په ګېډو كي څه روزل کیږي، هيڅ يو نفس نه پوهیږي چي سبا هغه د څه كار كوونكى دى؛ او نه څوك په دې خبر دی چي په كومه ځمکه كي هغه ته مرګ راتلونكى دى. یوازي الله په هر څه پوهېدونكى او با خبره دى.

Holy Quran-Pashto