Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱۹. سورت مريم

مريم

Maryam / مريم · ۱۹ · ۹۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت مريم عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. كهيعص

    كاف، ها، یا، عین، صاد.

  2. ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا

    (دغه چي اوس يې یادونه کیږي) د هغه رحمت يادونه ده چي ستا رب پر خپل بنده زكريا(ع) کړی و؛

  3. إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا

    كله چي هغه خپل رب په پټه پټه وباله.

  4. قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُن بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا

    هغه عرض وکړ: "اې پروردګاره! زما آن هډوكي كمزوري شويدي او سر مي له ډېر زوړ والي څخه بل وهي، اې پروردګاره! زه هیڅكله ستا څخه په دُعا غوښتنه کښي نامراده پاته شوی نه يم.

  5. وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِن وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا

    زه له ځانه وروسته د خپل قوم او خپلوانو له بديو څخه وېرېږم. او زما مېرمن شنډه ده، نو ما ته په خپله ځانګړي لورينه يو وارث را په برخه کړه.

  6. يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ ۖ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا

    داسي چي زما وارث هم وي او د يعقوب(ع) د كورنۍ ميراث هم ومومي. او اې پروردګاره هغه يو غوره انسان وګرځوه."

  7. يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَىٰ لَمْ نَجْعَل لَّهُ مِن قَبْلُ سَمِيًّا

    (ځواب ورکړه شو): "اې زكريا، موږ تا ته د يو هلك زيرى دركوو چي د هغه نوم به يحيى وي. موږ په دې نامه له دې څخه مخکي هیڅ سړی نه دى پيدا کړی."

  8. قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِيًّا

    عرض یې وکړ: "پروردګاره، ښه نو، زما به څنګه زوى وشي چي مېرمن مي شنډه ده او زه له زړښته وچ شوى يم؟"

  9. قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا

    ځواب ورکړه شو: "همداسي به کیږي، ستا رب فرمائي چي دا خو زما لپاره يوه اسانه خبره ده. نه ګورې چي له دې څخه مخکي مي ته پداسي حال کښي پيدا کړې چي هیڅ شى نه وې"

  10. قَالَ رَبِّ اجْعَل لِّي آيَةً ۚ قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا

    زكريا وويل: "پروردګاره! زما لپاره كومه نښانه وټاکه!" - (الله ج) وفرمايل: "ستا لپاره نښانه دغه ده چي ته به پرله پسې درى ورځي له خلكو سره خبري ونشې کړای."

  11. فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ مِنَ الْمِحْرَابِ فَأَوْحَىٰ إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا بُكْرَةً وَعَشِيًّا

    نو هغه له محراب (عبادتځای) څخه راووت خپل قوم ته راغى او په اشاره سره يې هغو ته لار ښوونه وکړه چي سهار او ماښام پاكي بيانوئ.

  12. يَا يَحْيَىٰ خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا

    "اې يحيا! د خداى كتاب ټينګ ونيسه!" - موږ هغه ته په ماشومتوب کښي(حكمت او نبوت) ورکړ.

  13. وَحَنَانًا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَاةً ۖ وَكَانَ تَقِيًّا

    او له خپل لوري څخه مو هغه ته خوا خوږي او سپېڅلتيا ورکړه، او هغه خورا پرهېزګار ؤ.

  14. وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّا

    او د خپل مور او پلار حق پيژندونكى ؤ، هغه نه زور زياتى كوونكى ؤ، نه سرغړوونكى.

  15. وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا

    او پر هغه دي سلام وي: په كومه ورځ چي پيدا شو او په كومه ورځ چي هغه وفات شي او په كومه ورځ چي هغه ژوندى راپاڅول شي.

  16. وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا

    او [اې محمده(ص)!] پدې كتاب کښي د مريم حال در ياد کړه، چي كله هغه له خپلو اړوندو كسانو څخه په بېلېدو، په ختيځه خوا کښي ګوښه شوې وه.

  17. فَاتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا

    او پرده یې نيوله، له هغو څخه پټه ناسته وه. پدغه حالت کښي موږ هغې ته خپل روح (پرښته) ولېږله او د هغې په وړاندي په بشپره انساني بڼه کښي څرګنده شوه.

  18. قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَـٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا

    مريم ناڅاپه نارې کړې: "كه ته كوم له خدايه وېروېدونكى سړی یې، نو زه ستا څخه د الرحمان پناه غواړم (ما ته مه را نژدې کېږه!)."

  19. قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا

    هغه وويل: "زه ستا د پروردګار استازى يم او ددې لپاره لېږل شوى يم چي تا ته يو سپېڅلى هلك درکړم."

  20. قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا

    مريم وويل: "زما به څنګه هلك وشي چي كله زه كوم بشر لمس کړې نه يم او نه زه كومه بدكاره ښځه يم؟"

  21. قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ ۖ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ وَكَانَ أَمْرًا مَّقْضِيًّا

    پرښتې وويل: "همداسي به کیږي، ستا رب فرمائي چي دغسي كول، ما ته ډېر اسانه دي، او موږ به دا ددې لپاره وکړو چي هغه هلك د خلكو لپاره يوه نښانه شي او زموږ له لوري يو رحمت، او دا كار سرته رسېدونكى دى."

  22. ۞ فَحَمَلَتْهُ فَانتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا

    مريم ددغه ماشوم اميد واره (حامله) شوه او هغه له دې اميد وارۍ سره يو لیري ځاى ته لاړه.

  23. فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَـٰذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا

    بيا د لنګېدو کړاو (د ماشوم د زېږېدو په وخت کي درد) د خُرما د يوې وني لاندي ورباندي راغى. هغې وويل: "كاشكي، زه له دې څخه مخکي مړه واى او نوم نښان مي نه واى پاته شوى."

  24. فَنَادَاهَا مِن تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا

    پرښتې د لاندي خوا څخه هغې ته غږ وکړ، ویې ويل: "مه خپه کېږه، ستا پروردګار تر تا لاندي يوه چينه بهولې ده؛

  25. وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا

    او ته لږ غوندي ددغي وني تنه وخوځوه. پر تا به خوږې ښېرازه خُرماوي را توی شي؛

  26. فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَـٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا

    نو وخوره، وڅښه او خپلي سترګي (عیسی ته په کتو سره) يخي کړه. بيا كه كوم يو انسان دي وليدی، نو ورته ووايه چي ما د الرحمان لپاره روژه نذر منلې ده. له دې امله به نن زه له هيچا سره خبري ونه کړم."

  27. فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ ۖ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا

    بيا هغه له دې ماشوم سره خپل قوم ته راغله. خلكو وويل: "اې مريم! دا خو تا د عادت خلاف كار وکړ.

  28. يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا

    اې د هارون خوري، نه ستا پلار كوم بد سړی ؤ او نه ستا مور كومه بدكاره ښځه وه."

  29. فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ ۖ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا

    مريم د ماشوم لوري ته اشاره وکړه، خلكو وويل: "موږ له هغه چا سره څه، څنګه خبري وکړو چي په زانګو کي پروت، يو ماشوم دى؟"

  30. قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا

    ماشوم غږ وکړ: "زه د الله بنده يم، هغه ما ته كتاب راکړ او پېغمبر یې کړم.

  31. وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا

    او بركتي یې کړم هر چيري چي اوسم. او د لمانځه او زكات د پابندۍ حكم یې راکړ تر څو پوري چي زه ژوندى اوسم.

  32. وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا

    او د خپلي مور د حق ادا كوونكى یې وګرځولم، او زه یې سر غړوونكى او بدبخته نه يم ګرځولى.

  33. وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا

    پر ما دي سلام وي: په هغه ورځ چي زه پيدا شوم، او په هغه ورځ چي مړ شم او په هغه ورځ چي ژوندى راپاڅول شم."

  34. ذَٰلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ ۚ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِي فِيهِ يَمْتَرُونَ

    دغه د مريم د زوى عيسى (ع) (بیان) دی او دده په باب هغه خبره رښتينۍ ده چي خلك په کښي شك كوي،

  35. مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍ ۖ سُبْحَانَهُ ۚ إِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ

    د الله دا كار نه دى چي هغه څوك په زوى توب ونيسي، هغه پاك ذات دى. هغه چي كله د كومي خبري فېصله كوي، نو وايي چي شه، نو هماغسي کیږي.

  36. وَإِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ هَـٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ

    (او عيسى ويلي ؤ چي): "الله زما رب هم دى او ستاسي رب هم، نو تاسي د هغه بندګي وکړئ. همدغه سمه لاره ده."

  37. فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِن بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِن مَّشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ

    خو بيا بېلابېلو ډلو په خپلو منځو کښي په اختلاف لاس پوري کړ، نو كوم خلك چي كافر شول، د هغو لپاره به هغه وخت د ستري تباهۍ وي چي كله يوه لويه ورځ وګوري؛

  38. أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا ۖ لَـٰكِنِ الظَّالِمُونَ الْيَوْمَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    كله چي هغوى زموږ په وړاندي حاضر وي، په هغه ورځ خو به د هغوى غوږونه هم ښه اورېدونكي وي او سترګي به یې هم ښې ليدونكي وي. خو نن دغه ظالمان په څرګنده ګمراهۍ کښي اخته دي.

  39. وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

    [اې محمده(ص)!] پدغه حالت کي چي دوى غافل دي او ايمان نه راوړي، دوی له هغي ورځي څخه ووېروه چي كله فېصله وکړاى شي او له پښېمانتيا پرته بله چاره نه وي.

  40. إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ

    په پاى کښي به همدا موږ د ځمکي او د هغې د ټولو شيانو وارثان يوو او ټول به زموږ لوري ته راوګرځول شي.

  41. وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ ۚ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا

    او په دې كتاب کښي د ابراهيم(ع) کیسه ياده کړه، بېشكه هغه يو رښتينى انسان او پېغمبر ؤ.

  42. إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنكَ شَيْئًا

    (دوی ته لږ هغه وخت ور ياد کړه) چي كله (ابراهیم) خپل پلار ته وويل: "پلاره! ته ولي د هغو شيانو عبادت كوې چي نه څه اوري نه څه ويني او نه ستا څخه د كوم شي دفع كولاي شي؟

  43. يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا

    پلاره ما ته يو داسي علم راغلى دى چي تا ته نه دى راغلى، ته په ما پسي راځه، زه به تا ته سمه لاره وښيم.

  44. يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ ۖ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَـٰنِ عَصِيًّا

    پلاره! ته د شيطان بندګي مكوه، شيطان خو له الرحمان (الله) څخه سر غړوونكى دى.

  45. يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمَـٰنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا

    پلاره، زه وېرېږم چي ته به د الرحمان (الله) په عذاب اخته شې او د شيطان ملګرى به شې."

  46. قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا

    پلار یې ورته وويل: "ابراهيمه! ايا ته زما له معبودانو څخه اووښتى یې؟ كه ته بېرته را وا نه وړې، نو زه به تا سنګسار کړم. ته د تل لپاره زما څخه بېل شه."

  47. قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي ۖ إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا

    ابراهيم (ع) وويل: "سلام دى تا ته، زه به له خپل رب څخه دُعا وغواړم چي تا ته بښنه وکړي، زما رب پر ما ډېر زيات مهربان دى؛

  48. وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَأَدْعُو رَبِّي عَسَىٰ أَلَّا أَكُونَ بِدُعَاءِ رَبِّي شَقِيًّا

    زه تاسي هم پرېږدم او هغه هستۍ هم چي تاسي یې له خدايه پرته بلئ. زه به خپل رب وبلم، هيله ده چي زه د خپل رب په بلنه بدمرغه ونه اوسم."

  49. فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۖ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا

    نو كله چي هغه له هغو خلكو څخه او د هغو له غير الله معبودانو څخه بېل شو، نو موږ هغه ته اسحاق (ع) او يعقوب (ع) غوندي اولاد ورکړل او هر يو مو پېغمبر کړ.

  50. وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا

    او هغو ته مو خپل رحمت ورپه برخه کړ او هغوى مو رښتیني نوميالي کړل.

  51. وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَىٰ ۚ إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا

    او په دې كتاب کښي د موسى(ع) يادونه وکړه. هغه يو غوره کړای شوى شخص ؤ او استازى پېغمبر ؤ.

  52. وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا

    موږ هغه د طور (غره) له ښي اړخ څخه وباله او د راز په خبرو اترو سره مو نژدېوالى ورپه برخه کړ.

  53. وَوَهَبْنَا لَهُ مِن رَّحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا

    او په خپلي مهربانۍ سره مو د هغه ورور هارون (ع) پېغمبر وګرځوه، هغه ته مو (د مرستيال په ډول) ورکړ.

  54. وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ ۚ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا

    او پدې كتاب کښي د اسماعيل (ع) يادونه وکړه، هغه په وعده کښي رښتينى ؤ او خاص استازى پېغمبر ؤ.

  55. وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا

    هغه خپلي كورنۍ ته د لمانځه او زكات حكم كاوه او د خپل رب په وړاندي يو غوره انسان ؤ.

  56. وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ ۚ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا

    او پدې كتاب کښي د ادريس (ع) يادونه وکړه، هغه يو رښتينى انسان او يو پېغمبر ؤ

  57. وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا

    او هغه موږ لوړ مقام ته خيژولى ؤ.

  58. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا ۚ إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَـٰنِ خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا ۩

    دا هغه پېغمبران دي چي الله پېرزوېنه ورباندي کړېده؛ د ادم (ع) له اولادې څخه، او د هغو خلكو له ځوځات څخه چي موږ هغوى له نوح (ع) سره په كښتۍ کښي سپاره کړي ول. او د ابراهيم (ع) له اولادې څخه او د اسرائيل (ع) له اولادې څخه – او دوى له هغو خلكو څخه ول چي موږ ورته لارښوونه وکړه او غوره مو کړل؛ او د هغو حال دا ؤ چي كله به د الرحمان (الله) ايتونه ورته اورول كېدل، نو د ژړا په حال کښي به په سجده پر ېوتل.

  59. ۞ فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ ۖ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا

    بيا د دوی څخه وروسته هغه ناكاره خلكو د دوی ځاى ونيوی، چي لمونځ یې ضايع کړ او د نفس د غوښتنو پيروي یې وکړه، نو نژدې ده چي هغوى د ګمراهۍ له عاقبت سره مخامخ شي.

  60. إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَـٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا

    البته څوك چي توبه وباسي، ايمان راوړي او ښه عمل غوره کړي، هغوى به جنت ته ننوځي او د هغو حق به تلف نشي؛

  61. جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدَ الرَّحْمَـٰنُ عِبَادَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّهُ كَانَ وَعْدُهُ مَأْتِيًّا

    د هغو لپاره د دائمي استوګني جنتونه دي چي الرحمان (الله) له خپلو بندګانو سره د هغو ناليدلې وعده کړېده او دغه وعده په باوري توګه تر سره كېدونكې ده.

  62. لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا ۖ وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا

    هلته به هغوى كومه بابېزه خبره وا نه وري، سلام به واوري او د هغو روزي به ورته پر له پسې سهار او ماښام ورسیږي.

  63. تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا

    دغه هغه جنت دی چي موږ به د هغه وارثان له خپلو بندګانو څخه، هغه كسان وګرځوو چي پرهېزګاري یې غوره کړېده.

  64. وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ ۖ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا

    [اې محمد (ص)!] موږ یعني پرښتې ستا د رب له حكم څخه پرته نه را كوزېږو، څه چي زموږ مخي ته دي او څه چي زموږ شا ته او څه چي ددې په منځ کښي دي، د هر څه څښتن هماغه دى او ستا رب هېروونكى نه دى.

  65. رَّبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ ۚ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا

    هغه د اسمانونو او ځمکي او ټولو هغو شيانو رب دى چي د اسمان او ځمکي تر منځ دي، نو ته د هغه بندګي وکړه او د همغه په بندګۍ باندي كلك اوسه. ايا ستا په علم كښى كومه هستي، د هغه سيال شته؟

  66. وَيَقُولُ الْإِنسَانُ أَإِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا

    انسان وايي: ايا په رښتيا كله چي زه ومرم بيا به ژوندى را ويستل شم؟

  67. أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا

    ايا انسان نه ورياده وي چي موږ مخکي دى پيدا کړيدى، پداسي حال کښي چي دى هیڅ شى هم نه ؤ؟

  68. فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا

    ستا په رب قسم چي موږ به هرو مرو دوى ټول او له دوى سره شيطانان هم ايسار راولو، بيا به یې د دوږخ چار چاپير سر ټیټي په ګونډو را حاضر کړو.

  69. ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى الرَّحْمَـٰنِ عِتِيًّا

    بيا به له هري ډلي څخه، هر هغه څوك په چاڼ را وباسو چي د الرحمان (الله) په مقابل کښي زيات سركښه شوى ؤ؛

  70. ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِالَّذِينَ هُمْ أَوْلَىٰ بِهَا صِلِيًّا

    بيا پدې باندي موږ ښه پوهیږو چي له هغو څخه كوم يو تر ټولو زيات په دوږخ کښي د غورځېدو وړ دى.

  71. وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا

    ستاسي څخه هیڅوك داسي نشته چي دوږخ ته ورتلونكى نه وي، دا خو يوه فېصله شوې خبره ده چي د هغې هرو مرو تر سره كول ستا د رب په ذمه دي.

  72. ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا

    بيا به موږ هغه كسان وژغورو چي (په دُنيا کښي) پرهېزګاران ول. او ظالمان به په همغه کښي پر ګونډو غورځېدلي پرېږدو.

  73. وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا

    دوی ته چي كله زموږ روښانه روښانه ايتونه اورول کیږي، نو منكران مومنانو ته وايي: "وښاياست! زموږ دواړو ډلو څخه كومه يوه په ښه حالت کښي ده او د چا غونډي زياتي شانداري دي؟"

  74. وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَاثًا وَرِئْيًا

    پداسي حال کښي چي موږ له دوی څخه مخکي څومره داسي قومونه هلاک کړيدي چي له دوی څخه یې زيات وسايل درلودل او په ظاهري شان شوكت کښي له دوی څخه پرمختللي ول.

  75. قُلْ مَن كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَـٰنُ مَدًّا ۚ حَتَّىٰ إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضْعَفُ جُندًا

    دوی ته ووايه: څوك چي په ګمراهۍ کښي اخته کیږي، هغه ته الرحمان (الله) مهلت وركوي. تر دې پوري چي كله دغه راز خلك هغه څه وګوري چي له هغو سره یې وعده شوېده، كه هغه د الله عذاب وي او كه د قيامت ساعت، نو بيا هله ورته څرګندیږي او پوهیږي چي د چا حال خراب دى او د چا ډله كمزورې ده.

  76. وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى ۗ وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَّرَدًّا

    ددې پر خلاف كوم كسان چي سمه لاره غوره كوي، الله هغو ته د سمي لاري په تګ کښي پرمختګ ورپه برخه كوي او باقي پاته كېدونكي نېکۍ ستا د رب په وړاندي د مكافات او عاقبت په اعتبار سره ډیري ښې دي.

  77. أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا

    ايا تا هغه څوك وليدی چي زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار كوي او وايي چي ما ته خو به مال او اولاد همداسي را كول کیږي؟

  78. أَطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَـٰنِ عَهْدًا

    ايا هغه په غيبو خبر شويدى يا یې له الرحمان څخه كومه ژمنه اخيستې ده؟

  79. كَلَّا ۚ سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا

    هیڅكله داسي نده؛ دى چي څه وايي، موږ به هغه وليكو او هغه ته به عذاب لا نور ور زيات کړو.

  80. وَنَرِثُهُ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا

    دى چي كوم وسايل او ډله لښكر يادوي، هغه ټول به موږ ته پاتي شي او دى به ايكى یوازي زموږ په وړاندي حاضر راشي.

  81. وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِّيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا

    دوى له الله پرته خپل څه خدايان نيولي دي، تر څو چي هغوی د دوی ملاتړي وي.

  82. كَلَّا ۚ سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا

    هیڅ ملاتړ به یې نه وي، هغوى ټول به د دوى له عبادت څخه منكر شي او برعكس د دوی پر خلاف دريځ به ونيسي.

  83. أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا

    ايا تا نه دي ليدلي چي موږ د حق دغو منكرانو ته شيطانان خوشې کړيدي، چي دوى په پوره ډول (د حق دښمنۍ ته) هڅوي؟

  84. فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا

    ښه نو، اوس پر دوى باندي د عذاب د نازلېدو لپاره تلوار مه كوه، موږ د دوی ورځي شمارو.

  85. يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَـٰنِ وَفْدًا

    هغه ورځ راتلونكې ده چي موږ پرهېزګاران د مېلمنو په څير د الرحمان حضور ته وړاندي کړو؛

  86. وَنَسُوقُ الْمُجْرِمِينَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وِرْدًا

    او مجرمان به د تړو څارويو په شان د دوږخ لوري ته وشړو.

  87. لَّا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَـٰنِ عَهْدًا

    په هغه وخت کښي به خلك په كوم سپارښ راوړلو قادر نه وي، بې له هغه چا څخه چي د الرحمان له حضور څخه یې اجازه نامه اخيستې وي.

  88. وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَـٰنُ وَلَدًا

    هغوى وایې چي الرحمان څوك په زوى توب نيولى دى؛

  89. لَّقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا

    ډېره بابېزه خبره ده چي تاسي جوړه کړېده؛

  90. تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا

    نژدې ده چي اسمانونه وچوي، ځمكه څيري شي او غرونه ټوټې ټوټې را وغورځیږي.

  91. أَن دَعَوْا لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدًا

    په دې خبره چي خلكو د الرحمان لپاره د اولاد د شته والي دعوه وکړه؛

  92. وَمَا يَنبَغِي لِلرَّحْمَـٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا

    د الرحمان دا شان ندى چي هغه څوك زوى ونيسي.

  93. إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَـٰنِ عَبْدًا

    په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي ټول د خداى حضور ته د بندګانو په حيث وړاندي كېدونكي دي.

  94. لَّقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا

    په یقیني توګه، هغه پر ټولو چارپیر دی او هغوى یې پوره شمېرلي دي.

  95. وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا

    ټول به د قيامت په ورځ يو يو د هغه په وړاندي حاضر وي.

  96. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَـٰنُ وُدًّا

    دا باوري ده، كومو خلكو چي ايمان راوړيدى او ښه عملونه یې کړيدي، ډېر ژر به الرحمان د هغو لپاره په زړونو کښي مينه پيدا کړي.

  97. فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِ قَوْمًا لُّدًّا

    نو [اې محمده (ص)!] دغه کلام موږ اسانه کړی دى، ستا په ژبه مو د همدې لپاره نازل کړی دی چي ته پرهېزګارانو ته پرې زيرى ورکړې او متعصبو خلكو ته پرې اخطار ورکړې.

  98. وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا

    او له دوی څخه مخکي موږ څومره قومونه هلاک کړيدي، نو نن چيري ته د هغو د كوم يوه نښه نښانه مومې، يا یې کوم كښهار هم چيري اورې؟

Holy Quran-Pashto