Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۴۷. سورت محمد

محمد

Muhammad / محمد · ۴۷ · ۳۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت محمد عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ

    كوم كسان چي كافران شول او د الله له لاري څخه یې منع وکړه، الله د هغو عملونه بابيزه کړل.

  2. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۙ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ

    او كومو كسانو چي ايمان راوړ او ښې چاري یې سرته ورسولې او دغه (قُرآن) یې ومانه چي پر محمد (ص) باندي نازل شوی او د هغو د رب لخوا سر تر پايه حق دى، الله يې بدۍ ايسته کړه او د هغو حالت یې سم کړ.

  3. ذَٰلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ

    دا ځكه چي كافرانو د باطل پيروي وکړه؛ او مؤمنانو د هغه حق پيروي وکړه چي د هغو د رب لخوا راغلى دى. پدې ډول الله خلكو ته د هغو سم صحيح حيثيتونه ورښيي (د هغو د مثالونو حال بیانوي).

  4. فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّىٰ إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ۚ ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ ۗ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ

    نو كله چي له دغو كافرانو سره (په جنګ کي) مخامخ شئ، نو ستاسي لومړی كار (د هغو) د ورمیږونو وهل دي، تر دې پوري چي كله تاسي هغوی ښه وټكوئ، هله نو بنديان كلك وتړئ. د هغه وروسته (ستاسي خپله خوښه ده چي) ښېګنه كوئ (دوی وړیا خوشي کوئ) او كه (د دوی د آزادولو په مقابل کي) د فدیې معامله كوئ تر هغه پوري چي (جنګ کوونکي) خپله وسله وغورځوي. دغه ستاسي د كولو كار دی، كه الله غوښتي واى، نو پخپله به یې له هغو څخه غچ اخستى وای، خو (دغه کړنلاره هغه د دې لپاره غوره کړېده) چي تاسي يو د بل په وسيله وازمايي. او كوم كسان چي د الله په لاره کښي ووژل شي، الله به د هغو عملونه هيڅكله ضايع نکړي؛

  5. سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ

    الله به هغو ته لارښوونه وکړي، د هغو حالت به سم کړي؛

  6. وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ

    او هغوى به هغه جنت ته ننباسي چي د هغه ښه والی یې ورپيژندل دى.

  7. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ

    اې مؤمنانو كه تاسي د الله (د دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسي سره مرسته وکړي او ستاسي قدمونه به كلك کړي.

  8. وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ

    پاتي شول هغه كسان چي كافران شويدي، نو د هغو لپاره هلاکت دى او الله د هغو عملونه ضایع کړيدي؛

  9. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ

    ځكه چي هغوى دغه (قُرآن) بد وګانه چي الله نازل کړيدی، لدې امله الله د هغوى عملونه بابېزه کړل؛

  10. ۞ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ دَمَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ۖ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا

    ايا دوی په ځمکه کښي ګرځېدلي نه دي چي د هغو خلكو عاقبت یې ليدلى واى چي له دوى څخه مخکي تير شويدي؟ - الله پر هغو تباهي راوستله. او همدغسي نتیجې د دغو كافرانو لپاره مقدري دي.

  11. ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَىٰ لَهُمْ

    دا د دې لپاره چي د مؤمنانو ملاتړ او مرستندوی الله دى او د كافرانو هيڅ ملاتړ او مرستندوى نشته.

  12. إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ

    ايمان راوړونكي او ښه عمل كوونكي به الله هغو جنتونو ته ننباسي چي تر هغو لاندي ویالې بهیږي. او كافران یوازي د دُنيا د څو ورځني ژوندانه خوندونه اخلي، د څارويو په شان خوراك څښاك كوي او د هغو وروستى استوګنځى دوږخ دئ.

  13. وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ

    [اې پېغمبره (ص)!] د ډیرو كليو (خلک) داسي تير شويدي چي ستا له هغه كلي (د خلکو) څخه زيات زورور ول چي ته یې ايستلى یې. موږ هغوى پداسي شان هلاک کړل چي هيڅوك یې ژغورونكى نه ؤ.

  14. أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُم

    ښه نو ايا داسي کېدای شي چي څوك د خپل رب له لوري په روښانه او څرګند هدايت باندي وي، د هغو خلكو په څير شي چي د هغو لپاره خپل بد عمل ښايسته کړی شويدى او هغوى د خپلو نفسي غوښتنو پيروان ګرځېدلي دي.

  15. مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِّن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى ۖ وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ ۖ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ

    د پرهېز ګارانو لپاره چي د كوم جنت وعده شوېده، د هغه شان خو دا دى چي: د صافو رڼو اوبو ویالې به په کښي وي؛ د داسي شيدو ویالې به په کښي وي چي په خوند کي به یې هيڅ توپير نه وي راغلى؛ د داسي شرابو ویالې به په کښي وي چي د څښونكو لپاره به لذت بښوونكي وي؛ او د صافو رڼو شاتو ويالې به په کښي بهيدونكي وي. په هغه کي به د پرهېزګارانو لپاره هر راز مېوې او د هغو د رب لخوا بخشش وي. (ايا هغه څوك چي په قسمت یې دغه جنت رسېدونكى دى) د هغو خلكو په څېر کېدای شي چي په دوږخ کښي به تل اوسېدونكي وي؛ او په هغو باندي به داسي ګرمي اوبه وڅښل شي چي كولمې به یې غوڅي غوڅي کړي؟

  16. وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّىٰ إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِندِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا ۚ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ

    له دوى څخه ځیني خلك داسي دي چي غوږ نيسي، ستا خبري اوري او بيا كله چي ستا له مجلس څخه وځي، نو له هغو خلكو څخه چي د علم نعمت وربښل شويدى، پوښتنه كوي چي: همدا اوس اوس ده (پېغمبر) څه ويلي وه؟ - دا هغه كسان دي چي د دوى په زړونو باندي الله مُهر لګولى دى او دوى د خپلو نفسي غوښتنو پيروان ګرځېدلي دي.

  17. وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ

    پاتي شول هغه كسان چي هدايت یې موندلى دى، الله هغو ته لا زيات هدايت په برخه كوي او د هغو برخه، پرهېزګاري وركوي.

  18. فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً ۖ فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا ۚ فَأَنَّىٰ لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ

    نو ايا دوى یوازي د قيامت انتظار باسي، چي هغه په ناڅاپي ډول ورباندي راشي؟ - د هغه علامات (نښي نښانې) خو راغلي دي. كله چي هغه پخپله راشي، نو آيا د دوى لپاره به د نصيحت قبلولو څه فرصت باقي پاتي شي؟

  19. فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] ښه وپوهېږه چي له الله څخه پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نشته. او د خپلي ګناه لپاره هم بښنه غواړه او د مؤمنو نارينه او ښځو لپاره هم. الله په دُنيا کښي ستاسي په هلو ځلو باندي هم پوهیږي او په اخرت کښي ستاسي له استوګنځي څخه هم خبر دى.

  20. وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ ۖ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ ۙ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۖ فَأَوْلَىٰ لَهُمْ

    كومو كسانو چي ايمان راوړيدى، هغوى ويل چي كوم سورت ولي نه نازليږي (چي په هغه کښي د جګړې امر وشي) خو كله چي يو محكم سورت نازل کړل شو، چي په هغه کښي د جنګ يادونه وه، نو تا وليدل د كومو كسانو په زړونو کښي چي ناروغي وه، هغوی ستا لوري ته پداسي شان ګوري لكه په چا باندي چي د مرګ څپې خورې شوې وي. افسوس د هغو پر حال!

  21. طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ ۚ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ

    (د هغو پر ژبه) خو د اطاعت اقرار او ښې ښې خبري دي، خو كله چي غوڅ حُكم ورکړل شو، كه په هغه وخت کښي له الله سره پخپله ژمنه کښي د هغو رښتينولي ثابته شوې واى، نو د همغو لپاره ښه وه.

  22. فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ

    اوس ایا ستاسي څخه (اې منافقانو) له دې پرته نور څه هيله کېدای شي چي كه قدرت په لاس درشي يا (د اطاعت څخه) په شا واوړئ، نو په ځمکه کښي به فساد برپا کړئ او پخپلو منځو کښي به خپلولۍ (او يو د بل سرونه) غوڅ کړئ؟

  23. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَىٰ أَبْصَارَهُمْ

    دوى همغه خلك دي چي الله ورباندي لعنت وکړ او (كاڼه، ړانده) یې کړل.

  24. أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا

    ايا دوى پر قُرآن غور ندى کړی، يا که پر زړونو باندي یې قلفونه وهل شويدي؟

  25. إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى ۙ الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَىٰ لَهُمْ

    حقيقت دا دى كوم كسان چي د هدايت له روښانه کېدو څخه وروسته په شا وګرځېدل، د هغو لپاره شيطان دغه کړنلاره اسانه کړېده او د درواغجنو هيلو لړۍ یې د هغو لپاره اوږده کړېده.

  26. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ ۖ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ

    له همدې امله دوى د الله د نازل کړي دين بد ګڼونكو ته وويل چي په ځينو چارو کښي به موږ ستاسي (حُکم) منو. الله د دوى په دغو پټو خبرو ښه پوهیږي.

  27. فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ

    نو په هغه وخت کي به څه حال وي چي پرښتې د دوى ساګاني اخلي او پر مخونو او شاګانو باندي یې وهي؟

  28. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ

    دا به د همدې لپاره وي چي دوی د هغي کړنلاري پيروي وکړه چي الله پرې خپه کیږي او د هغه د رضا لاره غوره كول یې خوښ نه کړل. په همدې اساس یې د هغو ټولو عملونه بابېزه کړل.

  29. أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ

    ايا هغو كسانو چي په زړونو کښي یې (د شک او نفاق) ناروغي ده، دا انګيرلې ده چي الله به د هغوى د زړونو پټي كينې ښكاره نکړي؟

  30. وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ ۚ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ

    كه موږ وغواړو نو هغوى به تا ته په سترګو در وښيو او د هغو له څېرو څخه به یې وپيژنې او د وينا له اسلوب څخه خو به یې ته هرو مرو وپيژنې. الله ستاسي ټولو په عملونو ډېر ښه پوهیږي.

  31. وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّىٰ نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ

    موږ به خامخا تاسي په ازموينه کښي واچوو، چي ستاسي حالات وڅيړو، او وګورو چي په تاسي کښي مجاهدين او ثابت قدم كسان څوك دي.

  32. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَىٰ لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ

    كوم كسان چي كافران شول او د الله له لاري څخه یې منع وکړه او له پېغمبر سره یې شخړه وکړه وروسته له هغه چي هغو ته سمه لاره څرګنده شوې وه. په حقيقت کي هغوى الله ته هيڅ نقصان نشي رسولای، بلکي الله به د هغو ټول عملونه ضايع کړي.

  33. ۞ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ

    اې مؤمنانو! د الله اطاعت او د پېغمبر اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه بربادوئ.

  34. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ

    بېشکه هغه کسان چي کافران شول او د خداى له لاري څخه یې (خلک) منع کړه، بیا د کفر په حالت کي مړه شول، نو الله به هيڅكله هغوي ونه بخښي.

  35. فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ

    نو تاسي مه بې زړه کېږئ او مه د سولي پيشنهاد كوئ. همدا تاسي برلاسي کېدونكي ياست. الله ستاسي ملګرى دى او هغه به ستاسي عملونه هيڅكله ضايع نکړي.

  36. إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۚ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ

    د دُنيا دغه ژوند خو يوه لوبه او ننداره ده. كه تاسي ايمان ولرئ او د پرهېزګارۍ پر کړنلاره لاړ شئ، نو الله به تاسي ته ستاسي اجر در کړي او هغه به ستاسي څخه ستاسي مالونه ونه غواړي.

  37. إِن يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ

    كه چيري هغه ستاسي څخه ستاسي مال وغواړي او په پوره ټینګار سره یې درڅخه وغواړي، نو تاسي به بخيلي وکړئ او هغه به ستاسي د زړونو خيري (پټي کینې) رابرسيره کړي؛

  38. هَا أَنتُمْ هَـٰؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ ۖ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ ۚ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاءُ ۚ وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُم

    وګورئ، تاسي ته بلنه دركول کیږي، چي د الله په لاره کښي مال ولګوئ. نو ستاسي څخه ځیني كسان داسي دي چي بخيلي كوي. او چي څوک بخیلي کوي، په حقيقت کښي پر خپل ځان بخيلي كوي. الله خو شتمن دى او تاسي هغه ته اړ یاست. كه تاسي مخ واړوئ، نو الله به ستاسي په ځاى كوم بل قوم راولي؛ او هغوى به بيا ستاسي په څير نه وي.

Holy Quran-Pashto