-
إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
موږ نوح (ع) د هغه قوم ته (له دې هدايت سره) ولېږه چي د خپل قوم وګړو ته دي اخطار ورکړه مخکي له هغه چي يو درد ناك عذاب ورباندي راشي.
-
قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
هغه وويل: "اې زما قومه! زه ستاسي لپاره يو ښكاره څرګند وېروونكی (پېغمبر) يم؛
-
أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ
(تاسي خبروم) چي د الله بندګي وکړئ، له هغه څخه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ؛
-
يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاءَ لَا يُؤَخَّرُ ۖ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
الله به ستاسي ګناهونه در وبښي او تاسي به تر يو ټاكلي وخت پوري باقي پرېږدي. حقيقت دا دی كله چي د الله ټاكلی وخت راشي، نو بيا نه ځنډيږي، كاشكي تاسي ته د دې معلومات وای."
-
قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا
هغه عرض وکړ: "اې زما ربه! ما خپل قوم ته شپه او ورځ دعوت ورکړ؛
-
فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا
خو زما بلني (د حق څخه) د هغو تېښته لا زياته کړه؛
-
وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا
او هر كله چي ما هغوی دې ته وبلل چي ته بخښنه ورته وکړې، هغوی په غوږونو کښي ګوتي كښېښودې، په جامو سره یې مخونه وپوښل، په خپل چلند یې ټينګار وکړ او ډېر تكبر یې وکړ؛
-
ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا
بيا ما هغو ته په لوړغږ بلنه ورکړه؛
-
ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا
بيا ما په ښكاره هم هغو ته تبليغ وکړ او په پټه پټه مې هم وپوهول؛
-
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا
ما وويل: له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بېشكه چي هغه خورا ډېر بښونكي دی؛
-
يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا
هغه به پر تاسي له اسمانه ښه اورښتونه وکړي؛
-
وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا
تاسي ته به مالونه او اولادونه درپه برخه کړي، ستاسي لپاره به باغونه پيدا کړي او ستاسي لپاره به ویالې وبهوي؛
-
مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا
په تاسي څه شوي دي چي د الله لپاره د هیڅ عزت په فكر کښي نه ياست؟
-
وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا
پداسي حال کښي چي تاسي يې ډول ډول پيدا کړي یاست؛
-
أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا
ايا نه وينئ چي په څه ډول الله لاندي باندي اووه اسمانونه پيدا کړل؟
-
وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا
او په هغو کښي یې سپوږمۍ ړنا او لمر ډېوه وګرځوله؛
-
وَاللَّهُ أَنبَتَكُم مِّنَ الْأَرْضِ نَبَاتًا
او الله تاسي له ځمکي څخه په عجيبه ډول را پيدا کړئ؛
-
ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًا
بيا به هغه تاسي همدې ځمکي ته بېرته راولي او له دې څخه به مو ناڅاپه راوباسي؛
-
وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ بِسَاطًا
او الله ځمکه ستاسي لپاره د فرش په څېر وغوړوله؛
-
لِّتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا
تر څو چي تاسي په هغې کښي په پراخو لارو لاړ شئ."
-
قَالَ نُوحٌ رَّبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَن لَّمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا
نوح وويل: "زما ربه! هغوی زما خبره ونه منله او د هغو (مشرانو) پيروي یې وکړه چي د مال او اولاد په موندلو لا زيات نامراده شوي دي؛
-
وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا
دغو كسانو د ډيري لویې دسيسې جال خور کړی دى.
-
وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا
دوی وويل: خپل معبودان هیڅكله مه پرېږدئ، او مه پرېږدئ (د هغو بتانو عبادت چي نومونه یې دي: ) ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر؛
-
وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا ۖ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا
دوى ډېر خلك ګمراه کړي دي، او ته هم (اې زما ربه) دغو خلكو ته له ګمراهۍ پرته په بل شي کښي پرمختګ مه وركوه."
-
مِّمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَنصَارًا
یوازي د خپلو ګناهونو په اساس هغوي غرق کړل شول او په اور کښي ننيستل شول، بيا هغوي له الله پرته د ځان لپاره كوم ژغورونكي مرستندوی ونه موندی.
-
وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا
او نوح وويل: "زما ربه! له دغو كافرانو څخه هیڅ يو د ځمکي پر مخ استوګن مه پرېږده؛
-
إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا
كه تا دوی پرېښودل، نو ستا بندګان به ګمراه کړي او د دوی له ځوځات څخه چي هر څوك پيدا شي بدعمله او سخت كافر به وي؛
-
رَّبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا
زما پروردګاره! ما ته، زما مور او پلار ته او هر هغه چا ته چي زما كور ته د مؤمن په حيث داخل شوى دى، او ټولو مؤمنانو نارينه او مؤمنو ښځو ته بخښنه وکړه او د ظالمانو لپاره د هلاکت څخه پرته بل څه مه زياتوه."
۷۱. سورت نوح
نوح
Nuh / نوح · ۷۱ · ۲۸ آیتونه
دا پاڼه د سورت نوح عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.