-
ق ۚ وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ
قاف، قسم دی په لوی شان لرونکي قُرآن (چي ته پېغمبر يې).
-
بَلْ عَجِبُوا أَن جَاءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَـٰذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ
بلکي د دغو خلكو تعجب پدې خبره راغى چي يو خبر وركوونكى پخپله له همدوى څخه ورته راغى. بيا كافرانو وويل: "دا عجيبه خبره ده؛
-
أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۖ ذَٰلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ
ايا كله چي موږ مړه شو او خاوري شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي کړای شو؟) دا بيرته راګرځېدل خو له پوهي لیري دي."
-
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ ۖ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ
په باوري توګه، (پداسي حال کښي) هغه ټول زموږ په علم کښي دي چي ځمکه یې د دوى د جوسي (د مړه جسد) څخه کموي. او زموږ سره يو كتاب دى چي هر څه پکښي محفوظ دي.
-
بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَّرِيجٍ
بلکي دوى ته خو چي كله حق راغى، په هغه وخت کښي یې هغه په ښكاره درواغ وګانه، له همدې امله دوى اوس په کړكيچ کښي نښتي دي.
-
أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ
ښه نو، دوى هيڅكله د ځان له پاسه اسمان ته ندي كتلي؟ - په څه ډول موږ هغه جوړ او سينګار کړ؛ او په هغه کښي هيڅ درز نشته.
-
وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ
او موږ ځمکه وغوړوله، په هغې کښي مو غرونه ښخ کړل او هر راز ښيرازه ښايسته نباتات مو په کښي زرغونه کړل.
-
تَبْصِرَةً وَذِكْرَىٰ لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ
دغه ټول شيان سترګي غوړوونكي او درس وركوونكي د هر هغه بنده لپاره دي چي (د حق خوا ته ) رجوع كوونكى وي.
-
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ
او موږ له اسمانه بركتناکي اوبه نازلي کړې، بيا مو په هغو سره باغونه او د رېبلو وړ كښتونو، غلې را زرغونې کړې؛
-
وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ
او د هسكو دنګو خُرماو وني مو پيدا کړې، چي د هغو له مېوو څخه ډك وږي يو د بل د پاسه پراته وي؛
-
رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ۖ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا ۚ كَذَٰلِكَ الْخُرُوجُ
دا بنده ګانو ته د روزۍ وركولو انتظام دى. او پدغو (اوبو) سره موږ يوه مړه سيمه ژوندۍ کړه. د ځمکي څخه د مړه شويو انسانانو راوتل به هم همدغسي وي.
-
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَابُ الرَّسِّ وَثَمُودُ
د دوی څخه مخکنیو د درواغو نسبتونه کړيدی: د نوح(ع) قوم، د څاه خاوندانو، او ثموديانو؛
-
وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَانُ لُوطٍ
او عاديانو او فرعون او د لوط (ع) وروڼو؛
-
وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ۚ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ
او د ايكه خلكو، او د تُبع قوم؛ دې ټولو پېغمبران درواغجن ګڼلي او په پاى کښي زما د عذاب وعده پر هغو تطبيق شو.
-
أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ ۚ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ
ايا د لومړي ځل پيدا كولو څخه موږ ستړي شوي وو؟ - خو د يو نوي پيدایښت له پلوه دغه خلك په شك کښي غورځېدلي دي.
-
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ
په حقیقت کي موږ انسان پيدا کړي دى او آن د هغه په زړه کښي په را پيدا کېدونكو وسوسو باندي پوهیږو. او موږ د هغه له شهرګ (د ورمیږ د رګونو) څخه هم زيات هغه ته نژدې يوو.
-
إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ
(او زموږ پر دغه مستقيم علم برسيره) دوه ليكونكي د هغه ښي او چپ لوري ته ناست، نېکي او بدي هر څه ثبتوي؛
-
مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ
هيڅ داسي لفظ د هغه له خولې څخه نه راوزي چي د هغه د محفوظ ساتلو لپاره يو حاضر باش څارونكى ورسره موجود نه وي.
-
وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ۖ ذَٰلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ
بيا ګوره، هغه د ځکندن سُلګۍ په حقه راغلې، دا مرګ همغه شى دى چي ته ترېنه تښتېدلې.
-
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ
او بيا به شپيلۍ پو کړه شي، دا هغه د ویرولو ورځ ده؛
-
وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ
او هر څوك پداسي حال کښي راغی چي له هغه سره به يو (محشر ته) شړونکی او يو شاهدي ويونكى وي.
-
لَّقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَـٰذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ
په یقیني توګه، د دغې (ورځي) له پلوه ته په غفلت کښي وې. موږ هغه پرده لیري کړه چي ستا په مخکي پرته وه؛ او نن ستا نظر ښه تيز دى.
-
وَقَالَ قَرِينُهُ هَـٰذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ
د هغه ملګرى (پرښته) به عرض وکړي، دا دى هغه (د کړنو دفتر) چي ما ته سپارل شوى و، حاضر دى.
-
أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ
(پرښتو ته به امر وشي) " په دوږخ کښي هر سخت كافر وغورځوئ، چي له حق سره یې دښمني درلودله؛
-
مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُّرِيبٍ
د خير مخنيوونكى، له حده تېرېدونكى، په شك کښي غورځېدلى؛
-
الَّذِي جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِي الْعَذَابِ الشَّدِيدِ
چي له الله سره یې كوم بل څوك خداى ګرځولى و، نو وغورځوئ، هغه په سخت عذاب کښي."
-
۞ قَالَ قَرِينُهُ رَبَّنَا مَا أَطْغَيْتُهُ وَلَـٰكِن كَانَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
د هغه ملګری (شیطان) به ووايي: "خدايه ما دى سركښه کړی نه ؤ، بلکي دى پخپله په لیري ګمراهۍ کښي غورځېدلى و."
-
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُم بِالْوَعِيدِ
په ځواب کښي به یې وفرمايي: "زما په وړاندي جګړه مه كوئ، ما تاسي مخکي له بد عاقبت څخه خبردار کړي واست؛
-
مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ
زما په وړاندي خبره نه بدلېږي او زه پخپلو بندګانو باندي هيڅ ظلم کوونکی نه يم."
-
يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍ
هغه ورځ چي موږ د دوږخ څخه پوښتنه وکړو: "ايا ته ډك شوې؟ - او هغه ووايي: "ايا نور څه شته؟"
-
وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ
او جنت به د پرهېزګارانو لپاره نژدې راوستل شي، هيڅ به لیري نه وي.
-
هَـٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ
الله ج به وفرمايي: "دا دى هغه شى چي ستاسي سره يې وعده کېدله، د هر هغه چا لپاره دی چي ډېر رجوع كوونكى او ډېر (د نفس) ساتونكى و.
-
مَّنْ خَشِيَ الرَّحْمَـٰنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ
هغه چي د ناليدلي الرحمان څخه وېرېدی او هغه چي له رجوع كوونكي زړه سره راغلى دى.
-
ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ
جنت ته له سلامتيا سره ننوزئ." هغه ورځ به د ابدي ژوندانه ورځ وي.
-
لَهُم مَّا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ
هلته به د هغو لپاره هر هغه څه وي چي هغوى یې وغواړي. او زموږ سره د هغو لپاره، له دې څخه هم زيات څه شته.
-
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُم بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِن مَّحِيصٍ
موږ د دوى څخه مخکي ډېر داسي قومونه هلاک کړي دي، چي د دوى څخه ډېر زيات زورور ول او ډېر هيوادونه یې لټولي ول. ايا هغوى (د مرګ څخه د خلاصون) كوم پناه ځاى وموندلای شو؟
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ
بېشکه پدغه تاريخ کښي د عبرت درس د هر هغه چا لپاره دی چي زړه لري يا په پاملرني سره خبره واوري.
-
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ
موږ اسمانونه او ځمکه او د هغو په منځ کښي ټول شيان په شپږو ورځو کښي پيدا کړل او موږ ته څه ستړيا ونه رسېدله.
-
فَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ
نو [اې پېغمبره (ص)!] دغه خلك چي کومي خبري جوړوي، پر هغو صبر وکړه. او د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاكي له لمر ختو او لمر پريوتو څخه مخکي بيا نوه؛
-
وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَارَ السُّجُودِ
او د شپې له مخي بيا د هغه پاكي بيان کړه او له سجده كولو څخه (له وزګارېدو څخه) وروسته هم.
-
وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ
او واوره، په كومه ورځ چي به د هر چا له نژدې ځاى څخه غږ كوونكى غږ وکړي؛
-
يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ
په هغه ورځ چي ټول خلك به د حشر چيغه سمه صحيح اوري، هغه به له ځمکي څخه د مړو د راوتلو ورځ وي.
-
إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا الْمَصِيرُ
همدا موږ ژوند بښو او همدا موږ مرګ وركوو او همدا زموږ لوري ته په هغه ورځ راګرځېدل دي.
-
يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ۚ ذَٰلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌ
كله چي ځمکه وچوي او خلك د هغې څخه په راوتلو په بېړه بېړه منډي وهونكي وي. دغه حشر زموږ لپاره ډېر اسان دى.
-
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ ۖ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى چي کومي خبري جوړوي موږ ورباندي ښه پوهیږو. او ستا وظيفه په هغو باندي په زوره خبره منل (اسلام ته را اړول) نه دي، ته یوازي د دغه قُرآن په وسيله هر هغه چا ته نصيحت وکړه چي زما د عذاب څخه په تنبيه کولو سره وېريږي.
۵۰. سورت ق
ق
Qaf / ق · ۵۰ · ۴۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت ق عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.