-
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ
ټوله ثنا او ستاينه د هغه خداى لپاره ده چي د اسمانونو او ځمكي د هر شي څښتن دى او په اخرت کښي هم د هماغه لپاره ثنا او ستاينه ده. هغه د حكمت څښتن او با خبره دى.
-
يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۚ وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُورُ
(الله) په هر هغه څه باندي چي په ځمکه کښي ننوځي او څه چي له هغې څخه راوځي، څه چي له اسمانه را كوزيږي او څه چي ور خېژي، پوهیږي. هغه ښه مهربان او بخښونکی دى.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ ۖ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ ۖ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ
منكران وايي قيامت پر موږ نه راځي؛ ورته ووايه: "زما په خپل رب قسم دى چي په پټو خبردار دی، هغه (قیامت) به هرومرو پر تاسي راشي. د الله څخه د يوه بڅري په اندازه كوم شى نه په اسمانونو کښي پټ دى او نه په ځمکه كي، نه له بڅري څخه غټ او نه له هغه څخه كوچنىِ، هر څه په يو څرګند دفتر کښي درج دي."
-
لِّيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۚ أُولَـٰئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
او قيامت به ددې لپاره راشي چي الله هغو خلكو ته چي ايمان یې راوړى دى او غوره عملونه یې کړي دي، مکافات ورکړي. د هغو لپاره بخښنه او غوره روزي ده.
-
وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ
او كومو كسانو چي زموږ د ايتونو د مغلوبولو لپاره خپله وسه کړې ده، د هغو لپاره ډېر ناوړه درد ناك عذاب دى.
-
وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ
[اې پېغمبره (ص)] پوهان ښه پوهیږي، څه چي ستا د رب لخوا پر تا نازل کړای شوی دی، هغه (قُرآن) په ټوله معنا حق دی او د برلاسي او ستايل شوي خداى لاره ښيي .
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ
منكران (خلكو ته) وايي: "موږ تاسي ته داسي سړی در وښيو چي خبر دركوي، كله چي ستاسي جسم بڅرى بڅرى تيت پرك شوى وي، په هغه وخت کښي به تاسي بیا له نوي سره پېدا کړای شئ؟
-
أَفْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَم بِهِ جِنَّةٌ ۗ بَلِ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِي الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِيدِ
نه ده معلومه چي دغه سړی د الله په نامه درواغ جوړوي او كه ليونتوب پرې راغلى دى." نه، بلکي كوم كسان چي اخرت نه مني هغوى په عذاب کښي اخته كېدونكي دي. او هماغوى په ناوړه توګه ګمراه شوي دي.
-
أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَىٰ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ
ايا دوى هیڅكله هغه اسمان او ځمکه نه دي ليدلي چي د دوى له وړاندي وروسته څخه را چاپېر شوي دي؟ - كه موږ وغواړو نو دوى به په ځمکه کښي ننباسو، يا به د اسمان څه ټوټې پرې را وغورځوو. حقیقت دا دی چي په دې کښي د هر هغه بنده لپاره يوه نښانه ده چي د خداى خوا ته ورګرځېدونكى وي.
-
۞ وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا ۖ يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ ۖ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ
موږ داؤد (ع) ته له خپل لوري څخه لوى فضل په برخه کړی ؤ. (موږ حكم وکړ چي) اې غرونو! له هغه سره هم غږي اوسئ (او همدغه حكم موږ) مرغانو ته وکړ. او موږ اوسپنه د هغه لپاره پسته کړه؛
-
أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ ۖ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
له دې لارښووني سره چي زغري جوړي کړه او د هغو كړۍ په سمه اندازه (ور کړه). (اې د داود کورنۍ!) نېك عمل وکړئ، تاسي چي څه كوئ زه هغه وينم.
-
وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۖ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ ۖ وَمِنَ الْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ
او د سليمان (ع) لپاره موږ باد اېل (تابع) کړ، د سهار په مهال کښي د هغه چلېدل د يوې مياشتي تر مسافې پوري او د شپې له مخي د يوې مياشتي تر مسافې پوري. موږ د هغه لپاره د ويلي شويو ميسو چينه و بهوله. او داسي پېريان مو د هغه تابع وګرځول چي د خپل پروردګار په حكم سره یې د هغه په مخ کي كار کاوه. له هغو څخه چي چا زموږ له حكم څخه سرغړونه وکړل، په هغه باندي به موږ (په اخیرت کي) د لمبه شوي اور خوند وڅكو.
-
يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِن مَّحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَّاسِيَاتٍ ۚ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا ۚ وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ
د هغه (سلیمان ع) لپاره هر هغه څه هغوى جوړول چي هغه غوښتل: دنګي ودانۍ، تصويرونه، د لويو لويو تالاوونو غوندي لګنونه او له خپله ځايه نه خوځېدونكي درانده ديګونه. اې د داود کورنۍ! د شكر په کړنلاره عمل وکړئ. زما په بندګانو کښي بېخي لږ شكر ايستونكي دي.
-
فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَىٰ مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنسَأَتَهُ ۖ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ
بيا كله چي پر سليمان (ع) باندي موږ د مرګ فېصله نافذه کړه، نو پېريانو ته د هغه د مرګ معلومات وركوونكى كوم شى له هغه چينجي (وَینه) څخه پرته نه و چي د هغه لکړه یې خوړله. په دې ډول كله چي سليمان (ع) راولوېدی، نو پېريانو ته دا خبره څرګنده شوه چي كه دوى په غيبو باندي پوهېدونكي واى، نو ددغه ذلت په عذاب کښي به اخته نه وای پاتي شوي.
-
لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ ۖ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمَالٍ ۖ كُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ ۚ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ
د سبا د خلكو لپاره د هغو په هماغه خپل استوګنځي کښي يوه نښانه موجوده وه: دوه باغونه ښي او كيڼ لوري ته. (دوی ته ویل شوي ؤ چي) د خپل رب درکړې روزي خورئ او د هغه شكر ادا كوئ، هيواد غوره او سوتره دی او پروردګار بخښونكى دی.
-
فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِيلٍ
خو هغوى (د حق څخه) مخ واړوه. په پاى کښي موږ پر هغو بند نړوونكى سېلاب ولېږه، او د هغو د مخکنیو دوو باغونو په ځاى مو دوه نور باغونه ورکړل، چي په کښي ترخې كرغېړني مېوې او د غزو وني وې؛ او يو څه لږ غوندي بېرې (د صبر وني).
-
ذَٰلِكَ جَزَيْنَاهُم بِمَا كَفَرُوا ۖ وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ
دا د هغو د كفر بدله وه چي موږ ورکړه او له ناشكره انسانانو پرته موږ دغسي بدله بل چا ته نه وركوو.
-
وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ ۖ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ
او موږ د هغوی (د سبا د خلکو) او هغو سيمو تر منځ چي بركت مو ورپه برخه کړی و، ښكاره كلي مېشته کړي ول او په هغو کښي مو د سفر مسافې له يوې اندازې سره ټاكلي وې. (و مو ویل چي) په دغو لارو کښي شپه او ورځ له پوره امن سره ځئ او راځئ.
-
فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
خو هغوى وويل: "اې زموږ ربه، زموږ د سفر مسافې اوږدې کړه." - هغوى پر خپل ځان پخپله ظلم وکړ. په پاى کښي موږ هغوى افسانه وګرځول او بېخي مو تار په تار کړل. په يقيني ډول په دې کښي د هر هغه چا لپاره نښانې دي چي ډېر زغمونكى او شكر كوونكى وي.
-
وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ
د هغو په باب ابليس خپل ګومان صحيح وموندی؛ پرته له يوې كوچنۍ ډلي څخه چي مومنان ول، نورو ټولو د هماغه (ابلیس) پېروي وکړه.
-
وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ ۗ وَرَبُّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ
ابليس پر هغو څه برلاسي نه درلوده، خو څه چي وشول هغه له دې كبله وه چي موږ دا ليدل غوښتل چي څوك د اخرت منونكى دى او څوك د هغه له پلوه په شك کښي غورځېدلى دى. ستا رب پر هر څه باندي څارونكى ساتونكى دى.
-
قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِيرٍ
(اې پېغمبره (ص)! دغو مشركانو ته) ووايه: «خپل هغه معبودان وبلئ چي تاسي يې له الله څخه پرته خپل معبودان انګېرئ.» هغوي نه په اسمانونو کښي او نه په ځمکه کښي د يو بڅري په اندازه د كوم شي څښتنان دي. هغوى د اسمان او ځمکي په ملكيت کښي برخه وال هم نه دي، له هغو څخه هیڅ يو د الله مرستندوى هم نه دى.
-
وَلَا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ عِندَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ ۚ حَتَّىٰ إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ ۖ قَالُوا الْحَقَّ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ
او د الله په حضور کښي كوم شفاعت هم د چا لپاره ګټور كېداى نشي، پرته له هغه چا چي د هغه لپاره الله د شفاعت اجازه ورکړې وي. آن تردې پوري چي كله د خلكو له زړونو څخه وارخطائي ايسته شي، نو هغوى به (له سپارښت كوونكو څخه) پوښتنه وکړي چي ستاسي رب څه ځواب درکړ. هغوی به ووايي چي سم ځواب راکړ شوى دى او هغه (الله) لوړ او لوى دى.
-
۞ قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَىٰ هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
[اې پېغمبره (ص)!] د دوی څخه پوښتنه وکړه: "څوك تاسي ته له اسمانونو او ځمکي څخه روزي دركوي؟"- ووايه: "الله (روزي راکوي). اوس هرو مرو زموږ او ستاسي څخه يو لورى پر سمه لاره دى؛ يا په ښكاره ګمراهۍ کښي لوېدلى دى."
-
قُل لَّا تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ
دوي ته ووايه: "كومه خطا چي موږ کړې وي، د هغه څه پوښتنه به ستاسي څخه ونه شي او څه چي تاسي كوئ د هغه پوښتنه به زموږ څخه ونشي."
-
قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ
ووايه: "زموږ رب به موږ راغونډ کړي، بيا به زموږ په منځ کښي سمه صحيح پرېکړه وکړي. هغه داسي قوي حاكم دى چي په هر څه باندي پوهیږي."
-
قُلْ أَرُونِيَ الَّذِينَ أَلْحَقْتُم بِهِ شُرَكَاءَ ۖ كَلَّا ۚ بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
دوي ته ووايه: "ما ته راوښیاست چي هغه کومي هستۍ دي چي تاسي له الله سره شريكي کړي دي." - هیڅكله نه، ځواكمن او د حكمت خاوند خو یوازي او یوازي هماغه الله دى.
-
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
او [اې پېغمبره (ص)!] موږ ته د ټولو انسانانو لپاره یوازي زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلی یې، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
-
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
دوی تا ته وايي چي هغه (د قيامت) وعده به كله تر سره شي كه تاسي رښتيني ياست؟
-
قُل لَّكُم مِّيعَادُ يَوْمٍ لَّا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ
ورته ووايه: "ستاسي لپاره د يوې داسي ورځي نېټه ټاكل شوې ده، چي د هغې په راتګ کښي نه تاسي پوره يو ساعت ځنډ راوستلای شئ ، او نه پوره يوساعت مخکي هغه راوستلای شئ.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَـٰذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ
دغه كافران وايي: "موږ به هیڅكله دا قُرآن ونه منو او نه به له ده مخكينی راغلى كوم كتاب ومنو." - او كاشكي ته د دوى حال په هغه وخت کښي ووينې چي كله دغه ظالمان د خپل رب په حضور کښي ولاړ وي او يو پر بل باندي پړه اچوي. كوم كسان چي په دنيا کښي تر فشار لاندي نيول شوي ول، هغوي به تكبر غوره كوونكو ته ووايي: "كه تاسي نه واى، نو موږ به مؤمنان شوي وای."
-
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَىٰ بَعْدَ إِذْ جَاءَكُم ۖ بَلْ كُنتُم مُّجْرِمِينَ
هغه تكبر كوونكي به دغو ضعیف کړه شویو ته ځواب ورکړي: "ايا موږ تاسي له هغه هدايت څخه منع کړي واست چي تاسي ته راغلى و؟ - نه، بلكي تاسي پخپله مجرمان واست."
-
وَقَالَ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا بَلْ مَكْرُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَن نَّكْفُرَ بِاللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَندَادًا ۚ وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِي أَعْنَاقِ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هغه ضعیف کړه شوي خلك به دغو تكبُر كوونكو ته ووايي: "نه، بلكي د شپې او ورځي مكاري وه چي تاسي موږ ته ويل چي موږ دي د الله څخه منكر شو او نور د هغه شريكان وانګېرو." - په پاى کښي چي كله دغه خلك عذاب وګوري، نو پخپلو زړونو کښي به پښېمانه شي؛ او موږ به د دغو منكرانو په غاړو کښي طوقونه واچوو. ايا خلكو ته له دې څخه پرته چي څنګه یې عملونه ول هماغسي جزا ومومي، بله بدله وركول كېدا شي؟
-
وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ
هیڅكله داسي نه دي شوي چي: موږ کومي سیمي ته يو خبر داروونكى لېږلی وي او د هغې سیمي بډايانو دا نه وي ويلي چي كوم پيغام چي تاسي راوړى دى موږ هغه نه منو.
-
وَقَالُوا نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
هغوي تل همدا ويل چي موږ ستاسي څخه زيات مالونه او اولادونه لرو او موږ هیڅكله سزا موندونكي نه يوو.
-
قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زما رب چي چا ته وغواړي پراخه روزي وركوي او چا ته چي یې خوښه شي، روزي یې تنګوي. خو زياتره خلك ددې په حقيقت نه پوهیږي."
-
وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُم بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَىٰ إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَـٰئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ
دا ستاسي شتمني او ستاسي اولادونه هغه څه نه دي چي تاسي موږ ته نژدې كوي. هو، خو څوك چي ايمان راوړي او ښه عمل وکړي، همدغه خلك دي چي د هغو لپاره د خپل عمل دوه برابره مكافات دي، او هغوى به په دنګو او هسكو ماڼيو کښي په ډاډېنه اوسیږي.
-
وَالَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَـٰئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ
پاتي شول هغه خلك چي زموږ د ايتونو د مغلوبولو لپاره منډي ترډي كوي، نو هغوى به په عذاب کښي حاضر کړه شوي اخته وي.
-
قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ ۚ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
[اې پېغمبره(ص)!] دوى ته ووايه: "زما رب چي له خپلو بندګانو څخه يې چا ته اراده وشي، پراخه روزي وركوي او چا ته چي وغواړي روزي پر تنګوي. څه چي تاسي لګوئ، د هغه په ځاى هماغه الله تاسي ته نور دركوي. هغه تر ټولو روزي وركوونكو څخه ښه روزي وركوونكى دى."
-
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَـٰؤُلَاءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ
په كومه ورځ چي هغه ټول انسانان راغونډ کړي، بيا به د پرښتو څخه پوښتنه وکړي: "ايا دغو خلكو ستاسي بندګي كوله؟"
-
قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم ۖ بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ ۖ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُونَ
نو هغوى به ځواب ورکړي: "ستا ذات پاک دی، زموږ ارتباط خو ستا سره دى، نه له دوى سره. په اصل کښي دوى زموږ نه، بلکي د پيريانو عبادت یې کاوه، د دوى څخه زياترو په هماغو باندي ايمان راوړى ؤ."
-
فَالْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ
(په هغه ورځ به موږ ووايو چي) نن ستاسي څخه هیڅوك نه چا ته ګټه رسولای شي او نه زيان. او ظالمانو ته به ووايو چي اوس د هغه دوږخ خوند وڅكئ چي درواغ مو ګاڼه.
-
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَـٰذَا إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَـٰذَا إِلَّا إِفْكٌ مُّفْتَرًى ۚ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
دوى ته چي كله زموږ څرګند روښانه ايتونه اورول کیږي، نو وايي: "دغه سړی خو فقط دا غواړي چي تاسي د هغو معبودانو څخه واوړي چي ستاسي پلار، نیکه یې عبادت کاوه." -- او وايي: "دا (قُرآن) محضي له ځانه جوړ شوي درواغ دي." – دغو كافرانو ته چي كله حق راغى، نو ويې ويل: "دا خو ښكاره کوډي دي."
-
وَمَا آتَيْنَاهُم مِّن كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا ۖ وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِن نَّذِيرٍ
په داسي حال کښي چي نه موږ دغو خلكو ته مخکي كوم كتاب ورکړی ؤ چي دوى هغه لوستى وي او نه مو ستا څخه مخکي دوى ته كوم تنبيه كوونكى لېږلی ؤ.
-
وَكَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَيْنَاهُمْ فَكَذَّبُوا رُسُلِي ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
د دوى څخه مخکي تيرو شويو خلكو د درواغو نسبتونه کړی دي. څه چي موږ هغو ته ورکړي ول، د هغې لسمي برخي ته هم دوى نه دي رسيدلي. خو كله چي هغوى زما پېغمبران درواغجن وګڼل، نو وګوره چي زما سزا څنګه سخته وه.
-
۞ قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ ۖ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَىٰ وَفُرَادَىٰ ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا ۚ مَا بِصَاحِبِكُم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَّكُم بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زه تاسي ته فقط د يوې خبري نصيحت كوم. د خداى لپاره تاسي يو يو او دوه دوه يو ځاى شئ، خپل ماغزه وجنګوئ او فكر وکړئ، ستاسي په ملګري (محمد ص) کښي كومه داسي خبره ده چي د لېونتوب وي؟ - هغه خو د يو سخت عذاب د راتګ څخه مخکي ستاسي متوجه كوونكى دى."
-
قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
دوى ته ووايه: "كه ما ستاسي څخه كوم اجر غوښتى وي، نو هغه دي همدا تاسي ته مبارك وي. زما اجر خو پر الله دى او هغه په هر څه باندي شاهد دى."
-
قُلْ إِنَّ رَبِّي يَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُيُوبِ
دوى ته ووايه: "زما رب (ما ته) حق را لېږي او هغه په ټولو پټو حقيقتونو باندي پوهېدونكى دى."
-
قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ
ورته ووايه: "حق راغلى دى؛ او باطل نه كوم شى نوى پيدا كولای شي او نه یې بيا له سره ژوندى را پاڅولای شي."
-
قُلْ إِن ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَىٰ نَفْسِي ۖ وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ
ورته ووايه: " كه زه ګمراه شوى اوسم، نو زما د ګمراهۍ وبال زما پرغاړه دى؛ او كه زه پر سمه لاره يم، نو د هغې وحيي په اساس ده چي زما رب یې ما ته را لېږي، هغه هر څه اوري او خورا نژدې دى."
-
وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ
كاشكي ته دوى په هغه وخت کښي ووينې چي كله وارخطا شوي وي او هيچيري ځان نشي ژغورلاى، بلکي له ډېر نژدې ځاى څخه ونيول شي؛
-
وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّىٰ لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ
په هغه وخت کښي به دوى ووايي: "موږ پر الله ايمان راووړ." - په داسي حال کښي چي اوس دوی ته ډېر لیري شوى شى (ایمان یا دنیا ته بیرته ګرځېدنه) كله په لاس ورتلای شي.
-
وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِن قَبْلُ ۖ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ
له دې څخه مخکي دوى پرې كافران شوي ول او بې له څیړني یې د لیري لیري څخه خبري پېوندولې.
-
وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِم مِّن قَبْلُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُّرِيبٍ
په هغه وخت کښي چي دوى د كوم شي هيله كوونكي وي، د دوی او د هغه تر منځ په پردې درولو به د هغه څخه محروم کړای شي؛ لكه څنګه چي د دوى مخكيني هم مسلكان محروم کړای شوي ول. دوى په ډېر ګمراه كوونكي شك کښي لوېدلي ول.
۳۴. سورت سبإ
سبإ
Saba / سبإ · ۳۴ · ۵۴ آیتونه
دا پاڼه د سورت سبإ عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.